تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر قلم سورت تفسیر   بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه ن وَ الْقَلَمِ وَ ما یَسْطُرُونَ«1» ما أَنْتَ بِنِعْمَهِ رَبِّکَ بِمَجْنُونٍ«2» وَ إِنَّ لَکَ لَأَجْراً غَیْرَ مَمْنُونٍ«3» وَ إِنَّکَ لَعَلی خُلُقٍ عَظِیمٍ«4»=نون، سوګند پر قلم او څه چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

قلم سورت تفسیر

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

ن وَ الْقَلَمِ وَ ما یَسْطُرُونَ«1» ما أَنْتَ بِنِعْمَهِ رَبِّکَ بِمَجْنُونٍ«2» وَ إِنَّ لَکَ لَأَجْراً غَیْرَ مَمْنُونٍ«3» وَ إِنَّکَ لَعَلی خُلُقٍ عَظِیمٍ«4»=نون، سوګند پر قلم او څه چې ليكي! [چې] ته د خپل پالونكي په پېرزوېنه لېونى نه يې،او بېشكه درته بې پايه بدله ده،او په رښتيا ته ستر خويونه لرې.

 

ټکي:

* «مَمْنُونٍ» که له «من» ځنې اخستل شوی وي؛ نو د پرېکنده په مانا دی او نه پرېکېدوني ثواب ته وايي او که له «منت» ځنې اخستل شوی وي؛ نو مانا یې داده، چې الهي پېرزوینې بې منته دي. ظاهرا مراد ترې لومړۍ مانا ده؛ د الله (ج) له لوري نعمت زبادول عیب نه؛ بلکې د هغه د شکر، پاسلنې او لمانځنې ته انګېزه کېږي[1].

*د قلم ونډه تر ژبې، تورې، درهم، دینار، شهرت او اولاده ډېره ده؛ ځکه د پېړیو پېړیو تجربې رالېږدوي. فرهنګ ته وده ورکوي، په قلم کولای شو یو ملت راويښ یا ویده کړو، یو ملت په قلم عزیز یا ذلیلولای شو. قلم یو چوپ غږ دی، قلم رسمي سند دی. قلم د تاریخ خبریال دی.

پر قلم سوګند د فرهنګ او تمدن نښه ده. پر قلم ډاډ پر سند او استدلال ډاډ دی.

له قلم سره اړیکه له علم سره اړیکه ده. په ټولو غږونو کې درې غږونه غوراوی لري: د پوهانو د قلم غږ، د مجاهدینو د پښو غږ او د اوبدونکیو څرخو غږ .

هو، هغه ولس عزتمن دی، چې علم، ځواک او اقتصاد یې پیاوړی وي او که نن وغواړو دا درې غږونه رانقل کړو، باید ووایو:

د چاپخخونې، توپخانې او کارخانې غږ؛ یعنې فرهنګي، پوځي او وټيز غږ..

* قلمونه او لیکنې د پوهو ساتونکي دي. په یوه حدیث کې لولو: «قیدوا العلم بالکتابه[2]»

* هغه پر قلم او لیکنه سوګند یادوي، چې په ټول عمر کې یې یوه غونډله – جمله هم نه ده لیکلې: «لا تَخُطُّهُ بِیَمِینِکَ[3]».

د حافظ شیرازي د وینا له مخې:

نگار من که به مکتب نرفت و خط ننوشت

به غمزه مسئله آموز صد مدرّس شد

* سترو وګړیو ته لېونتوب ورمنسوبول مو هک اریان نه کړي قرآن وايي: «کَذلِکَ ما أَتَی الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلاّ قالُوا ساحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ[4]= دغسې تر دوی مخکېنيو ته چې هر استازى ورغلى (؛ نو) ورته يې ويلي : (( (دا) کوډګر يا لېونى دى !)) »

* الهي ثوابونه ساده مه ګڼئ. «أَجْرٌ کَبِیرٌ[5]»، «أَجْرٌ عَظِیمٌ[6]»، «أَجْرٍ کَرِیمٍ[7]» ، «أَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُونٍ[8]»، «أَجْراً حَسَناً[9]»، «أَجْرُهُ عَلَی اللّهِ[10]».

 

اخلاق په اسلام کې

د پېغمبر اکرم (ص) په ټولو ځانګړنو کې یې قرآن پر اخلاقو ټینګار کړې او ورته یې «خلق عظیم» ویلي دي؛ نوځکه په دې اړه د میزان الحکمه کتاب د خلق له باب څخه د ځینو مشرانو ویناوې په ژباړه رانقلوو.

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل:«انما تفسیر حسن الخلق ان اصاب الدنیا یرضی و ان لم یصبه لم یسخط» ښه خوی په دې دی، که بریالی شوې، خوښ شې او که نه شوې، غوسه نه شې.»

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل:«خصلتان لا یجتمعان فی المؤمن،البخل و سوء الخلق» په ایمانوال کې کنجوسي او بداخلاقي نه وي.

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ته وویل شول: پلانۍ ښځه لمونځګذاره؛ خو بداخلاقه ده او ګاونډیان په ژبه خپه کوي. آنحضرت وویل:«لا خیر فیها هی من اهل النار» هغه دوزخۍ ده.

په روایتونو کې راغلي دي، هغه مهال، چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله حضرت سعد بن معاذ ښخ کړ، و یې ویل: په کور کې د بداخلاقۍ له کبله، په قبر کې په عذاب شو.

حضرت علي کرم الله وجهه وویل:«رب عزیز اذله خلقه و ذلیل اعزه خلقه» څومره ډېر دي هغه عزیزان، چې د بداخلاقۍ له کبله ذلیل شي او هغه ذلیلان، چې د ښه اخلاقۍ له کبله عزتمن شي.

امام حسن (رض) وویل:«حسن الخلق رأس کل بر» خوش اخلاقي د ټولو نېکو چارو په سر کې ده.

حضرت علي کرم الله وجهه وویل:«ان العبد المسلم یبلغ بحسن خلقه درجه الصائم القائم» انسان د ښه خوی له کبله د روژتي لمونځ کوونکیو درجې ته رسي.

 امام صادق (رح)  وویل: اخلاقي ښېګڼې لس څیزونه دي: یقین، قناعت، صبر، شکر، حلم، ښه خلق، سخاوت، غیرت، مړانه او ځوانمردي.

حضرت علي کرم الله وجهه وویل:«من مکارم الاخلاق،ان تصل من قطعک و تعطی من حرمک و تعفوا من ظلمک» له اخلاقي ښېګڼو ځنې دادي، که چا درسره مړی ژوندی پرېښود، ته ورسره مړی ژوندی وکړې او که بې برخې یې کړې، برخمن یې کړې او که ظلم یې درباندې وکړ، ویې بښې.

 امام صادق (رح) وویل:«الخلق الحسن یمیت الخطیئه کما تمیت الشمس الخبیث» ښه خوی ګناهونه له منځه وړي؛ لکه څنګه چې لمر خباثتونه مړه کوي.

همداراز یې وویل:«حسن الخلق یثبت الموده» ښه خوی مینې کوټلې او پیاوړوي.

 

خُلق عظیم

د خُلق کلیمه هغو ځانګړنو ته ویل کېږي، چې د انسان په خټه او خوی کې اغږل شوي وي او لنډمهاله او موسمي ځانګړنو ته نه ویل کېږي. د«خُلُقٍ عَظِیمٍ» په باب بېلابېل تفسیرونه شوي دي؛ لکه

الف)حضرت ام المؤمنین عایشه وايي: د پېغمبر اکرم خوی، د مؤمنون سورت د لسو لومړیو آیتونو متضمن دی او تردې لوړه ستاینه نشته.

ب)مراد، د اسلام په اخلاقو سینګارېدل، تخلق او ستره طبع ده.

 ج)مراد، پرحق صبر او د عقل په غوښتنه د چارو سمبالنه ده.

د) د لغت ځینو کتابونو، خلق په دین مانا کړی؛ لکه له امام باقر (رح) نه په یوه روایت کې راغلي: له «خلق عظیم» نه مراد د اسلام دین دی[11].

ه)مراد، له مخالفانو سره په درناوي چلن دی، چې الله (ج) په دې چلن دنده ورکړې وه. «خُذِ الْعَفْوَ وَ أْمُرْ بِالْعُرْفِ وَ أَعْرِضْ عَنِ الْجاهِلِینَ[12]» 

و)مراد، اخلاقي ښېګڼې دي؛ لکه څنګه چې له آنحضرت (ص) نه راویت شوی:«انما بعثت لا تمم مکارم الاخلاق» او و یې ویل:«ادبنی ربی فاحسن تادیبی[13]» پالونکي مې وروزلم او څه ښه یې وروزلم.

ز)ام المؤمنین عایشې بي بي د پېغمبر اکرم د اخلاقو په باب ویلي:«کان خلقه القرآن»[14]د پېغمبر اخلاق د قرآن انځور و.

* مرحوم علامه طباطبایي په المیزان تفسیر (ج6،ص 183) کې د 27 مخونو په شاوخوا کې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د ژوند دود او خویونو په باب روایتونه رانقل[15] کړي، چې ځینو ته اشاره کوو.

1.پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله پخپله خپلې پڼې ګڼدلې.

2.خپلو جامو ته یې پخپله پیوند ورکاوه.

3.مېږه یې پخپله لوشله.

4.له مریانو سره یې یوځای خواړه خوړل.

5.پر ځمکه کېناسته.

6.پر خره سپرېده.

7.حیا یې نه خنډېده، چې په بازار کې خپل اړتیاوې وپېري.

8.شتمنو او نشتمنو ته به یې لاس ورکاوه او تر هغه به یې خپل لاس نه راکښوده، چې مقابل لوري نه و اخستی.

9.پر کوشني او مشرانو یې سلام کاوه.

 10.که د کومو خوړو ست به ورته وشو؛ نو سپک یې نه ګاڼه، که څه ورسته کجوره به وه.

11.کم لګښتی،کریم الطبع او د ښه معاشرت خاوند و.

12.تل موسکی و، بې له دې چې په خټ خټ وخاندي.

  1. بې له دې چې تندی یې تریو وي، تل غمجن و.

14.بې له دې چې ځان ذلیل وښيي، تل متواضع و.

15.بې اسرافه سخي و.

16.په زړه نازک او لوراند و.

 17.له چا یې تمه نه درلوده.

18.له کوره د وتو پر مهال یې ځان په هینداره کې کاته، وېښتان یې ږومنځول او ډېری وخت یې دا کار د اوبو پر وړاندې کاوه.

 19.د چا په مخ کې یې پښې نه غځولې.

20.په دوو چارو کې یې ستونزمنه ټاکله.

 21.هېڅکله یې د هغه تېري په پار له چا غچ وانخست، چې پرې شوی و؛ خو داچې کوم الهي حکم تر پښو لاندې شي.

22.د خوړو پر مهال یې تکیه نه کوله.

 23.سوالګر یې تش لاس نه رخصتاوه او تل یې د اړمنو اړتیاوې پوره کولې.

24.لمونځ یې له بشپړتیا سره سره سپک او خطبه یې لنډه وه.

 25.خلکو، انحضرت (ص) له خوشبویه پېژانده.

26.چې په کور کې یې مېلمه درلود؛ نو تر ټولو لومړی یې خواړه خوړل پیلول او تر ټولو روسته یې پای ته رسول، چې مېلمانه ښه خواړه وخوړای شي.

27.په خپل مخ کې یې خواړه خوړل.

 28.په درېیو ساه ګانو یې اوبه څښلې.

29.یوازې په ښي لاس یې راکړه ورکړه کوله او خواړه یې پرې خوړل.

 30.دعا یې درې ځل کوله؛ خو خبره یې تکراري نه وه.

31.د خلکو کور ورننووتو ته یې درې ځل اجازه غوښته.

32.خبره یې څرګنده وه او اورېدنې پرې پوهېده.

 33.په غونډه کې یې ټولو ناستو ته کتل.

34.په موسکا یې خبرې کولې.

 

پېغامونه:

1- الله پاک په مال، ځواک او توره قسم و نه کړ؛ خو په قلم او لیکنه یې وکړ؟ « وَ الْقَلَمِ وَ ما یَسْطُرُونَ»

2- هر قلم او لیکنه چې د ودې او تکامل وزله وي، ارزښت لري او د قسم وړ ده. « وَ الْقَلَمِ وَ ما یَسْطُرُونَ»

3-د خبرې پر ځای پر قلم سوګند، زده کړې او څېړنې ته هڅونه ده.(له نالوستۍ سره مبارزه او لیک لوست ته هڅونه د اسلام د کړلارو لومړیت دی. « وَ الْقَلَمِ وَ ما یَسْطُرُونَ»

4-د پېغمبراکرم عصمت او خوندیتوب د الهي پېرزوینو تر سیوري لاندې دی. «ما أَنْتَ بِنِعْمَهِ رَبِّکَ بِمَجْنُونٍ»

5- الهي پېرزو او ثواب ته پام، انسان د دباوونو او تورونو پر وړاندې کلکوي. «إِنَّ لَکَ لَأَجْراً غَیْرَ مَمْنُونٍ»

6-که د خلکو له لاسباړې سترګې پټې کړئ؛ نو الهي ثواب ته به ورسئ. «لَأَجْراً غَیْرَ مَمْنُونٍ»

7-ابدي ثواب هغه ته دی، چې خلق و خوی یې ستر وي.(( لَأَجْراً غَیْرَ مَمْنُونٍ … .لَعَلی خُلُقٍ عَظِیمٍ))

8- پر سترو اخلاقو لاسبری، پر نېغې لار له لاسبري سره مل دی. «إِنَّکَ لَعَلی خُلُقٍ عَظِیمٍ» (او په بل ځای کې وايي: «إِنَّکَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ[16]»)

9- د پېغمبر اکرم کمالات یې په خټه کې اغږل شوي او پرې لاسبری دی. «لَعَلی خُلُقٍ عَظِیمٍ»

10-له هغو دیني شخصیتونو دفاع په کار ده، چې سپکېږي او تورنېږي. «ما أَنْتَ بِنِعْمَهِ رَبِّکَ بِمَجْنُونٍ – إِنَّکَ لَعَلی خُلُقٍ عَظِیمٍ»

 

فَسَتُبْصِرُ وَ یُبْصِرُونَ«5» بِأَیِّکُمُ الْمَفْتُونُ«6» إِنَّ رَبَّکَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیلِهِ وَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِینَ«7»=نو ژر به ووينې او دوى به هم ويني، [چې] په تاسې كې كوم يوه کې لېونتوب دى ! رښتيا ستاسې پالونكى پخپله پوهېږي، چې څوك له لارې اوښتی او سملاري (هم) ښه پېژني.

 

ټکي:

* هغه مهال چې قریشو ولیدل، پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله، علي کرم الله وجهه پر نورو لومړی شمېري، و یې ویل: محمد پرې مفتون شوی، چې دا آیتونه رانازل شول[17].

* په قمر سورت کې هم دې ته ورته لحن راغلی دی:«سَیَعْلَمُونَ غَداً مَنِ الْکَذّابُ الْأَشِرُ[18]» سبا به پوه شي، چې دروغجن او ځانپالی څوک دی؟ په دې آیتونو کې پر کفارو د پېغمبر د بریا یو ډول زېری هم شته.

 

پېغامونه:

1-الله (ج) خپل استازي ته د دښمنانو پر وړاندې ډاډ ورکوي. «فَسَتُبْصِرُ وَ یُبْصِرُونَ»

2-راتلونکې حقایق روښانوي. «فَسَتُبْصِرُ وَ یُبْصِرُونَ»

3- هغه کفار لیونیان دي، چې په پوهه او لوی لاس یې د انبیاوو روښانه دلایل و نه منل. «بِأَیِّکُمُ الْمَفْتُونُ» (لکه څنګه چې اګاهانه او د پوهې له مخې ایمان، د عقلمنۍ نښه ده.)

4-نورو ته ورکلاري ورمنسوبول او ځان ته د ښیون – هدایت ادعا، چارسازې نه ده. الله (ج) دی چې واقعي ورکلاری او رښتونی ښیون موندلی پېژني. «هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیلِهِ وَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِینَ»))

 

فَلا تُطِعِ الْمُکَذِّبِینَ«8» وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُونَ«9» وَ لا تُطِعْ کُلَّ حَلاّفٍ مَهِینٍ«10» هَمّازٍ مَشّاءٍ بِنَمِیمٍ«11» مَنّاعٍ لِلْخَیْرِ مُعْتَدٍ أَثِیمٍ«12» عُتُلٍّ بَعْدَ ذلِکَ زَنِیمٍ«13» أَنْ کانَ ذا مالٍ وَ بَنِینَ«14» إِذا تُتْلی عَلَیْهِ آیاتُنا قالَ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ«15» سَنَسِمُهُ عَلَی الْخُرْطُومِ«16»= (اوس چې داسې ده) ؛نو د دروغجنو [خبره] مه منه. ښه يې ايسي، چې جوړجاړى او نرمي ورسره وکړې، چې دوى هم نرمي او جوړجاړى درسره وکړي (؛ داسې جوړجاړى، چې د حق له بهيره څه كږلېچ پكې وي). او د هر قسم خور سپک (سړي) مه منه؛ هغه چې ډېرعيبونه لټوي او هر [چېرې] په چوغلۍ پسې ځي؛او د خير ښېګڼې د چارو ډېر منع كوونكى، تېرى ګر [او] ګناهګار دى؛ډېرخوره، سخت زړى او بد خويه دى او پردې ټولو سربېره مټینګی (ارمونى، بې ټبره او بدنامى) دى. چې هسې نه، د ډېرې شتمنۍ او اولادونو له لامله يې (خبره ومنې)! چې زموږ آيتونه ورلوستل كېږي؛ نو وايي: (( (دا) د پخوانيو خلكو قيصې دي .)) ژر به يې پر پوزه نوغى (او داغ) كېږدو [او رسوا به يې كړو]!

 

ټکي:

* «تُدْهِنُ» له «دهن» او د غوړي، غوړه مالۍ، سازښت او نرمۍ په مانا دی.

* «هَمّازٍ» له «همز» اخستل شوی او د عیب لټوونکي په مانا او د «عیاب» کلیمې مرادف دی.

* «مَشّاءٍ بِنَمِیمٍ»؛ یعنې خبرلوڅۍ او نمّامۍ ته ډېرې هڅې کوي. ښايي له «مَنّاعٍ لِلْخَیْرِ» مراد، په مال کې کنجوسي وي؛ ځکه قرآن د مال په باب د خیر کلیمه کارولې ده[19].

* «زَنِیمٍ» هغه کس ته ویل کېږي، چې روښانه اصل و نسب و نه لري او کوم قوم ته نه ورمنسوبېږي (حرامي). امام صادق (رح) وویل: «عُتُلٍّ» ستر کفر او «زَنِیمٍ» هغه دی، چې په خپل کفر کې سخت حرص لري[20].

* قرآن څو ځل رسول الله، د کږلاریو له لاروۍ د «لا تُطِعْ[21]» او «لا تَتَّبِعْ[22]»په غونډلو – جملو منع کړی دی.

*د خلکو ژغورنې ته یې، دښمن هراړخیز وروپېژنئ، په دې آیتونو کې شاوخوا لس ځانګړنې رانقلوي، چې د یوې په پار به هم ځان ترې ژغورې، دا خو لا څه چې لس واړه یې کوم وګړی یا ډله ولري.

 *د ټولنې مشر، چې ټولمنلی وي، باید د خوښۍ، نشاط، هیلې، یووالي او تقوا سرچینه وي او مشر دې د عیب پلټڼې، خبرلوڅۍ، کنجوسۍ، یرغلګرۍ، تاوتریخوالي ځانګړنې و نه لري، چې هر یو د درز او دلسردۍ لامل دی. او په دې آیتونو کې ددې ځانګړنو له څښتنانو لاروي منع شوې ده.

*د قرآن آیتونه په بېلابېلو بڼو تورن شوي؛ داسې تعبیرونه لکه: «أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ» د پخوانیو افسانې، «أَضْغاثُ أَحْلامٍ[23]» ګډوډ خوبونه، «أَمْ یَقُولُونَ افْتَراهُ[24]» الله (ج) ته ورمنسوب شوي دروغ ، «لَقُلْنا مِثْلَ هذا[25]»هغه خبرې، چې په څېر یې موږ هم راوړای شو، «یُعَلِّمُهُ بَشَرٌ[26]» کوم انسان دا خبرې ورښوولې دي، «أَعانَهُ عَلَیْهِ قَوْمٌ[27]»تر پردې شا یو څوک مرسته کوي.

* په روایتونو کې لولو: الله (ج) حضرت شعیب ته وویل: زه یو سل زریزه ډله پر خپل عذاب اخته کوم، سره له دې چې څلوېښت زره تنه یې بد او شپېته زره تنه یې ښه دي؛ ځکه ښه وګړي یې ديني غیرت نه لري او له ګناهګارانو سره نرمي کوي[28].

پټه دې نه وي، پر څه چې نیوکه شوې، د کمزورۍ له دریځه نرمي ده، چې نامه یې مداهنه ده؛ خو د ځواک له دریځه نرمۍ ته ګوزاره ویل کېږي، چې پروا نه لری؛ لکه د هغه پلار په څېر چې د خپل ماشوم د حال په پامینوي رو رو روان وي.

* «هَمّازٍ ، مَنّاعٍ ، مُعْتَدٍ أَثِیمٍ»د کفارو ځانګړنې دي او هغه مسلمان کفارو ته ورنږدې دی، چې دا ځانګړنې ولري.

 

پېغامونه:

1-د الهي نعمتونو د شکرانې په پار له کږلاریو لرې شئ. «إِنَّکَ لَعَلی خُلُقٍ عَظِیمٍ فَلا تُطِعِ الْمُکَذِّبِینَ»

2-نېک اخلاق له کږلاریو له لرېوالي او دافعې سره یو ځای دی. «لَعَلی خُلُقٍ عَظِیمٍ فَلا تُطِعِ الْمُکَذِّبِینَ» (هو، د حُسن خلق او ښه خوی مانا، له فاسدو سره سازښت نه دی.)

3- انبیاء هم الهي تذکر او یادونې ته اړمن دي. «فَلا تُطِعِ الْمُکَذِّبِینَ»

4-د مخالفینو پر سوګند اعتبار نشته، څومره چې ډېر سوګندونه کوي، هومره بې اعتبارېږي. «لا تُطِعْ کُلَّ حَلاّفٍ»

5- په اسلامي ټولنه کې هغوی چارواکېدای نشي، چې بې نسبه، پرېوتي، «مَهِینٍ»، عیب لټوونکي «نمیم»،کنجوسان، یرغلګر، گناهګار او تاوتریخجن وي. فَلا تُطِعِ …

6-د دښمن له نقشو مه غافلېږئ، دښمن هڅه کوي، سازښت ته مو راکاږي.((وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ …))

7-دښمن ته امتیاز مه ورکوئ، ان که هغوی په امتیاز ورکولو رامخکې شي.((وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ …))

8-له آرونو شاته تګ د دښمن غوښتنه ده.«وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ» (په آرونو کې اساني، نرمي، تسامح او تساهل منع دی.)

9-له دښمن سره سازښت یې د لاروۍ په مانا دی او له لاروۍ نه کولو مراد هماغه سازښت نه کول دي.(( فَلا تُطِعِ … وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُونَ))

10- دښمن له قسم او سپېڅلو نامو ناوړګټنه کوي. « حَلاّفٍ »

11- ډېر قسمونه، د پستۍ نښه ده. « حَلاّفٍ مَهِینٍ »

12-دنننۍ پرېوتي او له بهرنۍ شونتیاوو برخمني، د فتنې او فساد دوه لاملونه دي.(( مَهِینٍ … ذا مالٍ وَ بَنِینَ))

13-د کفارو شتمني او ځواک یې لاملېدای نشي، چې سازښت ورسره وکړو.(( لَوْ تُدْهِنُ … أَنْ کانَ ذامالٍ وَ بَنِینَ»

14-بې درده پانګوال او شتمن، د انبیاوو د مخالفانو لومړۍ لیکه ده.(( ذا مالٍ وَ بَنِینَ … قالَ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ))

15- الله (ج) کبرجنو ته داسې سزا ورکوي، چې اغېز ‎یې پر بدن پاتېږي. «سَنَسِمُهُ»

16-د سپکوونکي سزا، سپکېدل دي. «سَنَسِمُهُ عَلَی الْخُرْطُومِ»

 

إِنّا بَلَوْناهُمْ کَما بَلَوْنا أَصْحابَ الْجَنَّهِ إِذْ أَقْسَمُوا لَیَصْرِمُنَّها مُصْبِحِینَ«17» وَ لا یَسْتَثْنُونَ«18» فَطافَ عَلَیْها طائِفٌ مِنْ رَبِّکَ وَ هُمْ نائِمُونَ«19» فَأَصْبَحَتْ کَالصَّرِیمِ«20» فَتَنادَوْا مُصْبِحِینَ«21» أَنِ اغْدُوا عَلی حَرْثِکُمْ إِنْ کُنْتُمْ صارِمِینَ«22»=په حقيقت كې موږ دوى (دروغجن) وازمېيل؛ لكه چې بڼوال مو ازمېيلي وو؛ هغه وخت چې قسم يې وخوړ، چې ګهېځ څرک به (د مسکينانو په ناخبرۍ كې) د باغ (مېوې) واڼوي، او هېڅ به ترې نه پرېږدي [چې مسکينانو ته يې ورکړي]؛ دوى ويده ول، چې د پالونكي له لوري دې پر بڼ ګرچاپېره (د افت) بړبوكۍ راتاوه شوه. نو داسې شو؛ لكه رېبلى كښت. نو (بڼوالو) ګهيځ څرک يو بل ته ورغږ كړ، كه مېوې واڼئ (؛ نو) سهار وختي خپلو كښتونو ته ولاړ شئ.

 

ټکي:

* له «طائِفٌ» نه مراد هغه آفت او بلا ده، چې له بڼ راتاوه شوه، و یې سوځاوه او ایره یې کړ.

«صرم» د مېوې را شلولو او واڼولو په مانا دي او له «صریم» مراد، په الهي عذاب د ټولو ونو پرې کېدل دي.

*((تَنادَوْا» په یوه ځای کې د خلکو راټولېدو ته غږ ،مشوره او هم اندي ده.

*الهي قهر کله وګړي رانغاړي؛ لکه چې فرعون او لښکر یې ډوب شو، «اغرقناه و جنوده[29]»، کله مال رانغاړي؛ لکه هغه آیتونه، چې بڼ یې وسوځېد؛ خو په خپله روغ پاتې شول، کله وګړي رانغاړي، کله دواړه رانغاړي؛ لکه قارون چې خپله، کور او پانګه یې په ځمکه کې ډوب شول. «فَخَسَفْنا بِهِ وَ بِدارِهِ[30]» 

*په دې آیت کې دو ځل پر کنجوسۍ نیوکه شوې، یو ځل په «مَنّاعٍ لِلْخَیْرِ» آیت کې او یو ځل ددې آیتونو په کیسه کې.

*د نېکانو ښو دودونو ته دې دوام ورکړل شي؛ خو په دې کیسه کې یې پاتوړیو هوډ کړی و، چې د پلرونو لار ته شا او بېوزله بې برخې کړي.

 * گناه، د بې برخېتوب لامل دی. امام باقر (رح) وویل:«ان الرجل لیذنب الذنب فیدرء عنه الرزق[31]» هر سړی یې د ګناه هومره له رزق بې برخېږي؛ لکه چې په روایت کې راغلي دي: انسان کله د ګناه په پار د تهجدو له لمانځه بې برخې شي[32].

*د مال ارزښت ترهغه دی، چې فکر کوږ نه کړي، د الله (ج) په حکم د ضرار جومات ړنګېږي او د سامري پسه سوځول کېږي. «لَنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهُ فِی الْیَمِّ نَسْفاً[33]»

 

د سوځېدلي بڼ کیسه

هغه بڼوال ومړ، چې هر کال به یې د بڼ مېوې بېوزلیو ته نفقه کولې. پاتوړیو یې هوډ وکړ، چې د بېوزلیو برخه ونکړي، یوازې یو پاتوړی ددې چار مخالف و؛ خو ډېریو یې کنجوسي وکړه او د بېوزلیو د بې برخولو هوډ یې وکړ او ګهیځ بڼ ته ولاړل، چې مېوې وواڼي، چې بېوزله پرې خبر نشي، بڼ ته چې ورسېدل؛ نو هغه یې ایرې وموندې، و یې ویل: لار مو ورکه کړې او دا بڼ زموږ نه دی؛ خو بل یې وویل: موږ د  خپل پلار له سمې لارې کاږه شوي يو او هوډ مو وکړ، چې بېوزله ترې بې برخې کړو؛ خو په پایله کې په خپله بې برخې شوو. هغه زوی چې له پیله له کنجوسۍ سره مخالف و، و یې ویل:درته مې نه ویل، چې دا اند سم نه دی؟ په هر حال هغوی الهي عذاب ولید، او یو بل یې پړول.

 

پېغامونه:

1- ازمېینه یو الهي دود دی. «إِنّا بَلَوْناهُمْ کَما بَلَوْنا»

2- قرآن د الهي اتحاد بېلابېلې بېلګې ښوولي، چې د الهي ازمېینو له کړنلارو سره اشنا شو. «کَما بَلَوْنا أَصْحابَ الْجَنَّهِ»

3-هغه کړلارې ناکامې دي، چې پایله یې د بېوزلیو بې برخول وي.(( أَقْسَمُوا … وَ لا یَسْتَثْنُونَ …فَأَصْبَحَتْ کَالصَّرِیمِ))

4- هر سوگند ارزښت نه لري. «أَقْسَمُوا لَیَصْرِمُنَّها مُصْبِحِینَ»

5-الهي عذاب په آخرت پورې ځانګړی نه؛ بلکې په دنیا کې هم چټک پېښېدای شي.(( فَطافَ عَلَیْها طائِفٌ مِنْ رَبِّکَ … فَأَصْبَحَتْ کَالصَّرِیمِ))

6- سزا ورکول د ربوبیّت له چارو ځنې دي او روزنیز اړخ لري. «طائِفٌ مِنْ رَبِّکَ»

7- هېڅوک پر الله (ج) ورمخکې کېدای نشي. (دوی ګهیځ مېوو راټولولو ته ولاړل؛ خو الله ترې مخکې بڼ سوځولی وی.) «وَ هُمْ نائِمُونَ»

8-سزا او جرم دې انډول وي، بېوزلي یې بې برخې کړل؛ نو بې برخې شول. (( لا یَسْتَثْنُونَ … فَأَصْبَحَتْ کَالصَّرِیمِ))

9-د انسان فکر او تدبیر د الله (ج) د تدبیر پر وړاندې تت دی.(دلته پاتوړیو یو هوډ وکړ او الله (ج) بله اراده وکړه.) ((أَقْسَمُوا لَیَصْرِمُنَّها مُصْبِحِینَ ..فَأَصْبَحَتْ کَالصَّرِیمِ))

10- الله (ج) د بېوزلیو ملاتړ دی، سره له دې، چې بېوزلي د پاتوړیو له هوډه خبر نه وو؛ خو الله (ج) د بېوزلیو په ملاتړ، د کنجوسو پاتوړیو سزا او تنبیه ته بڼ وسوځاوه.(( لا یَسْتَثْنُونَ … فَأَصْبَحَتْ کَالصَّرِیمِ))

11-د انسان بریاوې یې په محاسباتو پورې ځانګړې نه دي، په دې کیسه کې محاسبات یو ډول وو؛ خو پایله بل شان شوه.(( لَیَصْرِمُنَّها مُصْبِحِینَ … فَأَصْبَحَتْ کَالصَّرِیمِ))

12-ناوړه نیّت که له کړلارجوړونې او مقدماتي کړنو سره مل وي؛ نو سزا لري.(( وَ لا یَسْتَثْنُونَ … فَأَصْبَحَتْ کَالصَّرِیمِ))

13- د هغې شتمنۍ له شتونه یې نشتون غوره دی، چې بېوزلي ترې بې برخې شي. ((فَأَصْبَحَتْ کَالصَّرِیمِ»

14- حرص او کنجوسي د بریا او پانګې د ډېرېدو لاملېدای نشي.(( لا یَسْتَثْنُونَ …

فَأَصْبَحَتْ کَالصَّرِیمِ ))

 

فَانْطَلَقُوا وَ هُمْ یَتَخافَتُونَ«23» أَنْ لا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْکُمْ مِسْکِینٌ«24» وَ غَدَوْا عَلی حَرْدٍ قادِرِینَ«25» فَلَمّا رَأَوْها قالُوا إِنّا لَضَالُّونَ«26» بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ«27» قالَ أَوْسَطُهُمْ أَ لَمْ أَقُلْ لَکُمْ لَوْ لا تُسَبِّحُونَ«28» قالُوا سُبْحانَ رَبِّنا إِنّا کُنّا ظالِمِینَ«29» فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلی بَعْضٍ یَتَلاوَمُونَ«30» قالُوا یا وَیْلَنا إِنّا کُنّا طاغِینَ«31» عَسی رَبُّنا أَنْ یُبْدِلَنا خَیْراً مِنْها إِنّا إِلی رَبِّنا راغِبُونَ«32» کَذلِکَ الْعَذابُ وَ لَعَذابُ الْآخِرَهِ أَکْبَرُ لَوْ کانُوا یَعْلَمُونَ«33»=نو په بيړه ولاړل او په خپلو كې يې يو بل ته رو رو ويل: (([ټينګ څار لرئ، چې] نن بيخي يو بېوزلى هم را نه ننوځي.)) او سهار وخته پر[خپل] ټينګ هوډ ولاړل [چې بېوزلي به بڼ ته نه پرېږدي]؛ نو چې بڼ يې وليد، ويې ويل: ((رښتيا (لکه چې) موږ (د خپل باغ) لار وركه كړې ده! (هو! هر څه مو له لاسه تللي)؛ بلكې بې برخې شوي يو!)) په دوی كې تر ټولوعقلمن وويل: ((ايا ما درته ویلي نه وو، چې ولې خداى په پاكۍ نه ستايئ؟!))دوى وويل : ((پالونكى مو پاك دى،په رښتینه كې موږ ظالمان وو!)) نو يو پر بل يې پړه اچوله، (او چغې يې پورته شوې) و يې ويل : ((پر موږ افسوس،چې سرغړوونكي وو! هيلمن يو، چې پالونكى مو په بدل کې ښه (بڼ) ترې راكړي! [؛ ځكه] چې يوازې دهغه لوري ته لېوال يو.)) (په دنيا كې د الله) عذاب دغسې دى او كه پوهېداى (؛نو) د آخرت عذاب خو هرومرو تردې هم ډېر ستر دى.

 

 

 

ټکي:

* «حَرْدٍ»کنجوسۍ او نور منع کولو ته وايي. «غَدَوْا عَلی حَرْدٍ»؛ یعنې بڼوالو د بېوزلیو د بې برخولو په موخه حرکت وکړ.

* حرص او کنجوسي انسان سخت زړوي، تردې چې پر بېوزله او مسکین رحم نه کوي. «لا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْکُمْ مِسْکِینٌ»

* «أَوْسَطِ» منځلاري، معتدل او له افراط و تفریط لرې ته وايي[34].

*د مسکینانو لاسنیوی مستحب نه؛ بلکې واجب دی؛ ځکه الله (ج) چاته د مستحب پرېښوولو په پار سزا نه ورکوي، په دې آیت کې د مسکین بې برخول، په دنیا کې د بڼ سوځېدو لامل شو او په دوزخ کې هم، دوزخیان د خپل دوزخي کېدو یو لامل، بېوزلیو ته بې اعتنايي ګڼي.(( ما سَلَکَکُمْ فِی سَقَرَ … لَمْ نَکُ نُطْعِمُ الْمِسْکِینَ[35]))

* د بېوزلیو لاسنیوی یوازې په مؤمن بېوزلیو پورې ځانګړی نه دی؛ په دې آیت کې د بېوزلیو د ایمان او کفر خبره نه ده شوې؛ بلکې خبره د ځینو د حرص او کنجوسۍ او د ځینو د لوږې او بېوزلۍ ده.

 *کله دې د فکر او فرهنګ بدلون ته، په ټولنه کې ګناهګار وګړی یا ډله رسوا شي، چې نورو ته عبرت شي. هغه الله (ج) چې «اظهر الجمیل و ستر القبیح» دی، پرده اوچتوي او هغه بڼ چې وسوځېد، تاریخ ته سرټکی کېږي.

* په دعا او له الله (ج) سره په مناجاتو کې د«رَبِّنا» کلیمه ډېره کاروو؛ په دې آیتونو کې دا ټکی څو ځل تکرار شوی دی(( رَبِّنا إِنّا کُنّا ظالِمِینَ … عَسی رَبُّنا أَنْ یُبْدِلَنا … إِنّا إِلی رَبِّنا راغِبُونَ))

* د الله (ج) قهر چې راغی؛ نو ټول یې وسوځول، سره له دې، یو پاتوړی چې د بېوزلیو د بې برخولو مخالف و، د هغه برخه هم پکې وسوځېده.

*د دنیوي عذاب بېلګې دادي:

 الف) د نعمت اخستل .ب) د اشرارو لاسبری.ج) د توفیق اخستل کېدل.د) د امنیّت او آرامۍ خستل کېدل .

خو د آخرت عذاب شدید (سخت)،الیم (دردناک)، عظیم (لوی) او کبیر (خورا ستر) دی. «وَ لَعَذابُ الْآخِرَهِ أَکْبَرُ لَوْ کانُوا یَعْلَمُونَ»

 

 

 

پېغامونه:

  • الله تعالی ، پټې او د دسیسو خبرې اترې برسېروي. « وَ هُمْ یَتَخافَتُونَ »
  • څومره چې د ناوړتیا نیت ډېر وي، خطر یې ډېر دی. «لا یَدْخُلَنَّهَا» (و یې ویل: یو بېوزله دې هم بڼ ته نه راننوځي، الله هم ټول بڼ وسوځاوه.)

3 – حرص او کنجوسي کله دومره ډېره شي، چې وګړی چمتو نه وي، چې ان یو بېوزله هم برخمن کړي. «مِسْکِینٌ» په مفرد قالب کې راغلی دی.

4- حریصاناکه روحیه «لا یَسْتَثْنُونَ»، پټ هوډ «یَتَخافَتُونَ» او ځواکمن ګام اخستل «قادِرِینَ»، یو هم څه نشي کولای.(بل نحن محرومون)

5- د ترخو پېښو یوه ګټه، ځان ته ورستنېدل دي. «فَلَمّا رَأَوْها قالُوا إِنّا لَضَالُّونَ»

6-که نور له یوه اړخه بې برخې کړو، له څو اړخونو به بې برخې شوو. «بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ» (له مېوې، الهي ثواب، د بېوزلیو له دعا، د پلار د اروا له خوښۍ او له ټولنیز درناوي بې برخېتوب.)

7-حق خبره کوئ، که څه لږکګي یاست.(( قالَ أَوْسَطُهُمْ أَ لَمْ أَقُلْ لَکُمْ …

8-منځلاري او عقل کارونه، د بېوزلیو د لاسنیوۍ او د حرص او کنجوسۍ مخه نیسي. «قالَ أَوْسَطُهُمْ»

9-د تبلیغ په کړلاو کې له فرصتونو ګټنه وکړئ. هغوی چې پرون حق خبرې اورېدو ته چمتو نه وو، نن چمتو شوي دي.(( قالَ أَوْسَطُهُمْ أَ لَمْ أَقُلْ لَکُمْ …))

10-د نادودو پېښو په شننه کې پر خپلو کوتاهیو او لنډونو هم منښته پکار ده او الله (ج) سپېڅلی وګڼو. «سُبْحانَ رَبِّنا إِنّا کُنّا ظالِمِینَ»

11-هغه څه نن جبران کړئ، چې پرون مو نه دي کړي. «لَوْ لا تُسَبِّحُونَ – قالُوا سُبْحانَ رَبِّنا»

11-له الهي پېرزوینو د بې برخېتوب جرړه، پر ځان په تېري کې ده.(( بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ … إِنّا کُنّا ظالِمِینَ))

12-که د یووالي بنسټ تقوا نه وي؛ نو پایله یې درز دی.( هغه روڼه، چې تردې مخکې، د بېوزلیو بې برخولو ته یولاس ول، نن یو بل ملامتوي او پړه یو د بل پر غاړه اچوي.) «فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلی بَعْضٍ یَتَلاوَمُونَ»

13-د نورو حق نه ورکول، پر ځان تېری او پر نورو یرغل دی. «إِنّا کُنّا ظالِمِینَ – إِنّا کُنّا طاغِینَ»

14- د الله (ج) پر وړاندې مو پر خپلو کمزوریو او د کړنو پر ناوړۍ ډېرې منښتې کوئ. «إِنّا کُنّا ظالِمِینَ – إِنّا کُنّا طاغِینَ» (لکه چې حضرت علي کرم الله وجهه په کمیل دعا کې وايي:«معتذرا نادما، منکسرا مستقیلا،مستغفرا منیبا مقرا مذعنا معترفا»)

15-د دنیوي شتمنۍ له لاسه ورکولو پر مهال، الهي پېرزو او لورنې ته هیلمن وسئ، چې ترې غوره به درکړي. «عَسی رَبُّنا أَنْ یُبْدِلَنا خَیْراً مِنْها»

16- د الله (ج) لاس تأمین او جبران ته پرانستی دی. گناهګاران دې نهیلي نه وي او د تل لپاره دې ځان مات نه ګڼي. «یُبْدِلَنا خَیْراً مِنْها»

17- هېڅکله الله (ج) ته د ورستنېدو لپاره ناوخته نه دی. «إِنّا إِلی رَبِّنا راغِبُونَ» (د بڼ څښتنن د سوځېدلي بڼ په لیدو د غفلت له خوبه راویښ شول، توبه یې وکړه او د الله لوری ته ورستانه شول.)

18-د بېوزله زړه ماتول هم دنیوي او هم اخروي عذاب لري. «کَذلِکَ الْعَذابُ وَ لَعَذابُ الْآخِرَهِ»

19- د قیامت پر سزا او عذاب ایمان، د کنجوسۍ، سرغړونې او تېري مخه نیسي. «وَ لَعَذابُ الْآخِرَهِ أَکْبَرُ لَوْ کانُوا یَعْلَمُونَ»

 

إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّاتِ النَّعِیمِ«34» أَ فَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِینَ کَالْمُجْرِمِینَ«35» ما لَکُمْ کَیْفَ تَحْکُمُونَ«36» أَمْ لَکُمْ کِتابٌ فِیهِ تَدْرُسُونَ«37» إِنَّ لَکُمْ فِیهِ لَما تَخَیَّرُونَ«38» أَمْ لَکُمْ أَیْمانٌ عَلَیْنا بالِغَهٌ إِلی یَوْمِ الْقِیامَهِ إِنَّ لَکُمْ لَما تَحْکُمُونَ«39» سَلْهُمْ أَیُّهُمْ بِذلِکَ زَعِیمٌ«40» أَمْ لَهُمْ شُرَکاءُ فَلْیَأْتُوا بِشُرَکائِهِمْ إِنْ کانُوا صادِقِینَ«41»=په حقيقت كې متقیانو ته یې له پالونكي سره د جنت له نعمتونو ډك باغونه دي. نو ايا مسلمانان د ګناهګارانو په څېر شمېرو؟!پر تاسې څه شوي؟! څرنګه پرېكړه كوئ؟! ايا كوم كتاب درسره شته، چې (دا حکم) پكې لولئ،او څه چې غواړئ (د حکم په بڼه) به يې پکې درکښلى وي؟!يا داچې تاسې د قيامت تر ورځې قسمونه (او ژمنې) راڅخه اخستي، چې پخپله خوښه به پرېكړې كوئ؟!ترې وپوښته: كوم يو پر دې (قسم او ژمنې) ضامن دى؟!يا دوى (معبود ډوله) شريكان لري؟! كه رښتيني وي؛ نو خپل شريكان دې راوړي.

 

ټکي:

*یوې ډلې ویل: قیامت نشته او که وي هم، موږ به هلته هم په بشپړه هوساینه کې یوو. «وَ ما أَظُنُّ السّاعَهَ قائِمَهً وَ لَئِنْ رُجِعْتُ إِلی رَبِّی إِنَّ لِی عِنْدَهُ لَلْحُسْنی[36]»دا آیتونه د هغه باطل اند ځواب دی.

 

پېغامونه:

۱-په روزنه او ارشاد کې دې له ګواښنګرندۍ سره هڅونه هم وي. «وَ لَعَذابُ الْآخِرَهِ أَکْبَرُ – إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ»

2- جنتي بڼونه له نعمتونه ډک دي، د دنیوي بڼونو پرخلاف چې د نعمتونو ترڅنګ یې سرخوږی او ځینې آفتونه هم شته.(جنات النعیم)

3-سزا او ثواب د نیاو-عدالت پر بنسټ دي. «أَ فَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِینَ کَالْمُجْرِمِینَ»

4- هر روغ وجدان او فطرت عدالت خوښوي. «أَ فَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِینَ کَالْمُجْرِمِینَ»

5-استناد، لاسوند او استدلال دې یا په آسماني کتاب وي، چې حجت دی: «أَمْ لَکُمْ کِتابٌ» او یا پر عقل «ما لَکُمْ کَیْفَ تَحْکُمُونَ» یا د ژمنې پر بنسټ «ام لکم ایمان بالغه»

6-آسماني کتابونه د انسانانو د بې سره لېوالتیاوو تابع نه دي. (( أَمْ لَکُمْ کِتابٌ …

إِنَّ لَکُمْ فِیهِ لَما تَخَیَّرُونَ (په یوه آسماني کتاب کې هم نه دي راغلي: چې څه مو وغوښتل، و دې شي.)

7- الله (ج)، هېڅ ژمنه نه ده کړې، چې حقیقت هماغه څه دی، چې تاسې یې امر کوئ. (( أَمْ لَکُمْ أَیْمانٌ … إِنَّ لَکُمْ لَما تَحْکُمُونَ))

 

یَوْمَ یُکْشَفُ عَنْ ساقٍ وَ یُدْعَوْنَ إِلَی السُّجُودِ فَلا یَسْتَطِیعُونَ«42» خاشِعَهً أَبْصارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّهٌ وَ قَدْ کانُوا یُدْعَوْنَ إِلَی السُّجُودِ وَ هُمْ سالِمُونَ«43»= (درياد كړه) پر هغه ورځ، چې پنډۍ (له هيبته) لوڅ بربنډه شي (او كار ستونزمن شي) او دوی سجدې ته راوبلل شي؛ خو(د سجدې كولو) وس به يې نه وي . حال دا، سترګې به يې (له شرمه) ښكته او خړې وي، خوارۍ او ذلت به رانغاړلي ‎وي او په يقين، تر دې مخكې چې روغ رمټ وو، تل سجدې ته بلل كېدل (؛ خو سجده يې نه كوله او نن يې بېخي له وسې پوره نه ده).

 

ټکي:

* له «یُکْشَفُ عَنْ ساقٍ» غونډلې – جملې مراد په پښتو کې هماغه متل دی، چې: ((اوبه له ورخه تېرې دي)).

* امام صادق (رح) وايي: پر هغه ورځ پر خولو ټاپه لګول کېږي، وېرې به ټول وجود راخستی وي، سترګې به رډې او ساه به ستونې ته رارسېدلې وي[37]

* په فرقان سورت 60 آیت کې لولو: «وَ إِذا قِیلَ لَهُمُ اسْجُدُوا لِلرَّحْمنِ قالُوا وَ مَا الرَّحْمنُ أَ نَسْجُدُ لِما تَأْمُرُنا» هر مهال چې ورته وویل شي: لوراند الله ته سجده وکړئ، وایي: لوراند څوک دی؟ آیا څوک چې راښيې سجده ورته وکړو؟ ] تر ویینې لاندې آیت وايي: «کانُوا یُدْعَوْنَ إِلَی السُّجُودِ» هغه آیت ته اشاره ده.

*په دنیا کې سجدې ته له رابلنې مراد «کانُوا یُدْعَوْنَ إِلَی السُّجُودِ وَ هُمْ سالِمُونَ» یا د اذان غږ دی، چې خلک لمانځه او سجدې ته رابلي یا هغه آیتونه دي، چې د عبادت حکم یې کړی یا هغه احکام دي، چې کول یې د الله (ج) پر وړاندې یو ډول سجده، تواضع او عاجزي ده. دا خو لا څه چې سجده د عبادتونو لوړپوړې ده.

 

پېغامونه:

1- قیامت د ستونزو راڅرګندېدا ورځ ده. «یُکْشَفُ عَنْ ساقٍ»

2- قیامت، د دنیا انځور دی. هغوی چې په دنیا کې سجده کوونکي نه وو، په قیامت کې د سجدې کولو وس نه لري. «یُدْعَوْنَ إِلَی السُّجُودِ فَلا یَسْتَطِیعُونَ»

3- هغوی چې د واک او روغتیا له فرصته ګټنه نه کوي؛ نو هغې ورځې ته دې پر تمه شي، چې دا یو فرصت به هم نه لري. «یُدْعَوْنَ إِلَی السُّجُودِ وَ هُمْ سالِمُونَ»

4- مجرم خړسترګی دی او له چا سره سترګې په سترګې کېدای نشي. «خاشِعَهً أَبْصارُهُمْ»

5- د قیامت ذلت هر اړخیز دی. «تَرْهَقُهُمْ ذِلَّهٌ»

6- هغه چې د الله (ج) پر وړاندې ټاکل شوې خشوع و نه مني، پر هغه ورځ به اجباري خشوع او ذلت مني.(( خاشِعَهً … تَرْهَقُهُمْ ذِلَّهٌ))

 

فَذَرْنِی وَ مَنْ یُکَذِّبُ بِهذَا الْحَدِیثِ سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَیْثُ لا یَعْلَمُونَ«44» وَ أُمْلِی لَهُمْ إِنَّ کَیْدِی مَتِینٌ«45»=نو اوس ما او هغه سره پرېږده، چې دا خبر (= قرآن) دروغ ګڼي، موږ یې له داسې ځايه رو رو د عذاب خوا ته راكاږو، چې خبر به ترې هم نه وي. او مهلت وركوم [؛ ځكه] چې زما تدبير ډېر پوخ دى.

 

ټکي:

* د «استدراج» کلیمه؛ یعنې درجه په درجه او ګام په ګام (سوکه سوکه) ورنږدېدل او مراد دادی، چې یوه ډله سوکه سوکه او ګام په ګام بې له دې چې پام یې وي، د پرېوتو پاڼ ته ورنږدېږي.

*په قرآن کې ډېر آیتونه دي، چې وايي: موږ ګنهګارانو ته مهلت ورکوو، هغوی دې نه انګېري،چې ښه مو ایسي او یا مو هېر کړي دي.

* امام صادق (رح) وویل:که یوه ګناه وشوه او کوونکی یې همداسې په هوساینه او نعمتونو کې و؛ نو دا یې په الهي سزا کې استدراج دی[38].

 

پېغامونه:

1- د دروغجنونکیو مقابل لوری الله (ج) دی. «فَذَرْنِی وَ مَنْ یُکَذِّبُ»

2- الله (ج)، خپل استازي ته ډاډ ورکوي. «فَذَرْنِی وَ مَنْ یُکَذِّبُ»

3-د قرآن دروغجنول؛ خورا سخته سزا لري؛ ځکه الله (ج) وايي: هغوی ما ته راپرېږده. «فَذَرْنِی وَ مَنْ یُکَذِّبُ بِهذَا الْحَدِیثِ»

4- قرآن له نویو او تازه خبرو ډک دی. «بِهذَا الْحَدِیثِ» (حدیث=نوې خبره)

5-ژر ورمندون-قضاوت مه کوئ، هره هوساینه نېکمرغي نه ده (څاروي څړځي ته بوځي، څربه شي؛ خو د چار پایله یې حلالېدل وي) «سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَیْثُ لا یَعْلَمُونَ»

6-ستر خطر خو هغه دی، چې انسان ترې غافل وي او د حللارې په فکر کې یې نه وي. «مِنْ حَیْثُ لا یَعْلَمُونَ»

7- الله (ج) «امهال» (مهلت ورکونه) لري؛ خو «اهمال» (سترګې پټونه) نلري. ((سَنَسْتَدْرِجُهُمْ … إِنَّ کَیْدِی مَتِینٌ))

8-الهي مهلتونه، د کفارو ورکاوي ته یو تدبیردی. «أُمْلِی لَهُمْ إِنَّ کَیْدِی مَتِینٌ»

9-بشري دسیسې شنډېږي؛ خو الهي تدبیر کلک دی. «إِنَّ کَیْدِی مَتِینٌ»

 

أَمْ تَسْئَلُهُمْ أَجْراً فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ«46» أَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَکْتُبُونَ«47» فَاصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ وَ لا تَکُنْ کَصاحِبِ الْحُوتِ إِذْ نادی وَ هُوَ مَکْظُومٌ«48» لَوْ لا أَنْ تَدارَکَهُ نِعْمَهٌ مِنْ رَبِّهِ لَنُبِذَ بِالْعَراءِ وَ هُوَ مَذْمُومٌ«49» فَاجْتَباهُ رَبُّهُ فَجَعَلَهُ مِنَ الصّالِحِینَ«50»=يا داچې څه لاسباړه ترې غواړې، چې وركړه يې ورته درنه ده. يا پټې (خوالې) ورسره دي او ليكي يې (او يو بل ته يې وركوي) ؟! نو (اوس چې داسې ده) د خپل پالونكي حکم ته دې صبر وكړه او د كب والا [= يونس] په څېر مه كېږه، چې له ډېره غمه يې خداى وباله. كه د خپل پالونكي لورنه پرې نه واى شوې (؛ نو د كب له خېټې به) پر یوه سپېره ډاګ (پر ناوړه حالت) غورځول شوى واى او پړ به و؛ نو خپل پالونكي غوره او له صالحانو يې کړ.

 

ټکي:

* «مَغْرَمٍ» له «غرامت» اخستل شوی او د هغه تاوان په مانا دی، چې انسان یې کوي، بې له دې چې کوم جنایت یا خیانت یې کړی وي.

* «مُثْقَلُونَ» له «ثقل» اخستل شوی او درونوالي ته وايي، که توکیز وي که روحي.

* «مَکْظُومٌ» هغه ته ویل کېږي، چې له غم او خپګانه ډک شوی وي.

 * ددې سورت 46 او 47 آیتونه د طور سورت د 40 و 41 آیتونو په څېر دي.

* الله (ج) خپل استازی په قرآن کې شاوخوا شل ځل صبر او زغم ته رابللی؛ ځکه د خلکو لارښوونې ته صبر، زغم او څوار – مقاومت ته اړتیا ده.

*په شعراء سورت کې د ټولو انبیاوو شعار دادی : (( موږ لاسباړه نه غواړو)) «وَ ما أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ مِنْ أَجْرٍ[39]»

* کفار په 45 آیت کې په «إِنَّ کَیْدِی مَتِینٌ» جمله – غونډله وګواښل شول؛ نو الله (ج) هغوی ته حکم او کړلار لري، ته صبر وکړه او په ښېرا کولو کې بیړه مه کوه. «فَاصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ»

پوښتنه: ((د پالونکي له نعمت)) مراد څه و، چې حضرت یونس ترلاسه کړ ؟

ځواب: هم توکیزو نعمتونو ورمخه کړه؛ ځکه ډوب نه شو او کب تېر کړ، د کب په نس کې ژوندی پاتې شو او بیا یې راوایست.

او هم مانیز نعمتونه، چې د بښنې غوښتو او توبې منل کېدل یې وو؛ ځکه انسان ته چې الله (ج) توفیق ور نه کړي؛ نو نه عبادت کولای شي او نه توبه.  

 پوښتنه: سره له دې چې پر حضرت یونس د الله (ج) پېرزو وشوه؛ نو ولې بیا هم وچې بیدیا ته ورګوزار شو؟ لکه څنګه چې په صافات سورت کې وايي: «فَنَبَذْناهُ بِالْعَراءِ وَ هُوَ سَقِیمٌ وَ أَنْبَتْنا عَلَیْهِ شَجَرَهً مِنْ یَقْطِینٍ[40]»موږ په وچه بیدیا کې کېښود، حال داچې رنځور و او د هغه پر بدن مو د کدو بوټی راوټوکاوه (څو روغ شو).

ځواب: بیدیا ته ورګوزارېدل، د رنځ له درملنې او پېرزو سره دي؛ له رټنې سره ګوزارېدنه ابدي عذاب دی.

پېغامونه:

1- انبیاوو له خلکو لاسباړه نه غوښته. «أَمْ تَسْئَلُهُمْ أَجْراً»

2- په طبیعي توګه خلک له هغو دیني علماوو تښتي، چې توکیزه موخه ولري.«فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ»

3- د هغه صبر او څوار – مقاومت سپارښتنه شوې، چې د الله (ج) د حکم لپاره وي؛ نه د بېځایه چار په پار. «فَاصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ»

4-د ټولنې مشر دې ولس نه پرېږدي. «لا تَکُنْ کَصاحِبِ الْحُوتِ»

5-دعا او مناجات د الهي تدارک زمینه ده.(( نادی … تَدارَکَهُ))

6- دتوبې توفیق الهي نعمت دی. «تَدارَکَهُ نِعْمَهٌ مِنْ رَبِّهِ»

7- رټنه، ملامتول، په وچه بېدیا کې خاورې پرسرېدل، یوازې د یوې بې صبرۍ سزا ده.«لَنُبِذَ بِالْعَراءِ وَ هُوَ مَذْمُومٌ»

8- هغه ژړا او زارۍ ارزښتمنې دي، چې له زړه وي، ګنې نو نفاق دی. «نادی وَ هُوَ مَکْظُومٌ»

9- توبه او له الله (ج) سره خبرې، د الله (ج) ځانګړیو نعمتونو لاس ته راوړو ته یوه لار ده. ((إِذْ نادی وَ هُوَ مَکْظُومٌ … فَاجْتَباهُ رَبُّهُ))

10-ددې پر ځای چې تېروتلي پرېږدو او ورشا کړو، سمبال یې کړئ، کمزورۍ یې لرې کړئ او بیا پازوالي ورکړئ.(( تَدارَکَهُ نِعْمَهٌ مِنْ رَبِّهِ …فَاجْتَباهُ رَبُّهُ))

11-د پېغمبرانو ژغورنه یوازې د الله (ج) واک دی. «فَاجْتَباهُ رَبُّهُ»

 

وَ إِنْ یَکادُ الَّذِینَ کَفَرُوا لَیُزْلِقُونَکَ بِأَبْصارِهِمْ لَمّا سَمِعُوا الذِّکْرَ وَ یَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ«51» وَ ما هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ«52»= ( پېغمبره!) دا کافران، چې ستا په غږ قرآن اوري (د مانا، غږ او لحن د ډېر اغېز له لامله) لرې نه ده، چې په سترګو دې ووهي؛ خو( د الهى کلام تر اورېدو روسته د کينې له مخې) وايي : ((هغه خو رښتيا لېونى دى.)) خو دا( قرآن) نړيوالو ته د روایښېدو کونجي او يو پند دى.

 

ټکي:

* ددې سورت په پیل کې، په لېونتوب د رسول اللّه صلی الله علیه و آله وسلم تور ته اشاره وشوه او دا آیت چې د سورت پای ده، ددې تور سپیناوی شوی دی. «وَ یَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ»

«لَیُزْلِقُونَکَ» د «زلق» له مادې اخستل او د ښویېدو او پر ځمکه رالوېدو ته وايي او هلاکت او ورکاوي ته کنایه ده.

* ۵۱ آیت د کفارو د غوسې شدت راښيي، چې د قرآني آیتونو د اورېدو پر مهال غواړي په سترګو دې له منځه یوسي، مراد ترې دادی، چې یا دې نظروي او یا کنایه ده؛ لکه چې وایو: پلاني په سترګو وخوړم.

* بغض او کینه انسان په اوتو بوتو ویلو اخته کوي؛ له یوه پلو قرآن، عظیم ګڼي، داسې چې کینه یې غواړي، چې پېغمبر له منځه یوسي او بلخوا یې په اوتو بوتو او ګډوډو ویلو تورنوي.

 * دښمن په لاس جنګېږي، په ژبه تورنول کوي او په سترګو دې له منځه وړو په تکل کې دی.

* د سورت پیل په قلم او لیکلو او پای یې د ټولو نړیوالو راویښول دي، شونې ده دې ته اشاره وي، چې د نړیوالو د راويښېدو کونجي، فرهنګي اوزار دي.

 

له نظره کېدل

پېغمبر اکرم (ص) وویل:«ان العین حق و انها تدخل الجمل و الثور التنور» نظرېدل حق دي او دومره چارساز دي، چې اوښ او غوا په تناره کې وردننوي[41].

اړینه نه ده چې سترګې وهل دې دښمن له لوري وي. کله ملګری د بل ملګري د کمال په پار هک اریان شي؛ نو په حدیث کې راغلي که له ملګري مو یو څه ولیدل او هېښنده شوئ؛ ژر الله (ج) یاد کړئ، چې د سترګو زهر او له نظره یې نه کړئ او ډېر دي داسې کسان چې سترګو ووهل، هلاک او مړه شول[42].

البتّه د سترګو وهل حق دي؛ خو په دې مانا نه دي، چې موږ پر ځینو وګړیو بدګومانه شوو او په نظرولو یې تورن کړو او یا خپلې ناغېړۍ او لنډونونه د نورو له لوري نظرول وګڼو. په روایتونو کې لولو: صدقه،دعا، د ناس، فلق او دې ته ورته له نظرېدو مخنیوی کوي.

 

پېغامونه:

۱-د دښمن کینه جدي ده، هوښیار وسئ. «وَ إِنْ یَکادُ الَّذِینَ کَفَرُوا لَیُزْلِقُونَکَ»

2- قرآن د دښمن دسیسې بربنډوي.«وَ إِنْ یَکادُ الَّذِینَ کَفَرُوا»

3-د دښمن د برید موخه د اسلامي ټولنې مشر دی.‎ «لَیُزْلِقُونَکَ»

4- نظرېدل یو واقعیت دی. «لَیُزْلِقُونَکَ بِأَبْصارِهِمْ»

5-الهي اولیاء چې تورنېږي؛ نو دفاع ترې وکړئ. د «یَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ» پر وړاندې الله (ج) وویل: «ما أَنْتَ بِنِعْمَهِ رَبِّکَ بِمَجْنُونٍ»

6- قرآن، غفلت څنډونې وزله ده. «ما هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ»

7- قرآن په ځانګړې سیمې او وخت پورې ځانګړی نه دی، نړیوال، تلپاتې او ټولو ولسونو او ملتونو ته دی. «ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] – راهنما تفسیر

[2] – بحارالانوار،ج2،ص52

[3] – عنکبوت،48.

 

[4] – ذاریات،52.

[5] – هود،11

[6] – آل عمران،173.

[7] – یس،11

[8] – فصلت،8.

[9] – قلم،4

[10] – نساء،10.

[11] – نورالثقلین تفسیر

[12] – اعراف،199

[13] مجمع البیان تفسیر

[14] – سنن النبي ، طباطبايي ، ۵۶ مخ

[15] .ژباړن: دا روایتونه د کتاب په بڼه د ((سنن النبي)) په نامه چاپ شوي او ژباړن پښتو ته هم د ((غوره خویونه)) په نامه ژباړلي، چې مینوال یې په اندیال وېبپاڼه کې لوستای شي:www.andyal.com

[16] – یس،3-4.

[17] – مجمع البیان تفسیر.

[18] – قمر،26

[19] – ان ترک خیراً الوصیه»که مال ترې پاتې شو؛ نو وصیت دې وکړي.

[20] – نورالثقلین تفسیر

[21] – کهف،26؛فرقان،52؛احزاب،1 و 48؛قلم،8 و 10؛انسان،24

[22] -مائده،48 و49؛ انعام،150؛ اعراف،142؛ ص، 26؛ شوری،15؛جاثیه،18

[23] – انبیاء،5

[24] – احقاف،8.

[25] – انفال،31.

[26] – نحل،103.

[27] – فرقان،4

[28] – اطیب البیان تفسیر

[29] – یونس،73

[30] – قصص،81.

[31] – نورالثقلین تفسیر.

[32] – مراغي تفسیر

[33] – طه،97

[34] – مفردات راغب

[35] – مدثر،42 و 44.

 

[36] – فصلت، ۵۰.

 

[37] . – نورالثقلین تفسیر.. [ژباړن: پښتو متل دی: هله به خبرې شې، چې تالو ژبې ته ورشي.]

[38] – مجمع البیان تفسیر

 

[39] – شعراء،109،127،145،164 و 180.

[40] – صافات،145-146

 

[41] – بحار الانوار ج 63 ص 17

[42] – بحار الانوار ج 95 ص 127

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!