بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَأَلَّوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُم مَّاء غَدَقًا (الجن/۱۶) ژباړه : او دا چې كه دوى [= پېريان او انسانان] د (ايمان) پر لار ټينګ ودرېږي؛نو هرومرو به یې په پرېمانه اوبو خړوب كړو. لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَمَن يُعْرِضْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا (الجن/۱۷) ژباړه : چې په دې (پراخ نعمت) […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَأَلَّوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُم مَّاء غَدَقًا (الجن/۱۶)
ژباړه : او دا چې كه دوى [= پېريان او انسانان] د (ايمان) پر لار ټينګ ودرېږي؛نو هرومرو به یې په پرېمانه اوبو خړوب كړو.
لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَمَن يُعْرِضْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا (الجن/۱۷)
ژباړه : چې په دې (پراخ نعمت) يې ازمېيو او څوك چې د خپل پالونكي له يادونې مخ واړوي (؛نو) سخت او زياتېدونکي عذاب ته به يې راکاږي!
قرآن مجيد پردې مطلب ټينګار كوي، چې ايمان او تقوا نه يوازې د مانيزو بركتونو سرچينه، چې د توکیزو ارزاقو، د نعمت د پرېمانۍ، ابادۍ او توکیز بركت لامل هم دى. ددې آيتونو له مخې څه، چې د نعمتونو د پرېمانۍ لاملېږي، پر ايمان درېدل او څوار – استقامت دى او نه پخپله ايمان؛ ځكه لنډ مهاله ايمان دغسې بركتونه ښوواى نشي. مهم، پر ايمان او تقوى څوار او زغم دى، چې په دې لار كې د ډېرو پښې ښوييږي. په 17 آيت كې دې واقعيت ته اشاره شوې، چې د نعمت له پرېمانۍ مطلب، د وګړيو ازمېښت دى، چې ايا د پېسمنۍ – غرور او غفلت لاملېږي يې يا د وېښتيا، مننې او خداى ته د ډېرې پاملرنې. له دې ځايه څرګندېږي د الهي ازمېښت له مهمو وزلو يو هم، د نعمت پرېماني ده او اتفاقاً په نعمتونو ازمېښت په كړاوونو او سختيو تر ازمېښته خورا سخت او پېچلى دى؛ ځكه د نعمت د پرېمانۍ طبيعت؛ ناغیړي، غفلت، لټي او په خوندونو او شهواتو كې ډوبېدل دي. دا كټ مټ هغه څه دي، چې انسان له خداى لرې كوي او د شيطان هڅو ته مخه پرانځي. يوازې هغوى د نعمت د پرېمانۍ له نامطلوبو عوارضو خوندي پاتېداى شي، چې همېش یې خداى ياد وي. هېر يې نكړي او په همېش يادونې، د زړه خونه د شياطينو له ورننوتو وساتي (نمونه تفسیر، 25: 122 مخ)
[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com