تبلیغات
|

د خداى بندګي حج سرايښوونه،تسليمېدل او رضا ده ،د خداى تر حکم لاندې راتلل دي ، مينه او ستاينه ده . حج د تعبد ننداره ده او تعبد له عبوديت او امره د اطاعت نښه ده او که نه ځاى پرځاى دا پوښتنې رامنځ ته کېږي چې : کعبه ولې په دې توده خاوره کې […]

د خداى بندګي

حج سرايښوونه،تسليمېدل او رضا ده ،د خداى تر حکم لاندې راتلل دي ، مينه او ستاينه ده . حج د تعبد ننداره ده او تعبد له عبوديت او امره د اطاعت نښه ده او که نه ځاى پرځاى دا پوښتنې رامنځ ته کېږي چې : کعبه ولې په دې توده خاوره کې جوړه شوې ده ؟ ولې په حج کې جامې وباسوو او احرام اغوندو؟ ولې په حج کې ځينې څيزونه حرام شوي دي؟ ولې د خپل سر وېښتان خره وو؟ او داسې نورې پوښتنې رامنځ ته کېږي؛خو حج د تعبد ،تسليمېدو او غاړه ايښوولو يو ټولګى دى او په عين حال کې،فلسفه ، حکمت ، سياست ، يووالى ، امامت او توحيد هم دى د قيامت د ورځې د نندارې او فطرت ته د بېرته ورستنېدو بېلګه هم ده. خداى ته تسليمېدل يو ځانګړى خوند لري او د خداى بندګي يو ډول کمال دى . حضرت علي (ک) د بندګۍ په هکله وايي : “ماته همدومره عزت بس دى ،چې ستا بنده يم او دومره وياړه راته کافي دي ،چې ته مې پالونکى يې”.

انسان که پر يوه لار ځي او يا څه کوي ؛نوهغه بايد د خداى لار او کړنه وي .

حج سرښندنه او قرباني ده

موږ د خداى په حکم حج ته ځوو . لومړى له خپل ماله ،ورپسې له خپله کوره،وروسته له خپلې کوڅې، ورپسې له ښار او په پاى کې له خپل هېواده هم تېرېږو، مکې ته چې ورنږدې شو؛نوله جامو،عادتونو،خوليو او څپليو هم لاس وينځوو.

تر دې وروسته په ورو ورو،له سينګارولو،د وېښتانو له ګومنځولو ،عطرو ،نکريزو هيندارې او له ښځې او بچو هم لرې کېږو. داسې ځاى ته رسوو،چې کورونو او خپلو ليدو ته هم شا کوو او انسان بايد د مکې په دښتو کې څوشپې او ورځې تېرې کړي ،چې د حضرت ابراهيم (ع) او پېغمبر اکرم (ص) خاطرې بيا راژوندۍ کړي.

حج د ازمېښت وسيله ده

امام صادق په دې هکله وايي : “خداى کړاى شو،چې کعبه په داسې ځاى کې کېږدي ،چې ښه هوا يې درلودلاى؛خو په يوه توده او له سينده لرې په غرنۍ سيمه کې يې ځکه کېـښووه،چې خلک وازمېيئ،چې دروغجن ايمانوال له رښتينو مومنانو وپېژندل شي .مکه د ژوند ،عبادت او د پېغمبرانو د بلنې ځاى دى او د تاريخ په پوړيو کې د لمونځ کوونکيو قبله وه. “(بحارالانوار ٩٩\ ٢٨-٢٩).

حج د خدى پر لوري کډه او خوځښت دى. له وطنه د حج پرلوري تګ داسې دى لکه يو انسان چې له ټولو ګناهونو پاک شوى وي .حج د ګناهونو او تېروتنو د بښنې لامل دى او انسان له هوسونو ژغوري. په حج کې انسان له خپلو خپلوانو،وطن،اولاد،جامو،سينګار،خولۍ،څپلۍ،وېښتانو او عطرونو لرې کېږي او په ګڼو خلکوکې روان وي ،لويي او کبر يې ما تېږي او ساده انسان ترې جوړېږي .

انسان په حج کې بربنډېږي او په ناګنډل شوې سپينه ټوټه کې احرام تړي؛نو دا کار ورته خپله زېږونه ورپريادوي ،چې دې نړې ته لوڅ راغلى و او په سپينه ټوټه کې تړل شوى و او همداراز خپله مړينه هم ورته راپريادوي ،چې په سپين کفن کې به يې په قبر کې ږدي . انسان خپل ټول خيالي او جوړ کړاى شوي امتيازونو، ځان او فطرت ته شا کوي چې ارومروبه د خداى پرلوري بېرته ورستون شي .

له وطن ،کلي او کوره وتل ،خپلې جامې ايستل او کفن اغوستل او دښتې ته تلل،انسان ته دعبوديت او بندګۍ داسې حالت وربښي،چې قلم يې د ليکلو وس نه لري .هغه جامې چې يوعمر مو اغوستې وې او موږ يې نورو ته بل شان ورښوولي وو او د همدې جامو ګرېوان که به تنګ يا آزاد و او همداراز د همدې جامو رنګ به موږ له نورو بېلولو او پرې غره به وو؛نو مکې ته د ننوتلو پر حال يې بايد اوباسو؛دا ځکه چې هر څه بايد شاته وغورځوو او خداى او کعبې ته مخه کړو،چا چې خداى ته مخه کړه؛نو بايد نورو ټولو څيزونوته شا کړي. په يو حديث کې راغلي :حج خداى ته مخه کول دي ،(ميزان الحکمة \ ٦٤حديث ٣٢).

حج د پېغمبر اکرم (ص) د نښو او خاطرو بېرته راژوندي کول دي. په حج کې نه يواځې نښې بېرته راژوندۍ کېږي؛بلکې د تېرو پېغمبرانو لکه حضرت آدم او حضرت ابراهيم عليهماالسلام خاطرې هم راژوندۍ کېږي . په حج کې د دين ټول نظريات عملي کېږي حج نندارتون دى ،چې د توحيد د مېړنو ټولې سرښندنې پکې ثبت شوي دي.حج هغه نه سوځنده اور دى ،چې له ځان سره يې د توحيد ټول اسناد د يادګار په توګه ايښي دي . مکه د جبرائيل او پرېښتو د راکوزېدلو او د لمونځ کونکيوقبله ده .حاجي بايد خپل سر په ګرېوان کې ښکته کړي،چې زه چېرته راغلى يم ؟ دا ځاى د حضرت آدم ډېر خوښ و. دا هغه ځاى دى،چې حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل په خپلو لاسونو جوړکړى دى په دې ځاى کې پېغمبراکرم (ص)، حضرت خديجې او حضرت علي په ګډه د جمعې لمونځ کړى دى . په دې ځاى کې به له خداى سره بيعت کوم او د خداى د اولياوو پرپل به پل ږدم .

د کعبې جاذبه

حاجي چې کعبې ته ورسېږي ؛نو زړه يې ناقرارېږي ،په سترګو کې يې اوښکې راځي. د حضرت علي په وينا د جل وهلي مرغيو د سېل په شان وي،چې له اوبو راتاوې شي. حاجي کله نا کله اندنه-تفکرکوي،چې دلته څوک يو بل نه پېژني،ټول د ځان په غم کې دي او د قيامت صحنه يې مخې ته درېږي .

په حج کې انسان آرامي احساسوي

حاجي فکر کوي،چې موږ خو په خپل هېواد کې د نېمګړتيا او کمزورۍ ننګېرنه-احساس درلود؛خو دلته ارامي احساسوو امام باقر وايي : “حج د زړونو د ارامۍ لامل دى . “(بحارالانور ٧٥\١٨٣).

په حج د انسان ايمان سم اوپياوړى کېږي

امام زين العابدين وايي “حج ته ولاړشئ؛ځکه پردې سربېره چې د رزق د پراخوالي او روغتيا لامل مو دى ستاسې ايمان هم سموي “.

پردې وينا لږه رڼا اچوو،چې وايي : په حج ايمان سم او پياوړی کېږى.

حضرت ابراهيم (ع) په زرګونو کلونومخکې چغه وهلې وه ، انسان ويني چې دې چغې ته څومره انسانان ځواب وايي. انسان ويني،کومې دسيسې،چې د اسلام او پېغمبراکرم(ص) ځپلو ته جوړې شوې وې ،ټولې شنډې شوي دي. انسان ويني ،چې خداى له پېغمبراکرم(ص) سره په شوې ژمنه وفا کړې ده.انسان د ځل بل او سينګار له نړۍ د سادګۍ او بې رنګۍ نړۍ ته راننوځي. په حج کې يې د امت وس او ځواک ته پام کېږي. پرکومو کسانو يې ،چې تېرى کړى و ،انسان ترې بښنه غواړي . انسان حج ته تر تلو مخکې خپل مال پاک او حلالوي .انسان په حج کې ځان له زړو ژمنو خلاصوي .داسې ننګیري-احساسوي ،چې د خداى مېلمه او هغه بښلى دى او خلک ورته پربل ليد ګوري.

د پېغمبراکرم (ص) د اهل بيتو او اصحابو کرامو د قبرونوو زيارت ته ځي او درناوى يې کوي. په ځانګړې جامه کې پر پاکه خاوره درېږي؛نو په اروا کې يې بدلون راځي ،فکر يې اوړي او همدې ته د ايمان سمونه وايي . په يو حديث کې راغلي : حج ستاسې د ايمان سمونه ده .

په حج کې د انسان ګناهونه بښل کېږي .په روايتونوکې راغلي : د عرفې تر ماښام وروسته د حاجې ټول ګناهونه بښل کېږي . ( وافي ٢ \٤٢) .

په حج کې انسان د خداى مېلمه وي او په يو حديث کې راغلي ، خداى د خپل مېلمه توبه قبلوي .

حج د ټينګښت وسيله ده .

په قران کې راغلي :((جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلاَئِدَ ذَلِكَ لِتَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَأَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ(مایده/۹۷)= خداى،كعبه محترمه خونه او حرامه مياشت اوبې نښې قربانۍ او نښه شوي قربانۍ دخلكو دچارو د انتظام او ټينګښت وسيلې ګرځولې دي، دا ډول (حساب شوي او دقيق) احكام ددې لپاره دي،چې پوه شئ څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي،خداى پرې پوهېږي او دا چې خداى پرهرڅه ښه پوه دى.))

ټولو خلک مخ پر کعبې لمونځ کوي او چې ورته مخ کړي ؛نو د دنيا هرڅه شا ته غورځوي او طوافونه ترې هم کوي.

سپېڅلى محور او چورليد د انبياوو د موخو پلي کېدو ته يوه غوره وسيله کېداى شي؛ځکه د انبياوو موخه؛(( ليقوم الناس بالقسط )) دى او کعبه هم ؛((قياما للناس )) ده .

امام صادق وايي : “چې کعبه وي؛نو دين به هم وي “.( وسايل ٨ \ ٤)

؛يعنې دا چې کعبه د مسلمانانو د ټينګښت او پاتې کېدو يوه وسيله ده. کعبه د شخړو ،دردونو او کمزورتياوو د له منځه وړو او ځواک ښوونې وسيله ده. کعبه پاڅون دى ؛يعنې کارونوته لورى ورکوي او پکې ګړنديتوب او مينه راپيدا کوي. کعبه پاڅون دى؛يعنې داسې مرکز دى چې پکې خلکو ته د پاڅون بلنه ورکول کېږي. امام حسين هم تر خپل پاڅون مخکې په مکه کې څو مياشتې ځنډ وکړ او د حج پرمهال يې خلک وپوهول او تر دې وروسته د کربلا پر لوري روان شو. حضرت مهدي اخر زمان به هم له کعبې راپاڅېږي . کعبه داسې ځاى دى ،چې ټول خلک يې خپل کورګڼي.

قران وايي:(( إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ(حج/۲۲)= هغوى چې كافران شوي اومؤمنان د خداى له لارې او(همداراز) له مسجد الحرامه منع كوي، چې هغه موږ ټولو خلكو ته يو برابر كړى دى، كه د هغه ځاى اوسيدونكي وي يا څوك چې له لرې ځايو راځي (؛نو دوى د درناك عذاب وړ دي ) او څوك چې وغواړي، هلته د حق له لارې كوږ شي او په ظلم لاس پورې كوي؛ نو موږ به پرې دردناك عذاب وڅكو.))

 کعبه د ځمکى پرمخ د خلکو د عبادت لومړى ځاى دى.

(( إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ(ال عمران/۹۶)= لومړنۍ كور چې خلكو ( او خداى ته ددعا لپاره ) جوړ شو، همغه دى چې په مكه كې دى،چې ډېر بركتي او نړيوالو ته د لارښوونې مركز دى.))

کعبه له بشري مالکيته آزاده ده.

((ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ(حج/۲۹)= بيا دې خپل خيري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د دغه لرغوني عزتمن كور[= كعبې ] طواف دې وكړي .))

کعبه داسې کور دى ،چې له هر ډول ګواښ او دسيسې خوندي دى.

((أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ(فیل/۱)= آيا ودې نه ليدل چې پالونكي دې له فيل سپرو [= د ابرهه لښكر چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟!))

کعبه داسې کور دى که چا پرې بريد وکړ؛نو د خداى قهر به پرې نازل شي.

((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ(حج/۲۵)= هغوى چې كافران شوي اومؤمنان د خداى له لارې او(همداراز) له مسجد الحرامه منع كوي، چې هغه موږ ټولو خلكو ته يو برابر كړى دى، كه د هغه ځاى اوسيدونكي وي يا څوك چې له لرې ځايو راځي (؛نو دوى د درناك عذاب وړ دي ) او څوك چې وغواړي، هلته د حق له لارې كوږ شي او په ظلم لاس پورې كوي؛ نو موږ به پرې دردناك عذاب وڅكو . ))

کعبې ته کتل عبادت دى او د داسې مور په شان ده،چې بې له ‏تبعيض او توکمه خپلو ټولو اولادونو ته پناه ورکوي . د پيغمبرانو موخه د قرآۤن په وينا ((ليقوم الناس با لقسط )) دى ؛نوکعبه ددې سپيڅلې موخې پلي کېدو ته غوره وسيله او د منځ ټکى دى .

مکه خوندي کور دى

پاڅون ته يو خوندي ځاى ته اړتيا اړينه بريښې او کوم سرتيري چې بريد ته برنامې جوړوي دوى هم يو خوندي سنګر ته اړتيا لري؛نو مکه يو خوندي سنګر دى.

((وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ(بقره/‍۱۲۵)= او( دريادكړئ ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه (د خاطرو د رايادولو لپاره ) د ابراهيم په مقام كې ځان ته عبادتځى وټاكئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:(( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

مکه هغه کور دى،چې هرکال ورته مؤحدان راځي او پکې ارامي احساسوي،مکه ټولو ته يو خوندي ځاى دى دلته ان مجرمين ،ځناور او بوټي هم خوندي وي .قرآۤن وايي :

((الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومَاتٌ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلاَ رَفَثَ وَلاَ فُسُوقَ وَلاَ جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللّهُ وَتَزَوَّدُواْ فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُوْلِي الأَلْبَابِ(بقره/۱۹۷)= حج په ټاكليو مياشتو كې دى او چا چې په دې مياشتو كې( د احرام په تړلو او د حج د مناسكو په پېل سره) حج پر ځان فرض كړ (؛ نو بايد پوه شي چې) د حج په وخت كې دې له خپلومېرمنو سره کوروالى و نه کړي، ګناه ترې و نشي او جګړه و نه كړي او كومې ښېګڼې چې كوئ، خداى پرې پوهېږي. (او د حج ) د لارې توښه درسره واخلئ، چې غوره توښه له نارواوو ځان ژغورنه ده؛نو عقلمنو زما د (اوامرو له مخالفته) ځان وژغورئ .))

دکعبې امنيت د حضرت ابراهيم(ع) د دعا له کبله دى :

((وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هََذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ(بقزه/۱۲۶)= او (درياد كړئ )هغه وخت چې ابراهيم وويل: ((پالونكيه ! دا د امن ښار كړه او استوګنو ته يې چې پرخداى او قيامت ايمان لري ( ډول ډول ) مېوې روزي كړه.)) و يې ويل :(( ( ستا دعا مې قبوله كړه او مؤمنان مې له ډول ډول بركتونو برخمن كړل؛) خو هغوى چې كافر شوي دي، ډېر لږ يې برخمنوم، بيا يې د اور عذاب ته راكاږم چې (څه) ناوړه عاقبت دى!)) .

خداى يې هم دعا قبوله کړه اوهغه يې پر(( بلدالامن )) بدله کړه،کعبه دومره دبدبه لري،چې قسم پرې خوړ ل شوى دى.

((وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ(تين/۳)= او (د مکې) پر دې امن [او امان] ښار قسم!))

په رښتيا له جګړې ،شخړې ،فساد او ناپوهۍ ډکې په اوسنۍ نړۍ کې يوې قرارې او امنې سيمې ته اړتيا اړينه ده، چې د نړۍ ټول مظلومان پکې راټول شي او نړيوال پکې د خپلو درودنو په باب خبر کړي او د هوارۍ يوه لار ورته پيدا کړي دا د اسلام له نوښتونو ځنې ده،چې په نړۍ کې يې يوه سيمه د امن او حرم په نوم نومولې او وايي :

((فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَن دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ(ال عمران/۹۷)= په هغه كې څرګندې نښې دي (چې له هغو) د ابراهيم مقام دى او څوك چې ( د خداى كورته ) ورننوځي؛ نوخوندي شو. پر خلكو د خداى حق دى، چې كه د چا هغه كور ته د رسېدو وس وي؛ نو حج دې وكړي او كه څوك ( ددې حكم له عملي كولو) منكر شي ( ځان ته به يې زيان رسولى وي)؛ (نو پوه دې شي) چې په حقيقت کې خداى له نړيوالو بې نيازه دى .))  

په يو حديث کې راغلي : مسافر مکې ته د وسلې وړلو حق نه لري [ ميزان الحکمة حديث / ٣٣١١ ] او دا حکم به د قيامت تر ورځې پورې وي او د بدلېدو وړ نه دى ( ميزان الحکمة / حديث ٣٣١٢ ) .

حج د پيغام رسونې او پيغام اخېستنې ځاى دى

په روايتونو کې راغلي : له اسلامي چارو سره اشنائي او د اسماني مشرانو له پيغامونو ځان خبرول او نورو ته يې ويل د حج له نورو موخو ځنې دي .

د ټبريزي واکمنۍ پر مهال دهغوى د تيري له کبله خلک د خبرو او پيغامونو اورېدو ته کعبې ته راتلل .

د برائت اعلان

په حج کې يوې بلې مهمې مسئلې ته بايد پاملرنه وشي او هغه له کفارو او د اسلام له دښمنانوسره د کرکې اعلان دى. د پيغمبراکرم (ص) پر مهال دې ټکي ته خورا پاملرنه کېده .د برائت سورت همدا پيغام لري او له بسم الله الرحمن الرحيم پرته نازل شوى دى؛دا ځکه چې له کفرڅخه کرکه بايد د ” رحمن ” او “رحيم ” له سپېڅلي نوم سره يوځاى رانشي . اسلام وايي چې ستاسې هر څه لکه خوځـښتونه ، غونډې او عبادتونه بايد دښمن مات کړي،ستاسې لمونځونه بايد تاسې له فحشاء او بديو وژغوري.

((اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ(عنکبوت/۴۵)= هغه چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي، ولوله او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.))

تاسې بايد په مختلفواړخونو کې خوځښت ولرئ ،چې دښمن ولړزېږي .

لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ(فتح / ٢٩ )

بايد دښمن له تاسې ووېرېږي.

تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ (انفال /٦٠)

پر مسلمانانوورحمېږئ او له کفارو سره له زورزياتي کار واخلئ .

(أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ – عنکبوت/٦٦)

له دښمنانو سره جوړ جاړى ونه کړئ؛ځکه جوړجاړى ستاسې د دښمنانو غوښتنه ده.

[وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ [قلم /٩ ]

له خداى پرته له بل چا مه وېرېږئ د شيطان او لارويانوچلونه يې کمزوري دي.

په حج کې بايد د کفارو پر ضد اواز راپورته شي او دا اوازونه مسلمانان زړوري او دښمنان ويروي .

حج ته تګ انسان له نېستۍ څنډي

په ګڼو روايتونو کې راغلي: حج ته تګ له انسانه د بيوزلۍ او نېستۍ دوړې څنډي. پېغمبراکرم (ص) وايي : ” حج ته ولاړشئ،چې غنيان شئ.” [ بحارالانوار ٧٣\ ٢٢١ ] .

په يو بل حديث کې راغلي : حج ستاسې د رزق د پراختيا لامل ګرځي . (بحارالانوار ٩٩\٢٥)

په بل ځاى کې راغلي : حج ،فقر له منځه وړي . ( بحارالانوار ٧٤\٦٢).

حج ته تګ ،انسان هڅې او وټیز- اقتصادي زيارته اړباسي .

حج د وټیزخوځښت لامل دى

په ګڼو روايتونو کې راغلي،چې د حج مراسم د اقتصاد ډېرڅرخونه ګړندي کوي. د حاجيانو وړل راوړل، د څارويو پېرودل او حلالول،الوتکې،بېړۍ،موټر او کېږدۍ- خېمې پرکرايه نيول، د سفر سوغات،ډالۍ او د نړۍ له ګوټ ګوټه د توکيو لېږد ټولې هغه چارې دي،چې زرګونوکسانوته يې ګټه رسي. دا به څومره ښه وي که په مدينه او مکه کې د اسلامي هېوادونو د توليداتو او هنرونو نندارتون جوړشوى واى ؛خو په خواشېنۍ چې دا بازارونه د ختيځ او لوېديځ له مالونو ډک دي او له ځينو حاجيانو خو د خداى کور او مسجدالنبي هم له ياده وتلى وي او د توکيو په پېريدو داسې بوخت وي،چې عبادتونه او طوافونه ترې هېروي.

حج تبليغاتوته يومناسب ځاى دى

پېغمبراکرم (ص) به د حج په ورځوکې خلکو ته د خداى پېغامونه رسول .

امام صادق په عرفات کې حاجيانو ته په لوړ اواز درې ځل وويل: ” خلکو!ستاسې لارښود او مشر پېغمبراکرم(ص) و،ورپسې حضرت علي،امام حسن ،امام حسين،امام زين العابدين،امام باقر او اوس زه يم “.(فروغ کافي : ٤\٤٦٦ )

امام باقر وصيت وکړ، چې په منى کې دې ورته د څو کالو لپاره وير وکړي او د واکمن حکومت هغه جنايتونه او ظلمونه دې پکې ووايي ،چې پرموږ اهل بيتو يې کړي دي .

امام حسين څو مياشتې په مکه کې پاتې شو،چې حاجيان راشي او خپله غاړه پرې خلاصه کړي او د يزيد د واکمنۍ له سياسي اوضاع يې خبرکړي،چې هر يو حاجي خپلې خپلې سيمې ته دا پېغام ورسوي . تردې وروسته د کوفې او کربلا خوا ته روان شو .

حج ته د تلو هڅه

د حج په هکله راغلي روايتونه انسان حيرانوي دا مناسک خورا مهم دي. امام زين العابدين به په روژه کې په هرلمانځه کې حج ته د تګ لپاره دعا کوله . امام صادق وايي: “که په وچه ډوډى او مالګې ګوذاره وکړاى شئ ؛نو حج ته پېسې غونډې کړئ “( وافي ٢\ ٥٠) .

په يو بل حديث کې راغلي : کوښښ وکړئ ،چې حج ته د تګ لګښت مو سپک وي څوک ،چې په دروند لګښت حج ته ځي او ملا يې ماته کړي؛نو له حج به ښه خاطره و نه لري او بيا به حج ته د تللو تکل هم و نه کړي.( فروغ کافي ٤\٢٨٥)‏

البته دا حديث يواځې عادي خلکو ته دى او که نه د خداى اولياء حج ته د تګ موخه له معشوق سره ليدل او کتنه ګڼي او که په کړاوونو هم اخته شي ؛نو ستړيا يې نه احساسوي .امام زين العابدين به له مدينې څخه مکې ته شل ورځې په پښو سفر کاوه. ( وسايل ٨\٥٦)

امام حسن شل ځل په پښو حج ته تللى و. ( تهذيب ٥\ ١٢)

هو! کعبه داسې ځاى دى ،چې نهه سوه پېغمبرانو پکې لمونځ کړى دى ( مستدرک ٢\ ١٤٥) . په پېړيو کې په مليونو مسلمانانو ترې طوافونه کړي دي. دې ځمکې ته ((بکۀ)) هم وايي؛يعنې د ګڼې ګوڼې ځاى او په دې ځاى کې د تاريخ غټ سټو سرغړاندو هم خپله پوزه پرځمکه ايښى ده . امام صادق وايي : “څوک چې حج ته تللي وي ؛نو په قيامت کې د خپلې ښځې او ګاونډي شفاعت کولاى شي. ” (مستدرک ٢ \ ١٠)

په يوبل ځاى کې راغلي : څوک ،چې په پاک نيت او حلال مال حج ته ولاړ شي ؛نو د قيامت پر ورځ به د پېغمبرانو رښتينو، شهيدانو اوصالحانو په ډله کې وي .

په يوبل ځاى کې راغلي : هر لمونځ،حج ، صدقه او مري آزادول به په قبر کې له انسان سره د يو ښکلي مخ په شان ملګرى وي .

په روايت کې راغلي : که څوک د دنيا لاس ته راوړلو ته حج ته شا کړي ،خداى به يې کارونه ستونزمن کړي،حاجيان به خپل حج پاى ته ورسوي؛خو ددې کاربه لا نه وي شوى.که يو حاجي په مکه يا مدينه کې مړ شي ،په قيامت کې به له حساب پرته جنت ته ننوځي.(فروع کا في ٤ \ ٥٤٨)

او که حج ته د تګ يا راتګ پرمهال مړشي په قيامت کې به له کړاوونو خوندي وي. ( تهذيب ٥\٢٣)

په روايتونو کې راغلي : د ذي الحجې پرهغه مهال ،چې حاجيان حج کوي،غوره ورځې ترې نشته.( مستدرک ٢ \٩)

څوک چې ځان حج ته چمتو کړي ؛نو له ګناهونو به پاک شي او داسې به وي لکه له موره ،چې نوى زيږېدلى وي. ( فروع کافي٤\ ٢٥٢ )

پېغمبراکرم(ص) وايي : “څوک که دنيا او آخرت غواړي ؛نو د مکې په فکر کې دې اوسي. ( من لايحضر٥\٢٢)

حضرت على (ک) وايي : ” حج د دين د ځواک او پياوړتيا لامل ګرځي “.

امام صادق حج اوعمره د آخرت اوه بازارونه ګڼي ،چې ټوله ګټه ده که ژوندى پاتې شي؛نو خداى به يې مل وي او ساتي به يې او که په لار کې مړ شي ؛نو جنت ته به ولاړشي. ( تهذيب ٥\٢٢)

امام صادق په يو بل ځاى کې وايي :”کوم کسان چې مړه شوي ؛نو هيله به کوي کاشکې ،چې د دنيا د ټولو نعمتونو پرځاى يواځې يو ځل حج ته تللى واى.( تهذيب ٥\٢٣) ‏

نه يواځې د حج مناسک؛بلکې هغه کوښښونه،چې انسان يې د حج تګ ته کوي هرقدم ته ورته لس اجرونه ورکول کېږي،لس ګناهونه يې کمېږي او درجه يې هم لوړېږي. ( وافي٢\ ٤١)

امام صادق وايي: “چا چې په عرفات او مشعر کې ځنډ کړى وي ،په صفا او مروه کې يې سعى کړې وي د کعبې طوافونه يې کړي وي او خيال کوي،چې اوس هم نه دى بښل شوى ؛نو دا به تر ټولو ناوړه انسان وي. “(وافي ٢\ ٤٢)

حج د کمزوريو جهاد دى

امام صادق له پېغمبراکرم(ص) نه روايت کوي: “حج د کمزورو خلکو جهاد دى ( تهذيب ٥\ ٢٢) . امام صادق زياتوي : “موږ کمزوري يو “. ښايي د امام صادق موخه دا وي ،چې حکومت خو زموږ په لاس کې نه دى او نشو کړاى،چې له کفرسره لاس په ګرېوان شو؛نو لږترلږه بايد حج ته ولاړ شو چې پرخپلې دندې عمل وکړو او د حق خبره د نړى حق لټوونکيو ته ورسوو .

حج له دې ټولو ارزښتونو سره سره ،د جهاد او شهادت مرتبې ته نشي رسېدلى؛ځکه د خداى په لار کې جهاد د دين بنسټ او د اسلام د تاند پاتې کېدو لامل دى .حضرت علي ،د ډېرو لمونځونو،انفاق او جهاد په کولوسره سره يواځې په يو ځاى کې وويل : “د کعبې پرخداى مې دى قسم وي،چې رښتينى شوم ” او دا هغه مهال و،چې مخ يې پر وينو ککړ و.

يو صوفي چې عباد بصري نومېده ،امام زين العابدين ته راغى او ويې وويل :جهاد خوخداى ډېرستايلي او وايي [إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ ] تاسې ولې جهاد ته شا کړې او ولې هر کال حج ته ځئ آيا غوره نه ده،چې د حج پرځاى جهاد وکړئ ؟ امام ورته وويل: “د آيت پاتې برخه هم ووايه،چې د جنګياليو د ستاينى په هلکه راغلې ده .

[التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ( توبه \١١١- ١١٢) = توبه كوونكي،عبا دت كوونكي،ستايونكي،ګرځندويان،ركوع كوونكي،سجده كوونكي،پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان (حقېقي مؤمنان دي)] ما که داسې جنګيالي درلودلاى ،چې توبه کوونکي وي،د خداى عبادت يې کولاى ؛نو ارومرو به مې جهاد کړى واى ،هغه وړ او لايق وګړي،چې زما مشري ومني نشته ؛نو ځکه مې جهاد و نه کړاو حج ته ځم ” .[ من لا يحضر ٢ \ ٢١٩]

له دې حديثه جوتېږي،چې د اسلام جهاد تر عادي جنګونو توپير لري ،اسلامي جهاد متقي، خداى پوه او پوهو سرتېروته اړتيا لري،چې ديني عقيده خپره کړي او د اسلام لمن لاپسې پراخه کړي. د حج د اهميت په هکله خورا روايتونه راغلي چې دلته موږ ټول نشو راوړاى . په يوحديث کې راغلي،حضرت آدم زر ځل کعبې ته راغلى و ( من ﻻ يحضر، ٢\ ٢٢٩ ) .

حضرت موسى ورته هم راغلى و (من لايحضر ٢ \ ٢٣٥) .

حضرت سليمان هم له خپل لښکر سره کعبې ته راغلى و. (توبه \ ٢٩) .

کعبه داسې جاذبه لري،چې له لرې لرې مسلمانان ځان ته راکاږي او د کفارو ورتګ ورته منع شوى دى.دلته ډوډۍ خوړل لکه د روژې نيولو په شان ثواب لري (مستدرک ٢\١٤٥اونهج البلاغه قاصعه خطبه) په دې ځاى کې د ځمکې او آسمان اوسېدونکي سره ګډ ټکې پيدا کوي؛يعنې پرځمکه خلک له ((کعبې)) او د آسمان اوسېدونکي له ((بيت المعموره)) طوافونه کوي ( نهج البلاغه ، قاصعه خطبه ) .

حج ته دتلو سرېزې

حج دې يواځې خداى ته وي

د حج او د ټولو عبادتونو د سموالي شرط دا دى ،چې بايد يواځې خداى ته وي . حج ته د تلو موخه د حاجې صاحب نوم ګټل، سوداګري ،سيالي ، استراحت ،تفريح ،او د خلکو له نيوکو تېښته نه ؛بلکې د خداى له امره اطاعت او پر دندې عمل کول وي.

بايد پوه شو،چې ،خداى د زړونو پاچا دى ،هغه مقلب القلوب دى ،چې وغواړي هر څوک ځانته رانږدې کولاى شي اوله ځانه يې لرې کولاى هم شي . له مکې بايد عبرت واخلو ،چې د تيګو يوې کوټې څرنګه جاذبه پيداکړې ده ؟

آيا په دې کې د خداى نظر دى ؟

حضرت ابراهيم پرهمدى ځمکه له خدايه وغوښتل :

((رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ(ابراهيم/۳۷)= پالونكيه ! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه ستا د قدرمن كور تر څنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو تۀ د يو شمېر خلكو زړونه ورته راواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه، ښايي چې هغوى ستا شكر وباسي. ))

خداى ژمنه کړې ،چې د نېکانو اجربه توى نه کړم. [وَلاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (يوسف \٣٧) ]

مکې ته چې ځو؛نو د خداى د مخلصو بندګانو،لکه حضرت هاجر، حضرت اسماعيل او حضرت ابراهيم … خاطرې راژوندى کوو ؛نو له دې لارې خداى دهغوى درناوی کوي . خداى کړاى شي ،چې زړونه د يو انسان لوري ته رامات کړي او يا يې ترې وګرځوي؛ نو ولې په ريا پسې لاړ شو؟ په شعبانيه دعاګانو کې راغلي : خدايه : د ژوند هر ډول پراخي او تنګي د بل چا نه ؛بلکې ستاپه لاس کې ده .

موږ هره ورځ په پينځه وخته لمانځه کې وايو: ((اياک نعبد و اياک نستعين. خدايه ! يواځې تا لمانځوو او يواځې له تا لاسنيوى غواړو))

پېغمبراکرم(ص) د خپل عمر په وروستي کال کې د کعبې د ورۀ په څنګ کې ودرېد او ويې ويل: ” داسې وخت به راشي ،چې زما د امت شتمن به حج ته سات تېرۍ او تفريح ته، عادي خلک به سوداګرۍ اوبيوزلي به ځان ښوونې او نوم ته ځي . ”

پېغمبراکرم (ص)وايي : “پرهغه خداى مې دې قسم وي،چې زما تن يې په لاس کې دى دا پېښې به په راتلونکې کې وشي. “(الميزان ٥\ ٤٣٤)

امام صادق وايي : “حج دوه ډوله دى ؛ خداى ته حج او خلکو ته حج، څوک يې چې خداى ته وکړي ؛نو اجر به يې جنت وي او څوک ،چې خلکو ته ورته لاړشي ؛نو د قيامت پر ورځ دې خپل اجرله خلکوه وغواړي . ”

امام زين العابدين وايي : “څوک چې حج خداى ته وکړي او د خلکو په ستاينې پسې ولاړ نشي ؛نو ارومرو به يې خداى وبښي؛ځکه زموږ نيت بايد پاک وي او له خداى پرته بل څه بايد په پام کې ونه نيسو. که نه کړه وړه به موباطل اوګناه به موهم کړې وي. ”

امام صادق وايي : “هغه نږه او سوچه کړه دي ،چې له خداى پرته د بل چا د ستاينې توقع و نه لري” .

مکې ته د تګ موخه بايد ځان ښوونه او د ځواک لاس ته راوړل نه وي ؛ځکه قرآن وايي :

((تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ(قصص/۸۳)= هو) دا د اخرت كور (يواځې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يواځې د پرهېزګارانو ده.))

په عمل کې اخلاص،ترعمل ګران دى .امامانو به د روژى په ګهيځ کې دا دعاګانې کولې :

خدايه !زړه مې له تا پرته پربل چا له ډډې ،علم مې له ريا، ژبه مې له دروغو او سترګې مې له ناولو ليدلو وژغورې .

په هرحال دعمل د قبلېدو اصلي شرط اخلاص دى . انسان ،چې حج ته ځي؛نو ډېرې پيسې لګوي ،ډېر کړاوونه ويني ؛نو بايد نيت يې پاک او يواځې خداى ته وي او که نه پر هغه ورځ ،چې ټولې پردې لرې شي او هر څه رابرسېره شي ؛نو وبه ويني چې ټول عملونه يې تش، پوچ او ريا دي. خداى دې موږ ته په ټولو کارونوکې د اخلاص توفيق راکړي .

حج ته بايد په حلال مال ولاړشو

په کومو پيسو چې انسان حج ته ځي که حلالې نه وي ؛نو چې مکې ته نږدې شي ؛او احرام واغوندي او وايي:خدايه!((راغلم ،خطاب به وشي موږ دې نه منوو. (نهج الفصاحه \ ١٩٨)

امام باقروايي : ” خداى په حرام مال شوى حج اوعمره نه قبلوي. ”

په قرآن کې راغلي :((سکه خداى يواځې د پرهيزګارانو کړنې قبلوي)).

پېغمبراکرم(ص) وايي : ” که د حج په سفرکې د چا په جامو کې ان د حرامو يوه نښه هم وي ؛نو حج يې نه قبلېږي “.( بحارالانوار ٩٩\ ١٢٠ )

په حديث کې راغلي : ” که په حرامو پيسو حج ته ولاړې ؛نو ته نه ؛بلکې ستا د سپرلې وسيلې به حج کړى وي “.

حج ته تر تګ مخکې بښنه غوښتل

که يو مسلمان پرچا تېرى کړى وي ؛نو حج ته ترتګ مخکې دې ورڅخه بښنه وغواړي . دلته يو قصه رااخلو: علي بن يقطين د امام کاظم له يارانو و او د هارون الرشيد په حکومت کې وزير و . حج ته راغى او مديني ته هم ولاړ،چې له امام کاظم سره وويني ؛خو امام کاظم ورته د ليدلو اجازه ور نه کړه او ورته يې وويل: حج به دې قبول نشي؛ځکه ابراهيم ،چې يو شپون و تا ورته د ليدلو اجازه نه وه ورکړې .علي بن يقطين ډېر خپه شو اوله مدينې څخه کوفې ته د ابراهيم کور ته ورغى او بښنه يې ترې وغوښته او بېرته مدينه ته راستون شو او بيا امام کاظم ورسره وليدل. ( سفينة البحار٢ \ ٢٥٢) .

که څوک له چا خپه وي،حج ته تر تګ مخکې دې يې پخلا کړي،چې د پېغمبراکرم (ص)د مېلمستوب وړتيا پيدا کړي .غوره ده چې حج ته ترتګ مخکې انسان وصيت وکړي ، وصيت د خطر ننګېرنه- احساسول نه؛بلکې انسان ته مړينه ورپريادوي او د نا کړاى شويو کارونو اوارۍ ته يوه لار ده او لوړو انساني موخوته دوام ورکول دي ،وصيت يواځې مالي سپارښتنې نه ؛بلکې هرډول حکمت ، نصيحت اوسپارښتنې ته هم ويل کېږي .

د سفرګټې

قرآن د توبې اوعبادت په څنګ کې د مومنانو بله ځانګړنه دهغوى ګرځېدل ګڼي.

((التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ(توبه/۱۱۲)=(هغه مؤمنان) :توبه كوونكي،عبا دت كوونكي،ستايونكي،ګرځندويان،ركوع كوونكي،سجده كوونكي،پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان (حقېقي مؤمنان دي)او (دغسې) مؤمنانو ته زېرى وركړه!))

د ګرځېدو موخه جهاد،زده کړې،هجرت اوعبرت ته سفر دى( مجمع البيان ٥ \ ٧٢٣) .

په حديث کې راغلي: سفر وکړئ،چې روغ رمټ پاتې شئ،سفر وکړئ ،چې د ګټې خاوندان شئ . (بحارالانوار٧ ٦ \٢٢١)

کوم سفرونه ،چې وجدان راويښوي اوعقل ته وده ورکوي ،په قرآن کې پرې ډېره سپارښتنه شوې ده. ( سيرو فى الارض ) په سفر کې انسان زده کړې او تجربې لاس ته راوړي،د نورو خلکو له فرهنګونو او دودونو سره آشنا کېږي او انسان په سفرکې لاپسې پخېږي .همداراز په سفر کې انسان ته ځينې آسانتياوې هم شته، لمونځ يې نيم وي .د روژې نيول پرې نه وي ،دعا يې قبلېږي ( نهج الفصاحه\ ١٢٥٩) .

البته داسې سفر غوره نه کړو،چې پکې دين او لمانځه ته زيان ورسي. حضرت علي وايي : ” انسان بايد هغه سفرته ولاړ نشي ،چې دين اولمونځ ته يې پکې ګواښ وي ” . ( وسايل ٨\ ٢٤٩)

د سفر اخلاق او آداب

څوک چې يواځې او ځانته سفر کوي؛نو د پېغمبراکرم (ص) لعنت به پرې وي. (محجة البيضاة ٤\٦) ؛نو انسان تر سفر مخکې بايد يو انډيوال پېدا کړي (محجةالبيضاة٤ \٥٩) اوغوره دا ده،چې د ښه خوى خاوند پيدا کړي،چې په لار کې ورسره کومه ستونزه پيدا نه کړي. ( بحارالانوار ٧٦\ ٢٧٣)

تر دې وروسته له خپل همسفرسره له ګناه پرته مشوره او مرسته وکړي او له ځانه مخالفت ونه ښيي (محجة البيضاة٢\ ٧٣) او بايد پوه شو چې که د سفرپه ملګرو کې هر يو نرمي او ډېره انډيوالي وښيي ؛نو ثواب به يې هم ډېر وي. (بحارالانور ٧٢\ ٢٦٨)

د امامانو په سپارښتنو کې راغلي: سفر ته د تګ پرمهال،چې له کوره وځئ ؛نو دوه رکعته لمونځ وکړئ اوتر دې وروسته ځان،اوﻻد ،مال ،دنيا او آخرت دې پر لوى خداى وسپارئ. پېغمبراکرم(ص) وايي: “څوک چې داسې وکړي؛نوخداى به يې اړتياوې پوره کړي. “(محجة البيضاء ٤ \ ٦٢)

حضرت لقمان خپل زوى ته وايي : کومه سيمه ،چې شنه وه ،ښايسته منظره يې درلوده ؛ نوپه سفر کې پکې مېشت شه. (محجۀ البيضاة ٤\٧٤)

ترسفرمخکې انسان بايد خپل انډيوالان خبرکړي او تر راستنېدو وروسته يې بايد پوښتنې ته ورشي . ( وافي٢ ټ)

په سفر کې بايد د يو بل درناوى وشي. پېغمبراکرم (ص) وايي : هغه به د هرقوم مشر وي ،چې په سفر کې د نورو خدمت وکړي ( بحارالانوار \ ٢٥٢ ) .

پېغمبراکرم (ص) له خپلو يارانو سره پر سفر ولاړ ډوډۍ پخولو ته له يارانو سره يوځاى د خسو په راټولولو بوخت شو،يارانو يې له دې کاره منع کړ؛خو ويې نه منله او ويې وويل: “د خداى نه خوښېږي چې څو تنه دې يوځاى وي او په دې کې يو ځان تر نورو غوره ګڼي.(بحارالانوار \٧٦\٢٧٣) ‏

په حديث کې راغلي يو ډله مسافر پېغمبراکرم(ص) ته راغلل او خپل يو همسفر يې ډېر وستايه،چې پر ټوله لار يې دعاګانې او عبادتونه کول. پېغمبراکرم (ص) وپوښتل:کارونه يې چاکول؟ ويي وويل:موږ. پېغمبراکرم (ص) وويل : تاسې ،چې په ټوله لار کې کارکړي ؛نو ترې ډېرغوره ياست. (بحارالانوار ٧٦\ ٢٧٤) ‏

يو تن امام صادق ته راغى او ويې وويل: چې مکې ته ورسېدو،ملګرو مې زه له سامان سره پرېښودم او هغوى د کعبې طوافونو ته ولاړل .امام صادق ورته وويل : اجربه دې تر هغوى ډېر وي.

يو تن وايي : موږ دوه تنه همسفر وو او مدينې ته راغلوو،زه ناروغ شوم ؛خو انډيوال مې راته پاملرنه و نه کړه او يواځې يې پرېښووم او خپله نبوي جومات ته ولاړ او پرلمانځه يې پيل وکړ. ما يې پلارته ګېله وکړه ،هغه دا ټوله پېښه امام صادق ته وويله .امام صادق وويل : له ناروغ سره پاتې کېدل او ورته پاملرنه کول په نبوي جومات کې تر لمانځه غوره دي .

له خپلومسافرو وروڼو سره همغږي

يو تن وايي :موږ شل تنه حج ته روان وو.د دمې پرمهال به مې په خپلو پيسو پسه اخېسته او په انډيوالانو به مې خوړ؛خو امام صادق چې له دې خبر شو؛نو دا عمل يې وغانده او ويې وويل؛نور به دومره مالي وس نه لري ،چې ستاپه شان خواړه تيار کړي؛نو ارومرو به ځان ټيټ او کمزورى احساس کړي.ستا دا کړه مخکې تر دې چې ستا د سخاوت د لا ودې لامل شي ؛نور انډيوالان به دې خوار کړي. ( بحارالانوار ٩٩ \ ١٢٢ ) ‏

د امامانو په روايتونو کې سپارښتنه شوې ،چې د سفرانډيوال بايد د مقام او مال له کبله له انسان سره انډول وي که هغه تر تا ډېرې پيسې ولګولې او يا يې تر تا ټولنيزشخصيت لوړ وي ؛نو ته به يې ارومرو ترلاس لاندې شې.امام باقر وايي: له هغه سره دوستي کوه چې ستاپه شان وي کوم کسان ،چې ستا لګښت ورکوي ،ورسره ناسته پاسته مه کوه؛ځکه په دې عمل مومن خوار او بندېوانېږي. (بحارالانوار ٧٦\ ٢٦٨)

امام صادق وايي: د ځان په شان له وګړي سره دوستي کوه.( بحارالانوار٧٢\ ٢٦٩)

په روايتونو کې د سفر له آدابو ځنې دي چې : دعا کول،صدقه ورکول ،له کوره د وتلو پرمهال د کور وګړيو ته پرتقوى سپارښته کول ،په لار کې له همسفرانو سره ټوکې ټکالې کول،ورسره سلامشوره کول،د مشرانو درناوۍ کول ،له ګناه پرته په ټولوتصميمونو کې ورسره يو خوله کېدل ،زړه سوى او ګډ کار،سرښندنه او بښنه،د لارې د مشر ټاکل،په لار کې پر ناروغانو پاملرنه،له ځان سره لازم وسايل درلودل لکه جامې ،وسله ،ستنه تار،مسواک ،د اوبو لوښى،دواګانې ،تر ماښام مخکې کورته رسېدل،له ځان سره ډالۍ راوړل او تر راستنېدو وروسته د کړاوونو اوستونزو نۀ ويل.( بحارالانوار،ټ٧٢) .

د سفرلګښت

امام صادق وايي : ” د حج په لار کې يو درهم لګول تر هغو دوو ميلونو درهمو غوره وي چې له حج پرته ولګېږي . ”

له روايتونو معلومېږي په حج کې لازم نه ده ،چې په لګښت کې ډېره دقيقه پاملرنه وشي ،که پېسې ډېرې ولګېدې باک نه لري،په يو روايت کې راغلي: په هرڅه کې پراسراف ښه نه دي ويل شوى ؛خو د حج اوعمرې په لار کې اسراف باک نه لري .

په قيامت کې به د ټولو نعمتونو په هکله پوښتنه وشي؛خو د جهاد او حج په لار کې د لګول شوي څيزپه هکله به ونه پوښتل شي .

امام زين العابدين به چې حج ته تله ؛نو له ځان سره به يې ښه سامان وړه . ( وافي ٢، آدب السفر\ ٦٣) .

انسان بايد ښه سامان برابر کړي. (وافي ٢،آداب سفر٦٢)

د حاجي د کورنۍ خدمت کول

امام زين العابدين وايي: چا چې د حاجې د کورنۍ او د مال ساتنه يې وکړه (چې حاجې په آرام خيال حج وکړي )،خداى به ورته د حج ثواب ورکړي .

حج ته د راونېدو چمتووالى

د خداى د کور پر لوري روانېږو،دې کورته امام حسن شل ځل په خپلو پښوتللى دى (تهذيب ٥\ ١٢، وسايل ٨\٥٥) .

امام زين العابدين هم ورته په خپلوپښوتللى دى . (وسايل ٨\٥٦) . تل بايد حج ته د تلو په هيله کې اوسو او تل ورته لږې لږې پېسې غونډې کړو ؛ځکه کېداى شي،چې د سفر دروند لګښت حج ته له تلو مو نهيلي کړي.

حضرت ابراهيم را ته د کعبې د راتلو بلنه راکړې ده ورځوو،چې بلنه يې په ورين تندي ومنو هر څه پرېږدو او د خداى پر لوري ځوو . له خپلو ګناهونو د خداى پر لوري تښتوو.

((فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ(الذاريات/۵۰)= نو د خداى لوري ته په منډه ورشئ (؛ځكه) چې زه تاسې ته د هغه له لوري څرګند ننګونکى يم.))

ددې آيت تر تفسير لاندې راغلي،چې له منډې موخه حج ته تګ دى. ورځو چې د انبياوو پر پل، پل کېږدو. په دې سفرکې موږ په خپلو پښو بهر راوځوو او موخه يې د هغه وخت رايادول دي ،چې موږ به له کوره قبر ته وړي .حرکت مو پيل کړئ که څه هم ،چې دا يو جسماني او ظاهري حرکت دى ؛خوپه حقيقت کې يو اروایز‏حرکت بلل کېږي ؛ځکه چې حج ته تګ يو مانیز ‏سفر دى.حج نيت اوتکل ته وايي ، نيت مو د خداى کور او په حقيقت کې خداى دى . دهغه د کور پر لوري تګ دهغه پرلوري تګ دى . د خداى کورته ورنږدې کېږو‏ او په حقيقت کې هغه ته ورنږدې کېږو.جسم مو دهغه له کوره چورلي، ښایي چې اروا مو هم دهغه د ذات پرمحور وګرځي . په لمانځه او روژه کې هم موږ خداى ته مخه کوو؛خو په دې دواړو عبادتونو کې خداى ته مخه کول څو ساعتونو ته وي؛خو په حج کې اوږده وخت ته وي ( بحارالانوار ٩٩ \٧٠) .

حج يو ډول هجرت دى ،له زړو ژمنو تېرېدل دي،مانیز‏الوت دى او لقاءالله ته تمرين دى . په حج کې انسان هرڅه پرېږدي او د خداى د کور پر لوري ځي ؛خو د مړينې پر مهال هم هرڅه پرېږدي او خپله د خداى پر لوري ځي.حج د بيت الله پر لوري سفر دى او مړينه د لقاء الله پر لوري. په حج کې انسان دعبادت لومړني کورته ځي .((إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ(ال عمران/۹۶)= لومړنۍ كور چې خلكو ( او خداى ته ددعا لپاره ) جوړ شو، همغه دى چې په مكه كې دى،چې ډېر بركتي او نړيوالو ته د لارښوونې مركز دى.))

مکه داسې ځاى دى،چې د اوبو له تله راوتلې او څوک چې ورشي ؛نو بښل کېږي انسان حج ته ځې چې ځان له تاريخ سره ونښلوي،له ګناه هجرت کوي،له ځانه تېرېږي ،له خداى سره جوړجاړى کوي،له مسلمانانو سره يووالى اعلانوي او د پېغمبراکرم(ص) او کورنۍ سره يې ژمنه اعلانوي ،شيطان رټي؛هغه شيطان چې حضرت آدم او حضرت ابراهيم هم رټلى و. او پر دې پوهېږي ،چې بايد شيطان په هره زمانه کې ورټل شي،له نږدې د سرښندنې او قربانۍ صحنې لمسوي،چې له هوسونو لرې پاتې شي. که د کعبې تيګې له سرو ياقوتو او شنو زمردو جوړې شوي واى ؛نو ټول خلک به يواځې سيل ته ورتلل که شين او ښايسته ځاى واى ؛نو د عبادت ځاى نه؛بلکې د چکر او مېلو ځاى به واى او دا ښيي ،چې عبادت له ځل بل او تجمل سره اړخ نه لګوي خداى ته نږدېوالى له ځانمنۍ، ځان ستاينې اوځان ليدنې سره اړخ نه لګوي،کعبې ته حضرت موسى او د خداى اولياء څو څو ځل په لوڅو پښوتللي دي (وافي ٢\٢٩) .

امام صادق وايي : که کړاى شئ ؛نو په تشه ډوډۍ او مالګې ګوذاره وکړه ؛خوحج ته پېسى ټولې کړه.( وافي ٢\٥) ‏

[سرچینه: د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!