تبلیغات

هدایت – ښیون پر څلور ډوله دى : ١–   تکويني ښیون . ٢– تشريعي ښیون. ٣– د وسيلې او زمېنې جوړولو په مفهوم ښیون. ٤– د نعمتونو او اجرونو پر لورى ښیون. ١–   تکويني ښیون : څښتن تعالى په مخلوقاتو ( انسان ،ساه لرونکى اوبى ساه ….) کې د تکامل او بشپړتياوو يو لړ عوامل […]

هدایت – ښیون پر څلور ډوله دى :

١–   تکويني ښیون .

٢– تشريعي ښیون.

٣– د وسيلې او زمېنې جوړولو په مفهوم ښیون.

٤– د نعمتونو او اجرونو پر لورى ښیون.

١–   تکويني ښیون :

څښتن تعالى په مخلوقاتو ( انسان ،ساه لرونکى اوبى ساه ….) کې د تکامل او بشپړتياوو يو لړ عوامل اواسباب ((شته )) کړي،چې هغوى د تکامل په لوري بیايي،چې دى ډول ښیون ته (( تکوينى ښیون)) وایې . دا ښیون يوازې په څښتن تعالى پورې اړه لري او (( طبيعى او ماوراً طبيعى )) اسباب اوعوامل د تکويني ښیون وسيلې دي.

د مورپه زېلانځ – رحم کې د جنين وده اوتکامل ، د‏ بوټي لوېدل ، د لمريزنظام په ټاکلو مدارونو کې دسياراتو گرځيدل،داتم په مدارونو کې د الکترونونوحرکت ، دشاتو مچى ،چې په نظم اوعالي تمدن سره خپل ژوند ته دوام ورکوي ،همداراز سترگې ،چې د ليدو،غوږونه د اورېدو ،پوزه د بوى او زړه ،چې د وينې د پمپ دنده ‏پرغاړه لري دا ټول د تکويني ښیون مثالونه دى .

قرآن مجيد وایي : قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه/۵۰) = ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل پيدايښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه . ))

هستى ،چې د(( الهى قوانينو= سنت الله )) له مخې ((شته )) او رهبرى )) کېږي د تکويني ښیون په نامه يادېږي .

٢– تشريعى ښیون :

د کايناتو له کوچنۍ ‏ذرې ( اتوم ) څخه تر لويو ذراتو( مثلا لمريزنظام ) پورې ټول مخلوقات د الهي نظم اوقوانينو ( سنت الله ) له مخې مخ پرتکامل حرکت کوي .

وينو چې يوه دانه د ټاکلي قانون او شرايطو په صورت کې په غټه ونه بدلېږي او د شاتومچۍ د الهي وحې له مخې په نظام اوعالي تمدن سره خپل ټولنیز ژوند پرمخ وړي.

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ(نحل/۶۸) = او ستا پالونكي د شاتو مچۍ ته وحې [ اوغرېزي الهام ] وكړ چې : (( په غرونو او ونو او پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړه.

دغسې انسان ( اشرف مخلوقات ) هم له دې قاعدې بيل نه دى اوتکامل ته د رسېدو لپاره ((الهي قوانينو )) ته اړتیا لري او دا چې انسان ته د نورو موجوادتو پرخلاف (( اراده )) او (( اختيار)) ورکړل شوى او د حق او باطل د دوو لارو په منځ کې درول شوى

 فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا (شمس/۸) = نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړې ده (او په زړۀ کې ور واچوله).

نو په داسې شرايطو کې انسان لارښوونې ته اړتیا لري ،چې سمه لار ( صراط مستقيم = تقوى ) له کږې لارې ( فجور) څخه وپېژني ،چې له بېلارۍ ، زوړتیا ،زوال او له منځه تگه خلاص شي.

قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا ( شمس/۹) = چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين چې بريالى شو.

نو د انسانانو په ژوندن کې تشريعي ښیون همغه الهي قوانين (سنت الله) دي ،چې پېغمبرانو ته وحې شوى ،چې بشريت د خير،صلاح او کمال پر لور رهبري کړي او په دې توگه بشري ټولنې د کايناتو له عمومي نظام سره همغږي شي.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ( بقره/۱۵۶) = موږ د الله يو او لوري ته يې ورستنېدونکي يو!

يا داسې وايو خداى تعالى بشريت ته د پېغمبرانو او آسماني کتابونو له لارې نيغه لار ( صراط المستقيم ) ښودلې ،چې دې ډول ښیون ته ((تشريعي ښیون )) وایي .انسانان د ښوونى او روزنى له لارې ددې ډول ښیون په رڼا کې د تکامل په بهيرکې تلاى شي .

ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ(بقره/۲)= دا هغه (ستر) كتاب دى، چې شك پكې نشته او پرهېزګارانو ته سمه لار ښيي .

وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ(انبياء/۷۳) = او موږ هغوى لارښوونكي كړل، چې زموږ په امر يې (خلكوته) لار ښوونه كوله او موږ ورته د ښو چارو د کولو او لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې وكړه او يواځې زموږ لمانځونكي وو

٣– ښیون د وسيلى اولارپرانيستو په مفهوم :

دا ډول ښیون د (( توفيق ))په نامه هم يادېږي او هغه دا چې خلکو ته بايد د پرمختگ وسايل چمتو شي،چې پخپله خوښه د تکامل لپاره ترې گټه واخلي . لکه د مدارسو،مساجدو ،روزنیزو مرکزونو، کتابتونونو او سمينارونو جوړول او همداراز د مبلغينو او لايقو معلمينوروزل ،چې په حقيقت کې دا ډول ښیون د تکويني او تشريعي هداياتو ترمنځ گډه پوله لري يا داسې وايو ،چې (( برزخي ښیون )) دى .

وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ(عنکبوت/۶۹)= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په ( لار كې) هلې ځلې وكړي؛ نو هرومرو به ورته خپلې لارې وروښيو او بېشکه خداى د نېكانو مل دى.

٤—د نعمتونو او اجرونو په لوري ښیون

دا ډول ښیون يوازې د مؤمنو او مصلحو انسانانولپاره دى ،چې په آخرت کې به ورته د خپلو کړو او اعمالوپه بدله کې اجر ورکول کېږ ي. قرآن کريم د خداى تعالى د لارې د شهيدانو د سرښندنې تر يادولو وروسته داسې وایي :

سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ(محمد/۵) = ژر به لار وروښيي او کاروبار به يې سم کړي؛

اصلا دا څلور ډوله ((ښیون)) د يو((حقيقت)) بېلابېل پړاوونه دي ،چې يو په بل پسې راځي ؛ځکه په لومړي پړاو کې څښتن تعالى د (( تکويني ښیون )) له مخې انسان ته عقل او فکر او نورې قواوى ورکړي او حق لارى ته د (( بلنې)) لپاره د پېغمبرانو لارښوونې پيلېږي ( تشريعي ښیون =ارشاد،تبليغ) ،چې بيا د عمل پړاو ته د رسېدو لپاره یې د څښتن تعالى ((توفيق ))په نصيبېږى او لار ورته اوارېږى ،چې په دې توگه د ښیون دريم پړاو وهي ؛يعنې دلته ښیون د((توفيق )) په مفهوم دى او په څلورم پړاو کې په آخرت کې د خپلو نېکیو کړنو پایله ويني (د اجرونو په لوري ښیون ) .

تشريعي ښیون د پېغمبرانو او اسلامي رهبرانو له بنسټیزړو او حتمي دندو ځنې شمېرل کېږي او ښیون د توفيق او لارى د اواري په مفهوم د انبياوو ،رهبرانو او اسلامي حکومتونو له مهمو برنامو ځنې شمېرل کېږي او نور دوه ډوله ښیون (تکويني – د       اجرونوپه لوري ښیون) يوازې په څښتن ‏تعالى پورې اړه لرى ؛نوځکه د قرآن مجيد په هرځاى کې،چې له پېغمبراکرم صلى الله عليه وآله وسلم څخه ښیون نفى شوى مطلب یې تشريعي او توفيقي ښیون نه؛بلکې ((تکويني او د اجرونوپه لوري ښیون )) دى .

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ(نور/۴۱) = ايا نۀ وينې څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، د خداى تسبيح وايي او(همداراز) الوتونكي چې په اسمان كې يې وزرونه غوړولي وي (دهغه) تسبيح وايي؟! هغوى هر يو (خداى ته) پر خپل لمانځه او ثنا ستاينې پوهېږي؛ او څه چې، كوي خداى پرې پوهېږي.

ولې قرآني ښیون يوازې د متقيانو لپاره دى ؟

قرآن کريم د عالمينو لپاره نازل شوى ؛خو قرآني ښیون د بقره په دويم آيت کې يوازې د متقيانو لپاره خاص شوى دى ؟

ترهغه چې انسان حق (څه چې له عقل او فطرت سره متناسب اوهمغږه وي) ته د تسلمېدو پړاو ته نه وي رسېدلاى (چې دا په حقيقت کې د تقوى يو پړاو دی ) نوممکن نه ده ،چې د آسماني کتابونو او د انبياوو له (( بلنې)) څخه گټه واخلي .

يا په بله وينا : بې ايمانه کسان په دوه ډوله دي .

الف – يوه ډله هغه کسان دي،چې د حق په لټې پسې دي او د تقوى دومره اندازه یې په زړه کې وي،چې د حق په لټې پسې دي او د تقوى دومره اندازه یې په زړه کې وي ،چې هر چېرې ((حق)) وويني؛نو مني یې .

نو دا طبيعي ده،چې هر آسماني کتاب د لومړنۍ ډلې لپاره گټور او دويمنى له هغه گټه نشي اخيستلاى. يا په بله وينا : د (( فاعل پرفعاليت )) سربېره د (( قابل قابليت )) شرط دى او دا معادله په تکويني او تشريعي ښیون دواړو کې صدق کوي . مثلا پر ښوره ځمکه ،چې څومره باران هم وورېږي ؛خوبيا هم گل پکې نه راټوکېږي؛ځکه ښوره ځمکه د باران له څا څکو څخه د گټنې وړ نه ده .

نو((انسانى وجود)) هم ترهغې ،چې له کينې او تعصب څخه پاک شوى نه وي د ښیون اولارښوونې تخم پکې نه زرغونېږي؛نوځکه څښتن تعالى وایې :

ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ( بقره/۲) = دا هغه (ستر) كتاب دى،چې شك پكې نشته (او) متقیانو ته لارښود دی .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!