تبلیغات

په اسلام کې خبر اسلام د خبر په باب خورا ټنګارکړى دى لکه : *الف : په قرآن کې راته حکم شوی‏،په څه چې نه پوهېږئ؛نو ورپسې مه ځه؛ځکه په قيامت کې ‏مو سترګې ،غوږونه او زړونه پوښتېدوني دي ‏. ((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ […]

په اسلام کې خبر

اسلام د خبر په باب خورا ټنګارکړى دى لکه :

*الف : په قرآن کې راته حکم شوی‏،په څه چې نه پوهېږئ؛نو ورپسې مه ځه؛ځکه په قيامت کې ‏مو سترګې ،غوږونه او زړونه پوښتېدوني دي ‏.

((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا(اسراء/۳۶)= او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست؛ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.))

*ب : قرآن هغوى سخت رټلي،چې هر خبر‏ واوري؛نو ناسنجول شوى يې خپروي، وايي :

((وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلًا (نساء/۸۳) = او چې كله ورته د ډاډ يا ډار خبر ورسي؛( بې له څېړنې) يې خپروي، حال دا چې كه هغه ( د خداى) استازي او مشرانو ته- چې د تشخيصولو پوره ځواک لري- ورسوي؛نو د مسايلو له تله به خبر شي او كه پر تاسې د خداى فضل او رحمت نه واى؛ نو بې له لږ شمېره نور ټول په شيطان پسې تلئ (اوبېلارې كېدئ ).))

*ج : قرآن هغوى ته ډېرسخت عذاب ټاکلى،چې په ټولنه کې د دروغو خبرونه خپروي .

((لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا(احزاب/۶۰) = قسم دى كه منافقان او هغوى چې په زړه كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛له خپل كاره لاس وانخلي (؛نو) موږ به هرومرو تا پرې مسلط كړو(چې) بيا به په دې (ښار) كې له ډېر لږ وخت پرته ستا په ګاونډكې پاتې نشي. ))

* د : پېغمبراکرم (ص) د خپل عمرپه وروستي کال په حج کې وويل : ډېر وي داسې کسان،چې له ما څخه به درته د دروغو خبرونه وايي او نور به هم زيات شي او چا چې آګاهانه په ما پورې دروغ وتړل ؛نو ځاى به يې په دوزخ کې وي او له ما يې،چې هر څه دروړل ؛نو له قرآن او سنتو سره يې پرتله کړئ،که له هغو دواړو سره یې سمون درلود؛نو ويې منئ او که نه، مه يې منئ .)) (بحار۲/٢٢٥)

*هه : امام صادق پرهغه لعنت وايه،چې د دروغوخبر يې دهغه په پلار امام باقر پورې وتاړه، و يې ويل: څه يې چې له موږه درته وويل؛له قرآن او زموږ له نورو خبرو سره یې وسنجوئ که ورسره يې اړخ لګاوه،ويې منئ ؛ګنې مه يې منئ . (بحار۲۲/٢٥٠ ‏)

*د: امام رضا: زموږ د خبرو سند قرآن او د پېغمبراکرم سنت دي. (هماغه سرچينه)

*ز: په اسلامى علومو کې يومهم علم “د رجالوعلم” دى،چې دا علم د هغوى په باب دى،چې حديثونه روايتوي،چې سم حديث له ناسمه وپېژندل شي.

 

څېړندود

اسلام ځکه پرڅېړنه،پلټنه او د علم پر زده کړه ټينګار کوي،چې څوک په ناپوهۍ کې کوم کار و نه کړي او داچې اسلام هراړخيز دين دى ؛نو د سم اوناسم د پېژندو لپاره يې لارې ښوولي دي؛ لکه :

١_ د معتبرو او د منلو وړکتابونو کتل : د اسلام پېغمبر د خپل ځان د لېینې – شاهدۍ لپاره د تورات اوانجيل کتابونه راوړل، ويې ویل : زما نوم په تورات اوانجيل کې ولټوئ . (مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ) (اعراف / ۱۵۷)

٢_ متقي پوهان و پوښتئ (فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ) ( نمل/ ٤٣ – انبياء / ٧)

٣_ د دووعادلو شاهدانو لېینه – ګواهى ورکول . (ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ) ( مايده /٩٥)

٤_ شخصي څېړنه،چې انسان پخپله د يو خبر د سموالي څېړنه وکړي؛لکه د نجاشي څېړنه،چې هبشې ته يې د مهاجرو مسلمانانو په باب وکړه .

٥_ د لاسوندونو راټولول : کله انسان د قرآئنو او آثارو له ټولګي،خبرو، ملګرو، وخت،ځاى او د کار له طريقې د خبر پر حقانيت پوهېږي؛د بېلګې په توګه : د اسلام د پېغمبر د حقانيت پېژندو ته لاسوندونه دا دي : ‏نالوستى و او د بوت لمانځنې په مرکز کې ‏د بوت لمانځنې پرخلاف راپاڅېد او دوست او دښمن دواړو ورته امين وايه، اخلاق يې ښه وو،ياران يې پالیال ‏وو،چلن يې ان د مکې د سوبې پر ووځ بښنه وه، لارښونې يې نړيوالې او کاردود‏ يې د حق پربنسټ و ……چې دا ټول لاسوندونه وايي،چې ‏حضرت محمد (ص) پرحقه و.

٦_ له پخوانیو خبرو سره یې همغږي او په خبرو کې دټکر نشتوالی .

٧_ د نورو له ويناوو سره يې د ‏ويناوو همغږي . د ساري په ډول: لکه ‏څوک چې د پېغمبراکرم له حديثه همدا پوه شي،چې پر پوهېدلي مطلب نورهم همداسې پوه شوي وي؛نو په خپلو پوهېدنو ډاډه کېږي .

٨_ د څارنوال په استونه د سمومعلوماتو راټولول؛ لکه چې حضرت على وايي:((عينى بالمغرب)) ؛يعنې هغه چې په مغرب کې زما ځانګړى څارونکى دى،هغه راته دا خبرراکړى دى .

٩_ د خلکو معلومات ‏هم د ډاډ وړ‏ دي .حضرت على وويل : ((بلغنى انک )) خلکو راته داسې ويلي دي .

١٠_ د نورو ډاډ : د ساري په ډول : که عالمانو پر يوه حديث ډاډ وکړاو د هغه له مخې يې فتوى ورکړه اويا دینپالو ‏په لمانځه کې په يو چا پسې اقتدا وکړه؛نو دا ډول ډاډونه هم زموږ د پلټنې بنسټېداى شي.

١١_ د کار مخينه هم د څېړنې يوه لار ده : د خداى رسول (ص) وويل : ولې پرماشک کوئ ؟ زه خو کلونه کلونه په تاسې کې اوسيدلى يم او تاسې ټول مې پېژنى . (فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا) ( يونس / ١٦)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!