تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه      ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : حيض استحاضه (لويه وينه) حيض په ژبه (لغت) كې بهېدو ته وايي او د فقهاوو په اصطلاح هغه وينه ده چې له ښځو په ټاكليو ورځو كې راځي. دا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

ليکوال: محمد جواد مغنيه     

ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد

موضوع :

حيض

استحاضه (لويه وينه)

حيض په ژبه (لغت) كې بهېدو ته وايي او د فقهاوو په اصطلاح هغه وينه ده چې له ښځو په ټاكليو ورځو كې راځي. دا وينه د عبادت د پرېښودو او د طلاقې شوې (مطلقه) ښځې د عدت د مودې تېرېدو ته يوه نښه ده. (1) دا وينه زياتره توره، يا تېزه سره او توده وي، دا ځانګړنې په بېلابېلو مزاجونو كې توپير لري.

د حيص منګ (سن):

ټول مذهبونه پردې يوه خوله دي، چې د نجلۍ تر نه كلنۍ وړاندې وينه حيض نشي كېداى؛بلكى هغه د ناروغۍ او ټپ (جراحت) وينه ده او همدارنګه د ياسې ښځې وينه چى د ياسيتوب په منګ كې وي حنبليانو پنځوس كاله ښوولي.

حنفيانو پنځه پنځوس ښوولي.

مالكيانو اويا كاله ښوولي.

شافعيانو ويلي دي: تر ژونده حايض كېدل كېداى شي. كه څه هم تر دوه شپېته كلنۍ وروسته بندېږي.

اماميانو ويلي دي: نا قريشى او مشكوكى ښځې تهد يائستوب اندازه پنځوس كاله؛ خو په قريشى ښځه كې شپېته كاله دی.

د حيض موده:

حنفيانو او اماميانو ويلي دي: د حيض لږه موده درې او زياته يې لس ورځې ده او نوره وينه چى تر درو ورځو كمه او تر لسو ورځو زياته وي، حيض ندى.

حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: لږ تر لږه اندازه يې يوه شپه ورځ او زياته يې پنځلس ورځې ده.

مالكيانو ويلي دي: زياته اندازه،نا امينداوارۍ (نه حامله توب) ته پنځلس ورځې ده او لږې ته يې څه اندازه نشته.

ټول مذهبونه يوه خوله دي،چې د دوو حيضونو ترمنځ پاكېدو ته څه اندازه نشته؛خو د حنبليانو په نزد كمه اندازه ديارلس ورځې او د حنفيانو او مالكيانوو په نزد پنځلس ورځې ده.

اماميانو ويلي دي: د پاكۍ لږه موده دحيض تر مودې (لس ورځو) زياته ده.

د حيض احكام:

د قراّن پر توريو له لاس لګولو او په جومات كې له پاتى كېدو تمېدو پرته چې څه پر جنب حرام وو، هغه پر حايضې هم حرام دي او د حيض په ورځو كې يې لمونځ او روژه نۀ كېږي؛خو د خوړليو روژو قضايي بايد راوړي؛خو قضا شوي لمونځونه د احاديثو د حكم او د لمونځونو د پيټي د دروندوالي له امله قضايي نلري؛خو روژه چې پيټې يې سپك دى اعاده لري.

د حايضى ښځې طلاقول حرام دي؛خو كه طلاقه شي،طلاقېږي. د څلورګونو مذهبونو په نزد طلاقوونكي ګناه كړې، اماميان وايي، كه په ښځه كې ډوبپېدا (دخول) شوى وي او يا خاوند د ښځې اميندواري (دوځاني) نۀ غواړي،طلاق ماتېږي د حاضې او اميندوارې (دوځانې) او نا دخولې (چى دخول پكې نۀ وي شوى) ښځې چې خاوند يې پر ځاى (حاضر) نۀ وي، طلاقول صحيح دي، چى تفصيل به، كه خير وي د طلاق په باب كې راشي.

ټول مذهبونه يوه خوله دي،چى د حيض غسل ته اودس هم پكار دى او د حايضې ښځې اودس غسل او ناولتيا (حدث) نۀ لرې كوي.همدارنګه وايى،چې د حيض په ورځو كې يو ځاى كېدل (كوروالې) حرام دى. اماميانو او حنبليانو له نامه غوټۍ او د زنګانه له لاندې برخې كار اخيستنه بشپړ جايز ګڼلي دي.څه مخنيوونكى (حايل) په منځ كې وي، كه نۀ وي؛ خو مالكيان يې بيا له حايل سره يا بې حايله ګرد سره جايز نۀ ګڼي.

حنفيانو او شافعيانو ويلي دي: بى حايله حرام او له حايل سره جايز دي.

زياترو اماميه فقهاوو ويلي دي: كه پر خاوند شهوت زور شي او حايضې ښځى ته نژدې شو،پر خاوند ده چى كه د حيض سر و، يو دينار،كه منځ و، نيم او كه پاى و،نو څلورمه برخه دينار كفاره وركړي.

شافعيانو او مالكيانو ويلي دي:د صدقى وركړه،مستحبه ده، نۀ واجبه. خو نور ټول مذهبونه بيا پر ښځى كفاره نۀ ګڼي؛ خو كه ښځه خوښمنه او لېواله وه؛ نو ګناه يې بولي.

د حيض غسل:

د حيض غسل کټ مټ د جنابت هغې په څېر دى چى د اوبو پاكوالى او مطلقوالى، د بدن پاكوالى د حايل نشتوالى او نيت پكې لازم دى. د اماميانو په نزد دې پيل له سر، بيا ښي اړخ، بيا كيڼ او يا دې په اوبو كې د يو وار تېرېدو په غسل بسنه وشي. د څلورګونو مذهبونو په نزد لكه د جنابت په غسل كې چې تېر شول، پر ټول ځان هر څنګه چې وي اوبه تېرول پكار دي.

======================

يادداښتونه:

(1) دحيض وينه درحم د پاكيدو او نوي تخمي دپخيدونښه هم ده.( ژباړن)

استحاضه (لويه وينه)

استحاضه د فقهاوو په ژبه هغه وينه، چى له ښځې د حيض او نفاس له وخت پرته راځي او حيض نۀ ګڼل كېږي. او د حيض تر ورځو زياته يا يې تر كمو كمه وي،چې د حيض د وينې د صفاتو پر عكس وى او زياتره زېړه سړه اونرۍ وي او په اسانۍ بهېږي.

اماميانو لويه وينه پر درو برخو وېشلې ده: 1- لږه يا قليله،چى مالوج ككړ كړي؛خو ورننه نۀ وځي او ترې روانه نشي،ددې حكم هر سهار غسل يا د مالوچو بدلول او هر لمانځه ته اودس تازه كول دى. 2- ډېره يا كثيره، چى مالوج لانده كړي او ترې روانه شي، د دې حكم په هرو درو ورځو كې غسل دى: الف- د سهار له لمانځه مخكې ب- تر غسل وروسته دې د ماسپښين او مازيګر لمونځ وكړي ج- تر غسل وروسته دې ماښام او ماسخوتن ګډ كوي.

زياترو اماميه علماوو ويلي دي: په داسې حال كې دې اودس وكړي او مالوچ دې بدل كړي.

دا وېش نورو مذهبونو ندى منلى،ځكه د استحاضې غسل ګرد سره واجب نۀ بولي.

په فقه السنه 155 مخ (1957ع چاپ) كې دي، چى: ” هيڅ لمانځه ته په هېڅ وخت كې غسل د حيض تر بنديدو وروسته له يوه ځل پرته واجب ندى،يعنى غسل حيض ته دى؛ نۀ لويې وينې (استحاضه) ته. او وړومبنيو او وروستنيو (سلف او خلف) جمهور ټول پر همدې خبره په يوه خوله دي.”

څلورګوني مذهبونه هغه څه استحاضې ته نۀ منع كوي،چې حيض ته منع وو. لكه: پر قراّن او تورو يې لاس لګول،جومات ته ننوتل،اعتكاف،طواف اوغوول (وطى) او داسې نور چې مخكى د ناولتيا (حدث) په بحث كى وسپړل شول. (1) 

اماميانو ويلي دي: لږه (قليل) استحاضه وړه (اصغر) ناولتيا ده او څه چې د اوداسه مخنيوونكي دي، تر اوداسه پرته هم ورته مباح ندي او منځنۍ (وسطى) او كثيره استحاضه د لويې ناولتيا (اكبر حدث) حكم لري او څه چې غسل پكې شرط دى،منع شويدي؛نو دا دواړه تر هغې د حايضو په څېر دي، څو چې هغه څه تر سره نكړي، چې پرې واجب وو،او چې كله يې خپل واجب ترسره كړل؛نو بيا پاك دي او لمونځ، جومات ته ننوتل، طواف او غووه (وطى) ورته مباح دى.د اماميانو په نزد د لويې وينې (استحاضى) غسل كټ مټ د حيض د غسل په څېر دى.

د نفاس (څلويښتۍ) وينه:

اماميانو او مالكيانو ويلي دي: د نفاس وينه هغه ده،چې تر زيږون او يا ترې وروسته له زيلانځه (رحم) راځي.

حنبليانو ويلي دي: دا هغه وينه ده،چې د كوچني له زيږون سره سمه تر دوه درو ورځو او يا د زېږون د نښو نښانو له ښكاره كېدو سره راځي.

شافعيانو ويلي دي: هغه وينه چې تر زېږون وروسته راشي، نۀ ترې مخكى او نۀ ورسره جوخته.

حنفيانو ويلي دي:هغه وينه ده چې تر زېږون وروسته يا د كوچني (ماشوم) د زياتې برخې د راوتو پر وخت راځي. خو ترې مخكينۍ يا د كوچني د بدن د لږې برخې د راوتو پر وخت راتلونكې وينه نفاس ندى.

كه يوې ښځى زيږون وكړ؛خو وينه يې ونۀ ليده،د شافعيانو،حنفيانو او مالكيانو په نزد پرې غسل واجب دى؛ خو اماميان او حنبليان يې واجب نۀ بولي.

ټول مذهبونه پر دې يوه خوله دي، چې نفاس لږ اندازه (اقل حد) نلري؛ خو زياته يې د اماميانو په نزد لس ورځې، د حنبليانو او حنفيانو په نزد څلوېښت ورځې او د مالكيانو او شافعيانو په نزد شپېته ورځې ده.

كه كوچنې په جراحي عملياتو له عادى لارې پرته وزېږي، نفاس ندى؛خو د طلاق عدت يا زېږون (دحمل وضع) بشپړېږي.

نفاس د لمانځه او روژې د نۀ صحيحوالي،د روژې د قضا وجوب، د وطې د حرمت او د قراّن پر توريو دلاس لګونې او جومات ته د ننوتو او پكې د پاتې كېدو له پلوه د حيض په حكم كې راځي. د اماميانو په نزد د نورو مذهبونو په اختلاف يې طلاق صحيح ندى ؛خو غسل او شرطونه يې كټ مټ د حيض په څېر دي.

========================================

يادداښتونه:

(1) _ مصباح الفقيه د اّغا رضا همدانى

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!