تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : په لمانځه كې رخه (شك) او سهوه (تېروتنه) : مذهبونه سره يوه خوله دي چې كه هر څوك د لمانځه له واجباتو يو څه پريېدي،لمونځ يې باطل دى او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

ليکوال: محمد جواد مغنيه

ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد

موضوع : په لمانځه كې رخه (شك) او سهوه (تېروتنه) :

مذهبونه سره يوه خوله دي چې كه هر څوك د لمانځه له واجباتو يو څه پريېدي،لمونځ يې باطل دى او كۀ پۀ سهوه يې پرېږدي د سهوې پر سجدې دې (چې مفصل بيان به يې وروسته راشي) هغه جبيره كړي.

احنافو ويلي دي: د سهوې سجده داسې ده چې دوې سجدې كوي  تشهد وايي سلام ګرځوي. پر پيغمبر (ص) درود وايي او دعا كوي،او د دې سجدې ځاى د لمانځه تر سلام وروسته دى پدې شرط چې وخت ډير وي؛نو پر چا چې د سهار لمانځه ته د سهوې سجده ده، [د ساري په توګه مخ كې له هغه چې سجده وكړي لمر راوخوت] سجدې پر هغه نشته؛خو د سهوې د سجدې سبب هغه دى چې لمونځ كوونكي كوم واجب فعل ترك كړى وي يا يو له اركانو چې ركوع او سجدې دې له خپله حده ډېرې اداء كړې وي، كۀ هر وخت يې څو ځلې سهوه وكړه، دوې سجدې بس دي،څرنګه چې د سهوې د سجدې بيا تكرارول د هغوى په نزد ندي روا؛خو كه په سجده سهوه كې يې بيا هم سهوه وكړه ورته بيا بله سهوه نشته. (1)

مالكيانو ويلي دي:د سهوې سجدې دوې دي او تر هغه وروسته تشهد؛خو دعا او پر پيغمبر (ص) درود نۀ ويل كيږي، پرځاى يې بايد سجدې ته پام وكړي،كۀ يواځې تاوان ته،يا تر تاوان ډير يو له بله سره په تاوان كې سره شريك وى د هغه ځاى تر سلام د مخه دى، او كۀ يواځې لږ زياتوالى وي د هغه ځاى تر سلام وروسته دى، اوهمداسې بايد د هغه سبب ته پاملرنه وشي،كه سهوه يې وكړه او كۀ هغه څۀ چې پريښوول شويدي واجب دي پدې ترڅ كې سجده يې نۀ جبيره كوي،بلكې هغه دې پخپله پرځاى كړي، كۀ  سهوه د يوۀ شي پر ډيروالي كې وه لكه يوه يا دوې ركوع، او يا يو يا دوه ركعته، د هغه د سهوې سجده دې جبران كړي.

حنبليانو ويلي دي: د سهوې سجده تر سلام د مخه او تر سلام وروسته روا ده د دوو سجدو پۀ ډول او تر تشهد او سلام وروسته، او د هغه سببونه ډير او تاوان او شك دى.

بېلګه: كۀ  ډير درېدل او كېناستل صورت ومومي،يعنې يو سړى د دريدو پر ځاى كېني او يا د كېناستو پر ځاى ودرېږي سهوې ته بايد سجده وكړي؛خو تقصان ته يو ځانګړى عمل دى، د ساري پۀ ډول كۀ  پر وروستى ركعت كې تر پيل دمخه پر عيب پوه شو، واجبه ده، هغه څه چې سهوه يې كړېده پر ځاى كړي او د سهوې سجده وكړي، او كۀ  د وروستني ركعت د قرائت تر پيليدو پورې ورپۀ ياد نشول،لومړى ركعت دې خوشې كړي او دويم ركعت يې پر ځاى دى،او سهوې ته دې سجدې وكړي، لكه دا چې كۀ  په لومړي ركعت لګيا ؤ او ركوع يې سهوا وكړه او تر سجدو وروسته ور پۀ ياد شوه، بايد ركوع پرځاى راوړي او بيا دې سجده دويم ځل ته وكړي، كۀ په دويم ركعت كې تر داخلېدلو وروسته ور پۀ ياد شوه او پر قرائت يې پيل وكړ، لومړى ركعت دې پرېږدي او دويم ركعت دې لومړى ركعت وګڼي؛خو هغه شك چې د سهوې د سجدې سبب شوېدى داسې دى لكه چې په ركوع پريښوولو كې شك وكړي او يا د ركعتونو پۀ شميره كې، بايد پر غالب ګومان عمل ترسره كړي او په څه كې چې شك پرې لري ادا يې دې كړي او لمونځ دې پاى ته ورسوي، بيا دې سجده وكړي او ټولو سهوو ته دوې سجدې بس دي، كۀ څه هم سببونه يې ډېر وي، او همداسې ډېرو سهوو ته سهوه نشته يعنې پر خپله سهوه بايد ونۀ درېږي.

شافعيانو ويلي دي:د سهوې د سجدې ځاى تر تشهد او پر پيغمبر (ص)  تر درود ويلو وروسته او له سلام ګرځولو دمخه دى؛خو د هغه څرنګوالى داسې دى چې پۀ مخكينيو مذهبو كې ياده شوه او د سهوې د سجدې سبب د ټينګو سنتو پرېښوول دي يا د كلام لږوالى او زياتوالى يا پۀ سهوه سره د فاتحې لوستل او يا پداسې سړي پسې اقتدا كول چې پۀ لمانځه كې يې عيب وى او يا د ركعتونو پۀ شمير كې شك راوړل او يا د يوې ټاكلې برخې پريښوول دي.

خو اماميه وو ويلي دي: د سهوې او شك د حكمونو تر مينځ توپير دى او ويلي يې دي كۀ د لمانځه له فعلونو پۀ يوه شي كې حال دا چې د هغه تر پاى ته رسېدو وروسته وي، شك څرګند كړي،پرې باور ونكړي او هم مقتدي يا ماموم د امام تر پيروۍ وروسته پر خپل شك باور ونكړي او همداسې دې امام د مقتدې له پيروۍ پر خپل شك باور نكوي؛نو هر يو يې چې له دغو دوو،يو د بل پر يادولو سره راوړ له خپل شكه پر شا كېږي، او پداسې شك چې پكې ډېر نور شكونه وي د باور وړ ندى. همدارنګه د لمانځه له عملونو پۀ يوه برخه كې شك د ورپسې فعل تر داخلېدو وروسته، يعنې هر كله چې سورت لوستل كېږي او د فاتحې د سورت پۀ برخه كې شك ورته پيدا شي او يا دا چې د ركوع تر پيلېدو وروسته د سورې پۀ اړه شكمن شو،او همداسې حال دا چې سجدې ته ولاړ شي او د ركوع پۀ اړه شك ورته پيدا شي،واجبه ده چې هغه فعل تر سره كړي. او كۀ څوك د فاتحې پۀ ويلو د سورت تر ويلو د مخه شك واخلي، فاتحه دې ووايي او همدارنګه  كۀ تر ركوع دمخه پۀ سورت كى شكمن شو، بايد سورت ووايي.

خو د سهوې سجده چې هر لږ او ډېر ته ده، په لوړ اّواز له ويلو پرته پۀ هغه ځاى كې چې په ټيټ (خفيه) اّواز يې ووايي او يا ورو ويل په هغه وخت كې چې بايد په لوړ اّواز وويل شي، كومه ستونزه نده او هم د لمانځه له اركانو چې ډېر او دهغوى نيمګړتيا د بطلان سبب كېږي، كۀ سهوا وي يا په قصدي ډول د لمانځه اركان د هغوى پۀ نزد پنځه دي، 1-نيت، 2- تكبير ه الاحرام،. 3- قيام، 4- ركوع، 5- دوې سجدې پۀ ركعت كې.

او هره برخه چې له لمانځه پۀ سهوه سره پريښوول شي بيا جبيرې ته هغه تر لمانځه وروسته ندي واجب،ترڅوسجده او تشهد يې نۀ وي پرېښى، څرنګه چې د دغو دواړو بيا قضا راوړل واجب دي؛خو لدې دواړو پرته قضاء نشته.د لمانځه له هيرو شويو برخو او دغه دواړه كۀ تر لمانځه وروسته ادا كړي،بيا د سهوى سجده وكړي، د سهوې سجده داسې ده چې دوې سجدې دې وكړي او په سجده كې دې ووايي، بسم الله و بالله اللهم صلى على محمد و اّل محمد ، يا دې تشهد ووايي او سلام دې وګرځوي. او د سهوې د سجدو شميره د هغه د انګېزو د شميرې پۀ سبب واجبېږي او ډيرو سهوو ته، كومه سهوه نشته، يعنې دومره د پام وړ نده او كۀ په سهوه كې هم سهوه وكړي، كومه سهوه نشته.

د ركعتونو پۀ شمېر كې شك:

شافعيانو،مالكيانو اوحنبليانو ويلي دي: كه د ركعتونو په شميره كې شك ورته پيدا شي او پوه نشي چې څو ركعته يې كړيدي، پر غالب ګومان دې تكيه وكړي او دا همغه لږ حد دى او پاتې دې تر پايه پورې تر سره كړي.

احنافو ويلي دي: كۀ  لمونځ كوونكى لومړي ځل پۀ ټول عمر كې يوه پلا شكمن شو،بايد لمونځ له سره وكړي؛خو كۀ هغه له پخوا راهيسې له شك سره مخامخ ؤ پۀ غور دې سوچ وكړي او پر هر څۀ يې چې ګومان بر شو پرې دې عمل تر سره كړي، كۀ بيا هم پۀ شك كې لويدلى پاتې شو، له لږه دې پيل او باوري دې يې وګڼي.

اماميانو ويلي دي: هر كله چې په دوه ركعتې لمونځونو  لكه د سهار، مسافر، جمعې، د اخترونو اود كسوف (د لمر نيول) يا د ماښام او يا د څلور ركعتي لمونځونو په دوو لومړيو ركعتو كې يې شك څرګند كړ،لمونځ يې باطل دى او بايد له سره يې وكړي. خو كه په څلور ركعتي لمونځونو كې وي؛نو له ډيرو يې دې پيل او لمونځ دې اداء كړي، او مخكې لدې چې يو شى له لمانځه سره ټكر لري (لمونځ باطلوي) او تر سره يې كړي، لمونځ دى احتياطا وكړى، د سارې پۀ توګه كه تر دوو سجدو كولو وروسته د دوو او درېو ركعتونو ترمنځ شك ورته پيدا شي، له درېو دې لمونځ پيل كړي او لمونځ دې وكړي، بيا دې تر دوو ركعتو وروسته احتياطا كيني يا يو ركعت دې د احتياط له مخې وكړي؛خو كه د درېو او څلورو ترمنځ يې شك راغۍ؛نو له څلورو دې لمونځ پيل او تر پايه پورې يې دې ورسوي، او دوه ركعته دې د احتياط له رويه په ولاړو وكړي؛خو كه د دوو، درېو او څلورو ترمنځ يې شك راغی له څلورو يې دې پيل كړي او دوه ركعته دې په كېناستو وكړي او سبب يې د لمانځه د حقيقت پر ساتلو او له لږ او ډير لرې والي ګڼلى دى. او د هدف روڼ والي ته يې دا بېلګه يادوو چې هر چا د درېو او څلورو ترمنځ شك وكړ،پيل دې پر څلور ركعتونو ورواچوي،او يو ركعت دې تر لمانځه وروسته وكړي.

او كۀ د هغه لمونځ پاى ته ورسيد او لمونځ څلور ركعتي وي،دغه يو ركعت احتياطي پۀ نفلو كې ګڼل كېږي،او كۀ فرضا د هغه لمونځ درى ركعتي ؤ دغه احتياطي ركت د هغه متمم ګڼل كيږي. پۀ هر صورت د احتياط لمونځ پدې ډول چې وويل شو د اماميانو له خپلو ځانګړتياؤ دی.

د اماميانو په نزد دا كار يواځې پۀ واجبو لمونځونو كې دى، پۀ خاصه توګه پۀ څلور ركعتي لمونځونو پورې تړاو لري؛خو لمونځ كوونكى پۀ نفلي لمونځونو كې اختيارمن دى چې له اقل يې پيلوي يا له اكثر څخه؛خو دا چې لمونځ باطل شي؛نو بيا دا اختيار هم نشته څرنګه چې د دوو يا درېو ترمنځ سره لدې چې نفلي لمونځونه دوه ركعتي دي او پردې پوه وي بيا هم شك ورته پيدا شي دلته دې له دوو پيل وكړي چې اقل دي، او غوره داده چې پر ټولو مستحبو لمونځونو كې له اقل پيل مطلق دى چې بايد وېې كړي. كۀ يې د احتياطي لمونځونو پر ركعتونو كې شك پيدا شو؛نو بيا دې بنا له اكثرو پيل كړي؛خو كه پۀ كوم ځاى كې اكثر باطل وو،بيا دې بناء پر اقل ورواچوي او له اماميه وو ځينو يې ويلي دي: ددغو دوو ترمنځ اختيار لري چې بناء پر اقلو پيلوى يا پر اكثرو.

========================================

يادداښتونه:

(1)_ مجمع الانهر، 1ج باب سجود السهو

د ُجمعې لمونځ:

اهل سنت او شيعه ټول مسلمانان د پرله پسې احاديثو له مخې د جمعې د لمانځه پر واجب والي سره يوه خولۀ دي،څرنګه چې خداى تعالى د جمعې پۀ سورت كې فرمايلي دي: “يا ايها الذين امنو اذا نودى للصلوه من يوم الجمعه فاسعوا الى ذكر الله و ذرو البيع” (اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى،چې كله د جمعې د لمانځه اذان وشو د خداى يادولو ته بيړه وكړۍ او اخېستل او پلورل پرېږدۍ)

 مذهبونه سره مخالف دي چې اّياد جمعې د لمانځه د واجبېدو پۀ صورت كې د سلطان يا د نايب شتون يې شرط دى،يا پۀ هر حال چې وي د جمعې لمونځ واجب دى؟

احنافو او اماميانو ويلي دي: د جمعې په لمانځه كې د سلطان يا نايب شتون شرط دى او د يو له دغو دوو د يوۀ پر نشتوالي سره د جمعې لمونځ نۀ واجبېږي. اماميانو د سلطان عدالت شرط كړېدى، او كه نه؛نو له هغه شتون او نشتون سره برابر دي؛خو احنافود سلطان په شتون سره كۀ څه هم عادل نۀ وي بسنه كړېده.

شافعيان،مالكيان او حنبليان د سلطان شتون د جمعې لمانځه ته غوره نۀ ګڼي.

او ډيرو اماميانو ويلي دي: كۀ سلطان يا نايب يې د جمعې پۀ لمانځه كې نۀ ؤ،دعادل فقيه پر شتون سره د جمعې د لمانځه يا د ماسپښين د لمانځه ترمنځ د جمعې د لمانځه پۀ غوره والي سره اختيارمن دى.

د جمعې د لمانځه شرطونه:

مذهبونه سره يوه خولۀ دي: هغه شرطونه چې نورو لمونځونو ته ياد شويدي هغه د جمعې لمانځه ته هم دې،له پاكوالي او د عورت تر پټوالي او قبلې ته تر مخامخ ودرېدو وروسته د هغه وخت د ماسپښين له پيله (د غرمې له زوال) دى ترڅود هر شي سيورى دهمغه شي له قد سره برابر شي او هم يې د جمعې د لمانځه اداء كول پۀ جومات كې او له جوماته پر بل ځاى كې روا بللي بې له مالكيانو چې ويلي يې دي: بې له جوماته  بل ځاى  ندى صحيح.

همداسې ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي: چې د جمعې لمونځ پر نرانو واجب او پر ښځو ندى واجب،او هر څوك چې د جمعې لمونځ وكړي،د ماسپښين لمونځ يې له غاړې اوښتى دى او هم د جمعې لمونځ يواځې پر جماعت سره صحيح ګڼي او پر ړندو او معذورو  يې واجب نۀ ګڼي.

مذهبونه پۀ هغه شمېره كې چې د جمعې لمونځ پرې كېداى شي،سره مخالف دي؛ ماليكانو ويلي دي: بې له امامه لږ تر لږه بايد دوولس تنه وي.

========================  

يادداښتونه:

(1) خوچي سلطان مسلمان اونارينه وي،نه كافر،لادينه اوښځه . “پښتوژباړن”

اماميانو ويلي دي: له امام پرته څلور تنه،شافعيانواوحنبليانو ويلي دي:له امام سره څلويښت تنه، احنافو ويلي دي: پنځه تنه او ځينو له هغو ويلي دي: بايد اووه تنه وي.

پرته له احنافو ډيرى مذهبونه سره يوه خولۀ دي،هغه سړى چې پرې د جمعې لمونځ واجب دى، د غرمې تر زوال وروسته او د جمعې د لمانځه تر اداء كولو دمخه مسافرت نشي كولاى.

دوې خطبې:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې دوې خطبې د جمعې د لمانځه د كيدو شرط دى او بايد چې تر غرمې وروسته او د جمعې د لمانځه تر اداء كولو دمخه وويل شي؛خو پدې كې چې د خطبې د لوستلو پر وخت بايد خطيب ولاړ وي سره مخالف دي،اماميانو، شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: واجب دي،احنافو او حنبليانو ويلي دي: ندي واجب؛خو د دوو خطبو د څرنګوالي په اړه، احنافو ويلي دي: پۀ ډير لږ ذكر سره د خطبې امكان شته، يعنې هر كله كۀ امام وويل “الحمد لله او يا استغفر الله” دا بس ده، خو كۀ  پرې  بسيا وشي، مكروه ده.

شافعيانو ويلي دي:له دوو خطبو پۀ هره يوه كې بايد د خداى (ج) حمد او پر پيغمبر (ص) درود او پر تقوى ټينګار وشي،او لږ تر لږه پۀ يو له دوو خطبو دقراّن يو اّيت تلاوت شي او كۀ په لومړۍ خطبه كې وي غوره دى او پۀ دويمه خطبه كې دې مومنانو ته دعا وكړي.

مالكيانو ويلي دي: هغه څه چې پۀ رواجي شكل هغې ته خطبه ويل كېږي، كفايت كوي او هغه خطبې بايد ډار او تمه دواړه له ځانه سره ولري (خوف او رجاء).

حنبليانو ويلي دي: د مجبورۍ له مخې بايد دخداى (ج) حمد او پر پيغمبر (ص) درود او د قراّن له اّيتونو د يوه اّيت لوستل او پر تقوى ټينګا وويل شي.

اماميانو ويلي دي: پۀ هره خطبه كې د پروردګار حمد او ثنا او پر پيغمبر (ص) او پر اّل يې درود او وعظ او له قراّن د يوه يا څو اّيتونو لوستل واجب دى او پۀ دويمه خطبه كې استغفار او مومنينو او مومناتو ته دعا زياتېږي.

شافعيانو او اماميانو ويلي دي:پر امام واجبه ده چې د دوو خطبو ترمنځ د يوه لنډ كېناستلو پۀ واسطه څه ځنډ راولي،اومالكيانو او احنافو ويلي دي:واجبه نده بلكي مستحبه ده.

حنبليانو ويلي دي: له وس سره سم د خطبې عربي ويل شرط دي.

شافعيانو ويلي دي: حال دا چې لمونځ كوونكي عربان وي شرط ده،چې خطبه عربي وي،خو كۀ له اعرابو پرته نور خلك وي كۀ څۀ هم امام په عربۍ ښه پوهېږي، پخپله ژبه دې خطبه ولولى.

مالكيانو ويلي دي: پۀ عربي ژبه د خطبې ويل واجب دي، كۀ څه هم لمونځ كوونكي له اعرابو پرته نور خلك وي او له عربۍ پر هيڅ هم ونۀ پوهيږي. كه  پۀ مينځ كې يې داسې څوك نۀ وي چې پۀ عربۍ ښه پوهېږي د جمعې لمونځ يې له غاړې اوښتى دى.

احنافو او اماميانو ويلي دي: پۀ خطبه كې پۀ عربۍ خبرې كول شرط ندي.

د جمعې د لمانځه څرنګوالى:

د جمعې لمونځ لكه د سهار لمونځ دوه ركعته دى،اماميانو او شافعيانو ويلي دي: مستحب دى، تر حمد وروسته پۀ لومړي ركعت كې د جمعې سورت او پۀ دويم ركعت كې د منافقينو سورت بايد وويل شي.

مالكيانو ويلي دي: پۀ لومړي ركعت كې د جمعې سورت او پۀ دويم ركعت كې د غاشيه سورت وويل شي.

احنافو ويلي دى:د خاص سورت ټاكل مكروه دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!