تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دوه له ځانه تېر سرتېري پېغمبر اکرم (ص) په يوه سيمه كې د خپلو سرتېرو د پرېټ او رسم ګذشت معاينه وكړه. ځلېدونكې څېرې او د تورو پړكار يې له لرې ښكارېدې. د پېغمبر اکرم لښكر د عمر له پلوه يو له بل سره خورا توپير درلود. په دې  لښکر کې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دوه له ځانه تېر سرتېري

پېغمبر اکرم (ص) په يوه سيمه كې د خپلو سرتېرو د پرېټ او رسم ګذشت معاينه وكړه. ځلېدونكې څېرې او د تورو پړكار يې له لرې ښكارېدې.

د پېغمبر اکرم لښكر د عمر له پلوه يو له بل سره خورا توپير درلود. په دې  لښکر کې زاړه او بوډاګان هم وو او داسې كسان هم وو،چې عمرونه يې خام وو او لا پينځلس كلنۍ ته هم نه وو رسيدلي؛خو پوښتنه پيدا كيږي،چې دوى څه راهڅولي وو،چې جګړې ته راشي؟ ځواب يې دادى،چې له توحيد او كمال سره مينې راوړي وو. ددې موضوع د ثابتولو لپاره مې د يو بوډا او د يو ځوان سرتېري کيسه راخستې ده،چې له واده يې يوه شپه تېره شوې وه:

1 _ حضرت “عمرو بن جموع” شا ټيټى بوډا و او مادي ځواک يې له لاسه وركړى و او پښه يې هم معيوبه وه او څلور زلمي زامن يې له اسلامه دفاع ته لومړۍ كرښې ته ولېږل. زړه يې خوشحاله و،چې زامن يې خداى(ج) ته توره وهي، له ځان سره يې وويل: ((له جهاده ډډه كول د انصاف خبره نه ده، ولې داسې نېکمرغي له لاسه وركړم )) خپلوانو يې مخه ونيوه،چې جګړې ته ولاړ نشي،ورته يې وويل: (( ته د اسلام پوځي قوانينو له هر ډول كاره معاف كړى يې ))؛خو د خپلوانو خبرو قانع نه کړ او په خپله پېغمبر اکرم ته ورغى،ورته يې وويل: (( خپلوان مې جهاد ته نه پرېږدي،ستاسې څه نظر دى؟  زه د شهادت ارمان لرم، غواړم د جنت پر لور والوزم. ))

 پېغمبر اکرم ورته وويل: (( خداى(ج) ته په معذورو كې شمېرلى يې او ستا غاړه خلاصه ده )) هغه زارۍ وكړې. حال داچې خپلوان يې ترې راتاو وو،پېغمبر اکرم ورته وويل:(( مخه يې مه نيسئ، پرېږدئ،چې د اسلام په لار كې شهيد شي. ))

 دا زوړ سړى،چې له خپل كوره ووت؛ويې ويل: (( خدايه خپل كور ته مې راستون نه کړې . خدايه! توفيق راكړې په لار كې دې ومرم. ))

په جګړې كې به دې زوړ له خپلې ګوډې پښې سره حملې كولې،ويل يي: (( د جنت هيله لرم، يو زوى يې هم ورپسې و او حملې يې كولې، دواړو دومره وجنګېدل،چي شهيدان شول او بل ورور يې “عبدالله” هم په دې جګړې كي شهيد شو .

 2 _ حضرت “حنظله” ،چې عمر يې لا څلرويشت كلنۍ ته هم نه ورسېدلاى،چې د يخرج الحى من الميت (له ناپاكه پلرونو، پاك زامن پيدا كوي) مصداق و. “ابوعامر” ، چې د پېغمبر اکرم دښمن و، پلار يې هم د احد په جګړې كې د كفارو په لښكر كې ګډون كړى و. ابوعامر د اسلام له سر سرسخته دښمنانو و،چې قريش يې جګړې ته راهڅولي وو او چې په وسه كې يې وو؛ نو له اسلام سره يې دښمن كوله . هغه د ضرار د جومات بنسټګر و .

 د زوى ولۍ او پلار ولۍ مينه ددې لامل نه شوه،چې حضرت حنظله په دې جګړه كې كې ګډون ونه کړي. پر هغه ورځ ،چې د احد جګړه راپېښه شوه؛نو پر شپه يې د حضرت حنظله د عبدالله ابى له لور سره واده و او د ناچارۍ له مخې يې پر هماغه شپه واده وكړ او له خپلې مېرمنې سره يې پر هماغه شپه كوروالى وكړ؛ خو چې د جهاد غږ يې واورېد؛نو بل ډول شو. د پېغمبر اکرم په اجازې يوه شپه په مدينه كې پاتې شو او پر سبا يې د جګړې مېدان ته ولاړ.

 خداى(ج) بښلى علامه مجلسي وايي ،چې : (( د سورة نور 62 آيت  د هغه په باب نازل شوى دى:(( هغوى چې پر خداى(ج) او پېغمبر اکرم يې ايمان راوړى دى، پېغمبر اکرم ،چې کله د يو ټولنيز كار لپاره ورسره خبره وكړي؛ نو څو اجازه يې نه وي اخستې، ترې نه بيلېږي او هغوى چې له (پېغمبر اکرم) نه اجازه اخلي، هغه كسان دي ،چې پر خداى(ج) او رسول يې ايمان راوړى دي او چې کله (مؤمن) له تا  د خپل كار لپاره اجازه وغوښته؛نو ستا خوښه،چې هر چاته اجازه وركړې. ))

 پېغمبر اکرم ورته د واده مراسمو ته يو شپه اجازه وركړه. سهار وختي حنظله مخکې تردې چې د جنابت غسل وكړي، د جګړې د مېدان پر لور ورمنډې كړې. له كوره ، چې ووت؛نو ناوې يې ورپسې وژړل او ترې يې غوښتل ، چې يوه شېبه صبر وكړي،ښځې يې څلور تنه شاهدان كړل،چې بېګا هغې او مېړه يې كوروالى كړى دى. حنظله له كوره ووت. ناوې هغوى څلور تنو ته كتل، ورته يې وويل: (( بېګا مې خوب وليد،چې اسمان وچاودېد او مېړه مې ورننووت او بيا د اسمان چاود ټپ شو؛ ما چې دا خوب وليد؛احساسوم،چې مېړه مې په جګړې كې شهيديږي.))

 حضرت حنظله ځان لښكر ته ورساوه،سترګې يې پر “ابوسفيان” ولګېدې ،چې د لښكرو په منځ كې يې هلې ځلې كولې.

 حضرت حنظله پر خپله توره غوښتل،چې ابوسفيان ووهي؛خو توره ولاړه او د ابوسفيان د اس شاته ولګېده او ابوسفيان له خپل اسه راوغورځېد. ابوسفيان چغې او سورې كړې،چې څو قريشي ځوانان يې مرستې ته راغلل او ابوسفيان يې له هغه ځايه وايست بيا “شدادليثي” پر حضرت حنظله حمله وكړه او نورو ابوسفيان له هغه ځايه وايست. د كفارو د لښكر نېزه لرونكيو پر حضرت حنظله حمله وكړه او خپله نېزه يې د حنظله پر بدن ور و منډله . حضرت حنظله سره له دې ،چې ټپي شوى و، په هغه نېزه لرونكي پسې شو او هغه يې په خپله توره وواژه او حنظله هم د هماغه ټپ له امله پر ځمكه راوغورځېد.

پېغمبر اکرم وويل: ((و مې ليدل،چې پرښتو حنظله ته غسل وركړ؛ نو ځكه يې ورته “غسيل الملائكه” وايي او چې”اوسيانو” به خپلې وياړنې شمېرلې؛ نو ويل يې : (( “و منا حنظله غسيل الملائكه”؛ يعنې حنظله له موږ دى،چې پرښتو غسل وركړ. ))

ابوسفيان به ويل: ((چې کله هغوى د بدر په جګړې كې زما زوى حنظله وواژه؛ نو ما هم د احد په جګړې كې د مسلمانانو حنظله وواژه. ))

 دا ناوې او زلمى عجيبه كسان وو؛ ځکه دواړه د اسلام په لار كې له ځانه تېر وو؛خو د دواړو پلرونه د اسلام سرسخته دښمنان وو،د ناوې پلار عبدالله بن ابى د مدينې د منافقانو مشر و او د زلمي  پلار ابى عامر و ،چې د جاهليت د وخت راهب و او د اسلام تر راښکاره کېدو وروسته له مشركانو سره يو ځاى شو او “هرقل” يې د اسلام ځپلو ته راوباله.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!