تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده: (دویمه برخه) ملکیت یا روحانیت مونږ په تېر شوي بیان کې دا وضاحت کړی وه چې د مطلق وجود خپلو اعیانو ته ځېر کېدل پخپله د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده:

(دویمه برخه)

ملکیت یا روحانیت

مونږ په تېر شوي بیان کې دا وضاحت کړی وه چې د مطلق وجود خپلو اعیانو ته ځېر کېدل پخپله د ” فکر” مفهوم پیدا کوي او مونږ “فکر” په اصطلاح پوهېدای شو. دغه  “فکر” مونږ ته د یو داسې ذات تصور راکوي چې “فعال” دی. یعنې د ذات او صفاتو یو تصور، یا په نورو الفاظو کې یو داسې ذات چې صفات هم لري، خو هغه صفات اظهار غواړي. دا اعیان یا معلومات هر یو ځان ته انفرادیت لري. دا هر یو فرد مجرد دی او د تجربو په وجه د فکر سره متحد دی. که چرې په هغه کې ګډون یا ترکیب ثابت شي نو هم به د “فکر” په وجود کې نه وي، ځکه چې د “فکر” وجود د خپلو افرادو د تجربو مقتضي دی.

ددې نه پس چې نو چې “فکر” د عقل په صورت کې ظاهر شو نو هغه ټول اعیان یا معلومات عقلي دنیا ته راغلل کوم چې د کایناتو په صورت کې څرګندونکی وو. دې ته د علم الکلام ماهران عالم عقل او صوفیه او نور علما، عالم امر هم وايي، ځکه چې ددې ځای نه ابتداء کېږي. لیکن په “فکر” کې څه اعیان داسې هم پاتې کېږي چې هغه نه خود عقل سره یوځای وي او نه د مطلق فکر سره، بلکه د دې دواړو حالتونو ترمینځه د برزخ حیثیت لري. او دا حقیقت دی چې د دوو عالمانو ترمینځ به ارو مرو برزخ وي، ځکه چې ترڅو د دوو عالمونو ترمینځ پرده یا مانع نه وي؛ نو د یو بل حالات سوچه او په خپل حال نه شي پاتې کېدی. ځکه په هغو عالمونو کې چې په هغو دواړو عالمونو کې به ارو مرو د تصادم دفع یا جذب عمل روان وي.

 دا برزخي اعیان که د عالم عقل او فکر ترمینځه وي؛ نو د فکر عالم دهغو او د وجودِ مطلق یا عین علم ترمینځه برزخ وي. دا اعیان د فکر سره د تعقل ساتلو په وجه خپل تجرد قایم ساتي او هم د دې تجرد په وجه هغوی د فکر د برزخ نه د مطلق وجود د اثراتو نه هم محروم نه وي. او کوم وخت چې عقل د روح اعظم په حیثیت خپل افراد د ترکیب په عالم کې ظاهر کړی او انفرادیتونه د یو بل سره تعلق پیدا کړي کوم ته چې مونږ په تېر بیان کې خارجي عالم ویلی و. نو هر یو فرد ته هم دهغو اعیانو د وجود نه د تجربو او ځان ته د انفرادي هستۍ احساس او وجدان حاصلېږي کوم چې د عالم عقل ترمینځه د برزخ حیثیت لري.

دغو اعیانو یا مجرداتو ته ملایکه مقربین او د ځینو علماوو په قول مختلف طاقتونه وايي. صوفیه ورته عالم جبروت وايي، د کوم سره چې دا طاقتونه یا اعیان تعلق لري. هم دغه طاقتونه دي چې د عقلي عالم په ذریعه مثالي او د مثالي په ذریعه د مادې عالم د تدبیر سره تعلق لري. هم دغه طاقتونه د نړۍ په هر فرد کې د خپل انفرادیت احساس بیداروي او هم د دغو اعیانو د تحریک په سبب په انسان کې د طلب او لټون نه فنا کېدونکې جذبه وي. د انسان د فطرت او جبلت په ژورو کې چې د لټون کومه جذبه ده او انسان د خپل سکون او اطمینان دپاره شپه ورځ زیار کاږي؛ نو دا هم ددې رڼا اثر دی چې مونږ ورته ملکیت یا روحانیت وايو.

روحانیت ورته په دې وجه وایو چې دا جبروتي طاقت د روح مرستیال دی او انساني روح سره د زیات تعلق ساتلو او نزدیکت په وجه د روح ځلا قایمه ساتي. هم ددې ملکیت اثر دی چې انسان د علم په حصول نه مړیږي، هر وخت نوې ننداره لیدل غواړي، ځکه چې د ډېر علمي حصول نه پس هم، هغه علمي تنده محسوس کوي دا ځکه چې هغه د علم سرچینې ته نه وي رسېدلی؛ خو په روح کې یې د خپلې سرچینې مزاج موجود وي او روح یې پوهېږي چې هغه لا د خپل اصل نه لری دی. خو انساني مادي حواس په دې نه پوهېږي چې هغه ولې د علومو په تحصیل مړيږي. ددې وجه دا ده چې هغه په یو داسې مرکب کالبوت کې وي چې د هغه په شاوخوا کې د خواهشاتو او رنګینیو نه سوا هیڅ نه وي. هغه طبعاً دا غواړي چې د دغو اضافاتو نه ځان خلاص کړي او خپل مجرد حالت ته ورسي، خو د مادیاتو د پرله پسې تعلق په وجه دهغه د ملکیت دا رڼا هم ساعت په ساعت تتېږي او چې ددې میدان څوک ځوان مړ د استاد پرِ پېښ نه شي هغه تر ژونده د کالبوت د اثر لاندې وي. د مرګ نه پس حالت جدا بحث غواړي، خو افلاطون ویلي دي چې ” علم په ژوند کې نه بلکه د مرګ نه پس د صحیح علم د حصول موقع پیدا کېږي. “

 

(ادامه لري)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!