بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ اخلاقي کړه وړه د اخلاقو په فلسفه کې دا خبره نوموتې-مطرح ده،چې د اخلاقي کړنې کچه څه ده؟؛يعنې موږ په کومو کچو ويلاى شو،چې دا چار اخلاقي دى که عادي فعل دى؟ په بله وينا : د عادي او اخلاقي چار توپير څه دى؟ اړنګ نشته،يو لړ کارونه،چې کوو،عادي کارونه دي […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
اخلاقي کړه وړه
د اخلاقو په فلسفه کې دا خبره نوموتې-مطرح ده،چې د اخلاقي کړنې کچه څه ده؟؛يعنې موږ په کومو کچو ويلاى شو،چې دا چار اخلاقي دى که عادي فعل دى؟ په بله وينا : د عادي او اخلاقي چار توپير څه دى؟ اړنګ نشته،يو لړ کارونه،چې کوو،عادي کارونه دي او څوک ورته اخلاقي نشي ويلاى؛لکه دسترخوان ته کېناستل او خواړه خوړل؛خو ځينې کارونه دي،چې غير طبيعي او اخلاقي کارونه ګڼل کېږي. د مثال په توګه : څوک “ايثار” کوي؛يعنې په عين حال کې،چې په خپله څه نه لري او چې حس کړي نور هم همدې ته اړتيا لري،چې دى يې لري؛نو هغه پر ځان لومړى کوي؛نو دلته ويل کېږي، چې يو اخلاقي کار يې وکړ .
مخکې له دې،چې پر اخلاقو معيارونو خبرې وکړو؛دوه لغتونه بايد د مفهوم له نظره توضيح شي.
د روزنې او اخلاقو توپير
روزنه له اخلاقو سره توپير لري. سره له دې،چې اخلاق هم يو ډول روزنه ده او د يو ډول خُلق او عادت تر لاسه کول دي.
روزنه او اخلاق څه توپير لري؟ مخکې مو هم وويل: تربيه د روزنې او جوړونې مفهوم ورکوي او بس.د روزنې له نظره توپير نه کوي،چې د څه او کومې موخې لپاره وي؛يعنې د روزنې په مفهوم کې سپېڅلتيا نشته،چې ووايو: وګړى داسې وروزه،چې له څاروي هخوا ځانګړنې پکې پيدا شي او بدني روزنه هم روزنه ده او دا ټکى څارويو ته هم کارول کېږي . سپى هم روزلاى شو،چې کور يا رمه وساتي .
خو په اخلاقو کې سپېڅليتا ده او د اخلاق ټکى څاروي ته نه کارول کېږي.د مثال په توګه:چې کله اس روزل کېږي؛نو نه ويل کېږي: اخلاق يې ورښوولي دي.اخلاق په انسان پورې ځانګړي دي او سپېڅلتيا پکې ده او په اصطلاح کې د اخلاقو او روزنې فن يو نه دى . د تربيې فن هله ويلاى شو،چې مراد يې په هره بڼه مطلقه روزنه وي؛نو دا په موږ پورې اړه لري،چې وګړى څرنګه او د کومې موخې لپاره وروزو؛خو د اخلاقو پوهه او فن زموږ په موخې پورې اړه نه لري،چې ووايو اخلاق بالاخره اخلاق دي او چې څنګه زموږ خوښه وي، هماغسې به يې اخلاقي ورکړو. نه داسې نه ده ! د اخلاقو په مفهوم کې سپېڅلتيا ده.(چې بايد د سپېڅلتيا کچې لاس ته راوړو)
اخلاقي چار د طبيعي فعل په مقابل کې مطرحېږي؛البته دا خبره بايد روښانه شي،چې وايو: ((د طبيعي فعل په مقابل کې)).
دوه ډوله يې تعبيرولاى شو: يو دا چې ووايو : اخلاقي چار؛يعنې ضد طبيعي فعل او هغه فعل ته اخلاقي ووايو،چې د طبيعي غوښتنو پر خلاف وي [بل دا چې ووايو: اخلاقي چار؛يعنې غير طبيعي فعل] مراد مو دا نه دى،چې هغه فعل اخلاقي دى،چې د طبيعت ضد وي.
يو مرتاض ځان کړوي او د خپل طبيعت پر خلاف کار کوي؛نو موږ نه شو ويلې :ددې سړي کار ځکه اخلاقي دى،چې د طبيعت پر خلاف دى. دا چې وايو: ((د طبيعي فعل په مقابل کې)) مراد د طبيعت ضد نه دى؛بلکې مراد ترې غير طبيعي افعال دي؛يعنې له طبيعي افعالو مغاير افعال او يو ډول نور کارونه،چې د بشري طبيعت غوښتنه ده .
د اخلاقي کړنو د کچو په هکله څرګندونې
الف. له نورو سره مينه:
د اخلاقي کړنو کچه څه دي؟ ځينو ويلي: کچه يې داده، چې له نورو سره د مينې پر بنسټ وي؛نه له ځان سره.
ځکه نشي کېداى،چې د انسان ارادي کارونه؛لکه خبرې کول او پر لار تګ بې انګېزې وي؛خو کله د انسان د ارادي کارونو انګېزه دا وي،چې له ځانه ضرر لرې کړي يا ګټه ورسوي،چې دې کار ته اخلاقي نه ويل کېږي؛ځکه موجود د خپل لومړني طبيعت په حکم، له ځانه د ضرر په لرې کولو او ګټې رسولو پسې دى؛خو همدا چې انسان له خپلې وګړنې حوزې ووت او له نورو سره مينې ته ورننووت او له نورو د ضرر لرې کولو او ورته د ګټې رسونې په تکل کې شو؛نو کار يې اخلاقي کېږي؛نو ددې څرګندونې له مخې، هغه کړنه غير اخلاقي ده،چې د ځان خوښونې په حوزه کې وي او هغه کړنه اخلاقي ده،چې له نورو سره د مينې په حوزه کې وي.
دا وينا بشپړه نه ده؛ځکه شونې ده،چې له نورو سره مينه او ورته خير رسول هم په ځينې ځايو کې غريزي او طبيعي وي او د طبيعت په حکم يې کړي وي،چې دې ته هم اخلاقي کړنې نه وايي؛لکه له ماشوم سره _د انسان او نا انسان_ د مور مينه. هر څاروى په غريزي بڼه له خپل ماشوم سره مينه کوي. آيا له ماشوم سره د مور مينې ته اخلاقي کړنه ويلاى شو،چې له طبيتعه د اغېزمنېدو په خاطر يې کوي؟ آيا دا کار اخلاقي دى که طبيعي؟
مور له غريزې پلوه، له خپل ماشوم سره خورا مينه کوي او ددې طبيعي دوستۍ په حکم،خپل ماشوم ته ګټه رسوي او ان “ايثار” هم کوي؛ يعنې په خپله يې نه خوري؛خو ماشوم ته يې ورکوي؛نو مورنۍ مينه يوازې په انسان پورې ځانګړې نه ده او په څارويو کې هم شته.
ايثار (سرښندنه)
ځېني وايي : د اخلاقي کړنو کچه ايثار دى؛خو دا بايد وليدل شي،چې ايثار په کومه انګېزه کېږي؛ځينې وخت ځينې خلک د شهرت او يا د قومي او ژبني تعصباتو له امله ايثار کوي.
ډېرى داسې شوي،چې ځينو د نورو له احساساتو تر اغېزمنېدو، قومي او ځاني غوښتنو او يا دا چې نوم يې په تاريخ کې پاتې شي،ان ځان يې ځار کړى دى،چې دا ډول کسان ستر ځانمني دي؛نو يوازې ايثار د اخلاقي کړنو کچه کېداى نشي؛ځکه کله ايثار له ځانمنۍ سره هم سمون خوري.
بيا لومړي تعبير ته راځو،چې و مو ويل : (( هغه کړنې اخلاقي دي،چې انګېزه يې له نورو سره مينه وي؛نه له ځان سره.)) تر دې تعبيره ښه و؛خو لکه څنګه چې مو وويل بسيا نه و.
ب. د افعالو ذاتي حسن او قبح
پخوانيو به ويل : اخلاقي کړنې هغه دي،چې ذاتي حسن لري او په مقابل کې ضد اخلاقي کارونه هغه دي،چې ذاتي قبح ولري او ګروهمن ول،چې د انسان عقل د اخلاقي کړنو ذاتي حسن او د ضد اخلاقي کارونو ذاتي قبح درک کولاى شي. د مثال په توګه ويل يې: رښتيا ذاتاً ښه،جليل او ښکلي دي او دروغ ذاتاً بد دي . (البته دا مطلب په عقل پورې اړوند دى.)
ګروهمن ول،چې کېداى شي پر انسان حيواني ځواک_يو ډول شهوت_واکمن وي او کېداى شي عقل پرې واکمن وي. پر شهوتپالو شهوت واکمن وي.پر ځينو غوسه،کينه،چل ول او شيطاني کارونه واکمن وي او پر ځينو عقل واکمن وي.
هغوى ګروهمن ول، عقل د کارونو ذاتي حسن او قبح درک کولاى شي او ويل يې،چې اخلاقي کړنې هغه دي،چې د عقل په حکم شوې وي او اخلاقي انسانان هغه دي،چې عقل پرې واکمن وي؛نه غضب،شهوت او وېره.(بلکې دوى د عقل ولس دى؛يعنې حکم ترې اخلي) او شهوتونه يې د عقل له مخې وي؛که عقل وويل: دلته دې دا ډول شهوت پلى شي؛نو کوي يې، ګنې نه يې کوي او ويل يې: هغه انسان غير اخلاقي دى او د هغوى په تعبير،څاروى دى،چې شهوت،غضب او وېره پرې واکمنه وي.
هغوى اخلاقي او طبيعي تعبير نه کاراوه؛انساني او حيواني تعبير يې کاراوه.
ج_ د وجدان الهام
دا د”کانت” څرګندونه ده. هغه ګروهمن و،چې اخلاقي کړنې هغه دي، چې مطلقې وي؛يعنې انسان هغه د غرض لپاره نه کوي او يوازې پخپله يې د هماغه کار لپاره کوي،چې د دندې په نامه پرې ګروهمن دى او له وجدانه يې سرچينه اخلي. وجدان انسان ته يو لړ دندې ورتر غاړه کوي او هغه کړنې اخلاقي دي،چې انسان يې د غرض او موخې لپاره نه کوي؛بلکې يوازې ددې لپاره يې کوي،چې خپله دنده يې تر سره کړې وي. ددې انسان حالت د هغه انسان په څېر دى، چې له بل چا يوازې د کار کولو حکم اخلي او کوي يې او دې ته نه ګوري،چې څه حکم يې کړى دى.
“کانت” ګروهمن و: هغه کړنې اخلاقي دي،چې له وجدانه سرچينه اخلي او هغه کړنو ته اخلاقي کړنې نه شو ويلاى،چې بل څه_شرط،قيد او چې څه يې مشروط کړي_ پکې ورګډ شي.
د_ له نورو سره اکتسابي مينه
دا څرګندونه لومړۍ څرګندونې ته نږدې ده،چې د اخلاقي کړنې کچه يې له نورو سره مينه ده؛خو په دې فرض،چې دوستي اکتسابي وي؛نه طبيعي.
له نورو سره دوه ډوله مينه لرو :
١_له نورو سره طبيعي مينه؛لکه مورنۍ مينه او قومي او کورني تعصبونه .
٢_له نورو سره اکتسابي مينه؛يعنې انسان يې د طبيعت د غوښتنې له مخې نه کوي؛بلکې لاس ته يې راوړي او څوک هاغسي انساندوست شو،چې مور له خپل ماشوم سره مينه کوي،چې دا حالت اکتسابي او دويمنى کمال دى.
څ_ د خداى رضا
دلته بل نظر دادى،چې اخلاق له بېخه ديني کړو او ووايو: دا ټول فلسفي او عملي دي؛يعنې هغوى چې دا خبرې کړي،غوښتل يې اخلاقو ته بې له ديني ايمانه کچې پيدا کړي. اخلاقي کړنې هغه دي، چې موخه او انګېزه يې د خداى رضا وي.
البته په دې ښوونځي کې هم د ((خود)) مسئله نفې کېږي؛يعنې موخه ځان ته ګټه رسول او يا له ځانه ضرر لرې کول نه وي؛خو نهايي او وروستۍ موخه نورو ته ګټه رسول هم نه وي؛بلکې د خداى رضا ده او که نورو ته هم ګټه رسول وي؛نو د خداى د رضا لپاره وي : ((إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا = (او وايي:) موږ تاسې ته يوازې د خداى لپاره خواړه دركوو (او) له تاسې هېڅ بدله او مننه نه غواړو.)) (انسان/٩)
ويلاى شو: په دې څرګندونو کې يو مطلب ته ټول يوه خوله دي : اخلاق له وګړنۍ حوزې وتلي دي او هغه کړنه اخلاقي نه ده،چې ځان ته د ګټې رسونې او له ځانه د ضرر لرې کولو په موخه وي او هغه کړنې هم اخلاقي نه دي،چې نورو ته د ګټې رسونې په موخه وي .
د “کانت” د څرګندونې کره کتنه
وويل شول: کانت ګروهمن و،چې اخلاقي کړنې هغه دي،چې له هر ډول قيد،شرط او غرضه پاکې وي او بې د دندې له تر سره کولو بله موخه و نه لري.
پوښتنه: آيا شونې ده انسان له بېخه داسې کار وکړي،چې پکې هېڅ مطلب و نه لري؟
ځينې وايي: داسې ناشونې ده او ناشونې ده،چې انسان په داسې کار پسې ولاړ شي،چې مطلب يې پکې نه وي او څه پکې لاس ته را نه وړي.له بېخه ناشونې ده،چې انسان په هغه کار پسې ولاړ شي،چې کمال يې پکې نه وي (که څه هم نسبي هم وي) ان هغه سړى،چې د خپل کمال پر ضد چلن کوي،بيا هم په چلن کې يې د يو کمال ځواک دى؛نو دا څرګندونه ناسمه ده،چې وايي:
اخلاقي کړنه هغه ده،چې انسان پکې غرض، موخه او ګټه و نه لري . دلته يوه مغالطه شوې،چې بايد لرې کړاى شي. يو وخت وايو: له کاره د انسان موخه يوازې هغه ګټه ده،چې ځان ته يې رسي او که داسې ووايو؛نو ويلاى شو: نه ! کېداى شي انسان يو کار وکړي،چې ګټه يې ځان ته نه؛بلکې نورو ته ورسي.
کېداى شي ځواب ورکړاى شي: زه چې کوم کار کوم؛نو خوند ترې اخلم او که هغه کار ونشي؛نو يا کړېږم،يا نه کړېږم او که له کولو او نه کولو يې خوند وانخلم؛نو ناشونې ده،چې و يې کړم. که حضرت علي (ک) په خلوص د خلکو د ګټو لپاره کار کاوه؛نو آيا د زړه له کومې او د وجدان له مخې يې له دې کاره خوند اخېسته که نه او که خوند يې ترې نه اخيسته او نه کولو يې هم نه کړاوه؛نو ناشونې وه،چې داسې کار وکړي.
مغالطه يې په همدې کې ده. خوند او کړښت په دې پورې ځانګړى نه دى،چې انسان ته ګټه ورسي او يا ضرر ترې لرې شي. انسان داسې موجود دى،چې نورو ته له ګټې رسولو خوند اخلي او داسې مقام ته ورسي،چې ځان ته تر ګټې رسونې ډېر، نورو ته له ګټې رسونې او ضرر لرې کولو خوند واخلي؛نو بايد دا دواړه بېل شي.
ماديون وايي: انسان،چې هر کار کوي،خپلې ګټې ته يې کوي.
نه ! کېداى شي انسان داسې مقام ته ورسي،چې د نورو د ګټو لپاره کار وکړي؛خو که ووايي: بالاخره انسان له هر کاره خوند اخلي.وايو: سمه ده؛خو له يوه کاره د انسان خوند اخستل يوازې په دې پورې ځانګړى نه دى،چې ګټه وررسوي،چې دا کټ مټ کمال دى،چې نورو ته له ګټې رسولو خوشحال وي او خوند ترې اخلي.
“کانت” وايي: د انسان غير مشروط کارونه اخلاقي دي؛نو که له غير مشروط يې مراد دا وي،چې ځان ته يې ګټه و نه رسي؛نو د منلو وړ ده؛ خو که مراد يې دا وي،چې نورو ته يې ګټه و نه رسي او انسان بې له دې،چې يوازې په خوند خپله دنده تر سره کوي؛نو دا چار ناشونى دى.
نو په واقع کې دا پر هغې څرګندونې څرګندونه وه،چې ويل يې : (( د اخلاقو کچه نورو ته ګټه رسول دي)) او بل ترې منکرېږي،چې دا چار ناشونى دى او بله څرګندونه وايي:((د انسان کړنې بايد مطلقې وي.)) موږ وايو: کېداى شي په يوه مانا مطلق شي او په يوه مانا مطلقېداى نشي.په دې مانا کېداى شي،چې ځان ته له ګټه رسونې ازاد وي او په دې مانا نشي کېداى،چې نورو ته له ګټې رسونې ازاد وي او انسان ترې خوند وانخلي.
همدلته موږ د انساني وجدان مسئله هم درک کولاى شو او په مانا يې پوهېداى شو.ځينې انسان ته په “فطري اخلاقي وجدان” قايل دي او ځينې داسې وجدان نه مني او وايي: انسان ددې لپاره پنځول شوى،چې خپلې ګټې خوندي کړي.
اخلاقي کړه
دې خبرې ته ټول يوه خوله دي،چې انسان ځينې کارونه کوي او يا يې کړاى شي،چې تر طبيعي يا حيواني کړنو اوچت دي،چې هر حيوان يې د غريزي غوښتنې له مخې کوي. مراد دادى،چې دا کړنې په انساني کچه کېږي نه حيواني او په بله وينا: ددې کړنو کچه له څارويو لوړه ده. نن هم اورو،چې وايي: پلانى کار انساني دى او پلانى غير انساني دى او د “انساني” په ټکي خورا ډډه وهل کېږي . اوس بايد پوه شو،چې د انساني کړنو کچه څه ده،چې له طبيعي او حيواني کړنو سره توپير لري؟
دلته بايد دوه ويينې وشي: يو دا چې کچه يې څه ده او بل دا چې د انساني کړنو د پلي کولو ضامن څه دى؟
د طبيعي کړنې کچه د انسان او څاروي ګډه غريزي غوښتنه ده او پلي کوونکى لامل يې هم پخپله طبيعت دى؛خو د اخلاقي کړنې کچه او پلي کوونکى ضامن يې څه دى؟
و مو ويل :اخلاقي کړنې هغه دي،چې له نورو سره د مينې د احساساتو پر بنسټ وي .که داسې مو ويلي وي؛نو اخلاقي کړنې هم تعريف شوي او تر يوه حده يې پلي کوونکى لامل هم پېژندل شوى دى او هغه کار اخلاقي نه دى،چې انسان يې د ځان لپاره کوي (؛ځکه څرګنده ده،چې د انسان خپل ځان خوښېږي او هغه چار به کوي،چې په ګټه يې وي) او هغه کار اخلاقي دى،چې له وګړيزې کړۍ ووځي او نورو ته د ګټې رسونې لپاره وي.
البته دا تعريف يې هم رد کړى دى. وايي: په دې بڼه کې بايد ځينې طبيعي کړنې هم اخلاقي وګڼو؛لکه له ماشوم سره مورنۍ مينه، که د انسان وي او که د څاروي.
اصولاً مور بې له ځانه له نورو سره د مينې احساس لري او هغه ((نور)) يې يوازې خپل ماشوم دى . مور له خپل ماشوم سره د مينې په حکم، يو لړ کړنې کوي او کله هم ځان ترې ځاروي .البته دا لوړ او ستر عواطف دي؛خو اخلاقي ورته نه شو ويلاى؛ځکه يو ډول طبيعي دباو او لزوم يې د کولو حکم کوي او مور چې له خپل ماشوم سره کومه مينه لري،له بل ماشوم سره يې نه لري،په واقع کې کار ته يې له بل سره مينه نشو ويلاى؛بلکې له خپل ماشوم سره مينه ده او اخلاقي هم ورته نه شو ويلاى؛ځکه اخلاق بايد پراخه کړۍ ولري.
نوع دوستي
ويلي يې دي: هغه کړنې اخلاقي دي،چې له هم نوع سره د مينې د احساساتو پر بنسټ وي،چې نن پردې خبرې خورا ټينګار هم کېږي؛خو زموږ ويينه يې پر پلي کوونکي لامل ده.
آيا په انسان کې له هم نوع سره د مينې احساسات شته که نه؟
په پخوانيو کې “ارسطو”، انسان د طبيعت په حکم ټولنيز او مدني ګاڼه او په دوه ډوله غريزو ګروهمن و : وګړنيز او نوعي. ويل يې : انسان د نوعي غرايزو له مخې، غواړي ځان له ټولنې سره تطبيق کړي او؛ لکه څنګه چې له ځان سره مينه لري،له ټولنې سره هم مينه لري .
په نويو علماوو کې “بېکن” مشهور دى،چې څرګندونې يې هماغه د”ارسطو” څرګندونې دي او وايي: په انسان کې داسې غرايز پيدا کېږي؛خو دا مطلب علماوو ښه نه دى تعريف کړى،چې دا غريزې هم په انسان کې شته.
نو ددې څرګندونې له مخې، له نورو سره د مينې احساسات د اخلاقي کړنو کچه ده او انسان يې هم پلي کوونکى ضامن دى؛خو له علمي پلوه دا څرګندونه جوته نه ده.
ډاروينيسم
وايي : هر موجود ځانمنى پنځول شوى او خپل پايښت ته کوښښ کوي او په همدې دليل دا کوښښ په “تنازع بقا” يا د پايښت پر جګړې ختمېږي او هغه په طبيعي ټاکنه او د اصلح په ټاکنه پاى مومي او دا د تکامل بنسټ دى.
ددې څرګندونې له مخې،طبيعي او نوعي غرايزو ته ځاى نه پاتې کېږي او ډېرو د همدې آر له امله، پر “ډاروين” وردانګلي هم دي؛ ځکه ددې فلسفې يو ضرورت، د اخلاقو او مرستې د ستنو رانړول دي. د “ډاروين” د فلسفې له مخې،د مرستې او تعاون د حس په نامه اصيل حس نشته؛بلکې تعاون د تنازع پايله ده؛يعنې تنازع په انسان کې اصل دى او تعاون يې تابع دى. د مثال په توګه : چې کله انسان غواړي خپل دريځ غښتلى کړي؛نو د “تنازع بقا” د اصل پر بنسټ له نورو سره ځواک جوړوي او د نورو پر وړاندې ليکې جوړوي او ددې اتحاد سرچينه تنازع بقا ده او د دوى تعاون ددې لپاره نه دى،چې له يو بل سره د مينې احساس لري؛بلکې تعاون يې د نورو په مقابل کې دى او غواړي هغوى وخوري او يا لږ تر لږه په مقابل کې يې ليکه جوړه کړي؛نو تعاون په بشر کې اصيل نه؛بلکې او د تنازع بقا پايله ده.
په خپله “ډاروين” ډېر کوښښ وکړ،چې د اخلاقو لپاره يوه ستنه جوړه کړي او د فلسفې پلويانو يې هم ډېر کوښښ وکړ،چې له فلسفې يې دا نيمګړتيا لرې کړي؛خو و يې نه شو کړاى،چې دفاع ترې وکړي.
اخلاقي وجدان
بل ښوونځى د دندې ښوونځى دى.وايي:که انسان کوم کار په احساساتو هم کوي_که له نورو سره د مينې احساسات هم وي_؛نو کړنې يې طبيعي دي . طبيعي کړنې هغه ته وايي،چې انسان يو کار د غريزې (که وګړنۍ وي که جمعي) له مخې کوي او اخلاقي کړنې هغه دي،چې له دې ټولو غرضونو پاکې وي او د دندې د ترسره کولو د احساس پر بنسټ وي؛يعنې انسان هغه کوي،چې د وجدان او دندې غوښتنه يې وي او بې د دندې له ترسره کولو بله موخه و نه لري.
اوس که وپوښتو:دنده چېرته ده؟ وايي : د انسان په وجدان کې. وجدان په انسان کې يو سپېڅلى احساس دى،چې انسان ته حکمونه کوي او اخلاقي کړنې هم هغه دي،چې له وجدانه سرچينه اخلي. وجدان د “کانت” په ښوونځي کې تعريف شوى دى.هغه د انسان وجدان ته لوړ ارزښت قايل و او ګروهمن و،چې انسان د اصيل اخلاقي وجدان خاوند دى.هغه له وجدانه د لاروۍ په هکله هماغه خبره کوي،چې ايمانوال يې خداى ته د اخلاص په مسئله کې کوي،چې مخلص بنده هغه دى،چې د خداى حکم د نعمتونو او وېرې لپاره نه مني او ځکه يې مني،چې د خداى حکم دى،که څه هم پوه شي،چې جنت نشته او که و يې نه کړي؛نو دوزخ هم نشته. دا هم يوه څرګندونه ده.
موږ دا وجدان نه نفې کوو؛خو وايو: له علمي پلوه دا وجدان سل په سلو کې نه دى تاييد شوى. البته په اسلام کې دا امر تعريف شوى،چې په انسان کې اخلاقي وجدان شته؛خو نه دومره د څرګند آر په نامه،چې سورى پکې نه کېږي او نه په هغومره ځواک،چې کانت وايي،چې په څرګند ډول د هر چا په باطن او روح کې داسې ځواک شته.
دا څرګندونه ښه څرګندونه ده او همدا چې په قرآن شريف کې ” لوامه نفس ” او نور مطالب؛لکه ((فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا= نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)،)) (شمس/٨) ياد شوي؛ښيي چې د قرآن له نظره، په انسان کې د ښو او بدو کارونو اصالت شته؛ېعنې چې کله انسان بد کوي؛نو له دننه ځان ملامتوي او معلومېږي،چې څه شته،چې ښه وکړئ او بد پرېږدئ او چې کله انسان ښه کارونه کوي؛نو راضي کېږي او په يو ډول يې ستايې .
د “خود” او “ناخود” شخړه
ارواپوهان ددې مطلب د تاييد لپاره وايي :انسان کله دداسې کار هوډ نيسي،چې د طبيعت او ځان غوښتنو پر خلاف يې وي؛خو تشخيصوي ،چې دا کار يې سم دى. د مثال په توګه : په خوړو او ويدېدو کې منځلاري . انسان،چې کله هوډ ونيسي؛نو د دوو لاملونو ترمنځ واقع کېږي: يو لامل وايي: لږه وخوره يا سهار وختي پاڅېږه او بل لامل يې طبيعت دى او غواړي پر خلاف يې عمل وکړي.کله انسان په هغې ارادې پسې ځي،چې هوډ يې نيولى او کله پرعکس او چې کله يې اخلاقي اراده برۍ شي؛نو خوښي احساسوي و ان برى احساسوي او چې کله يې طبيعت برلاس شي؛نو ځان يې بدې ايسي او ماته احساسوي،حال دا چې انسان له ځانه ماتې خوړلې، نه له نورو. د مثال په توګه : که انسان له خپل زوى سره غېږ ونيسي او ووايي:توپير نه کوي،چې هر يو بريالى شو؛نو که طبيعت راباندې برلاس شي اوکه زه مې پر طبيعت؛نو په دواړو حالتو کې زه بريالى يم؛خو چې کله د انسان اخلاقي اراده برلاسې شي؛نو ولې احساس کوي،چې ((خود=انا)) يې برلاس شوى او ته به وا،چې پر پردي برلاس شوى؛خو که طبيعت يې برلاس شي؛نو احساسوي،چې ((خود)) يې ماتې خوړلې؟؛ نو معلومېږي،چې د انسان هغه ((خود)) تر هغه ((خوده)) ډېر خود دى ،چې ((ناخود)) دى.
دلته په واقع کې د ((خود)) برى پر ((ناخود)) دى؛يعنې هغه څه،چې د انسان په طبيعت پورې اړه لري،سره له دې،چې ((خود)) دى؛خو اصيل نه دى.
په بري کې خوښي او په ماتې کې ملامتي څه ده؟
معلومېږي،چې د انسان د وجدان په تل کې داسې څه شته،چې کله انسان پر طبيعت برلاس شي؛نو خوشحالېږي او چې ماتې خوري؛نو ملامتوي يې. نو په انسان کې ملامتوونکى ځواک شته،چې دا هم د کانت څرګندونه ده.
د لرليد عقل څرګندونه
دا هغه څرګندونه ده،چې د ډېرى ماديونو څرګندونه هم ده،چې “راسل” هم ترې دفاع کوي او هغه هم “د وګړني عقل” يا “لرليد عقل” ده،چې “ويل دورانت” د ” د فلسفې خوندونو”په کتاب کې د ” هوښيارۍ په غريزه” تعبير کړې ده.
د “راسل”په شان کسان وايي :اخلاقي وجدان،او له همنوع سره مينه او دې ته ورته خبرې په درد نه خوړل کېږي؛اخلاق له لرليده راولاړېږي ،چې کله انسان لرليد ولري؛نو حساب کوي،چې ګټه يې په دې کې ده،چې د همنوع خيال وساتي.
“راسل” وايي : د مثال په توګه : زه د ګاونډي غوا نه غلا کوم؛ځکه پوهېږم که غلا يې کړم؛نو هغه يا بل ګاونډى به زما غوا غلا کړي يا زما ګټه په دې کې ده،چې دروغ و نه وايم؛ځکه که دروغ ووايم؛نو نور به هم دروغ ووايي؛نو له خپلو دروغو به دومره ګټه نه رارسي،چې د نورو له دروغو تاوان رارسي؛نو دروغ نه وايم او لنډه دا چې هېڅ بد کار نه کوم؛ځکه پوهېږم که بد وکړم؛نو غبرګون يې څو ګرايه ماته راګرځي؛نو له يو بل سره هوکړه کوو،چې يو بل ته به رښتيا وايو؛ځکه که زه تاته او ته ماته دروغ ووايي؛نو دواړه تاوان کوو،چې کله د خپلو ګټو لپاره شرکت جوړوو؛نو قهراً داسې کار کوو،چې د ټولو ګټې پکې خوندي وي. د ګټو شريکباڼي د اخلاقو غوښتنه ده؛نو اخلاق له هوښيارۍ راولاړېږي .
“راسل” وايي :انسان فکر کوي او ګوري،چې که له نورو سره بداخلاقي وکړي؛نو هغه هم ورسره بداخلاقي کوي؛نو ښه ورته دا ښکاري،چې بداخلاقي و نه کړي. په دې څرګندونې يې که اخلاق له هغه سپېڅلتيا غورځولي،چې انسان پلانى کار له نورو سره د مينې د احساساتو پر بنسټ نه؛بلکې له ځان سره د مينې پر بنسټ يې کوي.
وايي:د اخلاقي کړنو بنسټ د ځانمنۍ احساسات دي،چې دا ددې څرګندونې ړومبۍ نيمګړتيا ده.
ددې څرګندونې کره کتنه
ددې څرګندونې بنسټيزه نيمګړتيا داده،چې د اخلاقو ستن يې له بېخه رانړولې؛يعنې دا اخلاق په هغه ځاى کې واکمن دي،چې ځواکونه سره مساوي وي.چې کله انسانان په هغه ټولنه کې وي،چې ځواکونه پکې متساوي وي او زه له مقابل لوري هماغوره ووېرېږم، چې له ما وېرېږي او هغه له ما هماغومره امنيت احساسوي،چې زه يې احساسوم؛نو څرګنده ده،چې د هوښيارۍ اخلاق پرې واکمني کړاى شي؛خو هلته،چې يو لور غښتلى او بل کمزورى وي او غښتلى سل په سلو کې ډاډمن دى،چې کمزورى يې څه نشي کړاى؛نو هېڅ ځواک نشي کړاى،چې غښتلى لورى اخلاقو ته راوبلي.
چې کله د امريکا ولس مشر “نيکسون” د شوروي اتحاد د مشر “برژنف” پر وړاندې درېږي،چې دوه مساوي ځواکونه دي؛نو يو اخلاقي وګړى ترې جوړېږي.له ځان سره حسابوي،چې ولې پرې اتوم بمب ورګوزار کړم؛ځکه که زه يې پرې وګوزار کړم؛نو هغه يې هم راګوزاروي؛خو چې کله د “ويت کنگ” پر وړاندې درېږي،چې ترې کمزورى دى او ډاډمن دى،چې زما پر وړاندې يې له لاسه هېڅ هم نه کېږي؛نو قهراً يو ځواک هم نشته،چې “نيکسون” دې ته اړ کړي،چې دا کار مه کوه او که په کومه ورځ دا کار نه کوي؛نو هغه ورځ به وي،چې “ويت کانگ” به ورته هم خپل زور ښوولى وي.
نو سره له دې،چې “راسل” د سولې او انسان دوستۍ شعارونه ورکول؛خو فلسفه يې ضداخلاقي فلسفه ده. په فلسفه کې يې هېڅ دليل نشته،چې ځواکمن پر کمزوري بريد و نه کړي؛ځکه بنسټ يې هوښياري؛يعنې وګړنى عقل دى او يوازې په هغه ځايونو کې يرغل نه کېږي،چې ځواکونه متساوي وي؛خو په کوم ځاى کې،چې ځواکونه متساوي نه وي؛نو وګړنى عقل هېڅکله داسې حکم نه کوي.
عقلي ښکلا
بله څرګندونه هم شته،چې هماغه عقلاني څرګندونه ده؛خو په بله بڼه ده؛نه د وګړني عقل پر بنسټ او هغه داچې:
په نړۍ کې ښکلا يوازې حسي ښکلا نه ده؛معنوي ښکلا او جمال هم حقيقت لري او لکه څنګه چې حسي ښکلاوې د تناسب پايله ده؛يعنې تناسب د حسي ښکلا په پيدايښت کې بنسټيز لامل دى،په مانيز (معنوي) او روحي چارو کې هم تناسب، د ښکلا او روحي ښکلا لامل دى او انسان فطرتاً په ښکلا مين دى.
وايي: اخلاقي کار؛يعنې ښکلى کار او عقلي ښکلا د تناسب پايله ده.
اخلاقيون وايي:عدالت د ټولو اخلاقونو ريښه ده او عدالت يې موزونوالى تفسير کړى او بيا فاضله اخلاق؛يعنې انډول اخلاق، منځنى بريد ټاکي؛لکه که د انسان يوه سترګه وړه او بله يې غټه وي؛نو بدرنګ به ښکاري؛خو که دواړه يې يو شان وي؛نو ښکلى به ښکارى او په ټوليزه توګه د انسان د بدن په ښکلا کې،په هر غړي کې يو ځانګړى نسبت او فارمول دى،که څه هم د تعريفېدو وړ نه دى؛خو دا څرګنده ده،چې دا نسبت پکې په کارول شوى دى او که د انسان په روحي او مانيزو ځانګړنو کې هم دا تناسب وکارېږي؛نو يو ډول ښکلا به ترې رامنځ ته شي؟
د مثال په توګه: ښه ده،چې انسان سخت مزاجه وي که نرم مزاجه؟
ددې دواړو تر منځ يو منځنى حد دى،چې نه دې دومره سخت مزاجه وي،چې نور وکړوي او نه دې دومره نرم مزاجه وي،چې ملنډې پرې ووهل شي.
شيخ سعدي وايي :
درشتى و نرمى به هم در به است چو رگزن که جراح و هرهم نهٍ است
چې کله انسان دا حالت غوره کړ؛د نورو به خوښېږي.زموږ هغه خلک خوښ دي او ورسره مينه کوو،چې ښه،عادل،اخلاقي او پر نس، غوسه او شهوت واکمن وي او خپل دا استعدادونه په خپل ځاى کې وکاروي.
ددې ډلې په ګروهه،له داسې خلکو سره مينه له ښکلا سره يو ډول مينه ده.د دوى له نظره،ښکلا د ښه خوى يا اخلاقي کړنې ريښه ده او تناسب د ښکلا بنسټ دى؛نو وايي:چې کله ځواکونه او غريزې په افراط او تفريط کې نه وي؛نو لوړ اخلاق رامنځ ته کېږي.
د دوى له نظره،د اخلاقو کچه ښکلا ده او د ښکلا بنسټ تناسب دى او دا خبره ددې فلسفي او اروايي آر پر بنسټ ده،چې ښکلا يوازې حسي نه؛بلکې مانيزه هم ده او دليل يې هم دادى،چې انسان د ښو اخلاقو (متناسبو اخلاقو) له خاوند سره مينه کوي.
ولې خلک له اولياء الله سره مينه کوي؟
بې ښکلا دوستي ناشونې ده. هرومرو به پکې يوه ښکلا وي.
“ويل دورانت” “د فلسفې د خوندونو”په کتاب کې د “افلاطون”له خولې ليکي:
هوښياري،هوښيارې کړنې ته نه وايي؛بلکې د وګړي د خُلقي لاملونو تر منځ تناسب دى.مطلق خير په تېز هوشۍ يا غير اخلاقي ځواکمنۍ کې نه دى؛ بلکې له کل سره د اجزاوو انډول دى که په وګړي کې وي او که په ټولنه کې .
دا هم د اخلاقي کړنو په هکله يوه څرګندونه وه،چې پلى کوونکى ضامن يې په انسان کې له ښکلا سره مينه ښوولې او دې خبرې ته اشاره کوي،چې ښکلا يوازې حسي او بدني نه ده.
يوازې دين د اخلاقو پلي کوونکى ضامن دى
آيا اخلاق بې له دينه کېداى شي که نه؟ که ورسره کېداى شي؛دين يې تاييدونکى،ځواک او ډډه ده.ځينو ان پېرنګيانو هم ويلي،چې له دين پرته هېڅ بنسټ نه لري.
روسى ليکوال “داستايوفسکي” وايي: که خداى نه وي؛نو هر څه مباح دي.
مطلب يې دادى:نور به داسې څه نه وي،چې د انسان د ضد اخلاقي چارو مخه ونيسي او په دې هکله د “کانت” او نور څرګندونې ردوي او له ((که خداى نه وي)) مراد يې (( که دين نه وي)) دى.
تجربې ښوولې،هلته اخلاق ډېر وروسته پاتې دي،چې له دينه بېل شوي دي. يو اخلاقي غير ديني ښوونځى هم په خپل کار کې پرمخ نه دى تللى او څه چې څرګند دي،اسلام د اخلاقو غښتلې ډډه ده . بشر په صنعت او تمدن کې خورا پرمختګ کړى؛خو د اخلاقو له پلوه وروسته پاتې دي. ولې؟؛ځکه اخلاقي ښوونځي نه ول،پخوا يوازې ديني اخلاقي ښوونځي ول او د عمل په ډګر کې ليدل شوي، څومره،چې دين او ايمان کمزوري شوي،د بشر اخلاق هم کمزوري شوي؛نو دادى،چې ايمان ته داخلاقو د ډډې _ که و نه وايو،چې پلي کوونکى ضامن يې دى_ په سترګو ګورو.
اخلاق مطلق دي که نسبي؟؛يعنې شونې ده،چې يو څه ځينو ته اخلاق او نورو ته نه وي او يا په يو وخت کې اخلاق او په بل وخت کې اخلاق نه وي؟
که داسې مو وويل؛نو له اخلاقو د نمښتې-انکار خبره به مو کړې وي؛يعنې اخلاق به بدلېدونکي او ښويېدونکې چارې شي،چې په يو ځاى کې هم ثابت حکم نه لري.
ځينې ګروهمن دي،چې اخلاق نسبي دي او په تېره بيا وټيزو بدلونو تل اخلاق بدلول او بدلوي يې؛ د ښکار د پېر اخلاقو د بزګرۍ له پېر سره توپير درلود،چې دواړه د د ماشين له پېر سره توپير لري او په دې پورې نښتي،چې په ښځې،سړي،عفت او حيا پورې اړوند مسايل د بزګرۍ د پېر ول او صنعتي پېر نور اخلاق غواړي او د حضرت علي په دې جملې هم استناد کوي:((لا تودبو الادکم باخلاقکم لانهم خلقوا لزمان غير زمانکم.))
که ددې جملې مانا دا وي،چې ((ماشومان مو په خپلو اخلاقو مه روزئ؛ځکه هغوى بې ستاسې له وخته په يو بل وخت پورې اړوند دي)) او دا خبره په همدې کليت او ټوليزوالي ومنو؛نو نوره تيږه په تيږه نه اويښوول کېږي.
روزنه بله مسئله ده،چې د اخلاقو په نسبيت پورې اړه؛ځکه که اخلاق نسبي شي؛نو د روزنې لپاره ثابت اصول وړانديزولاى نه شو.
-
ټیګونه:
- اخلاقي کړه
- اخلاقي کړه وړه
- اخلاقي وجدان
- اخلاقي وجدان څه ته وایی
- ايثار (سرښندنه)
- ب. د افعالو ذاتي حسن او قبح
- ج_ د وجدان الهام
- د "خود" او "ناخود" شخړه
- د "کانت" د څرګندونې کره کتنه
- د اخلاقي کړنو د کچو په هکله څرګندونې
- د روزنې او اخلاقو توپير
- د لرليد عقل څرګندونه
- د_ له نورو سره اکتسابي مينه
- ډاروينيسم
- عقلي ښکلا
- يوازې دين د اخلاقو پلي کوونکى ضامن دى