بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : مینه د خلکو زړونه لالهانده دي، چاچې مینه ورکړه، ورمخ کوي. ډالۍ، مینه راولاړوي. ډېر ځل یوه مینه په تش کتو پیدا کېږي. سمچاري، مینه ده. مینه او محبت، په دوستۍ پایښتېږي. څوک چې په مینه چلي، پر ځان نعمتونه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې
موضوع : مینه
د خلکو زړونه لالهانده دي، چاچې مینه ورکړه، ورمخ کوي.
ډالۍ، مینه راولاړوي.
ډېر ځل یوه مینه په تش کتو پیدا کېږي.
سمچاري، مینه ده.
مینه او محبت، په دوستۍ پایښتېږي.
څوک چې په مینه چلي، پر ځان نعمتونه وروي.
د چاچې درسره مینه وي، لاسنیوی یې وکړئ.
مینه او دوستي، په ښه چلن غځېږي.
دوستي او مینه دې پر انصاف ولاړه وي.
په سخاوت کې، دوستي او مینه ده.
دوستي، په مینه او نرمۍ غځېږي.
بېوفا سره مینه مه کوه.
یوازې له حق سره مینه لره او یوازې له باطلو ډارېږه.
د عاجزۍ پایله؛ دوستي او مینه دی.
د ایمان پایله؛ له تلپاتې کورسره مینه ده.
ښه ملګرتوب، د زړونو مینه زیاتوي.
د الله تعالی یادوونکی، له هغه سره مینه لري.
څوک چې خوشخویه وي، دوستان یې ډېرېږي او خلک ورسره مینه کوي.
بدخوی، نفس ترهوي او مینه له منځه وړي.
پر خپلوانو لورنه، مینه زیاتوي او غلیم رسوا کوي.
مینه او شوق، د ډاډمنو خوی دی.
ورین تندیتوب، د دوستانو مینه ډېروي.
الله تعالی هېرونه، له الله تعالی سره مینه پرې کوي.
ورین تندیتوب، د دوستۍ مینه ده.
له خلکو سره مینه او دوستي، د عقلمنۍ جرړه ده.
د دیني روڼو مینه او دوستي پایښتې وي.
له خپلوانو سره مینه او نرمي، د اوچتو اخلاقو د خاوند ځانګړنه ده.
مینه او دوستي، یو له دوو خپلویو ده.
عدالت، مخالفت له منځه وړي او خپلمنځي مینه او تړاو رادبروي.
چاچې نصیحت درته کړی؛ نو مینه یې درسره کړې ده.
که الله تعالی درته ګران وي؛ نو له زړونو مو د دنیا مینه وباسئ.
څوک چې له خلکو حیا نه کوي؛ نو څنګه له الله تعالی سره مینه کوي.
په دنیا کې چې له څه سره ډېره مینه لرې، ترې وډار شه.
څومره چې دوستي غځېږي؛ نومینه او لورنه هم ډېرېږي.
هر ډول مینه چې وکړې، همدغسې مینه درسره کېږي.
مینه له عزتمنو سرچینه اخلي.
په ورکړه، نرمۍ او ښه خوی، د خلکو مینه درسره پیدا کېږي.
داچې د اخرت والو مینه همېشنۍ ده؛ نو دوستي یې نه پرې کېږي.
باید مینه مو هم د الله تعالی لپاره وي او دښمني مو هم د الله تعالی لپاره وي.
څوک چې د قرآن کریم له لوستو سره مینه پیدا کړي؛ د دوستانو بېلتون یې نه وارختا کوي.
څوک چې د خلکو د پټو بدیو په راسپړلو پسې وي، الله تعالی، د زړه مینه پرې حراموي.
څوک چې له خلکو وحشت ومومي؛ نو له الله پاک سره به مینه پیدا کړي.
صبر هله عملي بڼه مومي؛ له څه سره چې مینه شوې، پر ضد یې کړاو وزغمل شي.
څوک چې له خلکو سره مینه وکړي، خلکو ته ګرانېږي.
لکه څنګه چې لمر و شپه سره نه یوځای کېږي؛ دغسې د الله تعالی مینه او دنیاپالي هم نه یوځای کېږي.
دنیا رانه له مخ اړونې روسته، داسې مینه راسره کوي؛ لکه اوښه یې چې پر خپلې جونګۍ کوي.
چې د الله تعالی کوم بنده خوښ شي؛ نو په زړه کې یې د امانت ساتنې مینه وراچوي.
د الله تعالی په لار کې مینه او دوستي، له دوو خپلویو خورا ټينګه یې ده.
سخا، ګناهونه لاهو کوي او د زړونو مینه پیدا کوي.
لئیم، که مینه وویني؛ نو بدخویه کېږي او چې بدي وویني، مینې ته ورماتېږي.
مینه او دوستي، د ارواحو په تړون، زړونه سره نژدې کوي.
له خپل ملګري سره پوره مینه وکړه؛ خو یو مخې پرې مه ډاډمنېږه. هر ډول همدردي ورسره کوه؛ خو ټول خوالې ورته مه وایه.
له خپل دوست سره مینه وکړه، چې مینه درسره وکړي، عزت یې وکړه، چې عزت دې وکړي، پر ځان یې لوړ وګڼه چې پر ځان او کورنۍ دې لوړ وګڼي.
د چاچې مینه او دوستي نږه وي؛ نو له خپل دوست سره ناز و نخرې نه کوي.
که د بېوزلیو لاسنیوی نشې کړای؛ نو خپله مینه ترې مه سپموه.
له الله تعالی سره د هغه څه په مینه دوستي وکړه، چې ورسره دي.
چې الله تعالی کوم بنده ته بدي وغواړي؛ نو د شتمنۍ مینه ورسره پیدا کوي او هیلې یې اوږدوي.
د الله تعالی له دښمنانو سره له دوستۍ ډډه وکړه یا داچې دوستي دې، بې د الله تعالی د دوستانو لپاره وي؛ ځکه څوک چې له هرې ډلې سره مینه لري؛ نو ورسره به محشور شي.
له خلکو سره په زهد خپلولو مینه وکړه او څه چې ورسره دي، سترګې ورته مه نیسه؛ نو په دوستۍ کې به ورسره بریالی وسې.
پر ښځو له زړه بایللو او د دنیوي خوندونو له غولونې ډډه وکړه، چې له ښځو سره مینه کړمنه او پر دنیوي خوندونو تېروتلي سپک او بېوزلي شوي دي.
رښتیا، دنیا د مار په څېر ده، چې ظاهر یې نرم او زهر یې وژوونکي دي؛ نو څه چې دې خوښ شي، مخ ترې واړوه؛ ځکه ملګرتوب یې ډېر لږ او ورسره په مینه کې ترې ډارېږه.
له خپل نبي محمد (ص) او (آل محمد) سره مینه ولرئ، چې دا پر تاسې، د الله تعالی حق دی او پر الله تعالی ستاسې د حق لامل دی. ایا د الله تعالی وینا (شوری سورت، ۲۳ آيت) ته مو پام نه دی، چې وایي: «ووایه! زه درنه اجر او باړه نه غواړم؛ خو زما له خپلوانو (اهل بیت) سره دوستي.
د واکمنو په دوستۍ کې تمه مه کوه؛ ځکه څومره چې ډېره مینه ورسره ولرې، ډېر دې ډاروي او څومره چې ورنژدې شې، دوی دې لرې کوي.
څوک چې له الله سره مینه پیدا کړي؛ نو له خلکو ګوښې ته کېږي.
څوک چې د ستر نفس خاوند وي؛ نو مینه ورسره زیاتېږي.
له چا سره چې د خلکو مینه ډېره وي؛ نو دوستان یې زیاتېږي.
څوک چې له خپلې روغتیا او سلامتۍ سره مینه لري؛ نو استقامت دې ورسره وي.
د چا زړه چې د دنیا پر مینه میین شو، د دنیا له درېیو څیزونو سره به تړاو ومومي: نه لرې کېدونی خپګان، نه پرېښودونی حرص او نه ترلاسه کونې هیله.
د چاچې ډېر مرګ یادېږي، له دنیا سره یې مینه لږېږي.
د چاچې د کړاو لامل شوې؛ نو پکار دي، د دردومنو په درملنه کې مینه ورسره وکاروې.
څوک چې په ځان کې د ډول ډول خوړو مینه او ونې وکري؛ نو د ډول ډول رنځونو مېوې به وواڼي.
څوک چې له دنیا سره مینه خپل شعار او سرټکی کړي؛ نو خپل ضمیر او دننه به له غم و خپګانه ډک کړي، چې زړه یې لاندې باندې کېدونی دی او هره شېبه به یې یو غم بوختوي او یو خپګان به یې خپه کوي، تردې چې د خپلو خپګانونو، په شپول کې راګېر شي (او مرګ یې راورسي)، بیا په فضا کې خور وورشي، حال دا (له دنیا) یې د هیلې سترګې، پرې کړي او الله تعالی ته یې پوپنا کېدنه اسانه ده او دوستانو او روڼو ته به یې لیده کاته لرې وي.
سرچینه : غرر الحکم
لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي