تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دنیاپالنه   مه درومه رحمانه په خلاف د دانایانو مینه د دنیا پسندلې نه ده هیڅ دانا (رحمان بابا)  ځان ناپېژندنه د ځان ناپېژندنې ساده مانا داده چې انسان خپل واقعي اوصاف او ځانګړنې ونه پېژني. سکه د انسان یوه له جدي ځانګړنو مسافروالی یې دی. یو مسافر که پوه نشي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دنیاپالنه

 

مه درومه رحمانه په خلاف د دانایانو

مینه د دنیا پسندلې نه ده هیڅ دانا

(رحمان بابا)

 ځان ناپېژندنه

د ځان ناپېژندنې ساده مانا داده چې انسان خپل واقعي اوصاف او ځانګړنې ونه پېژني. سکه د انسان یوه له جدي ځانګړنو مسافروالی یې دی. یو مسافر که پوه نشي چې مسافر دی او ځان هستوګن وګڼي، پر ځان ناپېژندنې اخته کېږي او ورپسې به غلط هوډونه، باطل هوډونه، باطل قضاوتونه او ناسمې کړنې ترې وشي.

د دنیا مهمترینه ځانګړنه او په دنیا کې د انسانانو مهترینه ځانګړنه؛ فاني والی دی. موږ باید خپلې نورې ځانګړنې ددې ځانګړنې په سیوري کې وپېژنو. موږ ړومبی او بالذات د منطقیینو په تعبیر «فاني» یو. ټوله دنیا هم باید په دوو برخو ووېشو: فاني او باقي.

رحمان بابا وايي :

چې پیدا شي همګي واړه فنا شي

ای رحمانه دا جهان دی دا یې کار

علي(ک) د متقیانو په هکله وایي، متقي هغه دی چې:

قره عينه فيما لا يزول. و زهادته فيما لا يبقى

«ګرده دنیا او څه یې چې پر وړاندې ښکاره کېږي، په دوو برخو ویشي: پاتېدوني او تلوني. بیا یې پاتېدوني ښه ایسي او د خپلو سترګو رڼا یې بولي او تلوني کښته غورځوي او زهد پکې خپلوي»

دا په دنیا کې مهمترینه وېشنه ده.

له دنیا سره د انسان د سم تړاو اپوټه کېدنه

حضرت علي(ک) موږ انسانانو ته «ابناء دنیا» ویلي دي.

الناس ابناء الدنيا و لا يلام الرجل على حب امه (نهج البلاغه، ۳۰۳ حکمت)

« خلک د دنیا اولاده ده او اولاد د مور په مینه نه ټپسوروي»

یعنې دنیا یې مور ده او له خپلې مور سره د اولاد مینه طبیعي ده او تردې بریده پړه ورباندې نشته؛ خو کله، دنیا مو اولادېږي او موږ یې مورېږو او دا هغه تړاو دی چې د انسانانو او مصنوعاتو ترمنځ یې رادبره کېږي. په دې حال کې، له مصنوعاتو سره مو تړاو، له اولاد سره د مور د مینې په څېر کېږي.

د انسانانو ددنیا پالني راز او د خدای او شریعت پر وړاندې یې د سرغاړی راز

 مولوی په مثنوي کې د سبا قوم او پېغمبرانو ترمنځ یوه مناظره تنظیم کړې چې ډېر عبرتناک ټکي پکې دي. د مناظرې په یوې برخې کې د سبا قوم له انبیاوو سره د جبر او اختیار پر سرپوښتنې ګروېګنې کولې، ویل یې چې تاسې ولې زموږ ایمان راوړو ته ټینګار کوئ، که الهي تقدیر وغواړي، ایمان راوړو او که ونه غواړي، ایمان نه راوړو.

لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلاَ آبَاؤُنَا (انعام/۱۴۸)

ولې هڅه کوئ چې عیوب او نیمګړتیاوې را نه لرې کړئ؟ که دا عیوب پاکېدونې وي او خدای وغواړي، پاکېږي او که خدای ونه غواړي پاک به نشي. دې پوښتنیو او ځوابونو دوام وموند، تردې چې خپله انبیاء هم نهیلي شول او ویې ویل چې ترڅو به دې قوم ته نصیحت کوو؟ ددې لپاره چې خبرې مو اغېزمنې شي؛ نو لومړی باید په دوی کې یوه زمینه وي؛ خو په دې قوم کې بیخي زمینه نه لیدل کېږي.

جنبش خلق از غذا و وعده است        تيزى دندان ز سوز معده است‏

ړومبی باید یو باطن وي، چې ورپسې یو ظاهر رادبره شي. لومړی باید یوه معده وي، چې لوږه وننګېري او په خوړو پسې ولاړه شي. دا قوم بیخي اړتیا راته نلري او غوږونه یې کاڼه دي. بیا مولوي د پېغمبرانو له خولې پوښتي، چې ولې مو خدای ښه نه ایسي؟ هغه خدای چې ستاسې پنځوونکی دی. ولې خپل پنځول شوي درته ګران دي؟ یو بوت توږئ، نمانځئ یې او مینه ورسره کوئ؛ خو له خدای سره مینه نه لرئ، ان نامه اخستل یې هم ستاسې بد ایسي. بیا انبیا خپله دا پوښتني ځوابوي:

نفس اول راند بر نفس دوم        ماهى از سر گنده گردد نى زدم‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 3080 -3079 بیتونه)

ویې ویل د مطلب راز دادی؛ چې انسان د خپلو مصنوعاتو عاشق دی. دا بوتان تاسې خپله جوړ کړي او په همدې پار یې ښه ګڼئ؛ خو الله پاک تاسې جوړ کړی نه دی. هغه داسې یو موجود دی، چې محال ده ان په انځورنه کې هم تصرف پکې وکړای شئ. په همدې پار ترې تښتئ؛ خو خپل مصنوعات تر خدایي حالته پورته وړئ؛ ځکه جوړ کړي مو دي.

 د انسانانو دا اپوټه لیدنه او کوږ ووږ قضاوت – ورمندون له یوه چار سره د مینې درلودو له لامله دی. ددې اپوټه لیدنې په پایله کې، مصنوع د صانع پر ځای کېني او داسې تمې ترې کېږي، چې له وسې یې پوره نه دي.

له ځان او خپلو مصنوعاتو سره مینه د الحادي هومانېزم پیلامه ده

 په نوي پېر کې الحادي «هومانېزم» یا خدای ته ورشا کړې انسان پالي، دقیقاً دغسې یوه مبنا او بنسټ لري او له دې جرړې تغذیه کېږي.

 دا ډول انسانان خپله قانون جوړوي او شریعت، مقدساتو، د انبیاوو وحې، کلیسا او څه چې د دیانت نامه لري، ورته بې اعتنا دي. او پر ځای یې د خپلو جوړ کړای شویو لاروي کوي. دا لاروي یوازې په دې شرط ده چې قوانین دوی خپله جوړ کړي. که څوک راغی او ویې ویل چې زه د خدای له لوري منصوب شوی یم او تاسې ټاکلی نه یم، او د خدای له لوري مې قانون درته راوړی، په هیڅ توګه یې نه مني؛ ځکه دوی یې یو هم مصنوع  نه دي.

موږ انسانان راغلي یو، چې د هغه چا فرمان ومنو او د بل پر وړاندې تعظیم وکړو، په دې شرط چې ړومبی خپله مو ویلي وي، چې دا وګړی واجب التعظیم او درناوی یې لازم دی. چمتو یو چې د قانون رعایت ته سر ورکړو، په دې شرط چې قانون مو، خپل قانون وي. که وویل شي چې خدای دا قانون رالېږلی؛ نو نه یې منو.

ددې چار یو اروا یي دلیل دادی، چې انسان ته د بل مصنوع، خوږ او ګران نه وي. انسان چمتو دی، چې له خپل مصنوع سره مینه وکړي، ان تر څه چې دی، ډېر یې وګڼي، یوازې په دې دلیل چې خپله یې جوړ کړی او بلکې یوه برخه یې ده او همدې چار ډېر ستر بېلارېتوبونه را کې رادبره کړي؛ ځکه له خودخواهۍ او ځانمنی راولاړېږي. د یوې ساده بېلګې په توګه، غالباً لیدل کېږي چا چې یوه ناسمه خبره کړې وي، نه غواړي بېرته یې واخلي؛ ځکه خپله یې کړې ده، او که دا خبره بل ویلې وای، چمتو و، چې بطلان ته یې سل دلایل ویلي وای؛ خو دا چې خپله یې ویلې؛ نو بېرته یې اخستونکی نه دی.

د انسان پنځګري او خلاقیت

په دنیا کې د انسانانو ستر غرور او غفلت له دې راولاړېږي، چې انسان یو فاعل، پنځګر او صانع موجود دی، دا چې سازوي یې؛ نو د خپل مصنوع بنده هم کېږي. که خدای، انسان صانع نه و پیدا کړی؛ انسان په اوسنیو ډېرو غرورونو او غفلتونو نه اخته کېده. البته که انسان د پنځګرۍ ځانګړنه نه درلوده؛ نو انسان به نه و؛ یعنې فاعلیت، خلاقیت او ابداع زموږ د انسانیت له نېغ وونکیو ستنو ځنې دي؛ خو البته دې ځانګړنې یو لړ غرور او غفلت را کې پیدا کړی، چې باید دفع او لرې کونې ته یې ملا وتړو ددې سپارښتنې یوه مانا چې:

« موتوا قبل ان تموتوا؛ تر مړینې وړاندې ومرئ»

دا ده، چې د دنیا له حقیقته باخبر شئ او د خپلو مصنوعاتو مریی نشئ او صانع او مصنوع د یو بل پرځای مه کېنوئ او د خپل مصنوع لپاره مړه نشئ؛ بلکې له دې مړینې ومرئ.

د شرک او بوتپالنې پراخ لمن

نو ځکه معلومېږي، چې بوتپالنه خورا پراخ ده.

بوتپالنه یوازې دا نه ده چې انسان یوه ډبره وتوږي او ویې نمانځي. قرآن د انسانانو هوی، هوس او ځاني غوښتنې یو ډول بوت او خدای بللی دی.

أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ (فرقان/۴۳) = ايا هغه دې ليدلى، چې خپلې ځاني غوښتنې يې ته ځان ته معبود كړې؟!

په حدیث شریف کې راغلي:

ما تحت ظل السماء من اله يعبد من دون الله اعظم عند الله من هوى متبع ( المیزان تفسیر:۱۵ټ،۲۳۷مخ)

« د خدای پر وړاندې تر هر بوت نمانځې، د ځاني غوښتنو نمانځنه خورا درنه ده. ټول انسانان په شرک او بوتپالنې ککړ دي او باید سوکه سوکه ځانوونه ترې ازاد کړي»

وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ (یوسف/۱۰۶) = او ډېرى يې خداى مني؛ خو (په دې ډول چې) نور ورسره شريكوي.

شرک یو پراخ لمنې ښکارنده – پدیده ده او په هر پېر او زمانه کې په یوې ځانګړې بڼې راښکاره کېږي او د شرک زڼی له مصنوعاتو او پردیو سره مینه کول دي.

پس بود دل جوهر و عالم عرض        سايه‏ى دل چون بود دل را غرض؟

(مثنوى، درېیم دفتر، 2266 بيت)

انسان، د عالم زڼی دی او عالم یې فرع او څانګه ده؛ خو انسان د همدې وضعیت له لامله او کوم تړاو چې له عالم سره لري، فرع د اصل (آر) پر ځای، مصنوع د صانع او صانع د مصنوع پرځای کېنوي.

د « توبې کولو» مانا

توبه کول د ځان پر وړاندې یو ډول سرغړونه او د غرور د پردې څېرول دي.

 توبه پراخ لمن لري او یوازې په هغو چارو پورې نه منحصریږي، چې له شرعي پلوه ګناه شمېرلېږي. البته په هغه ځای کې چې انسان سرغړاندي کوي او بد چار ترسره کوي، باید توبه وباسي؛ خو د عارفانو توبه، د غرور د پردې څېرول او بې له الله(ج) هیچا ته سترګې نه نیول دي.

ډېر لږ شمېر انسانان دي، چې د خپلو مصنوعاتو پر وړاندې درېدای شي.

 یو رومان لیکونکي کاږلي، چې په پېل کې موږ خپله د رومان اتلان سازوو؛ خو سوکه سوکه د کار په ترڅ کې، اتلان زموږ پر وړاندې درېږي. دا ډېره سمه خبره ده.

موږ انسانان ټول رومان کښوونکي یو او ژوند مو ځان دی. کوم کارونه چې کوو کومې خبرې چې کوو او کوم څېزونه چې سازوو له همدې اتلان جوړوو او مازې چې کوم کار مو وکړ یا کومه خبره مو وکړه، داسې اتل پنځوو چې راباندې سپرېږي او خپل  مریی را نه جوړوي. ډېر لږ کسان دي چې په سمه او واقعي مانا یې دا اړیکه وساتي او له دې غرور او غفلته بچ شي. دا چار د غرور له مهمو ټولګیو او اضافو ځنې دی چې په دنیا کې انسانان ورباندې اخته دي.

د «غرور» او «خیال» تړاو

دا غرور چې په اړه یې خبرې مو وکړې د یو ټولیز مفهوم په سیوري کې راځي چې د «خیال» مفهوم دی.  موږ په دنیا کې، د خدای راکړي انساني جوړښت له مخې، خیال والا موجودات یو او له دې اړخ هیڅ پړه راباندې نشته.

د حکیمانو په تعبیر په نړۍ کې درې مرتبې شته : د حس مرتبه، د خیال مرتبه او د عقل مرتبه.

په حقیقت کې ډېر لږ کسان خپل عقل کاروی. له آره ډېری خلک څومره چې انګېري، د عقل وړ نه دي ؛ بلکې عقل یې د خپل خیال په شپول کې دی.

د مولوی په وینا، دا خیال که څه «نیست وش» دی او څوک یې نه ویني؛ خو ددې عالم د نندارې چلوونکی دی.

نيست وش باشد خيال اندر روان        تو جهانى بر خيالى بين روان‏

بر خيالى صلحشان و جنگشان        وز خيالى فخرشان و ننگشان‏

(مثنوى، لومړی دفتر، 71 -70 بیتونه)

دا خیال چې ددې عالم د نندارې چلوونکی دی، موږ ته شعر، ادبیات، حسن و قبح، حقوق او ان فلسفه او مفکوره (ایدیالوژي) سازوي . کار یې سینګارونه ده. د شیطان سپرلی ده او د چارو په اپوټه کولو کې استاد او ماهر دی. زموږ ډېری خوندونه او کړاوونه وهمي دي او که په ژوند کې د خوندونو او غمونو ونډه سمه وارزوو، وبه وینو چې خیال څومره ستره اغېزه پکې لري.

پایله

 په دنیا کې دوه ډوله «غرور» شته: د پړې وړ غرور او بې پړې غرور.

پایله دا چې غرور دوه ډوله دی: په یو لړ غرور انسان نه پړ کېږي، او په یو شمېر پړ کېږي.

څه چې علي (ک) دلته راوړي د نامذموم او ناغندل شوي غرور له جنسه دي؛ یعنې هغه غرور دی، چې زموږ له وجودي جوړښت او له دې نړۍ راولاړ دی؛ نو دا چې انسانان یو؛ مغرور او غافل یو.

خو یو لړ غرور شته چې انسان یې په پار پړولای شو. دا هماغه غرور دی چې پېغمبران راغلي موږ ترې باخبر کړي او رازده کړي چې څنګه ځانونه ترې وڅنډو. دا غرور یوازې په دې څنډلېږي، چې انسان ته ددې عالم حقیقت وریاد کړای شي، همدا او بس.

یعنې د هستۍ د واقعیت پېژندنه، د انسان د مسافروالي د شان پېژندنه او هم د خپل خیال په شپول کې راګېرېدل یې، لاملېږي چې دا څنډېدونی غرور، له منځه ولاړ شي. د اخلاقو عالمانو او تر ټولو ښه امام غزالي په احیاءالعلوم کې، د غرور ټولګي چې بېلابېلې ډلې (فقها، متکلمین، صوفیان او…) پرې اخته دي څرګندې کړي، چې ښايي ځانونه ورباندې پوه او عبرت ترې واخلو. نو مذمومه دنیا پر کومه مانا چې وویل شوه، هغه خیالي دنیا ده چې د فاني والي او کښت والي ځانګړنې نلري.

اين جهان جادوست، ما آن تاجريم        كه ازو مهتاب پيموده خريم‏

گز كند كرباس پانصد گز شتاب        ساحرانه او زنور ماهتاب‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 1040 -1039 بیتونه)

 د «کلیله و دمنه» په یوه کیسه کې راغلي چې یو کوډګر سپوږمۍ خامتا کوله او پر خلکو یې پلورله. چا چې پېرله او تلل؛ نو لیدل یې چې څه ورسره نشته. دا دنیاهم د همدې کوډګر په شان ده. سپوږمۍ خامتا کوي او پلوري یې؛ خو تر پلور روسته، پېرونکی لاس تش ویني.

وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاء حَتَّى إِذَا جَاءهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ (نور/۳۹) = او هغوى چې كافران شوي دي،د كړنو بېلګه يې په هوار ډاګ كې د ځلوب (سراب) په څېر ده،چې تږي یې (له لرې) اوبه ګڼي؛خو چې ورشي (؛نو) هېڅ نه وي او (بلکې) هلته خداى مومي،چې حساب يې پوره ورکوي او خداى ژرحسابى دى .

نو پر ځای ده چې بیاهم د اولیاءالله په لاروۍ، له خدایه وغواړو چې له دارالغروره له ژغورنې مو برخمن کړي.

له خدایه غواړو چې د خپلې لورنې ورونه را پرانزي، توفیق دې راکړي چې له نفس سره مبارزه او پر خلکو لورنه وکړو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!