تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام حسين وګړه – شخصيت  (لومړى)  د پېغمبر صلى الله عليه و آله زوى :  رسول اكرم ويلي:  (الف). دواړه زامن، (حسن او حسين) مې د دنيا دوه بوينې غونچې دي.  (ب). دا دواړه، زما او زما د لور زامن دي،خدايه! دوى او مينوال يې ښه وګڼه.  (ج). حسين زما […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام حسين وګړه – شخصيت

 (لومړى)  د پېغمبر صلى الله عليه و آله زوى :

 رسول اكرم ويلي:

 (الف). دواړه زامن، (حسن او حسين) مې د دنيا دوه بوينې غونچې دي.

 (ب). دا دواړه، زما او زما د لور زامن دي،خدايه! دوى او مينوال يې ښه وګڼه.

 (ج). حسين زما څخه دى او زه له حسينه يم، خدايه! د چاچې حسين خوښېږي؛ نو ته يې ښه وګڼه .

(د). هر اولاد له خپله پلار نسب وړي؛ خو بې د فاطمې له اولاده، چې زه يې پلار يم. [1]

(حلية الاولياء :درېم ټوک،٢٠١ مخ) په خپل سند له جابر نه روايتوي : رسول الله (ص) حضرت علي ته وويل : سلام دې پر تا وي اى زما د دوو ګلانو پلار؛ستا ځان او زما د دوو ګلانو ځان؛ځکه ژر به دې دوه رکنه راونړېږي او خداى پر تا زما ځايناستى دى –يعنې خداى ته دې سپارم – او د خداى رسول،چې له دنيا ولاړ،علي وويل : دا مې يو له دوو رکنو ځنې و،چې ونړېد او فاطمه،چې له دنيا ولاړه؛نو و يې ويل : دا مې دويم رکن و،چې ونړېد .

(خصايص نسايې :٣٧ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي : ډېرى به پېښېدل،چې کله به د خداى رسول ته ورغلو؛نو حسنين به يې پر خېټه لوغړېدل او آنحضرت وايي : دا مې له دې امته دوه ګلان دي .

(کنزالعمال:شپږم ټوک،٢٢٠ مخ او اووم ټوک،١٠٩،١١٠ مخ او شپږم ټوک،٢٢١ مخ)، (کنوزالحقايق :١٦٥ مخ) (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨١ مخ) ، (مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٥مخ)  او (رياض النضره :دويم ټوک،٢٣٢ مخ) په دې باب راويتونو رانقل کړي دي،چې موږ يې په يوازې په وروستي بسياينه کوو :

(رياض النضره :دويم ټوک،٢٣٢ مخ) له حضرت اسماء بنت عميس نه د رسول  اکرم له لور فاطمې روايتوي،چې رسول الله مې کور ته راغى،و يې پوښتل : زامن مې چېرته دي ؟ -يعنې حسن او حسين –ورته مې وويل : نن مو په کور کې خواړه نه درلودل ،علي وويل،چې له کوره يې بهر وړم، چې د خوړو په باب دې په ژړا و نه کړوي. رسول اکرم،چې دا واورېدل؛نو د علي په لټه کې بهر شو او د پلاني يهودي په پټيو کې يې وموند،چې مخې ته يو څو دانې کجورې پاتې وې؛رسول اکرم علي ته وويل : د هوا تر ګرمېدو د مخه ماشومان کور ته نه وړې ؟ تر دې چې رسول اکرم يو ماشوم او علي بل ماشوم په غېږ کې ونيو او کور ته راغلل . په دې اړه د يهودي لپاره د حضرت د اوبو د بوکې د راايستو مفصل حديث تېر شو .

(ذخاير العقبى :١٣٠ مخ) له حضرت ابن عباس نه روايتوي:يوه ورځ د خداى له استازي سره وو،چې فاطمه په ژړا راغله،رسول الله ورته وويل : پلار دې در ځار! ولې ژاړې؟ ورته يې وويل: حسن او حسين له کوره ووتل او نه پوهېږم،چې شپه به چېرته تېروي .و يې ويل : مه ژاړه،چې د هغوى خالق يې تر موږ پرې خورا لوراند دى او بيا يې خپل لاسونه پورته کړل، و يې ويل :پالونکيه! دواړه روغ رمټ وساتې! ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې جبراييل راغى، و يې ويل : محمده ! مه  ژاړه،چې زامن دې د بني النجار د بڼ مخې ته ويده دي او خداى يې ساتلو ته يوه پرښته ګومارلې ده ،رسول اکرم له اصحابو سره راووت،چې د بني النجار بڼ ته راورسېد،و يې ليدل،چې دې دوو ماشومانو يو بل ته په ورمېږ کې لاسونه ايښي او ويده دي او د خداى له لوري ګومارل شوې پرښتې ترې خپل يو وزر لاندې کړى او بل يې ورته سيورى کړى دى،رسول اکرم پرې بېواکه ځان ورواچاوه او ښکل يې کړل،چې ماشومان راويښ شول او بيا يې حسن په په ښۍ اوږه او حسين يې په کيڼه اوږه کېناوه  او روان شو. په لار کې ورته حضرت ابوبکر مخې ته راغى،و يې ويل : رسول الله ! يو ماشوم ما ته راکړئ !و يې ويل :نه ! دا دوه زامن مې ښه اوښ لري او دا دوه زامن يې ښه سپرلۍ دي او پلار يې تر دې دوو غوره دى، تر دې چې جومات ته راورسېدل،رسول الله ولاړ و او ماشومان يې پر اوږو وو .

په داسې حال کې يې ټول مسلمانانو ته مخه کړه، و يې ويل : غواړئ،چې د پلار نيکه له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ ټولو وويل : هو ! همدا حسن او حسين،چې نيکه يې د رسولانو خاتم او نيا يې خديجه د خويلد لور ده،چې د جنت د ښځو اغلې ده او ايا غواړئ،چې د تره او ترور (عمه) له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ خلکو وويل : هو ! بيا هم همدا حسن او حسين دي،چې تره يې جعفر او ترور يې ام هاني ده .

خلکو !غواړئ،چې د ترور (خاله) او  ماما له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ ورته وويل شول : هو ! و يې ويل : بيا هم همدا حسن او حسين  دي؛ځکه ماما يې قاسم د خداى د استازي زوى او خاله يې زينب د خداى د رسول لور ده،بيا يې وويل : خداى پوهېږي،چې حسن او حسين،ترونه او عمه ګانې او دوستان يې په جنت کې او دښمنان يې په اور کې دي .

(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٧ مخ) هم دې ورته کيسه راوړې ده .

(ذخائر القبى :١٣٠ او ١٣٢ مخونه) ،(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) او  (متقي؛کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٨ مخ) له رامهرمزي د امثال په کتاب کې او ابن عساکر او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٨١ مخ کې له حضرت عمر بن خطاب او کنزالعمال د اووم ټوک په ١٠٦ مخ کې (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) ،(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٧٠ مخ)، (اسدالغابه ،دويم ټوک،١٢ مخ)، (کنزالعمال :١٠٤ مخ او د هغه د وينا له مخې) ، (ابن عساکر او همداراز ترمذي؛صحيح : دويم ټوک،٣٠٨ مخ) او (ذخائر العقبى :١٣١ مخ) په دې باب راويتونه راوړي دي،چې راويانو يې ويلي دي،چې و مو ليدل،چې رسول الله (ص) حسنين پر خپلو اوږو سپاره کړي وو او د (هيثمي؛نهم ټوک،١٨١) مخ د روايت له مخې،حضرت عمر وايي : ما وويل : څومره ښه اوښ لرئ . رسول الله (ص) وويل :زه څومره ښه سپاره لرم .

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي :له رسول الله (ص) سره مو د ماسخوتن لمونځ کاوه؛سجدې ته به چې تله؛نو حسن او حسين به يې پر شا سپرېدل او چې راپورته کېده به نو؛هغه دواړه به يې ارام په ځمکه ايښوول او بيا به جګېده او دا چار  په ټولو سجدو کې و. د لمانځه په پاى کې مې ورته وويل : رسول الله اجازه راکوئ،چې  دا ماشومان يې مور ته بوځم ؟ و يې ويل : نه ! ناڅاپه مې وليدل،چې برښنا راښکاره شوه او د خداى رسول وويل : ځئ ! مور ته ولاړ  شئ او برښنا يې مخه روښانه کړې وه،چې کور ته ورسېدل . (دا حديث صحيح سند لري)

 ( د بغداد تاريخ : لومړى ټوک،٣١٦ مخ ) په خپل سند له منصور عباسي له عبدالله بن عباس روايتوي،چې وايي :زه او پلار مې عباس بن عبدالمطلب له پېغمبر سره ناست وو،چې  علي بن ابيطالب راننووت او سلام يې واچاوه؛رسول اکرم يې د سلام ځواب په خوشحالۍ او ورين تندي ورکړ،ورپاڅېد او ورسره يې ستړي مه شي وکړل او د دوو سترګو په منځ کې يې موچې کړ او خپل ښي لور ته يې کېناوه . عباس ورته وويل : رسول الله ! دا درباندې ډېر ګران دى ؟ رسول اکرم وويل : ((د رسول اکرم کاکا ! پر خداى چې تر ما پر خداى ډېر ګران دى ! خداى د هر پېغمبر صلب په خپل صلب کې ايـښې وي او زما د ځوځات صلب يې په علي کې ايښې دى . ))

دا عبارت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٨ مخ کې راوړى او ابوالخير حاکمي ته يې نسبت ورکړى دى او د دويم ټوک په ٢١٣ مخ کې يې هم راوړى او ابي  الخير قزويني ته يې نسبت ورکړى، ابن حجر هم د صواعق په ٩٣ مخ کې نقل کړى او ابي  الخير حاکمي او صاحب ( کنوز المطالب فى بنى ابيطالب ) ته يې نسبت ورکړى او ويلي يې دي : دويمي _؛يعنې د کنوزالمطالب د کتاب خاوند _دا زياتونه هم راوړى،چې قيامت شي؛نو هر چا ته به د مور په نوم غږ کېږي، چې بې پته نشي؛ځکه کېداى شي پلار يې هغه نه وي،چې خلک يې پرې پېژني_خو داچې _ علي بن ابيطالب او ځوځات يې _ چې د پلارونو نومونه به يې اخستل کېږي؛ځکه  زوکړه يې له حلالې بسترې او سمه ده.

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٧٢ مخ ) هم پورتنى عبارت له جابر بن عبدالله څخه او د کنزالعمال خاوند د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې او مناوي د فيض القدير د دويم ټوک په ٢٢٣ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ٧٤ مخ کې له جابر او خطيب له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

(دويم)  پېغمبر اکرم ته خورا ګران و

 پېغمبر اكرم په خپله كورنۍ كې  له امام حسين سره ځانګړې مينه درلوده، له روڼي نه تر وروستي وخته، چې آنحضرت د امام حسين په باب څه ويناوې او كړه وړه كړي، ټولې يې له خپل زوى سره د د مينې ښووونكې دي.

 البته څرګنده ده، چې په دومره مينه مازې د پلارولۍ او زويولۍ په پولو كې نه وه؛ځكه پېغمبر اکرم الهي وګړه – شخصيت و او په ټولو چارو كې منځلارى و؛بلكې  موخه يې دا وه، چې پر مينې سربېره د “اسلامي امت” پام د حسين ستر شخصيت ته کړي .

 پېغمبر اكرم غوښتل په خپلو ويناوو او كړنو حسين د مشر او لارښود (امام) په توګه وښيي.

 د بېلګې په توګه :

 1_ پېغمبر اکرم له وړوكتوبه حسين په غېږ كې نيوه،ورسره يې مينه كوله شونډې يې ورته ښکلولې .[2]

  2) هغه او ورور يې له ځانه سره پر  سپرلۍ سپرول . [3]

  3_ حسين او حسن يې تل څارل او د ساتنې لپاره يې ورته تعويذ ليكه.[4]

  4_ په لمانځه كې به د آنحضرت پر شا سپرېدل، آنحضرت به په احتياط سره نيول او پر ځمكه يې كېنول او يا يې په غېږ كې نيول.[5]

  5_ يعلي بن مره رضى الله عنه ويلي:

 له پېغمبر اكرم سره د يوې مېلمستيا لپاره ووتو،ناڅاپه يې پر حسين سترګې ولګېدې،چې په كوڅه كې يې له وړو سره لوبې كولې،پېغمبر اکرم ورمخكې شو او غېږ يې ورخلاصه كړه، حسين به هاخوا دېخوا تله او پېغمبر اکرم ورته لار نيوه،چې يې ونيو؛ يو لاس يې د حسين تر تخرګ  لاندې او بل يې ورته پر سر كېښود او ښکل يې كړ،ويې ويل: “حسين زما څخه دى او زه له حسينه، خدايه د چا چې حسين ښه ايسي؛ ته يې هم ښه وګڼه،حسين مې يوازېنى لمسى دى “

 او د بل روايت په وروستۍ برخه كې راغلي: “حسين د پېغمبرانو د زامنو يو زوى دى”[6]

  6_ پېغمبر اکرم حسنينو ته داسې دعا كړې : “خدايه دا دواړه مې ښه ايسي، ته هم دا دواړه او مينوال يې ښه وګڼه”[7]

 7_ حضرت اسامه رضى الله عنه ويلي:

د څه اړتيا له امله مې يوه شپه د رسول اكرم ور ټك ټك كړ، چې راووت؛ نو په غېږ كې يې رانغښتي څه نيولي وو،تر اړتيا پوره كولو وروسته مې وويل: په غېږ كې  مو څه دي؟ چې ښكاره يې كړل؛ نو “حسنين” وو، چې د پېغمبر پر اوږو پراته وو . بيا آنحضرت وويل : “دا دواړه  مې اولاد دي، خدايه دواړه مې ښه ايسي؛ ته يې هم ښه وګڼه او هم هغوى چې دا دواړه ښه ګڼي” [8]

  8_ پېغمبر اكرم وپوښتل شو : څوك درته په خپلې كورنۍ كې ډېر ګران  دى؟ و يې ويل: حسن او حسين، او فاطمې بي بي ته يې وويل : زامن مې راوله، چې رابه غلل؛ نو بويول يې او په غېږ كې يې نيول .[9]

  9_ ابو هريره رضى الله عنه ويلي: ليدل مې، چې پېغمبر اکرم به د حسين د خولې ولاړې د كجورو په څېر روولې .[10]

 10 _ يوه ورځ پېغمبر”ص” د فاطمې بي بي له وره تېرېده او د حسين ژړا يې واورېده ويې ويل : “نه پوهېږې، چې د حسين ژړامې ځوروي؟ “[11]

11 _ پېغمبر اكرم به حسنين پر شا سپرول،ورته يې ويل: ښه  سپرلۍ لرئ او ښه سپرلۍ وسئ. [12]

  12 _ پېغمبر اكرم ويلي: “د چا چې راسره مينه وي؛ نو زما له دې دوو وړو سره دې يې هم وي.”[13]

  13 _ يوه ورځ حسن او حسين د پېغمبراکرم خواته په منډو وو او تر يو بل مخكې كېدل او چې د پېغمبر اکرم غېږې ته ورسېدل؛ دواړه يې ښكل كړل،و يې ويل: “دا دواړه مې ښه ايسي، تاسې هم ورسره مينه ولرئ.” [14]

14 _ پېغمبر اكرم ويلي دي:  “د چا چې حسن او حسين ښه ايسي؛نو زه به يې ښه اېسېږم  او څوك يې چې دښمن وګڼي؛ نو زه به يې دښمن ګڼلى يم.” [15]

 15_ پېغمبر اكرم ويلي دي:  “څوك چې ما،دا دواړه كوچنيان او د دوى مور او پلار ښه وګڼي؛نو د قيامت پر ورځ به له ماسره په يوه درجه كې وي.” [16]

 16 _ زيد بن ارقم رضى الله عنه د ابن زياد په مخ كې وويل: ليدلي مې دي، چې به حسن پر ښي ورون او حسين پر كيڼ كېنولي وو، لاسونه يې د هغوى پر سرونو کېښوول،ويې ويل: “خدايه زه دا دواړه ماشومان او د مؤمنانو ډېر وړ پلار يې درسپارم.” [17]

  17 _ پېغمبر اكرم وينا اوروله، چې حسن او حسين راښكاره شول، دوى به له ځمكې پورته كېدل او بېرته لوېدل، له منبره راكوز شو،و يې نيول اوله ځان سره يې كېنول، بيا يې وويل: “په رښتيا چې حق تعالى ويلي، مالونه او اولادونه فتنه او ازمېښت وزلې دي، ما دا دواړه كوچنيان ليدل،چې منډې وهي اولوېدل؛نو صبر مې ونشو، خبرې مې پرېښوولې، راغلم او دواړه مې له ځمكې راپورته كړل.”[18]

  18 _ پېغمبراكرم ، علي، فاطمې، حسن او حسين (عليهم السلام) ته وويل:

 ” څوك چې له تاسې سره پخلا وي؛نو زه هم ورسره پخلا يم او څوك چې له تاسې سره دښمن وي؛نو زه هم ورسره دښمن يم.”[19]

  (صحيح ترمذي :2ټوک،319 مخ ) له صبيح مولاى ام سلمه له زيد بن ارقم نه ،(ابن ماجه؛صحيح :14 مخ )، ( حاکم ؛مستدرک الصحيحين :3ټوک،149 مخ ) ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه :5 ټوک،523 مخ)، متقي ؛کنزالعمال:6ټوک،216 مخ  د نقل په توګه له صحيح ابن حيان نه او د 7ټوک په 102 مخ کې له ابن ابي  شيبه، ترمذي، ابن ماجه، ابن حيان ، طبراني، حاکم، ضياء مقدسي او همداراز محب طبري؛ذخاير: 25 مخ کې له ابو حاتم څخه او امام احمد حنبل ؛مسند:2ټوک،442 مخ کې پر خپل سند له ابوهريره او حاکم؛مستدرک: 149 مخ ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى )او خطيب بغدادي ؛تاريخ بغداد: 7ټوک، 136 مخ کې ټولو د خداى له استازي روايت کړى: ((  علي ،فاطمه ،حسن او حسين ته يې وويل : زه په جګړه کې يم له هغوى سره، چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي .))

( اسدالغابه:3ټوک،11 مخ ) پر خپل سند له صبيح مولاى ام سلمه  روايت کړى،چې ويلي يې دي: (( د رسول اکرم د کور د وره ترڅنګه ولاړ وم،چې علي ،فاطمه او حسنين د رسول اکرم کور ته ننووتل او په يو ځاى کې کېناستل؛نو پېغمبر اکرم ورغى او ورته يې وويل :پاڅېږئ او بيا يې پرې خيبري څادر واچاوه او ورته يې وويل : (( زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره، چې درسره په سوله کې وي.))

دا روايت هيثمي؛مجمع :9ټوک،169 مخ کې هم راړى او د طبراني د اوسط کتاب ته يې نسبت ورکړى دى .

(رياض النضره :2ټوک،199 مخ) وايي : له حضرت ابي بکر څخه روايت شوى، چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم مې په داسې حال کې  وليد، چې يوې عربي ليندۍ ته يې تکيه وهلې وه ( حکم يې وکړ، چې کېږدۍ ووهئ ) کېږدۍ يې ووهله او علي،فاطمه ،حسن او حسين يې کېږدۍ ته دننه کړل او بيا يې وويل : مسلمانانو ! زه به له هغوى سره په سوله کې يم، چې په دې  کېږدۍ کې له خلکو سره په سوله کې وي او له هغوى سره به په جګره کې يم،چې په کېږدۍ کې له خلکو سره به په جګړه کې وي  او د دوستاونو به يې دوست او د دښمنانو به يې دښمن يم  او يوازې هغوى به له دوى سره مينه کوي، چې سعيد الجدا (؛يعنې اعمال يې خداى منلي وي ) وي او د زوکړې بستره يې پاکه وي (؛يعنې حرامي نه وي ) او يوازې هغوى به يې دښمنان وي،چې شقي الجد وي (؛ يعنې يو عمل يې هم خداى نه وي قبول کړى )او زوکړه يې د ناپاکې بسترې وي .))

( ذخاير العقبى؛23 مخ) وايي : او له هغې _؛يعنې ام سلمه  _ روايت شوى،چې و يې ويل : (( پېغمبر اکرم له ما کره و ، سر يې په ګرېوان کې و، چې فاطمه له پخ شوې حريرې سره راغله او حسن او حسين يې هم له ځان سره راوړي ول؛ نو د خداى استازى وويل : مېړه دې چېرته دى ؟ ولاړه شه او رايې وړه . فاطمه ولاړه او علي يې راوړ؛ټولو حريره وخوړه  بيا رسول اکرم يو څادر راواخست او هغوى يې پکې راونغاړل او د څادر څنډې يې پر کيڼ لاس ونيوې او ښى لاس يې اسمان ته پورته کړ او ويې ويل : خدايه! دا زما اهلبيت دي، زما خپلوان او ځانګړي دي؛نو  خدايه! پليدي ترې لرې کړه  او هغسې،چې ته په خپله پوهېږې،تطهير يې کړه او  زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره،چې درسره په سوله کې وي .))

د ذخاير خاوند بيا وايي : د ا روايت قبابي په معجم کې هم راوړى دى .

(سيوطي په درالمنثور کې )د احزاب د سورت د تطهير په آيت کې وايي (ابن مردويه حضرت له ابي  سعيد خدري روايت کړى،چې ويلي يې دي: وروسته له دې،چې علي له فاطمې سره واده وکړ؛نو د خداى استازى به د څلويښت ورځو لپاره د هغوى کور ته ورتله او ورته به يې ويل : ((السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛ د خداى لمونځ رحمت دى ؛ انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) زه په جګړه کې يم له هغوى سره،چې درسره په جګړه کې وي او په سوله کې يم له هغوى سره،چې درسره په سوله کې وي .

زه، علي ، جعفر، حمزه ، حسن، حسين او مهدي د جنتيانو سادات يو

  ( تاريخ بغداد : نهم ټوک،٤٣٤ مخ ) هم دې ورته يو بل روايت له حضرت انس بن مالک څخه رانقل کړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک،١٠١ مخ ) په خپل سند له عبدالرحمان ارزق له علي روايتوي،چې وايي : پېغمبر اکرم راکره راغى او زه مې د خوب په ځاى کې ويده وم . حسين له پېغمبر اکرم څخه اوبه وغوښتې . پېغمبر اکرم پاڅېد او هغه ګډه يې راولوشله،چې شيده يې لږ ول،چې شيده يې ډېر شو . حسن ورمخکې شو،چې ما ته راکړه؛خو رسول اکرم ورنه کړل او حسين ته يې ورکړل،چې فاطمې وپوښتل : ګواکې حسين درباندې ډېر ګران دى . پېغمبر اکرم وويل : داسې نه ده؛ خو حسين ترې مخکې تږى شوى و او بيا يې وويل : زه ، ته ، دا دوه او هغه چې ويده دي،د قيامت پر ورځ سره يو ځاى په يوه ځاى کې يو .

 دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٥٢٣ مخ کې رانقل کړى او همداراز ابن اثير دې ورته يو بل روايت هم حسن بن علي رانقل کړى دى .

دا روايت ( ابوداود طيالسي؛مسند : لومړى ټوک،٢٦ مخ ) ، ( متقي؛ کنزالعمال : اتم ټوک،١٠١ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابويعلي او ابن ابي عاصم د ( السنه ) په کتاب کې ، طبراني د ( المتفق و المتفرق ) په کتاب کې، ابن نجار او خطيب بغدادي  او ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک،١٦٩ مخ ) هم رانقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٦ مخ ) او همداراز د اووم ټوک :١٠٢ مخ او همداراز د شپږم ټوک :٢١٦ مخ او د اووم ټوک: ١٠٢ مخ او (هيثمي؛  مجمع : نهم ټوک :١٦٩ مخ ) هم په دې هکله روايتونه رانقل کړي دي .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٦ مخ ) داسې وايي : خداى زه د ابراهيم خليل په څېر کړم او زما او د هغه ماڼۍ يو بل ته مخامخ دي او د ماڼۍ زما او ابراهيم د ماڼۍ په منځ کې ده او څومره بختور دى، دا حبيب، چې د دوو خليلانو تر منځ يې ماڼۍ ده .

 دا حديث حاکم په خپل تاريخ،بيهقي په ( فضائل الصحابه ) ، ابن الجوزي له حذيفه ، ( محب طبري؛رياض النضره : دويم ټوک،٢١١ مخ) او دې روايت ته ورته يو بل روايت کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٦ مخ کې هم رانقل کړى دى .

 څوک چې له رسول اکرم، علي،  فاطمې، حسن او حسين سره مينه کوي ؛ نو د خداى له استازي سره به د هغه په درجه کې وي

(صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) پر خپل سند له حضرت علي روايت کړى دى، چې رسول اکرم  د حسن او حسين لاس نيولى و او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او ددې دوو له مور و پلار سره مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به  له ما او زما پر درجه وي.))

دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په اضافاتو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ ) ،خطيب بغدادي ؛تاريخ:3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ  کې رانقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر رانقلولو وروسته ويلي دي : ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه رانقل کړي، چې و يې ويل : چې کله دا روايت نصر بن علي حديث کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه  1000 کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل :هغه شيعه نه دى؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره تکرار کړه،چې متوکل له خپل کاره لاس واخست .

دا روايت  متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى دى او بيا يې په 7ټوک کې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په اضاافاتو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار  او سعيد بن منصور هم دا روايت رانقل کړى دى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چاچې له دوى سره مينه وکړه؛نو له ماسره به يې مينه کړې وي او چاچې له دوى سره دښمني وکړه ؛نو راسره به يې دښمني کړې وي او په  اخر کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم رانقل کړى دى .

 د رسول اکرم (ص) مینه

۱- حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي : رسول اکرم ویلي: (( من احب الحسن والحسین فقد احبنی، و من البغضها فقد البغضي=د چاچې حسن او حسین ښه ایسي؛نو په واقع کې زه یې ښه ایسم او د چاچې دښمني ورسره وي؛نو په حقیقت کې له ما سره يې دښمني کړې ده [20]))

۲- حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایي: رسول اکرم (ص) لمونځ کاوه او حسنین یې پر ملا سپرېدل اوکوزېدل او اصحابو لرې کول . رسول اکرم وویل :کار ورسره مه لرﺉ؛ مورو پلارمې ورځار؛ د چا چې ښه ایسم؛ نو دا دواړه دې هم ښه وایسي [21] .

۳-حضرت علي (رض) وایي : رسول اکرم حسنین له لاسونو ونیول ویې ویل:(( من احبني واحب هذین و اباهما وامهماکان معی فی درجتی یوم القیامة؛ د چاچې زه،دا دواړه او موروپلار یې ښه ایسي، د قیامت پر ورځ به راسره زما په یوه درجه ( اوپوړۍ) کې وي[22].

امام ترمذي (رح) دا روایت په دې الفاظو روایت کړی: ((په جنت کې به راسره وي.))

۴-یعلی بن مروه وایي: رسول اکرم (ص) به حسن او حسین په سیالۍ اچول،چې کوم یو به ژر وررسي . یوه ورځ  یو ژر ور ورسېد،رسول اکرم یې پرغاړه لاس ورواچو،په غېږکې یې راونیو او هر یو یې ښکل کړ ویې ویل:((اني احبهما فاحبوهما.ایهاالناس،الوالد مبخلة مجبنة؛ یعنې له دې دواړه سره مې مینه ده؛ خلکو! تاسې هم مینه ورسره ولرﺉ، اولاد د موروپلار د کنجوسۍ او ډار لامل دی [23])) .

۵- حضرت جابر رضی الله عنه وایي: رسول اکرم (ص) ته ورغلم . و مې لیدل،چې رسول اکرم (ص)پر څلور بولو، حسنین پر شا سپاره کړي ول اوپه کوټه کې یې هاخوا دېخوا بېول ویل یې : ((اوښ مو، څه ښه اوښ دی او تاسې هم څه ښه پېټي یاست [24]))

۶- حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایي: رسول اکرم وینا کوله،حسنینو سرې جامې اغوستې وې او پر لار یې تیندکونه خوړل لوېدل او پا څېدل . رسول اکرم له منبره راکوز شو او دواړه یې منبر ته ورپورته کړل ویې ویل :((: انما اموالکم واولادکم فتنة[25] ؛ سکه مالونه اواولادونه مو دازمېښت وزلې دي ))

بیایې وویل: دې کوچنیانو ته مې کتل،چې پر لار تیندکونه وهي اولوېږي ؛نوځکه  صبر مې ونشو کړای،خبرې مې پرې کړې او دواړه مې منبر ته راپورته کړل [26] .

له حسین سره مینه له رسول اکرم سره په مینې او له پېغمبراکرم سره مینه الله جل جلاله سره پرمینې پای ته رسي[27]

هو ګرانو! د اهلسنتو په حدیثي ټولګو کې د حسنینو او موروپلار یاد یې ډېر په سترګو کېږي او دا له دې مشرانو سره د اهل سنتو مینه راښیي او دلته مو د بېلګې په توګه څو روایات راوړل .

حسنین د جنت ښاغلي دي

حضرت حذ یفه رضی الله عنه وایي،چې رسول اکرم وویل : ((حسنین د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او مور یې فاطمه د جنتي ښځواغلې ده [28]))

حضرت ابوسعید خدري رضی الله عنه وایي: رسول اکرم (ص) وویل : (( الحسن والحسین سیدالشباب اهل الجنة؛ حسن او حسین  د جنتي ځوانانو ښاغلي دي [29]))

 حضرت ابو سعید خدري (رض) په بل روایت کې ویلي دي: (( الحسن والحسین سید اشباب اهل الجنة الا ابنی الخالة عیسی ویحیربن کریاعلیهم  السلام وفاطمة سیدة  نسا اهل الجنة الا ماکان من مریم بنت عمران ؛یعنې  حسنین د ټولو جنتي ځوانانو ښاغلي دي؛ خو بې له دوو توړیو زامنو يې؛یعنې (عیسی اویحیی بن زکریا ) او مور یې فاطمه د جنتي ښځواغلې ده؛ خوبې له مریم دعمران له لوره[30].

حسنین د رسول اکرم (ص) دوه خوشبویه ګلان

  حضرت عبدالله بن عمر (رض) وایي،چې رسول اکرم وویل : (( هماریحانتای من الدنیا؛یعنې حسنین مې په نړۍ کې دوه خوشبویه ګلان دي [31]))

له حضرت ابوبکر رضی الله عنه روایت  دی چې رسول اکرم وویل : انهما ریحانتای وعسی الله عزوجل ان یصلح به بین فئتین مالمسلمین ؛یعنې حسنین مې دوه خوشبویه ګلان دي اوښایي خدای په حسن د مسلمانانو د دوو ډلو ترمنځ جوړجاړی وکړي [32])) .

 د رسول الله (ص) دعا

حسنین رضی الله عنهما پېغمبر اکرم (ص) ته خورا ګران ول او یوه ورځ یې د دوی ژړا واورېده او په خپګان یې د دوی مور ته وویل : ((نه پو هېږې چې په ژړا یې خپه کېږم [33]))

حضرت پېغمبر(ص) په خپلو ویناوو کې، اصحابو ته د دوی فضیلت او مقام ورته په ګوته کړی دی.

پېغمبر اکرم (ص) حسنین په خپل مخ کې کېنول او دا دعایې وویله :  (( اعیذ کما بکلمات الله التامة من کل شیطان وهامة ومن کل عین لامة ؛یعنې زه مو د الله په پوره کلیمو د شیطان له بدۍ ،له زهري ځناور اوله ستر ګو وهلو خدای ته سپارم [34]))

دادعا، کوچنیانو ته د نبوي طب یوه نسخه ده .

د غزل بابا يې په وير کې وايي :

ولي داد نبي ځان وو بياله ځانه ورته ګران وو
دايوه كړى وه پاتي په زنځير د شهادت كې
امامت كړه ور پوره په سلسله د رسالت كې
چى كوم سوال د پاك نبي د شهادت و هغه حل شو
د حسين له شهادته شهادت يې مكمل شو
دا چراغ زمونږ د پاره د قيامته پورى بل شو
هر منكر ته د حمزه په مخكې دا دليل اول شو
شهادت د حسنينو ځكه و د نبي عين
پورته تن يې د حسن و، ښكته تن يې د حسين

امام حسن او امام حسين له رسول الله (ص) ځنې دي او دوه سبطه يې دي[35]

 اوس د رسول اکرم (ص) د دوو لمسيو امام حسن او امام حسين په هکله روايت څېړو، چې يو يې د “منى” کلېمه ده.

د امام احمد حنبل په مسند کې له “مقدام بن معدى کرب” روايتوي چې:

د رسول اکرم حسن په غيږ کې ونيو او و يې ويل: “هذا منى”: “له ما څخه دى[36]“.

او له “براء بن عازب” څخه روايت دى چې وايي: “پېغمبر حسن يا حسين ته وويل”:”دا له ما څخه دى”[37]

بخاري، ترمذي، ابن ماجه، احمد او حاکم له “يعلى بن مره” څخه روايتوي:

پېغمبر اکرم وويل: “حسين منى و انا من حسين، احب الله من احب حسينا، حسين سبط من الاسبط”: “حسين له ما څخه دى او زه له حسين څخه يم، خداى د حسين مينوال، ښه گڼي، حسين له “اسباطو” يو سبطه دي .[38]

او په بل روايت کې وايي: “حسن او حسين له  “اسباطو” دوه سبطه دي.”[39]

او له “ابو رحثه” روايت دى: رسول اکرم وويل: “حسين له ما څخه دى او زه له هغه څخه يم او هغه له “اسباطو” يو سبط دى.[40]

او له “براء بن عازب” روايتوي چې: رسول اکرم وويل: “حسين له ما څخه دى او زه له حسين څخه يم، مينوال يې خداى ښه گڼي. حسن او حسين له “اسباطو” دوه سبطه دي.”[41]

رسول اکرم چې د امام حسن او امام حسين په باب د “منى” کلېمه کار ولې هماغه ده، چې د هغوى د پلار په باب يې ويلې وه او مراد ترې دا دى چې هغوى د تبليغ په مقام کې د پېغمبر اکرم په څېر دي.

او دا چې رسول اکرم يې په باب وايي: “انهما سبطان من الاسباط” مانا يې دا نه ده، چې هغوى د نورو بشري لمسيو په څېر؛ يوازې دوه لمسي يې دي، چې دا يوه جنتي خبره ده او د پېغمبر اکرم له مقام سره نه ښايي؛ بلکې د “الاسباط” په کلېمه کې “الف و لام” د ذهني عهد لپاره او هغه اسباط ته اشاره ده، چې د قرآن کريم ته آيتونو کې راغلې ده؛ لکه:

((قُولُواْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ [42] = ووايئ چې : (( موږ  پر الله  او پر هغه  لارښوونو ايمان راوړى،چې راته راغلي دي او هغه چې د ابراهيم او اسماعيل او اسحاق او يعقوب ځوځات ته راغلې وې او هغه چې موسى او عيسى او نورو پېغمبرانو ته د هغو د پالونكي له لوري وركول شوې وې،موږ د دوى د يوه ترمنځ هم توپير نه كوو او يوازې خداى ته تسليم يو،(او نژادي توپيرونه او شخصي هيلې ددې لاملېداى نشي،چې ځينې لارښوونې ومنو  او ځينې پرېږدو).))

((أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَـقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطَ كَانُواْ هُودًا أَوْ نَصَارَى قُلْ أَأَنتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللّهُ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَادَةً عِندَهُ مِنَ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ [43]= يا ستاسې د كتابيانو وينا داده : (( ابراهيم او اسماعيل او اسحاق او د يعقوب ( دولس ګونى) ځوځات ټول يهوديان يا نصرانيان وو!)) ورته ووايه :((تاسې ښه پوهېږئ كه خداى؟!)) (كه څه هم ښه پوهېږئ،چې هغوى نه يهوديان او نه نصرانيان وو؛نو ولې حقيقت پټوئ) تر هغه به بل لوى ظالم څوك وي،چې خداى ورته د يوې شاهدۍ ذمه واري ور تر غاړې كړې وي (؛خو) پټه يې كړي ؟ او خداى ستاسې له كړنو ناخبره نه دى.))

((قُلْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ [44]= ووايه : (( پر خدا ى مو ايمان راوړى دى او پر هغو ښوونو (هم) چې  پر موږ، ابراهيم ،اسمعيل،اسحق،يعقوب او د يعقوب پر ځوځات نازلې شوې وې او پر هغو لارښوونو هم ايمان لرو،چې موسى،عيسى او(نورو) استازيو ته د هغو د پالونكي له لوري وركړاى شوي دي، موږ د هغوى د هيڅ يوه ترمنځ  توپير نه کوو او (فرمان) ته يې تسليم يو.))

((إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإْسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا [45]=په رښتيا موږ تاته هماغه وحې کړې ده؛لكه څنګه چې نوح او تر هغه وروسته پېغمبرانو ته مو کړې وه او (همداراز) موږ ابراهيم،اسماعيل،اسحاق،يعقوب او اسباط[=بني اسرائيل] او عيسى او ايوب او يونس او هارون او سليمان ته وحې کړې وه او موږ داوود ته زبور وركړ.))

نو ځکه رسول اکرم چې د امام حسن او حسين په باب د “الاسباط” کلېمه کارولې نو “الف و لام” يې هغه دى چې مسلمانان له دې ايتونو په خپل ذهن او ياد کې ولري او چې رسول اکرم يې په حق کې څه ويلي، هماغه دي چې د هغوى د پلار په باب يې ويلي دي چې: “هغه رسول الله ته داسې و لکه هارون چې موسى ته و” او موسى ته د هارون مقام، خداى تعالى  د موسى له خولې داسې شرح کوي:

((  قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي. وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي .وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي .يَفْقَهُوا قَوْلِي .وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي . هَارُونَ أَخِي . اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي .وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي .كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا .وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا .إِنَّكَ كُنتَ بِنَا بَصِيرًا .قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى[46] = (موسى) وويل :(( پالونكيه!سينه مې پراخه كړه؛ او كار مې راته  اسانه كړې ؛او له ژبې مې غوټه پرانځه؛چې  زما په خبرو پوه شي او له كورنۍ مې راته يو وزير(مرستيال) وټاكه؛هارون،چې ز ما ورور دى . ملا مې پرې ټينګه كړه؛ او په كار كې يې راسره برخوال كړه؛چې ډېره پاکي دې ووايو؛او ډېر دې ياد كړو؛ ځكه ته تل زموږ د حالاتو څارونکى يې.)) (خداى) وويل : ((موسى! په يقين غوښتنې دې دركړل شوې . ))

او هم يې ويلي:

((وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ . قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ[47] =   او زما د ورور هارون ژبه ترما ښه روانه ده؛نو ته هغه راسره مرستيال ولېږه،چې ما تاييد كړي؛[ځكه] وېرېږم چې ما به دروغجن وګڼي .)) ويې ويل : (( ژر به ستا مټ ستا په ورور ټينګ (او پياوړى)كړو او تاسې دواړو ته به برلاسي در پر برخه كړو او زموږ د نښو په بركت به تاسې ته هېڅ زيان و نه رسولاى شي،تاسې او ستاسې لارويان بريالي دي .))

او هم يې ويلي:

((وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلاَثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ [48]=  او موږ له موسى سره د دېرشو شپو وعده ايښې وه، بيا مو پر هغې لس شپې (نورې) پوره كړې او په دې توګه له هغه سره د خپل پالونكي ټاكلې موده پوره څلوېښت شپې شوه  او موسى (د تلو پر وخت) خپل ورور هارون ته وويل :(( ته مې په قوم كې زما ځايناستى وسه او(چارې يې) سمې کړه او د ورانکارو پر لار مه ځه .))

او ويلي يې دي:

 ((وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا  [49] =  او په يقين،چې موږ موسى ته (اسماني) كتاب وركړى و او ورور مو يې هارون د هغه مرستيال كړ))

((ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَى وَأَخَاهُ هَارُونَ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ [50]=  بيا مو موسى او ورور يې هارون له خپلو آيتونو او څرګند دليل سره ولېږل ))

خداى تعالى په دې آيتونو کې د هارون د موسى مرستندوى او په نبوت کې يې وزير او برخوال کړى دى او موسى هم هغه په خپل قوم کې خپل ځايناستى کړى و. او دا چې خاتم الانبياء په ډاگه ويلي چې “علي ورته داسې دى لکه هارون چې موسى ته و” او يوازې نبوت يې ترې استثنا کړى دى، او هغه هم په دې علت چې تر حضرت وروسته به بل پېغمبر نه وي؛ نو څه چې علي ته پاتې کېږي؛ د پېغمبر ملاتړ او د پېغمبر په زمانه کې ورسره الهي احکاموو تبليغ په چارو کې گډون او تر رسول اکرم وروسته په امت کې يې خليفه او ځايناستى او تبليغ د روندپټي پر اوږد کول دي.

همدغسې دوه زامنو “حسن او حسين” ته يې چې په دې امت کې “اسباط” په مقام دي او چې څه هغوى ته و، دوى ته هم ثابت دى؛ خو بې د نبوت له مقامه، چې تر رسول اکرم وروسته به بل پېغمبر نه وي؛ خو، خداى له لوري د الهي احکامو د تبليغ مسووليت به ور تر غاړې وي.

غزل بابا وايي:

شان د خلافت او د عصمت او د عفت لري
ځكه خو دستار په سر د شاه رسالت لري
روح هغه څلور دي خو پنځم يې دا بدن ګڼه
بس خو سر تر پايه يو پېكر يې د پنجتن ګڼه
اس يې مطىن په لار ځي په جست و خېزنه دى
پوهه د خپل سور په زړه چې نېت يې د جنګرېز نه دى
امن په دنيا کې مدعا لري چې تيز نه دى
زوى د محمد اخر زمان دى څه چنګېز نه دى
امن امن صلح صلح غږ د اس قدم قدم
غږ د حق اوهو اوهو اوهو او حق چې اخلي دم
سترګو د دښمن په حيرانۍ ورته نظر اوكه
زړونو پرېشانو پْه درزا ترېنه خطر اوكه
راغى مخامخ مېدان ته غږ زوى د حيدر اوكه
راغله خاموشي شوه پورته ښكته شور سفر اوكه
حسين د ژوند چينه د كل انسان دپاره دى
نعره د رسالت په كور نسيم كړه د اجل
نه دا چې بوي فقط د ګلستان دپاره دى
مېدان د كربلا نه تر مېدانه د محشر
اولاد د مرتضى خو د مېدان دپاره دى
باران د اوښكو وكړه كه پرې زړه جمع كوې
حاجت د جمعيت د پرېشان دپاره دى
يوه اوښكه لرم، شي دې په مزكه ولې توى
دا ستورى مقدس خو د اسمان دپاره دى
هر كال د قربانۍ نه نوى كيږي د مسلم
مثال د حسين ژوند د مسلمان دپاره دى
ارمان د شهادت وګڼه پلار د هر ارمان
زړګى چې پيدا شوى د ارمان دپاره دى
اكمال د نبوت وي نابينا بې شهادت
وركوټى كسى ژوند د هر چشمان دپاره دى
مسلم د حسين ژوند كه كړي مشعل د خپل عمل
په خداى چې كل جهان د مسلمان دپاره دى
دليل دغه قرآن دى په اولاد د محمد
اولاد د محمد هم، د قرآن دپاره دى
ايثار به د هغوى كړمه يو روح د افسانې
حمزه نوم د حسين يې د عنوان دپاره دى
نبي كه محمد د كل جهان دپاره دى
د شفق سرخي د وينو دى نشان د حسين
نن معلوميږي رزمخداىخداىګاه هر بيابان د حسين
باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف
غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسين
نخښه دجوش او اشتياق د شهادت ده كه وي
نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسين
ولې به نه وي په هيبت عرش او كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسين
سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله
زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسين
چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده له مخه
چرته كربل ډك له بلا او خاندان د حسين
د قاسم ناوې له يې جوړ څه په شانه كړو وربل
ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسين
چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي
چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسين
د آسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه
په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسين

[1] . د ترمذى سنن 5/322 ،د ترمذى سنن 5/324 ،ذخائرالعقبى 121 مخ

[2] . اسدالغابه 2/21، د طبري تاريخ 4/349 .

[3] . صحيح مسلم 7/130 .

[4] . ذخاير العقبى /134

[5] . ذخاير العقبى 132او 133 مخونه.

[6] . ابن ماجه، سنن 1/51 .

[7] . الاستيعاب 1/375

[8] . د ترمذي سنن 5/322

[9] . د ترمذي سنن 5/323

[10] . اسعاف الراغبين /182.

[11] . ذخاير العقبى 143، نورالابصار 114.

[12] . ذخاير العقبى /130 نورالابصار /109

[13] . الاصابه 1/329، ذخايرالعقبى /123

[14] . ذخايرالعقبى /123

[15] . د ابن ماجه سنن 1/51

[16] . الصواعق /185، ذخائرالعقبى /131

[17] . تذكره الخواص /257.

[18] . د ترمذي سنن 5/324

[19] . د ابن ماجه سنن 1/52

[20] نسایي ،سنن ،۸۱۶۸ګڼه حدیث+ شیخ عثمان خمیس، الا حادیث بشان السبطین ، ۳۱۳مخ .

[21] شیخ عثمان خمیس ، الاحادیث بشان السبطین ، ۲۹۳مخ .

[22] امام احمد حنبل مسند+ ترمذي .

[23] امام احمد حنبل  ، مسند،۴ / ۱۷۴مخ + ابن ماجه،سنن ۳۶۶۶ګڼه حدیث + سیراعلام النبلا۳ / ۲۵۵مخ .

[24] آهجري، الشریعة ، ۵/ ۲۱۶۰ مخ او ( ۶)

[25] تغابن- ۱۵آیت

[26] .پورته سرچینه

[27] تحفه الا حوذي ۱۰/ ۲۷۹مخ .

[28] علامه الباني ( صحیح) ، انظرحدیث رقم: ۲۲۵۷فی صحیح الجامع .

[29] علامه الباني ( صحیح) ، انظرحدیث رقم : ۳۱۸۲ فی صحیح الجامع .

[30] علامه الباني (صحیح ) ، انظرحدیث رقم :  رر    رر .

[31] صحیح بخاري ،۳۷۵۳ ګڼه حدیث .

[32] هما ریحانتای من الدنیا، تحقیق الا لبانی ( صحیح) انظرحدیث رقم : ۷۰۴۵ فی صحیح الجامع.

[33] طبراني ، المعجم.

[34] صحیح بخاري ۳۳۷۱مخ ګڼه حدیث + الکلم الطیب للعلامه آلباني (صحیح ) ۱۴۶مخ .

[35]  دا برخه اخستل شوی: معالم المدرستین علامه سید مرتضی عسکري، د امام حسین برخه

[36] . امام احمد حنبل مسند (٤/١٣٢ مخ)؛ کنز العمال (١٣/٩٩-١٠٠ مخونه) او (١٦/٢٦٢ مخ)؛ منتخب کنزالعمال (٥/١٠٦ مخ)؛ جامع الصغير (٣/١٤٥مخ)

[37] . کنزالعمال (١٦/٢٧٠ مخ)

[38] . بخاري الاباب المفرد، باب معانقة الصبتى، ٣٦٤ حديث ؛ ترمذي سنن (١٣/١٩٥ مخ) ؛ ابن ماجه سنن، کتاب المقدمه: باب١١ ، ١٤٤ گڼه حديث ؛ امام احمد حنبل مسند (٤/١٧٢)؛ حاکم مستدرک (٣/١٧٧مخ) چې حاکم او ذهبي دواړو دا حديث سم گڼلى دى ؛ اسدالغابه (٢/١٩) او (٥/١٣٠ مخ).

[39] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)

[40] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)

[41] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)

[42] . بقره: ١٣٦ آيت:

[43] . بقره: ١٤٠ آيت:

[44] . آل عمران: ٨٤ آيت

[45] . نساء ١٦٣ آيت:

 [46] . طه: ٢٥-٣٦ آيتونه

[47] . قصص: ٣٤-٣٥ آيتونه:

[48] . اعراف: ١٤٢ آيت

[49] . فرقان: ٣٥ آيت

[50] . مؤمنون: ٤٥ آيت

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!