کليدي ګناهونه لکه څرنګه چې کمزوري او زړښت د ډول ډول ناروغيو د راټوکېدنې لاملېږي؛نو همدا شان کله ناکله ځينې ګناهانو هم نورو ګناهونو ته لار هواروي، چې دا دي : حسادت حسادت انسان پر ډول ډول ګناهونو؛لکه تورلګول، دروغ ويل ، پر نورو بريد کول او …..اخته کوي. امام صادق په دې باب وايي: […]
کليدي ګناهونه
لکه څرنګه چې کمزوري او زړښت د ډول ډول ناروغيو د راټوکېدنې لاملېږي؛نو همدا شان کله ناکله ځينې ګناهانو هم نورو ګناهونو ته لار هواروي، چې دا دي :
حسادت
حسادت انسان پر ډول ډول ګناهونو؛لکه تورلګول، دروغ ويل ، پر نورو بريد کول او …..اخته کوي.
امام صادق په دې باب وايي: ((ان الحَسَد يَاكُل الاِيمانَ كَما تَاكُلُ النّار الحَطَب – لکه څرنګه چې خس په اور کې سوځي؛ حسادت هم ايمان خوري،حسود هرڅه ته لاس اچوي او تل په دې لټه کې وي چې خپل سيال مات کړي.[1]))
بخل او حرص
بخل د زکات او خمس د نه ورکړې لامل ګرځي او پردې سربېره بخيل د خلکو هم نه خوښېږي؛نو ځکه د ناوړو شکونو او بد رد ويلو لامل ګرځي .
حضرت علي (ک) وايي: ((البُخلُ جامِع لِمساوِى العُيُوب وَ هُو زمام يقادُ بِه اِلى كلّ سوء – بخل د ټولو بديو راټولونکى دى او داسې قيضه ده ، چې ټولې بدۍ ځانته راکاږي.[2]))
حرص د لاندې ګناهونو لامل هم ګرځي .
ډنډۍ وهل، ګران پلوروي،بډې اخستنه،غوړه مالي،ډول ډول ناپرهېزي.
دروغ
انسان د دروغو له لارې خپلو ګناهونو ته مخونه ورکوي،چې د همدې مخونو تر سيوري لاندې په سل ګونو نور ګناهونه هم کوي.
روايت دى :(( جُعِلَت الخَبائِثُ كُلّها فى بَيتٍ و جُعِلَ مِفتاحُها الكذب – ټولې بدۍ په يوه خونه کې راټولې شوې چې دروغ يې کونجي ده.[3]))
غوسه او بد اخلاقي
غوسه او بد اخلاقي د کنځلو، غيبت، دښمنۍ او ډول ډول بديو لامل ګرځي.روايت دى:((الغضب مفتاح كل شر – غوسه د هرې بدۍ کونجي ده.[4]))
داسې نور عيبونه او ګناهونه هم شته،چې نورو ګناهونو ته لار هواروي؛لکه بدګوماني،حرام خوړل،شراب څښل،تېرى کول، وېره ،کبر……….او داسې نور، چې دلته يې له شرح ډډه کوو .
د خطر زنګ :
د بېلابېلو آيتونو او روايتونو له تعبيرونو، د ګناهونو د خطر پر کمزورۍ او سختۍ پوهېدلاى شو.
په قرآن کې له ځينو ګناهونو تعبېر شوى،چې مه يې کوئ . [وَلاَ تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا -؛يعنې : مال يې په اسراف مه خورئ.[5] ] په ځينو ځايونو کې تعبير شوى چې ډډه ترې وکړئ [وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ – له طاغوته لرې اوسئ.[6]] په ځينو ځايونوکې ويل شوي: ورته مه نږدې کېږئ [وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ [7] – او ناوړه چارو ته كه ښكاره وي او كه پټ، مۀ نژدې كېږئ]
نه کول او نه نږدې کېدل دوه ډوله خطرونه دي: د مثال په توګه وايو،د خاور تېلو ته اور او تېلى مه اچوئ ؛خو د پټرولو په باب وايو تېلى ورته مه نږدې کوئ ،چې ناورين به رامنځ ته کړي .
زنا،د پلارمړي مال خوړل او د مسلمانانو سنګرونو (مسجدالحرام) ته دکفارو ننوتل د پټرولو په شان دي،چې په قرآن کې د [وَلاَ تَقْرَبُواْ – مه نږدې کېږئ.[8] او [فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ – ((مشرکان نه ښايي چې مسجدالحرام ته نږدې شي.[9])) په غونډلو – جملو کې تعبيرشوي دي؛ دا تعبيرونه د خطر د زنګ په شان دي او دا راښيي، چې ځينې ګناهونه دومره له وسوسو ډک دي ،چې ممکن ورته نږدېوالى انسان تباه کړي او کوم څيزونه چې دې ګناهونو ته د نږدېوالي لارې چارې برابروي، بايد ډډه ترې وکړو.
[1] بحار ٧٣\ ٢٥٥
[2] بحار ٧٣\ ، نهج البلاغه ٣٧٥ حکمت
[3] بحار ۷۲/ ۲۶۲
[4] تحف العقول \ ٥٨٨ -کافى ٢\ ٣٠٣
[5] نساء/۶
[6] نحل /۳۶
[7] انعام/۱۵۱
[8] انعام/۱۵۲
[9] توبه/۲۸
-
ټیګونه:
- www.andyal.com