بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په “قرآن” کې او د پېغمبر اکرم (ص) په احاديثو کې ګناه په بېلابېلو ویېو – کلمو ياده شوې او هر يو د ګناه له ناوړه اغېزو او نښو پردې اوچتوي او په بېلابېلو ډولونو يې څرګندوي . په قرآن کې دګناه په هکله راغلې کلمې دادي : ١ ) […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
په “قرآن” کې او د پېغمبر اکرم (ص) په احاديثو کې ګناه په بېلابېلو ویېو – کلمو ياده شوې او هر يو د ګناه له ناوړه اغېزو او نښو پردې اوچتوي او په بېلابېلو ډولونو يې څرګندوي .
په قرآن کې دګناه په هکله راغلې کلمې دادي :
١ ) ذنب .( ٢) معصيت .( ٣) اثم .( ٤) سيئه .( ٥) جرم .( ٦) حرام .(٧) خطئيه .(٨) فسق .( ٩)فساد .(١٠) فجور.(١١) منکر.( ١٢) فاحشه .( ١٣) خبث .( ١٤)شر.( ١٥) لمم .( ١٦) وزر و ثقل .( ١٧) خنث .
١– ذنب: ورپسې او دنبال ته وايي ؛ځکه چې هر غلط او ناسم کړه يو ډول دنيوي او اخروي مجازات او سزاګانې لري، دا ویی په قرآن کې ٣٥ ځل راغلې ده .
٢-معصيت : د خداى له حکمونو د سرغړونې مانا ورکوي او څرګندوي،چې انسان د خداى د بندګۍ له پولې وتلى دى.دا ویی په قرآن کې ٣٣ ځل راغلې ده .
٣– اثم : ناغېړۍ او له اجرونو د بې برخې او وروسته پاتې کېدنې مانا ورکوي؛ځکه په حقيقت کې ګناه کوونکى پاتې (او ناکام) شوى دى او ځان ته دې هوښيارنه وايي؛ دا ویی په قرآن کې ٤٨ ځل راغلې ده .
٤- سيئه : ناوړه کار ته وايي، چې د غم او پرېشانۍ لامل شي . دا ویی د حسنه ضد ده او حسنه د نېکمرغۍ په مانا ده . دا ویی په قرآن کې ١٦٥ ځل راغلې ده .
٥- د ((سوء )) ویی هم له همدې ویې ځنې اخېستل شوې ده او په قرآن کې ٤٤ ځل راغلې ده .
٦- جرم : له ونې د مېوې د بېلېدو او يا هم د پرېوتي په مانا دی. جريمه او جرم له همدې ځنې اخېستل شوى دى. جرم هغه چار دى، چې انسان له حقيقت ،نېکمرغۍ بشپړتيا او موخې بېلوي . دا ویی په قرآن کې (٦١) ځل راغلې ده .
٧- حرام :د منع په مانا دى؛لکه څرنګه چې انسان په حج او عمره کې د احرام جامې اغوندي او له يو لړ کارونو منع کېږي او د حرام مياشت هم هغه ته وايي،چې پکې شخړې او نښتې منع دي.مسجدالحرام؛يعنې هغه جومات چې ځانګړى حرمت او درناوى لري او د مشرکينو ورننوتل ورته منع دي؛دا ویی په قرآن کې ٧٥ځل راغلې ده .
٨- خطيه :دا غالباً ناقصدي ګناه ته وايي .د غټې ګناه لپاره هم کارول شوې ده د بقرې سورت ٨١ آيت او د الحاقه سورت ٣٧ آيت په دې مطلب لېینه – ګواهي ورکوي؛ دا ویی هغه حالت ته ويل کېږي،چې په انسان کې تر ګناه وروسته راپيدا کېږي او له ژغورنې يې بېلوي او د انسان پر زړه د الهي رڼا لارې بندوي.(تفسیر الميزان، ۱/ ۲۱۸) دا ویی په قرآن کې ٢٢ځل راغلې ده .
٨- فسق: په اصل کې له پوټکي د کجورې د زڼي وتلو ته وايي او ښيي،چې ګناهکار انسان د خداى د بندګۍ له کړۍ وځي او د ګناه له لارې الهي پولې ماتوي او په پايله کې بې پولې او بې ساتنې پاتې کېږي. دا ویی په قرآن کې ٥٣ځل راغلې ده.
٩- فساد: د اعتدال او منځلارۍ له پولې وتلو ته ويل کېږي،چې پايله يې ويجاړېدل او د استعدادونو له منځه تلل دي. دا ویی ٥٠ ځل په قرآن کې راغلې ده.
١٠- فجور: د دين د بیاژواکۍ – حيا او پردې د څيري کولو په مانا دى،چې د رسوائي لامل هم وګرځي او دا ویی په قرآن کې ٤ځل راغلې ده .
١١- منکر: دا ویی له انکاره اخېستل شوې او د نا آشنا مانا ورکوي؛ځکه چې ګناه د انسان له خټې،روغ فطرت او عقل سره اړخ نه لګوي؛روغ عقل او فطرت ګناه ناآشنا او ناوړه بولي،دا ویی په قرآن کې ١٤ځل او ډېر ځل له بدیو د منع تر عنوان لاندې راغلې ده .
١٢- فاحشه: هغه خبرې او کار ته ويل کېږي،چې په ناولتيا او ناوړتوب کې يې اړنګ – شک پاتې نشي او په ځينو ځايونو کې ډېر زيات ناوړه او کرکجن کار ته ويل کېږي.دا ویی په قرآن کې ٢٤ ځل راغلې ده .
١٣- خبث: هر کړغېړن او ناوړه کار ته خبيث وايي . او دا ویی د(( طيب)) ضد ده، چې د پاک په مانا ده .د خبث ویی ١٤ځل په قرآن کې راغلې ده .
١٤- شر: هرناوړه څيز ته وايي،چې خلک ترې کرکه کوي او د خير د ویې پرضد ده او هغه کار ته ويل کېږي، چې د ټولو خلکو ښه نه ایسي. د شر ویی د بلاګانو او کړاوونو لپاره کارول کېږي؛خو کله نا کله د ګناه په باب هم کارول کېږي د زلزال د سورت په اتم آيت کې د ګناه په مانا کارول شوې ده .
١٥- لمم : (د قلم په وزن ) ګناه ته د نږدې کېدنې او د لږو څېزونو په مانا دى او د صغيره ګناهانو لپاره کارول کېږي .او دا ویی په قرآن کې يو ځل راغلې ده .
١٦- وزر : دروندوالي ته ويل کېږي او د نورو کسانو د ګناهونو د وړلو په باب کارول کېږي . ((وزير)) هغه ته ويل کېږي، چې د حکومت درنې چارې پر مخ بيايي. دا ویی په قرآن کې ٢٦ ځل کارول شوې ده .په قرآن کې د((ثقل )) ویی هم کارول شوې چې دروندوالي ته ويل کېږي او د ګناه په باب کارول شوې ده. د عنکبوت سورت ١٣آيت پردې مطلب ګواهي ورکوي، چې وايي:((وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَّعَ أَثْقَالِهِمْ وَلَيُسْأَلُنَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَمَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ = او هغوى به هرومرو د خپلو(ګناهونو) دروند پيټى پر اوږو کوي او(همداراز) پر خپل پېټي سربېره(د نورو د ګناهونو) درانه پېټي هم او په باوري توګه د قيامت پر ورځ به د هغو تورونو پوښتنه ترې كېږي، چې دوى (په خداى پورې) تړل.))
١٧- حنث : (د جنس پر وزن ) باطلو ته د ورکږېدو،لیوالتیا او د بيا پوښتنې مانا ورکوي او تر تړون وروسته د تړون ماتونې او ترې سرغړونې لپاره کارول شوې ده.دا ویی په قرآن کې دوه ځل راغلې ده .
دا اولس ویې د ګناه له ناوړه اغېزو او نښو پرده اوچتوي او هره ویی د ځانګړي خبر له مخې انسان له ګناه ژغوري .
[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com