تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په لوستو او اورېدو کې قناعت په اوسني وخت کې موږ نه یوازې باید په ژوند، پیداوار او لګښت کې قناعت وکړو،بلکې په لوستو، او اورېدو کې هم باید قناعت خپل کړو. دا قناعت د ایمان له ارکانو ځنې دی او بېشکه د ناقانع وګړي په ایمان کې نقصان دی. انسان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په لوستو او اورېدو کې قناعت

په اوسني وخت کې موږ نه یوازې باید په ژوند، پیداوار او لګښت کې قناعت وکړو،بلکې په لوستو، او اورېدو کې هم باید قناعت خپل کړو. دا قناعت د ایمان له ارکانو ځنې دی او بېشکه د ناقانع وګړي په ایمان کې نقصان دی. انسان ان په زده کړه کې هم باید د قناعت دود زده کړي او پوه شي چې څوک قانع زده کړیال او څوک قانع ښوونکی دی. په دې چار کې قناعت هم د ارامۍ لامل دی. ناقانع او تمه کوونکی ړومبی زیان چې ویني له ارامۍ بې برخې کېدل دي. ډېر غواړی، د نا ارامه روح درلودونکی وي، چې البته خپل ځانګړي رذایل ورسره مل وي. انسان دې د پوهېدو په ‌‌ډګر کې هم قناعت خپل کړي او ځان ته دې په برید قایل شي. علي (ک) په نهج البلاغه کې وایي:

منهومان لا يشبعان: طالب علم و طالب دنيا (کلمات قصار، ۴۵۷ ګڼه)

«دوه ډلې بیخي نه مړېږي، یو د علم زده کړیال او بل دنیا غواړي.»

د علم زده کړیال او دنیا غواړی، دواړه وږي دي. د دنیا غوښتنې په اړه زیاتې غندنې او رټنې راغلي دي؛ خو د علم دوستی رذیلت پټ دی؛ ځکه په نړۍ کې یوه شریفه متاع ده او انسان انګېري چې څومره ډېر پوه شي، وجود یې بشپړېږي او خدای ته یې قرب ورزیاتېږي، حال دا چې بیخي دغسې یو مطلق آر نشته. هر علم تقرب نه راولي او انسان ته ډاډمني نه ورکوي او اُخروي او مانیزه متاع او ګټه نه ګڼل کېږي. بلکې شونې ده ډ‌ېری علمونه دنیوي متاع وي او د شخړې لامل شي او انسان شیطان ته ورنژدې کړي. له رسول اکرم (ص) څخه روایت شوي:

من ازداد علما و لم يزدد هدى، لم يزدد من الله الا بعدا (بحار الانوار: دویم ټوک)

«د چا چې پوهه ډېره شي؛ خو هدایت او ښیون یې ورزیات نشي؛ نو یوازې له خدایه لرې شوی دی.»

یعنې هر علم د هدایت لامل نه دی او انسان نه پوره کوي. په نړۍ کې ډېرې پوهېدنې دي او انسان باید پکې غورچاڼ وکړي. د علي (ک) په تعبیر:

العلم اكثر من ان يحاط به، فخذ من كل علم احسنه (غرر الحكم)

«علوم تر دې ډېر دي چې احاطه ورباندې ومومو؛ نو له هرې پوهې یې ښه غوره کړه»

نن باید دې ته ټینګه پاملرنه وشي، دا چې اوس ډېرې خبرې کړای شو، باید د دې چار قناعت کول هم رعایت کړو او د دې قدرت پر وړاندې مقاومت خپل کړو. نننی انسان دې زده کړي چې د ډېرو اورېدو، ډېرو لیدو او ډېرو پوهېدو پر وړاندې مقاومت وکړي او قناعت خپل کړي.

د عملي علومو په زده کړه کې د قناعت په اړه د شریعت حکم

متأسفانه زموږ په پېر کې تبلیغات خلک بې خرته لګښت ته بلي. دا بلنه ډېرو لوستو او پوهېدو ته هم ورسېدلې ده. حال دا چې په شریعت کې د دې چار ‌ډاګیزه نهې شوې ده. دا مطلب په عملي علومو کې ډېر څرګند دی. په روایت کې دي، څوک علي (ک) ته ورغی او یو حکمت یې ترې وپوښت او څه یې وروښوول. سړی ولاړ او څو ورځې روسته راغی، ویې ویل، بل څه راوښیه. علي (ک) ورته وویل، پر لومړي ټکي دې عمل کړی چې دا دی دویم هم پوښتې؟

دا چې ویل شوي عالم باید عمل والا وي په همدې مانا دی چې لا یو ټکي یې عملي کړی نه وي، نباید پر دویم ټکي بوخت شي.

از صد يكى به جاى نياورده شرط علم        و زحب جاه در طلب علم ديگرى‏

از من بگوى عالم تفسير گوى را        گر در عمل نكوشى نادان مفسرى‏

 (سعدی)

پېغمبر اکرم (ص) ویلي:

و اعلم ان قليل العلم يحتاج الى كثير العمل (مصباح الشريعه)

«پوه شه چې لږه پوهه پرېمانه عمل ته اړتیا لري»

یعنې علم باید عمل ته وغواړو نه ځان عالم ښوونې ته او نباید د هغو څېزونو په لټه کې شو چې د ویاړنې او ځان ښوونې لامل شي او دا کار نه یوازې کوم درد نه درملوي چې انسان هلاکت ته هم ورنژدې کوي، د دې علومو تر پوهېدو نه پوهېدل یې غوره دي. د علي (ک) په تعبیر:

رب جهل انفع من علم: (غرر الحكم)

«ډېر داسې نه پوهېدل دي چې تر پوهېدو غوره دي»

 نو ځکه نباید تبلیغ وکړو چې راځئ او ډېر پوه شئ؛ بلکې دلته باید ووایو راشئ او ډېر عمل وکړئ او تر عمل کولو روسته په ډېرو پوهېدو پسې ورشئ، بلکې په روایاتو کې راغلی:

من عمل بما علم ورثه الله علم مالم يعلم

«څوک چې پر خپلې پوهې عمل کوي، خدای به هغه څېزونه ورزده کړي چې نه پوهېږي» (المحجة البیضأ، کتاب العلم)

یعنې د زده کړې یوه طریقه پر پوهېدنو عمل کول دي. انسان چې پر یوه ټکي پوه شو او عمل یې ورباندې وکړ، د بریا یو ور به ورپرانستل شي. په روایاتو کې لرو چې :

من اخلص لله اربعين صباحا جرت ينابيع الحكمه من قلبه على لسانه: (مصباح الانس)

«څوک چې د خدای لپاره څلویښت ورځې په عمل کې پوره اخلاص وکړي او ټول څیزونه یوازې د الله په پار وکړي نه د نورو لپاره، له زړه به یې پر خوله د حکمت چیني ور وبهېږي»

په رښتوني د مولوي بلخي، غزالي، ان ابو علي سینا بلخي په څېر مشرانو پر خولو او قلمونو چې کوم حکمتونه بهېدلي او په خپلو لنډو عمرونو کې یې راتلونکیو نسلونو ته ګټور خواړه چمتو کړي، علت یې همدا اخلاصونه ول. دوی دا دومره معارف او پوهه په کتاب، ښوونځي او مدرسه کې نه دي زده کړي؛ بلکې همدا اخلاصونه یې ښوونکي ول. اخلاصونه لاملېږي چې انسان په ځان کې نالوستي هم ومومي؛ یعنې بې کتابه او بې استاده، خپل روح صیقل کړي او الهامي علوم تر لاسه کړي؛ نو ځکه په شریعت کې بې عمله د عملي علومو او معلوماتو په راغونډولو کې نهې او ښکاره غندنه راغلې ده. دا مانا باید د زده کړې او ښوونې (تعلیم او تعلم) په باب رعایت کړو. زده کړیال هم که لږ عمل کوي، نباید ډېر وپوښتي، او ښوونکی هم باید د خپلو زده کړیالانو د حالاتو څارن وي او ومومي چې دوی د عمل کومې یوې مرتبې ته وررسېدلي دي.

په نظري علومو کې هم قناعت فرض دی

دا حکم په نظري علومو- یعنې هغه علوم چې نیغ په نیغ په عمل پورې څه تړاو نلري او یوازې د نړۍ لید له جنسه وي- کې هم صادق دی. عقلمن له پرېکنده باطلونو ځان بچوي او په معقولو حقونو زړه ورتړي. علي (ک) په دې لیک کې همدا مانا وایي: په هغه ځای کې بیخي لاسوهنه مه کوه چې وظیفه او کار دې نه دی. په دې عبارت کې «لم تکلف» هم په ویلو، هم په پوهېدلو او هم په عمل کولو پورې تړاو لري، یعنې غوره ده، انسان په هغو چارو کې چې اړه ورپورې نلري، دخالت ونکړي؛ ځکه ښایي د فساد اړخ یې پر اصلاح ور زیات شي. «فضولي» [ د نورو په چارو کې لاسوهنه] د کلمې په دقیقه مانا همدا ده.

له هغو چارو ډډه کول چې پکې د بېلارېتوب ویره وي

همدغسې که انسان له یوه داسې چار سره مخ شو چې سم یې نه پېژانده او بلکې د بېلاریتوب ډار هم پکې و؛ نو د عقل په حکم نباید دې چار ته ور ودانګي او ځان خطر ته ورکړي. البته انسان په خپلو کارونو او د نظریاتو په څرګندولو کې ډېر لږ د مطلق یقین له مخې عمل کوي. دلته له بېلارې کېدو ډار د عقلاني ډار پر مانا دی؛ ځکه د یو چار په روا والي یا ناروا والي یا د یوې خبرې په سموالي یا ناسموالي کې ډېر لږ پرېکنده او غوڅ یقینونه موندل کېږي. په هغه ځای کې چې عقلاني ډار غلبه کوي یا انسان د ډېرو پوهېدو مجال نلري، غوره لار پر شاتګ او لاسوهنه نه کول دي؛ ځکه بېلارېتوب ته نه ورننوتل په هلاکت کې تر ورلوېدو غوره دي. ژوند په مازې ازمېینو کې تېرولای نشو.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!