تبلیغات

  قرآن د ناپوهۍ په پير کې قرآن په ګڼو آیتونو کې دطبیعت،اسماني کراتو او د پیداېښت د قوانینو په اړه خبرې کړي او په داسې زمانه کې يې له دې حقایقو پرده پورته کړې،چې د پوهېدو لپاره یې هیڅ لار نه وه او بې له وحې او غیبي خبرونو چا نه شو کړای دا […]

 

قرآن د ناپوهۍ په پير کې

قرآن په ګڼو آیتونو کې دطبیعت،اسماني کراتو او د پیداېښت د قوانینو په اړه خبرې کړي او په داسې زمانه کې يې له دې حقایقو پرده پورته کړې،چې د پوهېدو لپاره یې هیڅ لار نه وه او بې له وحې او غیبي خبرونو چا نه شو کړای دا حقایق ترلاسه کړي . په هغه وخت کې يو لړ “يوناني” او نايوناني پوهان ول،چې د پنځونې پر څه نا څه قوانينو پوهېدل؛خو په “جزيرة العرب” کې پرې څوک نه پوهېدل؛ خو هغه حقيقت،چې اسلام ترې څوارلس پېړۍ مخکې پرده اوچته کړې وه،دومره دقيق و،چې په “يونان” او نورو هېوادو کې پرې څوک هم نه پوهېدل او تر پېړيو وروسته پرې د علم د پرمختګ له امله وپوهېدل.

د پام وړ خبره خو دا ده،سره له دې،چې قرآن سوچه حقيقت بيان کړى؛خو خبره يې د عقل له مخې کړې؛يعنې پر ځينو مسئلو، چې خلک نه پوهېدل،رابربنډ یې کړل او پر کومو،چې پوهېدل،يوازې اشاره يې ورته کړې،چې بيا وروسته د پوهې په پرمختګ سره،پوهان پرې وپوهېدل او داسې آيتونه ډېر دي،چې له دقيقو مسئلو يې پردې اوچتې کړې،چې موږ يې يو څو راخستې دي:

 

 

۱ _په قرآن کې د توازن قانون :

((وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيَها مِن كُلِّ شَيْ‏ءٍ مَوْزُونٍ (حجر/۱۹) = او ځمكه مو غوړولې،چې په هغې كې مو ثابت غرونه ورټومبلي دي او په هغې كې مو (د انسان د اړتيا) هر څيز په ټاكلې اندازه راټوكولى دى.))

په دې آيت کې د نباتاتو ټاکليو او انډول جوړښتونو ته اشاره شوې،چې د پیداېښت له رازونو دي. دا آیت راښيي، هر بوټى،چې راټوکېږي،خپل ځانګړى وزن او جوړښت لري او د توازن دقيق قانون پرې واکمن دى،چې د “کرنپوهنې” هم دا خبره جوته کړې،چې هر بوټى د اجزاء وو له پلوه له ټاکلې اندازې جوړ شوى،چې که کوم جز ترې کم شي؛نو بوټي له بڼې وځي او په بله بڼه کېږي او بيا هم جوته شوې،چې د ځينو اجزاوو نسبت له نورو سره دومره دقيق دى،چې د نن په ډېرو پرمخ تلليو وسايلو هم نه اندازه کېږي.

 

۲_په قرآن کې د بلاربېدو قانون :

قرآن د “تلقيح،لقاح” او “بلاربېدو” چارو ته اشاره کړې،چې دا کار په باد کېږي،چې د همدې تلقيح له امله له بوټي د ځان په څېر بوټي،مېوې اوګُلان راټوکېږي،چې قرآن شريف په دې اړه وايي :

((وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ(حجر/۲۲)= موږ (د ورېځو او بوټو) د بلاربېدو لپاره بادونه لېږلي دي . ))

په ځينو ځايو کې “تلقيح” پر “حمل” او “دوه ځانۍ” هم مانا شوې؛نو ځينو مفسرينو همداسې مانا کړې او دا آيت يې داسې تفسير کړى:

بادونه مو درولېږل،چې ورېځې حاملې او بلاربې کړي او پر حرکت يې کړي يا مو بادونه درولېږل،چې باران د وريځو په ترڅ کې حمل او بلارب کړي؛خو دا خبره د آيت په مانا کې سمه نه ښکاري؛ځکه :

دا خبره دومره د قرآن په پام او شان کې نه ده او بل داچې اصلاً بادونه ورېځې نه بلاربوي؛بلکې له يوه ځايه يې بل ځاى ته وړي؛نو ځکه پورتنى آيت ستر حقيقت بيانوي،چې پخواني پرې نه پوهېدل او هغه داچې کاڼي او بوټي هم د حيواناتو په څېر تلقيح او جوړه کېدو ته اړتيا لري،چې بايد له مخالف جنس سره يو ځاى شي؛ګنې د ځان په څېر توليد به ونه لري،چې دا تلقيح کله په بادونو کېږي،چې د زردآلو،صنوبر،انار، مالټې ،پومبې او حبوباتو تلقيح يوازې په باد سره کېږي.

 

 

 

 

 

۳_په قرآن کې د جوړې قانون :

د واده سنت او قانون يوازې پر حيواناتو واکمن نه دى؛بلکې دا قانون پر ټولو نباتاتو هم واکمن دى،چې وايي :

((وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ(رعد/۳)=او په هغې كې يې د هر ډول مېوو جوړې پيدا كړې . ))

((سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لاَ يَعْلَمُونَ( يس/۳۶)=پاك دى هغه (خداى)، چې د هر څه جوړې يې پيدا كړي دي،که هغه ځمکه راټوکوي يا په خپله د دوى له انساني نوعې وي يا له هغو څيزونو، چې دوى يې لا نه پېژني. ))

 

۴_په قرآن کې د ځمکې د حرکت قانون :

په قرآن کې دا خبره داسې راغلې :

((الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْداً(طه/۵۳)= هماغه خداى،چې ځمكه يې تاسې ته زانګو هوساېنځى كړ . ))

پام مو وي،چې دا آيت څنګه يوازې په زړه پورې اشاره د ځمکې حرکت راښيي،چې تر دې خبرې څو پېړۍ وروسته بشر ته دا واقعيت څرګند شو،چې قرآن دلته د ځمکې لپاره “مهد”؛يعنې د زانګو ټکى کارولى،چې ماشومان پکې د آرام حرکت له امله خوبوي؛د ځمکې کُره هم د بشر لپاره د زانګو حکم لري،چې د خپل “وضعي او انتقالي حرکت” له امله خپلو مېشتو ته آرامي ورکوي،چې د ځمکې د حرکت پايله د بشر او نورو موجوداتو روزنه ده .

د رسول اکرم تر هجرته لس پېړۍ وروسته “ګالیله”،ځمکې ته وضعي او انتقالي حرکتونه ثابت کړل؛ خو د کلیسا چارواکیو وراټه، زنداني او پر سولۍ (اعدام) یې کړ.

 

۵_په قرآن کې ناپېژندل شوي ټاټوبي :

قرآن په هغه وخت کې له دې خبرې پرده اوچته کړې وه،چې نور ټاټوبي هم شته،چې څو پېړۍ وروسته ترې دا خبره جوته شوه:

 ((رَبُّ الْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَيْنِ(الرحمن /١٧)=(هغه) د دوو ختيځو پالونكى او دوو لوېديځو پالونكى دى. ))

دې آيت څو پېړۍ د ټولو مفسرانو فکرونه بوخت کړي وو،چې ځينو به ويل:له دوو ختيځو او دوو لويديځو مراد يو د لمر ختيځ او لويديځ دى او بل د سپوږمۍ ختيځ او لويديځ دى او ځينو دوه ختيځه او لويديځه پر اوړي او ژمي تفسيرول؛خو ظاهرًا دا آيت د يو بل ټاټوبي شتون راښيي،چې د ځمکې پر بله سطح پروت دى او زموږ له ټاټوبي د لمر لوېدل،په هماغه بل کې راختل یې دي. ددې خبرې پخلى د قرآن دې آيت هم کړى دى :

((يَالَيْتَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ الْقَرِينُ (زخرف /٣٨ ) =(( كاشكې زما او ستا ترمنځ د ختيځونو هومره واټن واى؛نو ته څومره بدملګرى وې!))

له دې آيته ګټنه کېږي،چې د دوو ختيځو ترمنځ واټن تر ټولو لرې،هغه واټن دى،چې بشر ته محسوس دى؛ نو امکان نه لري چې په تېر آيت کې له دوو مشرقو مراد د لمر او سپوږمۍ شرق او له دوو مغربو مراد د لمر و سپوږمۍ او يا د اوړي يا ژمي مشرقونه يا مغربونه وي؛ځکه د دوى ترمنځ واټن تر ټولو لرې محسوس واټن نه دى؛نو د دوو مشرقو ترمنځ اوږد واټن هماغه د مشرق او مغرب تر منځ واټن دى؛ځکه چې زموږ د ټاټوبي مغرب، د مقابل ټاټوبي مشرق کېږي؛نو په دې صورت کې به د آيت مانا سمه وي او د يو بل ټاټوبي،چې څو پېړۍ وروسته کشف شو د شتون خبر به ورکوي؛نو په هغو آيتونوکې،چې د مشرق او مغرب لفظ په مفرد بڼه راغلى؛مراد ترې د مشرق او مغرب ډول دى؛لکه ((لله المشرق والمغرب)) او په هغو آيتونوکې،چې مشرق او مغرب د ((تثينه)) (مشرقين) په بڼه راغلي وي؛نو د بل ټاټوبي د شتون خبر ورکوي، چې د ځمکې هغه بل اړخ ته پروت دی او په هغو آيتونو کې،چې د مشرق او مغرب ټکي د جمعې په بڼه (مشارق،مغارب) راغلي دي؛مراد ترې د ټولو ښارونو،سيمو او د ځمکې د ټولو برخو مشرقونه او مغربونه دي،چې د اُفقونو او څنډونو د اړپېچ له امله رامنځ ته کېږي .

۶_په قرآن کې د ځمکې ګردوالى :

يو بل راز هم،چې قرآن شريف را برسېره کړى،د ځمکې ګردوالى دى،چې وايي :

 ((وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُوا يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الْأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا ( اعراف/١٣٧)=او موږ هغوى چې (د ظلم ا و تېري له امله) كمزوري او بېوسې شوي وو،د بركتي ځمكې،د ختيځ او لويديځ وارثان كړل . ))

 ((رَبُّ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ( صافات/ ٥)= (هماغه) د اسمانو او ځمكې پالونكى او څه چې يې ترمنځ دي او د ختيځونو پالونكى دى . ))

 ((فَلاَ أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ (معارج/۴۰)=د ختيځونو او لوېدځونو پر پالونكي قسم، چې بېشكه موږ وسمن يو.))

د آيتونو دا لړۍ سره له دې،چې د لمر د راختو،کوزېدو او لګېدو ځاى راښيي،ورسره د ځمکې ګردوالى هم راښيي؛ځکه که ځمکه ګرده وي؛نو د ځمکې پر هره برخه به د لمر راختل او لګېدل په دې پورې اړه ولري،چې په بل ځاى کې لمر ولوېږي،چې په دې حال کې به د مشرقونو او مغربونو د شمېر د ډېروالي خبره سپينه وي او که ځمکه ګرده نه وي؛نو د مشرقونو او مغربونو د ډېروالي خبره به بې مفهومه وي،چې دا آيت هم پرې ټينګار کوي؛خو “قرطبي” او ځينو نورو مفسرينو، مشارق او مغارب د لمر پر مشرقونو او مغربونو تفسير کړي،چې د کال د ورځو په اړپېچ سره، بدلون پکې راځي او د مشارق او مغارب د شمېر مسئله يې هغسې حل کړې، چې وويل شوه؛خو دا تفسير د آيت له ظاهر سره سمون نه خوري او د منلو وړ ځکه نه دى،چې لمر د کال په ورځو کې ځانګړي او ټاکلي مشارق او مغارب نه لري،چې پرې قسم وخوړل شي؛نو ځکه بايد له مشارق او مغارب څخه مراد هغه مشرقونه او مغربونه وي،چې د ځمکې د حرکت او کُرويت او د اُفقونو د اړپېچ له امله، د ځمکې په بېلابېلو برخو کې منځ ته راځي .

د دولس ګونو امامانو له خبرو هم د ځمکې ګردوالى څرګندېږي، چې څو بېلګو ته مو پام را اړوم:

 

١- امام “صادق” ويلی :

په يو سفر کې يو سړى راسره ملګرى شو،چې ماښام لمونځ به يې تر تيارې وروسته او د سهار لمونځ يې د لمر له راختو مخکې د شپې په پاى تياره کې کاوه؛خو ما به هغسې نه کول او د ماښام لمونځ به مې د لمر پرېوتو پر مهال او د سهار لمونځ مې د ګهيځ پر مهال کاوه؛ ورته مې وويل:”ته هم زماپه څېر لمونځ کوه؛ځکه لمر مخکې له دې،چې زموږ له افقه سر را پورته کړي،پر نورو راختلى دى اوچې کله له موږه پرېوځي،په ځينو اُفقونو کې لا ورک شوى نه وي.”

امام “صادق”: ما ورته وويل : د لمر په راختو او پرېوتو کې هر قوم بايد د خپل اُفق لاروي وکړي او خپل ديني مراسم يې پر بنسټ تر سره کړي؛نه د نورو افقونو پربنسټ.

وګورئ:

وسائل ١\ ٢٣٧باب ١١٦.

په دې روايت کې هغه سړى د مشرقونو او مغربونو شمېر او اړپېچ ته اشاره کوي،چې د ځمکې د ګردوالي له امله منځ ته راځي،چې امام “صادق” يې هم په دې اړه خبره تصديقوي او بيا ورته د مسلې حکم بيانوي او تېروتنو ته یې پام وراړوي .

۲ – يوځل بيا امام “صادق” وويل: ته بايد د لمر به راختو او پرېوتو کې د خپل اُفق لاروي وکړې .

٣_ امام سجاد په خپلو دعا ګانوکې ويل: (( خداى د هرې شپې او ورځې لپاره حد او اندازه ټاکلې او هره يوه په بله کې ورننباسي او په هماغه حال کې بله یې هم پکې ورننه ايستې.)) (صحيفه سجاديه )

امام سجاد پر خپلې دې وينا غواړي د ځمکې ګردوالى جوت کړي،چې شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ورننباسي؛نو په هغه وخت کې خلک کله په دې خبرې پوهېدل او امام “سجاد” خو د امامت د مقام خاوند و؛ نو دا خبره يې په داسې ټکيو وکړه،چې د هغه وخت خلک پرې ګنګس نشي.

کېداى شي داسې وانګېرل شي،چې د شپې او ورځې په يو بل کې له ورننووتو مراد د هغوى اوږدېدل او لنډېدل دي،نه د ځمکې ګردوالى؛خو دا تصور سم نه دى؛ځکه که د امام مراد د شپې او ورځې اوږدېدل او لنډېدل وي؛نو پر هماغې لومړۍ جمله به يې بسنه کړې واى، چې ويې ويل: ((د شپې او ورځې، هره يوه په بله کې ورننباسي)) او نور به دې ته اړتيا نه وه،چې بله جمله هم ورسره په څنګ کې راوړي او ووايي : ((په هماغه حال کې بله هم پکې ورننباسي))؛ځکه په ښکاره خو دا جمله د لومړۍ جملې تکرار دی؛نو ځکه هرومرو باید ووایو،چې تر دوېمې حالیه جملې، د امام مراد دادی، چې مثلاً په ورځ کې د شپې ورننه ايستل،کټ مټ په هماغه موقع کې ،چې ورځ په شپه کې ننه ايستل شوې ده؛نودا خبره،چې امام د دعا په بڼه کړې،د ځمکې ګردوالي ته ترې ګټه اخستل کېږي؛ځکه که ځمکه ګرده وي؛نو شپه،چې د ځمکې په دې سطح کې ورننووتې وي؛نو په هماغه حال کې به د ځمکې په بله سطح کې هم، ورځ پر شپه ورننوځي؛لکه څنګه چې امام په دې دعا کې ورته اشاره وکړه او که د امام موخه ترې دا په زړه پورې ټکى نه و؛نو د داسې جملې راوړل به بې ګټې وو .

 

د بحثونو پايله

دا په بېلابېلو اړخونو کې د قرآن د اعجاز يوه برخه وه،چې موږ پرې بسنه کوو؛خو همدا وړه برخه د قرآن وحې توب راښيي او جوتوي،چې قرآن د خداى له لوري دى او د داسې کتاب راوړل د بشر له وس وتلې خبره ده.

د دې کتاب اسماني توب ته همدا بس،چې په خپل ښوونځي کې يې د حضرت “علي” کرم الله وجهه په څېر زده کوونکي روزلي او ټولنې ته يې وړاندې کړي،چې د نړۍ لوى پوهان يې پر خبرو پوهېدل ،ځان ته ستر وياړ ګڼي او د نړۍ ستر متفکرين او څېړونکي د “علي” د علم د چينو په تازه او رڼو اوبو د خپلې پوهې تنده ماتوي؛حضرت “علي” کرم الله وجهه په خپلو ويناوو کې هرې موضوع ته ا شاره کړې او خپله خبره يې داسې کړې،چې د چا په ذهن کې هم د پوښتنې ځاى نه پاتې کېږي او که چا يې د ژوند تاريخ نه وي لوستى؛نو هرې خبرې ته يې چې ورسېږي؛نو ګومان به کوي،چې حضرت “علي” کرم الله وجهه خپل ټول عمر د همدې موضوع پر څېړونو تېرکړى او داځکه، چې حضرت “علي” کرم الله وجهه د همدې قرآن د ښوونځي زده کوونکى دى .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست