تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   انسان تلونکی مسافر دی حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي : يَا بُنَيَّ إِنِّي قَدْ أَنْبَأْتُكَ عَنِ الدُّنْيَا وَ حَالِهَا وَ زَوَالِهَا وَ انْتِقَالِهَا وَ أَنْبَأْتُكَ عَنِ الْآخِرَةِ وَ مَا أُعِدَّ لِأَهْلِهَا فِيهَا وَ ضَرَبْتُ لَكَ فِيهِمَا الْأَمْثَالَ لِتَعْتَبِرَ بِهَا وَ تَحْذُوَ عَلَيْهَا إِنَّمَا مَثَلُ مَنْ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

انسان تلونکی مسافر دی

حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي :

يَا بُنَيَّ إِنِّي قَدْ أَنْبَأْتُكَ عَنِ الدُّنْيَا وَ حَالِهَا وَ زَوَالِهَا وَ انْتِقَالِهَا وَ أَنْبَأْتُكَ عَنِ الْآخِرَةِ وَ مَا أُعِدَّ لِأَهْلِهَا فِيهَا وَ ضَرَبْتُ لَكَ فِيهِمَا الْأَمْثَالَ لِتَعْتَبِرَ بِهَا وَ تَحْذُوَ عَلَيْهَا إِنَّمَا مَثَلُ مَنْ خَبَرَ الدُّنْيَا كَمَثَلِ قَوْمٍ سَفْرٍ نَبَا بِهِمْ مَنْزِلٌ جَدِيبٌ فَأَمُّوا مَنْزِلًا خَصِيباً وَ جَنَاباً مَرِيعاً فَاحْتَمَلُوا وَعْثَاءَ الطَّرِيقِ وَ فِرَاقَ الصَّدِيقِ وَ خُشُونَةَ السَّفَرِ وَ جُشُوبَةَ المَطْعَمِ لِيَأْتُوا سَعَةَ دَارِهِمْ وَ مَنْزِلَ قَرَارِهِمْ فَلَيْسَ يَجِدُونَ لِشَيْ‏ءٍ مِنْ ذَلِكَ أَلَماً وَ لَا يَرَوْنَ نَفَقَةً فِيهِ مَغْرَماً وَ لَا شَيْ‏ءَ أَحَبُّ إِلَيْهِمْ مِمَّا قَرَّبَهُمْ مِنْ مَنْزِلِهِمْ وَ أَدْنَاهُمْ مِنْ مَحَلَّتِهِمْ وَ مَثَلُ مَنِ اغْتَرَّ بِهَا كَمَثَلِ قَوْمٍ كَانُوا بِمَنْزِلٍ خَصِيبٍ فَنَبَا بِهِمْ إِلَى مَنْزِلٍ جَدِيبٍ فَلَيْسَ شَيْ‏ءٌ أَكْرَهَ إِلَيْهِمْ وَ لَا أَفْظَعَ عِنْدَهُمْ مِنْ مُفَارَقَةِ مَا كَانُوا فِيهِ إِلَى مَا يَهْجُمُونَ عَلَيْهِ وَ يَصِيرُونَ إِلَيْهِ

«زويه! د دنيا او له ډول ډول اوښتنو او له پوپنا کېدو او لاس په لاس کېدو مې یې خبر کړې او له آخرت او څه چې هلته انسانانو ته چمتو دي،مې هم خبر کړې او د دواړو بېلګې مې راوړې،چې ورم ومنې او د ژوند پر دود پوه شې .

 چا چې دنيا ازمېیلې؛ نو کيسه يې د هغه مسافر په څېر ده، چې په بې اوبو او بې وښو شډل ځاى کې وسي او د سوکالۍ او اسانۍ ځاى ته د تلو په هوډ کې وي؛ نو د لارې ستونزې او د دوستانو بېلتون زغمي او پر ځان د خوراک څښاک سختي تېروي، څو پر خوندي او پراخ هستوګنځي ارام ګام کېدي او د سفر له سختيو ستړى شوى نه وي او لګښت، تاوان او غرامت نه ګڼي او يوازې دا يې ښه ايسي، چې د امن او ارام ځاى ته ورسي.

او د دنيا پالو کيسه د هغې ډلې په څېر ده، چې د نعمتونو له ځايه وچ، شډل، بې اوبو او بې وښو ځاى ته کډن شي؛ خو له خپل ځايه بېلېدل ورته خورا ستونزمن وي، چې بايد خپګان يې وزغمي.»

د آخروي نېکمرغۍ تأمين او د دنيا او آخرت د اړيکې څرګندونه د دين له مهمو رسالتونو ځنې دي:

د علي (ک) دا تمثيل، له دنيا و آخرت سره د انسانانو بېلا بېل تړاوونه څرګندوي. د دنيا او آخرت تړاو له اهمو مسايلو ځنې دی چې د دين مشرانو او د خدای وليانو ويينې ورباندې کړي او څه هېښنده چار هم نه دی؛ ځکه پر خدای او بلې نړۍ پر ايمان راوړو روسته د ا ديانو د لارويانو تمه همدا ده چې ديني مشران، د اُخروي ژوند حالات يا په ټوليز ډول د نېکمرغۍ او بدمرغۍ مساله ورته تشريح کړي.

له همدې لامله  په قرآن، رواياتو او په تېره نهج البلاغه کې د دې مسئالې څرګندونې ته څرګنده پاملرنه شوې؛ ځکه په دې اړه ناوړه پوهاوی به د دنيوي کور په ناوړې جوړونې پای ومومي.

د دنيا او آخرت ترمنځ په ډول ډول تړاوونو قايل شوي دي:

څوک چې په مطلق ډول بل ژوند ته سترګې پر لار نه وي او په مرګ خپل ژوند پای ته رسېدلی بولي، په يو ډول ژوند کوي او هغوی چې بل ژوند ته سترګې پر لار وي، په بل ډول. هغوی چې پر بله نړۍ ایمان لري، پر څو ډلو ویشل کېږي: یوه ډله دا او هغه بله نړۍ يو له بل سره ضد او ناسازګاره بولي او بله ډله يې سازګارې وينې. بيا د دواړو نړيو د سازګاريو د قايلينو ترمنځ په عام ډول دوه فکره دي: هغوی چې دواړه ژوندونونه د يو بل پر وړاندې ويني او هغوی چې دواړه يو د بل په اوږدو کې ويني (يعنې يو د بل سريزه او تر بل راټيټ بولي).

په نوي پېر کې، يو شمېر مسلمين، په اخروي ژوند ګروهه دنيوي نېکمرغۍ ته سريزه او پيلامه ګڼلې؛ يعنې په واقع، آخرت يې دنيا ته سريزه ګڼلې ده. دوی ته کله هم د ايديالوژۍ خاوندان هم ويل شوي دي. په هر حال، په ډاډ ويلای شو هر يو له دې انګېرنو د انسانانو پر دنيوي ژوندو دود اغېز پرېباسي.

هغوی چې دنيا او آخرت يو د بل په اوږدو کې ويني، ويلي يې دي چې دا دنيا د کرځي، سوداګر خونې او يا مسافرتون په څېر ده او هغوی چې دنيا او آخرت يو د بل ضد انګېري، وايي چې دنيا د زندان په څېر ده. له دنيا زموږ د صوفيانو انګېرنه يو زندان يا څاه ده. دنيا هغه ځای بولي چې انسان له بدې پېښې پکې راګېر شوی دی. د د وی  له نظره د جسم په جامو کې راننوتل او د يو طبيعي او مادي موجود بڼه خپلول يو کړاو دی چې بايد ژر ترې خلاصون ومومو ـ بايد دا نامبارکې جامې له تنې وباسو او د پرښتو په ليکه کې ورننوځوو. بده نده دا مساله څه قدرې راوسپړو او له دنيوي معيشته په صوفيانه انګېرنې کې ډېره ځيرنه وکړو.

په قرآن کریم کې د آدم د قصې پيغام

له جنته دې خاورينې نړۍ ته د آدم د راتګ په اړه د قرآن له وينا څه مانا موندای شو؟  ايا د دې نړۍ پيدايښت او پکې انساني ژوند، په پيدايښت کې يوه تېروتنه وه؟ او موږ جنتيان وو؛ خو نيکه مو آدم، دې «خراباد خونې» ته راوستوو او له شيطان سره يې مخ کړو؟ يا څه چې د انسان پر سر راغلي، يوه الهي کړلار وه او خدای غوښتل چې دغسې وضع رادبره شي. په بله وينا، ايا په دنيا کې اوسېدل مو، زموږ د تکامل د بهير يو برخه ده يا له بهيره کږلېچ؟

افسوس چې پخوانيو او نويو مفسرانو د آدم قصه يوازې له اخلاقي يا د طبيعي علم له ليده کتلې او په اړه يې پرېمانه ويينې را وړاندې کړي چې ايا د آدم قصه د داروين له نظريې سره اړخ لګوي يا  نه، ايا د انسان وجود د ساکښو له ژوند سره تړاو لري او د دوی له ژوندوني تکلامله راپنځېدلی يا ځانګړډوله (منحصر به فرد) نوع دی؟ يا يې بحث کړی چې ايا شيطان له پرښتو ځنې و يا له پېريانو؟ که له پرښتو ځنې نه و، څنګه يې ځان سجدې ته د فرمان مخاطب وموند؟ ايا آدم ته د سجدې امر، يو تکويني امر و يا تشريعي؟ ايا سرغړونه ترې شونې وه يا نه؟ آدم ته د شيطان سجده نه کول د عاشقانه غيرت له مخې وه (د حلاج او عين القضاة وينا[1]) يا د کبرجن او مستکبرانه معصيت او سرغړونې له وجهې؟

دا ګردې ويينې ښې او عبرتناکې دي؛ خو يوه بله ويينه هم شته، چې حافظ ورته اشاره کوي:

من آدم بهشتی ام اما در این سفر

حالی اسیر عشق جوانان مهوشم

بخت ار مدد کند که کشم رخت سوی دوست

گیسوی حور گردد فشاند ز مفرشم

د دنيا پيدايښت او پکې ژوند د تېروتنې زوکړه نه ده

زموږ اصل جنتي آدم ته ورګرځي؛ خو تقدير دا و (يعنې د خدای کړلاره) چې جنتي آدم له دې ځايه راکوز او خاورين شي. آدم له پيله هم خاورين و او په خپل نامناسب عالم کې اوسېدای نشو، شيطان هم له آره اورين او پېريانی و او په پرښتو کې اوسېدای نشو .

[انَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ (کهف/۵۰) ]

پرښتې هم له آره ملکوتي (او له پاسنۍ نړۍ) وې او هلته پاتې شوې. د آدم قصه او د شيطان سجده نه کول، د عوالمو د بېلښت قصه ده او خپلې نړۍ ته د هر غړي ورتګ او پر خپل کار بوختېدل دي. تردې روسته آدم خاورو ته راغی، اولاد يې وشو او ځمکنی ژوند او معيشت يې پيل کړ. شيطان هم پېريانو ته ور ستون شو، ملګري او ملاتړي يې پيدا کړل او په ټينګه يې په اغوا او بېلارېتوب لاس پورې کړ، پرښتې په اسمان کې پاتې شوې او خپلې تسبيح يې تعقيب کړې. نو ځکه آدم له خپل ځايه را ونه ووت؛ بلکې خپل ځای ته راستون شو. اوس آدم د ځمکې پر مخ په خپل کور کې دی، نه په څاه، زندان، ورکه او بېديا کې؛ نو د دنيا پيدايښت د تېروتنې او يا له يوې ګناه ناخواسته پايله نه وه.

خدای له پيله مسافر پيدا کړي وو نه مقيم او هستوګن. موږ د جنت هستوګن نه وو چې په يوې ګناه مو راوشړي؛ بلکې موږ مسافر وو چې د ژوند او عمر يوه برخه مو هلته تېره کړې او نورې برخې دلته او په نورو ځايونو کې بايد تېرې کړو. که د دې دنيا او هغې دنيا په تړاو سم پوه نشو، دا ناوړه پوهېدنه به مو په ژوند او معيشت کې بيخي اغېز وکړي.

هغوی چې انګېري، شونې وه انسان دې دنيا ته رانشي او تل په جنت کې پاتې شي، طبعاً دلته له خپلې هستوګنې خپه دي او همداراز هغوی چې له آره ځانونه مسافر نه ګڼي او د سفر وينا او مقوله ورته بې مانا ده (يعنې ماده پالي) ژوند دود به يې له هغوی سره چې ځانونه مسافر ګڼي، توپير ولري.

ډېری ديني ارزښتونه د انسان له مسافر والي سره اړخ لګوي

مخکې مې وويل چې ډېری اخلاقي او ديني مانيز (معنوي) ارزښتونه يوازې هله د پوهېدو وړ دي چې انسان يې د مسافرت په زمينه کې وويني. څوک چې ځان مقيم بولي د ځينو ارزښتونو پوهېدل يا عمل پرې کول ورته ناشونې ښکاري. لکه «زهد» چې په دنيا پورې د زړه نه تړلو او پکې د سپک ژوند کولو پر مانا دی، يوازې هله د انسان خوله پرې خوږېږي او د عملي کېدو وړ ورته دی چې ځان په دنيا کې مسافر وبولي. کوم انسان چې په سفر کې دی او تل د وطن غم ورسره وي، د سفر کړاوونه زغمي، له موخې سره د مينې په پار، خپله روحيه او ښادي ساتي، همسفرانو ته د همدردانو په څېر ګوري، د لوټمارۍ مقوله اهميت او جديت ورته پيدا کوي (شيطان او شيطنت) له نا اهله او نامناسبه همسفره په ټینګه ځغلي، په سفر کې کار په وطن کې له خپلې ګاندې (راتلونکې) سره انډولوي او تر ټولو مهمتر، ځان سپک پیټی ساتي چې ژر له هموطنو سره يو ځای شي. دا سپک پېټيتوب او د کمښتونو زغمل، په «زهد» يادېږي.

د زهد روح، سپک پېټی درلودل او د مسافرو خوی خپلول دي. د علي (ک) په وينا «تخففوا تلحقوا فانما ينتظر بأولکم آخر کم: سپک پېټي اوسئ چې وکړای شئ ولاړ شئ او موخې ته ورسئ.»[2]

دا د مسافرينو حالات دي. که څوک له وطنه غافل وي او د سفر په تفاضا او غوښتنه عمل ونکړي، د مسافر نامه پرې ور ايښووای نشو. وينئ چې مسافر ته د انسان، دې دنيا ته د مسافرتون او بلې دنيا ته د وطن ورته والی له خورا څرګندو مثالونو دي؛ خو زندان يا څاه ته د طبيعت ورته والی د لوټمارۍ تمثیل دی او له سمې لارې ځنې د انحرافي اندنو څخه راولاړه شوی دی. په قرآن کې هم هستي دغسې ستايل شوې نه ده.

که څه انسان تلونکی مسافر دی؛ خو دنيا چې مسافرتون دی، پر ځای پاتېږي

يادونې وړ ټکی دا دی چې مسافروالی د چارو د سست نيوو پر مانا نه ده، په بله وينا، د مسافرتوب شرط د مسافرت جدي او ټينګه نيونه ده، نه د چارو نه ټينګه نيونه؛ ځکه انسانان تل په دنيا کې مسافر دي. که داسې و چې یوازې يوه ډله دنيا ته راشي او ولاړه شي؛ نو سياسي، ټولنېزو او وټېزو (اقتصادي) چارو دومره اهميت نه درلود؛ خو موږ يوازې د دنيا مسافرين نه يو. هر نسل مسافر دی او نسلونه ډېر دي او پردې سربېره خپله مسافرتون، مسافر نه دی؛ يعنې؛ حکومتي، سياسي، ټولنيز او اقتصادي جوړښتونه يې مقيم دي. موږ داسې بزګران يو چې يوازې ځان ته یې نه کرو؛ نور به هم راشي او له کښته به مو ګټنه وکړي. کښتځی يا مسافرتون پاتې کېږي او بزګران او مسافرين درومي؛ نو د دې دواړو حکم سره باید ګډوډ نه کړو. يو شمېر صوفيانو کورونه نه جوړول، ويل يې: «الامر اسرع من ذالک» يعنې بايد له دې ځايه ولاړ شو او نبايد د دنيا کار په ټينګه ونيسو؛ خو حق دا دی چې نبايد د نړۍ حکم له خپل حکم سره ګډوله کړو. د دې دواړوه سمه بېلونه به، د دنيوي ژوند سم اخلاق رازده کړي او ډېری بې پايلې شخړې چې پردې ټکي له نه يقينه راولاړې شوي له منځه به يې يوسي: ځانونه مسافر وبولو، خو مسافرتون ته يو عاقلانه، سم، مينناک او مدبر غونډال (نظام) اوڅار کړو.

څو مو چې راوړل د زهد مانا او سرچينه وه. شونې ده څوک زاهدانه ژوند ونه غواړي. حافظ، زهد ژوند ته سمه فلسفه نه ګڼله (او نه د ريا باطل زهد؛ بلکې حقيقي زهد) او د دنيا ځنې له نعمتونو پر برخمنۍ قايل و. په دې دنيا کې پوخوالی يې په بله دنيا کې د بالغ ژوند درلودو ته لازم باله:

زمیوه های بهشتی چه زوق دریابد

کسی که سیب زنخدان شاهدی نگزید

حافظ په رښتینه کې صوفي او زاهد نه و او په دنيا کې يې د ژوند او عيش حق پوره کاوه.

چه شکرهاست در این شهر که قانع شده اند

شاهبازان طریقت به مقام مگسی

په بل ځای کې د خوږلنۍ له پرېښودو خپله بېوسي څرګندوي او د خپل معيشتي ژوند پر نه زاهدوالي د ټينګار ګوته ږدي:

طمع در ان لب شیرین نکردنم اولی

ولی چگونه مگس از پی شکر نرود؟

من گدا هوس سروقامتی دارم

که دست در کمرش جز به سیم و زر نرود[3]

[1]  د حلاج او عين القضاة د نظرياتو لا پېژندنې لپاره وګورئ: نيکلسون (رنيولد. ا. )، تصوف اسلامي و رابطه انسان وخدا. ژباړه: محمد رضا شفيعي کدکنی (انتشارات قوس، ۱۳۵۸)، ۱۷۲ – ۲۰۱ مخونه.

[2] – بحار: ۶۹ ټ، ۵۴ مخ)

[3]  د زهد ښوالی او سموالی نبايد د دې لامل شي چې پر ټولو يې ور وتپوو.  ټول زاهدانه ژوند نه خوښوي او نه يې زغمي. عموم خلک خپله دنيا غواړي او د مسافرتون په سترګه هم ورته نه ويني. عموم دنيوال هم همدغسې دي. بدترين نظامونه او دوزخي ترين سیستمونه د دې انګېرنې له مخې رادبره شوي که ټول خلک همفکري شي، ځمکه به پر جنت واوړي. ديني مشران معروفاتو ته د بلنې لپاره راغلي ول؛ خو له اوږدو هڅو سره سره يې بيا هم خلک متفاوت پاتې شول او يووالی او وحدت د يو لاس توب او يو موټي توب پر مانا هډو ترلاسه نشو؛ ځکه د اختلافاتو شتون، د دنيا د موجوديت غوښتنه او په نړۍ کې د الهي رحمت د ورېدا لازمه ده. يوازې جنت دی چې اختلاف پکې نشته او البته داسې نه ده چې دنيا د مخکېني جنت دويمه نسخه او کاپي وي. کله چې ويل کېږي، موږ له جنته شړل شوي يو، په دې مانا ده چې دا دنيا جنت نه دی او نه جنت کېدای شي؛ نو د دنيا د جنتي کولو هره کړلاره، له ماتې سره مخ ده او له بيخه د ناوړې پوهېدنې زوکړه ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!