تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث کرنه ðڅوک چې څه وکري او مرغان يې (هم) ترې وخوري؛نو صدقه ورته حسابېږي[1] . ð شنو ته ليدل ، د سترګو کاته زياتوي[2] . ð شنو،روانو اوبو او ښکلي مخ ته کتل سترګې روښانوي [3]. ð مسلمان،چې ونه کېنوي يا تخم وکري اوکوم انسان، الوتونکى يا څاروى يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوي احادیث

کرنه

ðڅوک چې څه وکري او مرغان يې (هم) ترې وخوري؛نو صدقه ورته حسابېږي[1] .

ð شنو ته ليدل ، د سترګو کاته زياتوي[2] .

ð شنو،روانو اوبو او ښکلي مخ ته کتل سترګې روښانوي [3].

ð مسلمان،چې ونه کېنوي يا تخم وکري اوکوم انسان، الوتونکى يا څاروى يې څه ( مېوه) وخوري؛نو صدقه ورته حسابېږي[4] .

ðڅوک چې کومه ونه کېنوي؛نو خداى ورته د ونې د مېوې هومره بدله ليکي[5] .

ðڅوک چې ونه وکري؛نو هر ځل چې ترې انسان يا د خداى مخلوق څه وخوري؛نو صدقه ورته حسابېږي[6] .

ðپسرلى مو چې وليد(؛نو)قيامت ډېر ډېر رايادوئ [7].

ðمؤمن چې ونه يا څه وکري،چې انسان،مارغان يا څاروي يې ترې وخوري ؛نو ورته صدقه ده [8].

د کهف سورت

ðڅوک چې د جمعې پر ورځ د”کهف سورت” ولولي (؛نو) دوو جمعو ترمنځ ورته (په زړه کې ځانګړې) رڼا پيدا کېږي [9].

لوڼې

ð د چا چې لور وزېږي او په قدر يې وپوهېږي او و يې نه ځوروي او د مينې او چلن تر مخې يې له زامنو ټيټه ونه ګڼي؛نو خداى به ورته په بدل کې جنت په برخه کړي [10].

ðد چاچې درې لوڼې يا درې خويندې يا دوې خويندې يا دوه لوڼې وي او ښه يې وروزي او ښه چلن ورسره وکړي او واده يې هم کړي؛ نو جنت ورپه برخه دى[11] .

ðپه ډاليو ورکولو کې مو له اولادونو سره يوشان چلن وکړئ او که په دې باب مې څوک غوره ګاڼه؛نو هغه به ښځې وې (؛يعنې که مساوات او يوشانوالى لازم نه و؛نو امر مې کاوه،چې تر زامنو، لوڼو ته زيات ورکړئ[12])

د اسلامي ټولنې د وګړيوخپلمنځي اړيکې

ðد اسلامي ټولنې وګړي د يوې تنې د غړيو په څېر دي، که سترګه يې درد وکړي؛ ټول بدن يې دردېږي اوکه سر درد شي؛نو ټول بدن ورسره دردېږي [13].

ð مسلمان پر مسلمان پينځه حقونه لري: ١- د سلام ځوابول ٢- د ناروغۍ پوښتل.٣- په جنازه کې يې ګډون کول ٤- بلنه منل .٥- د”پرنجي” پر مهال يې “يرحمک الله” ويل .[14]

عیال

ðمخلوق د الله تعالى “عيال” دى؛نو هغه خداى ته ډېرغوره دى،چې له عيال سره ښه چلن کوي [15].

ð ټول مخلوقات د خداى عيال دى؛نو د خداى په بندګانو کې تر ټولو هغه غوره دى،چې له عيال سره يې ډېره مينه لري [16].

د غونډې آداب

ð د دوو ترمنځ بې له اجازې يې مه کېنه[17].

ðڅوک چې له غونډې ووت او راستون شو؛نو له نورو سره پر خپل ځاى د کېناستو وړ دى[18] .

ðڅوک چې په دې خوشحالېږي،چې خلک يې درناوي ته راپورته شي؛ نو ځان ته دې په دوزخ کې ځاى جوړ کړي[19] .

ðلکه عجم،چې درناوي ته يو بل ته راپاڅي؛نو دغسې زما درناوي ته مه راپاڅئ [20].

شعر

ð ځينې ويناوې کوډې،ځينې پوهې ناپوهۍ او ځينې شعرونه حکمت دي [21].

ð شعر په خپله يو ډول خبرې اوکلام دى،ښه يې ښه او بد يې بد دی[22] .

ð (د منځپانګې له پلوه) ځينې شعرونه حکمت دي[23] .

ð رسول اکرم (ص) وويل :”لبيد بن ربيعه” ښه رښتينى شعر ويلى ((الاکل شى ماخلاالله باطل)؛پوه شئ،چې بې له”الله هر څه فنا کېدونکي دي [24].

ð”عمرو بن شرير”له خپل پلار “شريربن سويد ثقفي” روايت کوي،چې په يوه سفر کې په رسول اکرم (ص) پسې پر سپرلۍ سپور وم، آنحضرت راته وويل : د “اميه بن صلت” شعرونه دې ياد دي؟ ورته مې وويل : هو! و يې ویل: و يې وايه . ما ورته يو بيت ووايه . بيا يې راته وويل:و يې وايه، ما يو بيت ووايه . بيا يې وويل : و يې وايه . بيا مې ورته تر سلو بيتو پورې وويل [25].

ðاو په يو روايت کې راغلي،چې آنحضرت وويل:”اميه” د اشعارو له پلوه اسلام ته ډېر نږدې شوى و اوپه بل روايت کې يې وويل : (( امن شعره وکفرقلبه ) شاعري يې مسلمانه؛خو زړه يې کافر پاتې شوى دى .[26]

پرنجى او پړمخکۍ

ðپړمخکۍ،چې درشي؛نو پر خوله لاس کېږدئ؛ځکه شيطان پکې ننوځي [27].

ځان سینګارول

ð د خداى دا ښه ايسي،چې پر بنده يې د لورنې اغېزې څرګندې وي [28].

ð ښه وخورئ،وڅښئ او نورو ته هم صدقه ورکړئ او ښه واغوندئ؛خو چې “اسراف” ښاڅمني – کبر او د ځانښوونې نيت پکې نه وي [29].

ð وېښتان مو سم کړئ او پاکې جامې واغوندئ [30].

ð ساده ژوند کول د ايمان يوه څانګه ده [31].

ðد فطري دين څلورځانګړنې دي : ١- سنتول .٢- تر نامه لاندې د وېښتانوخريېل . ٣- د برېتو لنډول . ٤- د نوکانو پرې کول ٥- تخرګونو وېښته خريېل .

ð هر څوک دې د خپلو وېښتانوعزت وکړي .(؛يعنې خپل وېښتان ښه وساتئ.[32])

ð له حضرت عبدالله بن عمروعاص(رض) روايت دى، چې رسول اکرم (ص) به خپله ږيره په اوږدو او لنډو جوړوله [33].

نامحرمو ته کتل

ð رسول اکرم (ص) علي ته وويل : علي ! که ناڅاپه دې پر نامحرمې نظر ولوېد؛ نو څه باک نلري؛ خو دويم ځل کتل درته روا نه دي [34].

د ايمان نښې

ð خداى چې تر ما مخکې په کوم امت کې پېغمبر معبوث کړى؛ نو يو شمېر وړ مرستندويان او اصحاب يې درلودل، چې پر دود به يې تلل او لارښوونې به يې عملي کولې بيا داسې شول،چې ناوړه يې ځايناستي کېدل ؛داسې چې څه يې ويل،عمل يې پرې نه کاوه او داسې چارې يې کولې،چې دنده يې نه وه؛ نو څوک چې په خپل مټ ور پسې راپاڅي او جهاد وکړي؛ نو مؤمن دى او څوک چې يوازې پر ژبه يې مقابله وکړي؛ نو هم مؤمن دى او څوک چې (له ژبني جهاده هم بېوسې و) او يوازې په زړه يې ورسره جهاد وکړ(؛يعنې د زړه له کومې يې ورسره کرکه لرله)هم مؤمن دى؛خوکه دغسې (درې) ځانګړنې يې نه لرلې ؛نو د ږدن د دانې هومره”ايمان”پکې نشته[35].

ðد بنده ايمان هله سمېږي،چې زړه يې سم شي او زړه پر ژبه سمېږي ؛ نو له خداى سره داسې ليده کاته وکړئ،چې د مسلمانانو شتمنیو ته مو لاس غځولى نه وي او پر ژبه مو بې پته کړي نه وي [36] .

وفا

ð دين ورم – نصيحت (اخلاص،زړه سوى او وفا) دى. وموپوښتل: له چا سره زړه سوى او وفا؟ و يې ویل : له الله تعالى، له استازي (ص) سره يې، د مسلمانانو له مشرانو او تر ټولو مسلمانو پرګنو سره [37].

 

الهي تقدير

ð رقيه او تعويذ، دارو، درمل او هغه چارې،چې ستونزې او کړاوونه پرې لرې کېږي؛ دا ټول په الهي تقدير کې شمېرلېږي[38].

اړتیا پټه ساتل

ð د خداى بېوزلى او ګڼ اولادى بنده خوښېږي؛خو چې عفت ولري (؛يعنې بېوزلي يې دې ته نه اړباسي،چې له نامشروع لارو څه لاس ته راوړي؛دغسې نورو ته هم خپله بېوزلي نه څرګندوي[39]).

ð څوک چې وږى وي يا څه ته اړتيا لري؛خو څوک يې پر ځان خبر نه کړل ؛ نو د يو کال د حلال رزق ورکړه يې د خداى په ذمه ده [40].

ساتېري

ð له ارام پالنې او ساتېرۍ ځان وژغوره؛ځکه د خداى ځانګړي بندګان دغسې نه دي [41].

متقي شتمن

ð د خداى متقي،شتمن او نامشهور بنده خوښېږي .(؛يعنې له شتمنۍ او تقوا سره سره يې ځان مشهورکړى نه دى .)

ð په نړۍ کى د خداى له احکامو لاروي وکړه (متقى وسه) او په هرې بدۍ پسې نېکي وکړه،چې ورباندې ووينځل شي او د خداى له بندګانوسره ښه چلن وکړه[42].

نفقه

ð د يتيم (پلارمړي) پر سر لاس راکاږه او بېوزليو ته خواړه ورکړه[43].

ðنورو ته نفقه ورکړئ،چې خداى يې تاسې ته درکړي [44].

سخي او بخیل

ðسخي،خداى او بندګانو ته يې نږدې وي او بخيل له خداى او بندګانو يې او(همداراز) له جنته لرې او دوزخ ته نږدې وي،بېشکه خداى ته “ناپوهه سخي” تر “عابد بخيله” ډېرګران دى [45].

ð د بنده په زړه کې کله هم حرص،بخل اوايمان نه يو ځاى کېږي [46].

ðچلي،بخيل او منت اېښوونکى جنت ته نه ځي [47].

سخاوت

ðعلي! سخي وسه،چې سخيان د خداى ښه ايسي.كه څوك درته د كومې اړتېا لرې كولو ته راغى؛ نو اړتيا يې لرې كړه؛ نو که څه هغه د بخشش وړ نه و؛ خو ته د بخشش وركولو وړ يې [48].

ðسخي انسان خداى، خلكو او جنت ته نږدې او له اوره لرې وي او كنجوس له خداى، خلكو او جنته لرې او اور ته نږدې وي[49].

ð سخي هغه دى،چې خپله شتمني د خداى لپاره وبښي او څوك چې د خداى د احكامو د ناباندۍ – مخالفت په لار كې بخشش وركړي؛ نو د خداى غوسه اوغصب به يې پر اوږو كړی وي او پر ځان به ډېر كنجوس وي[50] .

ðد سخي خواړه شفا دي او د كنجوس د ناروغۍ لامل دي [51].

ðسخاوت يوه ونه ده، چې بېخ يې په جنت كې او څانګې يې تر دنيا راغلي؛ نو څوك يې چې كومه څانګه ونيسي؛ نو د جنت لوري ته يې راكاږي [52].

ðد “اولياء الله” فطرت (او خټه) له سخاوت او ښه خوى سره اغږل شوې ده [53].

ðمنت ايښوول د سخاوت آفت دى [54].

ð ډېرسخي هغه دى،چې د خپلې شتمنۍ زكات وركړي او ډېر بخيل هغه دى،چې د فرض زكات له وركړې ډډه وكړي [55].

ð اسلام د كنجوسۍ په څېر بل هيڅ څيز نه پوپنا كوي [56].

بدګوماني

ðپر يو بل له بدګومانۍ ډډه وکړئ، چې دا ډېره دروغجنه خبره ده،د يو بل کمزورۍ مه وايئ او د ځوو په شان یو د بل عيبونه مه راسپړئ، پر يو بل مه ګواښېږئ،يو له بل سره کينه مه لرئ او مه ورسره دښمني کوئ او مه يو بل ته شا کړئ؛ بلکې د خداى بندګانو! يو له بل سره وروڼه وسئ[57] .

ðڅوک چې نرم خويه نه وي؛نو تر ټولو ښو به بې برخې وي [58].

ðبدغونى او بدژبى جنت ته نه ځي[59].

ðد خلکو له بدګومانۍ ځان وژغورئ[60] .

دروغ

ð د مؤمن په پنځ – طبيعت کې بې له “خيانت” او”دروغو” بل هر څه ورننووتاى شي [61].

ð څوک چې دروغ وايي؛نو پرښتې يې د خولې له بدبويۍ يو ميل لرې کېږي[62] .

ð دا ډېر ستر خيانت دى ،چې له ورور سره دې دروغ ووايئ، حال دا چې هغه درته رښتيا وايي [63].

ð په دروغو شاهدي ويل له “شرک بالله” سره مساوي ده[64].

ð څوک چې په دروغو د چا مال تر لاسه کړي يا يې ضايع کړي؛نو له خداى سره په داسې حال کې ويني، چې پر “جذام” به اخته وي [65].

ð حضرت”عبدالله بن عامر” روايت کوي، چې يوه ورځ آنحضرت (ص) راکره راغلى و او مور مې راغږ کړ: راشه، چې څه درکړم. آنحضرت مې مور ته وويل : زوى ته دې څه ورکوې؟ مور مې ورته وويل : کجورې . آنحضرت ورته وويل : پام مو وسه،که خبره دې عملي نه کړې؛ نو په کړن ليک کې دې دروغ ليکل کېږي[66] .

ð څوک چې د خلکو خندولو ته په خبرو کې دروغ وايي؛ نو پر هغوى دې افسوس وي؛نو پر هغوى دې افسوس وي [67].

ð له چا سره،چې په کومه مسئله کې مشوره وشوه؛ نو په اړه يې امين او ورته امانت سپارل شوې ده[68].

ð څوک چې خبرې کوي او شاوخوا ته يې وکتل (؛نو پوه شه)چې خبرې يې امانت دي [69].

ðدروغجن ځکه دروغ وايي،چې ځان ورته کوچنى ښکاري[70].

ðدروغجن ته همدا بس دي،څه چې اوري، وايي يې [71].

ðڅوك چې په لوى لاس راپورې دروغ وتړي؛نو دوزخ يې ځاى دى [72].

ðزياتې ټوكې كول ابرو له منځه وړي، ډېر دروغ او خندا ايمان پوپنا كوي او ډېر دروغ ويل انسان بې ارزښته كوي[73] .

ðهر ډول دروغ ويل ګناه ده ؛خو دا چې يو مؤمن ته ګټه ورسي يا پرې له دې نه شر لرې كېږي .[74]

ðدروغ د خبرې آفت دى [75].

ðد نارينه ايمان هله بشپړېږي،څه چې ځان ته خوښوي،خپل مؤمن ورور ته يې هم خوښ كړي او په ټوكو كې هم له دروغو ډډه وكړي[76].

ð دروغ د نفاق له ورونو يو ور دى [77].

ðڅوك چې په موږ اهلبيتو پورې دروغ وتړى؛ نو د قيامت پر ورځ ړوند او په يهودي دين راپاڅي او كه د دجالو پر مهال وي؛نو ايمان پرې راوړي[78] .

ðدروغ ويل په درېیو ځايو كې سم دي:(۱) خپلې مېرمن ته د مېړه دروغ ويل (۲)د هغه سړي دروغ ويل،چې دوه تنه سره پخلا كوي (۳) او خپل دښمن ته د چارواكي دروغ ويل؛ځكه په جګړه كې چل روا دى[79] .

ðله دروغو ځان وژغورئ ؛ځکه انسان مختورى کوي[80] .

ð دروغ ويل انسان مختورى کوي او چغلي د کېڅ – قبر عذاب راوړي [81].

ð دروغ ويل ،روزي کموي[82] .

ðدروغ ويل خيانت دى [83].

ðد يو چا دروغ ويلو ته همدا بس دى،چې څه يې اورېدلي وي، ويې وايي[84] .

ðيو ستر دروغ دادي، انسان چې په خوب کې څه نه وي ليدلي؛خو ووايي چې ليدلي مې دي[85] .

ðپر دروغو شاهدي ورکول له خداى سره د شرک سره برابره ده[86] .

ðدروغجن دروغ نه وايي؛خو دا چې په ځان کې ټيټوالى ننګېري [87].

ð دروغجن د خپل نفس د خوارېدو له امله دروغ وايي [88].

قیامت

ðخداى د قيامت پر ورځ درېو تنو ته نه ګوري او ورته دردوونکى عذاب دى :

١- بوډا زناکار.٢- دروغجن واکمن.٣- ښاڅمن – کبرجن شتمن .[89]

ð په قيامت کې به غږ وشي : چا چې خداى ته څه کړي؛خو بل هم ورسره شريک کړي؛ نو ثواب دې يې له هماغه واخلي؛ځکه خداى د ټولو شريکانو له ګډونه غني او مړه خوا دى [90].

ð”خوله انصاري” (رضى الله عنها) روايت کوى،چې رسول اکرم وويل: ځينې خلک په ناحقه د مسلمانانو پر مالونو خېټه اچوي؛ نو ځکه يې د قيامت پر ورځ اور په برخه کېږي [91].

ð زه او قيامت ددې دوو ګوتو په څېر(يو بل ته نږدې) يو[92].

ðهر څوک تر مرګ وروسته هرومرو لېپخورېږي – پښېمانېږي؛ ځکه که”ښه” وي؛ نو لېپخوره – پښېمانه وي،چې ولې مې تر دې ﻻ ډېر ښه کارونه ونه کړل او که “بد” وي؛ نو لېپخوره وي، چې ولې مې ترې ﻻس نه اخسته [93].

ð په قيامت کې به د مؤمنانو قيامت(او پاڅون)خورا اسان وي،ان تردې چې د يو فرض لمانځه د وخت هومره به لنډ وي[94] .

ð څوک چې د شپې تهجدو ته پاڅي؛نو بې حساب وکتابه جنت ته ننوځي[95].

ð د قيامت پر ورځ به پېغمبران،اسلامي عالمان او شهيدان شفاعت کوي [96].

ð له معمولي او کوچنيو ګناهونو ځان وژغورئ؛ ځکه په اړه يې پوښتل کېږئ[97] .

ð د خداى چې کوم بنده ښه ايسي؛نو له دنيا يې داسې خوندي ساتي؛ لکه چې خپل ناروغ له اوبو څښلو خوندي ساتئ.(په دې شرط، چې اوبه ورته زيانمنې وي[98])

ðد قيامت پر ورځ ښه خوى تر ټولو ارزښتمن څيز دى،چې د کړنو په تله کې ايښوول کېږي [99].

ðله تېري ډډه وکړئ،چې د قيامت د ورځې د تيارو لامل دى [100].

ðد قيامت ځمکه له اوره ده؛ خو بې له هغه ځايه، چې د مؤمن سيورى پرې وي او( په دنيا کې) د مؤمن صدقې دا سيورى رامنځ ته کړى [101].

ðهغوى د قيامت پر ورځ د خداى تعالى پر وړاندې ډېر ناوړه خلک دي، چې خلک يې له شره د خونديتوب له امله درناوى کوي [102].

منځلاري

ðد نبوت د پينځه څلوېښتمې برخې يوه برخه ښه ډالۍ، ښه خوى او منځلاري ده[103].

ðله خلکو سره مينه، نيم عقل او نرمي نيم ژوند دى او منځلارى له ستونزو سره نه مخېږي[104] .

ðد انسان د ژغورنې درې څيزونه: (١) په پټه او ښکاره له خدايه ډار ( ٢) په خوشحالۍ او غوسه کې عدالت کول (٣) او په شتمنۍ او نېستۍ کې منځلاري. او درې څيزونه پوپنا کوونکي دي: (١) په ځاني غوښتنو پسې تلل .(٢) کنجوسي،چې پر انسان لاسبرې شي ( ٣) او کبر کول[105] .

ðڅوک چې د ژوند په لګښتي چارو کې منځلاري کوي، پاک خداى يې روزي خوندي کوي او څوک چې اسراف وکړي ؛نو خداى يې بې برخې کوي [106].

ðعلي! په تا کې د عيسى د مريمې د زوى څه يوونکي شته؛يوې ډلې ستا په مينه کې زياتى وکړ،چې هلاکه شوه،بلې ډلې ستا په دښمنۍ کې زياتى وکړ،چې هغه (هم) هلاکه شوه او چې کومې منځلاري وکړه ؛نو وژغورل شوه [107].

ðخداى چې کومې کورنۍ ته ښه وغواړي؛نو په دين کې ورته ژوره پوهه ورکوي،په ژوند کې ورته نرمي وربښي او په چارو کې يې منځلاري په برخه کوي او کوچنيان يې د مشرانو درناوى کوي او که ونه غواړي؛نو پر خپل حال يې پرېږدي [108].

ðعلي! په تا کې د عيسى (ع) څه يوونکي شته؛يهودانو ورسره دومره دښمني وکړه،چې ان په مور يې تورونه وروتپل او نصاراوو ورسره دومره مينه وکړه، چې داسې ځاى ته يې ورساوه، چې د هغه لپاره نه و [109].

الفت او مينه

ð مسلمانان د لورنې،مينې او نرمۍ له پلوه پخپلو کې د يوې تنې په څېر دي، که يو غړى يې په درد شي؛ نو نور هم ورسره دردېږي [110].

ð مؤمن د مينې مورينه ده؛ نو که څوک له نورو سره مينه نلري او نور يې هم له ده سره نلري؛ نو هېڅ ډول خېر پکې نشته[111].

امانت

ðامانت ساتنه د روزۍ لامل دى او له نورو سره خيانت،بېوزلي او نېستي راولي[112] .

ðد قيامت پر ورځ زړه سوى او امانت ساتنه د “صراط” دوه خواوې دي؛ نو زړه سواند او امانت ساتى،چې ترې تېرېږي،په بيړه د جنت پر لور ځي او په امانت کې خاين او سخت زړى،چې ورته ورسي؛نو له دې دواړو کړنو بېخې څه ګټه نه ويني او له صراطه د جهنم پر لور ورکږېږي[113] .

ðپر چا چې اطمينان لرئ؛خپل امانت ورکړئ،که څه ښه يا بد وي[114] .

ðڅوک چې په امانت کې خيانت وکړي؛له موږه نه دى [115].

ðچا چې درباندې اعتماد کړى؛نو امانت يې وروسپاره او چا چې درسره خيانت کړى؛نو ته ورسره خيانت مه کوه[116].

ðڅوک چې مړي ته غسل ورکوي؛نو بايد امانت يې وساتي،چې د امانت ساتلو په بدل کې يې د بدن د هر وېښته په مقابل کې د هر مريي د ازادولو هومره ثواب دى او همداراز پاک خداى يې سل درجې لوړوي. رسول اکرم وپوښتل شو: د مړي د امانت ساتنې مفهوم څه دى ؟ ورته يې وويل : عورت، نيمګړې او عيبونه يې پټ کړي او که دا کار ونکړي؛ نو ټول ثواب يې پوپنا کېږي او خداى به يې په دنيا او آخرت کې نيمګړې اوعيبونه رابرسېره کړي [117].

ðزما امت به تر هغه په خیر او ښو وي، چې له يو بل سر خيانت و نه کړي او امانت خپل خاوند ته وروسپاري،زکات ورکړي،لمونځونه وکړي او مېلمه پال وي او که دا چارې و نه کړي؛نو په وچکالۍ او سوکړې به اخته شي [118].

ðڅوک چې امانت سپک وګڼي؛داسې چې په بېرته ورکړه کې يې ټکنى کړی وي ؛نو له موږه نه دى [119].

ðد چا ډېرو لمونځونو، روژو، حج تلو،د زکات ورکړې، ښو چارو ډېرښت او د شپې زمزمو ته مه ګورئ؛بلکې رښتيا ويلو او د امانت سپارلو ته يې وګورئ[120] .

ðشپږ کړنې دي که چا يوه وکړه؛نو په قيامت کې دا کړنه هڅه کوي،چې نوموړى جنت ته ننباسي او وايي: خدايه! دې وګړي په دنيا کې ترسره کړې يم او هغه دا دي :لمونځ ،زکات ،حج،روژه ، د امانت ورکړه او زړه سوى [121].

ðڅوک چې رښتینولي، امانت ساتنه، حيا او ښه خوى ولري؛نو ايمان يې بشپړ دى، که څه سر تر پا يه ګناهګار وي [122].

ðڅوک چې په نړۍ کې په امانت کې خيانت وکړي او خاوند ته يې ور و نه سپاري؛ نو که مړ شي د رسول الله (ص) پر امت به نه وي مړ شوی او له خداى سره به په داسې حال کې ليده کاته کوي،چې پرې غوسه وي[123] .

امت

ðچې کله مې په امت کې بدعتونه راښکاره شول؛نو د عالم دنده ده، چې خپل علم راښکاره کړي او که داسې ونه کړي؛ نو خداى به يې لعنت کړي [124].

ðزما د امت د غوره وګړيو ځانګړنې دا دي: په مسافرت کې روژه نه نيسي، د مسافرت لمونځ کوي او په ورين تندي نېکي کوي او چې کله هم کوم ناوړه کار وکړي؛ نو بښنه غواړي او د امت مې ډېر ناوړه هغه دي، چې په مېلو چړچو کې ژوند کوي، ښه خواړه خوري، ښې جامې اغوندي او په خبرو کې رښتيا نه وايي [125].

ðد امت غوره وګړي مې په لږو اوبو اودس کوي [126].

ðجبرئيل راباندې د شپې په پاڅون او تهجدو دومره سپارښتنه وکړه، چې ګومان مې وکړ،چې ډېر غوره امتي به مې هېڅکله نه ويدېږي [127].

ðچې کله خداى زما پر امت غوسه شي او عذاب پرې نه راکوزوي؛نو قيمتي پرې راوړي او عمرونه يې لنډېږي،سوداګر لږه ګټه کوي،مېوې ښه وده نه کوي اوسيندونه نه ډکېږي،باران پرې نه اوري او ډېر ناوړه وګړي پرې واکمنېږي [128].

ðما ته په اوونۍ کې پر دوشنبه او پنجشنبه د امت کړنې راوړاندې کېږي؛نو هر مؤمن بښل کېږي؛خو هغه چې ترمنځ يې کينه وي او ورته ويل کېږي : دواړه تر هغه پرېږدئ،چې زړونه يې له کينې پاک شوي نه وي [129].

ðزما د يارانو مثال په خوړو کې د مالګې په څېر دی،چې بې مالګې خواړه خواږه او خوندور نه وي [130].

ðزما امت د باران په څېر دى؛نه پوهېږي،چې پيل يې خير دى او که پاى [131].

اسلامي مذاهب

ð امت به مې پر “درې اويا” ډلوو واېشل شي،چې يوازې يوه يې ژغورل کېږي [132].

ð خوارج د دوزخيانو سپي دي[133] .

ð”قدريه”زما د امت “مجوسيان” دي،که ناروغ شي،پوښتنې ته يې مه ورځئ او که ومري؛په جنازه کې يې ګډون مه کوئ [134].

[ تبصره: قدريه د جبر د مسلک لارويان دي،چې ګروهن دي،نړۍ په مازې جبر اداره کېږي او موږ پکې هيڅ اراده نلرو. دا فکر امويانو په اسلام کې خپور کړ.]

ð زما د امت دوه ډلې له اسلامه برخمنې نه دي :”مرجئه” او “قدريه” [135].

[ تبصره:مرجئه هغې ډلې ته وايي،چې يوازې په زړه کې ايمان بسيا بولي؛ نه کړنې.]

ð علي ! زما په امت کې ستا مثال د”عيسى د مريمې د زوى” په څېر دى؛ چې قوم يې پر وړاندې درې ډلى شو: يوه ډله مؤمنان ول،چې هماغه حواريون ول . يوې ډلې ورسره دښمني راواخسته چې هماغه يهوديان ول او يوې ډلې يې په اړه “غلو” وکړه او بې ايمانه شول . زما امت هم ستا په اړه درې ډلې کېږي : يوه ډله په تا پسې ځي،چې هماغه مؤمنان دي . يوه ډله دې دښمنان دي،چې ستا په اړه هماغه شکمن دي او يوه ډله ستا په اړه غلو کوي او هغه به ستا منکران وي او على! ته، ستا لارويان او د دوى مينوال په جنت کې دي او دښمنان او غاليان به دې په اور کې وي[136] .

لاروي

ð د الهي لارښوونو منل سترګې يخوي [137].

ð ډېره ناوړه ډله هغه ده،چې د الهي احکامو د سرغړونه په باب يو له بل سره ژمنه وکړي[138] .

ð په کومو چارو کې چې د خداى له احکامو سرغړاندې کېږي؛نو د مخلوق لاروي روا نه ده [139].

ð په علي پسې تلل د خوارۍ لامل دى او سرغړونه ترې کفر دى . په دې اړه رسول اکرم وپوښتل شو،چې څرنګه؟ آنحضرت ورته وويل: علي تاسې د حق پر لار بيايي؛نو که پېغور ورکړئ،خوارېږئ او که سرغړونه ترې وکړئ،پر خداى کافرانېږئ [140].

ðمتعال خداى پر تاسې زما اطاعت فرض کړى دى او زما له سرغړونې يې منع کړي ياست او پر تاسې يې زما لاروي او تر ما وروسته د”علي بن ابيطالب” لاروي لازمه کړې ده؛لکه چې پر تاسې يې زما اطاعت فرض کړى او زما له حکمه سرغړونه يې منع کړې او هغه يې زما ورور،وزير، وصي او وارث کړى دى . (په حقيقت کې) هغه له ما څخه دى او زه له هغه څخه يم، دوستي ورسره ايمان او دښمني ورسره کفر دى، دوست يې زما دوست او دښمن يې زما دښمن دى او هغه، د هغه مولى دى،چې زه يې مولى يم او زه د هر نارينه او ښځمنې مسلمان مولى يم او زه او علي د دې امت پلرونه يو[141].

عاجزي او تواضع

د تواضع ځانګړنه ده چې: انسان په غونډه کې له خپل ځايه کوز کېني، څوک چې ګوري، سلام پرې اچوي، له شخړې ځان ژغوري، که څه په حقه وي او دا چې ښه يې نه ايسي،چې په نېکۍ او تقوا وستايل شي[142].

ð په کونټۍ تګ (هم) د تواضع له نښو ده، په هر قدم اخستو زر نېکي ورکول کېږي او زر درجې يې لوړوي [143].

ð تواضع د اصل و نسب ښکلاه ده[144] .

ðڅوک چې د خداى لپاره تواضع وکړي؛خداى يې مقام لوړوي[145] .

ð څوک چې درې ځانګړنې ولري،” الهي لقاء” ته رسي او له هر وره، چې وغواړي جنت ته ننوځي : د چا چې ښه خوى وي،په پټه او ښکاره له خدايه وډار شي او شخړې ته شا کړي،که څه په حق وي[146] .

فصاحت

موږ اهلبيتو ته اوه ځانګړنې راکړل شوي،چې تر موږ وړاندېنيو ته پوره ورکړل شوي نه دي: (١) ګهيځ پاڅېدل (٢) ژبورتیا – فصاحت (٣) ستريا (٤) مړانه (٥) زغم (٦) پوهه (٧) او له خپلې مېرمنې سره مينه[147].

ð ژبورتیا – فصاحت د خبرې ښکلا ده [148].

ðمسواک وهل د نارينه ژبورتیا زياتوي [149].

ديني پوهه

ðهغه عبادت بې ارزښته دى،چې پکې پوهه او اندنه نه وي[150] .

ð خلکو ! په پوره دين او ژورې پوهې حج ته ولاړ شئ [151].

ð ديني پوهه تر لاسه کول غوره عبادت دى[152] .

ð هر څيز يو بنسټ لري او د دې دين بنسټ ديني پوهه ده[153].

ð په حقيقت کې يوازې په مؤمن کې پينځه څيزونه راټولېداى شي،چې خداى جنت ورته لازم کړي: په زړه کې رڼا، په اسلام کې پوهه، په دين کې ورع ( د ټولو ښو کارونو کولو او د ټولو بدو چارو نه کولو ته ورع وايي)،له خلکو سره مينه کول او ښه خوى [154].

ð څوک چې ديني پوهه ولري،څومره ښه سړى دى،که د کومې اړتيا لپاره ورته ورشې،په ګټه يې ده او که ورنشي، په خپله ګټه يې ده[155].

ð ايا د پوره ديني پوهې خاوند (= فقيه) درته وښيم؟ هو يا رسول الله (ص)! ويې ويل: هغه چې خلک له الهي رحمته نهيلي نکړي او د خداى له مکر (او غوسې) يې خوندي نکړي، هغه چې خلکو ته د ګناه جواز ورنکړي او قرآن يوې بلې لارې ته د کازمنۍ – لېوالتيا لپاره پرېنږدي؛ ځکه په هغه علم کې څه خير نشته چې په ژورې پوهې ولاړ نه وي او په هغه عبادت کې هم خېر نشته چې د ژورې پوهې پر بنسټ نه وي او (همداراز) په کومو لوستو کې،چې تدبر نه وي،(هغه هم) ارزښت نه لري [156].

 

غيبت

ð غيبت د انسان دين تر هغه خوړونکې ناروغۍ ډېر ژر له منځ وړي،چې په ګرد بدن کې خپرېږي [157].

ðمؤمن ته پر مؤمن تېرى حرام دى او ورته حرام دي،چې يوازې يې پرېږدي يا يې غيبت وکړي يا يې ناوړه ځواب کړي[158] .

ð له غيبته ډډه وکړئ،چې تر زنا يې ګناه ډېره ده؛ځکه د”زنا کار” توبه قبلېږي؛خو غيبت کوونکى تر هغه نه بښل کېږي،چې غيبت شوى يې و نه بښي [159].

ð پر ښځو مو د زنا تور مه تپئ؛ځکه دا کار طلاق ته ورته دى او (هم) له غيبته ځان وژغورئ؛ځکه دا کار کفر کولو ته ورته دى او پوه شئ،چې تور او غيبت زرکلنې کړنې پوپناه کوي[160] .

ðچا چې له تنه د حيا جامې راواېستې؛نو غيبت يې روا دى(؛يعنې د بې حيا غيبت روا دى[161].)

ð څوک چې پر خداى او د قيامت پر ورځې ايمان لري؛په هغه غونډه کې ناسته نه بويه،چې کوم مشر ته پکې کنځلې يا د کوم مسلمان غيبت کېږي [162].

ð د قيامت پر ورځ يو څوک خداى ته حاضر وي او کړنليک يې ورکوي؛ خو خپلې نېکې کړنې پکې نه ويني. وايي: خدايه! دا خو زما کړنليک نه دى؛ ځکه خپل عبادات پکې نه وينم. ورته ويل کېږي: پالونکى دې نه تېروځي او هېر هم نه لري،نېکې کړنې دې د خلکو د غيبت له امله له منځه ولاړې بيا يو بل راولي او کړنليک يې ورته ورکوي،چې ډېرې نېکۍ پکې ويني؛نو وايي : خدايه! دا خو زما کړنليک نه دى؛ځکه ما خو دا ټولې نېکې چارې نه دي کړي،ورته ويل کېږي: پلاني ستا غيبت وکړ؛ نو ځکه يې ټولې نېکۍ په تا پسې وليکل شوې[163] .

ð هغه دروغ وايي،چې انګېري له حلالو زېږېدلى، حال دا چې تل په غيبت د خلکو په غوښو خوړلو بوخت دى. له غيبته ډده وکړئ،چې د دوزخ د سپيو خوراک دى [164].

ð د کېڅ – قبر عذاب له چغلۍ،غيبت او دروغو راولاړېږي[165].

ð څوک چې د مسلمان نارينه او ښځې غيبت وکړي،خداى تعالى يې تر څلوېښتو شواروزو پورې لمونځ او روژه نه قبلوي؛خو دا چې غيبت شوى يې وبښي[166].

ð څوک چې د مسلمان غيبت وکړي؛نو لکه څوک يې،چې په لوى لاس وژلى وي [167].

ð د معراج په شپه مې ځېني سړي وليدل،چې شونډې يې د خلکو د غيبت له امله په اورينو بياتي ګانو غوڅول کېدې [168].

ð په”معراج” کې مې پر داسې وګړيو سترګې ولګېدې، چې د مسو په څېر په تکو سرو نوکانو يې خپل مخونه او سينې توږلې، په دې اړه مې جبراييل وپوښت؛ ويې ویل: دوى په دنيا کې د خلکوغوښې خوړې (د خداى د بندګانوغيبت يې کاوه) او د هغوى پر پت او ابرو يې لوبې کولې [169].

ð غيبت تر زنا ډېر ناوړه او درنه ګناه ده (؛ځکه) خداى زناکار په توبه بښي؛خو غيبت کوونکي،چې څو له غيبت شوي عذر نه وي غوښتى؛ نو نه يې بښي [170].

ðغيبت دې ته وايي،چې د خپل ديني ورور په باب داسې څه ووياست،چې نه يې خوښېږي[171] .

ð د يوچا د غيبت جبرانول دا دي ،چې له خدايه ورته بښنه وغواړې [172].

غيرت

ðغيرت له ايمانه راولاړېږي او کنځلې له ناوړه خويه [173].

ð ابراهيم غيرتي و او زه ترې ډېر غيرتي يم او خداى دې د بې غيرتو مسلمانانو او مؤمنانو پوزې پرې کړي[174] .

ð حضرت”سعد بن عباده” رسول اکرم ته وويل: که له خپلې مېرمنې سره مې سړى وليد؛ نو د څلورو ګواهانو تر راوستو پورې ورته وګورم؟ آنحضرت ورته وويل: هو! سعد وويل : پر هغه قسم،چې ته يې په حقه پېغمبر کړى يې،چې په وس کې مې وي؛نو تر هغه ړومبى به يې کار پوره کړم. رسول الله (ص) وويل: واورئ، چې مشر مو څه وايي، هغه غيرتي دى او زه ترې ډېر غيرتي يم او متعال خداى تر ما ډېر غيرتي دى [175].

ð حضرت عايشې بي بي له پېغمبراکرم سره غيرت(او کينه) کوله؛په خپله وايي: يوه شپه رسول الله (ص)رانه ووت،غيرت مې راولاړ شو،چې شونې ده مېرمنې کره تللى وي. رسول الله (ص) راغى او ويې ليدل،چې زه څه کوم، ويې ویل: غيرت دې راولاړ شوى دى؟ ورته مې وويل: زما په څېر څنګه پر تا په څېر کينه ونکړي؟ پېغمبراکرم ورته وويل: شيطان دې درته راغلى دى[176].

ðهمداراز له حضرت عايشې بي بي روايت شوى دى چې: حضرت “صفيه” بي بي خورا ښه پخوونکې وه، يوه ورځ پېغمبر زما کره و او “صفيې” بي بي ورته خواړه راوړل؛ نو زه ورته دومره په کينه کې شوم؛ لکه څوک چې له يخنۍ لړزېږي او د هغې لوښى مې مات کړ او بيا لېپخوره – پښېمانه شوم او رسول الله (ص) ته مې وويل: ددې کار کفاره څه ده؟ ويې ویل: د لوښي په څېر يې لوښى او د خوړو په څېر يې خواړه[177].

ð غيرت (او کينه) دوه ډوله ده : (١) يو ډول د خداى خوښېږي او بله نه، په ريبت کې کينه د خداى خوښېږي او په غير ريبت کې نه. [178]

[ ريبت : په هغه ځاى کې چې شک او د شر او بدۍ نښې لېدل کېږي]

فتوا

ð څوک چې بې علمه خلکو ته فتواوې ورکوي،د اسمان او ځمکې پرښتې پرې لعنت وايي.[179]

ð څوک چې چارې يو له بل سره پرتله کوي او احکام ترې استنباطوي، بې علمه فتواوې ورکوي او ناسخ و منسوخ، محکم او متشابه نه پېژني، هلاکېږي او نور هم هلاکوي [180].

کنځل

ð مؤمن ته کنځلې کول د فسق لامل دى، جګړه ورسره کفر دى،غوښه خوړل (غيبت کول) يې ګناه او د مالونو حرمت يې د وينې د حرمت په څېر دى [181].

ð څوک چې کوم پېغمبر وکنځي بايد ووژل شي او څوک چې د پېغمبر صحابي وکنځي بايد په کمچينه ووهل شي[182].

ð څوک چې علي وکنځي؛ نو ما ته يې کړي او چا چې زه وکنځلم؛ نو خداى ته يې کړي دي او څوک چې خداى وکنځي، دوزخ ته ننوځي او پر سخت عذاب اخته کېږي [183].

ð خلک مه کنځئ، چې ترمنځ مو دښمني راولاړه نشي[184].

ðمړي مه کنځئ، چې ژوندي (خپلوان) يې خپه نشي [185].

ðمؤمن ته کنځلې کول د انسان د هلاکت لامل دى [186].

ð که کنځلې انځورېداى؛نو خورا ناوړه انځور به يې درلود[187].

ð ايا هغه دروښيم،چې ماته بېخي ورته نه دى؟ ورته وويل شو: هو يا رسول الله (ص) ! ويې ويل: بد ژبى کنځل مار،چې کنجوس،کبرجن،کينه کښ سخت زړى او له هر ډول نېکۍ لرې دى او انسان يې له يوه شره هم خوندي نه دى [188].

ðمؤمن ناوړه وينا نه کوي،لعنت نه وايي،سپکې سپورې او کنځلې نه کوي [189].

فراغت

ð روغتيا او فراغت دوه نعمتونه دي،چې ډېرى خلک پرې ازمېيل کېږي[190] .

ð روغتيا او فراغت دوه نعمتونه دي،چې انسان ترې غافل او بې پروا دى [191].

ð زه د درې ډلو ضامن يم : څوک چې په دنيا کې له نېستۍ سره مخ شوى وي او د شتمنېدو لپاره څه لار نلري . څوک چې پر کوم کړاو اخته شي او خلاصېداى ترې نشي او څوک چې پر بې پايه خپګان اخته شوى وي[192] .

ð دنيا خو يو ساعت ده؛نو له خدايه په اطاعت کې يې تېره کړئ او الهي اطاعت ته د ورننووتو لار،په خلوت کې ده،چې انسان تل پر تفکر بوخت وي او خلوت هله وي،چې انسان قناعت وکړي او د ژوند له ډېر لګښته لاس واخلي او تفکر هم په فراغت تر لاسه کېږي او د فراغت بنسټ په زهد ولاړ دى،چې تقوا پوره زهد دى او تقوا ته د ننووتو لار له خدايه ډار دى او د ډار نښه،د خداى د مقام درناوى،د خداى د لارښوونو منل او له محرماتو يې ډډه کول دي او د الهي ډار بله نښه پوهه ده؛لکه چې پاک خداى وايي:په واقع کې له بندګانو يوازې پوهان له هغه ډارېږي[193] .

هېر

ð هېر د پوهې آفت دى[194] .

ð څوک چې پر ما درود ويل هېر کړي؛نو د جنت لار به يې ورکه کړې وي.[195]

ð ډېر ناوړه هغه بنده دى،چې کبر وکړي او ښاڅمن – مغرور شي او خداى هېر کړي [196].

ð څوک چې د خوړو په پيل کې د((بسم الله الرحمن الرحيم)) ويل هېر کړي؛نو د خوړو په پاى کې دې د “توحيد” سورت ووايي [197].

ðپينځه څيزونه دي،چې “هېر” له منځه وړي او “ياد” زياتوي او د خولې لاړې کموي :(١) مسواک (٢) روژه ( ٣) د قرآن لوستل ( ٤) شات ( ٥) اللبان (کندر) [198].

 

[1] (٢٩٩٧ح – نهج الفصاحة )

[2] (٣١٥٨ح – نهج الفصاحة )

[3] ( ١٢٩١ح – نهج الفصاحة )

[4] ( بخاري : ٣٢٢٠ حديث ح – نهج الفصاحة )

[5] (٢٦٧٤ ح – نهج الفصاحة)

[6] (٢٩٢١حديث – نهج الفصاحة )

[7] (جهان بيني اسلامي،استاد مطهري)

[8] ( مستدرک الوسايل ١٣\٤٦٠)

[9] (بيهقي)

[10] ( احمد- د حاکم مستدرک )

[11] ( ابوداود- “ترمذي” )

[12] ( د سعيدبن منصورسنن – “طبراني” الکبير)

[13] ( مسلم )

[14] ( بخاري – مسلم )

[15] (بيهقي)

[16] (بيهقي)

[17] ( د ابوداود سنن )

[18] (مسلم)

[19] ( “ترمذي” – “ابوداود”)

[20] ( ابوداوود)

[21] ( مستدرک الوسايل ٦/ ١٠٠)

[22] (الدارقطني )

[23] (بخاري)

[24] ( بخاري – مسلم )

[25] ( مسلم )

[26] (فتح الباري ١٥/٤٣٠ )

[27] ( مسلم)

[28] (“ترمذي” )

[29] (نسائي – ابن ماجه)

[30] ( احمد- نسائي )

[31] (ابوداوود)

[32] (ابوداوود )

[33] (ترمذي)

[34] ( احمد- “ترمذي” – ابوداوود)

[35] (مسلم)

[36] (بحارالانوار ٦٨\ ٢٩٢)

[37] (مسلم )

[38] (احمد،”ترمذي”،ابن ماجه)

[39] (ابن ماجه)

[40] (بيهقي)

[41] (احمد)

[42] (“احمد”– “ترمذي” – “الدارمي”)

[43] (احمد)

[44] ( بخاري– مسلم)

[45] (ترمذي)

[46] (نسايي)

[47] (ترمذي)

[48] ( مشكاة الانوار : ۲۳۳)

[49] ( مستدرك الوسايل : ۷ \۱۳)

[50] ( بحار الانوار: ۶۸\۳۵۵)

[51] ( بحارالانوار ۶۸\۳۵۷)

[52] ( وسايل ۹\۱۹ )

[53] ( مستدرك الوسايل ۷\۱۳)

[54] ( الحضال ۲\ ۴۱۶)

[55] (مشكاة الانوار ۲۳۱مخ )

[56] ( الكافي ۴\ ۴۵)

[57] ( بخاري – مسلم )

[58] (مسلم)

[59] ( ابوداود)

[60] ( تحف العقول : مخ ٥٤)

[61] ( احمد –بيهقي)

[62] (ترمذي)

[63] (ابوداوود)

[64] (ابوداوود– ابن ماجه)

[65] (ابوداوود)

[66] (ابوداوود- بيهقي)

[67] (احمد- ترمذي – ابوداوود – الدارمي )

[68] (ترمذي)

[69] (ترمذي– ابوداوود)

[70] (مستدرک ٢/١٠٠)

[71] (مسلم)

[72] ( كشف الغمه : ۴۶۰ )

[73] ( روضة الواعظين : ۲ ۴۱۹ )

[74] ( مستدرك الوسايل ۹\ ۹۵ )

[75] ( بحارالانوار ۶۶\ ۳۸۹)

[76] ( بحارالانوار ۶۶\ ۳۸۹)

[77] ( مجموعة ورام ۱\۱۱۳)

[78] ( بحارالانوار ۲\۱۶۰)

[79] (الجعفريات ۱۷۰ مخ )

[80] ( تحف العقول : مخ ١٤)

[81] ( کنز ٣/ ٦١٩ )

[82] ( ميزان: ١٧١٦٣ ح )

[83] ( بحار ٧٢/ ١٩٢)

[84] ( مکارم الاخلاق : مخ ٤٦٧)

[85] [ بخاري : ٧٠٤٣ ح]

[86] ( ابو داوود – ابن ماجه )

[87] (بحار ٧٢\٢٤٩ )

[88] (بحار ٧٢ټ)

[89] (مسلم )

[90] (احمد)

[91] [ بخاري : ٣١١٨ ح]

[92] (بخاري،مسلم)

[93] (ترمذي)

[94] (بيهقي)

[95] (بيهقي)

[96] (ابن ماجه )

[97] ( “ابن ماجه” ، “بيهقي”،”الدار مي”)

[98] ( احمد -ترمذي)

[99] ( الکافي ٢\٩٩)

[100] (الکافي ٢\ ٣٣٢)

[101] (وسايل ٩\٣٦٩)

[102] (الکافي : ٥\٣٢٦)

[103] ( الخصال ١\١٧٨)

[104] ( الجعفريات : ١٤٩)

[105] (احکايات : ٩٧)

[106] ( الکافي ٤\٥٤)

[107] ( الامالي للطوسي : ٣٤٤)

[108] ( الجعفريات : ١٤٩مخ )

[109] (شواهدالتنزيل ٢\٢٢٨)

[110] (بخاري –مسلم)

[111] (بيهقي-احمد)

[112] ( تحف العقول: ٤٥)

[113] ( الکافي : ٢\ ١٥٢)

[114] (الکافي : ٦٣٦)

[115] (الکافي٥\ ١٣٣)

[116] (تهذيب الاحکام٦\٣٤٨)

[117] ( وسايل ٢\٤٩٧)

[118] ( وسايل ٩\٢٥ )

[119] ( مستدرک الوسايل ١٤\ ١٢)

[120] (الاختصاص : ٢٢٩ مخ)

[121] ( الامالي للمفيد: ٢٢٧مخ )

[122] (التمحيص : ٦٧مخ )

[123] (من لايحضرالفقيه ٤\١٥)

[124] ( الکافي ١\٥٤)

[125] ( الکافي٤\ ١٢٧)

[126] (مستدرک الوسايل ١\ ٣٤٩)

[127] (وسايل ٨\١٥٤)

[128] ( الکافي ٥\٣١٧)

[129] ( صحيح مسلم )

[130] (جامع الصغيرسيوطي)

[131] (دامام احمدحنبل مسند)

[132] (المعجم الکبير ١٩/٣٧٧)

[133] (د ابن ماجه سنن ١/ ٦١)

[134] ( سنن ابي داوود ٢/ ٤١٠   شرح مسلم للنووي ١/ ١٥٤)

[135] (الخصال ١/٧٢)

[136] (بحار الانوار: ٢٥/ ٢٦٤ -المناقب،الموفق الخوارزمي ٣١٧ مخ، مجمع الزوايد ٩/ ١٧٣ المعجم الاوسط ٦ / ١٣٥٤ کنزالعمال ١/ ٢٢٣

[137] (مستدرک الوسايل ١١/ ٢٥٧)

[138] ( مستدرک الوسايل ١٦/ ٤٥)

[139] (د نهج البلاغى شرح ١٦ /١٥٨)

[140] ( الکافي ٢/ ٣٨٨)

[141] ( بحارالانوار ٢٩/ ٢٦٣)

[142] (الجعفر يات : ١٤٩)

[143] ( بحارالانوار ٧٣/ ٢٣٤ )

[144] ( جامع الاخبار : ١٢٢)

[145] ( مستدرک الوسايل ١١/ ٢٩٧ )

[146] (الکافي ٢/ ٣٠٠)

[147] ( الجعفريات ١٨٢ )

[148] (جامع الاخبار : ١٢٢)

[149] (مکارم الاخلاق : ٤٨ مخ)

[150] ( الجعفريات : ٢٣٨ )

[151] (مستدرک الوسايل ١٠ / ١٧٣ )

[152] (منية المريد ٣٧٤ )

[153] (عوالي الاللي ٤/ ٥٩)

[154] (بحار الانوار ١/ ٢١٩)

[155] (مستطرفات السرائر: ٥٧٨ )

[156] (الجعفريات ٢٣٨ مخ )

[157] ( الکافي ٢/ ٣٥٦)

[158] ( الکافي ٢/ ٢٣٥ )

[159] (مجموعه ورام ١/ ١١٥)

[160] ( جامع الاخبار: ١٥٧ )

[161] (الاختصاص : ٢٤٢ )

[162] ( تفسير القمي ١/ ٢٠٤)

[163] ( جامع الاخبار ١٤٧ )

[164] ( الامالي للصدوق ٢٠٩)

[165] (مستدرک الوسايل ٩/ ١٢١)

[166] ( جامع الاخبار ١٤٦)

[167] (مستدرک الوسايل ٩ / ١٢٥)

[168] ( مستدرک الوسايل ٩ / ١٢٦ )

[169] ( ابوداوود )

[170] (بيهقي)

[171] ( کنز ٣/ ٥٨٦ )

[172] ( کنز ٣/٥٨٨ )

[173] ( الجعفريات ٩٥)

[174] (الکافي ٥ / ٥٣٦ )

[175] (شيباني ٣ / ٢٤٥ )

[176] (شيباني ٢/ ٢٤٦)

[177] (شيباني ٢/ ٢٤٦)

[178] (ناصف ٤ / ٣٧١ )

[179] ( کمال الدين ١ / ٢٥٦ )

[180] ( الکافي ١ / ٤٣ )[ تبصره: په دې اړه د “زبير بن بکار” د “الموفقيات” کتاب ٧٥ مخ وګورئ]

[181] ( الکافي ٢/ ٣٥٩ )

[182] (مستدرک الوسايل ١٨ / ١٧٢ )

[183] (مستدرک على الصحيحين ٣/ ١٢١ )

[184] ( الکافي. ٢/ ٣٦٠ )

[185] (الدعوات ٢٧٨)

[186] ( الکافي ٢/ ٣٥٩ )

[187] ( الکافي ٢/ ٣٢٤ ) [ تبصره: دا مثال د عامو خلکو د پوهېدو لپاره ويل شوى دى،وګورئ: دملا صالح ما زندراني د اصول کافي شرح ٩/ ٣٦١ ]

[188] (الکافي ٢ / ٢٩١)

[189] ( شيباني ٤/ ١٧٨   ناصف ٥/ ٣٧)

[190] ( الخصال ١/ ٣٤ )

[191] ( من لا يحضره الفقيه ٤/ ٣٨١)

[192] (بحارالانوار ٧٠/ ٨١)

[193] ( مصباح الشريعه: ٢٢)

[194] (الخصال ٢/ ٤١٦)

[195] ( الامالي للطوسي: ١٢٤)

[196] ( بحار الانوار ٧٣/٢٠٣ )

[197] (بحارالانوار ٨٩/ ٣٥٣ )

[198] (مکارم الاخلا ق : ١٦٦)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!