تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري لیکوال : محمد جواد مغنیه  ژباړن : محمد انور ولید    پاكي  (طهارت) مسلمانانو ته پاكي او طهارت ډېر ارزښت لري او په پاكوالي پورې اړوندو مسالو په باب يې ګڼ شمير كتابونه ليكلى او خپل كوچنيان پاكوالي ته د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه 

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

لیکوال : محمد جواد مغنیه 

ژباړن : محمد انور ولید 

 

پاكي  (طهارت)

مسلمانانو ته پاكي او طهارت ډېر ارزښت لري او په پاكوالي پورې اړوندو مسالو په باب يې ګڼ شمير كتابونه ليكلى او خپل كوچنيان پاكوالي ته د پاملرنې لپاره هڅوي او په معبدونو او مدرسو كى يې د اصولو زده كړه وركوي. فقهاء د عبادتونو د سمون او ښه والي لومړنى شرط پاكوالى ګڼى. زياته به نه وي، كه ووايو،چې يو دين هم د اسلام هومره پاكوالي ته ارزښت نه وركوي.

طهارت په لغت كى د پاك‌ او پاكوالى په معنا دى؛خو د فقهاوو په اصطلاح كى د چټلى يا برسېرني ناولتيا لرې كولو ته وايى، لكه: وينه، تشې او ډكې متيازې.  خو ناولتيا يوه معنوى چاره ده، چې انسان ته پيدا كيږى او چى كله هم ترې څرګنده شوه، په لمانځه كې د ګډون مخه نيسي او په هغه صورت كى اودس، غسل او تيمم واجبېږي او پاكوالی ترې خداى (ج) ته د نژدى كېدو له نيت او د هغه (ج) د امر له اطاعت پرته نه بشپړېږي. خو د ناولي لاس، جامې او لوښي پاكي بى له نيته هم سمه ده. حتى كه باد يوه ناولې جامه په ډېرو اوبو كى وغورځوي، اوبو ته په همدې ورلوېدو هم پاكېږي. (1)

له ناولتيا او چټلۍ نه پاكوالى په اوبو كېږى،ځكه خداى (ج) د انفال سورې په 11 ايت كى فرمايلي دي:

إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّن السَّمَاء مَاء لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الأَقْدَامَ

ژباړه: (درياد كړئ) چې خداى پرتاسې د ډاډېينې لپاره پركالي راوړه او له اسمانه يې پرتاسې او به راوورولې،چې تاسې پرې پاك كړي او د شيطان چټلي درنۀ  لرې كړي او زړونه مو پياوړي كړي او په  هغه مو پښې ټينګې كړي.)) (2)

او د فرقان سورې په 48 اّيت كى فرمايي:

وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا

ژباړه: او (الله) هغه دى چې له خپل رحمته [=باران] مخكې مخكې زېري وركوونكي بادونه لېږي او موږ له اسمانه پاكې اوبه راښكته كړې دي.)) (3) 

او طهور “پاكوالى” پاك او پاكوونكى دى. دا چې ځينې اوبه لږې او يا زياتى وي او ځينى د نورو څيزونو (لكه مېوه) ځوښه وي، يا له بل څه (لكه خټې) سره ګډې وي او ځينې يې طبيعي وي؛ نو فقهاوو پر دوو برخو وېشلې دي: مطلقى او مضافې.

 

مطلقې اوبه :

مطلقې هغه اوبه دي، چى پر خپل طبيعت پاتې وي، لكه له اسمانه چى راكښته شي، يا لكه له ځمكى چى راوخوټېږي، چې له بل صفت پرته ورته اوبه ووايى او يا هغه چې د پيدايښت خلقت له سټې راوباسي، لكه د باران، سيندونو، ويالو او څاګانو اوبه، او څه چى له ځمكى راوخوټېږي او هغه چى له واورې او كنګل ويلي شي.

اوبه تر هغې مطلقې وي، چې ساتل يې ګران وى، لكه : هغه اوبه چې په خاورو او خټو او پر يوه ځاى په ډنډيدو او پكى د ونو د پاڼو او وښو پرېوتو او يا يې په مالګينځيو (نمكسار) او ګګوكړو يا نورو كاني موادو كى د تېرېدو له امله رنګ اړولى وي.

د ټولو مذهبونو په خوله: مطلقى اوبه پاكې او د ناولتيا او چټلۍ پاكوونكې دي. له عبدالله بن عمر نه  روايت شويدي، چى وايى : ” زه د سيند تر اوبو تيمم غوره ګڼم” چى دا د پيغمبر اكرم (ص) له دې وينا سره ټكر دى، چى فرمايى: “څوك چې د سيند اوبه پاك  نكړي، خداى يې نه پاكوي.”

كاريدلې “مستعملې” اوبه: كه په مطلقو اوبو له بدن،جامې يا لوښي ناولتيا لرې شى او هغه اوبه له وينځلي ځايه يا پخپله او يا په زور تويې شى، فقها ورته غساله يا كارېدلې اوبه وايى او ناولې وي، ځكه لږې اوبه چې له ناولتيا سره ګډې شى، رنګ واړوي، كه وا نه ړوي، ناولي شي، چې هغه بيا ناولتيا او پليتي نۀ لرې كوي.

د مذهبونو يو شمير نورو فقهاوو ويلي دي: كه د دې اوبو طبيعي حالت د وينځلي ځاى له پليتۍ اوښتي او بدل شوى وي، ناولې دي. كه نۀ حكم يې د هغه ځاى حكم دى، چې اوبه ترې رابيلى شويوي. كه هغه ځاى پاك وي ‏اوبه پاكې دى او كه ناپاكه يا ناولى وي، اوبه ناولې دي. كه د اوبو ځاى مو د اوبو له راوتو وړاندې ليدلى وي، دا حكم پر ځاى ندى او كه نۀ هغه ناپاكه ځاى،چې اوبه پرې تېرې شويوي، پاك دى؛خو هغه ترې رابېلى شوې يا راتويې شوې اوبه ناولې دي، ځكه پر پليتۍ تېرې شويدي.

د ابوحنيفه په عقيده د ناولتيا لرې كولو ته كارېدونكى اوبه پاكې دي؛خو پاكوونكي ندي. د شافعى او احمد بن حنبل خبره هم همدا ده د مالكيانو په وينا له هغه (امام مالك /ژ) په رانقل شويو يو له دوو روايتو كى پاكې او پاكوونكې دي. (4) اماميه وو ويلى دي” د مستحبو غسلونو لكه د توبې او جمعې او اوداسه كى كارېدونكې پاكې او پاكوونكې دي. يعنې غسل او اودس كول پرې كولای او پليتي پرې لرې كولاى شو؛خو كومې اوبه چى په واجبو غسلونو لكه: د جنابت او حيض په غسل كې كارېدلې وي، اماميه علما پرې يوه خوله دي،چى ناولتيا لرې كوي؛خو پدې كى بيا سره اختلاف لري چې ګنې پليتي لرى كولاى او اودس او دويم ځلي غسل پرې كېداى شي. يعنې ځينو جايزې ګڼلي او ځينې يې بيا روا نۀ ګڼي.

مساْله: كه يو اودس اوښتى (جنب) له نجاسته د ځان تر پاكولو او له پليتۍ د پاكولو تر نيت وروسته په لږو اوبو كې ننووت؛نو د حنبليانو په وينا:

دا اوبه جوټه يا مستعملې شوېدي او جنابت نۀ لرې كوي او واجب ده، چى دويم ځل غسل وكړي؛خو شافعيان، اماميان او حنفيان اوبه مستعملې بولي؛خو وايي چې جنابت لرې كوي او دويم غسل واجب ندى. (5)

د منځنيو پيړيو خلك دې او د فقهې په مطولاتو كى راغليو داسې نورو مسالو ته اړوو، ځكه هغه مهال اوبه تر غوړيو ګرانې وې؛خو نن سبا يې اوبه د ځمكى له تله د غرونو پر دنګو څوكو پرتو كورونو ته رسولې دي، د دغه راز مسالو له شا ويلو ډډه شوی او دا راز مسالې يې د مورخينو د تاريخي اّثارو په څير ګڼلي دي.

 

مضافې اوبه : 

مضافې هغه اوبه دي، چې له جسمونو را ايستل شوې يا ځبيښل شوې وي، لكه ليمو يا انګور يا هغه اوبه چې له اّره (اصله) مطلقې وي؛خو يو څه پرې ورزيات كړي چې له خپل لومړني طبيعته راووځي،لكه ګلاب يا ګاز لرونكي اوبه، مضافې اوبه له حنفي مذهب پرته په نورو كې پاكې دي؛خو پاكوونكې ندي؛خو امام ابوحنيفه اجازه وركړې، چى هره مايع چې پليتي له منځه وړي،بې له غوړيو هغه چې په پخلي كې رنګ واړوي پاكه ده په اماميه وو كې سيد مرتضى له دوی سره يوه خوله دى.

مذهبونه هم مني چى په مضافو اوبو اودس او غسل روا ندى؛خو يواځې حنفي مذهب دى چې په بدايه المجتهد او نهايه المقتصد، د ابن رشد تاليف 32مخ د 1354 كال چاپ او د مجمع الانهر 37 مخ د استانبول چاپ كې راغلي دي:

“ابوحنيفه په سفر كې په شرابو او د خرما په اوبو اودس روا ګڼلى دى.” چى دا خبره د ابن قدامه د تاليف المعنى په 1ټ ، 12 مخ كې هم راغلې ده.

د ابوحنيفه مذهب په مضافو اوبو اودس جايز ګڼلى او د اماميه وو شېخ صدوق ويلي دي: د جنابت اودس او غسل د ګلابو په اوبو كېږي.

حنيفه په مضافو اوبو د اوداسه په جواز كې پردې ايت استدلال كوي:فلم تجدوا ماء فتيمموا صعيدا طيبا  مائده/٦ او ويلي يې دي، د ايت معنى دا ده، چى: كله مو مطلقې يا مضافې اوبه ونۀ موندې، تيمم وكړئ؛خو كه مضافې اوبه مو وموندې، تيمم روا ندى،د نورو مذهبونو امامانو هم په مضافو اوبو د اوداسه په باب پر همدې ايت استدلال كړېدى. وايي : په ايت كې د اوبو ټكى مطلقو اوبو ته ويل كېږي، نۀ مضافو ته؛نو د اّيت معنى دا كېږي، چې : ” كه مطلقې اوبه مو ونۀ موندې، تيمم وكړئ” چې د مضافو شته والى او نشتوالى يو شان دى او حقه هم همدا ده، ځكه د مثال په ډول كه له چا اوبه وغواړې؛نو د مېوې اوبه يا ګاز لرونكې (سوډا اوبه) نۀ دركوي،پدې توګه  څرګنده ده، چې شرعي احكام د عادي وګړيو له پوهې سره سم نازل شويدي.

په ايت كى د اوبو (ما) د لفظ په تفسير كى د فقهې د امامانو اختلاف داسې دى لكه د يو شعر د يوه په معنى كې د اديبانو او كلمې  په لغوي تفسير كې د علماوو اختلاف چې اختلاف يې په پوهه او اجتهاد كې دى، نۀ په اصولو او مداركو كې.

 

كراو قلتان (6) : 

ټول مذهبونه دا مني، چى:  هر كله له ناولتيا سره د اوبو د ګډون له امله د اوبو رنګ، خوند يا بوى بدل شي، ناولې كېږي، لږې وي كه ډېرې له ځمكى داره ووهي كه ونۀ وهي، مطلقې وي، كه مضافې اوبه له ناولتيا سره له ګډون پرته د باد په لګېدو بدلې شي، لكه دا چې هوا له اوبو سره د نژدې مړي بوى اوبو ته ورسوي، اوبه بيا هم پاكې پاتې وي.

له امام مالك نه په يوه را اخيستي روايت كې دي چې كه ناولتيا له اوبو سره ګډه شي او د اوبو ځانګړنه او څرنګوالي وانۀ وړي، لږې وى كه ډيرې، پاكې دي؛خو د نورو مذهبونو لارويو ويلي دي: كه لږې وي؛خو ناولې دي او كه ډيرې وي، پاكې دي.

خو په هغو اوبو كې يې چې ډيرې ورته ويل كېږي، اختلاف كړى دى، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: كثير يا ډيره هغه اندازه ده، چى د دوو قلو هومره وي او د دې حديث (اذا بلغ الماء قلتين لم يحمل الخبيث) (كله چې اوبه تر دوو قلو ورسېږي؛ نو د پليتۍ) له مخې دوه قلې 500 عراقي رطله (1282 كيلو ګرامه) كېږي. د الازهر پوهنتون ځينو لويانو ويلي دي، چې دولس تنكه كېږي.

اماميان وايي: كثير د دې حديث (اذا بلغ الما قدر كر لم ينجسه) “اوبه چى تر دوو كرو ورسېږي، څه شى يې نۀ پليتوي” له مخى د يو كر هومره وي او كر 1200 عراقي رطله (27تنكه) كېږي. حنفيانو ويلي دي: كثير هغه دى، چى اوبه دومره شي،چې كه يوه خوا يې روانې شي؛نو بل اړخ ونۀ خوځېږي.(7) 

له شويو خبرو روښانېږى،چى مالكيانو دوه قلې (قلتان) يا كر غوره نۀ ګڼى او كومه ټاكلى اندازه نۀ ښيي او د اوبو زياتوالى او كموالى ورته تر هغې چې له څرنګتياوو (كيفيات) ځنې يې يو بدلون ونۀ مومې، يو برابر دي. په هغه صورت كى ناولې دي، ګڼې ندي. له اماميه وو ځنې،ابن عقيل له دوى سره يوه خوله دى. د دې حديث (الما طهر لا ينجسه شيئ الاما غلب ريحه و طعمه اولونه) يعنې پاكې او پاكوونكې اوبه هغه دي، چې څه څيز يې نۀ ناولې كوي،څو خوند او رنګ يي بدل نشي.

 

روانې او ولاړې اوبه :

مذهبونه د روانو اوبو په باب يوه خوله ندي،حنفى وايى: روان څيز لږ وي، كه ډېر له خپلې سرچينې او مادې سره پيوست وي، كه نۀ وي،له ناپاكو سره په لګيدو نۀ ناولې كېږى،بلكې كه په يوه لوښي كې ناولې او په بل كې پاكې اوبه وي او له پاسه راتويې شي او په هوا كې تر ګډون وروسته راكښته شي،ټولې پاكې دي.همداراز كه پر ځمكه روانې وي، ( 8) رواني يې د ډاډ وړ ده او هر څنګه چې وي، د ډيرو (كثير) حكم لري؛خو كه روانې نۀ وي،د لږو (قليل) په څېر دي، كه څه هم له ځمكې راوخوټكېږي، له همدې امله يې حكم كړى دى،چې كه د باران اوبه پر ناپاكه ځمكه را واوري او روانې نشي، ځمكه بيا هم ناپاكه ده.

د حنفيانو له نظره له ناولتيا سره لګيدونكې اوبه دوه ډوله دي: يو هغه ولاړې اوبه چې يواځې له يوې خوا روانې او له بلې خوا بندې وې،دويم هغه روانې په هر ډول چې وي، خو لږې چى په لګېدو نۀ ناولې كېږى د همغو ولاړو په څير دي، چې له يوى خوا روانې او بله خوا يې بنده وي.

خو شافعي بيا وايي، چى روانې، ولاړې او له ځمكې راخوټكېدونكې يا داسې نورې يو شان دي.او ارزښت يې په لږو ډېر (قلت و كثرت) پورې دى؛نو هغه  ډېرې (كثير) چې اندازه يې (قلتانو) ته ورسي، په يواځې لګيدو نۀ ناولې كيږي؛خو كه له قلتانو كمې وي، ناولې كېږي روانې وي، كه ولاړې، خوټكيږي كه ونۀ خوټكيږي، د دې حديث “اذا بلغ الما قلتين لم يحمل خبثا” د اطلاق له مخې.

او همداراز وايى: كه په روانو اوبو كې چې له قلتانو كمې وي، ناولتيا وليدل شي، روانې اوبه ناولې او ترې پاس او لاندې پاكې دي.

د شافعيانو له نظره د روانو او ولاړو ترمنځ توپير دا دى، چې ولاړې هر څنګه چې وي يو اوبه دي؛خو روانې كه له اصل سره پيوستې هم وي، پر څو برخو وېشل كېږي او هره برخه يې له بلې جلا حكم لري،چې كه زياتې وي له ناولتيا سره په لګيدو نۀ ناولې كېږي؛خو كه كمې وې، ناپاكې دي.د مثال په ډول كه يو ناولى لاس قلتانو ته په نارسېدلو اوبو كې غوټه شي، دهغو څښل او اودس پرې كول روا ندي. ځكه هغه اوبه ناپاكې دي او پكار ده، چې ناولى، لاس لومړې ومينځل شي. كتل كېږي،چى د روانو اوبو په باب د شافعيانو او حنفيانو ترمنځ ډېر توپير دى. د حنفيانو له نظره بهير (جريان) د پاكوالي نښه ده، كه څه هم اوبه كمې وي، لكه په مثالونو كې يې چې وويل شول. كه د اوبو دوه لوښې،چې يو پاك او بل ناپاك وى او بيا د اوبو د بهير په وسيله دواړه لوښي ګډ شي، پاك دي. خو شافعيان د اوبو بهير ته كه د لويې ويالې هم وي ارزښت نۀ وركوي او د روانو اوبو هره برخه تر بلې جلا او يو له بله د اوبو، د اجزاوو د پيوستون پر ضد ګڼي.

حنبليان وايي:

كه ولاړې اوبه له قلتانو كمې وي،له ناپاك سره له لګېدو سره جوخت ناولې كېږې. له ځمكې راوخوټكېږي، كه نه؛خو روانې،هغه بيا د حالت له بدلون پرته نۀ ناولې كېږي، يعنى حكم يي د ډيرو (كثير) اوبو دى، كه و هم نۀ خوټېږي او همدا وينا د ابوحنيفه رای ته ورلنډه ده.

خو مالكيان بيا وايي: مخكې مو وويل،چې لږې (قليل) اوبه له ناپاك سره په لګېدو نۀ ناولې كېږي او د ولاړو او روانو ترمنځ يې څه كرښه نده راكښلې. لنډه دا چې لكه د دوى له وينا چې څرګندېږي كم و زيات او بهير او ډب او د اصل لرل او نلرل ارزښتناك نۀ ګڼي او د اوبو په ناپاكۍ د حالت بدلون ته ارزښت وركوي كه په ناولتيا بدلې شوې ناپاكې دي او كه نۀ نو پاكې وخوټكېږي، كه نۀ زياتې وي كه كمې.

اماميان وايى: بهير (جريان) په هېڅ حال كې څه نښه نلري او ارزښت خوټكېدونكې سرچينه او يا زياتوالى (كثرت) لري؛نو كه اوبه له خوټكېدونكى سرچينې سره تړلې وي، كه وڅڅېدې (9) ، د ډيرو (كثير) حكم لري يعنى په لګېدو يا كډېدو نۀ ناولې كېږي. كه ولاړې يا ډب اوبه  لږې هم وي،ځكه په خوټكېدونكيو اوبو كې د ناپاكۍ مخنيوونكې قوه نغښتې وي او تېزه سرچينه لري او كه له سرچينى سره ونۀ لګېدې او “كر” وې، كه كومه ځانګړنه يې بدلون ونۀ مومي،په څه شي نۀ ناولې كېږي؛خو كه (كر) ته ونۀ رسېدې،په لګېدو يا ګډيدو ولاړې وي،كه روانى،ناولې كېږى. خو كه له پاسه راتويېږي؛ نو پاس برخه د لاندينۍ هغې په پيوستون نۀ ناولې كېږي.

لنډه  دا چې د اماميه وو له نظره ډب او بهير (ركود او جريان) دواړه يو شان دي او ليدل كېږي،چې هغوى خوټكېدونكې سرچينې ته د ارزښت له امله له نورو مذهبونو ځنې سره جلا دى، ځكه هغوى له سرچينې سره لګيدلې اوبه د ډېرو (كثير) په حكم كې راوستې دي، كه څه هم په سترګو كمې ښكاري له علامه حلي پرته چى د خوټكېدونكيو اوبو ته څه ارزښت نۀ وركوي ا و په هسې لګيدو يي كه كر ته رسېدلې هم نۀ وي پرې د ناوليو حكم كړى دى،د باران اوبه له اسمانه د راكېوتو پر وخت د اماميانو په نظر د چينې او ډېرو (كثير) په څېر دى، چې له ناولتيا سره په لګېدو نۀ ناولې كېږي او ځمكه لوښي او ټول څيزونه (اجسام) د ناولتيا تر لرې كېدو وروسته د باران له راكېوتو سره سم، پرې پاكېږي.

 

د ناپاكو اوبو پاكېدنه :

1_ كه لږې (قليلى) اوبه له ناپاكو سره د ګډون له امله ناولې شي؛خو كومه ځانګړنه (صفت) يې بدلون ونۀ مومي، د شافعيانو په نزد: كه ناولې اوبه قلتانو ته ورسېدې، پاكې او پاكوونكې دي، بشپړتيا او كاملوالى يې په پاكو اوبو وي، كه په ناپاكو، كه دواړه ځايه اوبه تر يو ځاى كېدو وروسته سره جلا كړي، پاكوالى يې پر ځاى دى . كه په دوو لوښو كې دومره ناولې اوبه يو ځاى شي،چې د قلتانو اندازې ته ورسيدې؛نو هغه پاكې او پاكوونكي دي.(10)

حنبليانو او زياترو اماميه فقهاوو ويلي دي: كه لږې (قليل) اوبه دومره زياتې كړئ، چې كر يا قلتانو ته ورسي، نۀ پاكېږي، ځكه د لږو (قليل) اوبو متممې ناولې يا پاكې وي، ځكه له ناوليو سره ناولې ګډول ټولې نۀ پاكوي او همداراز لږې (قليل)  پاكې اوبه له ناوليو سره په ګډون ناپاكې دي. نو كه وغواړي،چې پاكې يې كړي د اماميانو له نظره بايد له كر او يا خوټكېدونكيو اوبو سره ولګي او د حنبليانو په نزد  قلتانو ته ورسي.

2_ د شافعيانو او حنبليانو په نزد كه ډېرې(كثير) اوبه په ناولتيا سره بدلې شوی. د حالت د بدلون په له منځه تلو سره پاكېږى او بل څه ته اړتيا نۀ ليدل كېږي.

اماميان وايى: كه زياتو اوبو ته كومه خوټكېدونكې سرچينه نۀ وي، د حالت د بدلون په لرې كېدو نۀ پاكېږي، بلكى د حالت د بدلون تر لرې كېدو وروسته بايد پاكې (كر) اوبه پرې تويې شي، يا له سرچينې سره پيوستې شي او يا تر اوريا (باران) لاندې ونيول شي. كه د سرچينې اوبه وې، د حالت د بدلون له لرې كېدو سره سم پاكېږي كه لږې (قليل) هم وي.

حنفيان وايى: ناولې اوبه په بهېدو پاكېږي، كه په يوه لګن يا ښانك كې ناولې اوبه وي او اوبه پرې واچول شي،چې له مورګو يې اوبه روانې شي، پاكېږي همداراز كه ناولې اوبه په ډنډ، ډنډونكي يا جوغړى كې وي او څنګ ته يې بل جوغړى وكيندل شي او په يوه نري لښتي كى هغه ناولې اوبه ټولې وروبهول شي؛نو پاكېږي كه په نوي ډنډوكي كې دا اوبه بيا ناولې شوې، درېم ډنډونكى دې وكيندل شي او بيا همغه كار وشي، اوبه پاكېږي او همداسې پسې بيا بيا.

هغه ولاړې اوبه چې د مردارې يا متيازو له امله ترې كار نۀ اخيستل كېږي، كه داسې وبهول شي،چې د ناولتيا نښه پكې پاتې نشي، په هغه ترڅ كې پرې اودس كېداى شي؛ خو جوته شي، چې له سرچينې سره لګيدلې ندي.  (11)

 

========================================

يادداښتونه:

 (1) _ د ناولتيا د لرې كولو په شرط – ژ

(2) _ ينزل عليكم من السماء ماء ليطهركم به

(3) _ و انزلنا من السماء ماء طهورا

(4) _ المعنى د ابن قدامه تاليف، اټ، 19م

(5) _ المعنى-ابن قدامه ا ټ، 22مخ دريېم چاپ او د ابن عابدين 1ټ، 140مخ، ميمنيه چاپ

(6) _ كر د اوبو يوه پيمانه او مېچ دى، چى د شرعې په ژبه كې يې اوږده، ساره او ژوروالى دوى نيمې لوېشتې وي، هغه لوښى چې څه كم درى نيم ليتره اوبه واخلي، قلتان هغه مكعب چې 500 بغدادې رطله (2564ګرامه) وزن واخلې او هره څنډه يې څه له پاسه يوه څنګله (يا نيم ګز) وي.

(7) _ دلته يو شمير نور تولونه هم شته، خو له پامه غورځول شوى دى، لكه دا چې:

الف: كثير څلويښت قلې دى. ب: دا چې دوه د لوې دي. ج: څلويښت د لوى دى

(8) _ كتاب ابن عابدين 1ټ، 131م

(9) _ له چاودونو او ستوونو څاڅكى څاڅكى راوتل

(10) _ شرح المهذب. 1ټ 136م

(11) _ ابن عابدين ، 1ټ، 31م

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست