تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   ټولنيزې بدۍ هجرت ته شاکول: که مسلمانانو چين ته سفر نه واى کړى؛نو نن به په چين کې په ميليونو مسلمانان نه واى. همداراز که مسلمانانو د “تانزانيا” او “زامبيا” هېوادونو ته هجرت نه واى کړى؛نو نن به په دې هېوادونو کې د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

ټولنيزې بدۍ

هجرت ته شاکول:

که مسلمانانو چين ته سفر نه واى کړى؛نو نن به په چين کې په ميليونو مسلمانان نه واى. همداراز که مسلمانانو د “تانزانيا” او “زامبيا” هېوادونو ته هجرت نه واى کړى؛نو نن به په دې هېوادونو کې د اسلام نوم هم نه و. د اسلام نظر دادى چې: مسلمانان بايد ډېر اوﻻدونه ولري او هر يو بايد يوې ځانګړې سيمې ته هجرت وکړي،چې د اسلام لمنه پراخه شي. هېښنده دا ده،چې د ژوند لپاره ځينې مرغۍ هم له يو ځايه بل ځاى ته هجرت کوي؛خو ځينې مسلمانان ان له خپل ځايه هم نه خوځي.د اسلام له نوښتونو ځنې يو دا دى چې هجرت يې د تاريخ پېلامه وګرځوله؛ځکه انسان د واک له مخې په يوې سپېڅلي موخې پسې هجرت کوي او که نه د حضرت عيسى زوکړه او يا هم د ځمکې ګرځېدل يو هم د انسان له اختياري وياړونو نه شمېرل کېږي. په سلګونو ستونزې د هجرت له ﻻرې هوارېږي.

 هجرت؛ يعنې د انساني قوتونو عادﻻنه ويش. هجرت؛يعنې خوځښت، موخه، ژمنه او د ځمکې او وخت له قيدونو ازادي ده.

 څو مهاجرو مسلمانانو په افريقا کې د اسلام ډيوې بلې کړې. کوم کسان،چې په ناپوهۍ،شرک،بې اتفاقۍ او نشتمنۍ کې اوسي؛نو ددې ټولو ګناهونه د هغه چاپر غاړه دي، چې د هجرت وس لري؛خو د بې پروايئ له کبله هجرت نه کوي او پر دروغجنو او تکراري کارونو يې ځان بوخت کړى وي.د هجرت په ویی – کلمه کې ستره او لوړه معنا ايښوول شوې،چې د مسافرت په کلمه کې نشته .

لوستي خلک غټو ښارونو ته راځي او کلي تش پاتې کېږي؛نو دا کار په ښارونو کې نرخونه لوړوي،د کورونو او ترافيکو ستونزې هم راپيدا کوي،په کليو کې چې کوم ناروغان د ډاکټر د نشتوالي له کبله مري؛نو ګناه يې د هغو ډاکټرانو پر غاړه ده،چې پر له پسې ښارونو ته راروان وي.

څوک چې هجرت نه کوي؛نو اسلام ورسره اوښتونیز – انقلابي چلن کوي او وايي:

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُوْلَئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يُهَاجِرُواْ مَا لَكُم مِّن وَلاَيَتِهِم مِّن شَيْءٍ حَتَّى يُهَاجِرُواْ وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلاَّ عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (انفال/۷۲) = (( په حقيقت کې هغوى چې ايمان راووړ او هجرت يې وكړ او د الله په لار كې يې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړ او كومو خلكو،چې (مهاجرينو) ته پناه وركړه او مرسته يې ورسره وكړه؛ دوى يو د بل دوستان دي او هغوى چې ايمان راوړى؛خو هجرت يې نه دى كړى؛ نو له تاسې سره تر هغه هېڅ ډول (ديني) خپلولي نه لري،څو يې (د الله په لار كې) هجرت نه وي كړى او كه (يوازې) د دين (د كار) په باب مرسته درنه وغواړي؛نو پر تاسې يې لاسنيوى لازم دى؛خو د يو داسې قوم پرخلاف نه،چې له تاسې سره يې (د دښمنۍ پرېښوولو) تړون وي او څه چې كوئ، الله يې ښه ويني .))

په رښتيا ټول کارپوهان چې په کفري هېوادونو اوسي، که خپلو هېوادونو ته هجرت وکړي؛نو د کفر جبهه به هم کمزورې شي او مسلمانان به هم پياوړي شي او په فاسدو نظامونو کې به يې اسلامي هويت له منځه ﻻړ نشي. اسلام چې پر وﻻړو اوبو، خاورو او شتمنيو نيوکه کوي؛نو دا حق هم لري چې پر وﻻړو کارپوهانو هم نيوکه وکړي.

هجرت د ټولو لپاره دى :

پوهان بايد هجرت وکړي،چې د اسلام غږ د نړۍ لرې پرتو سيمو ته ورسوي او د کليسا له فعاليتونو روسته نشي؛ځکه دوى هم خپل مولايان د جهان لرې پرتو سيمو ته لېږدوي او روستۍ سر شمېرنې ورسره وي.دا کار به پېغمبر اکرم (ص) هم کاوه.پېغمبراکرم(ص) وايي: ((هر ماشوم چې زېږېږي او هر مسلمان،چې له دنيا سترګې پټوي،ماترې خبروئ،چې هر شېبه د مسلمانانو په روستۍ سرشمېرنې پوه يم.[1])) قرآن څو څوځل مسلمانانو ته د ځمکې پر مخ د ګرځېدلو حکم کړى دى؛خو غربيانو پر دې حکم تر موږ مخکې عمل وکړ او ټول جهان يې لوېشت په لوېشت ولټاوه او د سرچينو، زېرمو،قوتونو او د خلکو پر خويونو پوه شول. دا وړاندوينه حضرت علي کړى وه اوچغې به يې وهلې: (( هسې نه چې نورکسان درنه پر قرآن، په عمل کولو مخکښې شي.[2] ))

قرآن پر ځمکه ګرځېدل او پر هجرت ډېړه سپارښتنه کړې ده؛ خو نورو پرې تر موږ ډېر عمل وکړ.

 

د نشتمن لپاره هجرت:

إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا (نساء/۹۷) = ((په رښتینه کې هغوى چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كړى و (د روح قبضولو) پرښتو د ساه اخستو پر مهال ورته وويل :((په څه حال كې وئ؟)) (او سره له دې، چې مسلمانان وئ؛ خو د كفارو په ليكه كې وئ) ؟ ځواب یې وركړ: (( موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [= پرښتو] وويل : (( ايا د الله ځمكه پراخه نه وه؛چې هجرت مو پکې كړى واى؟!)) (څه عذر یې نه درلود او) هستوګنځى يې دوزخ دى، چې د ورتلو ناكاره ځاى دى.))

؛نو ځکه پر هر نشتمن ﻻزم ده،چې د خپلې ګروهې او دين د خوندي ساتلو لپاره هجرت وکړي او که په کفري هېواد او يا په داسې نورو سيمو کې له خپلو اصولو دفاع نشي کوﻻى؛ نو هغه دې پرېږدي. ځينې شته چې په يو ځاى،ښار او سيمه کې را ايسارېږي او پر ډول ډول ګناهونو اخته کېږي،په داسې حال کې پرې واجب دي،چې دا ځاى پرېږدي. په زړه پورې ټکى دادى چې د مړينې پر مهال په ټولو ګناهونو کې يوازې هجرت ته د شاکېدو په هکله انسان پوښتل کېږي.بل په زړه پورې ټکى دا دى،چې قرآن د اجر لپاره د دوه ګرایه،څو ګرایه،لس ګرایه او د لسګونو برابرو ویې – کلمات کارولي دي؛ خو د هجرت د اجر په هکله يې د عدد يا شمېرى نوم نه دى اخېستى او ويلې يې دي چې اجر يې له خداى سره دى:

وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (نساء/۱۰۰) =(( او څوك چې د الله په لار كې هجرت وكړي؛ نو پر ځمكه به [د امن]  ډېر ځایونه او پراخي ومومي او څوك چې له خپل كوره د الله او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي، بيا یې مرګ راورسي؛ نو په یقین اجر يې پر الله دى او الله لورین بښونكى دى.))

دا تعبير د هغه مؤمنانو په هکله نه دى راغلى،چې په نيمه شپه کې له خوبه راپاڅي او په ځانګړى هيله عبادت کوي او څه،چې ورته خداى ورکړي وي،له هغه نفقه ورکوي. په قرآن کې راغلي:

فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (سجده/۱۷) = ((هیڅوک نه پوهېږي (او نه اټکل کړای شي) چې مومنانو ته مو د خپلو کړنو په پار څه سترګې یخوونکې بدلې (نعمتونه او څرنګوالی یې) ورزېرمه کړي دي.))

څوک چې غواړي هر اړ خيز پرمختګ وکړي؛نو ځان بايد هجرت ته چمتو کړي. قرآن وايي:

وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (نساء/۱۰۰) =(( او څوك چې د الله په لار كې هجرت وكړي؛ نو پر ځمكه به [د امن]  ډېر ځایونه او پراخي ومومي او څوك چې له خپل كوره د الله او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي، بيا یې مرګ راورسي؛ نو په یقین اجر يې پر الله دى او الله لورین بښونكى دى.))

حضرت علي وايي:((حيران يم،چې تاسې ويده ياست او دښمن ويښ او هوښيار دى.[3]))

 

د پټو سترګو ﻻروي:

 تقليد او په پټو سترګو د چا ﻻروي د ځان بايلنې، هڅوبېزې نشتمنۍ، پر دين د ايمان د نه درلودلو،د ملي او ديني غيرت د نه درلودلو او د نفس د کمزورۍ نښه ده. قرآن په ډېرو ايتونو کې دا شان تقليد او چلن غندلى دى.”بوت پالو” به د بوتانو لمانځنه له خپلو نېکونو ﻻروي ګڼله.لويديځ ځپنه او ختيځ ځپنه زموږ د نننۍ ورځې له مهمو منکراتو ځنې شمېرل کېږي.د کفارو پېښې کول زموږ په فقه کې حرام ګڼل شوي دي؛ځکه چې دا يو ډول ځان بايلنه ده. په روايتونو کې راغلي:((په جامو او خوړو کې هم بايد خپلواک ياست او له پرديو تقليد ونه کړئ.)) قدسي حديث وايي:(( خداى يو پېغمبر ته وحې وکړه،چې مؤمنانو ته ووايه: تاسې زما د دښمنانو په شان جامې مه اغوندئ او زما د دښمنانو خواړه مه خورئ او په هر کاراو ﻻر کې زما ددښمنانو پر ﻻرو مه ځئ، که تاسې په ظاهره د هغوى په شان شوئ؛نو په باطن کې به هم د هغوى په شان شئ.[4] ))

 

د ګناه په غونډو کې ګډون:

د ګناه په غونډو کې کېناستل او ليدل يې زموږ د ټولنيزو بديو په شمېر کې راځي. قرآن وايي،چې کله مو واورېدل،د خداى پر آيتونو ملنډې وهل کېږي او نمښته – انکار ترې کېږي؛نو له دې غوندې ووځئ:

وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا (نساء/۱۴۰) = (( او په يقين خداى په کتاب كې (دا حكم) پر تاسې نازل كړى، چې كله واورئ،چې ځينې د الله له آيتونو انكار كوي او ملنډې پرې وهي؛نو ورسره مه كېنئ،تر هغه چې په بله خبره لګيا شي كه نه،تاسې به هم په څېر یې ياست، په رښتيا چې الله په دوزخ کې د ټولو منافقينو او کافرانو راټولوونکى دى.))        

په بل ځاى کې وايي: که ودې ليدل چې يوه ډله په الهي آيتونوکې په ناحقه شخړه کوي،پر تا ﻻزم دي چې پرې نيوکه وکړئ،چې د خبرو اترو ﻻر بدله شي او که شيطان ته هېرونې ته اړ کړې؛نو له پاملرنې روسته په ډله کې د ناستې حق نه لرې:

وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (انعام/۶۸) = ((او چې كله داسې کسان وينې، چې زما په آيتونو کې خوشې لګیا وي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې پر بلې خبرې بوخت شي او كه شيطان دا (مخ اړونه) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!))

په قيامت کې به جنتيان، دوزخيان وپوښتي: تاسې ولې دوزخ ته وﻻړئ؟ دوى به دا څلور څېزونه څرګند کړي :

١_ نمونځ ته شا کول ٢_ مسکينانو ته بې پروايي ٣_ د خلکو په اوازو او خبرو پسې تلل ٤_قيامت دروغ ګڼل .

قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ (مدثر/۴۳) = وايي : موږ له نمونځ کوونکيو ځنې نه وو.

وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ (مدثر/۴۶) = ((او تل مو د جزا ورځ دروغ ګڼله))

هو! له ملنډو وهونکيوو سره جوړجاړى او پر وړاندې يې چوپتيا د مذهبي سپېڅلتياوو سپکاوي ته ﻻر هواروي .

 

تور لګول او پت له منځه وړل :

په بدنوم چا ته غږکول،سپکاوى،سپکې سپورې،غيبت،تور لګول او د ابرو له منځه وړل،له ټولنيزو بديو ځنې دي. قرآن د جنتيانو په هکله وايي:

لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا (النباء/۳۵) = ((هلته به چټيات او دروغ نه اوري))

هلته ټول چلونه د سم روح،روغى وينا او سم شعار پر بنسټ دي .د هغه ځاى نوم “دارالسلام” دى :

لَهُمْ دَارُ السَّلاَمِ عِندَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (انعام/۱۲۷) = دوى ته (په جنت كې) د خپل پالونكي پر وړاندې “د سلامتيا كور” خوندي دى او د ښو كړنو له لامله يې خداى پالندوى (او مرستندوى) دى .

إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا (واقعه/۲۶) = يوازېنۍ خبره، چې اوري، هغه به ((سلام)) وي او ((سلام)).

د دوزخيانو په هکله راغلي: هره ډله چې دوزخ ته ننوځي؛ نو پر بلې ډلې به لعنت وايي:

قَالَ ادْخُلُواْ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّن الْجِنِّ وَالإِنسِ فِي النَّارِ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَّعَنَتْ أُخْتَهَا حَتَّى إِذَا ادَّارَكُواْ فِيهَا جَمِيعًا قَالَتْ أُخْرَاهُمْ لأُولاَهُمْ رَبَّنَا هَؤُلاء أَضَلُّونَا فَآتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلَكِن لاَّ تَعْلَمُونَ (اعراف/۳۸) = (الله ورته) وايي : ((دوزخ ته ورننوځئ ،چې له تاسې مخكې د پېريانو او انسانانو ډلې ورننووتې دي !)) هره ډله، چې ورننوځي؛ نو پر مخكېنۍ هغې لعنت وايي، تر دې چې ټول (په ذلت) هلته يو ځاى شي (؛ نو په دې وخت كې به) لارويان د خپلو مشرانو په باب وايي :(( پالونكيه! موږ دوى بېلارې كړي وو؛ نو ځكه له اوره دوه ګرايه سزا وركړه (هم د خپلې او هم زموږ د بېلارۍ سزا).)) خداى وايي : ((تاسې هر يوه ته دوه ګرايه سزا ده؛ خو نه پوهېږئ (؛ځكه كه لارويان پر مشرانو راغونډ شوي نه واى؛نو د خلكو د تېرايستو وسه یې نه درلوده ) .))

هلته به ټول د خپلى ګڼاه پړه پر بل چا اچوي:

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن نُّؤْمِنَ بِهَذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ الْقَوْلَ يَقُولُ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ (سباء/۳۱) = او كافرانو وويل :(( موږ به هېڅكله پر دې قرآن ایمان را نه وړو او نه پر هغو (کتابونو) چې ترې مخكې وو)) كه ته دا ظالمان (پر هغه وخت) ووينې،چې د الله پر وړاندې (د حساب او جزا لپاره) درول شوي وي، پر هغه وخت به يو پر بل پړه اچوي (نو له حاله به يې حيران شې)! کمزوري كړاى شوي به لويي خوښيو ته ووايي: ((كه تاسې نه واست (؛ نو) موږ به هرومرو مؤمنان وو.))

د جنت او دوزخ له هيندارې سره خو اشنا شو؛اوس اټکلولاى شو، په کومه ټولنه کې چې اوسېږو،هغه جنتي ده او که دوزخي؟ که شک،پلټنې،بې پروائي، اروړۍ ټکورۍ، سپکاوۍ،ملڼدې وهل،رخه او غچ د ټولنې پر اړيکو واکمنې وي؛نو راتلونکې به يې دوزخ وي. که په کور،ټولنه،ښوونځيو او کارځى کې د ايمان، ګروهې،زړه سوي،لاسنيوي او اخلاص روحيه واکمنه وي؛نو ددې ټولنې راتلوونکې پايله به هم جنت وي.

 

 د اکثريت پلوي:

ځينې ګومان کوي چې زړورتيا يوازې د جګړې په ډګر کې ده؛خو هغه رښتینی زړور دى چې د استدلال او سول – منطق له لارې حق وپېژني، که څه هم يوازې پاتې شي او له دې يوازېتوبه و نه وېرېږي. حضرت علي د نهج البلاغې په ٢٠١ خطبه کې وايي:(( د حق په لار کې دپلويانو له لږې شمېرې مه وېرېږئُ))

قرآن له اکثريته پلوي څو څو ځل غندلي او ان پېغمبراکرم(ص) ته يې ګواښ کړى، که ته له اکثريته پلوي وکړې؛نو تا به بېلارې کړي.

 

په وګړې- شخصيت پسې تلل يا وګړه پالي:

قرآن د قيامت پر ورځ د مجرمينو د خبرو اترو په هکله وايي:

وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا (احزاب/۶۷) =(( او وايي (به) : (( پالونكيه! په رښتینه كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛ نو (سمه) لار یې رانه وركه كړه.))

انسان په تقليد کې د مور و پلار په پرتله پخپلو مشرانو پسې ډېر روان وي[5]؛نو ځکه قرآن ټينګار کوي چې رښتینې وګړې بايد موږ ته د خداى اولياء راوپېژني او قرآن هغوی ته د شيطان لقب ورکړى چې د بېځايه لګښتونو له لارې ځان مخورول غواړي:

إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُواْ إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا (اسراء/۲۷) = (( (ځكه) چې بېځايه لګښتيان د شيطانانو وروڼه دي او شيطان تل د خپل پالونكي پر وړاندې ډېر نامنندوی دى .))

قرآن په ډېرو آيتونو کې خلک له مفسدينو[6]، مسرفينو[7] ګناه کوونکيو[8]،عياشانو[9] او د کافرانو له لاروۍ منع کړي دي او رښتینې وګړې انبياء،صديقين،شهداء او صالحين بولي:

وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا (نساء/۶۹) = (( او څوك چې د الله او استازي اطاعت وكړي (د قيامت پر ورځ به) د هغو خلكو ملګرى وي، چې الله پرې نعمت لورولى دى (؛ يعنې) له پېغمبرانو، رښتينو، شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او دوى ښه ملګري دي.))

او د “انعمت عليهم” نوم يې پرې ايښى دى او همداراز پر هر مسلمان يې واجب کړي،چې په هر لمانځه کې ترې خپله لاروي اعلان کړي.

 داستان: د جمل په جګړه کې يو خوا ته حضرت علي (ک) و او بلخوا حضرت طلحه او حضرت زبير (رضي الله عنهم) وو. يو تن چې دا صحنه وليده؛نو حېران شو او و يې ويل: (( دواړو لوريو ته د پېغمبراکرم(ص) اصحاب کرام دي،په رښتيا کوم لورى پر حق دى؟)) خلک بايد د حق پر بنسټ وپېژندل شي نه دا چې حق د خلکو پر بنسټ وپېژندل شي.د ساري په توګه: لومړى بايد پوه شو،چې غيبت څه ته وايي،تردې روسته چې چا غيبت وکړ؛نو بايد بد يې وګڼو او داسې و نه وايو چې هغه پلانى بد رد وايي او غيبت کوي؛نوغيبت حلال دى.

 

بې ځايه شک،پلټنه اوغيبت:

قرآن په ډاګه وايي: ځينې ګومانونه ګناه ده:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ (حجرات/۱۲) = (( مؤمنانو! له ډېریو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى. ))

بېځايه شک پلټنې ته او پلټنه غيبت ته ﻻر هواروي او د باور ، اړيکو او مينې د شلولو او د منځه وړلو مهم عامل غيبت دى .

پوښتنه: په يوه روايت کې راغلي: د يوه غيبت له کبله د انسان ټول عبادتونه اوبه وړي،آيا دا سزا د انصاف له مخې ده؟

ځواب: هو! کومه آبرو چې په کلونو،کلونو ﻻس ته راغلى،د غيبت له ﻻرې له منځه ځي؛نو کوم عبادتونه هم چې په کلونو کلونو تر سره شوي، بايد ومينځل شي.

 

دوه په جنګ اچول:

په قرآن کې راغلي: څوک چې د دوو مسلمانانو ترمنځ فتنه،بدې خبرې او تاوتريخوالى رامنځ ته کوي او ترمنځ يې بد منځګړتوب کوي؛نو سزا به يې په برخه شي :

مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا وَكَانَ اللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا (نساء/۸۵) = (( څوك چې د نېك كار شفاعت [= هڅونه؛ مرسته اوسپارښتنه] وكړي، له هماغې به برخه ومومي او څوك چې د بد كار شفاعت [= هڅونه؛ مرسته او سپارښتنه] وكړي، له هماغې به برخه ومومي او الله پر هر شي څارونکى او حسابګر دى.))

 

بې پروايي:

بې پروايي او له دندو پښې سپکول له ټولنيزو بديو ځنې شمېرل کېږي.

 روايتونه وايي:(( که چا د يو مظلوم چغه واورېده او ځواب يې ور نه کړ؛نو مسلمان به نه وي.))[10] ((څوک چې په مړه ګېډه وېده شي او ګاونډى يې وږى وي؛نو پر خداى به يې ايمان نه وي راوړى.))[11] ((په حديث کې ورته بې ايمانه ويل شوى چې د بديو پر وړاندې بې پروا وي.[12]))

قرآن وايي:

وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا (نساء/۷۵) = تاسې ولې د الله په لار كې او د هغو نارينه وو او  ښځو او ماشومانو( د ژغورنې لپاره) نه جنګېږئ،چې (د ظالمانو له لاسه) بېوسې او كمزوري شوي دي؟! همدا ظلم ځپلي وايي: ((پالونكيه! موږ له هغه ښاره (مكې) وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او موږ ته له خپلې لوري پالندوى (او مشر) وټاكه او له خپل لوري راته مرستندوى پيدا كړه.))   

دوزخيان به جنتيانو ته وايي: زموږ د بدمرغۍ يو ﻻمل دا و،چې د وږيو پر وړاندې بې پروا وو:

وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ (مدثر/۴۴) = ((او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول.))

په روايتونو کې راغلي: ((خداى د يوې سيمې پر خلکو عذاب نازل کړ، پرېښتو،خدای وپوښت: ددې سيمې ځينې کسان خو ګناهګاران نه دي؛نو ولې د ګناهګارانو په اور کې سوځوي؟ خداى ورته وويل: د خپلې بې پروايۍ او چوپتيا له کبله سوځي. ))

امام صادق (رح) ته يو تن د توبې لپاره راغي؛ نو امام صادق (رح) ورته وويل:(( که ستاسې په شان خلک له عباسيانو نه واى راټول شوي؛نو هېڅکله به يې هم زموږ د اهلبيتو پر حق ګېډه نه وه اچولې. ))

حضرت علي بې پروا او ناغیړي خلک په کلکه غندلي . دا بې پروايۍ خود ټولنې پر وړاندې وي؛خو کله ناکله انسان د ځان پر وړاندې هم يو ډول دنننۍ بې پروايي پېدا کوي او له ليدنو او اورېدلو عبرت نه اخلي، زړه يې کلکېږي او په سترګو کې يې لږې اوښکې هم نه راځي. قرآن څوڅو ځل پر داسې ډلو نيوکه کړې:

وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ (صافات/۱۳) =(( او چې نصیحت ورته وشي، نه یې مني.))

بې اتفاقي:

بې اتفاقي له ټولنيزو بديو ځنې ده. قرآن بې اتفاقي اسماني او ځمکنى عذاب ګڼلې دى :

قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ (انعام/۶۵) = ووايه : ((په وسه یې ده،چې پر تاسې له پاسه کوم عذاب راښکته او يا يې تر پښو لاندې درباندې راپورته کړي يا پر خپرو ورو ډلو مو وويشي او پر يوې ډلې د بلې (ډلې) د جګړې (او اختلاف) خوند وڅكي .)) وګوره موږ خپل راز راز آيتونه وړاندې كوو! چې ښايي په ژوره توگه وپوهېږي (او سمې لارې ته راوګرځي.)

د هجرت پر درېم کال د احد په جنګ کې د مسلمانانو د ماتې اصلي علت تفرقه او له مشره سرغړونه وه:

وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (آل عمران/۱۵۲) = (( او په يقين خداى (په احد كې پر دښمن د بريا) خپله ژمنه درسره رښتینې كړه، د جګړې په لومړيو كې مو د خداى په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛خو چې سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښوولو په باب مو) شخړه وكړه او روسته تر هغه چې خداى هغه څه (پر دښمن بريا) دروښوول،چې ستاسې مینه ورسره وه؛ نو سرغاړى مو وكړ،ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا خداى ترې وګرځولئ (او بريا مو پر ماتې واوړېده)،چې ومو ازمېيي او په رښتیا یې وبښلئ او خداى پر مؤمنانو د لورنې څښتن دى.))

حضرت موسى (ع) تر څلويښت ورځو روسته د “طور” له غره راستون شو؛ويې ليدل چې ياران يې د سامري له خوسي راټول شوي دي؛په غوسه شو او خپل ورور هارون ته يې وويل: (( ولې دې ددې مخه و نه نيوه؟)) هارون وويل: (( ما منع کړل؛خو زما يې وا نه ورېده او نږدې يې زه وژلې وم؛ له ځان سره مې فکر وکړ چې پر ضد يې راپاڅېږم؛خو وېرېدم چې ته راته داسې و نه وايي،چې د خپل اوښتونیز- انقلابي خوځښت له کبله دې په بني اسرائيلو کې درز رامنځ ته کړ؛نو غوره مې وګڼله چې يوه ډله پکې خوسى وپالي؛خو چې زه د بې اتفاقۍ لامل نشم.))

په اسلام کې هر هغه کار حرام ګڼل شوى،چې د تفرقې ﻻملېږي. د ساري په توګه: په چا پسې خبرې کول،غيبت،تورلګول،بېځايه شک او اوازه اچول پرکلکه منع شوي دي او پر هغو کارونو سپارښتنه شوې،چې د يووالي او د زړونو د ارامتيا ﻻمل ګرځي. ويل شوي: که په رښتيا ويلو فتنه رامنځ ته کېږي؛نو دروغ جايز دي. د تاريخ په اوږدو کې پر مسلمانانو هر څه د بې اتفاقۍ له کبله راغلي دي. د نړېوال استکبار پرونۍ او نننۍ وسيله د نفاق او بې اتفاقۍ د تخم شيندل دي :

إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ (قصص/۴) = (( فرعون په هېواد (مصر) كې لويي وکړه او اوسېدونكي يې ډلې ډلې کړل؛ يوه ډله يې بېوسې كړه [داسې چې] هلكان يې وروژل او ښځې (نجونې) يې (وينځيتوب او خدمت ته) ژوندۍ پرېښوولې (؛ ځکه) چې هغه له وران کاريو ځنې و.))

قرآن درز اچوونکى مشرک ګڼې:

مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ (روم/۳۱) = (په توبې) خدای ته ورمخه کړئ او (د فرمان له سرغړونې يې) ډډه وكړئ او نمونځ وكړئ او له مشركانو ځنې مه کېږئ؛

مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (روم/۳۲) =(( له هغو خلکو (مه اوسئ) چې خپل دين یې ټوټه ټوټه كړ او ډلې ډلې شول او (هېښنده خو لا دا) له هرې ډلې سره، چې څه دي (زړه يې ورپورې تړلى او) په هماغه خوشحاله دي! ))

 َقرآن ((حبل الله )) د يووالي او وحدت چورليز بولي:

وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (آل عمران/۱۰۳) = (( او ټول د خداى پر رسئ [= قرآن، اسلام او د يووالي پر هر ډول وزله] منګولې ولګوئ او ګوندي مه کوئ، د خداى هغه (ستر) نعمت درياد كړئ، چې تاسې يو د بل دښمنان وئ؛ خو هغه مو په زړونو كې مينه واچوله؛ نو په لورنې یې (یو د بل) وروڼه شوئ او د يوې اورينې كندې پر ژۍ  وئ؛ نو الله ترې وژغورلئ،خداى په دې توګه خپل آيتونه درڅرګندوي،چې ګوندې سمه لار ومومئ ))

که مسلمانان سره يو لاس شي؛نو هيڅ ځواک به ورته ګواښ او زيان و نه رسوي،البته مهم څيز ظاهري يووالي نه؛ بلکې د زړونو يووالى دى. په آيتونو او روايتونو کې پر ظاهري يووالي نيوکه شوې ده:

لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاء جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ (حشر/۱۴) = (( (يهودان) هېڅكله په ګډه درسره نه جنګېږي؛خو د ټينګو كلاګانو يا د دېوالو ترشا (به جنګېږي)، په (خپلو) کې يې جګړه سخته ده (؛خو ستاسې په مقابل كې کمزوري دي.) ته يې يو موټى ګڼې او (حال دا) د زړونو (لارې يې) سره جلا جلا دي؛ ځكه دوى بې عقله قوم دى ))

البته هغه کسان د يووالي ﻻمل کېداى شي،چې د پراخې سينې خاوندان وي او له ځانمنۍ او تنګ نظرۍ ډډه وکړي. قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (حجرات/۱۳) = (( خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) خبر دى.))

قرآن ددې کلام له مخې،پر قومي، توکمیز،سيمه ييز، او وټیزو ستونزو خاورې اړولي دي. د جُمعې او جمعې نمونځ  د يووالي د رامنځ ته کېدو لپاره يو ډول تمرين دى،زړه خوږى،تګ راتګ ،بښنه، د نشتمنو ﻻسنيوى، هجرت، ډالۍ ورکول او د ناروغ پوښتنه کول،د مينې، يووالي او د انساني اړيکو د ټينګښت لپاره مهمې سپارښتنې دي.

 

د فحشاء خپرول:

دا هم ټولنيزه بدي ده. د پام وړ ټکى دادى، په ټولو ګناهونو کې څه،چې د خداى د غوسې ﻻمل ګرځي،هغه د ګناهونو کول دي؛ خو که د فحشاء په خپرولو کې که انسان لږه لېوالتيا او مينه هم ولري (او ویې هم نه کړي)؛نو پر کبيره ګناه به ککړ شوى وي ؛يعنې پردې سربېره چې د فحشاوو خپرول کبيره ګناه ده، ورسره مينه درلودل هم ستره ګناه بلل کېږي.حال دا له ګناه سره مينه کول (ترهغه دمه،چې ونشي) ګناه نه ده:

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (نور/۱۹) = (( په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ او بدچارۍ خپرول خوښوي (؛نو) په دنيا او آخرت كې ورته دردناك عذاب دى او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ.))

پاتې دې نشي چې د فحشا د خپرولو يو ﻻر داده، چې پردۍ ښځې او سړي په روغتونو، پوهنتونو او نورو علمي مرکزونو کې يو ځاى وي. ستر نه ساتل او د حجاب پر وړاندې بې پروايي هم د فحشا خپرېدو ته ﻻر هواروي . که لږ ځير شو؛ نو بې بندوباري،بېځايه ليدل،ځان سينګارول او نورو ته ځان ښوول،د هوسونو فحشا او نامشروع اړيکو په ډنډ کې غورځېدل دي او پر علمي،اخلاقي او کورني تاوانونه يې ټول ښه خبردي.

 

د ترهې او ډار رامنځته کول:

قرآن وايي: کوم کسان چې پر ځمکه فساد خپروي؛ سزا يې شړل او اعدام دي:

إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ (مایده/۳۳) = ((هغوى چې له الله او استازي سره یې جنګېږي او په ځمكه كې د فساد خپرولو هڅې كوي (او د خلكو پر ځانونو، مالونو او ناموس وسله وال تېرى كوي)؛ نو سزا يې یوازې داده،چې ووژل شي يا پر سولۍ شي، يا يې لاسونه او پښې تېروبېر غوڅې شي او يا له (خپل) هېواده وشړل شي؛دا خو يې په دنيا كې یو سپکاوی دی او په آخرت كې ورته لوى عذاب دى))

د وسلې له ﻻرې هم پر ځمکه فساد،ترهه، ډار او ناامني خپرېداى شي. کوم کسان چې د اوازو له ﻻرې په ټولنه کې ډار اچوي؛ قرآن ورته سخته سزا ټاکلې ده:

لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا (احزاب/۶۰) =  ((قسم دى كه منافقان او هغوى چې په  زړه كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛له خپل چار لاس وانخلي (؛نو) موږ به هرومرو تا پرې لاسبر كړو(چې) بيا به په دې (ښار: مدينه) كې بې له ډېر لږ وخته ستا ګاونډیتوب ونه کړي ))

حديثونه وايي: ((څوک چې مؤمن وېروي؛نو خداى به يې په قيامت کې ووېروي.[13]))((تر ټولو بد هغه دى،چې خلک يې له شره خوندي نه وي.[14]))((مسلمان ته؛ځکه مسلمان وايي،چې خلک يې له ﻻس او ژبې په امان کې دى.[15]))

اسلام وايي:((خپل سفر داسې برابر کړئ،چې د شپې او د خوب پر مهال د چا کور ته ورنشئ چې هغوى له خوبه راوېښ نه کړئ او و نه وېرېږي.))

 

د دروغو خبر خپرول:

قرآن وايې: که فاسق درته خبر راووړ؛خو چې پلټنه مونه وي کړي؛نو خبر يې مه منئ:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (حجرات/۶) = ((مؤمنانو! كه كوم فاسق سړي يو ستر خبر درته راووړ؛ نو (په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورورسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ.))

د مسلمانو هېوادونو په منځ کې د تفرقې اچولو يوه ﻻر هغه دروغ دي،چې له رسنيو خپرېږي،له دې ﻻرې د خلکو په منځ کې مينه او محبت له منځه ځي.

 

غوړه مالي:

غوړه مالي هم بدي ده او انسان د داسې کسانو پر وړاندې بايد هوښيار وي. د غوړه مالۍ بېلګې دادي :

يوه ډله حضرت علي ته راغله اوويې ويل: پالونکيه ! پر تا دې سلام وي.حضرت علي ورته وويل:توبه وکړئ.[16] يو بل چا همدا تعبير پېغمبر اکرم (ص) ته وکړ.پېغمبراکرم(ص)هغه لعنت کړ[17].

ټول روايتونه چې د غوړه مالۍ د منع لپاره راغلي،علت يې دادى،چې يو ډول بدي ګڼل کېږي؛نو شاعران،وياندويان او ليکوالان بايد دې ټکې ته پاملرنه وکړي.په يوحديث کې راغلي: (( دغوړه مال په خوله کې خاورې واچوئ.[18])) په نهج البلاغه کې راغلي:((له حده ډېره ستاينه غوړه مالي او له حده لږه ستاينه کينه ده.[19]))

دا ټولې غوړه مالۍ د عادي خلکو پر وړاندې دي؛خو که د ظالم غوړه مالي وشي؛نو د يو حديث له مخې:((عرش به ولړزېږي.[20] ))

 

سرچینه: پر نېکیو امر او له بدیو منع

لیکوال: شیخ محسن قرآئتی  

[1] فروغ ابديت–جعفر سبحاني

[2] نهج البﻻغه/ ٤٧ليک

[3] نهج البلاغه\٣٤خطبه

[4] وسايل ٤\٣١٥)

[5] بحار ٧٨ / ٤٥

[6] بقره /٦٠

[7] شعرا ء/ ١٥١

[8] انسان / ٢٤

[9] انعام / ٣٥

[10] بحار٧٤ټ

[11] بحار٧٤\٩٤

[12] بحار٧٢\٢٢٨

[13] بحار١٣\٤٩

[14] بحار٧\٢١٧

[15] بحار١\١١٣

[16] امالي طوسي\٦٦ ٢\ ١٣٧٧

[17] بحار٢٥\٢٩٧

[18] بحار٧٣\٢٩٤

[19] نهج البلاغه \ حکمت ٣٤٧

[20] بحار٧٧\١٥٢

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!