هر آيت چې به راته پاسه له عرشه لا په عرش به يې علــــــــــي ومتلي محمد چې هغه راز يې په معراج کړ يکايک وو،د علي و ته جــــــــــــــلي د رسول الله (ص) ورور ( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له ابن عمر(رض) څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) خپل اصحاب […]
هر آيت چې به راته پاسه له عرشه
لا په عرش به يې علــــــــــي ومتلي
محمد چې هغه راز يې په معراج کړ
يکايک وو،د علي و ته جــــــــــــــلي
( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له ابن عمر(رض) څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) خپل اصحاب کرام سره ورونه کړل. حضرت علي په ژړا رسول الله (ص) ته راغى او ورته يې وويل : رسول الله ! ټول اصحاب دې سره ورونه کړل؛ خو زه دې له چا سره ورور نه کړم ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې .))
همدا روايت حضرت زيد بن اوفي هم نقل کړى دى.
ليکوال : دا روايت حاکم ( درېم ټوک : ١٤ مخ ) او مناوي په کنوز الحقايق کې په لنډه راوړى دى او عبارت يې دادى : (( علي په دنيا او اخرت کې زما ورور دى .))
(صحيح ابن ماجه : دولسم مخ ) په خپل سند له عباد بن عبدالله له حضرت علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : (( زه د رسول الله ورور او صديق اکبر يم او که چا هم تر ما وروسته داسې وويل؛ نو دروغجن به وي؛ ما تر ټولو اوه کاله مخکې لمونځ کړى و . ))
ليکوال : دا روايت حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک:١١١ مخ )، ابن جرير طبري په خپل تاريخ ( دويم ټوک : ٥٦ مخ ) ، نسائي په خصايص ( ٣ او ١٨ مخونو ) او متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک : ٣٩٤ مخ ) راوړى او ويلي يې دي : دا روايت ابن شيبه او نسائئ په خصايص،ابن ابي عاصم په السنه او عقيلي،حاکم،ابونعيم په المعرفه کې نقل کړى او متقي هم په کنزالعمال کې نقل کړى دى او په پاى کې يې ويلي : (( له دروغجن پرته به تر ما وروسته هېڅ څوک دا خبره نه کوي .)) او يو سړي،چې دا خبره کړې وه؛بيا لېونى شو ( له عدني څخه نقل ) محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک : ١٥٥ مخ ) له قلعي روايت کړى دى
( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،١٤ مخ ) په خپل سند له ابن عمر (رض) څخه روايت کړى،چې رسول الله مبارک خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ عمر يې له ابوبکر، طلحه له زبېر، او عثمان بن عفان يې له عبدالرحمن بن عوف (رضى الله عنهم) سره ورور کړل، چې دا مهال حضرت علي وويل : رسول الله (ص) ! خپل ټول اصحاب دې سره ورورنه کړل؛زما ورور څوک دى ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((علي ! آيا خوښ نه يې،چې زه دې ورور شم؟)) ابن عمر(رض) وايي : علي تکړه او مېړنى و او ويې ويل : ولې خوشحاله نه يم اى د خداى رسوله ! پېغمبر اکرم ورته وويل : (( ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې .))
ليکوال : دا روايت محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٧ مخ ) کې راوړى او يلي يې دي،چې له قلعي يې نقل کړى دى .
( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،126 مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس راخستي دي : د رسول الله په ژوندون حضرت علي وويل : ستر واکمن وايي : (أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ _؛يعنې که آيا هغه مړ او يا ووژل شي؛نو بېرته به ستانه شئ ) پر خداى قسم،چې وروسته به ستانه نه شو، سره له دې،چې خداى موږ ته هدايت کړى؛خو که هغه مبارک مړ او يا ووژل شي؛نو پر هماغه لار به وينه تويې کړو، چې هغه تويې کړې، چې موږ هم ومرو او پر خداى قسم،چې زه د رسول الله ورور،ولي، د تره زوى او د هغه د پوهې وارث يم او څوک به تر ما وړ وي .
ليکوال : دا روايت نسائي په خصايص ( ١٨ مخ )، محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک:٢٢٦ مخ ) کې نقل کړى او ويلي يې دي، چې دا روايت احمد هم په مناقب کې ،هيثمي په مجمع ( نهم ټوک :١٣٤ مخ ) کې نقل کړى او ويلي يې دي :طبراني نقل کړى او ټول رجال يې صحيح دي .
( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،١٥٩ مخ ) په خپل سند له حضرت اسماء بنت عميس نه راخستي،چې وايي : زه د فاطمې بي بي د واده پر شپه له بي بي کره وم او همداچې سهار شو؛ نو رسول الله (ص) د وره مخې ته راغى او يې ويل : ام ايمن ! علي ته غږ کړه،چې راشي . ام ايمن ورته وويل : رسول الله (ص) ! سره له دې،چې علي مو ورور دى؛ نو بيا مو هم ورته خپل لور ورکړه؟رسول الله (ص) راته وويل: هو ! دا مهال علي راغى او رسول اکرم (ص) ورته پر مخ اوبه پخنک کړې او دعا يې ورته وکړه او بيا يې ورته وويل : فاطمې ته غږ کړه،چې راشي ! فاطمې له شرمه سم ګام نه شو اخستى او پښه يې خويېده .رسول اکرم (ص) وويل :(( ورو ګام اخله، چې ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته واده کړې يې . ))
ليکوال : ابن سعد هم په طبقات کې د حضرت علي او حضرت فاطمې د واده په باب نقل کړى،چې پکې راغلي،چې رسول اکرم (ص)ور وواهه او ام ايمن ورته ور خلاص کړ،چې د خداى رسول (ص) وپوښتل : (( ورور مې چېرته دى )) ؟ ام ايمن ورته وويل : څنګه دې ورور دى،چې خپله لور دې هم ورکړې ده ؟ رسول الله (ص) وويل : (( هو هغه زما ورور دى.)) تر دې چې وايي : ((فاطمې! ستا حق مې ښه پر ځاى کړى؛ځکه ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته واده کړې يې .)) او بيا يې همدا روايت په ١٥ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .
( متقي؛کنزالعمال : اووم ټوک،١١٣ مخ ) د همدې کيسې روايت نقل کړى،چې پکې راغلي : پېغمبراکرم (ص) راغى او و يې ويل : (( ورور مې دلته دى ؟)) ام ايمن وويل :ورور دې ؟ په رښتيا دې ورور دى ؟ هغه دې څنګه ورور دى، چې خپله لور دې ورکړې ده . رسول الله وويل : (( هو هغه مې ورور دى .))
( هيثمي؛مجمع الزوايد:نهم ټوک،٢٠٥ ) همدا کيسه يې نقل کړې، چې پکې راغلي دي : رسول اکرم (ص) وپوښتل : ورور مې دلته دى ؟ام ايمن وويل : ورور دې؟ سره له دې، چې خپله لور دې ورکړې ؟ هيثمي وايي : دا روايت طبراني هم نقل کړى او د هماغه کتاب په ٢٠٩ مخ کې يې يو بل روايت هم نقل کړى،چې د خداى رسول راغى او ويې پوښتل : ورور مې دلته دى؟ ام ايمن _ چې د حضرت اسامة بن زيد مور او حبشي او صالحه ښځه وه_ وويل : رسول الله ! دا ستا ورور دى، سره له دې،چې خپله لور دې هم ورکړې ده ؟ پخوا رسول اکرم (ص) خپل اصحاب سره دوه په دوه ورونه کړي ول او حضرت علي يې خپل ورور کړى و؛ نو رسول اکرم (ص) ورته وويل : (( هو! داسې هم کېداى شي )) او په ٢١٠ مخ کې يې درېم حديث راوړى،چې پکې راغلي : بيا يې وويل : ام ايمن ورور ته مې غږ کړه،چې راشي . ام ايمن وپوښتل : هغه دې ورور دى او بيا دې هم لور ورکړې ده ؟.
نسائي هم د خصايص په ٣٢ مخ کې په همدې اړه يو حديث راوړى، چې پکې راغلي : پېغمبراکرم (ص) په وره کې و او و يې پوښتل : ورور مې دلته دى؟ ورور دې هم دى او لور دې هم ورکړې ؟ رسول الله (ص) :هو! داسې هم کېداى شي .
(د امام احمد بن حنبل مسند :لومړى ټوک،١٥٩ مخ ) په خپل سند له ربيعة ابن ناجذ له روايت کړى،چې حضرت علي وويل : رسول اکرم (ص) د عبدالمطلب ټول ټبر راټول کړ او داسې کسان هم پکې ول، چې ځان ته به يې يو چېلى خوړ او درې منه اوبه به يې څښلې او بيا وايي : پېغمبراکرم(ص) د يو کيلو هومره خواړه چمتو کړي ول؛ټولو وخوړه او ټول ماړه هم شول؛خو بيا هم خواړه پاتې وو،ګواکې بېخي چا ترې خوړلي نه وي او بيا يې وويل : د عبدالمطلب زامنو ! مبعوث شوى يم، په تېره تاسې ته او بيا ټولو خلکو ته او تاسې پر دې معجزه پوه شوئ؛نو اوس په تاسې کې څوک دى،چې بيعت راسره وکړي،چې هغه خپل ورور او وصي کړم ؟ حضرت علي وايي : بې له ما څوک اوچت نه شو _حال داچې تر ټولو کوچنى وم _ رسول اکرم وويل : کېنه ! او دا خبره يې را ته درې ځل وکړه او درې واڼه ځلې زه اوچت شوم او هغه به راتله ويل :کېنه !
او په درېم ځل يې زما لاس په خپل لاس کې ونيو او ما ورسره بيعت وکړ .
ليکوال : دا روايت هيثمي هم په مجمع ( اتم ټوک:٣٠٢ مخ ) راوړى او ويلي يې دي،چې ټول رجال يې ډاډمن دي او همداراز ابن جرير طبري هم د خپل تاريخ د دويم ټوک په ٦٣ مخ کې راوړى او د هغه په نقل کې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( چې زما ورور،وصي او وارث شي )) او محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک:١٦٧ مخ ) کې رواړى او يلي يې دي، چې دا روايت احمد په مناقب او نسائئ د خصايص په ١٨ مخ کې راوړى او په وروستي نقل کې يې راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل:(( په تاسې کې څوک راسره بيعت کوي،چې زما ورور،وصي او وارث شي؟ )) تر دې چې حضرت علي وايي : ؛نو ځکه زه د خپل د تره زوى وارث شوم او تره مې د هغه وارث نه شو .
متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک:٤٠٨ مخ ) کې راوړي او ويلي يې دي : احمد بن حنبل،ابن جرير او ضياء مقدسي نقل کړى او همداراز د هماغه ټوک په ٤٠١ مخ کې يې راوړي : ((څوک دى، چې بيعت راسره وکړي،چې زما ورور او تر ما وروسته زما وصي شي؟ بيا مې خپل لاس مخکې کړ او ورته مې وويل : زه درسره بيعت کوم. )) او بيا وايي : دا روايت ابن مردويه هم نقل کړى دى .
( د امام احمد بن حنبل مسند:لومړى ټوک،٢٣٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى : چې کله پېغمبر اکرم(ص) له مکې ووت؛نو حضرت علي د حضرت حمزه لور له ځان سره له مکې بوتله، چې بيا په دې اړه حضرت جعفر او حضرت زيد ،رسول اکرم (ص) ته ګيله وکړه. حضرت علي وويل : هغه زما د تره لور ده او له مکې څخه مدينې ته راوستې ده . حضرت جعفر وويل : زما د تره لور هم ده او ترور يې زما کورودانه ده. حضرت زيد وويل: هغه زما ورېره ده _ زيد او حمزه د رسول الله (ص) په حکم ورونه شوي وو _ رسول اکرم(ص)، زيد ته وويل : ته زما او د هغې مولا يې. حضرت علي ته يې وويل :ته زما ورور او وصي يې او جعفر ته يې وويل: ته په خلق او خوى کې زما په څېر يې او بيا يې د حمزه لور له جعفر سره ولېږله،و يې ويل : بايد له خپلې ترور سره وي .
ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩١ مخ کې په لنډه له ابن النجار څخه راخستى دى .
( طبقات ابن سعد؛اتم ټوک،١١٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويې ويل : حضرت عمارة بنت حمزه بن عبدالمطلب چې مور يې سلمى بنت عميس وه،په مکه کې وه؛ نو چې کله پېغمبراکرم (ص) مدينې ته راغى؛ نو حضرت علي يې په اړه له رسول اکرم (ص) سره خبرې وکړې؛چې د حضرت حمزه پلار مړې لور بايد په منافقينو کې پاتې نشي، او بيا حضرت علي هغه له مکې راوايسته . حضرت زيد بن حارثه _ چې د حضرت حمزه وصي و او رسول اکرم له حمزه سره ورور کړى و _ ادعا وکړه،چې زه تر ټولو وړ يم، چې د حمزه د لور پالنه وکړم؛ځکه زما ورېره ده او دا خبره چې جعفر بن ابيطالب واورېده؛ نو و يې ويل : ترور هم د مور په څېر وي او زه د حمزه د لور پالنې ته وړ يم؛ ځکه ترور يې اسماء بنت عميس زما کورودانه ده . حضرت علي وويل : تمه مې نه درلوده،چې زما د تره د لور په پالنه کې راسره شخړه وکړئ او بله دا چې هغه خو ما له مکې راايستې ده . رسول اکرم (ص) وويل : زه به په تاسې کې حکم وکړم . زيده ! ته د هغې او زموږ مولا يې . علي ! ته زما ورور او وصي يې . جعفره! ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې او دا چې د عمارة ترور تا ته ناسته ده؛ نو د ترور په شتون کې يې نور څوک نشي بوتللى؛ نو عمارة يې ته له ځان سره بوځه .
ليکوال : دا روايت متقي د کنزالعمال د درېم ټوک په ١٢٤ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : له ابن عساکر يې راخستى دى .
(ابن سعد؛طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم، ١٣ مخ ) په خپل سند له محمد بن عمر بن علي بن ابيطالب څخه روايت کړى : چې کله د خداى استازى راغى؛ نو ځينې مهاجر يې له مهاجرو او ځينې يې له انصارو سره ورونه کړل او دا خبره د بدر تر جګړې مخکې وشوه،چې په حقوقو کې مساوات وساتل شي او حضرت علي يې هم خپل ورور کړ .
ليکوال : ابن سعد په ١٤ مخ کې يو بل حديث راخستى او د محمد بن عمر بن علي له خولې يې راوړي،چې کله د خداى رسول خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ نو لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود او بيا يې وويل : (( ته زما ورور او ميراث مې دررسي او ستا ما ته رارسي))؛ خو چې کله د ارث آيت راغى؛ نو دا ډول ارث له منځه ولاړ .
سيوطي په درالمنثور کې د [ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ(انفال/۷۲)] دآيت تر تفسير لاندې ويلي : ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) مسلمانان سره ورونه کړل؛حمزه بن عبدالمطلب يې له زيد بن حارثه، عمر بن خطاب او معاذ بن عفراء، زبير بن عوام او عبدالله بن مسعود،ابوبکر او طلحة، عبيدالله او عبدالرحمان بن عوف او سعد بن ربيع (رضى الله عنهم) يې سره ورونه کړل او نورو اصحابو ته يې وويل : تاسې هم دوه په دوه سره ورونه شئ او دا_؛يعنې علي بن ابيطالب _ هم زما ورور دى .
سيوطي په درالمنثور کې د (رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي) د آيت تر تفسير لاندې ليکلي : چې کله د (وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي
) آيت راغى ؛ نو د خداى استازى پر يوې غونډۍ و او و يې ويل : (( پالونکيه ! ورور مې علي هم زما ملاتړ کړه )) او خداى يې هم دعا ومنله .
( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٤ مخ ) وايي : د حضرت علي وينا ده : رسول اکرم(ص)، عمر او ابوبکر، حمزه او زيد، عبدالله بن مسعود او زبير بن عوام او عبدالرحمان بن عوف او سعد بن مالک (رضى الله عنهم) او زما او خپله ورورولي يې کړه . ( په خلعيات کې له خلعي او بيهقي، عقيلي او سعد بن منصور راغلى دى )
ليکوال : دا روايت محب طبري په رياض النضره (لومړى ټوک،١٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي :دا روايت خلعي نقل کړى دى .
( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٠ مخ ) وايي : له ابي رافع له ابي ثمامه روايت دى،چې و يې ويل : چې کله رسول الله (ص) اصحاب سره ورونه کړل؛ نو حضرت علي يې خپل ورور کړ( ابن عساکر) البته هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک،١١٢ مخ ) کې له ابي امامه نقل کړي او ويلي يې دي :دا روايت طبراني هم نقل کړى او مناوي هم د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٥ مخ کې د طبراني له اوسط او ديلمي نقل کړى دى .
( کنزالعمال : درېم ټوک،١٥٥ مخ ) وايي : له زافر مردي له حارث بن محمد له ابي طفيل له عامر بن واثله روايت دى،چې ويلي يې دي : د شورا پر ورځ په وره کې ولاړ وم،چې شور زوږ شو او وامې ورېدل،چې حضرت علي وويل : خلکو له حضرت ابوبکر سره بيعت وکړ او پر خداى قسم، چې زه ترې وړ وم؛خو څه مې و نه ويل او اطاعت مې يې وکړ؛ځکه د خلکو له ستنېدو مې وېره درلوده او بيا خلکو تر حضرت ابوبکر وروسته له حضرت عمر سره بيعت وکړ او بيا مې هم څه و نه ويل؛ځکه د خلکو له ستنېدو او کورنۍ جګړې وېرېدم او تردې وروسته غواړئ له حضرت عثمان سره بيعت وکړئ؛خو بيا به هم څه و نه وايم او لاروي به وکړم؛که څه هم په دې پينځه کې يې شپږم شمېرلى يم او په هېڅ فضيلت او وړتيا راته نه دي قايل او دا پينځه هم زما لپاره په هېڅ ډول فضيلت قايل نه دي او موږ ټول په حکومت کې سره برابر يو؛خو پر خداى قسم که غوښتل مې چې خبره وکړم او ځان معرفي کړم او خپل فضايل وشمېرم؛ نو نه به يې عرب ، نه عجم، نه مشرکين او نه به يې کتابيان رد کړاى شي او بيا يې وويل : پر خداى مو قسم ،چې په ناستو کې بې له ما بل د رسول اکرم ورور شته ؟ ورته وويل شول : نه ! .
( کنزاالعمال : درېم ټوک، ١٥٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي ذر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : چې کله د حضرت عثمان د بيعت ړومبۍ ورځ شوه؛ نو مهاجر او انصار په جومات کې راټول شول او حضرت علي بن ابيطالب هم راغى او په خطبه کې يې د خداى تر ستاينې او پر رسول الله (ص) تر درود وروسته وويل : پر خداى مو قسم آيا خبر ياست،چې رسول اکرم (ص) وويل :_چې کله يې زه اووم اسمان ته بوتلم _زه يې د رڼا درجې ته پورته کړم او د نور له حجابونو يې تېر کړم او بيا هلته سبحان پالونکي خپل استازي ته وحې وکړه او په راتګ کې يې د پردې تر شا يو غږ واورېد : محمده ! څومره ښه و ستا پلار ابراهيم او څومره ښه دې ورور دى علي ؟ نو مهاجرو او انصارو ! پر دې مانا پوهېږئ که نه ؟ حضرت عبدالرحمان بن عوف په ډله کې وويل : هو دا خبره مې پردې دوو غوږونو له رسول الله (ص) اورېدلې که نه مې وي اورېدلې؛نو کاڼه دې شي .
( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٢٢ مخ ) وايي : د قيامت پر ورځ به له عرشه غږ شي : محمده ! څومره ښه و پلار دې ابراهيم او څومره ښه و ورور دې علي . ( رافعي له علي څخه نقل کړى )
( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٦١مخ ) وايي : چې کله يې اووم اسمان ته بوتلم؛ نو جبراييل راته وويل : محمده مخکې ولاړ شه، چې داسې کرامت لا د يوې پرښتې او پېغمبر هم نه دى په برخه شوى؛ نو خداى مې راته وحې وکړه . د راستنېدو په تکل کې وم، چې له حجابونو هخوا راباندې غږ وشو : څومره ښه دې ستا پلار ابراهيم او څومره ښه دى ستا ورور علي؛نو په هکله يې ښه سپارښتنې وکړه ( د حديث تر پايه ) دا روايت يې په ٤٢٣ مخ کې هم راوړى دى .
( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٥ مخ) وايي : له حضرت جابر څخه روايت دى،چې وا مې ورېدل،چې حضرت علي لاندې شعرونه پاک نبي ته وايي :
انا اخوا المصطفى لا شک فى نسبى معه ربيت و سبطاه هما ولدى
جدى و جد رسول الله منفرد و فاطم زوجتى لا قول ذى فند
صدقته و جميع الناس فى بهم من الضلالة و الاشراک و الکند
فالحمد لله شکرا لا شريک له البر بالعبد و الباقى بلا امد
يعنې زه د مصطفى ورور يم او زما په نسب کې څوک شک نه لري له هغه سره روزل شوى يم او دوه سبطه يې زما زامن دي، زما او د رسول اکرم نيکونه يو دي ،فاطمه مې کورودانه ده او دا بې ځايه خبره نه ده ، ما هغه په داسې وخت کې تصديق کړ،چې ټول خلک په تياره او شرک ککړ وو؛ نو د شکر لپاره د خداى ستاينه کوم،هغه خداى چې شريک نه لري او پر خپلو بندګانو احسان کوي او بې له هغه نور هېڅ څوک پاتې شوني نه دي .
پېغمبراکرم (ص) موسکې شو او و يې ويل : (( سمه دې وکړه علي )) ( له ابن عساکر څخه نقل شوې وينا ده )
( کنزالعمال : درېم ټوک ،٦١ مخ ) وايي : له ابن عمر (رض) څخه راويت دى چې وايي : په حجة الوداع کې پېغمبر اکرم(ص) پر اوښ سپور و او د حضرت علي پر اوږه يې لاس کېښود او وا مې ورېدل،چې داسې يې وويل : خدايه ! ته يې مل شې، ما خلکو ته ورسول ؛ دا زما ورور، د تره زوى، زوم او زما د زامنو پلار دى؛ نو خدايه ! دښمنان يې د اور په لمبو کې وسوځوې .( له ابن نجار څخه نقل شوى دى )
ليکوال : دا روايت يې د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې هم راوړى دى،چې پکې راغلي دي : ((خدايه ! شاهد وسه ، ما خلکو ته ورسول .)) دا روايت شيرازي ( د القاب په کتاب کې ) او ابن النجار له ابن عمر (رض) څڅه روايت کړى او لرې هم نه ده،چې د ( اشدد : مل يې شه ) ټکى،چې په ړومبي روايت کې و، د هماغه ( اشهد : شاهد وسه ) تصحيف او سم شوى وي،چې په دويم روايت کې راغلى او په مطبعه کې غلط چاپ شوى وي.
( رياض النضره : لومړى ټوک،١٣ مخ ) د حضرت زيد بن ابي اوفي وينا راخستې،چې وايي : رسول الله مبارک په جومات کې ناست و، چې زه هم راغلم او وا مې ورېدل،چې وايي : پلانى د پلاني زوى چېرته دى ؟ او بيا يې خپل يو يار ته اشاره وکړه، چې ولاړ شه او را پېدا يې کړه او ټول هغه چې په غونډه کې نه وو،يو يو يې را يېدا کړ او چې راټول شول ؛ نو رسول اکرم (ص) د خداى ستاينه وکړه او بيا يې وويل : غواړم يو حديث درته ووايم ،ټول غوږ شئ، ياد يې کړئ او راتلونکيو ته يې هم ووياست : خداى په خپلو مخلوقاتو کې ځينې غوره کړل او بيا وويل : (( الله يصطفى من الملائکة رسلا )) او په خلکو کې يې هم ځينې غوره کړل،چې جنتيان يې کړي او زه به هم په تاسې کې هغه چې راباندې ګران دى، غوره کړم او نور ټول به سره دوه په دوه ورونه کړم؛لکه څنګه چې خداى پرښـتې دوه په دوه سره ورونه کړي دي ( بيا د مواخات کيسه کوي تر دې چې وايي ) حضرت علي وويل : زړه او ملا مې ماته شوه،چې کله مې وليدل،چې ټول اصحاب دې سره ورونه او زه دې له چا سره ورور نه کړم؛ نو که له ما خپه يې؛نو څومره غوسه چې دې خوښه وي،راباندې يې وکړه . پاک نبي ورته وويل : پر هغه خداى قسم، چې زه يې مبعوث کړى يم؛ځکه مې له چا سره ورور نه کړې،چې خپل ورور دې کړم؛ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ او ته زما ورور او وارث يې . حضرت علي وپوښتل : رسول الله ! ايا ميراث دې رارسي؟ رسول الله (ص) : هماغه ميراث، چې تر ما مخکې پېغمبرانو پرېښى و. حضرت علي بيا وپوښتل : تر تا مخکې پېغمبرانو څه په ميراث کې پرېښي ول؟ پاک نبي وويل : د خداى کتاب او خپل سنت او ته او لور به مې په جنت کې له ماسره په يوه ماڼۍ کې ياست او بيا يې دا آيت ووايه : (إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ) او ويې ويل : د خداى په لار کې يو له بل سره مينه کوي او يو بل ته ګوري . ( د اربعين طوال په کتاب کې له حافظ ابوالقاسم دمشقي څخه روايت شوى دى ) امام احمد حنبل هم د مناقب آل علي په کتاب کې د مواخات د حديث مانا په لنډه نقل کړې ده .
ليکوال :دا روايت متقي هم ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٤٠ مخ ) راخستې او وايي : بغوي او طبراني په معجم او باوردي د الموقت په کتاب او ابن عدى نقل کړى او سيوطي هم په درالمنثور د ((اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا)) د آيت تر تفسير لاندې او د حج د سورت په پاى کې يې تر نقلولو وروسته ويلي : ابن عساکر او ابن قانع نقل کړى دى .
دا روايت متقي ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٤٠ مخ ) په لنډه راخستى او وايي : احمد بن حنبل د مناقب آل علي په کتاب کې ،ابن عساکر او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٩ مخ کې د دويم ځل لپاره په لنډه راخستى او ويلي يې دي : له حضرت زيد ابن اوفي روايت دى،چې ويلي يې دي : د خداى رسول، علي ته وويل : ته او فاطمه به راسره په جنت کې په يوه ماڼۍ کې وسئ ، ته مې ورور او ملګرى يې او بيا يې ((إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ)) ووايه . ( نقل له مناقب احمد )
( رياض النضره : لومړى ټوک،١٥ مخ ) وايي : ابن اسحاق د اصحابو تر منځ د ورورلۍ خبره داسې کړې ده : رسول اکرم _ هغسې چې موږ ته رارسېدلي دي _ وويل : دوه په دوه سره ورونه شئ او بيا يې د حضرت علي لاس ونيو او و يې ويل : (( دا زما ورور دى )) او رسول الله (ص) او حضرت علي سره ورونه شول او حضرت جعفر بن ابيطالب او حضرت معاذ بن جبل ( د بني سلمه هم ژمنې ) او همداراز نور ټول اصحاب سره دوه په دوه ورونه شول .
( رياض النضره : لومړى ټوک،١٧ مخ ) وايي : ابوعمرو بن عبدالبر وايي : پاک نبي ړومبى مهاجر او بيا انصار سره ورونه کړل او دوه دوه يې چې ورونه کول، حضرت علي ته يې ويل : (( ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې )) او حضرت علي يې له ځان سره ورور کاوه .
( رياض النضره : دويم ټوک،١٦٨ مخ ) وايي : له عمرو بن عبدالله له پلار او له نيکه يې روايت دى،چې د خداى رسول(ص) ټول خلک سره ورونه کړل او حضرت علي يې له چا سره ورور نه کړ او تر پايه بې وروه پاتې شو؛ نو دا مهال حضرت علي، رسول الله مبارک ته وويل : ټول دې سره ورونه کړل او زه دې بې وروره پرېښـووم ! رسول اکرم (ص) ورته وويل : خبر يې چې ولې؟ځکه ته مې خپلې ورورولۍ ته پرېښى يې؛ته زما او زه ستا ورور يم او چا چې درته څه وويل؛نو ورته ووايه،چې زه د خداى بنده او د رسول الله ورور يم او له دروغجن پرته بل څوک داسې خبره او ادعا نشي کولاى. ( مناقب احمد )
ليکوال : دا روايت متقي هم ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ١٥٣ مخ ) راخستى او ويلي يې دي : ابن عدى په کامل کې راوړى او همداراز متقي هم په 399 مخ کې په لږ اختلاف له ابويعلي نقل کړى دى .
( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠١ مخ ) وايي : له مخدوج بن زيد ذهلي روايت دى،چې ويلي يې دي : (( رسول الله مبارک، حضرت علي ته وويل : خبر يې چې زه ړومبى تن يم،چې په قيامت کې به راته غږ کېږي ( حديث ته دوام ورکوي،تردې چې د لواء الحمد خبرې ته رارسي او وايي : ) درسره به لواء وي او حال داچې حسن به دې ښي اړخ او حسين به دې کيڼ اړخ ته وي،د عرش سيوري ته به راورسئ او هلته به زما او د ابراهيم ترمنځ ودرېږئ او بيا به د جنت جامې درواغوندي او له عرشه به غږ شي : ابراهيم څومره ښه پلار او علي څومره ښه ورور دى ؛ علي ! نو زېرى دې پر تا وي،چې په بشپړ درناوي درته جنتي جامې در اغوندي ، غږ درباندې کوي او انعام درکوي )) ( مناقب احمد )
( ذخاير العقبى : ٩٢ مخ ) وايي : له حضرت انس بن مالک څخه روايت دى : د خداى رسول پر منبر کېناست او ډېر څه يې وويل او بيا يې وويل : علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ دا مهال علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل : دلته يم د خداى رسوله ! رسول اکرم خپلې سينې ته رانږدې کړ، دوه سترګې يې ورښکل او پر لوړ غږ يې وويل : مسلمانانو ! دا مې ورور، د تره زوى، زوم، زما غوښه، وينه او وېښتان دي . زما د دوو سبطو حسن او حسين پلار دى،چې د جنتي ځوانانو ښاغلي دي . ( د حديث تر پايه )
( اسدالغابه : درېم ټوک ،٢١٧ مخ ) يو حديث د حضرت عبدالرحمان بن عويم ساعدة انصاري ( چې يو داسې تن و، چې د خداى د رسول او له هغه څخه په وروسته وخت کې هم و ) په سند نقل کړى او ويلي يې دي : رسول اکرم (ص) حکم وکړ،چې دوه په دوه سره ورونه شئ او بيا يې له لاسه ونيو او و يې ويل : (( دا زما ورور دى )) .
( استيعاب،دويم ټوک،٤٦٠ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : دويم خليفه، چې ټپي شو؛نو د خليفه ټاکل يې د علي ، عثمان، عبدالرحمان بن عوف، طلحه،سعد بن ابي وقاص او زبېر (رضى الله عنهم) شورا ته پرېښودل،چې حضرت علي ورته وويل : ((پر خداى مو قسم آيا په تاسې کې څوک شته،چې له رسول الله سره يې ورورولي وي؟)) ورته وويل شول : نه ! ( استيعاب وايي : ) له ځينو اصحابو کرامو هم روايت شوي،چې حضرت علي وويل : ((زه د خداى بنده او د رسول الله ورور يم او که بې له ما چا دا خبره وکړه؛نو دروغجن به وي .))
( حلية الاولياء : اووم ټوک، ٢٥٢ مخ ) په خپل سند د حضرت جابر بن عبدالله وينا راخستې،وايي : د خداى نبي وويل : (( د ځمکې او اسمانونو تر پنځونې دوه زره کاله مخکې يې د جنت پر وره يې ليکلي وو : لا اله الا الله ، محمد رسول الله ،على اخو رسول الله ))
ليکوال : دا روايت خطيب بغدادي هم په خپل تاريخ ( اووم ټوک،٢٨٧ مخ ) او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٩ مخ کې له د خطيب د (المتفق و المتفرق ) له کتابه نقل کړى دى . ابن جوزي هم ( ٣٩٨ مخ ) کې له ابن عساکر نقل کړى او مناوي هم په فيض القدير ( دويم ټوک،١٥٩ مخ ) کې د طبراني له اوسطه نقل کړى او او محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٥٩ مخ کې د احمد له مناقبو نقل کړى دى.
( د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٢٦٨ مخ ) په خپل سند له محمد بن علي بن الحسين له پلار له علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : د خداى رسول وويل :((علي!ته زما ورور او په دنيا او اخرت کې مې ملګرى يې .))
ابن عبدالبر هم دا روايت په استيعاب ( دويم ټوک،٤٩٠ مخ ) کې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .
( صواعق محرقه :٧٤ مخ ) وايي : ديلمي له حضرت عايشې بي بي روايت کړى چې وايي : د څښتن استازي وويل : (( تر ټولو غوره ورور مې علي ، تر ټولو غوره تره مې حمزه او د علي ياد عبادت دى .))
ليکوال : دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په ٤٨٢ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : دا روايت ديلمي د فردوس په کتاب کې عباس بن ربيعه نقل کړى دى او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې راوړى او د سند په اړه يې ويلي،چې له فرودوس له حضرت عايشې بي بي له ابن حجر څخه د اصابه د کتاب د څلورم ټوک،لومړي قسم له دويم مخ يې راخستى دى .
( صواعق المحرقه؛٧٥ مخ ) وايي : احمد په مناقب کې د حضرت علي وينا راخستې، وايي : پېغمبراکرم (ص) زما په لټه کې و او زه يې پر يوه (چمبر) چار دېوارۍ ويده وموندم . په خپله يې ووهلم او راته يې وويل : ((پاڅه چې خوښ دې کړم؛ ته مې ورور او زما د زامنو پلار يې؛ نو زما د سنت لپاره وجنګېږه،څوک چې زما په وخت کې ومړ؛ نو ځاى به يې د جنت په خزانو کې وي او څوک چې تر ما وروسته ستا په وخت کې ومري؛نو اجل به يې راغلى او مړ شوى به وي او څوک چې زما او ستا تر وختونو وروسته،ستا په مينه او دوستۍ کې ومري؛ نو خداى به يې ژوند په ايمان پاى ته ورسوي او دا خبره تر قيامته ده .))
( مناوي؛ کنوزالحقايق : ٢٧ مخ ) پېغمبراکرم(ص)، حضرت علي ته وايي : (( ته زما او زه ستا ورور يم )) ( له طبراني نقل شوى )؛ البته هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣١ مخ کې راوړى دى .
( هيثمي ؛مجمع : نهم ټوک،١٢١ مخ ) د حضرت علي وينا را اخلي،وايي : پېغمبر اکرم (ص) زما په لټه کې و او زه يې په خاور کې وېده وموندم او راته يې وويل : ((بد نه وايي،هغوى چې “اباتراب” درته وايي )) او د خداى رسول چې احساس کړل،چې زه خپه يم؛ نو را ته يې وويل : (( پاڅه چې خوشحاله دې کړم؛ته زما ورور او زما د زامنو پلار يې، زما د سنتو لپاره به جګړه کوې،زما غاړه به پر خلکو خلاصوې،څوک چې زما په وخت کې ومړ؛ نو د جنت په خزانو کې دى ،څوک چې ستا په وخت کې ومړ؛نو اجل به يې رارسېدلى وي او څوک،چې ستا تر مړينې وروسته ستا په مينه او دوستۍ کې ومري؛نو خداى به يې له ايمان سره له دې دنيا بوځي او چې څوک درسره په دښمنۍ کې ومري؛نو د جاهليت پر مرګ به مړ وي او دا خبره به د قيامت تر ورځې وي .)) (له ابو يعلي يې نقل کړى دى )
ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٤ مخ کې له ابويعلي راخستى او بيا وايي : بوصيري ويلي: ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي ( او په ١٥٥ مخ کې هم ) وايي : د خداى استازي وويل : (( آيا غواړې خوښ دې کړم؛ته زما ورور او وزير يې،زما پورونه به ورکوى، له خلکو سره به مې کړې ژمنې سر ته رسوې او پر خلکو به مې غاړه خلاصوې )) ( د حديث تر پايه ) ( طبراني له ابن عمره راخستى دى ) . دا روايت شنقيطي هم د کفاية الطالب دکتاب په ٣٤ مخ کې راوړى او وايي : احمد په مناقب کې هم نقل کړى دى .
( ابن حجر؛اصابه :شپږم ټوک،لومړى قسم،١٨٣ مخ ) د ليلاى غفاريه په ژباړه کې وايي : ابن منده _ د علي بن هاشم بن بريد له روايته _ وايي چې ليلاى غفاريه (رض) وايي : تل مې له رسول الله (ص) سره په جګړو کې ګډون کاوه،چې د ټپيانو پالنه وکړم . تر رسول الله (ص) وروسته،علي،چې د بصرې جګړې ته ولاړ؛ نو زه هم ورسره ولاړم او جګړه،چې پاى ته ورسېده؛ نو عايشه بي بي مې وپوښتله : آيا له رسول الله دې د علي فضايل اورېدلي که نه ؟ راته يې وويل : هو ! يوه ورځ پېغمبر اکرم له ما سره و،چې علي راغى او زما او د رسول الله په منځ کې کېناست؛ نو ما ورته وويل : بل ځاى نه و،چې راغلې او دلته کېناستې ؟ رسول الله وويل : (( عايشې ! له علي سره داسې چلن مه کوه؛ هغه په اسلام راوړو کې ړومبى و او وروستى تن به وي،چې زه يې په ژوندون ګورم او په قيامت کې به ړومبى تن وي، چې زه يې ګورم .))
( ابن سعد؛طبقات : لومړى ټوک،لومړۍ برخه،١٢٤ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايت کړى،چې وايي : پېغمبر اکرم (ص) په مکه کې و او بي بي خديجې ته يې وويل،چې خواړه پاخه کړه او ما ته يې وويل : (( د عبدالمطلب ټول ټبر راوبله چې راشي )) څلوېښت تنه راغلل او بيا يې ما ته وويل : (( خواړه راوړه )) حضرت علي وايي : ما دومره خواړه راوړل،چې يوازې يو تن ته بسيا وو؛ خو هغه څلوېښت تنه يې ماړه کړل . بيا رسول اکرم راته وويل،چې اوبه راوړه، چې ما د يو تن هومره اوبه راوړې؛ خو ټول پرې ماړه شول . په دې وخت کې ابولهب وويل : محمد څه عجيبه جادو کړى و. خلک پاڅېدل او ولاړل او ابولهب هم خلک پاتې کېدو ته پرېنښوول . څو ورځې وروسته مو بيا مېلمستيا وکړه او بيا مو بلنه ورکړه؛نو همدا چې ماړه شول رسول اکرم وويل : (( څوک دى، چې په رسالت کې مې مرستيال او وزير شي او په پايله کې زما ورور او جنت خپل کړي ؟)) ما ورته وويل : زه اى رسول الله ! دا مهال زه تر ټولو کوچنى وم ؛ خو په ټبر کې هيچا د رسول الله خبره و نه منله او يوازې زما پلار ته يې وويل : زوى ته خو دې پام دى . پلار مې ورته وويل: څه کار ورسره لرئ، هغه خو د خپل تره له زويه ځار دى . ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٧ مخ ) وايي : حضرت علي وايي : د ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ )) آيت،چې راغى؛ نو پاک نبي راوغوښتم او راته يې وويل : (( خداى مې راته حکم کړى،چې نږدې خپلوان اسلام ته راوبلم؛ خو نه پوهېږم،چې څنګه دا کار وکړم ؟)) نو چوپ وو، چې حضرت جبراييل راغى او ويې ويل که دا کار و نه کړې؛نو خداى به دې پر عذاب کړي.ما ته يې وويل : يو من خواړه پاخه کړه او بيا د عبدالمطلب ټبر ته بلنه ورکړه،چې راکړ شوې دنده ترسره کړم او پر هغه ورځ څلوېښت کسان راغلل،چې پکې ابوطالب،حمزه، عباس او ابولهب هم وو؛ نو همدا چې خلک راغلل،رسول الله راته وويل : خواړه راوړه ، رسول اکرم يو څه را اوچت کړل،چې زما په آند يوه بوټۍ غوښه وه او بيا يې هغه دوه ټوټې کړه او پر دسترخوان يې کېښود او و يې ويل: د خداى په نامه يې و خورئ او خلکو هم ښه په مړه ګېډه وخوړل؛ خو پر خداى قسم چې څه هم لږ نه شول ، حال داچې دا خواړه يې يوه ته هم بسيا نه وو بيا مې د خداى د رسول د حکم له مخې اوبه ورکړې،چې ټول يې ماړه کړل؛نو همدا چې رسول الله مبارک غوښتل خبره رامنځ ته کړي؛نو ابولهب ترې مخکې شو او ويې ويل : کوربه ښه جادو کړى و او خلک پاڅېدل او ولاړل او پېغمبر اکرم و نه شو کړاى خپله خبره وکړي. ددې ورځې په سبا پاک نبي ما ته وويل : دا سړى مې د خبرې په مخ کې خنډ شو او خبرې ته يې پرېنښووم او راته يې وويل : سبا بيا ډوډۍ وکړه . ډوډۍ مو وکړه او څه چې په تېره مېلسمتيا کې تېر شوي ول، دلته هم تېر شول؛ ټولو ښه په مړه ګېډه وخوړل او ماړه شول،چې دا مهال رسول اکرم وويل : د عبدالمطلب پرګې ! په عربو کې داسې څوک نه وينم،چې خپل ټبر ته به يې زما هومره ښه وياړ راوړى وي؛ ما تاسې ته د دنيا او اخرت ښېګڼه راوړې او خداى دنده راکړې،چې بلنه درکړم؛ نو په تاسې کې څوک چمتو دى،چې په دې چارو کې زما مرستيال او ملاتړ شي ؟ زه سره له دې،چې تر ټولو کوچنى وم ، ومې ويل : زه چمتو يم،چې ملاتړ مو شم؛ نو دا مهال رسول اکرم خپل لاس زما په ورمېږ کې کېښود او و يې ويل : (( دا په تاسې کې زما وصي،خليفه او ورور دى ؛نو خبرې ته غوږ شئ او لاروي ترې وکړئ .)) دا مهال خلک په ملنډو پاڅېدل او ولاړل او ابوطالب ته يې وويل : حکم يې درکړ، چې له کوچني علي لاروي وکړې .
بيا وايي : دا روايت ابن اسحاق، ابن جرير، ابن ابي حاتم، ابن مردويه، ابونعيم او بيهقي په دلائل کې راوړى دى .
ليکوال : دا روايت د ابن جرير طبري د تاريخ د دويم ټوک په ٦٢ مخ او متقي هم په لږ اختلاف په کنزالعمال کې راوړى دى .
( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٢ مخ ) د حضرت علي له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : ((د عبدالمطلب پرګې ! ما درته د دنيا او اخرت ښېګڼه راوړې او خداى مې حکم راکړى،چې بلنه درکړم؛نو که په تاسې کې هر يو په دې لار کې زما مرستيال او ملاتړ شو؛ نو په تاسې کې به زما وزير،وصي او ځايناستى وي .)) ټول چوپ ول، چې ما وويل : رسول الله ! زه به دې ملاتړ او مرستيال شم . دا مهال د خداى نبي، له لاسه ونيوم،و يې ويل : (( دا زما ورور،وصي او خليفه دى؛ نو خبرې ته يې غوږ شئ او لاروي ترې وکړئ .)) ( له ابن جرير څخه نقل )
( کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٥ مخ ) له دې عبارت سره راوړى : ((غواړې خوشحاله دې کړم ؟ ته زما ورور او وزير يې ، پورونه به مې ادا کوې، پر کړيو ژمنو به مې وفا کوې او پر خلکو به مې غاړه خلاصوې ،که چا زما په ژوندون درسره مينه وکړه ؛ نو په خپل مرګ به مړ وي او که چا تر ما وروسته،سره له دې چې تا و نه ګوري؛خو مينه درسره وکړي؛ نو خداى به يې مؤمن له دې دنيا بوځي او څوک چې درسره دښمني کوي؛نو د جاهليت پر مرګ به مړ شوى وي . )) ( له طبراني له ابن عمر (رض) څخه نقل )
( اصابه : لومړى ټوک،څلورم قسم،٢١٧ مخ ) خطيب د مولف په کتاب کې د قاسم بن خليفه له لارې راوړي،چې وايي : يحيى تيمي له اسماعيل بن ابراهيم له مطين بن خالد له حضرت انس بن مالک څخه روايت کړى،چې و يې ويل : موږ به چې څه د خداى له استازي پوښتل؛نو هغه به د علي، سلمان يا ثابت بن معاذ (رضي الله عنهم) درک راکاوه ؛ځکه دا د رسول اکرم په اصحابو کې تر ټولو پوه وو؛ نو همدا چې د (إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ ) آيت راغى؛ نو د خداى نبي د حضرت علي په اړه وويل : (( علي زما ورور، وزير، په اهلبيتو کې زما خليفه او زما تر ټولو غوره پاتې دى . ))
( رياض النضره : دويم ټوک، ١٦٣ مخ ) وايي : له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت دى،چې و يې ويل : ما د خداى له رسوله واورېدل، چې و يې ويل : (( خدايه ! هماغه وايم،چې ورور مې موسى ويل : خدايه له اهله مې وزير راوټاکې؛ورور مې علي زما وزير وټاکې،هغه مې ملاتړ او په چارو کې زما شريک کړې،چې ډېره تسبيح دې ووايم او شکر دې وباسم،چې ته زموږ له حاله ښه خبر يې . )) ( د احمد له مناقب څخه اخستل شوى دى )
( سيوطي؛ درالمنثور ) د ( قال رب اشرح لى صدري )آيت تر تفسير لاندې د “طه” د سورت په پيل کې وايي : سلفي د طيوريات په کتاب کې له ابي جعفر محمد بن علي څخه روايت کړى، چې وايي : چې کله د (وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي
) آيت راغى؛ نو پېغمبر اکرم پر غونډۍ ولاړ و او خداى ته يې وويل : (( اللهم اشدد ازرى باخى على ))؛يعنې خدايه ! پر ورور مې علي ملا کلکه کړې؛نو خداى يې هم دعا قبوله کړه .
( شبلنجي؛ نورالابصار ) او فخر رازي په تفسير کبير کې د مائدې د سورت د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) د آيت په تفسير کې راوړي دي : (البته خبره د شبلنجي ده ) له حضرت ابي ذر غفاري روايت دى،چې وايي : د خداى له استازي سره مو د ماسپښين لمونځ کاوه،چې يو سوالګر راننووت؛ خو چا ورته څه هم ور نه کړل؛ نو دا مهال سوالګر اسمان ته لاس پورته او و يې ويل: خدايه شاهد وسه،چې ستا د استازي په جومات کې چا څه هم را نه کړل. دا مهال حضرت علي لمونځ کاوه او رکوع ته تله او په خپل لاس يې ګوتې ته اشاره وکړه. سوالګر نږدې راغى او ګوته يې د علي له ګوتې راوايسته . دا پېښه د رسول الله (ص) سترګو ته مخامخ وشوه او بيا يې سترګې اسمان ته کړې او ويې ويل : (( ورور مې موسى وغوښتل ورور يې هارون وزير کړې او ويې ويل : پالونکيه ! سينه مې پراخه او چار مې اسان کړې، له ژبې مې غوټه لرې کړې،چې پر خبره مې پوه شي او په اهل کې مې يو زما وزير کړې؛ هارون ورور مې زما وزير کړې،ملا مې پرې غښتلې کړه او په چارو کې يې زما شريک کړې او بيا يې په اړه قرآن ورته راولېږه،چې :(( سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا _؛ ډېر ژر به دې مټ په ورور غښتلى کړو او داسې ځواک به درکړم،چې د دښمن لاس در و نه رسي ))؛ نو خدايه ! ټټرمې هم پراخ، چار مې اسان او په اهل کې مې يو وزير کړه؛په علي مې ملا غښتلې کړه . )) حضرت ابوذر وايي : د خداى د رسول دعا پاى ته نه وه رسېدلې،چې حضرت جبراييل امين (ع) راغى او وحې يې راوړه : ((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ )) ( ابو اسحاق احمد ثعلبي له تفسيره )