اوولسم څپرکی بند او بندیان ۳۱۷ مساله: دیني حکومت تر کومه بریده د بېلابېلو وګړیو د بندي کولو حق لري؟ تنبیه: یو عراقي عالم د تاریخي قراینو د راټولو په اړه یو کتاب لیکلی دی،چې حضرت علي (رض) لومړی کس و، چې په کوفه کې یې بند جوړ کړ، والله العالم. د اهلبیتو […]
اوولسم څپرکی
بند او بندیان
۳۱۷ مساله: دیني حکومت تر کومه بریده د بېلابېلو وګړیو د بندي کولو حق لري؟
تنبیه: یو عراقي عالم د تاریخي قراینو د راټولو په اړه یو کتاب لیکلی دی،چې حضرت علي (رض) لومړی کس و، چې په کوفه کې یې بند جوړ کړ، والله العالم.
د اهلبیتو په احادیثو کې په څو ځایونو کې د متعبرو لاسوندونو له مخې د بند په اړه ځانګړي نصوص راغلي دي:
۱- یو څوک د بل چا په امر په ناحقه یو کس وژني، قاتل وژل کېږي او آمر په ابد حبس محکوم کېږي.
۳۱۸ مساله: لرې نه ده ،چې د پوځي صاحب منصبانو په اړه، امر کوونکي وژل کېږي او قاتل یې په ابد حبس محکومېږي؛ ځکه په دې مورد کې مباشر پیاوړی تر سبب دی، والله العالم.
۲- هغه قاتل، چې د جامع الشرایط قاضي له خوا یې د قتل حکم صادر شوی وي او یو کس یا یوه ډله یې د مقتول د اولیاوو له منګولو وتښتوي؛نو په ابد حبس محکومېږي، مګر داچې قاتل پیدا کړي او د مقتول اولیاوو ته یې وروسپاري او که د قاتل مړینه جوته شي؛ نو مقتول د دیې په ورکړه، له زندانه آزادېږي او ممکن د مقتول د اولیاوو په ابراء له زندانه هم آزاد شي.
۳- مرتده ښځه ابد حبسېږي او فطري مرتد سړی وژل کېږي.
۴- څوک چې یو کس نیسي ترڅو بل کس یې ووژني، قاتل یې قصاصېږي او نیوونکی یې ابد حبسېږي.
۵- هغه غل، چې د غلا د حد په جاري کولو یې لاس او پښه پرېکړای شوې ده او بیا غلا کوي؛نو ابد حبسېږي.
۶- هغه مور، چې زناکاره وي او په هېڅ ډول یې مخنیوی نه کېږي؛ نو زوی یې کولای شي په زندان کې یې حبسه کړي (ترڅو اصلاح شي) او ممکن ده د شرعي حاکم له خوا دا حکم تعمیم شي.
۷- قاتل که څه د مقتول ورثه د دیه په وسیله ابراء ته راضي کړي؛ خو قاضي به یې د تادیب او تعزیر لپاره ترڅه مودې پورې زنداني کوي.
۸- د خلکو د مالونو غصب کوونکی (غاصب)
۹- هغه څوک چې په زوره د یتیم مال خوري.
۱۰- هغه څوک چې د امانت مال له منځه وړي.
۱۱- څوک چې د یو چا کفیل شي او هغه کس ورو نه سپاري؛نو د کس تر راوړو پورې،کفیل ابد حبسېږي. ددې وروستیو شپږو ځایونو په هکله د حبس موده نه ده ذکر شوې او قهراً د قاضي نظر ته موکولېږي.
۱۲- په غیر معتبر السند حدیث کې راغلي،چې په قتل تورن کس د شپږو ورځو لپاره حبسېږي او که د مقتول اولیا د قتل لپاره بینه اثبات نکړي؛نو تورن کس آزادېږي.[1]
۳۱۹ مساله: د شرعي حدود تعطیلول او په اوږدمهاله حبسونو یې اړول،سره له دې چې حرام دي او د ګڼو او پر مصرفه زندانونو او د ځوانانو د فسق او فجور او ان په جمعي قول پر ځوانو ښځو او هلکانو د بندیانو او پولیسو او د پولیسو د صاحب منصبانو د فساق د تجاوز لامل ګرځي او کله نا کله د متنوعو جنایتونو په ښوونتون هم بدلېږي، چې د ارواپوهنې او روزنې او مسري امراضو د خپرېدنې او د بیت المال د مصرف کاروپوهان له دې کار سره مخالف دي او وايي چې دا کار د ټولنې په صلاح نه دی او د امکان تر بریده پورې دې محدود شي.
[1] د (القضا و الشهادة) په نامه په کتاب کې چې د جهاد په وختونو کې مې لیکلی و او چاپ شوی هم و( په ۱۶۳ او ۱۶۴ مخونو کې) د متعبر السند احادیثو پر بنسټ مې د حبس موارد تر شلو پورې ذکر کړي ول او د هجرت او جهاد په وخت کې دا کتاب په قم کې چاب شوی و؛خو تر چاپ وروسته نور څلور موارد هم پیدا شول چې د نوموړي کتاب په حاشیه کې یادداشت شوي دي، چې ټول ۲۴ مورده کېږي. په یوه حدیث کې راغلي دي: هغه کس ، چې د دین د نه ورکړې له امله زندانی شوی دی؛نو امام دې ورته د جمعې ( د لمانځه) او د اختر ( د لمانځه) لپاره اجازه ورکړي او باید بېرته زندان ته راستون کړای شي .
سرچینه :
د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل
لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني
ژباړن :اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com