بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د الله ذکر حضرت علي (ک) وايي : «زړه دې د خدای په یاد اباد کړه» زړه په وحدت موندو او له تفرقې او خپاره واره کېدو په خلاصون ابادېږي. د زړه ابادۍ ته بېلابېل شریکباڼي باید ورځنې وشړو او یوازې یوه مالک ته یې وروسپارو، چې یوازې همده ته پازوال […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د الله ذکر
حضرت علي (ک) وايي :
«زړه دې د خدای په یاد اباد کړه»
زړه په وحدت موندو او له تفرقې او خپاره واره کېدو په خلاصون ابادېږي. د زړه ابادۍ ته بېلابېل شریکباڼي باید ورځنې وشړو او یوازې یوه مالک ته یې وروسپارو، چې یوازې همده ته پازوال وي. د قرآن د تعبیر او بېلګې له مخې:
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِيهِ شُرَكَاء مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا (الزمر/۲۹) = خداى يوه بېلګه راوړي: يو سړى دى، چې څو تنه يو له بل سره ناسازه پرې شريكباڼې دي (او هر يو يې يو كار ته ګوماري) او (بل) سړى دى،چې يوازې د (يو) تن په واك كې دى؛ايا دا دواړه يو شان دي.
خدای د دوه ډوله انسان بېلګې راوړي: یو هغه انسان چې بېلابېل شریکباڼي ترې راتاو دي او هر یو څه ترې غواړي؛ او بل هغه انسان، چې یوازې یو تن ته مسؤول دی، نه دا له چا سره څه کار لري او نه له ده سره. ایا دا دواړه انسانان چې یو يې لانجمن او بل یې خاطر جمع دی، یو له بل سره مساوي او یو رنګ دي؟ د الله نمانځنه، له الله سره شریک نه پیدا کول، بې له الله بل نه رابلل او بې الله ته سجده نکول د حکمت لاندې باندې او سر او بېخ دی. موږ انسانان نړۍ ته د بندګۍ کولو لپاره راغلي یو، نه خدایې کولو ته. د انسانتوب شرط، بنده توب دی او د دیانت زڼی، په واقع کې عبودیت او نمانځنه ده. یو دین هم – که حق وي یا باطل – له عبودیت او نمانځنې تش نه دی. هر ځای چې یو دین وي، نمانځنه هم شته، ان په باطلو او شرک ډولو ادیانو کې هم دعا او نمانځنه شته؛ خو په حق ادیانو کې، انسان د حق قبلې ته ورسېخوي او یوازې ده «الله» نمانځنه، ژوره مانا لري. دا مانا له یوې لوري خدای ته راجع کېږي، چې معبود دی او بلخوا انسان ته چې عابد دی. له لومړي پاره، دلیل دادی، چې یوازې یو خدای (الله) شته، چې نمانځوړ دی، ټولې چارې ده ته وررسي او ګردې قواوې او روزۍ ترې سرچينه اخلي؛ خو له دویم پاره، چې بنده ته راجع دی، په دې مانا دی چې بنده، بنده دی او خدای نه دی او بیخي پر خدایي مسند پښه نه ورږدي. په نظر او خبره کې ددې ساده عبارت منل او تصدیق، اسان دي؛ خو په عمل کې یې تصدیق او تشخیص خورا ستونزمن دی.
په نوې نړۍ کې د شرک پېچلې بڼې
بوتپالي او شرک څېرې اړوي او کله له اوچت ظرافت او انتزاعیته برخمنېږي. کله چې بوت د یوې ډبرینې مجسمې په بڼه وي، تشخیص یې ستونزمن نه دی؛ خو چې انتزاعي، معقول او نامحسوس اړخ یې خپل کړ، تشخیص یې ستونزمنېږي. په همدې دلیل، شرک په ډېر ظریف ډول د انسانانو په عقلي او عملي ژوند کې سوړه کوي او انسانان باید په هر پېر کې له دې چاره باخبره او ځانونه دې ترې بچوي او ځان ته، له سره د شرک مصادیق په نښه کړي او په تېره په نړۍ کې چې واړه او غټ خدایان توږل کېږي، ترې خبر او ځانونه دې ترې وساتي او سجده دې ورته نه کوي او د «الله» نمانځنه دې له «غیرالله» او نا خدایانو سره نه ورګډوي.
که کوم موجود په لاپو شاپو مدعي شو، چې د الله پاک د یو ځانګړي صفت خاوند دی؛ نو په الوهیت کې یې د تمې لاس وهلې او پر الهي مسند یې پښه ورايښې ده. په تېره کله چې یو شخص- حقیقي یا حقوقي – مدعي شي چې د حق یا د اخلاقو په ورهخوا مرتبه کې دی، په حقیقت کې د خدایۍ ادعایې کړې ده. دا ادعا په ډېره ظریف بڼه وي او له انظارو پټه پاتېږي.
زموږ په پېر کې څو ډوله خدایان په تېره د دولتونو او حکومتونو په جامو کې رابرسېره شوې دي. هغه دولتونو چې ځان تر حق ورهاخوا (فوق حق) او بلکې د حق سرچینه بولي، ځان ته په یو ډول خدایي قایل دي، هغه حکومتونه چې تشریع او تقنین یوازې د ځان بولي، ځان ته په یو ډول خدایي قایل دي.
زموږ په پېر کې، څه چې پېښ شوي، د خدای انکار نه؛ بلکې د بندګانو د بنده ګۍ انکار دی. البته دا دواړه چارې یو د بل ملازمې دي او هر لوري ته چې ورشو په نهایت کې به بلې ته هم ورورسو؛ خو کله پر یو لوري تر بل ډېر ټینګار کېږي.
د علم کلام په تاریخ کې دوه پېرونه
هو که د بشر عقلاني او کلامي ژوند ووېشو، په دوو پېرونو به ووېشل شي: اروپایي ټولنه، د روښانګرۍ تر لومړیو پېړیو، دیني وه؛ یعنې نیغ په نیغ د خدای د شتون یا نشتون پر سر خبرې کېدې.
یو خوا الحاد ډوله چغې وې او بلخوا مؤمن ډولي فریادونه ول. په هر ترتیب، څه چې د خبرې موضوع وه، د خدای شتون او وجود و. د بندګانو بنده ګي مفروض وه، یوازې د خدای د وجود په آر کې خبرې کېدې؛ خو له یو څه وخته راروسته، دا چې شته یا نشته دا خبرې له منځه ولاړې یا کمرنګې او څنډې ته شوې، خو دا مساله په ټینګه اوڅار شوه چې انسان د خدای تر څنګ پاتېږي یا نه؟ د یو نوي فیلسوف په تعبیر ایا د بې نهایت او «با نهایت» راټولېدل شوني دي که نه؟ په ورو ورو دې ګروهې اهمیت وموند، که خدای لویی او ښه لویی کړو، په مقابل کې انسانان مو کوچني او ښه کوچني کړي دي؛ یعنې د خدای عزت مو د انسانانو په ذلت چمتو کړی دی؛ انسانانو ته وایو چې خدای ته سجده وکړئ ځان ته ذلت غوره کړئ او د جمال، جلال، عظمت او عزت اوصاف د خدای کړئ.
په واقع کې مساله د فلسفي او کلامي نفې او اثبات له بریده ووته او انساني اړخ یې خپل کړ. وویل شو چې انسان ددغسې خدای تر څنګ پاتېدای نشي؛ بلکې وځپل او له منځه ولاړ شي؛ نو ځکه که داسې وي چې انسان خپل انسانیت ته دوام ورکړي، باید د خدای فکر او د خدای د شتون طرح یوې څنډی ته کړي. الحادي اګزیستانسیالیزم – هستیپالنه چې زموږ د پېر یو له فلسفي ښوونځیو ځنې دی، دقیقاً پر همدې دریځ دی. ددې ښوونځي د منځ ټکی او زڼی دادی چې خدای او انسان یو ځای کېدای نشي: یا خدای یا انسان؛ که خدای راننوځي، انسان باید ووځي، او که انسان پاتېږي؛ نو خدای باید وشړل شي، او دغسې وه، چې خدای له ډګره ووت.
دویم پیر: د انسانانو د بنده ګۍ نفې
په دې ډول ښوونځیو او افکارو کې، نیغ په نیغ د خدای شتون نه نفې کېږي؛ بلکې ړومبی د انسانانو بنده ګي نفې کېږي. ویل کېږی چې انسانان په بنده توب کې ضایع کېږي. نو ځکه ددې تضییع مخنیوي ته، نباید خدای د بنده تر څنګ کېنوول شي، چې په دې توګه انسانانو ته ځای پیدا شي. د دوی له نظره کله چې دا لوی او ستر خدای له ټول علم او قدرت سره راننوځي، هیڅ موجود ته ځای نه پاتېږي او ټول باید ترې ځار شي. د بندګۍ حق او برید دادی «که هغه وي؛ هډو زه به نه یم» انسانان د خدای تر څنګه پر خپل نشتون ګواهي ورکوي. نو ځکه دې ملحدو فیلسوفانو ددې مسالې حل ته، خدای نفې کړ، چې انسانانو ته ځای پرېږدي، چې د راوړاندې کېدو او ځان ښکاره کونې زمینه ورته چمتو شي، دا هم یو ډول شرک دی. په حقیقت کې دا چې ویل کېږي باید د انسانانو انسانیت ته ځای ورکړای شي د خلکو خدایي کولو ته د لارې پرانستو یو بل تعبیر دی، نه د خلکو بنده ګي کول. د خدای تر څنګ، بنده توب ته ځای شته؛ خو خدایي ته نشته؛ نو ځکه څوک چې د خدایي هوس کوي باید د ادیانو خدای وشړي، چې پرځای یې کېني، او دا د پېښې نچوړ دی.
نو ځکه زموږ په پېر کې د الله له توحید او نمانځنې ویینه دوه څېرې لري:
ړومبی څېره داده چې الله یو او نمانځوړ دی. دویمه څېره داده، چې موږ انسانان بنده ګان او بنده ګۍ ته راغلي یو، نه خدایي کولو ته. البته زموږ په پېر کې دویمې څېرې ډېر اهمیت او جلالت موندلی دی (؛خو) انسانانو خپل بنده توب هېر کړی دی. انسانان کله پر الله په عین ګروهې ښکاره کولو کې شرک ورسره کوي او تر څنګ یې ځان یو خدای نیسي. زموږ په وخت کې د شرک له لامله د زړه ویجاړېدل او د خدای هېرولو په پار د زړه تیاره کېدل یو خطر دی چې انسانان ګواښي. د ادیانو یو له تلپاتې پيغامونو ځنې دا و، چې د «الله» نمانځنه هېره نکړئ. د خدای پر وړاندې تذلل او بندګی تل یو ښه چار دی، چې دا د پېغمبرانو د پیغام لویی او آریز زڼی دی.
رحمان بابا وايي :
ژوندی ځان په ځمکه خښ کړه لکه تخم
که لویي غواړې د خاورو په مقام شه
ز خاك آفريدت خداوند پاك پس اى بنده افتادگى كن چو خاك
عبدى اطعنى اجعلك مثلى- او مثلى
« زما بنده! هومره مې ونمانځه، چې په څېر مې شی یا مې بېلګه شې»
دا قدسي حدیث: «بنده مې د نوافلو او مستحباتو له لامله داسې ځای ته وررسي، چې پر ځای یې ورکېنم (چې) سترګې او غوږ یې شم؟
یا دا چې:
ان الله خلق آدم على صورته
«خدای آدم پر خپله بڼه پیدا کړی دی.»
دا مشهور روایات دي او ډیری عارفانو پرې لاسوند کړی. له سموالي یا ناسموالي به یې تېر شو؛ خو ډېری عارفانو او مؤحدینو ترې ګټنه او استناد کړی دی، دوی له نظري پلوه ډېره هڅه کړې ده. او په عمل کې یې هم دا ډول روایات د خپل عمل او سلوک لارښود ګرځولي دي او دې مقاماتو او مراتبو ته یې په ورسېدو کې یو عمر تېر کړی دی.
خدای ته د انسان د تقرب په باب دوه بېلګې
مولوي بلخي ددې ډول روایاتو په څرګندنه کې، څو بېلګې راوړي دي: یو د هغې اوسپنې بېلګه ده چې د اور په بټۍ کې سره شوې او بله یې په نغري کې د خسو سېځل دي. په بټۍ کې د اوسپنې ټوټه، د اور اوصاف مومي، نه اور کېږي؛ خو د اور په څېر کېږي (اورینه کېږي).
شد ز رنگ و طبع آتش محتشم گويد او من آتشم من آتشم
آتشم من گر ترا شكست و ظن آزمون كن دست را در من بزن
آتشم من گر ترا شد مشتبه روى خود بر روى من يكدم بنه
(مثنوى، دویم دفتر، 1352 -1350)
او البته مولوی روسته وایي، چې دا تمثیلونه هم روا نه دي.
آتش چه آهن چه لب ببند ريش تشبيه مشبه را مخند
(مثنوى، دویم دفتر، 1355 بیت)
اى برون از وهم و قال و قيل من خاك بر فرق من و تمثيل من
(مثنوى، پینځم دفتر، 3318 بیت)
الله تعالی ته د بنده تقرب (ورنژدې کېدنه) له حق سره یې تړاو، له بل جنسه دی، بې څرنګوالي دی، د څرګندنې وړ ندی؛ خو په هر حال بنده دې مرتبې ته ور رسي.
د « بایزید» د شرع پر خلاف خبرې
د تصوف په تاریخ کې، ددې فرقې له ځینو بزرګانو او مشایخو داسې غونډلې – جملې رانقل شوي، چې د رعونت، لاپو شاپو، تکبر او ان د کفر بوی ترې راخېژي؛ خو صوفیانو یې مخونې ته پرېمانه هڅې کړې لکه مشهوره ده چې «بایزید بسطامي» ویلي و: سبحانی ما اعظم شأني، یا «لیس فی جبَتي سوی الله» « په جامو کې مې بې له الله بل څوک نشته». مولوی ددې څرګندنو په مخونه کې، یو داستان راوړی، چې شیخ عطار په تذکرة الاولیاء کې هم راوړی دی: د بایزید مریدانو ددې خبرو په اړه نیوکه پرې وکړه. ده هم دا تایید کړه، چې دا کفر ډولي خبرې دي او نباید وویل شي؛ نو که بیاځلي دا خبرې مو رانه واورېدې، ومې وژنئ ځکه وژنه به مې واجب شي. خو بیاځلي په بې خودۍ کې دا خبرې کوي او مریدان په چړو برید ورباندې کوي.
مست گشت او باز از آن سغراق زفت آن وصيتهاش از خاطر برفت
نقل آمد عقل او آواره شد صبح آمد شمع او بيچاره شد (…)
خو د چړو ګوذار اغېز ورباندې ونه کړ؛ بلکې چړو د مریدانو بدنونه څیرې کړل.
چون هماى بى خودى پرواز كرد آن سخن را بايزيد آغاز كرد
عقل را سيل تحير در ربود ز آن قوىتر گفت كاول گفته بود
نيست اندر جبهام الا خدا چند جويى بر زمين و بر سما
آن مريدان جمله ديوانه شدند كاردها در جسم پاكش مىزدند
(مثنوى، څلورم دفتر، 2126 -2123 او 2109 – 2108 بیتونه)
په نهایت کې مولوی د بایزید ددې خبرې په مخونه کې وایي، بایزید ددې خبرې د کولو پر وخت، بایزید نه و، بل چا یې په خوله خبرې کولې.
شیخ شبستري هم په دې هکله وایي:
روا باشد انا الحق از درختى چرا نبود روا از نيكبختى
موسی(ع) په بېدیا کې او له شیعب (ع) څخه په راستنېدو کې، یوه ونه ولیده چې اور ورباندې بل و، په ونې پسې ورغی او ونې ورته وویل، ای موسی زه «الله» یم. شیخ شبستري وایي، ونې خو نه ویل چې زه الله یم، په واقع کې خپله الله ویل، چې زه الله یم؛ خو دا خبره د ونې له اړخ د موسی(ع) غوږونو ته وررسېده. مولوی هم همدې مضمون ته ورته یو مثال لري، وایي، څوک چې پېریانی شي، په دې حالت کې داسې خبرې کوي چې خلک یې په خبرو نه پوهېږي، بلکې خبرې یې د پېري بولي.
چون پرى غالب شود بر آدمى گم شود از مرد وصف مردمى
هر چه گويد آن پرى گفته بود زين سرى ز آن آن سرى گفته بود
چون پرى را اين دم و قانون بود كردگار آن پرى خود چون بود؟
اوى او رفته پرى خود او شده ترك بى الهام تازى گو شده
(مثنوى، څلورم دفتر، 2115 -2112 بیتونه)
دا چې پېری پر انسان دغسې تسلط لري، د پیري خدای خو په «طریق اولی» پردې کار وسمن دی.
گر چه قرآن از لب پيغمبرست هر كه گويد حق نگفت او كافرست
(مثنوى، څلورم دفتر، بيت 2122)
هو خبره د خدای خبره ده؛ خو د پېغمبر له خولې یا بایزید له خولې تر غوږه کېږي. کله چې ویینه نازک مطلب ته ور رسي، مولوی د خپل معمول دود له مخې خبره ژوي او ډېره څرګندنه روا نه ویني.
لب ببند ار چه فصاحت دست داد دم مزن و الله اعلم بالرشاد
بر كنار با مى اى مست مدام پست بنشين يا فرود آ والسلام
(مثنوى، څلورم دفتر، 2146 -2145 بیتونه)
موږ بې له دې چې ددې ډول داستانونو په اړه قضاوت وکړو، همدومره رایادوو، چې زموږ د عارفانو او صوفیانو د فرهنګ او فکر په تاریخ کې، دا ګروهه شته چې بنده داسې یوه ځای ته وررسي، چې خدای پکې تجلَی کوي او خپله ژبه کوي یې او په پایله کې د بنده په خوله داسې خبرې راځي چې په عرف کې کفر ډولي ګڼل کېږي؛ خو په واقع کې عین حق او توحید وي.
ایا د انسان، خدای ته ورته کېدنه د بنده ګۍ له شان سره یې سازګاره ده؟
اوس پوښتنه داده چې ایا خدای ته ورنژدې کېدنه یا خدای ته ورته کېدنه له دې خبرې سره – چې زموږ د انسانانو شان یوازې او یوازې بنده ګي ده – د یو ځای کېدو وړ ده؟ له خدای سره ورته والی په څه مانا دی او دا مانا د انسانانو د بنده ګۍ له نه سلبېدوني شان سره یوځای کولای شو؟ یا دا چې یو ترې ورځار کړو؟
خدای ته تقرب د عبودیت په سیوري کې حاصلېږي
حقیقت دادی چې دا دوه مقولې پوره یو له بل سره سازګارې دي. یوازې کافي ده، چې ددې قضایاوو دقیقه مانا په پام کې ونیسو. دلته یو اصلي او ساده ټکی شته، چې نباید هېر شي: «د خدای په څېر کېدنه» یا په شرعي او دیني ډېر سم تعبیر « خدای ته ورنژدې والی»، یوازې د عبودت په سیوري کې حاصلیږي. د منځ ټکی دادی، هغوی چې ښه بندګان دي، ښه ورنژدې دي. هغوی چې ډېر عبادت کوي، دې مقام ته د وررسېدو ډېره وړتیا پیدا کوي. په کافي کې له امام هادي (رح) له یوه لاروي روایت شوی چې ویې ویل: پر هغه ورځ چې امام جواد وفات شو او امام هادي په باطن کې د امامت منصب ونیو، امام هادي مې ولید ویې ویل: «انا لله و انا الیه راجعون = موږ د الله یو او پر لور یې ورتلونکي یو». نن ابوجعفر ومړ ( په هغه زمانه کې امام جواد په بغداد کې او امام هادي په مدینه کې و) ورته مې وویل، له څه پوه شوې؟ راته یې وویل:
لانه تداخلنى ذله لله لم اكن اعرفها
« د خدای په اړه مې (داسې) ذلت، عاجزي او خضوع وننګېرله، چې تر اوسه مې تجربه کړې نه و» (اصول کافي، کتاب الحجة، باب۹:حدیث،۵)
یعنې کله چې امام امامت ته وررسي، د خدای په اړه یې ذلت، خضوع او عاجزي ډېرېږي.
پېغمبر اکرم(ص)؛ خورا مقرب بنده
پېغمبر(ص) د خدای له ډېرو ورنژدې بندګانو څخه و او کوم رسالت چې ورکړای شو د وړتیا په رڼا کې یې و؛ خو هېر مو نشي چې دا وړتیا یې د عبودیت په سیوري کې پیدا کړه. تل ګواهي ورکوو چې « اشهد ان محمداً عبده ورسوله = ګواهي ورکوو چې محمد د خدای بنده او استازی یې دی». دا یوه لویه ګواهي ده. ګواهي ورکوو، چې د اسلام ستر پېغمبر(ص) په لومړۍ درجه کې د خدای بنده دی او د همدې بندګۍ پر بنسټ یې د رسالت وړتیا ومونده. نو ځکه انسانان د ډېرې بنده ګۍ په سیوري کې خدای ته ورنژدې کېږي. کله هم د هیڅ عارف او سالک په خیال کې نه تېرېږي چې بنده د بنده ګۍ له بریده ووځي، چې د خدایي یا له خدای سره د برابرۍ لاپې وکړي.
د الهي قرب مقام تلپاتې تضمین نلري
همداراز پردې ټکي ورزیاتوم، چې دې لوړو مقاماتو ته وررسېدنه کله هم چا ته کوم تضمین شوی مقام نه ورکوي. د خدای ګرد بندګان، ان د مراتبو له مخې د قرب په اوچتو مقاماتو کې، په «خوف و رجا» (ډار او هیله) یا په «قبض او بسط» (تنګۍ او پراخۍ) کې اوسېدل.
د بلعم باعور داستان
قرآن هم په ځیرنه همدا مانا رازده کوي. په قرآن کې له یوه « مستجاب الدعوة» عابده یادونه شوې چې مفسرانو یې نامه «بلعم باعوراء» کښلی دی. خدای یې په اړه وایي:
آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا (الاعراف/۱۷۵)
« خپل آیتونه مو ورکړي وو»
یعنې نوموړی د کرامت خاوند و او خدای ته ډېر ورنژدې و؛ خو په خوندي او امن مقام کې ناست نه و؛ یعنې شیطان ورسره و؛ داسې چې کرامت او مقام یې ترې واخست، او له خپله مقامه راوپرځاوه، چې خدای یې په اړه ویلي:
فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ (اعراف/۱۷۶)
نو ځکه بنده چې هرې مرتبې ته ورپورته شوی وي، همدغسې د ښویېدنې پر پاڼ ولاړ دی، هډو هیچا ته خوندي مقام ورکړای شوی نه دی او دا البته د بندګۍ غوښتنه ده؛ نو ځکه تقرب شته؛ خو ددې تقرب واګې د خدای په لاس کې دي.
خدای خپل ګران پېغمبر ادبوي
په قرآن کې د اسلام پېغمبر (ص) ته عبرتناک خطابونه راغلي لکه:
وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ (زمر/۶۵) = او په يقين چې تا او تر تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې ده: كه شرك دې وكړ؛نو (ټول) كړه دې تباه كېږي او هرومرو به له زيانمنو ځنې شې .
ویلي یې دی، چې یو عارف دا آیت واورېد، ویې پوښتل:
اهكذا يخاطب الاحباب؟
«دوستانو ته هم دا ډول وینا کوي؟!»
دا ادبوونکی لحن نه تضمینتوب او نه خوندیتوب راښیي یعنې انسان تر هر مقامه چې پورته ولاړ شي، همدغسې بشر دی، خوندي نه دی، د خدای مرستی او تسدید ته اړمن دی.
په الحاقه سورت کې هم راغلي، چې خدای وایي:
وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ (الحاقه/۴۴) = او كه له ځانه یې څه خبرې راپسې جوړې کړې وای
لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ (الحاقه/۴۵) = هرومرو په زور مو نيوه،
ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ (الحاقه/۴۶) = بيا به مو ښهرګ يې ترې پرې کړى واى!
د قرآن په بل ځای کې خدای پېغمبر(ص) ته وایي:
وَإِن كَادُواْ لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذًا لاَّتَّخَذُوكَ خَلِيلًا (اسراء/۷۳) = او نژدې وه، چې دوى دې (پخپلو وسوسو) له موږ درلېږلې وحې واړوي،چې بل څه راباندې وتړې؛نو هله يې په دوستۍ نيولې .
وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا (اسراء/۷۴) = او كه ته (پر حق) مو ټينګ كړى نه واى (او د عصمت د مقام په رڼا كې له بېلارۍ خوندي شوى نه وې؛نو) نژدې وه،چې لږ څه به ورمات شوى وې .
إِذًا لَّأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا (اسراء/۷۵) = كه داسې شوې وای(؛نو) هم په ژوند کې او هم په مرګ کې مو[د مشرکانو د سزاګانو] دوه ګرایه عذاب درڅکه او زموږ پر وړاندې دې کوم مرستندوی نه مونده!
دا هم خپل محبوب پېغمبر ته د خدای ادبونه ده. په قرآن کې دا ادبونې راغلي، چې ټول یې واوري او عبرت زده کړي. که دا پټې ادبونې وې، په قرآن کې نه راتلې او موږ یې نه محرمان کېدو. د خدای او خپل پېغمبر(ص) ترمنځ یې ډېر څېزونه تېر شوي، چې موږ انسانان ترې ناخبره یو او ترې خبرېدای نشو. خو دا خبرې په قرآن کې په ډاګه راغلي او دا چار، له دې پلوه دی، چې موږ انسانانو ته رازده کړي، بنده چې تر هرې کچې پورته ولاړ شي، څومره چې خدای پر وړاندې محبوبیت او عزت ومومي، همدغسې بنده دی او همدغسې به د خدای ساتنې او پاسوالۍ ته اړمن وي.
وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا (فرقان/۳)
انسان د هیڅ څیز مالک نه دی او له هر اړخ پر خدای متکي دی.
له ام المؤمنین ام سلمه (رض) په یو معتبر حدیث کې روایت شوي چې یوه شپه یې حضرت رسول(ص) په بستره کې ونه موند، او د ده په لټولو پسې شوه، تردې چې د کور په یوې څنډې کې یې وموند، چې لاسونه یې پورته نیولي او په ژړا د خدای درګاه ته دعا کوي، چې یوه جمله یې دا وه:
اللهم و لا تكلنى الى نفسى طرفه عين ابدا
« خدایه! د سترګو رپ هومره مې هم ځان ته مه پرېږده».
روسته ام سلمې وپوښت، تاسې خو خدای بښلی یاست؛ نو څنګه ډارېږې؟ ویې ویل: څه مې نه خوندي کوي.
خدای، یونس پېغمبر د سترګو رپ هومره پر خپل حال پرېښود او هغه پېښه ورپېښه شوه.[1]
نو ځکه هلته چې ویل کېږي « یوه بنده خدای ته ورنژدې کېږي»، په دې مانا نه ده چې بنده، خدای کېږي؛ بلکې په دې مانا ده؛ چې خدای پکې ډېره تجلی کوي.
خدای ته د قرب ډولونه: نفلي او فرضي
زموږ عارفان خدای ته د ورنژدې کېدو په دوو ډولونو قایل شوي دي: نوافلي قرب او فرایضي قرب؛ یا نفلي قرب او فرضي قرب. په یوه قرب کې بنده په خدای کې فاني کېږي او په دې بل کې خدای په بنده کې تجلی کوي. په دواړو ډولونو کې، خدای د بنده پر ځای کېني، نه دا چې، بنده، خدای شي.
یوازې ددې دوو ډولونو توپیر په دې کې دی، چې په یوه کې یې ربوبي تجلی ده، او په بل کې په خدای کې د بنده فنا ده (د عارفانو په دقیقه مانا). هیڅ عارف نه انګېري چې انسان وکړای شي او مجاز وي، چې د خدای پر مسند پښه کېدي. په دې ټولو مواردو کې یوازې «الله» دی چې تانده او تازه تجلی مومي او ځان ډېر ښکاره کوي او بنده چې ځان ته په انګېرل شوي استقلال او خپلواکۍ قایل و، خوشې کېږي او ورو ورو دا موهومه خپلواکي ډېره څېروي او په خدای کې ډېر محو او فاني کېږي.
څه چې وویل شو، له جمعي پلوه نور اړخونه او احکام لري.
په قرآني فرهنګ کې د «عبد» او «عبادت» مانا
کله چې یو وګړی په یو شمېر خلکو کې مقام لري، خدایي کول بله مانا مومي.
په قرآن کې د «عبد» او «عبادت» د اصطلاحاتو مشتقات د درې سوو ځلوو په شاوخوا کې راغلي دي. په عربو کې د «عبد» کلمه دود وه او قرآن هم کارولې ده. د هغه وخت فرهنګ او په لاروی یې د عربانو فرهنګ یو مریینه منوونکی فرهنګ و. ښایې نن د «مریي» یا «بنده» د کلمې مانا سمه ونه موندل شي؛ ځکه زموږ په وخت کې مریتوب منسوخ او لغوه شوی دی؛ یعنې لږ تر لږه په ظاهر سترګو هغه تړاو چې مولا یا ارباب له خپل مریي سره درلود او کوم مالکیت یې چې د ده په اړه ننګېره او هم کوم ذلت چې یو انسان د بل پر وړاندې درلود، لېدای نشو. که مریتوب هم وي خورا انتزاعي او ډېر نامحسوس دی.
اسلام پخپله نه د مریتوب بنسټګر و او نه یې دودوونکی او هڅوونکی؛ خو په هغه پېر کې، مریتوب دود او غالب و؛ نو ځکه په قرآن کې د هغې زمانې د اصطلاحاتو فرهنګ کارول شوی (دغسې ددې ملاحظاتو په څېر سوداګریز نظام او په اړه یې اصطلاحات هم په قرآن کې د څېړنې وړ دي). په قرآن کې د «عبد» اصطلاح د زمانې د مریتوب له فرهنګه اخېستل شوې ده او هم د یو انسان پر وړاندې د بل انسان د مریینې پر مانا کارول شوې ده او هم د خدای پر وړاندې د انسان د مریي او بنده ګی په مانا. په عین حال کې په قرآن کې د «بنده» کلمه یوه ښه کلمه ده؛ یعنې څوک چې واقعاً د خدای بنده وي او په دې عبودیت ګروهن وي، خدای یې سخ، تحسین او تقدېر وي.
خو دا تعابیر چې د هغه پیر د اعرابو په فرهنګ کې دود ول، په الهي کلام کې تلطیف ښکلي او زړه راښکوني شوي دي؛ یعنې د عامه کارونې له کچې ډېر اوچت شوي او یوې مانېزې فضا او تشیال ته ورننوتي. د «عبد» او «عبودیت» اصطلاحات هم په دې چار کې رانغښتې دي. په تېر فرهنګ کې «مریتوب» ځانګړې مانا درلوده له ځانګړنو یې دا وه، چې په مریانو کې وده او غوړېدا نه انګېرېده، او تر ټولو ورهاخوا، د ارباب او بنده ترمنځ مینه ناشونې وه او د مریي د انساني وګړې په سپکاوي او تحقیر پسې پرېمانه افتونه رادبره کېدل.
ارواښاد اقبال لاهوري د مریتوب او ناوړه اغېز په اړه یې ډېرې پیاوړې خبرې لري. د بېلګې په توګه وایي:
آدم از بى بصرى بردگى آدم كرد گوهرى داشت ولى خرج قباد و جم كرد
يعنى از خوى غلامى ز سگان پست تر است من نديدم كه سگى پيش سگى سر خم كرد
یو له دلایلو چې لامل شو چې په لویدیځ کې یو شمېر فیلسوفان د ځینو ادیانو پر وړاندې راپاڅي، دا و، چې ویل یې، په دې ادیانو کې د خدای او انسان تړاو د ارباب او ولس (رعیت) تړاو دی او یو انساني او زړه راښکونی تړاو نه دی. هګل د یهودي دین پر وړاندې همدا خبره درلوده. د هګل په ګروهه په یهودي دین کې د انسان او خدای تړاو د عبد او مولا یا مریی او مریوال تړاو او بنده د خدای پر وړاندې یو ډېر ذلیل او ناڅیزه موجود دی او خدای هومره هسک ناست دی چې په مطلق ډول د انسانانو له لاسرسي وتلی دی. د خدای او انسان ترمنځ دغسې تړاو چېرې انسان ته د رغاونې ونډه لوبولای شي؟
حقیقت دادی چې د ځینو فیلسفوفانو خدای هم همدغسې دی. د بېلګې په توګه د ارسطو د ښوونځي یا د لرغوني یونان د ښوونځي خدای، د مریوالو اربابانو له جنسه دی او له انسانو سره تریخجن او ضد انساني تړاو لري. هو هګل او په څېر یې ګروهن ول، کوم خدای چې د یهودو شیخان معرفي کوي، یو تریو ټندی خدای دی او له انسان سره یو ډېر ناانساني تړاو لري؛ نو ځکه زړه راښکونی او نمانځوړ نه دی؛ نو هګل په همدې دلیل د یهودیت تر خدایه د مسیحیت خدای ته ترجیح او غوراوی ورکوي او ویل یي چې د مسیحیت خدای د مینې خدای دی، مینوال دی او له انسانانو سره انساني اړیکه لري د انسان لاسنیوی کوي، نژدې دی، د مینې وړ او نمانځوړ دی.
دیني فکر ته د عارفانو مهمترین خدمت: خدای مینناک دی
په اسلامي فرهنګ کې د عارفانو یو له مهمترینو چوپړتیاوو همدا وه چې یې رازده کول خدای مینناک دی. البته دوی په دې اړه مازې د اسلام له ښوونو الهام اخستی؛ خو دا مانا یې ډېره پرانستې او سپړلې ده. دا یوه ستره راسپړنه وه. هیڅ ارباب او مریوال د دوستۍ نه دی، یوازې د کرکې وړ دی؛ خو په اسلام کې د بنده او خدای ترمنځ اړیکه، یوه له ولایته او مینې ډکه اړیکه ده. تر دې چې په حدیث کې راغلي:
الدين هو الحب و الحب هو الدين (رواندي، نوادر:۵ټوک)
« دین خو مینه ده او مینه دین دی»
البته خدای له یوه لوري ولي دی؛ یعنې دقیقاً له بنده سره د مولا او عبد اړیکه لري، د بنده هرڅه له همده دي او بنده په هیڅ ډول پر وړاندې یې استقلال او خپلواکي نلري؛ نو ځکه په یوه مانا بنده په خدای کې محو دی؛ خو بلخوا بنده یو موجود دی، ددې وړ دی چې له خدای سره دوستي وکړي. هغه خدای چې د مولویَت په مقام کې له بنده تر دې بریده واټن نیسي او د مینې په مقام کې تردې کچې را نژدې کېږي. له خدای سره د بنده دا دوه ګونې اړیکه – که بنده یې وساتلای شي – یو خورا اعجاز ډولی تړاو دی؛ یعنې که بنده وکولای شي، چې په عین حال کې د خدای د احتشام (جلال، ستریا) په ساتنې سره ورنژدې شي، د بندګۍ لوړ مقام ته ورنژدې شوی دی.
نو ځکه په قرآن کې که څه د «عبد» او «عبودیت» اصطلاحات د هغې زمانې د مریتوب له فرهنګه اخستل شوي؛ خو دې اصطلاحاتو په قرآني قاموس کې یو سرباندې – فوق العاده مانیزه ښکلا، تلطیف او تصعید پیدا کړی او د مینې له مالګې سره ګډ شوي، داسې چې د مریتوب ناانساني او ضد انساني منځپانګه ترې پوره څنډل شوې ده. البته په دې ځانګړنې بنده، بنده پاتېږي؛ یعنې پردې آر همدغسې ټینګار او تاکید دی چې بنده، بنده دی او کله هم داسې یوې مرتبې ته نه وررسي چې له خدایه ګیله وکړي یا دا چې د کوم مرتبت دعوا وکړي او د رعونت اظهار وکړي.
بنده څومره چې د مینې په مقاماتو کې پورته وخېژي؛ بیخې به دې برید ته ونه رسي. له رسول اکرم (ص) یو روایت نقل شوی ( د لاسوند له سموالي او ناسموالي په یې تیر شو) چې د یو شمېر مسلمانانو فکري لاسوند و او د دوي په فکري او سلکوي حیات کې ورننوتی دی. له پېغمبر اکرم(ص) یې روایت کړی، چې ویې ویل:
رحم الله اخى عيسى كان عينه اليسرى عمياء، رحم الله اخى موسى كان عينه اليمنى عمياء. انا ذو العينين:
«خدای دې زما پر ورور عیسی ولوریږي، کیڼه سترګه یې ړنده وه. خدای دې زما پر ورور موسی ولورېږي، ښی سترګه یې ړنډه وه؛ خو زما دواړه سترګې بینا او لیدونکي دي».
کومو مشرانو چې دا خبره روایت کړې دا مانا یې ترې اخستې، چې د عیسی نبي په ښوونځي کې پر مولویت سترګه ورتړل شوې ده او په بل کې پر مینې ور بنده ده؛ خو د اسلام د پېغمبر په ښوونځي کې سترګه په دواړو ماناوو پرانستې دي؛ یعنې خدای له یوه لوري مولا دی او له بل لوري د یو معشوق په لطافت او د یو دوست په صمیمیت یو څوک دی. په بله وینا خدای له یوه پلوه دومره انسانانو ته ورنژدې دی، چې په خپل څنګ کې یې ویني او له بل لوري دومره لرې دی چې بیخي یې په خیال کې انځورولای نشي چې پر مسند به یې پښه ورکېدي.
له خدایه ډار او ورسره مینه کول د خدای د بندګۍ لازمه ده
د بندګی لازمه داده چې انسان ددې اړیکې دواړه لوري وساتي او د ډار او مینې په دوو پړیو د خدای لوري ته وغځول شي.
كن ذا قلبين، قلب تخاف به الله خوفا لا يخالطه تفريط و قلب ترجو به الله رجاء لا يخالطه تغرير ( تنبیه الخواطر:۴۱ مخ)
« د دوو زړونو خاوند اوسه، ډارېدونکی زړه او هیلمن زړه، بې تفریطه ډار او بې غروره هیله».
د اسلامي تاریخ په فرهنګ کې مو داسې مشران درلودل، چې سراسر له خدایه ډار وو؛ یعنې حضرت حق په خپل مولویت داسې تجلی ورته کړې وه، چې له خوشحاله زړونو یې یو بڅری پاتې نه و. دوی ډارن زاهدان ول، چې په سراسر ژوند کې د ناوړه عاقبت له ډاره اندېښمن وو او سوچ یې کاوه چې هسې نه جبار خدای یې داسې محکوم او په اور کې وغورځوي، چې په خورا ذلت او بېچارګۍ کې به د لږ څه اقدام وس هم نه لري.
بلخوا داسې بندګان هم ول، چې د خدای مینې یې زړونه دومره خړوب کړي ول، چې کله یې بې پروایانې کولې او په ظاهره د خدای د طاعت له لارې وتل. ددې دواړو ترمنځ جامع او راټولوونکي مو لږ درلودل.
«رابعة عدویَه» له نادره ښځو ده چې د اسلامي تاریخ په فرهنګ کې په عرفان مشهوره ده او د دې طریقت له مشرانو شمېرلېږي. داسې چې د «حسن بصري» په څېر کسان به ورتلل او درسونه بې ترې زده کول. رابعه خدای ته به خطاب کې دا ښکلي بیتونه لري:
احبك حبين حب الهوى و حبا لانك اهل لذاكا
فاما الذى هو حب الهوى فشوقى بذكرك عمن سواكا
و اما الذى انت اهل له فكشفك لى الحجب حتى اراكا
فلا الحمد فى ذاولا ذاك لى و لكن لك الحمد فى ذاوذاكا
یعنې خدایه! په دوو دلایلو راته ګران یې، یو دا چې درباندې میینه یم او بل دا چې ته خپله داسې یې چې مینه درسره وشي. په نهایت کې هم پایله اخلم چې په دې دواړو چارو کې منت ورباندې نږدم او په دواړو مواردو کې بیا هم باید وستایل شې؛ ځکه دواړه دې لورنې دي، هم دې زما زړه وړی او هم زړه وړوونکی یې. د بندګۍ شان دادی چې بنده د خدای په وړاندې د خپلواکۍ نشتون اعلان کړي او هر څه د خدای له لوري وویني او سراسر وجود یې د حق مینې رانغښتی وي.
عارفانو په سمه موندلې وه، چې د مینې پر سپرلۍ د ډار تر سپرلۍ ګړندي ځغلېدای شو[2]:
در ره معشوق ما ترسندگان را كار نيست جمله شاهانند آنجا، بندگان را بار نيست
گر نهى پرگار بر تن تا بدانى حد ما حد ما خود اى برادر لايق پرگار نيست
(ديوان كبير، غزل 396)
ډارن دې بارګاه ته لار نلري، مینوال یې ښه تیز ځغلوي.
زاهد با ترس مىتازد به پا عاشقان پران تر از برق و هوا
(مثنوى، پنځم دفتر، 2192 بیت)
او عارفانو دا ټکی هم سم موندلی و، چې عشق د خدای ځانګړنه ده، د بنده نه ده.
عشق وصف ايزدست اما كه خوف وصف بندهى مبتلاى فرج و جوف
(مثنوى، پنځم دفتر،2185 بیت)
هو، دا ټکي موندنې زموږ د عزتمنې عرفاني اندنې راسپړنې وې، چې د خدای او بنده ترمنځ د واقعي تړاو مخ پرانستنه کوي. خو تل له بندګانو ددې دوو مقامونو یو ځای کېدنه غوښتل شوې ده. د مولویت پر وړاندې اطاعت حق دی. بندګان باید بې ګړ پړه د خدای فرمانونه ومني. دا منل خدای ته د بنده د محبوبیت لاملېږي؛ ځکه د بنده د عاجزۍ نښه ده. مینه کله هم د نمونځ، روژې، اودس او نورو عملي احکامو ځای ډکولای نشي. مینه ددې چارو ورهاخوا ده، مینه او محبت پردې ټولګه ورزیاتېږي او بنده چټک د خدای لوري ته وربوځي او ددې پر ځای چې حامل وي، محمولوي یې:
اوس پوښتو چې عبودیت چېرې د جمعي چارو په ډګر کې ښکاره کېږي؟
عبودیت د جمعي ژوند په ډګر کې
په ځواب کې باید ووایو چې انسانان په جمعي چارو کې هم اړمن دي، چې د خدای پر وړاندې د خپلې بندګۍ په ځانګړنې پوره پوه شي او په عمل کې یې پلې کړې. د انسانانو حکومت او واکمني باید د بندګانو حکومت وي نه د خدایانو. ژوند او قضاوتونه یې باید د بندګانو ژوند او قضاوتونه وي نه د خدایانو.علم، صنعت، سیاست او ګردې چارې یې باید د بندګۍ ځانګړنې ولري. بنده چې وګړې وي، یو حکم لري او چې له نورو بندګانو سره تړاو ومومي او جمعي معیشت رادبره کوي؛ بل حکم لري. له دې دواړو په هر یوه مقام کې، بندګي او ادب یې ځانګړې غوښتنه لري. د خدای پر وړاندې د بندګۍ د ادب غوښتنه دا ده چې انسان «غیر الله» ونه بلي او بل پر خدایي ونه پېژني او د حق تعالی تقرب ته د بندګۍ له لارې ښه ډېره هڅه وکړي او البته بدله یې هم له خدایه واخلي. د بندګۍ شرط دادی، چې انسان ځان خدای ونه ګڼي او د خپلواکۍ خبرې دې نه کوي او د خدای پر وړاندې خپله نیستي او فقر له یاده و نه باسي. څه یې چې په دیني اخلاقو کې قناعت ډوله ژوند ورته ویلی د طبیعت پر وړاندې د بندګۍ د ادب غوښتنه ده او څه یې چې پر خلکو د تواضع او شفقت په نامې زده کړي، د نورو بندګانو پر وړاندې د بندګۍ غوښتنه ده.
د نورو بندګانو پر وړاندې د بندګۍ شان دادی چې بنده پر ځان سخته تېره کړي، چې نورو ته اساني او سوکالي ورچمتو کړي او په هر تصرف کې ځان ته اجازه ورنکړي. په نوې نړۍ کې د بشر له ستونزو یوه یې دا ده چې انسانان د طبیعت پر وړاندې خدایي کوي نه بندګي؛ یعنې ځان مالک او طبیعت خپل مملوک ګڼي او ګروهن دي چې اجازه لري له دې ملک سره څه چې غواړي وکړای شي ویې کړي او دا یوه لویه ستونزه ده. دا دودېز او واکمن فکر لامل شوی، چې په نړۍ او ټولنېزو نظامونو کې یوه ناهمواري، کنډوکپرتوب او ناانډولي رامنځ ته شي او په رښتیا معلومه نه ده چې اوسنۍ نړی څنګه د دې شر له منګلولو خپل ګرېوان ایله کولای شي.
نوی انسان ځان په هر ډول تصرف کې مجاز بولي
خو ددې لید له عملي ستونزو په سترګو پټېدو، ښه ده چې لږ تر لږه له نظري پلوه ځان ته څرګنده کړو چې له کومې وضع سره مخامخ یو: له داسې کسانو سره مخامخ یو چې د خپل نفس پر وړاندې، د خلکو او طبیعت پر وړاندې د خدایي لاپې شاپې کوي؛ یعنې هم خپله ذاتاً د خدای پر وړاندې پخپله اتکا او نه خپلواکۍ باور نلري او هم پر نورو خلکو او طبیعت خدایي کوي.
نو ځکه ژوند ددې استغناوو او استکبارونو په پار هغه څېره خپلوي، چې په اوسنۍ نړی کې مشاهده کېږي. له دې وضع د خوشې کېدو لار، د عبودیت غوښتنې ته ورستنېدل دي. دا یوه ناسمه خبره ده چې خدای نړۍ راته ایل کړې؛ نو ځکه موږ انسانان مجاز یو، چې خپل شخصي ځواکونه او هم په طبیعت کې خدای ورایښيي ځواکونه، بې پروا او چټي وکاروو. دا ناسمه خبره کله کله له متدینینو هم اورېدلېږي.
قناعت د منندوینې لازمه ده
مخکې مو د قناعت په ویینه کې وویل، هغوی چې په نړۍ کې خدایي کوي، شاکر او منندوی نه دي. بنده باید منندوی وي. شکر او مننه د بندګانو ځانګړنه ده. بنده چې څومره خدای ته ورنژدې وي د پالونکي د نعمتونو پر وړاندې ښه منندوی دی. د نعمتونو پر وړاندې د شکر ایستنې غوره طریقه (په دقیقه مانا) د نعمتونو په باب قناعت کول دي. په همدې دلیل شکر د کفر پر وړاندې دی. کوم بنده چې شکر نه وباسي، هرومرو کفر خپلوي. شاکر د کافر پر وړاندې دی. البته سمه ده چې کفر کله د خدای په باب دی او کله یې د نعمتونو په اړه؛ خو دا ټکی د غور وړ دی چې په دې دواړو ځایونو کې له یوې کلمې ګټنه شوې ده؛ یعنې هم هغه چې د پالونکي نعمت ضایع کوي او هم هغه چې د خدای پر وړاندې سرغاړي کوي. دواړه د کفر په لقب ملقب دي. د نعمتونو پر وړاندې کفر خپلول؛ یعنې له دې نعمتونو سره د خدای په شان مخامخېدل، او خپل مطلق ملک یې ګڼل او بې له کومې ضابطې پکې تصرف کول.
له بل انسان سره د انسان اړیکه دوه ډوله ده: د بنده په څېر او د خدای په څېر.
انسان له نورو بندګانو سره دوه ډوله اړیکه ټینګولای شي: بنده وار یا د بنده په څېر انساني اړیکه، او خدايي اړیکه. خدایي اړیکه، د قرآن به تعبیر، استکباري اړیکه ده ، یعنې انسان ځان تر نورو غوره او نور د ځان پوروړي وګڼي او بې پاره ځان ته په ډېرو حقوقو او ګټو قایل وي او یوازې ځان حقوال او بې مکلفیته بولي. دا خدایي کول دي، او بندګان نباید یو له بل سره دغسې اړیکې ولري.
مذموم او بد تضادونه د انسانانو له بنده ګۍ سره ټکر لري؛ نه د باري تعالی له وحدانیت سره
په نړۍ کې دوه ډوله تضادونه شته: هغه تضادونه چې ښه او ممدوح (ستایل شوي) دي او هغه تضادونه چې بد او مذموم دي. مذموم تضادونه، په رښتینه کې په بنده ګۍ لرې کېږي. یعنې باید ووایو، دا چې انسانان بندګان دي، نباید یو لړ تضادونو ته غاړه کېدي، دا چې بندګان دي نباید دغسې یو پر بل لوړاوی پکې روان وي.
حقیقت دادی چې د توحید کلمې او د خدای د وحدانیت لازمه د نړۍ شکلي یووالی نه دی؛ بلکې انسانان دا چې بندګان دي نباید ځان ته په یو لړ حقوقو قایل وي او نباید له نورو بې ځایه غوښتنې ولري. انسانان د خپلۍ بنده ګۍ په دلیل نباید ځانونه تر حق ورهاخوا وبولي او نباید قومیت د خپل هویت مقوّم وپېژني او نباید تاریخ د حق ورکوونکی وبولي. د مارکسیستانو خبره ځکه د بندګۍ ضد وه، چې ویل یې «تاریخ» پرولتاریا ته د حکومت او واکمنی حق ورکړی دی. فاشیزم هم روا نه ګڼله چې څوک د «حکومت» په تصمیماتو او هوډونو کې د حق او باطل قضاوت وکړي، چې پلانی هوډ یې حق او پلانی یې باطل دی؛ بلکې مدعیان ول چې حق ددوی له حکومته سرچینه اخلي او دوی پخپله تر حق اوچت دي.
دا چارې د انسانانو له بنده ګۍ سره په ټکر کې دي، نه د خدای له توحید سره. ددې ډول چارو شتون د خدای وحدت نه ټکنی کوي. هغوی چې دا خبرې نه مني دلیل یې دا نه دی چې مؤحدین دي. مؤحد والی پر خپل ځای شرط دی؛ خو دا مدعیات د بنده ګۍ له شؤونو سره په ټکر کې دي. یو بنده د هغه واکمنۍ په اړه خبرې نشي کړای چې ځان تر حق او قانون ورهاخوا ګڼي. یو بنده ادعا نشي کړای چې یوازې زه د تشریع او تقنین حق لرم نه نور. یو بنده دا نشي ویلای چې زه «تاریخ» غوره کړی یم، که خلک مې مني او که نه مني، دا حق تاریخ راکړی او ان که لازم وي په زور به پردې مسند ډډه وهم.
شرک لانجمن دی
هو، شرک په نړۍ کې د شخړو او تضاد لاملېږي. د یو الله بندګان یو له بل سره خپلوي لري، چې د ګڼو خدایانو بندګان یې نلري. په نړۍ کې د شخړو یو له عواملو، شرک دی؛ خو توحید د ټولو تضادونو د لرې کونې مستلزم نه دی. د نړۍ یو شمېر تضادونه د شرک معلول او زېږنده دي. چې کله په نړۍ کې څو خدایان رادبره شي؛ څو ډوله بندګان به هم راښکاره شي. او لکه د قرآن په تعبیر:
إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ (المومنون/۹۱)
انسانان د بنده ګۍ په ښکاره کولو کې، د یو بل پر وړاندې یووالی او خپلوي هم راښکاره کوي، او وایي موږ خواجه تاشان یو، یعنې د یوه خواجه بندګان یو او دا یو ډېر مهم تړاو دی چې د انسانانو ترمنځ رادبره کېږي او دوی ته یو واحد نسب (او ځوځات) ورکوي. په بله وینا انسانان په بندګۍ کې اعتراف کوي، دا چې په عبودیت کې شریک دي او د یو خدای (الله) تر فرمان، سلطې، محبت او ولایت لاندې دي، یوې سرچینې او مبدا ته ورمنسوب دي؛ نو ځکه څه دلیل نلري چې یو له بل سره شخړې ته راپاڅي؛ خو کله د بنده ګۍ دا شان هېرېږي او په رښتیا د انسان بدترین غفلت د عبودیت هېرونه ده. د شیطان شان دادی چې له انسانانو بنده ګۍ له یاده وباسي؛ نو دادی چې شخړې پیلېږي.
إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ (الاسراء/۵۳)
یعنې د شیطان کار په خلکو کې لانجې اچول دي. شیطان د ځان لوړ ګڼلو په پار شیطان شو. خدای هم په خورا سپکاوي وشاړه، ورته یې وویل:
فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ (الاعراف/۱۳)
باید له ځان لوړ ګڼلو انسانانو سره دغسې کړچار او مخامخېدنه وشي؛ یعنې لکه څنګه چې خدای تعالی شیطان د ځان لوړ ګڼلو له امله رټلی پټیلې وشړه؛ سرغړاند او مستکبر انسانان هم باید وشړو، باید دوی وپوهوو چې پرېوتي او پست موجودات یاست او البته د مسالې اپوټه هم صادقه ده.
چون ز خود رستى همه برهان شدى چونكه بنده نيست شد سلطان شدى
(مثنوى، دویم دفتر، 1320 بیت)
د ادیانو آریز پیغام: عبودیت
د ادیانو اصلي پیغام دادی، چې بنده، باید د بندګۍ چارو او عبودیت ته ملتزم وي، چې سلطاني مقام ته یې ورجیګ کړي، او دا د دننه او دباندې ابادي ده، چې د عبودیت په کیمیا عملي کېږي. عبودیت انسان هم په دننه کې له ځانه سره سختګېر او په عین حال کې یې عاجزوي او هم په دباندې او له خدای سره په تړاو کې.
په اوسني پیر کې د انسانانو له خورا واجبترینو دندو ځنې د شرک ډولونه او له بنده ګۍ د سرغاړۍ د ډولونو پېژندنه ده. هغه ټولګي او ډولونه چې په نړۍ کې دود شوي او روان دي او خلک یې په استبعاد نیولی باید له خدایه ددې پېژندنې توفیق وغواړو. خدای ته د تقرب غوره لار دا ده چې د عبودیت پر لار ګام کېدو او ګردې استغناوې او خپلواکۍ شاته وغورځو.
چون از او گشتى همه چيز از تو گشت چون از او گشتى همه چيز از تو گشت
خدای دې پر دې امت د خپلې لورنې ورونه پرانیزي، توفیق دې راکړي چې له خپل نفس سره مبارزه او پر خلکو مینه وکړو.
[1] بحار الانوار: ۱۶ټوک
[2] عارف غني خان وايي : څنګه غم غني ته ورکړم د قیامت او حسابونو— لکه زړه کې د بلبلې د سپرلي او سرو ګلونو
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- الحادي انسانیت
- الحادي انسانیت وايي خدای او انسان یو ځای کېدای نشي
- په نوې نړۍ کې د شرک پېچلې بڼې
- پېغمبر اکرم(ص)؛ خورا مقرب بنده
- تقرب
- خدای ته تقرب د عبودیت په سیوري کې حاصلېږي
- خدای ته د انسان د تقرب
- د ادیانو آریز پیغام عبودیت دی
- د الهي قرب مقام تلپاتې تضمین نلري
- د انسانانو د بنده ګۍ نفې
- د عبد او عبادت معنی
- د نوی نړۍ شرک
- دیني فکر ته د عارفانو مهمترین خدمت: خدای مینناک دی
- ډارېدونکی زړه او هیلمن زړه
- زړه دې د خدای په یاد اباد کړه
- زموږ په عصر کې له خدای څخه انکار نه؛ بلکې د بنده له بنده ګۍ څخه انکار شوی دی
- شرک لانجمن دی
- عبودیت د جمعي ژوند په ډګر کې
- له خدایه ډار او ورسره مینه کول د خدای د بندګۍ لازمه ده
- ملحد فیلسوفان
- نفلي او فرضي تقرب
- نوی انسان ځان په هر ډول تصرف کې مجاز بولي
- هغه حکومتونه چې تشریع او تقنین یوازې د ځان بولي ځان ته په یو ډول خدایي قایل دي