بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د مسلمانانو كړول د بعثت په سر كې،د ځينو لاملونو له امله،اسلام پرمختګ وكړ،چې يو يې هم د پېغمبر اکرم او يارانو او پلويانو زغم او استقامت و. تاسې په تېرو مخونو كې د مسلمانانو استقامت ولوست.د پېغمبر اکرم د يارانو زغم هم په […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د مسلمانانو كړول
د بعثت په سر كې،د ځينو لاملونو له امله،اسلام پرمختګ وكړ،چې يو يې هم د پېغمبر اکرم او يارانو او پلويانو زغم او استقامت و. تاسې په تېرو مخونو كې د مسلمانانو استقامت ولوست.د پېغمبر اکرم د يارانو زغم هم په مكه كې (،چې د شرك او بوت لمانځى د حكومت مركز و) د پام وړ دى،[چې په دې باب به تر هجرت وروسته څپرکيو كې بحث وكړو]. اوس د څو تنو پر ژوند رڼا اچوو،چې د مكې په بې پناه چاپېريال كې اوسېدل او يا يې مكه له كړاوونو پرېښې وه.
1 _ حضرت بلال حبشي (رض):
مور و پلار يې له “حبشې”،”جزيرة العرب” ته اسيران راوستل شوي وو. حضرت”بلال”،چې بيا د خداى د استازي موذن شو، د “اميه بن خلف” مريى و. “اميه” د پېغمبر اکرم سخت دښمن و او دا چې د پېغمبر اکرم ټبر د پېغمبر اکرم دفاع ته ملاتړلې وه؛ نو زور يې پرې نۀ رسېده؛ نو “اميه” د غچ لپاره،مسلمان شوى مريى، د خلكو په مخ كې، په سره اوړي كې سوځنده لمر لاندې پر سرو شګو بربنډ اچاوه او پر سينه يې ورته لوى ګټ کېښووه او پر شنو لښتو يې واهه او ورته ويل يې:(( دومره به دې ووهم، چې ساه دې ووځي او هله به دې پرېږدم،چې د “محمد” د خداى له عبادته لاس واخلې او بيا د “لات” او “عزى” عبادت پېل كړې.))
خو حضرت”بلال” د ټولو خبرو ځواب په دوو ټكيو (،چې پراخه سينه او زغم يې راښيي) وركاوه او ويل يې: (( احد، احد؛ يعنې خداى يو دى او كله به هم بوت لمانځنې ته ور و نۀ ګرځم. ))
د دې تور مريي زغم او استقامت ټول حيران كړي وو،تردې چې “ورقه بن نوفل” يې پر بدحال وژړل او “اميه” ته يې وويل:(( پر خداى قسم! كه په دې وضع مو وواژه؛نو له قبره به يې زيارت جوړ كړم.)) (98)
كله به “اميه” تردې هم زيات ظالم شو او د حضرت”بلال” په ورمېږ كې به يې پړى واچاوه او ماشومانو ته به يې ويل،چې په كوڅو كې يې راكاږئ.(99)
د اسلام په لومړۍ غزا (بدر) كې، “اميه” او زوى يې مسلمانانو ونيول ، ځيني د “اميه” په وژنې ناخوښه وو؛خو حضرت”بلال” وويل:((هغه د كفر مشر دى، چې بايد ووژل شي))، چې بالاخره د خپلو كړنو سزا وركړ شوه.
2 _ حضرت عمار ياسر او مور و پلار يې:
مور و پلار يې په لومړيو كې اسلام راووړ. هغه مهال يې ايمان راووړ، چې پېغمبر اکرم د حضرت”ارقم بن ابى الارقم”(رض) په كور كې و،چې مشركان يې پر اسلام راوړو خبر شول؛نو چې څومره يې له لاسه كېدل، ظلمونه يې پرې وكړل. (100)
مشركانو به دا درې تنه په سخته ګرمۍ كې له خپل كوره راايستل او لمر ته يې درول،چې د ډېر ظلم او تېري له امله حضرت “ياسر” شهيد شو. يوه ورځ حضرت “سميه” په دې باب “ابوجهل” ته په غوسه شوه او هغه ظالم هم نېزه راوخېسته او د “سميه” په سينه كې يې ومنډله او شهيده يې كړه. ددې ښځې او مېړه پر حال د پېغمبر اکرم زړۀ وسود او يوه ورځ، چې يې دا حال وليد؛نو په ژړغونو سترګو يې ورته وويل:(( د ياسر كورنۍ! صبر وكړئ، چې ځاى مو جنت دى.))
مشركانو،چې حضرت “ياسر” او حضرت “سميه” شهيدان کړل ؛ نو د حضرت”عمار” ځورول يې هم پېل كړل. حضرت”عمار” د خپل ځان ساتلو لپاره په ظاهره له اسلامه وګرځېد؛خو ډېر ژر پښېمانه شو او په سرو سترګو پېغمبر اکرم ته راغى او په خپګان يې خپله کيسه وكړه. رسول اکرم ورته وويل:(( آيا دا خبره دې (،چې له اسلامه اوښتى يې) د زړۀ له كومې كړې وه؟)) حضرت “عمار”: (( زړۀ مې اوس هم له ايمانه ډك دى.)) پېغمبر اکرم: (( پوټى وېره زړۀ ته وا نۀ چوې، چې دا كار دې ځان ساتنې ته كړى.))
چې بيا د نمل 106 آيت د حضرت”عمار” د ايمان په باب نازل شو: (( مګر هغه، چې په زوره راګېر شي؛ خو زړۀ يې له ايمانه ډك دى. )) (١٠١)
3 _ حضرت عبدالله بن مسعود (رض):
هغوى،چې په پټه بلنه يې اسلام منلى و،راټول شول او ويې ويل:(( قريشو لا تر اوسه زموږ قرآن نۀ دى اورېدلى؛نو څومره به ښه شي، چې يو له موږه پاڅي او په “مسجدالحرام” كې په خواږه غږ قرآن ووايي.))
عبدالله بن مسعوددې كار ته غاړه كېښووه؛ولاړ او چې د قريشو مشران “”مسجدالحرام”” ته راغلل؛نو په لوړ او ښکلي غږ يې شروع كړه:
(( بسم الله الرحمن الرحيم، الرحمن،علم القرآن،خلق الانسان، علمه البيان. ))
د قرآن شريف دې فصيحو ټکيو د كفارو په زړونو كې وېره واچوله او غبرګون ته راټول شول او حضرت”عبدالله بن مسعود” يې دومره وواهه، چې وينې ترې روانې شوې او په همدې وضع يې ځان د خداى د رسول يارانو ته ورساوه؛ خو سره له دې ټولو كړاوونو او دردونو خوشحاله و،چې قرآن خو يې د هغوى غوږونو ته ورساوه.(102)
4 _ حضرت “ابوذر” غفاري (رض):
حضرت”ابوذر” څلورم يا پينځم تن و،چې مسلمان شو(1)؛يعنې د بعثت په هماغو لومړيو ورځو كې مسلمان شو او د اسلام له وړومبنيو ګڼل كېږي.(103)
د قرآن د وينا له مخې:
وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ= او(درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)،
أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ= همدوى (خداى ته) نژدې دي. (104)
او چا چي د مکې تر سونې مخكې اسلام راوړى وي؛ د فضيلت او مقام له پلوه له هغوى سره برابر نۀ دي،چې د مكې تر فتحې وروسته يې اسلام راوړى وي.
قرآن وايي:
وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُوْلَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ= او پر تاسې څه شوي، چې د خداى په لاركې نفقه نۀ وركوئ،حال دا چې د اسمانو او ځمكې ميراث يوازې خداى ته پاتې دى (او څوك څه شى له ځان سره نۀ وړاى )؟! له تاسې، چې چا له بري (د مكې له سوبې) مخكې مال لګولى او جنګېدلي دي، هغه يو انډول نۀ دى (چې تر بري وروسته يې انفاق كړى دى) مقام يې تر هغو لوړ دى،چې تر سوبې وروسته يې نفقه وركړې او جنګېدلي دي او خداى له ټولو سره د غوره (بدلې) وعده كړې ده او څه چې كوئ، خداى پرې خبر دى. (105)
د اسلام لومړى منادي
هغه مهال چې حضرت”ابوذر” اسلام راووړ؛ نو پېغمبر اکرم به خلك په پټه اسلام ته رابلل او تردې دمه ښكاره بلنه نۀ وه پېل شوې. په هغو ورځو كې د اسلام پلويان،خپله پېغمبر اکرم او پينځه نور كسان وو. ددې شرائطو غوښتنه وه،چې حضرت”ابوذر” پر خپل ايمان پرده واچوي او چوپه خوله له مکې ووځي او خپل ټبر ته ورشي؛خو “ابوذر” انقلابي روح درلود؛ تۀ وا هغه يې همدې ته پيدا كړى،چې د ظلم پر خلاف يې وكاروي او له بې لاريو سره مبارزه وكړي او “ابوذر” تردې بل غټ باطل نۀ ليده،چې خلكو به لرګيو او تيږو ته سجدې كولې.
“ابوذر” دا خبرې نۀ شوى زغملای؛ نو چې څو شپې يې په مكه كې وكړې؛د خداى استازي ته يې وويل: ((ما ته څه دنده راسپارئ؟)) پېغمبر اکرم: (( تۀ کړاى شې،چې خپل ټبر اسلام ته راوبلې. ځه ! اوس خپل ټبر ته ورستون شه، څو مې حکم در ورسېږي.))
“ابوذر”:((پر خداى قسم! مخكې له دې،چې خپل ټبر ته ورستون شم، د اسلام غږ به ددې خلكو غوږونو ته ورسوم او دا خنډونه به غوڅ كړم.))
دا خبره چې يې وكړه؛نو “”مسجدالحرام”” ته ولاړ، چې يوه ډله “قريش” پکې ناست وو؛نو په ډاډه او لوړ غږ يې وويل:
((اشهدان لا اله الا الله و اشهدان محمدا رسول الله!
تاريخ ګواه دى چې دا د اسلام لومړى ښكاره غږ و، چې راپورته شو. دا غږ د يوه مسافر،غريب او د داسې سړي له خولې راووت، چې په مكه كې يې نۀ قوم درلود او نۀ خپلوان!
د “ابوذر” غږ، چې په “”مسجدالحرام”” كې خپور شو؛نو “قريش” پرې راټول شول او دومره يې وواهه،چې بې سده شو.
خبر د پېغمبر اکرم تره “عباس” ته ورسېد، په منډه يې ځان ورورساوه او ځان يې د “ابوذر” پر بدن وغورځاوه او خلاصولو ته يې په نرمه ورته وويل: ((تاسې ټول سوداګر ياست او مالونه مو د “غفار” له ټبره تېرېږي او دا ځوان هم د “غفار” له ټبره دى،كه ومړ؛نو د قريشو سوداګري به له خطر سره مخ شي؛ ځكه يو كاروان به پرې نۀ ږدي،چې له غفاره تېر شي.))
پر قريشو خبرو اغېز وكړ او د “ابوذر” له وهلو لاس واخيست؛ خو “ابوذر” سبا بيا “مسجدالحرام” ته راغى او خپل شعار يې بيا ووايه،چې د پرون په څېر بيا پرې “قريش” راټول شول او ويې واهه. دا ځل بيا هم “عباس” “ابوذر” خلاص كړ.(106)
كه “عباس” نۀ واى راغلى؛نو خداى خبر، له “ابوذر” يې له لاسه ژوندى راوتلى واى؛ خو “ابوذر” هغه نۀ و،چې د اسلام د پرمختګ له مبارزې يې دومره ژر لاس اخېستى واى او همدا وو،چې څو ورځې وروسته يې بيا پر مبارزې لاس پورې كړ، چې يوه ورځ يې يوه ښځه وليده، چې د کعبې د طواف پر مهال يې “اساف” او “نايله” ته غږ کړ او په زاريو يې ترې خپلې اړتياوې غوښتې. “ابوذر” ددې ښځې له ناپوهۍ خپه شو او دا چې و يې پوهوي، چې دا دوه بوتان درك او شعور نۀ لري؛نو و يې ويل: ((دا دواړه بوتان يو بل ته واده كړه.))ښځه په دې خبرې ډېره خپه شوه او چغې يې كړې :(( تۀ “صائبي” يې.))د ښځې دې چغې پر “ابوذر” “قريش” راټول كړل او “ابوذر” يې په لغتو وواهه او په كاڼو يې وېشته،چې د “بني بكر” د ټبر څو ځوانان راغلل او خلاص يې كړ.(107)*
د غفار ټبر مسلمانېدل
پېغمبر اکرم د خپل نوي شاګرد،د باطل پر خلاف د مبارزې پر استعداد ښه پوهېده؛خو تر اوسه لا د مبارزې او شدت عمل وخت نۀ و رارسېدلى؛ نو ځكه يې ورته وويل،چې خپل ټبر ته ورستون شي او خلك دين ته راوبلي.
حضرت”ابوذر” خپل ټبر ته ورستون شو او ورو ورو يې د اسلام او د پېغمبر اکرم په باب خبرې پېل كړې؛لومړى د “ابوذر” مور او ورور اسلام راووړ،بيا د “غفار” نيم ټبر مسلمان شو.”يثرب” ته د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته، هغه نيم پاتې ټبر هم مسلمان شو او د “اسلم” ټبر هم د “غفار” د ټبره په پلوۍ اسلام راووړ. (108)*
حضرت”ابوذر” د “بدر” او “احد” تر غزاوو وروسته مدينې ته راغى او له رسول اكرم سره پاتې شو.
د پېغمبر اکرم اورني دښمنان
د پېغمبر اکرم د ځينو دښمنانو پېژندل به راسره،تر هجرت وروسته پېښو په شننه کې مرسته وكړي، چې څو يې دا دي:
1 _ابولهب:
د پېغمبر ګاونډي و. څومره چې يې له لاسه كېدل؛ نو هومره يې پېغمبر اکرم ته كنځلې كولې او ځوراوه يې.
2 _“اسود بن عبد يغوث”:
يو ملنډې وهونكى و،چې بې پناه او بېوزله مسلمان به يې وليد؛نو په ملنډو به يې ورته ويل:((دا بېوزلي ځان د دنيا واكمنان بولي او انګېري،چې ډېر ژر به د “فارس” د پاچاهۍ پر تخت كېني.))؛خو مرګ اجازه ورنۀ کړه،چې په خپلو سترګو وويني،چې څرنګه مسلمانان د “قيصر” او” كسرى” د تخت و تاج خاوندان شول. ؟
3 _ “وليد بن مغيره”:
د قريشو يو بوډا و،چې ډېره شتمني يې درلوده. په راتلونكي څپرکي كې به د هغه او د پېغمبر اکرم خبرې اترې راوړو.
4 _ “اميه” او “ابى”:
د “خلف” زامن وو. يوه ورځ “ابى” د مړيو هډوكي راوخېستل او پېغمبر اکرم ته يې ونيول او ويې ويل: پالونکى به دې دا راژوندي كوي؟؛نو وحې راغله: ووايه ! هماغه خداى چې دا يې پيدا كړي؛ بيا يې ژوندي كوي .
وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ= او موږ ته يې مثال راووړ او خپل پيدايښت يې هېر كړ او ويې ويل: ((څوك به وراسته هډوكي را ژوندي كړي؟!))
قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ=ووايه: ((دا هماغه څوک بېرته را ژوندي كوي،چې په لومړي ځل يې پيداكړي وو او هغه په هر (ډول) پيدايښت پوهېږي؛ (109)*
5 _ “ابوالحكم بن هشام”:
له اسلام سره د تعصب او دښمنۍ له امله، مسلمانانو پرې د “ابوجهل” نوم اېښى و،چې د “بدر” په غزا كې ووژل شو.
6 _ “عاص بن وايل”:
د “عمروعاص” پلار و،چې تل يې پېغمبر اکرم ته “ابتر” وايه.
7 _“عقبه بن ابي معيط”:
د مسلمانانو له اورنيو دښمنانو و،چې يوه ورځ هم ترې مسلمانان ارام نۀ شول.(110)*
نور اورني دښمنان (؛لكه “ابوسفيان”) هم شته،چې تاريخ په تفصيل سره راخېستې،چې موږ دلته په لنډو څو راواخېستل او له شرحى مو يې ډده وكړه.
قريشو ولې له پېغمبر اکرم څخه سرغړاوى کاوه؟
د اسلام د تاريخ دا برخه له مهمو برخو ده؛ځكه انسان که له ځان سره فكر وکړي، سره له دې،چې ټولو قريشو حضرت “محمد” (ص) امين ګاڼه او يوه ورځ يې هم ترې كوچنۍ تېروتنه نۀ وه ليدلې او ښكلې او فصيحې ژبې او وينا يې د هر چا په زړۀ كې ځاى پيدا كړى و او كله كله يې له حضرت “محمد” (ص) نه خارق العاده چارې هم ليدې؛خو له دې ټولو خبرو سره، ولې په پېغمبراکرم پسې راپاڅېدل او مبارزه يې ورسره پېل كړه؟
ددې سرغړونې او مبارزې علتونه دا دي :
1 _ له پېغمبر اکرم سره كينه:
ځينو له پېغمبر اکرم سره د کينې له امله سرغړاوى کاوه او هيله يې وه، چي په خپله ددې الهي منصب خاوندان وي.
وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ= او ويې ويل: (( ولې دا قرآن (د مكې او طائف) د دوو ښارونو پر يوه ستر (او شتمن) سړي نۀ دى رالېږل شوى ؟!)) (111)
مفسران ددې آيت د شان نزول په باب وايي: “وليد بن مغيره” له پېغمبر اکرم سره وليدل او ورته يې وويل:((زه تر تا د نبوت مقام ته وړ يم؛ ځكه مال، عمر او زامن مې تر تا ډېر دي.)) (112)*
“اخنس”،چې د پېغمبر اکرم له دښمنانو و، “ابوجهل” ته وويل:(( د “محمد” په باب څه نظر لرې؟))”ابوجهل”:((موږ او “عبدمناف” د شرافت او ستروالي له امله له يو بل سره جګړې كړي او له بېلابېلو لارو مو ورسره ځان برابر کړى؛اوس چې ورسره يو شان يو؛نو وايي:زموږ د ټبر پر يوه سړي وحې رانازلېږي، پرخداى قسم چې ايمان پرې رانۀ وړم!!!))
2 _ له راتلونكې وېره:
دا لامل د قريشو په سرغړاوي كې تر ټولو مهم دى؛ځكه عياش وو. “قريش”چې كلونه كلونه له مطلقې ازادۍ برخمن وو،د حضرت “محمد” بلنه يې د خپلو پخوانيو ځاني عادتونو پر خلا ف ګڼله .
3 _ د بلې دنيا له عذابه وېره:
د عذاب د آيتونو اورېدو به د عياشانو او ظالمانو په زړو كې عجيبه وېره اچوله؛ نو چې پېغمبراکرم به په خپل ښكلي غږ د هغې دنيا په باب آيتونه ويل؛نو د دوى د عيش و نوش محفلونه به پرې زهر شول؛نو ځكه يې له حضرت “محمد”(ص) سره مخالفت، چې د عذاب او وېرې آيتونه ترې وا نۀ وري.
موږ دلته څو آيتونه راوړي، چې د قريشو عياشان يې سخت وېرول.
فَإِذَا جَاءتِ الصَّاخَّةُ= چې كله (د قيامت د دويمې شپېلۍ) كڼوونكې چغه وشي؛ (كافران په درانه غم كې پرېوځي)،
يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ= پر هغه ورځ،چې سړى له خپل وروره تښتي،
وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ= او (همداراز له) خپل مور و پلاره،
وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ= او له خپلې ښځې او له خپلو اولادونو ؛
لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ= پر هغه ورځ به د هغوى هر سړى په داسې چار (او حال) اخته وي،چې يوازې ځان ته به يې پام وي! (113)
هغوى به،چې د كعبې تر څنګه شراب څښل او لاندې آيت،چې يې واورېد؛ نو ناڅاپه به پرې وېره راغله او خپلې پيالې به يې كېښوولې.
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا= هغوى،چې زموږ پرآيتونو كافران شوي؛ډېر ژر يې اور ته ننباسو(او وبه يې سوځوو )چې (هلته يې) د بدن پوټكي وريت (او وسوځول) شي؛ او پر ځاى يې نور پوټكي وركړو،چې(الهي) عذاب وڅكي،په رښتيا چې خداى ناماتى حكيم دى (او د حساب له مخې سزا وركوي ). (114)
4 _ دعربو له مشركې ټولنې وېره:
“حارث بن نوفل بن عبدمناف” پېغمبر اکرم ته راغى او ورته يې وويل:
((له څه مو چې وېروې،ټول رښتيا دي؛خو كه موږ درباندې ايمان راووړ؛ نو مشرك عرب به موږ له خپلې خاورې وشړي))،چې ددې خلكو ځواب ته دا آيت راغى:
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ= زما مؤمنو بندګانو! په واقع کې زما ځمكه پراخه ده؛ نو يوازې ما ولمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او فشار ته غاړه كېنږدئ) (116)*
98_ سيره ابن هشام، 1/ 318
99_ طبقات ابن سعد” 3/233
100_ ابن اثير،كامل 2/45
101_ سيره ابن هشام، 1/ 320
102_ سيره ابن هشام 1/314
103_اسدالغابه 1/301 ،الاصابه، 4/ 64 ،الاستيعاب 4/62
104_ سو ره واقع / 10 او 11 آيتونه ، سوره توبه / 100 آيت
105_سوره حديد/ 10
106_ حليه الاولياء 1/158-159
طبقات ابن سعد، 4/225
الاستيعاب 4/63
الاصابه 4/64
الدرجات الرفيعه / 228مخ.
107_ طبقات ابن سعد، 4/ 223
108_ طبقات ابن سعد، 4/221-222 او 226 مخونه
الدرجات رفيعه/ 225-226 مخ او همداسې 229-230
109_سوره يس/ 78-79
110_تاريخ كامل، 2/47-51
111_سوره زخرف/320
112_ سيره ابن هشام، 1/361
113_سوره عبس/ 33-37
114_سوره نساء / 56
115_ سوره قصص/57
116_عنكبوت /56
سرچینه : د رسول اکرم (ص) ژوند
لیکوال : شیخ جعفر سبحانی