لمر چې په يوځاى كې پرېوځي ؛نو په بل ځاې كې راخېژي يا په بله وينا: لمر هېڅ وخت نه لوېږي ؛ په همدې توګه “مړينه” هم يو ډول ظاهري وهم دى . څه ته چې په دې نړۍ كې “مړينه” وايي، په بلې نړۍ كې نوې ” زېږېدنه” ده؛ ځكه چې ژوند پاى نه […]
لمر چې په يوځاى كې پرېوځي ؛نو په بل ځاې كې راخېژي يا په بله وينا: لمر هېڅ وخت نه لوېږي ؛ په همدې توګه “مړينه” هم يو ډول ظاهري وهم دى . څه ته چې په دې نړۍ كې “مړينه” وايي، په بلې نړۍ كې نوې ” زېږېدنه” ده؛ ځكه چې ژوند پاى نه لري .
آيا تر اوسه مو ځان پوښتلی : دا نړۍ او دا ځمكه، چې پرې ګرځم، څه دى؟ دې پوښتنې ته ډول ډول ځوابونه وركړاى شوي دي . يو مهم ځواب يې دا دى چې وايي : نړۍ ((مسافرتون)) يا دمه ځى دى؛ موږ ټول مسافر او دلته د لنډې مودې لپاره يو؛ ځينې ډېر اوږده عمرونه هم په پاى كې لنډ بلل كېږي، کېداى شي سل كاله ژوند وكړي؛خو يوه ورځ به له خپلې مېرمنې، اولاد، دوستانو، خپلوانو، قوم، شتمنيو او څه يې، چې په ډېر زيار او زحمت ترلاسه كړي، ورسره مخه ښه وكړي او له دنيا به سترګې پټې كړي.
هو ! انسان په دې نړۍ كې مسافر دى.
ويل كېږي “ابراهيم” چې د “بلخ” پاچا و، د دنيا ټول نعمتونه، شته،اوواك يې درلودل او له هرډول خوندونوبرخمن و؛ خو زړه يې خوشاله نه و او تل يې دا ننګېرل- محسوسول چې له دننه تش او خالي دى؛ روح يې د داسې څه په لټه كې و چې پخپله هم پرې نه پوهېده؛ يوه ورځ يې دربار ته يو سړى راننوت، سملاسي يې خپل څادر وغوړو او پرې وېده شو، پاچا دا چلن يو ډول سپكاوې وګڼه او ورته يې وويل : ته څه ګڼې ؟ دا دربار دى او كه بل څه؟ سړي وويل : زما په ګروهه ستا ماڼۍ او دربار مسافر ځى دى . پاچا وويل: له مسافرځي دې مطلب څه دى؟ سړي ورته وويل : پاچا صيب ! مه په غوسه كېږئ؛ خو پوښتنې ته مې سم ځواب راكړه ! څوک ترتاسې مخكې په دې ماڼۍ كې اوسېده؟ پاچا وويل: ترما مخكې زما پلار دلته ژوند كاوه . سړي وويل: اوس دې پلار چېرته دى ؟ پاچا وويل: مړ شوى دى . سړي : تر پلار مخكې دې دلته څوك اوسېده ؟ پاچا : نيكه مې . سړې: نيكه دې اوس چېرته دى؟ پاچا: هغه هم مړ شوى . سړي : ترنيكه مخكې دې دلته څوك اوسېدل؟ پاچا: پلار يې دلته اوسېده . سړې : اوس چېرته دى ؟ پاچا: هغه هم مړ شوى دى . سړي : نو بېشكه دا ماڼۍ يوه ((مسافر تون)) دى؛ ځكه خلك راځي، د څه مودې لپاره په كې اوسېږي او بيا ځي؛ نو پاچا صيب ! يوه ورځ به تاسې هم دا ځاى پرېږدئ .
سړى ناڅاپه ووت؛ خو خبرې يې د پاچا پر زړه كېناستې او له ځان سره يې وويل : دا ماڼۍ نه؛ بلكې مسافرځاى دى، ټوله نړۍ (( مسافر تون )) دى؛ ډېر هره ورځ دې نړۍ ته راځي او ډېر ترې هره ورځ درومي؛ دا ځمكه زموږ كور نه دى؛ نو رښتينى او حقيقي كور مو چېرته دى؟ له كوم ځايه او كومې موخې ته د ځمكې سيارې ته راغلي يو؟ افسوس چې موخه رانه هېره شوې او د خوند، واك او شتمنيو په سيوري پسې ګرځوو .
دا ټول فكرونه د پاچا په ذهن كې تلل راتلل او تر نيمو شپو به ويښ ناست و او ځان به يې پوښته : نړۍ ته مې دراتلو موخه څه ده؟ ولې دلته يم؟ كور مې چېرته دى؟
يوه شپه يې ناڅاپه غږ واورېد: پاچا ! كه ددې پوښتنو ځوابونه غواړې؛ نو پرېږده ! هر څه پرېږده ! پاچا ماڼۍ، تخت او تاج پرېښود؛ د “بودا” په څېر يې د پاچاهۍ چپنه وويستله او د ملنګۍ جامې يې واغوستې؛ له يوځايه بل ځاى ته ولاړ او تل به يې له ځانه پوښتنې كولې : د ژوند مانا څه ده؟ مړينه څه ده؟
ويل كېږي چې پاچا “هند” ته راغى او كلونه يې له يو روحاني سره تېر كړل .
د پاچا د تخت و تاج د پرېښوو اصلي موخه دا نه وه، چې “مرتاض” شي؛ بلكې راوېښېدل يې له دې مفكورې پېل شو، چې نړۍ (( مسافر تون )) دى.
موږ دلته مسافر يو او د لنډې مودې لپاره اوسېږو؛ څرنګه چې يوه ورځ دې نړۍ ته راغلي وو؛ نو يوه ورځ به ترې ولاړ شو.
“فريد” چې د “مولتان” له سپېڅليو ځنې و، يوه قصيده ويلې، چې په ډېری كورونو كې ويل كېږي : فريده ! پلار او مشر ورور دې ولاړل، ستا نوبت هم رانږدې دى، ستا اولاد هم بايد يوه ورځې ولاړ شي . څوك هم تل دلته ژوند نه كوي او څوك هم نشي كړاى چې تل پر ځمكه پاتې شي.
له دې نړۍ ((تګ )) ته (( مړينه )) او (( راتګ )) ته يې (( زېږېدنه )) وايي .
“مړينه” يو طبيعي څيز دى، هر څوك چې دې نړۍ ته راځي، يوه ورځ به ترې ولاړ هم شي؛ نو ولې له مړينې وېرېږو ؟
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- مرګ
- مړینه