يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ د دې آيت مطلب څه دى؟ په ظاهره خو له دې آيته دا څرګندېږي چې خداى هر چاته وغواړي لارښونه كوي او چا ته چې وغواړي هغه بې لارې كوي. ځواب: د خداى لارښوونه په دوه ډوله ده. لومړنې يا ابتدائى لارښوونه او پاداشي يا د اجر لارښوونه . […]
يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ
د دې آيت مطلب څه دى؟ په ظاهره خو له دې آيته دا څرګندېږي چې خداى هر چاته وغواړي لارښونه كوي او چا ته چې وغواړي هغه بې لارې كوي.
ځواب: د خداى لارښوونه په دوه ډوله ده.
لومړنې يا ابتدائى لارښوونه او پاداشي يا د اجر لارښوونه . لومړنۍ يا ابتدائى لارښوونه هغه ده چې خداى د عقل ، فطرت، وحى او نبوت له لارې انسان ته وربښلې ده؛ نو له دې مخې خداى ټول خلك د دننني او بهرني شتمنيو له لارې پر سمه لار لارښود كړي،هغه كسان چې پردې لار سم ولاړ شي؛نو خداى به پرې پيرزوینې وكړي او دا خلك به تل په سمه او د خير په لار روان وي.
بې لاري د خداى په ذات كې نشته خداى كله هم څوک نه دي بې لارې كړې او نه به يې وكړي، هغه خداى چې ګران پيغمبر، حضرت علي او د هغه كورنۍ يې زموږ د لارښوونې لپاره رالېږلې؛نو كله به هم څوك بې لارې نه كړي كه څوك د دې لارښوونې سره سره بیا هم بې لارې شو، نو خداى ورته د توبې او بېرته راستنېدو ور پرانيستى پريښى .
اوس چې د توبې ور تل پرانيستى دى او انسان بيا هم په خپلې بې لارې ټينګار كوي؛نو تر دې وروسته به خداى هغه بې لارې كړي، آيا د دې مطلب دا دې چې خداى هغه بې لارې كړ؟ نه ځكه چې بې لارې يو عدمې امر دى، بې لارې يې كړ؛ يعنې دا چې خداى ترې خپله پیرزوینه اخلي او هغه په خپل حال كې پرېږدي؛نو تر دې وروسته هغه كس پاتېږي او د هغه شهوت او غوسه او شهوت او غوسه دواړه انسان ځان ته رابوللي او په واقع كې د ګناه پر لورې حركت كوي. د ابتدايي يا لومړنيو لارښوونو له مخې خداى بې له كومې استثنا ټولو خلكو ته لارښونه كړې ده.
سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي
-
ټیګونه:
- www.andyal.com