تبلیغات

د علماوو په چارو کې بنسټیزه ستونزه   علاقه او مسوولیت څوک چې د اسلام د هسکتیا په هیله کې دي او په لرې او نږدې تېر وخت کې د مسلمانانو د پرمختګ او ځوړتیا – انحطاط په هکله فکر کوی؛نو نشي کړای د مشرتوب د غونډال- دستګاه؛یعنې د علماوو د سپیڅليو چارو په هکله […]

د علماوو په چارو کې بنسټیزه ستونزه

 

علاقه او مسوولیت

څوک چې د اسلام د هسکتیا په هیله کې دي او په لرې او نږدې تېر وخت کې د مسلمانانو د پرمختګ او ځوړتیا – انحطاط په هکله فکر کوی؛نو نشي کړای د مشرتوب د غونډال- دستګاه؛یعنې د علماوو د سپیڅليو چارو په هکله فکر و نه کړي او د پر مختګ هیلمن یې نه وي او له شته ستونزو یې په رنځ کې نه وي .

ځکه څرګنده ده، که په مسلمانانو کې هر ډول سمونه رامنځ ته کېږي، باید نېغ په نېغه ددوى له لارې وشي،چې د مسلمانانو رسمي دیني مشرتوب پر غاړه لري یا لږ تر لږه دوى باید ورسره همغږی وي .که فرض کړو،چې سمونپاله او دیني خوځښت د یو وګړي یا وګړیو له خوا پیل شي او علماء ورسره چمتووالی یا همغږي و نه لري،ګومان نه کېږي،چې زیاته بریا لاس ته راوړي .

د اسلام له ځانګړنو یو دا دی،چې ګډ مسوولیت یې رامنځ ته کړی دی . ټول یو د بل د ساتنې،ښیون او لارښوونې مسوول دي . څوک چې ځان د اسلام پر وړاندې مسئوول ګڼي؛نو خپله د مشرتوب د چارو پروړاندې د مسوولیت ننګېرنه لري .

ځینې ټولنپوهان مو ممکن د نه ګروهې او تړاو له مخې کله هم د علماوو د چارو د ستونزو او هواري په هکله فکر ونه کړي؛لکه څرنګه چې د لنډ اندو او بې خبره مینوالو په مغزو کې هم دا انده نه راځي؛خو د اسلام د روڼ اندو مینوالو په مغزو کې همدا تر ټولو مهمه موضوع ده .

زما ټول ویاړ دا دی،چې په دې پوړ پورې تړلی یم او د دې درمند یو وږی یم او په يوه عالمه کورنۍ کې رالوی شوم او په دیني مدارسو کې مې عمر تېر شوی،چې مې یاد دي،د ټولنیزو اندو په څنګ کې مې پردې موضوع هم فکر کړی دی .

 

اصلي جرړه

په قُم کې یوه ډله استادان راټول شوي ول او زه هم پکې وم په چارو پورې اړوند د ستونزو او نیمګړتياوو خبره پکې وشوه. خبره دا وه،چې ولې مو پخوا دیني او علمي مدارسو بېلابېلې څانګې درلودې؛لکه تفسیر،تاریخ، حدیث، فقه، اصول، فلسفه ،کلام، ادبیات او ان طب او ریاضي او په دې وروستیو کې ورو ورو د محدودیت خوا ته ولاړې او په بله څرګندنه : پخوا به پراخ پوهنتون و؛خو اوس ترې د فقهې ښوونځی جوړ شوى او نورې څانګې له رسمیته غورځېدلي دي؟

ولې د روحانیت په سپیڅلي فضا کې اوزګار او بېکاره خلک ډېر دي؟ په موږ کې تر آزادۍ،خوځون او ژونديتوبه ،ډېره چوپتیا،سکون او مړاویتوب غوره دی او چې څوک غواړي خپل مقام وساتي؛نو چوپه خوله کېني او پښې په څادر کې رانغاړي . ولې مو د زده کړې کړلارې د اړتیاوو له مخې نه تنظیمېږي؟ ولې بسیا تصنیف، تالیف، خپرونه او مجله نه لرو؟ د القابو او عنوانو او ځان ښوونې او غره توب بازار ولې دومر تود دی،چې په خواشینۍ ورځ پر ورځ زیاتېږي . په دې کې څه پټه – رمز دى . همدا چې روڼ اندي او نېک چاري مشران مو د کارونو واګې تر لاسه کړي؛نو د سمونې واک ترې اخستل کېږي او داسې ده،چې خپله پخوانۍ انده هېروي .

تر لږو خبرو وروسته د ستونزو د بنسټیز علت په هکله خبره وشوه،چې هر څوک دې په دې اړه خپل اند څرګند کړي . هر چا خپله څرګندونه وکړه،ما هم خپل اند ووایه؛خو د یو بل ملګري اند مې تر خپل انده خوښ شو او اوس مې اند هماغه دی او تر نورور یې غوره ګڼم، ويې ویل: د علماوو د چارو اصلي او بنسټیز علت او د علماوو ستونزې او نیمګړتیاوې د روحانیانو(ملایانو) مالي نظام او د ارتزاق طریقه ده. هغه دا عبارت ووايه : د ټولو خرابیو “علة العلل” د امام برخه ده .

البته د هغه او زما موخه دا نه وه،چې د نیمګړتیاوو د علتونو علت مو په دین او مذهب کې د امام د برخې په نامه د یو مادې تشریع او وضع ده. زما په اند د داسې مادې وضع او تشریع، د دین بیا را ژوندي کېدو ته خورا حکیمانه چار دى . بیا به پرې رڼا واچوم،چې دا ماده د روحانیت د سازمان د واک او خپلواکۍ خورا غوره ضامن دی . همداراز موخه دا نه ده،چې دوی پخپلو دندو کې ناغېړي کوي . موخه هغه تول او ډول دی،چې ورورو ددې مادې له ګټنې او پلې کېدو معمول شوې او زموږ د روحانیت غونډال ته یې ځانګړی رنګ ورکړی او په پایله کې د ډېرو ستونزو او نیمګړتیاوو جرړه ګرځېدلې ده .

 

تنظيم او صالح نظام

لومړی داسې ښکاري،چې د کوچنۍ یا سترې ټولنې سمونه یا فساد یوازې په یو څیز پورې اړوند دي : د هغې ټولنې د وګړیو سمونه او نه سمونه او په تېره بیا مشران یې؛یعنې دا یوازې وګړي دي،چې د ټولو مسوولیتونو پام ورته دی . ډېری داسې فکر کوي او پر دې سټه اند ورکوي .

ددې ډلې پام،چې ځینو ټولنیزو مفاسدو ته شي؛نو د کار چاره نېک مشر ګڼي او په څرګندنه – اصطلاح وګړیز اصالت دی؛خو ژور اندي دې پایلې ته رسېدلي،چې د ټولنیز تنظيم او تشکیلاتو اغېز او اهمیت د مشرانو تر اهمیت او اغېزې ډېر دی،په لومړۍ درجه کې د ښه تنظيم په هکله باید فکر وکړو او په دویمه درجه کې د ښو مشرانو په هکله .

افلاطون مشهوره ټولنیزه څرګندونه لري،چې “د افلاطون په مدینه فاضله” مشهوره ده. په اسلامي حکیمانو کې “ابونصرفارابي” له افلاطون لاروي کړې او څرګندونې یې کړي دي . دواړو حکیمانو خپل اند د وګړیو صلاحیت ټاکلی او وګړیز اصالت یې فکر کړی دی . خپل ټول پام یې دې ته را اړولې،چې د ټولنې مشرتوب باید کوم کسان تر لاسه کړي او څه ډول علمي او عملي فضایل ولري؛خو دا چې ټولنیز تشکیلات او نظام باید څرنګه وي او هغه “ایديال=ارماني” وګړی باید په کوم نظامونو کې د چارو واګې په لاس کې واخلي؛نو دې مسئلې ته دواړو حکیمانو دومره پاملرنه نه ده کړې .

پر دې څرګندونه نیوکې شوې دي او هغه دا چې د سازمان سترو اغېزو ته د وګړیو په اندنو،روحیه او کړنو کې –له دې جملې پخپله مشران- پاملرنه نه ده شوې .دې ټکي ته پاملرنه نه ده شوې،که نظام صالح وي؛نو لږ ناصالح وګړي به د سرغړونې واک ولري او که نظام ناصالح وي؛نو نېک وګړي به لږ د عمل او موخې په پلي کېدو کې واک ولري او احیاناً خپل اندونه او موخې به وبایلي او له سازمان سره ګډ رنګي کېږي .

یو پوهاند د افلاطون پر څرګندونه نیوکه کوي : افلاطون ددې مسئلې پر څرګندونې “چې څوک باید پر ټولنې حکومت وکړي”ستره تېروتنه کړې او په سیاسي فلسفه کې یې دوامداره خطر رامنځ ته کړ، د عقل او نوون لار دا ده،چې څرنګه کړای شو،ټولنیز سازمانونه داسې اډون – ترتیب کړو،چې ناصالح او بد مشران یې د زیان وسیله نشي؟

د نېکو مشرانواهمیت یوازې ددې انددود له اړخه دی،چې د ټولنیزو سازمانونو د بدلون، ښه والي او سمونې په هکله یې لري؛خو نېک مشران،چې اند دود یې په تشکیلاتو او بنسټ کې له ناصالحو سره یو شان وي او توپیر یې د اخلاقي او شخصي بڼې له مخې وي او داسې وي،چې په یو قالب کې کار کوي؛نو اغېز یې له ناصالحو دومره ډېر نه دی او د ټولنیزو بدلونونو سبب به نشي . که د “افلاطون” او “فارابي” څرګندونې ته مخونه ورکړو،باید ووایو : هغوی نېکو وګړیو ته اهميت ورکړی،چې د ټولنیزو سازمانونو حاکم وي؛ نه محکوم .

د ټولنې د وګړیو پر وړاندې د ټولنیزو سازمانونو او تشکیلاتو مثال د ښار د واټونو،کوڅو او کورونو په شان دی،چې خلک او نقلیه وسایل پرې روان وي . هر ښار،چې هر ډول یې واټونه او کوڅې جوړ شوي وي؛ نو د ښار خلک اړ دي پر همدې سړکونو او په کوڅو کې ولاړ شي . د خلکو حداکثره ازادي دا ده،چې پر همدې سړکونو او کوڅو وګرځي،چې ورته نژدې،پاک او ګڼه ګوڼه پکې نه وي .

که دا ښار بې تقشې جوړ شوی وي او ورو ورو یې پراختیا موندلي وي؛نو خلک يې ناچاره دي،چې له همدې حالت سره ځان برابر کړي او د چارو سمبالنه او تګ راتګ ستونزمن وي . د ښار په ساختماني اوډون کې وګړي هېڅ هم نشي کړاي . یوازېنى کار دا دی،چې ددې ښار په کوڅو او واټونو کې بدلون راولي .

که فرض کړو،چې د سازمان په سر کې نېکچاري وټاکل شي،چې نیمګړتیاوې لري، د کار توپیر یې له نورو سره په هماغه کچه دی،که یو تن وغواړي په تاو راتاو شوي واټونو او نامنظمو کوڅو کې، غوره او نژدې لار پیدا کړي .

 

د دیني مدرسو ګټې

د دیني حوزو چاپېریال داسې ځانګړنې او ګټې لري،چې نور چاپېریالونه یې نه لري . د دیني حوزو چاپېریال د صمیمیت،اخلاص او معنویت چاپېریال دی او پر عمومي حوزو همدا اروا واکمنه ده. څوک چې دا ځانګړنې نه لري،استثنايي او ددې حوزو د اروا ضد وګړي شمېرل کېږي . دیني زده کړیال بې له تقوا او علمي امتیازه ځان ته پر بل امتیاز قایل نه دي . په دیني زده کړیالو کې نشتمن،غني،کلېوال، ښاري، د سوداګر زوی هم شته او پخوا پکې شهزادګان هم ول؛ خو دا هر څه خپل ارزښت له لاسه ورکوي او یوازې زده کړييز او مانیز امتیازات دي،چې د دیني زده کړیالو پام او درناوی ځانګړي تن ته اوړي او ارزښت یې لوړېږي .

د دیني حوزو چاپېریال د زهد او قناعت چاپېریال دی،د شپې ناستۍ او عیاشۍ،چې په نورو پوړونو- طبقاتو او احیاناً په پوهنتوني شاګردانو کې تر سترګو کېږي؛نو دا کارونه په دیني زده کړیالو کې نشته او ان په مغزو کې یې هم دا انده نه ګرځي او که څوک داسې چارو ته لږه لېوالتیا هم وښيي؛نو غورځېدنه یې هرومرو ده . لنډه دا چې دیني زده کړیال قانع او لږ لګښته دي او د خلکو پر بودجې پیټی نه دی او د استاد او شاګرد ترمنځ اړیکه له خوږلنۍ او درناوي ډکه ده،شاګردان د استاذانو خورا درناوی کوي او ان که مړه هم شي؛نو په خورا درنښت یې یادوي او ورته دعاګانې کوي . په دیني زده کړیالو کې د استاد د دومره درناوي علت هغه ښوونې دي،چې د دیني اولیاوو له خوا د علم د سپېڅلتیا او د ښوونکي د درناوي په هکله راغلي دي . د زده کړې په نورو چاپېریالونو کې دا چارې لږې دي .

د دیني زده کړیالو عادت دا دی،څه چې له ښوونکي یادوي،بیا پرې فکر کوي؛نو خپله درس د کتاب له مخې وايي او د همدې درس په هکله له همدرسي سره ویینه کوي،په سترو درسونو کې څه چې له استاده زده کوي ذهن ته یې سپاري او بیا یې د شپې لیکي . د ديني زده کړیالو عادت د طوطي په شان درس نه زده کوي؛لکه څرنګه چې نور پوهنتوني شاګردان دا کار کوي؛بلکې شننه او ژوراندي پکې کوي او دا چې د تدریس حق انحصاري نه دی او شاګرد پخپله خوښه استاد ټاکي او هغه شاګرد،چې استعداد یې ډېر دی، کړای شي د ټیټو کتابونو تدریس هم وکړي؛نو له دې مخې یو دیني زده کړیال،په عین حال کې،چې شاګرد دی؛تدریس هم کړای شي .

د نورو زده کړو د میتود پر وړاندې د دیني زده کړیالو د زده کړې د میتود امتیاز په دې کې دى،چې شاګرد چې له استاده کومه درس زده کوي؛نو په ژورو یې مطالعه کوي او بیا پرې ویینه کوي او لیکي یې او ورسره په څنګ کې نور درسونه هم تدریسوي .

د دیني زده کړیال د زده کړې موخه د شهادتنامې لاس ته راوړل نه دي، د استاد نمرې د شاګرد د مقام څرګندوونکي نه دي . د ویینې غونډې، د استاد د تدریس پر مهال د شاګرد نیوکې او خپله د هغه درسي حوزه ددیني زده کړیال څرګندونکی ده . دیني زده کړیالو د تدریسي او استادۍ پوړۍ په ډېر طبیعي بڼه تېروي . د استاد ټاکل، انتخابي دي او انتصابي نه دي؛یعنې دا پخپله شاګردان دي،چې د ازمېینو په ترڅ کې خپل استاد ټاکي؛نو په دې ډول په دیني حوزو کې یو ډول آزادي ده،چې په بل ځای کې نشته او له دې مخې په هغوی کې د غوره ټاکنې قانون واکمن دی . په فرهنګي موسسو کې ټولګيو ته د استاد ټاکل د انتصاب له لارې دي او یا د چارواکیو له خوا دي او له همدې مخې،ډېر پېښېږي،چې استاد د صنف له تدریس سره متناسب نه وي او د ټيټ یا جيګ صنف وړ وي،شاګردان یې هم ممکن خوښ نه وي او نه یې درناوی کوي او یوازې د وېرې او نمرې له کبله د استاد درناوی کوي . دا شان بې نظمۍ او بې حسابۍ په کلاسیکو زده کړو کې ډېر تر سترګو کېږي؛خو زموږ په دیني زده کړو کې دا شان نه دي .

ددې آر له مخې په دیني حوزو کې د وګړیو پر مختګ د طبیعي ناموس له مخې؛یعنې د غوره ټاکنې له لارې کېږي؛لکه څرنګه چې حضرت علي (ک) د الهي علماوو په هکله وايي :” د دانې په شان ټاکل شوی او چاڼ شوی،چې تر ټولو غوره یې کرنې ته ټاکل کېږي .”

وګ : (نهج البلاغه/٢١٢ خطبه)

دیني زده کړیال ورو ورو د همدې قانون له مخې پورته خیجي،چې وروستى پوړ یې مرجعیت دی، تر وروستي پاټکي وروسته دا یوازې د دیني زده کړیالو ذوق او ګروهه ده،چې استادان پورته وړي؛خو همداچې وروستي پاټکي ته ورسي، د پیسو او د امام د برخې او د تنخوا د ویش خبره رامنځ ته کېږي . یوازې همدلته دي،چې کله نا کله شمېرنې ګډوډېږي او د غوره ټاکنې قانون واکمن نه وي .

دا هغې ګټې وې،چې د دیني زده کړیالو په ژونددود او زده کړه دود کې وې او همداراز نیمګړتیاوې هم لري .

 

نیمګړتیاوې

دیني زده کړیال کانکور نه لري او ممکن ناوړه کسان ورننوځي، دا چې ازموېنه پکې نشته؛نو زده کړیال له خورا ټیټ کتابه لوړ کتاب ته په تللو کې ازاد دي او ډېر پېښېږي هغوی،چې ټیټ پړاوونه نه وي تېر کړي او پورته قدم ږدی؛نو زده کړې یې تمېږي او زړه یې ترې تورېږي .

د دیني زده کړیالو د استعداد ارزونه نه کېږي او په پایله کې ممکن یو څوک د فلسفې،تاریخ یا ادبیاتو استعداد ولري او په بله څانګه کې ولوېږي او له وجوده یې پوره ګټنه ونشي .

په دې وروستیو کې د دیني زده کړو څانګې ډېر محدودې شوي او ټولې څانګې په فقاهت کې هضم شوي دي او پخپله فقهې هم داسې لار نیولې،چې له سل کلونو راهیسې له تکامله لویدلې ده.

د علماوو په غونډال کې بله نیمګړتیا د علماوو د جامو بې حده آزادي ده.ورو ورو ملایان د جامو له اړخه له نورو سره توپیر لري او ځانګړې جامې یې پیدا کړي دي؛لکه څرنګه چې ځینې پوځیان او د نورو پوړونو خلک یې لري .

د نورو تشکیلاتو پر خلاف،په مُلايي تشکیلاتو کې هر څوک له خپلو ځانګړو جامو بې له کوم ځنډه ګټنه کړای شي . ډېر لیدل شوي،چې ځینې نه پوهه لري او نه ایمان؛خو له دې جامو د ګټنې په موخه،جامې اغوندي او د بې برمۍ لاملېږي .

په دیني مدرسو کې عربي ادبیات ویل کېږي؛خو په غلط میتود. په پایله کې دیني زده کړیال د عرب د ادبیاتو تر کلونو زده کړې وروسته، د ژبې قواعد زده کوي؛خو پخپله ژبه نه زده کوي، نه پرې خبرې کړای شي او نه له فصیح عربۍ ګټنه کړای شي او نه یې کښلای شي .

په ویینه او د اصول د پوهې په خپرېدو کې ښنده- افراط په عین حال کې،چې د دیني زده کړیالو په انده کې یو ډول واک او هوښیاري رامنځ ته کوي؛خو یوه نیمګړتیا لري او هغه داچې په ټولنیزو مسایلو کې د دیني زده کړیالو اندود له واقع وینۍ لرې کوي او ان دا چې “ارسطويي تعقلي سول ” هم په بسیا بڼه نه تدرسېږي؛خو د زده کړیالو اندود زیاتره شخړیز او ویینه ایز اړخ لري او دا ستر لامل دی،چې دیني زده کړیال په ټولنیزو مسایلو کې واقعويني نه لري .

خورا مهمه نیمګړتیا،چې د دیني مشرتوب په غونډل کې رامنځ ته شوې، د روحانینو په معاش ،بودجې، مالي نظام او ارتزاق پورې اړه لري .

 

د بودجې مسئله

دا چې د مُلايانو معاش له کومه برابر شي،څو ډوله څرګندونه کړای شو:

الف : د ځینو ګروهه دا ده،چې ملايان ځانګړې بودجه نه غواړي؛لکه د نورو خلکو په شان دې ملايان هم کار او بوختيا پیدا کړي او ځان ته دې پیسو ګټلو سرچینه پیدا کړي او د خپل لاس ګټلي وخوري، څه وخت دې کار کوي او څه وخت دې هم زده کړه،لیکنې،څېړنې،تدریس او تبلیغ کوي .

دا ډله ګروهمنه ده،چې په اسلام کې ملاييتوب او د ملاييتوب چارې،ځانګړې کار او ورهڼه نه ده،چې ورته ځانګړې بودجه په پام کې ونیسو.څوک چې وسمن وي، د خپلو لګښتونو د برابرولو په څنګ کې ملايي چارې هم په لاس کې اخستای شي؛نو حق لري چې دې برخې ته راننووځي او که پر ټولنې پیټې وي؛نو غوره ده له هماغه پیله دې دې غونډال ته نه راننووځي .

ددې ډلې استدلال دا دی،چې په صدر اسلام کې؛یعنې پخپله د رسول اکرم پر مهال او د امامانو په وخت کې داسې کسان ول،چې دا دنده یې درلوده: د حلالو او حرامو ښوونه یې کوله، نصیحت او موعظه یې کوله، په درسي حوزو کې یې ګډون کاوه او په عین حال کې یې کار هم کاوه،چې ډېری د فقهې او حدیث په کتابونو کې پر عطار،بزاز، طحان، سمان او نورو مشهور دي . داسې نه دي ليدل شوي ،چې رسول الله او يا امامانو د دې حکم ورکړى وي،چې له ټولو کارونو لاس واخلئ او هغو دندو ته مخه کړئ،چې نن د ملايي دندو په نامه يادېږي؛ لکه افتاء ، تدريس، د جمعې امامت،وعظ او تبليغ لاس پورې کړي . دا ددې ډلې نظر دى .

حقيقت دا دى که وګړي د خپل ژوند لګښت له بلې لارې چمتو کړي او بيا د ملاييتوب چارې سمبال کړي؛نو ډېره به ښه وي . داسې کسان وو او شته ؛خو نشو ويلاى،چې ټول وګړي بايد داسې وي؛ځکه د صدر اسلام په پرتله،چې نن په ژوند کې کوم بدلونونه راغلي او د نن مخ پر زياتېدونکيوعلومو او اړتياوو په پامنيوي،اړتيا ده،چې يوه ډله دې ټول عمر زده کړې وکړي او د ځان دې خلکو د ديني چارو سمبالنې ته وباسي او دا کار ځانګړې بودجې ته اړتيا لري،چې سمه په دې لار کې ولګول شي .

په صدر اسلام کې،اړتيا دومره نه وه عقدې،شبهې او د اسلام دښمنان دومره نه ول . دې ته اړتيا ده،چې تل بايد يوه ډله وي،چې له اسلامه دفاع وکړي او د خلکو ديني اړتياوې ځواب کړي .

هو! انصاف دا دى،چې د ملاييتوب ځينې چارې،چې اوس معمول دي؛لکه امامت؛نه د يوه ملا ځانګړى شان دى او نه څوک حق لري ،چې پلمه يې کړي او له هر کاره لاس ووينځي او د لمانځه وخت ته په تمه وي او جومات ته ولاړ شي او راشي او دا خپل کسب وګڼي .

په هر حال دا انديز جمود دى،يوازې په دې حکم،څه چې په صدر اسلام کې نه و،اوس چې ورته اړتيا ليدل کېږي؛نو اوس دې هم نه وي .

ب- بل فرض دا دى،چې ملايان دې خپله ځانګړې بودجه له جاريه صدقاتو وټاکي . ښايي د غير شيعه ملايانو بودجه يوازې له جاريه صدقاتو وي .

د ايران په زياتره ښارونو کې ديني مدرسې جوړې شوي او خورا لګښتونه پرې شوي دي . پخوا به ددې مدرسو موقوفات د تهران، اصفهان، مشهد،تبريز او شيراز مدرسو ته ستره مرسته وه.

خو په خواشينۍ د ځینو علتونو له مخې ،چې اوس یې نشم راسپړلای، ډېرى دې موقوفاتو د شخصي شتمنۍ بڼه نیولې او ځینې نور،چې د وقف په نامه پاتې دي، د هغو ملايانو په لاس کې دي،چې د اسلام او مسلمانانو د سترو ګټو پرضد د ځینو غونډالونو پر ګټه کارکوي او ځینې هم د اوقاف په واک کې دي او په بله بڼه هسې تويې ځي . یوازې لږ ځایونه پاتې دي،چې په حقیقي او شرعي بڼه ولګېږي .

که د اوقافو حالت منظم شي،نه یوازې د ملايانو عادي بودجه به تامین شي؛ بلکې په ټولیز ډول له دین،فرهنګ،روزنې او عمومي اخلاقو سره به هم ستره مرسته وي؛ خو که په داسې بڼه وي؛ لکه چې ده؛نو فساد زېږنې او د هغو وګړیو په چوپړ کې ده،چې د سمونې او د اسلامي ټولنې د ودې په لار کې تل خنډ وي .

ج – بل فرض او بڼه د امام له برخې ګټنه ده.له نورو ادیانو خبر نه یم،چې په دین کې یې داسې مالي قانون وضع شوی،چې د ديني مشرانو د ژوند لګښت يې پوره کوي که نه؛خو په اسلام کې د شیعه له نظره د خمس له آیته له داسې قانونه ګټنه کېدای شي . خمس په جنګي غنایمو،کانونو، د کلني نږه عوایدو او په ځینو نورو څیزونو پورې اړه لري،چې پینځمه یې باید هر څوک تر شخصي لګښت وروسته د امامت،مشرتوب او دیني غونډال – دستګاه ته ورکړي. د خمس نیمې برخې ته د امام برخه وايي،چې د شیعه فقهاوو له نظره لګښت یې د دین ساتنه او پایښت دی.

دم ګړۍ د “امام برخه” یوازینۍ بودجه ده،چې عملاً د ملايانو چارې چورلوي او په ټولو دیني چارو کې خورا اغېز لري .

ملايانو او مجتهدین دې بودجې اخستنې ته (چې یو ډول مالیات دي) هیڅ ډول الزام او اجبار نه رامنځ ته کوي . دا پخپله مؤمن مسلمانان دي،چې پخپله خوښه د ډاډ وړ علماوو ته ځي او دا شرعي مالیات ورکوي . روحانیان دې مالیاتو ته ځانګړى دفتر نه لري؛خپله خلک د وجدان او ایمان له مخې،کومې پيسې،چې پر مال یې راځي- که لږې وي که ډېرې- ؛نو دوی ته یې ورکوي .

د عامو خلکو له خوا د امام برخې ته پاملرنه، د هغوی په تشخیص او ښه نیت پورې اړه لري . دا چې یو يې واقعاً صلاحیت لري که نه لري؛نو په دې پورې اړه لري،چې عام خلک په خپل تشخیص کې تر کومه تېروتي دي او بې له صلاحیته نور لاملونه هم د وګړي په صلاحیت کې ښکېل نه وي . په هر حال نهايي ګټوونکی د امام برخه ده.

د یو چا د معرفي کولو او بیا د خلکو د ښه نیت او بیا د امام د برخې د رسېدنې او بیا د ریاست او مشرۍ د لاس ته راوړنې ترمنځ یو لړ منظم علتونه او معلولونه دي .

 

تمرکز او ځواک

تر سلو کلونو مخکې،چې په ایران کې نوی تمدن نه و رامنځ ته شوی او د ښارونو ترمنځ د اړیکو وسیلې لږې وې؛ نو د هر ښار خلکو به خپلې پيسې د هماغه ښار علماوو ته ورکولې او غالباً دا پيسې به هماغلته لګېدې؛خو په دې اوسنۍ پېړۍ کې د ارتباطاتو د نویو وسایلو د رامنځ ته کېدو له امله او د سیمو يو له بل سره د نږدېوالي له کبله، داسې عادت شوی،څوک چې د تقلید مرجع وي؛نو پيسې دې هم هماغه ته ورکړل شي . د تقلید مراجع تر دې وروسته، پردې سربېره،چې د عواطفو د پاملرنې مرکز و او امر یې پر ځای کېده؛نو د امام د برخې په رسېدنې یې په علمیه حوزه کې نوي امکانات تر لاسه کړل او حوزې پراخه شوې . په ټول کې د ارتباطاتو د پراختیا او د تګ راتګ او له مراجعو سره له نږدې لیدنې کتنې او د حوزو د پراختیا او زده کړیالو او د فارغ التحصیلانو د زیاتوالي له کبله یې ورو ورو ښارونه او کلي تر پوښښ لاندې کړل، ریاستونه،زعامتونه او ستر واکونه رامنځ ته شول .

مرحوم آیت الله محمد حسن شیرازي هغه شخصیت و،چې په دې وروستۍ پېړۍ کې یې په لومړي ځل ټولیز ریاست او زعامت لاس ته راوړ او نویو ارتباطي وسایلو هم ورسره په دې زعامت کې مرسته وکړه. ددې واک او ریاست لومړۍ ښکارندوی د تنباکو د تړون په هکله يې مشهوره فتوا ده. تر ده وروسته هم اخلافو ته یې هم داشان ریاستونه او زعامتونه رامنځ ته شول .

د امام د برخې اخستنه هماغسې ده؛لکه چې ومې ویل او د مصرف څرنګوالي یې هم د معمول د دود له مخې،په هغه پورې اړه لري، چې لاس ته یې ورغلي دي . تر اوسه خو دا معمول نه و،چې دې کار ته يې دفتر او حساب و کتاب وي،ښه لګښت یې د مرجع په زهد او تقوا پورې اړه درلوده او بل ښه تشخیص او نه تېروتنه یې، درېم، امکانات، د ښه پلي کېدو واک یې .

 

د کمزورۍ او قوت ټکی

د امام برخه،چې په کوم تول او ډول- طریقه اوس معمول ده،ځینې ښه ټکي او ځینې بد لري . ښه ټکی یې دا دی،چې ملاتړ یې یوازې د خلکو ایمان او ګروهه ده. شیعه مجتهدین خپله بودجه له دولته نه تر لاسه کوي او ګومارل او لرې کول یې هم په دولتي چارواکیو پورې اړه نه لري؛نو ځکه یې د دولتونو پر وړاندې تل خپلواکي خوندي ده او د دولتونو د ځواک پر وړاندې ځواک شمېرل کېږي او احیاناً په ځینو برخو کې دولت ته سرخوږي هم ول .

همدا خپلواکه بودجه او د خلکو پر ګروهې ډډه د دې لامل شوی،چې په ډېری ځایونو کې د دولت له بېلارۍ سره مقابله وکړي او له پښو یې وغورځوي . بلخوا د شیعه ملاييتوب کمزروی ټکی هم همدا دی .

شیعه ملايان اړ نه دي او اړتیا هم نه لري،چې دولتونو ته غاړه کېږدي؛خو بېزاه- ناګزیره دي،چې د عوامو ګروهې ته پاملرنه وکړي او حسن ظن – ښه نیت یې وساتي . په شیعه ملاييتوب کې غالب مفاسد له همدې ځایه دي .

 

شیعه ملاييتوب او سني ملاييتوب

که د ایران ملاييتوب د مصر له ملاييتوب او د “الزهر” له دیني مشرتوب سره پرتله کړو؛نو وینو،چې هر یو یې د تنظيم له مخې،پر یو بل امتیاز لري .

په مصر کې د ځانګړو علتونو له مخې،چې خورا مهم یې د خپلواکې بودجې نه درلودل دي او بل د “اولی الامر” په هکله یې ځانګړی اند دود دی؛نو د ” د الزهر پوهنتون” مشر د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي . د الزهر پوهنتون مشر له دې اړخه د هېواد د لوی څارنوال په شان،چې په دولتي تشکیلاتو کې د هېواد د لومړي وګړي پر حکم ټاکل کېږي؛خو د ایران په روحانیت کې داسې نشته او که د یو تن په هکله یو دولتي چارواکی لېوالتیا وښيي؛نو د نوموړي وګړي د ماتې او رانسکورېدنې لامل به شي.

څه موده وړاندې مې د الزهر پوهنتون د ستر مفتي؛ “علامه شیخ محمود شلتوت”عکس په یوه ورځپاڼه کې ولید،چې په یوه خونه کې ناست دی، چې پر دېوال یې د جمال عبدالاناصر عکس دی . په ایران کې ناشونې ده،چې ان د یو دیني زده کړیال په خونه کې دې هم د یو چارواکي عکس وي . د مصر مشر عالم به کله هم دومره واک پیدا نه کړي،چې د تمباکو په څېر په پېښه کې د وخت حکومت له پښو راوغورځوي . دا ولې؟ځکه چې په دولت پورې تړلی دی .

بلخوا دا چې مصري روحاني (ملا) خپل معاش او مقام له خلکو نه اخلي او پر خلکو تړلی نه دی؛نو پخپله د ګروهې ازادي لري،اړ نه دی،چې د عوامو له کبله پر حقایقو پرده واچوي . لرې ښکاري،چې په اوسني حالت کې یو شیعه مشر روحاني (ملا)،که څومره هم روڼ وجدانى، سمونپالى او مخلص هم وي، د شیخ شلتوت په شان فتوا ورکړي،چې زر کلن طلسم يې مات کړ او د هغه په څېر یا د هغه په شان کوچنی قدم اوچت کړي .

په لومړنیو اسلامي پېړیو کې،چې د ایران او مصر دیني علماوو د معاش له نظره،ورته حالت درلود؛نو د ایران روحانیان د روڼ وینۍ او په بېلابېلو څانګو کې د بېلابېلو تالیفاتو او همداراز په علومو کې د نوون – ابتکار له اړخه تر مصریانو شاته نه وو؛بلکې پخپله د مصریانو په منښته – اعتراف ایرانیان په ټولو علومو کې مخکې ول؛خو نن کار پر عکس دی : د ایران مسلمان روڼ اندي،مصري پوهانو ته سترګې په لار دي،چې د اسلامي ټولنیزو مسایلو د اړتیا وړ تالیفات راوړاندې کړي او له خپلو روحانیانو نهيلي دي؛ځکه په اوسني حالت او شرایطو کې له دوی بې له عملیه رسالې،چې یوازې د عامو په درد خوري او بې له رغي تالیفاتو،چې د عوامو د اند له پولې نه اوړي، د بل څه تمه ترې نشي کېدای .

یوازې په دې دېرش څلویښت کالو کې دي،چې مخلصې او تکړه ډلې د روحانیت له عمومي بودجې ځان غوڅ کړ او د اسلامي ټولنې د ورځني اړتیاوو په هکله یې پر لیکنو لاس پورې کړ.د اند خاوندانو منښته کړې،چې په دې وروستيو څو کلونو کې،چې د شیعه حوزو د فارغ التحصیلانو له خوا کومې لیکنې شوي او خپرې شوي، د مصري پوهانو تر اثارو خورا ژورې او څیړاندي- محققانه دي .

 

واک او آزادي

که د مُلا اډانه خلک وي،واک لاس ته راوړي؛خو آزادي له لاسه ورکوي او که اډانه یې دولتونه وي، واک له لاسه ورکوي؛خو آزادي یې خوندي ده؛ځکه عام خلک ګروهمن،مېړني او با ایمانه دي؛خو ناپوهه، منحط او بې خبره او په پایله کې له سمونو سره مخالف دي؛خو دولتونه معمولا روڼ اندي دي؛خو زورمټي – ظالم او یرغلګر دي . د خلکو په ملاتړ روحانیت وسمن دی،چې د دولتونو له ظلمونو او یرغلګریو سره مبارزه وکړي؛خو د خلکو له جاهلانه ګروهنو او اندونو سره په مبارزه کې بېوسي او کمزروي دي؛خو پر دولتونو اډانه روحانیت د خلکو له جاهلانه ګروهو او اندونو سره په مبارزه کې ځواکمن دی؛خو دولتونه له ظلمونو او یرغلګریو سره په مبارزه کې کمزوري دي .

زما په اند یوازې د خلکو پر ګروهې د ایران د روحانیت د بودجې ډډه یې د کمزورۍ لامل شوې نه ده؛بلکې ددې بودجې سازمان نه درلودل،ددې نیمګړتیا ستر لامل شوی دی او دې بودجې ته په تنظيمولو کې، کړای شو دا ستره نیمګړتیا له منځه یوسو،چې شیعه روحانیت هم واک ولري او هم آزادي،چې ددې مقالې اصلي موخه همدا ده او ارماني روحانیت به مو همداسې وي .

 

 

 

عوام ځپنه

ټولنه په ډېرو حالاتو کې د وګړي په څېر ده،چې افت ځپنه – افت زدګي له دې ځنې ده . البته د هرې ټولنې خپل ځانګړی افت وي او یو ډول ځانګړی افت لري . “عوام ځپنه – عوام زدګي” هغه افت دى،چې زموږ ملايي ټولنه یې شله کړې یا یې له پښو غورځولې ده. تر نېز ځپنې، زلزله ځپنې، مار او لړم ځپنې، عوام ځپنه خورا پورته ده . دا ستر افت مو د له مالي نظامه راټوکېدلی دی .

د عوام ځپنې د افت له کبله ملاييتوب مو نشي کړای؛ لکه څرنګه چې باید وي، تر قافلې مخکې روان شي او د سمې ویی په مانا د قافلي لارښود وسي؛نو اړ دی،چې د قافلې تر شا روان وي .

د عوامو ځانګړنه دا ده،چې تل له تېر شوي او له څه سره چې تړون تړي،چې ورسره روږد وي؛خو حق او باطل نه پېژني. عوام هر نوي څیز ته بدعت یا ځاني غوښتنې وايي، د خلقت قانون او د فطرت او طبیعت غوښتنې نه پېژني؛نو له دې مخې له هر نوي څیز سره مخالفت کوي او تل د اوسني حالت د خوندېینې پلوی دی .

اوس وینو،عام خلک له نویو مسایلو،لکه د شتمنۍ عادلانه ویش،ټولنیز عدالت، عمومي ښوونې، ملي واکمنۍ او داسې نور مسایل، چې له اسلام سره نه شلېدونکې اړیکه لري او دا اسلام دی،چې ددې مسایلو مطرحوونکى او مدافع یې دی؛ نو ورته د ماشوم د هوس په سترګه ګوري .

عوام ځپاندی روحانیت مو که غواړي ټولنیزه مسئله راوړاندې کړي؛نو بله چاره نه لري،چې په رغي او غیر اصولي مسایلو پسې ولاړ شي او پر اصولي مسایلو سترګې پټې کړي او یا داسې ووايي،چې په خواشینۍ د وروسته پاتې کېدنې او د اسلام د منسوخیت نښه وشمېرل شي او د اسلام د ښمنانو ته یوه وسیله شي .

افسوس،چې دې چار مو لاسونه او پښې تړلي دي او که نه پوره به روښانه شوی وای،چې اسلام په هر پېر او وخت کې واقعاً تاند و تازه دی .(( لاتفنی غرایبه و لا تنقضی عجایبه- غرایب یې نه خلاصېږي او هېښنې یې له منځه نه ځي)) ( نهج البلارغه ۵۰ خطبه). جوته شوې به و،ان د پېړې خورا ژور ټولنیز سیستمونه مو هم وسمن نه دي،چې له هغه څه سره سیالي وکړي،چې اسلام راوړي دي.

عوام ځپاندی روحانیت مو بله چاره نه لري،چې چوپتیا ته پر سول- منطق ، سکون ته پر خوځون- تحرک او نفې ته پر اثبات غوراوی ورکړي؛ځکه د عوامو له طبیعت سره اړخ لګوي .

د عوامو حکومت مو د روحانیت په ټولنه کې د خورا ریا د خپرېدو د حقایقو د پټېدو،د ځان ښوونې او د لوړو او سترو مقامومو د عنوانو لامل ګرځېدلی دی،چې په نړۍ کې بې څارى دی . د عوامو حکومت د روحانیت سمونپالي او مېړني خورا ځورولي او ځوروي یې .

د قُم په علمیه حوزه کې د آیت الله بروجردي په درس کې ناست وم،چې یوه ورځ د فقهې د لوست په ترڅ کې یو حدیث وویل شو،چې : امام صادق وپوښتل شو او امام صادق هم وځوابوه. امام ته يې وويل : د همدې مسئلې په هکله مې ستا پلار امام باقر هم پوښتلی و او بل شان یې ځوابولی و؛نو کوم یې پکې سم دی؟ امام صادق ورته وویل: څه چې مې پلار ویلي هماغه سم دي . بیا یې وویل : هغه مهال،چې به مې پلار ته خلک راتلل؛نو په پاک نیت راتلل او موخه یې دا وه ،چې پر حقیقت پوه شي او بیا پرې عمل وکړي او هغه هم ورته عین حقیقت وایه؛خو دوی،چې مې پوښتي او چې څه رانه اوري؛نو هخوا او دیخوا یې خپروي او فتنه رامنځ ته کوي او زه ناچاره یم،چې په تقیه کې یې وځوابوم .

دا چې دا حدیث د تقیه په هکله و پخپله د شیعه له خوا و؛ نه د شیعه له مخالفینو؛نو مرحوم بروجرودي وویل : هېښنده نه ده،چې تقیه مو له خپل ځانه خورا مهمه او لوړه ده. ما هم د عامه مرجعیت په پیل کې ګومان کاوه،چې زما استنباط به وي او د خلکو عمل او څه فتوا،چې ورکوم؛نو خلک به پرې عمل کوي؛خو ځینې فتواوې د خلکو د ذوق پر خلاف وې،ومې لیدل،چې مطلب دا شان نه دی .

البته دا تقیه،چې په پورتني حدیث کې ده،له هغه تقیې سره توپیر لري،چې بروجرودي یې وايي او دوه ډوله ده . هغه تقیه،چې په حدیث کې ده،زموږ په روحاني چاپېریال پورې ځانګړې نه ده،د نړۍ په ټولو ځایونو کې معمول ده او له دې چاره نشته؛خو هغه تقیه،چې په روحاني چاپېریال کې مو معمول ده،د تشکیلاتو د تول او ډول- طریقې له ځانګړنو مو دي،چې په دې اوس وخت کې راپیدا شوې ده .

د قُم د علمیه حوزې بنسټګر مرحوم آیت الله شیخ “عبدالکریم حایری یزدي” په دې اند شو،چې ځینې دیني زده کړیال پر بهرني ژبو او په ځینې نورو سریزو پوهو یې سمبال کړي،چې وکړای شي اسلام په لیک لوستیو چاپېریالونو او ان بهرني هېوادونو کې تبلیغ کړي . دا خبره،چې خپره شوه؛نو له تهرانه ځینې عوام قُم ته راغلل او ګواښ یې وکړ،دا د امام د برخې پيسې دي،چې موږ درکوو،دې لپاره نه دي،چې دیني زده کړیال دې پرې د کفارو ژبه زده کړي او که دې حالت همداسې دوام وموند؛نو موږ به داسې او هغسې وکړو!!! خدای بښلي هم ولیدل،چې ددې کار دوام د علمیه حوزې د ړنګېدو لاملېږي؛نو لنډ وخت ته له خپل دې سترې موخې تېر شو.

څو کاله مخکې د آیت الله سیدابو الحسن اصفهاني په ریاست او مشرتوب کې د نجف ځینې مخورو علماوو،چې اوسمهال مرجع تقلید دي،سره راټول شول او تر خبرو اترو وروسته یې هوکړه وکړه،چې د دیني زده کړیالو دې په درسي نصاب کې له سره کتنه وکړي او د مسلمانانو ورځېنۍ اړتياوې دې په پام کې ونیسي،په تېره بیا هغه مسایل،چې د مسلمانانو د عقایدو اصول دي، د دیني زده کړیالو په درسي نصاب کې یې ورګډ کړي او لنډه داچې د نجف حوزه دې د فقاهت او عملي رسالو کښنې له انحصاره راوباسي .

علمیه حوزې مو ولې له “دیني پوهنتونه” د “فقهې پر پوهنځي” بدلې شوي دي، ولې مخور علما مو همداچې مشهور شول، که بې له فقهې او اوصولو نور معلومات ولري؛نو پټوي یې او ترې نمښته-منکر کوي، په روحاني چاپېریال کې مو بېکاره کسان ولې ډېر دي،په روحاني چاپېریال کې مو چوپتیا او سکون ولې ډېر دی او مړ سول پر ځوځنده او ژوندي سول غوراوی لري، د اند او ګروهې ازادي راکې ولې لږه ده،د دیني زده کړیالو درسي نصاب ولې د ورځني اړتیاوو له مخې نه جوړېږي،روحانیون مو ددې پر ځای،چې د ټولنې د قافلې مخې ته روان وي او د ټولنې د قافلې لارښود وي؛نو ولې ورپسې روان دي؟ ولې؟ ولې؟ ولې؟

 

د سمونې لار

د سمونې لار دا نه ده،چې روحانیت دې عمومي بودجه ونه لري او هر څوک دې خپل ګټلي وخوري . د سمونې لار دا نه ده؛لکه د مصر په څېر دې زموږ روحانیت هم د دولت تابع وي . د سمونې لار یو څیز دی : د روحانیت اوسنۍ بودجه دې تنظيم کړاى شي .

صندوق،دفتر او حساب رامنځ کول،چې یو ملا هم نېغه په نېغ له خلکو ارتزاق و نه کړي . هر څوک به د خپل خدمت له مخې له دې صندوقه خپل معاش اخلي،چې دا صندوق به د علمیه حوزو د لومړي درجه ملايانو په لاس کې وي .

که داسې وشي؛نو خلک به د ایمان او ګروهې له مخې خپلې پيسې ورکوي او په ترڅ کې به د حکومت او عوامو د واکمنۍ لاس د ملايانو له اورمېږه خلاص شي . ټول فسادونه په دې کې دي،چې ملايان نېغ په نېغه له خلکو ارتزاق کوي او له دې مخې به هر څوک شخصا له پيسې ورکونکیو سره په اړیکه کې شي او ځان ته ېې رامات کړي .

د تقلید د هرې مرجع سمبالنه – مدیریت د امام په برخې پورې اړه لري،چې وایې خلي او د علمیه حوزې زده کړیالو ته یې ورکړي،باید شخصاً ډاډ رامات کړي او دا بودجه ترلاسه کړي . په اوسني شرایطو کې د ښارونو ملايان بله چاره نه لري،چې ملاييتوب کار او دنده کړي او جومات د ورهڼې- کسب او کار ځای وګرځوي .

که دا وضع سمه شي،څوک به هم له خلکو سره سروکار و نه لري،دا چې اوس له جومات هټۍ جوړه شوې؛نو د تقلید مراجع به آزاد وي،چې جوماتونه له دې خواشینوونکي حالته راوباسي او نور به خلک هره ډله د سترو جوماتونو په ګوټ؛ لکه په “ګوهر شاد” کې په جَمعه نه درېږي او هر پوه به پرې نیوکه نه کوي او دې پوښتنې ته به هم ځای پاتې نشي،چې ولې په اهلسنتو کې جَمع پرتمینه وي او برم لري او په شیعه کې د تفرقې او اړپیج ښکارندوی ده؟!

 

معیشت

معیشت څه اسان کار نه شو ګڼلای، د ژوند له بنسټیزو ارکانو ځنې دى او که خراب شي؛نو د ژوند پر نورو چارو اغېز کوي .

د اسلام له ځانګړنو یو دا دى،چې د معاش د اغېزمن چار ونډې ته یې خورا پاملرنه کړې،چې ان ځینو پتیېلې،چې اسلام د اقتصاد د بیخ بنا د څرګندونې سټه ایښې ده. د اسلام رښتینواله- واقع ګرا و واقع وینې- واقع بین دین دى او اقتصاد بیخ بینا نه ګڼي؛خو پر بنسټېزې ونډې يې هم سترګې نه پټوي . په ټولو سترو او کوچنیو ټولنیزو سازمانونو کې، اسلام د معاش د چار سمونه اړین شرط بولي؛نه بسیا شرط . دا دی،چې وايو د معیشت کار څه اسان نشو ګڼلای او د ژوند له بنسټیزو ارکانو ځنې دی او که خراب شي؛نو د ژوند پر نورو چارو اغېز کوي .

یو ملا په پام کې ونیسئ،چې څو اولادونه هم لري او تر څو کلونو زده کړې وروسته د یو ښار په یو جومات کې اړوي،دا کس له دې اړخه،چې دینپال دی، د خپلو امکاناتو په پولو کې هلې ځلې کوي : مسئلې کوي،وعظ کوي،اخلاق ،تفسیر او د اسلام تاریخ وايي او له دې اړخه یو بشر دی او لګښتونه لري او د روحانیت له مرکزه یې ژوند نه برابرېږي او دم ګړۍ یې د ژوند لار دا ده،چې نېغ په نېغه د خلکو له لاسه ارتزاق وکړي او ناچار دی،چې خپلو مریدانو ته د مستغل په سترګه وګوري او ښايي په همدې ښار کې ده ته ورته نور کسان هم له دې لارې ژوند کوي او د خلقت د قانون له مخې په “مرید دارۍ” کې یو ډول سیالي رامنځ ته کېږي . په سیالۍ کې د خلکو خوښې ته ډېره پاملرنه کېږي .

چې دا ګوري،چې له خلکو سره مخالفت ددې لاملېږي،چې بیخي پکې له منځه ځي؛نو په ګرېوان کې سرښکته کوي،چې له بدیو هغه منع واجب ده،چې تاوان پکې نه وي او که تاوان پکې وي؛نو مکلفیت ساقط دی .

په خلکو پورې ددې وګړي د معیشت تړون،ددې کس ننګېرنه ،انده او شرعي مکلفیت هم بدلوي .

زه منښته کوم،چې تل استثنايي کسان ول، چې د سختو وټیزو شرایطو په درلودو یې بیا هم پر خپل مکلفیت عمل کړی دی او له سیالۍ او مرید دارۍ پاک دي؛خو خبره د عادي او معمولي خلکو په وضع کې ده. ضرورت نشته،چې موږ داسې وضع رامنځ ته کړو،چې یوازې “نخبه ګان” او وتلي دې په غوره توګه خپله دنده ترسره کړي.

 

د ایمان او تقو اغېز

ممکن ګران لوستونکي وانګېري،چې موږ په تېرو حسابونو کې د سمونې په کارونو کې د ایمان او تقوا هېښنده اغېز هېره کړى او مسایل مو یوازې د معاشي چارو له دریمڅې شنلي دي؛نو تېرې ویناوې یوازې د دنیايي ټولنیزو سازمانونو په هلکه دي؛نه د روحاني سازمان په هکله،چې له پاکو او سپېڅلیو وګړیو جوړه شوې ده او سروکار یې له معنویاتو سره دی، په روحاني سازمانونو کې د مانیزتوب او ایمان اروا د تشکیلاتو،نظم او سازمان ځای نیسي .

وایم : داسې نه ده. زه د ایمان او تقوا په هېښنده اغېزې منښتی یم. ایمان او تقوا ډېرې ستونزې هواروي او د ډېرو سوړيو ځای نیسي. که دا شان بودجه په همدې ازادۍ غیر روحاني سازمان ته ورکړه شي؛نو بیا یې پته لګي،چې څه خبره ده. په دولتي سازمانونو کې له دې دومره پراخو او اوږدو تشکیلاتو،مسوولیتونو، مجازاتونو او محکمو او څارنو سره سره،بیا هم وینو،چې بیا هم محکمو ته د بډې اخستنې دوسیې راځي. د دین او مانیزتوب ځواک دی،چې له دې دومره بې نظمیو او بې حسابیو سره سره زموږ روحانیت يې ساتلى او د نسکورېدو خنډ شوی يې دی .

په ملايانو کې مو د مرحوم شیخ مرتضی انصاري په شان مشران راپیدا شول،چې د هغه په وینا پيسو ته به یې داسې کتل؛لکه څوک چې د جامو وینځلو له خیرو ډک خانک ته ګوري او یوازې د اړتیا پر مهال به یې ترې ګټنه کوله . په دیني زده کړیالو کې تل داسې کسان ول او شته،چې پر بې ساري قناعت او زهد یې ژوند کړی او ان خپل نږدې خپلوان یې هم له خپلې نشتمنۍ نه خبرول او ددې آیت مصداق دي :

((لِلْفُقَرَاء الَّذِينَ أُحصِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاء مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَاهُمْ لاَ يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ (بقره/۲۷۳)= ستاسې نفقه په تېره بيا بايد) هغوى اړمنو ته وي، چې دخداى په لار كې تنګلاسي شوي وي؛( او پرحق دين دا يمان راوړو له امله له خپلو سيمو شړل شوي او په جهاد كې ګډون ورته اجازه نه وركوي،چې د خپل ژوند د لګښت پوره كولو لپاره په كسب او سوداګرۍ لاس پورې كړي)، مسافرت ته نشي تلاى (چې پانګه تر لاسه كړي ) او د هغوى د سختې استغنا په ليدو، بې خبره خلك پرې د شتمنو ګومان كوي؛خو هغوى له څېرو پېژندل كېږي او هېڅكله له خلكو په ټينګار څه نه غواړي ( دا دي ځانګړنې يې ! ) او هر ښه څيز، چې د خداى په لار كې نفقه كړئ؛نو بېشكه چې خداى پرې ښه پو ه دى .))

 

د نظم،نظام او سازمان ارزښت

موږ منښتي یو،چې هم د تقوا او ایمان ځای نشي نیولای او ایمان او تقوا ډېری نیمګړتیاوې جبرانوي؛خو بلخوا داسې هم نه ده،چې ایمان او تقوا د هر څه ځایناستې وګڼو.له هر څه باید یوازې د هماغې د اغېزې تمه ولرو. نه مانا په بشپړ ډول د مادې ځای ډکوي او نه ماده د مانا ځای . په معنویاتو کې هم هېڅ یو یې بشپړ د بل ځای نه ډکوي،د ساري په ډول: نه علم د ایمان ځایناستېدای شي او نه علم کړای شي په بشپړ ډول د علم ځایناستی شي.

نظم،انضباظ او تشکیلات هم د بشري ژوند له سپېڅلیو اصولو دي . که وینو،چې معنویت او ایمان،ځینې مفاسد ،بې نظمۍ او بې انظباطۍ له منځه وړي دي،دې ته مو پام وي،چې د ملايانو د معیشت بې نظمي او بې تشکیلاتي، تر ډېره کچه د ایمان او معنویت ارکان څپڅپاندي کړي دي او فاسد چاپېریال یې رامنځ ته کړی دی .

د خواشینۍ ځای دی،چې خلک یې پر خپلو سترګو ویني،چې د ځینو د تقلید مراجع زامن د روحانیت د بودجې په بې نظمۍ کې اختلاس کوي او په کلونو کلونو کې داسې لګوي،چې پای ته نه رسي . کله مو هم فکر کړی،چې دا بهیرونه څومره د روحانیت عالم ټکنی کړی او کوي یې؟!

د ملايانو د ټولنې یو ستره ستونزه مو د ساختګي ملايانو رامنځ ته کول دي،چې ځینو غونډالو رامنځ ته کړي دي . دا غونډالونه ورته بودجې ورکوي . دوی په چل ول یا تطمیع یا پر نورو وسایلو نور له ځان سره همخوله کوي او په مانا کې د هغوی په ګټه او د مسلمانانو په زیان کار کوي .

زه نه غواړم دلته پر دې مفاسدو او چټلیو ویینه وکړم او هر څوک ترې څه نا څه خبر دي او دلته همدومره وایم،چې ددې فساد د جرړې رانړول یوازې له دې لارې شونې دي،چې ملايي چارې سمې کړو.

 

وعظ او تبلیغ

وعظ او تبلیغ،ویناوالي او ممبر له هغو څانګو دي،چې په روحانیت پورې تړلي دي . که د دندې له اړخه،چې دوی یې پر غاړه لري او ترسره کړي یې دي او کوي یې او کومې نیمګړتیاوې،چې لري،که په دې اړه ویینه وشي؛نو ځان ته بله خپلواکه مقاله غواړي . دلته د تېرو مطالبو پر استناد همدومره وایم،چې د وعظ او تبلیغ غونډال مو هم په یو ډول عوام ځپنې ککړ شوى دى . دا اوس د امام په برخې او په پېسو پورې اړه نه لري او په دې پورې اړه لري،چې دې کار رسماً د یوې ورهڼې- کسب او کار او د مزدورۍ بڼه غوره کړې؛یعنې هماغه موضوع،چې ټولو انبیاوو ترې، په ګڼو ځایونو کې د قرآن په وینا ډډه کوله؛خو په موږ کې لا دوام لري . څرګنده ده،چې د عرضې- وړاندې کولو او تقاضا- غوښتنې قانون د قانون له مخې،چې هر څیز په وټیزو- اقتصادي مسایلو کې شامل شو او لکه د توکیو په څېر پلورلو ته وړاندې شو؛نو دا د مصرفوونکي په خوښې او لېوالتیا پورې اړه لري؛نه په سازښت – مصلحت پورې یې .

هغه توکي،چې نور پوړونه یې هم پلورلو ته راوړي،که یوازې سازښت ته یې راوړي؛نو فرضولای شو،چې وعظ او تبلیغ مو هم د اسلام او مسلمانانو په ګټو کې ترسره کېږي . له نېک او سازښت اندي ویناوالو او له با ارزښته خدمتونو یې نمښتى- منکر نه یم او ددې پلوی هم نه یم،چې سملاسي دې حالت بدل شي او بل شان اوډون- ترتیب دې ورکړل شي؛بلکې ددې پلوی یم،چې پخپله د روحانیت سازمان دې د سمې برنامې له مخې ویناوال وروزي او د ژوند سمبالنه دې یې وکړي او هغوی دې د خپلې دندې اجر او رسالت و نه غواړي . دا ډله به وکړای شي،چې آزاد فکر وکړي او تړاو و نه لري . دداسې ډلې شتون دې ته بسیا دى،چې نور ترې هم پلوي وکړي . د روحانیت د سازمان په څېر د وعظ او تبلیغ غونډال مو هم آزادي نه لري او د عوام له ناپوهۍ سره په مبارزه کې کمزورى دی .

 

ګوتڅنډنه- ګواښ او انذار

که د خدای په مرسته د روحانیت د سازمان مالي ستونزې هوارې شوې؛ نو ورپسې نورې ستونزې به هم هوارې شي، که موږ دا کار و نه کړو؛نو روزګار به دا کار وکړي . د روحانیانو په ټولو پوړونو کې له لومړۍ درجې؛لکه د تقلید مراجع او له لومړۍ درجې ویناوالو تر ځوانو پورې دیني زده کړیالو پورې د وړ،مخلص او سمونپالو شخصیتونو شتون ډېر د هیلې ځای دی .

څه چې په دې مقاله کې وویل شول، په دې مانا نه دي،چې خدای مه کا،چې له نورو پوړونو سره په پرتلنه کې،په روحاني وګړیو کې کومه نیمګړتیا ده؛بلکې دا مقاله پخپله ددې دلیل دی،چې لیکوال څه د سمونې هیله هم لري،له دې سپېڅلې لړۍ دی . د لیکوال موخه دا ده،چې روحانیت ته په سم سازمان ورکولو مو د وړو شخصیتونو لاسونونه پرانستل شي او د سپېڅلې موخو د عملي کېدو لار هواره شي .

د لیکوال په اند،چې بنسټېزې سمونې نه وي شوې؛نو د سمونپالو دنده دا ده،چې پر داسې یو کار بوخت شي،چې د دوی لږ وخت ونیسي او خپل ګټلي وخوري،چې په دې ډول آزاد فکر وکړي او ازاده وینا وکړي او په آزاده مورچه کې له اسلامه ملاتړ وکړي او بنسټیزې سمونې ته سریزې چمتو کړي .

ستر علماء مو باید دې ټکي ته پاملرنه وکړي،چې د روحانیت پایښت او دوام او د اسلام شتوالی په دې کې دی،چې د دین مشران د ژورو سمونو نوون په لاس کې واخلي،چې نن اړین بریښي . دوی نن د نیمه ویښ ملت پر وړاندې درلېدلي دي،چې ورځ پر ورځ وېښېږي . له روحانیت او اسلام،چې نننی پښت کومه تمه لري،غیر له هغه تمو ده،چې پخواني پښت درلود. له هغو خامو او له عقله لرې تمو به تېر شو،چې ځینې یې لري؛خو زیاتره هغه تمې پر ځای دي . که روحانیت څومره ژر و نه خوځي او خپل ګرېوان د عوامو له منګلو خلاص نه کړي او خپل ځواکونه منظم نه کړي او په روڼ وینۍ – روشن بینانه قدم پورته نه کړي؛نو دین ته د بې لېوالو سمونپالو له ستر ګواښ سره به مخ شي.

دا ولس نن ددې ګډوډویو د سمونو تږی دی او سبا به یې تنده لاپسې زیاته شي، دا داسې ولس دی،چې د نورو ملتونو پر وړاندې وروسته پاتې والى احساسوي او په بېړه کې دی،چې ژر ورورسي. بلخوا د سمونپالۍ مدعیان ډېر، چې له دین سره تړاو نه لري،چې د ننني پښت د نويو او لوړو ننګېرنو په څارنځي کې دي . که اسلام او روحانیت دا لوړې ننګیرنې او اړتیاوې مثبتې و نه ځوابوي؛نو نویو راښکاره شویو قبلو ته به یې پام شي . فکر وکړﺉ که د سمونې دا مورچې دا کسان ونیسي؛نو اسلام او روحانیت ته به ګواښ نه وي؟

او که هوډ داسې وي،چې د خدای په مرسته به د ملايانو په چارو کې نظم راشي او داچې دا کار به پر کومه کړلار ترسره کېږي؛نو اندیالان دې کېني او د زده کړه ييزو کړلارو او سمبالنې د تول او ډول او نورو برخو له اړخه دې ددې کار اوډنه وکړي . په دې هکله مې ځینې یادداښتونه جوړ کړي وو؛خو دا چې دا مقاله اوږده نشي؛نو ترې تېرېږم .

 

هیله او تمه

پوهېږم،ځینې دا اندونه او هېلې چټي او غیر عملي ګڼي. د دوی په ګروهه د روحانیت سازمان ته بیا نظم ورکونه، داسې دي؛لکه څوک چې مړی راژوندی کوي یا لږ تر لږه د هغه ناروغ ژغورلو ته ورته دي،چې له مرګ سره لاس په ګرېوان دی .

زه یې پر عکس فکر کوم او روحانیت د اصلي هستۍ له مخې له خورا ژوندیو غونډالونو ګڼم . ګروهمن یم،چې دا ژوندی او کارنده – فعال موجود پر زنځیرونو تړل شوی،چې باید ترې ازاد شي. تل مې ویلي او وایم،چې د روحانیت اصیله،باارزښته او ژوندۍ ونه مو افت ځپلې ده،چې ساتنه یې باید وشي او باید له افت سره یې مبارزه وشي. دا څرګندونه سل په سلو کې نه منل شوې او زیانمنه ګڼم،چې وايي دا ونه وچه شوې او له جرړې باید راویستل شي.

“بې له عالمه اسلام” ښکېلاکي طرح ګڼم . ګروهمن یم،چې يو څيز هم د روحانیت ځایناستېدای نشي . د ژور اسلامي اصیل فرهنګ عاملان او حاملان په همدې ډله کې موندل کېږي . تقواګانې، ایمانونه، معنویتونه،سرښندنې او اخلاصونه ،چې د ملت د پایښت اصلي پټه مو ده، یوازې په همدې سپېڅلې ځمکه کې موندل کېږي .

هغه مطالعه،چې د اسلام او بډایا معارفو په هکله یې لرم او کوم معلومات،چې ددې غونډال شخصیتونو په هکله لرم؛نو د روحانیت د سمونې هیله او ګروهه مې له دې اخستې ده. نه یوازې د دې غونډال سمونه فرض ګڼم؛بلکې عملاً یې لرې نه ګڼم؛بلکې پوره یې نژدې وینم.

((إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا . وَنَرَاهُ قَرِيبًا = (معارج/٦-٧)= [ځكه] چې هغوى دا(ورځ) لرې ويني، او(موږ) يې نژدې وينو.))

 

پاى

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست