تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : د لمانځه واجبات او اركان يې: د لمانځه صحت پر پاكوالي سره دى چې اودس وكړي او له تشو او ډكو ميتيازو ځان پاك كړي،د لمانځه تر ادا كولو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

ليکوال: محمد جواد مغنيه

ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد

موضوع : د لمانځه واجبات او اركان يې:

د لمانځه صحت پر پاكوالي سره دى چې اودس وكړي او له تشو او ډكو ميتيازو ځان پاك كړي،د لمانځه تر ادا كولو دمخه بايد جبرا د لمانځه وخت او قبله او د جامو اغوستلو څرنګوالې وپيژني او ورته د لمانځه شرطونه ووايې او دهغوى په برخه كې په تفصيل سره خبرې شوېدي، لمونځ اركانو او واجباتو جوړ كړيدى چې د لمانځه پر وخت يې تر لاسه كولو ته راوړي او شمير يې ډير دى.

نيت:

1_ مذهبونه،بلكې ديوه مذهب فقيان پردې چې پر لمونځ كوونكي نيت واجب دى سره مخالفت لري او همداسې د لمانځه د څرنګوالي ټاكل چې د ساري په توګه نيت وكړي دا ماسپښين دى يا مازيګر بشپپړ دى يا نيمګړى، فريضه ده يا قضا، واجب دى يا مستحب او داسې نور.

د نيت حقيقت،لكه څنګه چې د اوداسه په برخه كې تير شو د پاك خداى (ج) د امر او د نيت د منلو څخه عبارت دى؛خو دا چې نيت واجب دى يا مستحب، پر ځاى شوى دى يا قضا‌ د لمونځ كوونكى له نيت سره برابر واقع كېږي، لكه څنګه چې له پېله يې د نفلو نيت،او پرهمدې نيت سره ويل شوى په نفلو كې ګڼل شويدي،او كه د لمونځ كوونكي نيت سهار او مازيګر وي، همغه شمير كېږي؛خو كه د كوم شي نيت ونلري،هسې خوشې ګڼل كېږي او امكان نلري چې يو نيت ونكړي،ځكه هرعمل چې له عمل كوونكې سر ووهي، له نيته بېل ندى،په هر صورت كه د كوم ځانګړي لفظ په شكل يې ووايي يا يې ونۀ وايې او كه خپل نيت ته يې پام وي يا نۀ وي ددې له پاره ټول مذهبونه سره يوه خوله دي چې پر ژبه د نيت ويلو غوښتنه نده شوې،لكه څنګه چې رواجي بلل كېږي امكان يې نشته چې يو سړی دې د ماسپښين د لمانځه نيت د مازيګر د لمانځه پرځاى وكړي، يا د واجب لمانځه پر ځاى د مستحب لمانځه نيت وكړي سره لدې چې پېژندل كېږي او د دغو دوو لمونځونو ترمنځ توپير كولای شي.

خو بيا هم د متقدمينو (ړومبنو) ترمنځ د نيت او د ډولونو خبره يې نده،او هغوى چې دين او شريعت يې مينځ ته راوړېدى،د نيت له څرنګوالي يې كومه خبره نده ياده كړې ښه ده دلته د دوو لويو عالمانو خبرې را واخلو چې يو له هغوى “ابن قيم” د اهل سنتو له فقيانو او بل يې سيد محمد له اماميه وو د “المدارك” د كتاب مولف دى.

د ابن قيم د “زادالمعاد” پۀ كتاب كې كټ مټ همداسې راغلې لكه د ابن قدامه د المغنې د كتاب مولف چې په لومړي ټوك كې راغلي دي: هر وخت به چې پيغمبر(ص) لمانځه ته پورته كيده، ويل به يې، “الله اكبر” او دمخه له هغه به يې څه نۀ ويل او په ژبه به يې نيت نۀ ويل او نۀ به يې ويل داسې لمونځ كوم: مخامخ قبلې ته، څلور ركعته، د امامت په نيت يا د ماموم په نيت او د تقليد يا قضايې نۀ ويل او نۀ يې د ماسپښين وخت واجب بللې، او دغه لس بدعته چا په ضعيف (غريب) يا صحيح سند ندي راوړي او څوك يې له څلورګونو امامانو او تابعانو ښه ندي ګنلي.

دويم سيد محمد د “مدارك الاحكام” پۀ كتاب كې د نيت لومړى بحث لمونځ ويلي : چې په شرعي دلائلو كې  ګټه ترې اخيستل كېږي،نيت يواسانه او د اعتبار وړ امر دى، پريكړه يوه ټاكلې كار ته د خداى تعالى د فرمان مننه او دومره امر دى چې هيڅ يوعامل د عبادت ترسره كولو ته،له هغه بې خبره ندى؛ځكه چې له فاضلانو ځينو ويلي دي: كه  خداى پاك د دې كار خامخا كيدل كولى چې لمونځ او عبادتونه بې نيته پرځاى كړي تكليف به مو يو نۀ وي.

او شهيد په خاطرو كې ياده كړيده چې زموږ ړومبنيو علماوو نيت، په فقهي كتابو كې نه ياداوه، بلكې ويل به يې،د اواسه له لومړنيو واجباتو د مخ مينځل او د لمانځه له لومړنيو واجباتو تحريمه تكبيريا تكبيره الاحرام دى،او له نيته د اعتبار وړ كچه هغه امر دې چې بېلوالى يې ناشونى دى او له هغه زيات ندی واجب ؛ددې مطلب تائيدوونكى له عباداتو په  يوه كې هم د نيت يادونه نشته.پدې هكله د پيغمبر(ص) په ځانګړيوحديثونو كې د اوداسه، تيمم  او غسل څرنګوالى ندى راغلی.

تكبيره الاحرام:

2_بې له تكبيره الاحرامه لمونځ نۀ بشپړېږي او د رسول الله (ص) د وينا له مخې پدې نامه سره نومول شويدي:”د لمانځه پيل اودس،تحريم يې تكبير،تحليل يې د سلام ګرځول دى”يعنې خبرې كول او هر څه چې لمونځ پرې باطلېږي،په دغه تكبير سره حرامېږې او پر سلام ګرځولو سره لمونځ كوونكي ته هغه څه چې تر تكبير تحريمه وروسته ورته حرام شوي وو حلالېږي او د هغه  صورت ” الله اكبر” دى، د اماميه وو، مالكيه وو او حنابله وو له خوا بې له هغه كافي ندى، شافعيانو ويلي دي: الله اكبر،الله اكبر د لام او الف په زياتولو سره پر اكبر سربيره لرې كېږي او احنافو ويلي دي: هر هغه لفظ چې دا مانا ولري كافي دی لكه الله الاعظم والله الاجل: له احنافو پرته ډير سره يوه خوله دي، واجب دى چې د تكبير ويل په عربي ژبه وي كه څه هم لمونځ كوونكى عرب نۀ وي.او كه پر ويلو يې وس نۀ وي، يادول يې واجب دي او كه له يادولو عاجز وي،په خپله ژبه دې يې مانا ووايي،خو احنافو ويلي دي: كه عربي يې نشواى ويلاى،چې په هره ژبه يې ويلای شي، صحيح دی.

مذهبونه سره يوه خوله دې هر څه چې د لمانځه شرط دى، لكه پاكوالى، قبله، د اغوستلو جامې او داسې نور همدغه ډول،ويلو ته تكبير شرط دى،چې بايد په ولاړو او د ځاى پر ځاى دريدو چې اندامونه يې تقرر ونيسي توان ولري،او دا چې بايد د “جلاله” لفظ پر “اكبر” وړاندې وبولي،هر كله كه ددې پر خلاف ووايي كبرالله” ندى روا.

ودريدل (قيام):

3_ مذهبونه سره يوه خوله دي چې په واجبو لمونځونو كې د “تكبيره الاحرام” له پيله تر ركوع پورې قيام يا دريدل واجب دي،او پر قيام درېدل او د اندامونو تقرر او خپلواكي د باور وړ ده، نو لمونځ كوونكي ته نده روا چې وس يې وي او دى پر څه تكيه وكړي او كه بېوسه وه په كېناستو دې لمونځ وكړي او كه د كېناستو هم نه ؤ پر ښى اړخ لكه د هغه چا په څېر چې په قبر كې ايښوول شوى وي او د وجود اركان يې مخ پر قبله وي لمونځ دې وكړي او دا حكم د ټولو مذهبونو لخوا دى بې له احنافو ځكه هغوى ويلي دي: هرڅوك چې له كېناستو بېوسې دى، پر شا دې سوني ستغ څملي او دواړه پښې دې د قبلې خوا ته كړي،څو اشاره يې په ركوع اوسجده كې د قبلې پر خوا وي.

كه په ښي اړخ له څملاستو هم بېوسې شو اماميانو،شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: شا پر تخته دې څملې او د سر په اشاره دې لمونځ وكړي او كه د سر په اشاره يې هم وس نۀ و په بڼو دې اشاره وكړي.

احنافو ويلي دي:هر كله كه تردې كچې پورې بېوسې و لمونح پر هغه ندى واجب او له لمانځه خلاص دى،خو چې كله له لمانځه د ايساريدلوعلتونه ورك شول او روغ شو بايد قضا يې پر ځاى راوړي.

مالكيانو ويلي دي:له داسې ناروغۍ لمونځ ورباندې نشته او پر هغه قضا راوړل واجب ندي.

اماميانو،شافعيانو او حنبليانو ويلي دي:لمونځ په هيڅ وخت كې له غاړې نۀ اوړي، هر وخت چې په سترګو له اشارې بېوسه ؤ په خپل زړه كې دې لمونځ اداء كړي او ژبه دې په ذكر او قرائت سره وخوځوي او كه د ژبې له خوځيدوهم بېوسې ؤ،څوعقل يې پر ځاى دى په خپل ذهن كې دې هغه تصور كړي، لنډه دا چې لمونځ پر وسمن او بېوسه دواړو واجب دى او په هيڅ وخت كې نۀ پريښوول كېږي هر مكلف بايد هغه له خپل حال سره سم له دريدلو او كېناستلو،په اړخ او پرشا پريوتلو په بڼو سره په اشاره او په ذهن كې حضور ترسره كړي.

كه د لمانځه په مينځ كې وسمن بېوسه او بېوسه وسمن شو،بايد له خپل حال سره سم په هغه صورت كې عمل وكړي؛نو كه په لومړي ركعت كې په ولاړه لمونځ وكړي،بيا بېوسه شو، پاتې لمونځ دې په كېناستو وكړي او كه په كېناستو يې لمونځ وكړ په عين لمانځه كې يې پر وس پوره شوه، بايد لمونځ په ولاړه وكړي.

قرائت:

4_ اّيا په هر ركعت، يا دوو لومړيو ركعتو او يا په ټولو ركعتو كې د فاتحې د سورت لوستل واجب دي او ايا بسم الله حتمي برخه يا پريښوول يې روا دي، ايا په لوړ اواز او لنډ ويل واجب دي يا مستحب،ايا سورت وروسته له فاتحې په دوو لومړيو ركعتو كې واجب دى يا ندى واجب؟ ايا د سورت پرځاى تسبيح ويل روا دي؟ ايا د لاس تړل مستحب دي يا حرام؟ مذهبونه پدې حلاتو كې مخالفت سره لري.

احنافو ويلي دي: په واجبو لمونځونو كې د فاتحې سورت ندى ټاكل شوى او له قراّن چې هر څه قرائت شول كفايت كوي.د خداى تعالى له ويلو سره سم ” فاقرا و اماتيسر من القران” (1)  او د فاتحې د سورت ويل يواځې په دوو لومړيو ركعتو كې واجب دي؛خو د ماښام په درېم ركعت او د ماسپښين،مازيګر او ماسخوتن په دوو وروستيو ركعتونو كې لمونځ كوونكى كولاى شي په خپله خوښه چې د فاتحې سورت ولولي يا تسبيح ووايي او يا پټه خوله وي. (2)

او د بسم الله ترك كول روا دي، ځكه سورت ندى او پۀ لوړ اواز لمونځ كول او ټيټ اّواز سره مستحب ندي هغه چې يواځې لمونځ كوي خوښمن دى،چې كه وغواړى خپل ځان واوروي او كه ويې غوښتل بل څوك واوروي او يا يې پټ وكړي،بې د  وتر له لمانځه، په اكثرو لمونځونو كې قنوت نشته او لاس تړل مستحب او واجب ندي،غوره ده نران د ښي لاس ورغوى د كيڼ لاس پر شا تر نامه لاندې ونيسي (3) او ښځې دې دواړه لاسونه پر سينه ونيسي.

شافعيانو ويلي دي: په هر ركعت كې د فاتحې سورت واجب دى، بې له څه توپيره د دوو لومړيو ركعتو او نورو ترمنځ او بې له څه توپيره دمستحبو او واجبو ترمنځ او بسم الله د سورت جز دی بايد په هيڅ حال كې پرې نۀ ښوول شي.

او د سهار په لمانځه كې قرائت او د ماښام او ماسخوتن په دوه لومړيو ركعتونو كې په لوړ اّواز او نور يې په ټيټ اّواز وويل شي او قنوت په خاص ډول د سهار په لمانځه كې د ركوع له پورته كيدو وروسته په دويم ركعت كې مستحبه ده،همدارنګه چې د يوې سورې ويل د فاتحې تر سورته وروسته يواځې په لومړيو دوو ركعتو كې مستحب دي، خو لاس تړل ندې واجب او ښځو او ته مستحب دي او غوره ده چې دښي لاس خپړ د كيڼ لاس پر شا تر سينه لاندې ونيول شي (له نامه پورته)چپې خواته وي.

مالكيانو ويلي دي: په هر ركعت كې د فاتحې سورت ټاكل شوېدى او په دوو لومړيو ركعتو،دوو وروستيو ركعتو او د واجبو او مستحبو ترمنځ څه توپير نشته لكه څنګه چې له شافعيانو يادونه وشوه،د يوې سورې قرائت د فاتحې تر سورت وروسته په دوو لومړيو ركعتو كې مستحب دى او بسم الله د سورت جز ندى،بلكې د بسم الله  پريښوول مستحب دي او په لوړ اّواز د سهار په لمانځه او د ماښام او ماسخوتن په دوو لومړيو ركعتو كې او هم دسهار په لمانځه كې قنوت نازله مستحبه بولي.

خو هغوى لاس تړل روا ګڼي؛خو په واجبو لمونځونو كې مستحب دي چې دواړه لاسونه ځوړند كړي.

حنبليانو ويلي دي: په هر ركعت كې د فاتحې سورت واجب دى او هم ترسورت وروسته حمد په دوو لومړيو ركعتونو كې،د سورې ويل مستحب دي او د سهار،ماښام او ماسخوتن د لمونځونو په دوو لومړيو ركعتونو كې مستحب دى،چې په لوړ اّواز وويل شي او دا چې بسم الله د سورت يوه برخه ده،بايد ورو وويل شي. نۀ په لوړ اّواز او قنوت د وتر پۀ لمانځه كې دی، نۀ په نورو كې خو پر سينه لاس اېښوول نرانو او ښځو ته  مستحب دى او غوره دا ده چې د ښي لاس ورغوى د كيڼ لاس پر څټ تر نامه لاندې ونيسي؛نو څرګنده شوه پر سينه د لاس ايښوولو مانا چې د اهل سنتو فقيان هغه ته قبضه وايي او د شيعه فقيانو هغه تكفير (يعنې مستور لرل) بللي. له څلو رګونو مذهبونو په هيڅ يوه كې واجب ندي.

اماميانو ويلي دي:د فاتحې د سورت لوستل په دوو لومړيو ركعتونو كې په هر لمانځه كې ټاكل شويدي او بې له هغه كفايت نكوي او د ماښام په درېم ركعت او د څلور ركعتي  په دوو وروستيو ركعتونو كې نده واجب. بلكې د فاتحې او تسبيح ترمنځ خوښمن دى او هغه دا چې لمونځ كوونكى درى ځلې ووايي: ” سبحان الله والحمدلله ولا اله الا الله والله اكبر” او يو ځل هم كفايت كوي او په دوو لومړيو ركعتو كې يو ټول سورت واجب دى او بسم الله د سورت جز دى او په هيڅ وخت كې پرېښوول يې ندي روا د سهار په لمانځه او د ماښام  او ماسخوتن په دوو لومړيو ركعتو كې يواځې د سورت ويل په لوړ اّواز واجب دى. نۀ نور ذكرونه،او د ماسپښين او مازيګر په لمونځونو كې په ټيټ اّواز بايد وويل شي پرته له بسم الله چې په زوره ويل يې مستحب دي او په پنځه ګونو لمونځونو كې قنوت مستحب دی او ځاى يې په دوېم ركعت كې د سورې تر ويلو وروسته او تر ركوع د مخه دى او لږ تر لږه په لوړ اّواز دا دي چې د څنګ ملګرى يې واوري او ورو كچه يې د ويلو داده چې په خپله ويونكى يې واوري،او ښځو ته په لوړ اّواز ويل د ټولو مذهبونو پۀ اجماع سره روا ندي،او هم ښځې بايد داسې لمونځ وكړي چې يواځې پخپله يې واوري. كه لمونځ كوونكي د خفيه پر ځاى په جهر سره ولوست ، يا يې په زوره ويلو پر ځاى كستنه ورو وويل، لمونځ يې باطل دى،او كه د ناپوهۍ يا هېرې له مخى ؤ بيا صحيح دى.

او هم اماميه وو ويلي دي: د اّمين ويل حرام دى او لمونځ باطلوي كه يواځى وي يا له امام يا ماموم سره ؛ځكه اّمين ويل د خلكو له خبرو دې او ندي روا چې په لمانځه كې د خلكو خبرې وشي،څلورګوني مذهبونه د اّمين پر مستحب والي سره يوه خوله دي د ابوهريره د روايت پر بناْ چې پيغمبر (ص) وفرمايل: “كه هر وخت امام وويل غير المغضوب عليهم ولاالضالين” ووايۍ اّمين” ،اماميه وو ددې حديث صحت منع كړى او ډيرو يې ويلي دي: لاس تړلى لمونځ ويل د هغه د نص د ثبوت د نشتوالي له پاره د لمانځه باطلوونكى دى او له اماميه وو ځينو ويلي دي: لاس تړل حرام دي، كه هر چا لاس تړلى لمونځ وكړ، ګناه يې كړې؛خو لمونځ يې ندى باطل او له اماميه وو درېمې ډلې ويلي دي: لاس تړل مكروه دي او حرام ندي.

ركوع :

5_ ټول مذهبونه سره خوله دي چې په لمانځه كې ركوع واجبه ده او د هغه د واجب والي په اندازه كې سره مخالف دي، ركوع بايد له طمانينه يعنې د ټولو غړيو ” اندامونو” په تقرر او اّرام والي سره وي.

احنافو ويلي دي: واجبه ده ركوع ته له ټيټېدو سره سم هر څنګه چې وي او طمانينه نده واجبه .

نورو مذهبونو ويلي دي: ټيټېدل تر هغې كچې پورې واجب دي، چې د لمونځ كوونكي د لاسونو ورغوي دواړو ګونډو ته ورسيږي او طمانينه او تقرر په ركوع كې واجب دى.

شافعيانو،حنبليانو او مالكيانو ويلي دي:د ركوع پر وخت ذكر ندى واجب،يواځې مستحب دي چې لمونځ كوونكى ووايي: سبحان ربى العظيم

اماميه او حنابله وو ويلي دي: په ركوع كې تسبيح واجبه ده او هغه حنبليان داسې وايي: سبحان ربى العظيم او اماميه وايي: سبحان ربى العظيم و بحمده يا درې ځلې سبحان الله وي او د اماميه وو په وړاندې تر تسبيح وروسته پر محمد او اّل يې صلوات مستحب دى.

احنافو ويلي دي: له ركوع پورته كېدل او سم سيخ دريدل ندي واجب، بلكې دا بس ده چې سجدې ته ولاړ شي حال دا چې بې له ودريدو مكروه ده.

پاتې نورو مذهبو ويلي دي: پورته ولاړيدل او سم سيخ ودريدل واجب دي،او مستحب دي چې ووايي: سمع الله لمن حمده” او اماميه، طمانينه او د اندامونو تقرر په قيام كې واجب ګڼلي دى.

سجدې:

6_ مذهبونه سره يوه خوله دي چې په هر ركعت كې دوه وارې سجده واجبه ده؛خو د سجدو په حدودو كې سره مخالف دي چې اّيا واحب دي چې پر ټولو اوو واړو عضو سجدې وكړي يا له هغو څو غړي بس دي؟ اووه ګوني غړي د ټنډې د دواړو لاسونو ورغوي او دوو ګونډو او دوو  پښو د  ګوتو څخه عبارت دي.

مالكيانو، شافعيانو او احنافو  ويلي دي: سجدې يواځې پر ټنډه واجب او پر نور غړيو مستحبې دي.

اماميانو او حنبليانو ويلي دي: سجدې د بدن پر ټولو اووه ګونو غړيو واجبې دي او له حنبليانو اته غړي نقل شويدي چې پزه يې پر هغو ور زياته كړېده.

او په تسبيح او طماْنينه كې په سجدو كې مخالفت داسې دى لكه په ركوع كې مخالفت؛نو كه هر چا هغلته واجبه وګڼله، دلته يې هم واجبه بولي.

احنافو ويلي دي: د دوو سجدو ترمنځ كېناستل ندي واجب او نورو مذهبونو ويلي دي: واجب دي.

تشهد:

7_ پۀ لمانځه كې تشهد دوه ډوله دى: لومړى هغه چې تر دويم ركعت وروسته د ماښام او ماسخوتن، ماسپښين او مازيګر پۀ لمانځو كې دى،چې  تر هغه وروسته سلام ګرځول نشته،دويم هغه دى چې تر سلام دمخه وي، كه لمونځ دوه ركعتي يا درى ركعتي يا څلور ركعتي وي. (4)

اماميانواوحنبليانو ويلي دي: لومړى تشهد واجب دى او نورو مذاهبو ويلي دي:مستحب دى؛خو دويم تشهد، شافعيانو،اماميانو او حنبليانو واجب بللى ولې مالكيان او حنفيان يې مستحب ګڼي (5)

د مذهبونو له رويه د تشهد شكل:

لومړى – احناف:

التحيات لله والصوات والطيبات، السلام عليك ايها النبى و رحمه الله و بركاته ، السلام علينا و على عبادالله الصالحين ، اشهد ان لا اله الا الله، و اشهد ان محمد عبده و رسوله…

دويم – مالكيه:

التحيات لله الزاكيات لله الطيبات الصلوات لله، السلام عليك ايها النبى ورحمه الله و بركاته، السلام علينا و على عبادالله الصالحين ، اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريك له و اشهد ان محمد ا عبده ورسوله….

درېيم – شافعيان:

التحيات المباركات الصلوات الطيبات لله، السلام عليك  ايها النبى و رحمه الله و بركاته، السلام علينا و على عبادالله الصالحين اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان سيدنا محمد رسول الله….

څلورم – حنبليان:

التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك ايها النبى و رحمه الله و بركاته السلام علينا و على عبادالله الصالحين اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريك له، و اشهد اّن محمد ا عبده و رسوله، اللهم صل على محمد…

پنځم – اماميه:

اشهد ان لا اله الا الله وحده لاشريك له ، و اشهد ان محمدا عبده و رسولۀ ، اللهم صلى على محمد و اّل محمد….

سلام ويل:

8_ شافعيانو، مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: سلام ويل واجب دي.

احنافو ويلي دي: ندى واجب (6)

اماميان سره مخالف دي  پردې چې ځينو ويلي واجب دى او نورو يې ويلي مستحب دی . هغه چې سلام ويل مستحب ګڼي هغوى شيخ مفيد او شيخ طوسي او علامه حلى دى.

د سلام شكل د څلورګونو مذاهبو په وړاندې يو ډول دى، او هغوى وايې چې د” السلام عليكم و رحمه الله ” او حنبليانو ويلي دي: دوه ځلې سلام واجب دى او نورو په يو ځل بسنه كړېده.

اماميانو ويلي دي: “سلام دوه ډوله دى لومړى “السلام علينا و على عبادلله الصالحين” دويم “السلام عليكم و رحمه الله و بركاته” ، چې له دغو دوو،يو يې واجب دى؛ نو كه  لومړى سلام يې وويل دويم يې مستحب كېږي،كه دويم يې وويل پر همغه بسنه كېږي او هلته درېږي؛خو السلام عليك ايها النبى و رحمه الله و بركاته” له سلام ندى او يواځې تر تشهد وروسته مستحب دى.

ترتيب :

9_ د لمانځه د برخو ترمنځ  ترتيب واجب دى،يعنې تكبيره الاحرام بايد تر سورت د مخه ووايي او د سورت ويل پر ركوع او ركوع پر سجده او سجده پر قعده همداسې تر پايه پورې په ترتيب سره يو پر بل پسې ادا كړي.

موالات:

10_ موالات او يو پر بل پسې د لمانځه د برخو راوړل واجب دي،يعنې پيل كوي يې د سورې په ويلو په پرله پسې ډول تر تكبير وروسته او پۀ ركوع سره بيا د سورې تر ويلو  وروسته او همداسې نور. او د اّيتونو، كلمو او حروفو تر مينځ بېلوالى نۀ راولي.

========================================

يادداښتونه:

(1) – بدايه المجتهد ، 1ج، 122ص- او ميزان الشعراني باب صغه الصلوه

(2)_ النووي شرح المهذب 3ج، 361ص

(3)_ داسې چې د ښې لاس غټه ګوته او كوچنۍ ګوته د كيڼ لاس تر مړ وند ګرده حلقه كړي (پښتو ژباړن)

(4)_ بدايه المجتهد، 1ج- 125ص

(5)_ بدايه المجتهد، 1ج- 126ص

(6)_ بدايه المجتهد، 1ج – 126ص

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!