بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ ﴿۱﴾ مؤمنانو! (له الله او خلکو سره) په (خپلو) ژمنو (او تړونونو) وفا وكړئ. د څارويو (غوښه او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين الله په نامه
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ ﴿۱﴾ | مؤمنانو! (له الله او خلکو سره) په (خپلو) ژمنو (او تړونونو) وفا وكړئ. د څارويو (غوښه او جنين) درته حلال دي؛ خو هغه چې روسته به درولوستل (او استثنا) شي. د احرام په حال كې ښكار روا مه بولئ، په رښتيا الله چې څه غواړي (او مصلحت وي) هماغسې حكم كوي. (۱)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحِلُّواْ شَعَآئِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْيَ وَلاَ الْقَلآئِدَ وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُواْ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُواْ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲﴾ | مؤمنانو ! د دين د نښو او الهي پولو (او د حج د مراسمو) او د (هرې يوې) حرامې مياشتې درناوى وكړئ او د قربانيو په نښه او بې نښو شويو څارويو ته لاس مه ورغځوئ او هغوى (هم) مه ځوروئ، چې د خپل پالونكي د فضل په لټه كې او د خوښۍ لپاره يې د ((بيت الله)) پر لور ورځي؛ خو چې له احرامه راووتئ، ښكار کړاى شئ او له يوې ډلې سره دښمني دې، چې تاسې يې (د حديبيې پر كال) له مسجدالحرامه ایسار کړي وئ، و مو نه هڅوي، چې تېری پرې وكړئ او(تل) په نېكيو او پرهېزګارۍ كې يو له بل سره مرسته وكړئ او (هېڅكله) په ګناه او تېريو كې يو د بل لاسنيوى مه کوئ او د الله (د حکم له مخالفته) ډډه وکړئ؛ (ځکه) چې الله سخت عذابى دى. (۲)
|
|
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَن تَسْتَقْسِمُواْ بِالأَزْلاَمِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳﴾ | پر تاسې یې (خوړل) حرام شوي دي: مرداره غوښه، وينه او د سرکوزي غوښه او هغه څاروي، چې بې له ((الله)) د بل په نامه ذبح شي او هغه چې په (زندۍ) كېدو او په ځورېدو يا له لوړې په راغورځېدو مړه شوي وي او يا هغه چې د كوم ځناور په ښكر څيرې شوى وي او د داړن ښكاري څاروي پاتې شونې وي؛ خو داچې (په موقع كې ښكار شوي څاروي ته ورسئ، حلال او) سر يې غوڅ كړئ او هغه څاروي، چې د بوتانو لپاره (يا یې په مخكې) ذبح شوي وي او(همداراز) دا هم درته ناروا ده، چې د پال (او جوارۍ) پر ځانګړيو غشيو د څاروي غوښه ټوټه ټوټه كړئ. دا ټولې چارې (ګناه او) فسق دي، نن كافران ستاسې د دين (له زواله) نهيلې شوي؛ نو ځكه ترې مه وېرېږئ؛ بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ ! نن مې ستاسې دين دربشپړ كړ او خپله لورنه مې درتمامه كړه او اسلام مې ستاسې (تلپاتې) دين درته غوره کړ (؛ نو ځكه د حلالو او حرامو كوم بنديزونه، چې درلګول شوي، عملي يې كړئ)؛ خو څوک چې د سوکړې او سختې لوږې په حال کې (حرام خوراک ته اړ) شو او د ګناه نيت یې نه وي (؛ نو باك نشته، چې له منع شويو غوښو وخوري؛ ځکه) چې الله لورین بښونكى دى. (۳) | |
يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَمَا عَلَّمْتُم مِّنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللّهُ فَكُلُواْ مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَاذْكُرُواْ اسْمَ اللّهِ عَلَيْهِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۴﴾ | له تا پوښتي: ((دوی ته څه څيزونه حلال شوي؟)) ورته ووايه: (( ټول پاك څيزونه درته حلال شوي او (همداراز) د ښكاري څارويو او (روزل شويو) سپيو ښكار درته روا دى، چې د الله دركړې پوهې له مخې ښكار مو ورزده کړی وي؛ نو هغه (حلال ژوي) وخورئ، چې دې ځناورو درته نيولي وي (او چې كله څاروى ښكار ته لېږئ یا د ژوي د ذبح پر مهال؛ نو) د الله نامه پرې اخلئ او د الله (د قانو ن له ماتولو) ووېرېږئ، چې الله ژر حسابى دى )). (۴) | |
الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلُّ لَّهُمْ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ وَلاَ مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۵﴾ | نن تاسې ته پاك شيان حلال شوي او (همداراز) د كتابيانو خواړه درته حلال دي او ستاسې خواړه دوى ته حلال دي او (همداراز) مؤمنې پاكلمنې ښځې او د كتابيانو پاكلمنې ښځې درته حلالې دي (په دې شرط) چې مهر يې وركړئ او حال دا، پخپله (هم) پاكلمني ياست، نه زناكاران او نه داچې له ښځو سره په پټه يارانې وكړئ او څوك چې له هغو څيزونو منكر شي، چې بايد ايمان پرې راوړي؛ نو كړه وړه يې ورک شول او په آخرت كې به له تاوانیانو وي. (۵) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۶﴾ | مؤمنانو! چې لمانځه ته پاڅېدئ؛ نو خپل مخونه او لاسونه ترڅنګلو ووينځئ او خپل سرونه مسح کړئ او پښې مو تر پړكيو ووینځئ او كه په جنابت کې ياست؛ نو(په لمبلو) ځان پاك كړئ او كه ناروغ يا مسافر ياست او يا له تاسې څوك له اودسماتي راشي يا مو پر ښځو لاس لګولى وي (او کوروالى مو كړى وي) او (غسل يا اوداسه ته) اوبه و نه مومئ؛ نو پر پاكه خاوره تيمم وكړئ او پر مخ و لاس يې راكاږئ، الله مو تنګول نه غواړي؛ بلكې غواړي پاك مو كړي او خپله لورنه درتمامه كړي. ښايي مننه يې وكړئ (۶) | |
وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُم بِهِ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۷﴾ | او درياد كړئ، الله چې تاسې ته كوم نعمت دركړى او(هم درياده كړئ) هغه ټينګه ژمنه یې، چې درنه اخستې ده، چې تاسې وويل: (( موږ واورېدل او اطاعت مو وکړ!)) او د الله (د حکم له مخالفته) ووېرېږئ، په رښتيا چې الله د زړونو له خوالو خبر دی (۷) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۸﴾ | مؤمنانو! تل د الله (د فرايضو) لپاره راپاڅئ او په قسط (او عدل) شاهدان وسئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه کړي، چې عدالت و نه کړئ؛ عدالت وكړئ، چې دا (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ (؛ ځکه) څه چې تاسې كوئ، الله پرې ښه خبر دى. (۸)
|
|
وَعَدَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۹﴾ | الله صالحو مؤمنانو ته د بښنې او ستر اجر ژمنه ورکړې ده. (۹) | |
وَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۱۰﴾ | او كافران او زموږ د آيتونو درواغ ګڼونکي، همدوی دوزخيان دي. (۱۰)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَن يَبْسُطُواْ إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۱﴾ | مؤمنانو! د الله هغه احسان درياد كړئ، چې پر تاسې یې کړی، چې كله (د دښمن) يوې ډلې د لاس غځونې (او بريد) هڅه دروکړه (چې له منځه مو يوسي)؛ خو الله یې لاسونه درځنې لنډ كړل او د الله (د نعمتونو له هېرولو) ووېرېږئ او مؤمنان دې يوازې پر الله بروسه وكړي. (۱۱) | |
وَلَقَدْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَبَعَثْنَا مِنهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا وَقَالَ اللّهُ إِنِّي مَعَكُمْ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلاَةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ ﴿۱۲﴾ | او په يقين الله له بني اسراييلو ژمنه واخسته او موږ په دوى كې دولس تنه مشران وگومارل او الله (ورته) وويل: (( كه لمونځ وكړئ او زكات وركړئ او زما پر استازیو ايمان راوړئ او ملاتړ يې وكړئ او الله ته قرض الحسنه [ = په لار كې یې له بېوزليو سره مرسته وكړئ] وركړئ (؛ نو) زه درسره يم او ګناهونه مو بښم او د جنت (هغو) باغونو ته مو ورننباسم، چې تر ونو لا ندې يې ويالې بهېږې؛ خو تردې روسته چې له تاسې څوك كافر شي؛ نو په رښتيا له سمې لارې كوږ شوى دى ))؛ (۱۲) | |
فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ وَلاَ تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىَ خَآئِنَةٍ مِّنْهُمْ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنْهُمُ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۳﴾ | نو موږ (بني اسرائیل) د دوی د ژمنماتۍ له لامله ورټل او سخت زړي مو كړل؛ (داسې چې د الله) خبرې له خپلو ځايونو (ماناوو) اړوي او د ورکړاى شوي پند يوه برخه يې هېره كړه او هر وخت د دوی له (نوي) خيانته خبرېږې؛ خو ډېر لږ شمېر یې داسې نه دي؛ نو ترې تېر شه او سترګې پرې پټې کړه، چې الله نېكان خوښوي. (۱۳) | |
وَمِنَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّا نَصَارَى أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ اللّهُ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ ﴿۱۴﴾ | او (همداراز) موږ له هغوى هم پخه ژمنه اخستې وه، چې د (حضرت مسيح د ملګرتوب او) نصرانيت ادعا يې كوله؛ خو دوى هم د ورکړيو ښوونو مهمې برخې هېرې كړې؛ نو ځكه مې په دوى كې تر قيامته تاوتریخوالی او دښمني واچوله او څه یې چې كول، الله به يې ژر (په قيامت كې) ترې خبر كړي. (۱۴)
|
|
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِّمَّا كُنتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ قَدْ جَاءكُم مِّنَ اللّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ ﴿۱۵﴾ | كتابيانو! په رښتیا تاسې ته زموږ استازی راغلى دی، چې د (اسماني) كتاب ډېر حقايق، چې تاسې پټول، درڅرګند کړي او له ډېرو (چې اوس يې رابرسېرول مصلحت نه دي) درتېرېږي هو! د الله له لوري، تاسې ته رڼا او يو حق برسېروونكى كتاب راغلی دی. (۱۵)ل | |
يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنِ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۱۶﴾ | چې الله په دې (کتاب) دده په رضا پسې تلونکیو ته، د امن او سلامتۍ لارې ورښیي او په خپل امر دوی له تیارو رڼا ته راباسي او سیده لار ورښيي. (۱۶) | |
لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَآلُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ اللّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَن فِي الأَرْضِ جَمِيعًا وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۷﴾ | هغوى چورلټ کافر شوي، چې وايي: (( په رښتيا همدا مسيح د مريم زوى الله دى!))؛ ورته ووايه: ((كه الله وغواړي مسيح د مريم زوى، مور یې او د ځمكې ټول هستوګن هلاك كړي؛ نو څوك يې مخه نيواى شي؟ (هو!) د اسمانونو او ځمكې او څه چې د دوی ترمنځ دي، واكمني يې د الله ده. څه چې غواړي، پيدا كوي يې (ان د مسيح په څېر بې پلاره انسان) او الله پر هر څه قادر دى. )) (۱۷) | |
وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى نَحْنُ أَبْنَاء اللّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۱۸﴾ | او يهودو او مسیحیانو وويل: (( موږ د الله زامن او (ځانګړي) دوستان يو)) ورته ووايه: ((نو ولې په خپلو ګناهونو سزا درکوي؟! بلكې تاسې د الله له پيدا كړيو، يو بشر ياست (الله چې) چاته وغواړي (او وړ يې وبولي) بښنه كوي او چاته یې چې خوښه شي (او مستحق يې وبولي) سزا وركوي، د اسمانونو او ځمكې او څه چې د دوی ترمنځ دي، واكمني د الله ده او د ده لوري ته ( د ټولو موجوداتو) ورستنېدل دي. )) (۱۸) | |
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَى فَتْرَةٍ مِّنَ الرُّسُلِ أَن تَقُولُواْ مَا جَاءنَا مِن بَشِيرٍ وَلاَ نَذِيرٍ فَقَدْ جَاءكُم بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۹﴾ | كتابيانو! زموږ استازی له [تېرو] استازیو سره په ځنډ ځنډ درغی، چې (حقايق) درڅرګند كړي، چې هسې نه (د قيامت پر ورځ ) ووايئ: (( موږ ته نه کوم زېرګرى راغلى او نه کوم ګواښګرندی)). ( همدا اوس هغه) زېرګرى او ګواښګرندی (استازی) درغى او الله پر هر څه لاسبرى دى (۱۹) | |
وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنبِيَاء وَجَعَلَكُم مُّلُوكًا وَآتَاكُم مَّا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِّن الْعَالَمِينَ ﴿۲۰﴾ | او (درياد كړه) چې كله موسى خپل قوم ته وويل: (( زما قومه! پر تاسې د الله هغه پېروزینې دريادې كړئ، چې په تاسې كې يې پېغمبران وگومارل (او د فرعوني بندګۍ ځنځيرونه يې مات كړل) او واكمن يې كړئ او هغه څه يې دركړل، چې په نړۍ كې يې هېچاته ورکړي نه وو. (۲۰) | |
يَا قَوْمِ ادْخُلُوا الأَرْضَ المُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَلاَ تَرْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ ﴿۲۱﴾ | زما قومه ! هغه سپېڅلې ځمكې ته ورننوځئ، چې الله درټاکلې ده شاته شاته مه کېږئ او (مخالفت مه کوئ، چې) تاوانیان به شئ. (۲۱) | |
قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىَ يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ ﴿۲۲﴾ | و یې ويل: (( موسى! هلته ډېر زورور مېشت دي او چې دوی وتلي ترې نه وي، موږ بیخي نه ورننوځو، که ترې ووتل؛ نو هرومرو ورننوځو !)) (۲۲)
|
|
قَالَ رَجُلاَنِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُواْ عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَعَلَى اللّهِ فَتَوَكَّلُواْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۲۳﴾ | (خو) له وېرېدوونکیو دوو تنو سړیو (یوشع او کالب د حضرت موسی د تره زامن) چې الله پرې (د عقل، ايمان او زړورتيا) نعمت لورولى و، وويل: (( (ددې جبارانو مقابلې ته) له وره پرې ورننوځـئ! او چې ورننووتئ؛ نو همدا تاسې لاسبري ياست او که مؤمنان ياست؛ نو يوازې پر الله توكل وكړئ!)). (۲۳) | |
قَالُواْ يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَدًا مَّا دَامُواْ فِيهَا فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ ﴿۲۴﴾ | (بني اسراييلو) وويل: (( موسى! چې هغوى هلته وي؛ موږ هېڅكله نه ور ننوځوو؛ نو ته او خپل پالونکى دې ولاړ شئ او (ورسره) وجنګېږئ، موږ به همدلته ناست يو)). (۲۴) | |
قَالَ رَبِّ إِنِّي لا أَمْلِكُ إِلاَّ نَفْسِي وَأَخِي فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۵﴾ | (موسى) وويل: (( زما پالونكيه ! زه خو يوازې د ځان او رور واک لرم؛ نو زموږ او ددې سرغړاندې ډلې ترمنځ بېلتون راوله !)) (۲۵) | |
قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ أَرْبَعِينَ سَنَةً يَتِيهُونَ فِي الأَرْضِ فَلاَ تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۶﴾ | (الله موسى ته) وويل: ((نو رښتیا پر دوى، څلوېښت کاله، دې (سپېڅلي) هېواد ته (ورننووتل) منع دي، په همدې بېدیا كې به لالهانده سرګردانه ګرځي؛ نو د سرغړاندو (د برخليك) په باب مه غمجنېږه. )) (۲۶) | |
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِن أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ ﴿۲۷﴾ | او (پېغمبره!) دوی ته د آدم د دوو زامنو رښتیانۍ کیسه ولوله، چې كله دواړو (الله ته) یوه یوه قرباني وړاندې كړه؛ نو د يوه (هابیل) ومنل شوه او د بل (قابیل) و نه منل شوه (قابیل هابيل ته) وويل: ((البته و به دې وژنم!. )) ځواب یې وركړ: ( (( زما څه ګناه ده؟؛ ځكه) الله خو يوازې د متقیانو (قرباني) مني؛ (۲۷) | |
لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَاْ بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لَأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿۲۸﴾ | كه ته مې وژلو ته لاس راوغځوې (؛ نو) زه دې وژلو ته لاس نه درغځوم؛ [ځكه] چې د نړۍ د پالونکي الله (له عذابه) وېرېږم. (۲۸)
|
|
إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذَلِكَ جَزَاء الظَّالِمِينَ ﴿۲۹﴾ | زه خو دا غواړم، چې زما گناه او خپله ګناه پر غاړه واخلې او (په پايله كې) له دوزخيانو ځنې شې او دا ده د ظالمانو سزا. (۲۹) | |
فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۳۰﴾ | نو (سرغړاند) نفس یې د خپل رور وژنې ته وهڅاوه او و يې واژه او له تاوانیانو ځنې شو. (۳۰) | |
فَبَعَثَ اللّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءةَ أَخِيهِ قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْءةَ أَخِي فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ ﴿۳۱﴾ | نو الله يو كارغه ورولېږه، چې (په پنجو او مښوکه) يې د ځمكې كيندل پيل كړل، چې وروښيي، د خپل رور جثه څنګه پټه كړي. و یې ويل: (( واى تباه شوم! ما ددې كارغه په څېر هم و نه کړاى شول، چې د خپل رور جثه پټه كړم؟! )) نو په پاى كې (د رسوايۍ له وېرې او د وجدان د دباو له لامله له خپل كاره) پښېمانه شو. (۳۱) | |
مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاءتْهُمْ رُسُلُنَا بِالبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ ﴿۳۲﴾ | د همدې (وژنې) له لامله موږ بني اسرائيلو ته حکم وکړ، چې كه چا يو انسان بې له قصاص يا پر ځمكه له فساد خپرولو وواژه؛ نو لكه چې ټول خلك يې وژلي وي او څوك چې يو انسان له مرګه وژغوري؛ لكه چې ټولو خلكو ته يې ژوند وربښلى وي او په يقين بني اسرائيلو ته زموږ استازي له څرګندو نښو سره ورغلل (؛ خو) ډېرو يې تردې روسته په خپل هېواد كې د سرغړاندۍ لار خپله کړه. (۳۲) | |
إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۳۳﴾ | هغوى چې له الله او استازي سره یې جنګېږي او په ځمكه كې د فساد خپرولو هڅې كوي (او د خلكو پر ځانونو، مالونو او ناموس وسله وال تېرى كوي)؛ نو سزا يې یوازې داده، چې ووژل شي يا سولۍ شي، يا يې لاسونه او پښې تېروبېر غوڅې شي او يا له (خپل) هېواده وشړل شي؛ دا خو يې په دنيا كې یو سپکاوی دی او په آخرت كې ورته لوى عذاب دى. (۳۳) | |
إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ مِن قَبْلِ أَن تَقْدِرُواْ عَلَيْهِمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳۴﴾ | خو هغه کسان مخکې تر دې چې تاسې پرې برلاسي شئ توبه وباسي؛ نو پوه شئ (الله يې توبه مني) چې الله لورین بښونكى دى. (۳۴) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُواْ فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۳۵﴾ | مؤمنانو! د الله (د حکم له مخالفته) ووېرېږئ او هغه ته د ورنژدېدو وزله ولټوئ او په لار كې يې جهاد وكړئ، ښايي وژغورل شئ.(۳۵) | |
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لِيَفْتَدُواْ بِهِ مِنْ عَذَابِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۳۶﴾ | په یقین هغوی چي کافران شوي، که په رښتیا د ځمكې ټول شته، د دوی وي او همدومره نور هم ورسره وي، چې د قيامت ورځې له سزا د بچېدو لپاره یې (تاوان) وركړي؛ نو قبول به ترې نشي او دوی ته دردناك عذاب دى.(۳۶) | |
يُرِيدُونَ أَن يَخْرُجُواْ مِنَ النَّارِ وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنْهَا وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ ﴿۳۷﴾ | (کافران) غواړي (د دوزخ) له اوره [په تېښته] ووځي؛ خو وتلاى ترې نشي او دوی ته همېشنى عذاب دى. (۳۷) | |
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا جَزَاء بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۳۸﴾ | او د غله او غلې د دواړو لاسونه د دوی د كړنو په بدله كې پرې كړئ چې یوه الهي عبرتناکه سزا ده او الله ځواکمن حكيم دى. (۳۸) | |
فَمَن تَابَ مِن بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳۹﴾ | خو چا چې تر خپل ظلم روسته توبه وايسته او ځان يې سم كړ؛ نو الله يې توبه مني (او له دې سزا معافېږي؛ ځكه ) چې الله مهربان بښونكى دى. (۳۹) | |
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴۰﴾ | ايا نه پوهېږې، یوازې الله د اسمانونو او ځمكې واكمن دى ؟! چاته چې وغواړي (او وړ يې وبولي) سزا وركوي او چاته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) بښنه ورته كوي او الله پر هر څيز واکمن دی. (۴۰) | |
يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لاَ يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُواْ آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِن قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هِادُواْ سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِن بَعْدِ مَوَاضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُواْ وَمَن يُرِدِ اللّهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللّهِ شَيْئًا أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۴۱﴾ | (د الله) استازيه! هغوى تا اندېښمن نه کړي، چې د كفر په لار كې په بيړه هلې ځلې كوي او په خوله وايي: (( ايمان مو راوړى))؛ خو زړونو يې ايمان نه دى راوړى! (منافقان) او (همداراز) هغه ډله يهود، چې ستا خبرو ته ښه غوږ ږدي، چې ستا دروغجنولو ته پلمه پېدا كړي، دوى د نورو ځري دي، چې پخپله د کبر له مخې درته راغلي نه دي؛ دوی خبرې له آریز مفهومه اړوي او ( یو بل ته) وايي: ((كه دا (حکم چې موږ يې غواړو) دركړ شو (او محمد (ص) مو د غوښتنو له مخې قضاوت وكړ؛ ) نو و يې منئ، كه نه ډډه (ترې) وکړئ )) (؛ خو) الله چې چاته (په خپلو پرلپسې ګناهونو) سزا وركوي؛ نو ژغورلو ته یې څه نشې كړاى؛ دوی هماغه كسان دي، چې الله نه دي غوښتي، زړونه يې پاك کړي؛ دوى ته په دنيا كې سپکاوی او په آخرت كې لوى عذاب دى. (۴۱) | |
سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَآؤُوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُم أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئًا وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۴۲﴾ | دوی (يهودان) دروغ سازۍ لپاره په ځیر غوږ نیووکي (ځري) او په مړه خېټه حرام خواره دي؛ نو كه تا ته درغلل؛ ترمنځ يې قضات وكړه، يا(كه په مصلحت دې وه؛ نو) پرخپل حال يې پرېږده ! او كه ترې تېر شې؛ نو هېڅ زيان نشي دررسولاى او كه پرېکړه دې کوله؛ نو د دوی ترمنځ په انصاف پرېکړه وكړه، چې الله منصفان خوښوي. (۴۲) | |
وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِندَهُمُ التَّوْرَاةُ فِيهَا حُكْمُ اللّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوْنَ مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۳﴾ | او دوی څنګه تا منځگړی ټاکي؟! سره له دې چې تورات ورسره دى، چې پكې د الله حكم هم شته بيا تردې (منځگړتوب) روسته مخ اړوي او دوى خو ایمان راوړوونکي نه دي.(۴۳) | |
إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُواْ مِن كِتَابِ اللّهِ وَكَانُواْ عَلَيْهِ شُهَدَاء فَلاَ تَخْشَوُاْ النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلاَ تَشْتَرُواْ بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ ﴿۴۴﴾ | په رښتيا موږ تورات لېږلى، چې پكې لارښوونه او رڼا ده او پېغمبران، چې (د الله حکم ته) تسليم وو، په تورات به يې د يهودو چارې فيصله كولې او (همداراز) رباني عارفانو او پوهانو پرېکړې پرې كولې؛ ځكه دا كتاب ورسپارل شوى او پرې ګواهان وو؛ نو ځكه (د الهي آيتونو له مخې، د قضاوت له لامله) له خلكو مه ډارېږئ ! او له ما ووېرېږئ او زما آيتونه په ناڅيزه بيه مه پلورئ او څوك چې د الله د نازل شويو احكامو له مخې پرېكړه و نه کړي؛ نو همدا دوى كافران دي. (۴۴) | |
وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالأَنفَ بِالأَنفِ وَالأُذُنَ بِالأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۴۵﴾ | او موږ په تورات كې پر دوى (يهوديانو) فرض كړي وو، چې نفس د نفس، سترګه د سترګې او پوزه د پوزې او غوږ د غوږ او غاښ د غاښ په بدله كې دى او هر ټپ بدل لري او كه څوك يې وبښي (او له بدلې تېر شي)؛ نو(د ګناهونو) كفاره يې حسابېږي او څوک چې د الله د نازل شويو احكامو له مخې پرېكړه و نه کړي؛ نو همدا دوى ظالمان دي. (۴۵) | |
وَقَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِم بِعَيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَآتَيْنَاهُ الإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۴۶﴾ | او موږ په دوی [= مخكېنيو پېغمبرانو] پسې عيسى د مريمې زوى ورولېږه، چې تر ده وړاندې د تورات (پر حقانیت) شاهدي ورکوونکی و او انجيل مو وركړ، چې پكې لارښوونه او رڼا وه او له تورات سره همغږی و، چې له دوه وړاندې نازل شوی و؛ او متقیانو ته لارښوونه او پند و. (۴۶) | |
وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الإِنجِيلِ بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فِيهِ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۴۷﴾ | او د انجيل خاوندان [= د مسيح لارويان] دې هم د هغو احكامو له مخې پرېكړې وكړي، چې الله پكې نازل كړي او څوک چې د الله د نازل شوي احكامو له مخې پرېكړه و نه کړي؛ نو همدا دوی سرغړونکي دي. (۴۷) | |
وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ عَمَّا جَاءكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَآ آتَاكُم فَاسْتَبِقُوا الخَيْرَاتِ إِلَى الله مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۴۸﴾ | او موږ دا كتاب [= قرآن ] په رښتيا او حق پر تا نازل كړى، چې مخكېني كتابونه رښتيني ګڼي او پرې مسلط، څارن، پاسوال او ګواه دى؛ نو د دوی ترمنځ د الله د نازل شويو احكامو له مخې پرېکړه كوه او په هيلو پسې يې مه ځه (هسې نه) چې له الهي احكامو پاتې شې، موږ تاسې هر يو(امت) ته شريعت او تګلار ټاكلې او كه الله غوښتي واى؛ نو تاسې ټول يې يو امت ګرځولاى شوئ؛ خو الله غواړي، په هغو څيزونو مو وازمېيي، چې دركړي يې دي (او ستاسې بېلابېلې وړتیاوې وروزي)؛ نو په نېكو چارو كې سيالي وكړئ، ستاسې د ټولو ستنېدل، د الله لوري ته دي؛ نو تاسې به په هغه څه خبر كړي، چې اړپیچ مو پکې كاوه. (۴۸) | |
وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللّهُ إِلَيْكَ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ ﴿۴۹﴾ | او د دوى [= كتابيانو] ترمنځ د الله د نازل شويو احكامو له مخې پرېکړه وكړه او د ځاني غوښتنو لاروي يې مه كوه او په اړه يې هوښيار وسه، هسې نه تا له ځينو هغو څيزونو واړوي، چې الله درنازل کړي او كه دوی (ستا له حكم او پرېکړې) مخ واړاوه؛ نو پوه شه، چې الله غواړي، دوى ته د ځينو خپلو ګناهونو له لامله سزا وركړي او په رښتيا ډېر خلك سرغړاند دي. (۴۹) | |
أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿۵۰﴾ | ايا دوی د جاهليت (پېر) پرېکړه (درنه) غواړي ؟! او يقين والو ته به، تر الله د چا پرېکړه غوره وي؟ (۵۰) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۱﴾ | مؤمنانو! يهود او نصارا خپل پالندويان (دوستان او ملاتړي) مه نيسئ، چې دوى (ستاسې په مقابل کې) يو د بل ملاتړي او دوستان دي او كه په تاسې كې څوك ورسره همژمنى (او ملګرى) شو؛ نو په واقع کې له همدوی شمېرلېږي. هو! الله ظالمانو ته هدایت نه کوي. (۵۱) | |
فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٌ فَعَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِّنْ عِندِهِ فَيُصْبِحُواْ عَلَى مَا أَسَرُّواْ فِي أَنْفُسِهِمْ نَادِمِينَ ﴿۵۲﴾ | نو ( د کافرانو د دوستې د نه منلو په اړه له دومره سپارښتنو سره سره) د زړه ناروغان به وینې، چې دهغوی (کافرانو) په دوستۍ كې یو له بل سره سيالي کوي (او د خپل کار په مخونه کې) وايي: (( وېرېږو، كومه پېښه راباندې وشي (او د مسلمانانو مرستې ته به اړ يو. ) )) نو هیله ده الله (د مسلمانانو پر ګټه) بريا يا بله پېښه وكړي چې دغه ډله له هغه څه پښېمانه شي، چې دوی په خپلو زړونو كې پټول. (۵۲) | |
وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُواْ أَهَؤُلاء الَّذِينَ أَقْسَمُواْ بِاللّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ إِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَأَصْبَحُواْ خَاسِرِينَ ﴿۵۳﴾ | او مؤمنان وايي: (( ايا دا (منافقان ) وو، چې د دوی په ډېر ټينګار پر الله لوړل، چې په رښتیا له تاسې سره يو؟! (ولې یې كار تردې ځايه راورسېد؟!) )) (هو!) كړه يې ورک او تاواني شول. (۵۳) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۵۴﴾ | مؤمنانو! له تاسې چې څوك له خپل دينه واوړي (الله ته زيان نشي رسولاى) الله به داسې خلك راولي، چې الله ته ګران وي او الله (هم) دوى ته ګران وي، (دوی) به له مؤمنانو سره نرم او عاجز او د كافرانو په مقابل کې توند، سرسخت او پرېکوني وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامتوونكي، له ملامتیا به نه وېرېږي، دا د الله لورنه ده، چاته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او د الله (لورنه) پراخه او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى.(۵۴) | |
إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ ﴿۵۵﴾ | ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې الله، استازی یې او هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.(۵۵) | |
وَمَن يَتَوَلَّ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ فَإِنَّ حِزْبَ اللّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۵۶﴾ | او څوك چې د الله، استازي یې او مؤمنانو ولايت ومني؛ نو (د الله گوند دى او) په رښتيا يوازې د الله ګوند بريالى دى. (۵۶) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الَّذِينَ اتَّخَذُواْ دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۵۷﴾ | مؤمنانو! هغوى چې ستاسې دين يې ټوکه او لوبه گڼلى، (كه) دا هغه خلك وي، چې تر تاسې مخكې كتاب وركړاى شوى او (كه) له كافرانو ( = مشركانو) وي (؛ نو خپل ) دوستان يې مه نيسئ، كه (په رښتيا) مؤمنان ياست (؛ نو ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ. (۵۷) | |
وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى الصَّلاَةِ اتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْقِلُونَ ﴿۵۸﴾ | او چې کله تاسې (خلك په اذان) لمانځه ته رابولئ؛ نو دوی یې ټوکه او لوبه بولي (او ورپورې خاندي)؛ ځكه دوی يوه بې عقله ډله ده. (۵۸) | |
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ هَلْ تَنقِمُونَ مِنَّا إِلاَّ أَنْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلُ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَاسِقُونَ ﴿۵۹﴾ | ورته ووايه: ((كتابيانو! ایا ګوته راته نيسئ ؟! ( ولې موږ څه كړي؟!) موږ خو يوازې پر الله او څه چې پر موږ نازل شوي او څه چې تردې مخكې نازل شوي، ايمان راوړى او دا ځكه چې ډېر مو د حق له پولې اوړېدلي دي. )) (۵۹) | |
قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَلِكَ مَثُوبَةً عِندَ اللّهِ مَن لَّعَنَهُ اللّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ أُوْلَئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ عَن سَوَاء السَّبِيلِ ﴿۶۰﴾ | ورته (( ايا هغه کسان دروښیم چې د الله په نزد یې موقعیت او جزا تر دوی هم بدتره ده؟ (دوی) هغه کسان دي چې الله رټلي او پرې غوسه شوی او طاغوت (غیرالله) یې لمانځلی دی او (الله) دوی د بیزوګانو او سرکوزو (په څېر) ګرځولي دي، دوی ډېر بدمقامي او (تر ټولو) له سمې لارې بيخي کاږه دي)) (۶۰) | |
وَإِذَا جَآؤُوكُمْ قَالُوَاْ آمَنَّا وَقَد دَّخَلُواْ بِالْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُواْ بِهِ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُواْ يَكْتُمُونَ ﴿۶۱﴾ | او چې کله (منافقان او ځینې کتابیان) درشي، وايي: ((ايمان مو راوړى))؛ خو له كفر سره درغلي وو او له هماغه كفر سره بېرته وتلي او الله پر هغه څه ډېر ښه پوهېږي چې دوی پټول. (۶۱) | |
وَتَرَى كَثِيرًا مِّنْهُمْ يُسَارِعُونَ فِي الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۶۲﴾ | او له دوی ډېر وینې، چې په ګناه، ظلم زياتي او حرام خورۍ كې منډې ترړې وهي په رښتیا ناوړې هلې ځلې دي چې دوی یې کوي ! (۶۲) | |
لَوْلاَ يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ ﴿۶۳﴾ | ولې د نصاراوو پوهان او د يهودو عالمان دوى د ګناه له خبرو او د حرامو له خوړلو نه منع كوي؟ په رښتيا د ژوند څومره بده کارنامه ده چې دوی یې چمتو کوي! (۶۳) | |
وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُواْ بِمَا قَالُواْ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ كُلَّمَا أَوْقَدُواْ نَارًا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللّهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ ﴿۶۴﴾ | او يهودو وويل: (( د الله لاس ( له پنځونې يا ورکړې په ځنځېر) تړلى دى)) د دوی لاسونه دې تړلي وي ! چې ددې خبرې له لامله ورټل شول؛ بلكې (د قدرت) دواړه لاسونه يې پرانستي دي، هر ډول یې چې خوښه وي، بښي يې؛ خو څه چې ستا د پالونکي له لوري درنازل شوي، د دوی د زياترو سرغړونه او كفر ورزياتوي او موږ (ددې په بدله كې)، د قيامت تر ورځې د دوی ترمنځ دښمني او كرکه وغورځوله، چې کله یې د جګړې کوم اور بل کړی (؛ نو) الله هغه مړ كړی او [اوس هم] پر ځمکه د فساد خورولو هلې ځلې كوي او الله پوله ماتي نه خوښوي. (۶۴) | |
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْكِتَابِ آمَنُواْ وَاتَّقَوْاْ لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلأدْخَلْنَاهُمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۶۵﴾ | او كه كتابيانو ايمان راوړی او پرهېزګاري یې کړې وای؛ نو بېشکه موږ د دوی ګناهونه بښل او دوی مو له نعمتونو ډك جنت ته ننه ایستل. (۶۵) | |
وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُواْ التَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَمَا أُنزِلَ إِلَيهِم مِّن رَّبِّهِمْ لأكَلُواْ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِم مِّنْهُمْ أُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ سَاء مَا يَعْمَلُونَ ﴿۶۶﴾ | او كه دوى (واقعي) تورات او انجيل او څه چې د خپل پالونكي له لوري ورته نازل شوي [= قرآن]، پلي كړي واى (؛ نو) هرومرو له اسماني او ځمکني برکتونو برخمنېدل؛ د دوی يو شمېر منځلاري؛ خو ډېر يې بد چاري دي. (۶۶) | |
يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۶۷﴾ | او [د الله] استازیه! څه چې ستا د پالونكي له لوري درنازل شوي، (ټول يې خلكو ته) ورسوه او كه داسې و نه کړې؛ نو د ده پيغام دې نه دى رسولى او الله دې د خلكو (له احتمالي زيانونو) ساتي. هو ! الله، ” الله ناپېژاندو” ته سمه لار نه ورښيي. (۶۷) | |
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَسْتُمْ عَلَى شَيْءٍ حَتَّىَ تُقِيمُواْ التَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا فَلاَ تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۶۸﴾ | ورته ووايه: ((كتابيانو! هډو سم دين نه لرئ؛ خو داچې تورات، انجيل او څه چې ستاسې د پالونكي له لوري درنازل شوي، عملي كړئ. ))؛ خو څه چې ستا د پالونكي له لوري درنازل شوي (نه يوازې ددوی د راويښولو لامل نه ګرځي؛ بلكې) د ډېرو یې سرغړونه او كفر ورزياتوي؛ نو پر الله ناپېژاندو مه غمجنېږه. (۶۸) | |
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَالَّذِينَ هَادُواْ وَالصَّابِؤُونَ وَالنَّصَارَى مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وعَمِلَ صَالِحًا فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۹﴾ | بېشکه هغوی چې (ظاهري) ایمان راوړی او هغوی چې یهودیان شوي او صابیان (د یحیی پېغمبر لارویان) او مسیحیان (له دوی) چې څوک پر ایکي یو الله او د جزا پر ورځې (رښتونی) ایمان راوړي او ښې چارې وکړي؛ نو څه وېره پرې نشته او نه به غمجن شي. (۶۹) | |
لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَأَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ رُسُلًا كُلَّمَا جَاءهُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَى أَنْفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُواْ وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ ﴿۷۰﴾ | په رښتيا موږ له بني اسراييلو ژمنه واخسته او استازي مو هم ورولېږل (؛ خو) چې کوم استازي به د دوی د غوښتنو پرخلاف څه احکام وروړل (؛ نو) ځينې يې دروغجن وګڼل او ځينې يې ووژل. (۷۰) | |
وَحَسِبُواْ أَلاَّ تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُواْ وَصَمُّواْ ثُمَّ تَابَ اللّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُواْ وَصَمُّواْ كَثِيرٌ مِّنْهُمْ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۷۱﴾ | او دوی ګومان كاوه، چې ازمېښت به نه وي؛ نو(ځكه د حقايقو له ليدو او د حق له اورېدو) ړانده او كاڼه شول، بيا (ويښ شول او) الله يې توبه ومنله، بل ځل بيا (د غفلت په خوب كې ډوب شول او) ډېرى يې ړانده او كاڼه شول او الله د دوی د کړنو ليدونکى دى. (۷۱) | |
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُواْ اللّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ ﴿۷۲﴾ | هغوى په رښتيا كافر شول، چې ويل یې: (( په رښتینه کې الله همدا مسيح د مريم زوى دى)) (سره له دې چې پخپله) مسيح ويل: (( بني اسراييلو! الله ولمانځئ، چې زما او ستاسې پالونكى دى؛ ځكه چاچې له الله سره څوك شريك کړ؛ نو په یقین الله جنت پرې حرام كړى او هستوګنځى يې دوزخ دى او [مشرکو] ظالمانو ته هېڅ مرستندوى نشته)) (۷۲) | |
لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ ثَالِثُ ثَلاَثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِن لَّمْ يَنتَهُواْ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۳﴾ | هغه خلك په يقين كافر شول، چې ويل یې: د درېيو (خدايانو: اب، ابن او روح القدس) درېيم ((الله)) دى)) (حال دا) بې له یوه معبوده بل ((معبود)) نشته او كه دوى له خپلو ويناوو وا نه ووښتل؛ نو هرومرو به د دوی كافرانو ته (چې پر همدې ګروهه ټينګ درېږي) دردناك عذاب ورسي.(۷۳) | |
أَفَلاَ يَتُوبُونَ إِلَى اللّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۷۴﴾ | ولې دوی الله ته توبه نه باسي او بښنه ترې نه غواړي ؟! او (حال دا) الله لورین بښونكى دى (۷۴) | |
مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۷۵﴾ | مسيح د مريمې زوى يوازې (د الله) استازی و، چې په يقين مخكې ترې (نور) استازي (هم) تېر شوي وو او مور يې ډېره رښتينې وه، دواړو [د نورو انسانانو په څېر] خواړه خوړل (؛ نو څنګه د مسيح د الوهيت دعوا كوئ او مريم لمانځئ؟!) وګوره چې موږ څنګه دوی ته (د توحيد او د عیسی د عبودیت) دلايل ورڅرګندوو! بيا وګوره، چې دوی څنګه (له حقه) اړول كېږي!. (۷۵) | |
قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَاللّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۷۶﴾ | (پېغمبره! خلکو ته) ووايه: (( ايا د الله پر ځاى داسې یو څيز لمانځئ، چې تاسې ته د زيان او ګټې در رسولو واك نه لري؟! او پخپله الله ښه پوه اورېدونكى دى. )) (۷۶) | |
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلاَ تَتَّبِعُواْ أَهْوَاء قَوْمٍ قَدْ ضَلُّواْ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّواْ كَثِيرًا وَضَلُّواْ عَن سَوَاء السَّبِيلِ ﴿۷۷﴾ | ورته ووايه :(( كتابوالو! په ناحقه په خپل دين كې له پولې او حقه مه اوړئ او د هغو خلكو په غوښتنو پسې مه ځئ، چې تر تاسې مخكې پخپله هم بېلاري شوي ول او ډېر نور (خلك) يې هم بېلاري كړي او له سمې لارې بلخوا اوښتي دي .)) (۷۷) | |
لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ ﴿۷۸﴾ | 78 د بني اسراييلو كافران د داوود او عيسى د مريمې د زوى په ژبو رټل شوي؛ ځكه دوی ګناهګاران او تېري ګر وو. (۷۸) | |
كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ ﴿۷۹﴾ | دوی تل يو بل له بدو چارو ځنې نه منع كول، رښتيا څه یې چې کول، بد کار و. (۷۹) | |
تَرَى كَثِيرًا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ ﴿۸۰﴾ | له دوی ډېر وینې، چې له كافرو (او بوت لمانځو) سره دوستي كوي، (او) ځان ته یې وار له مخې ناوړه كړنې ورلېږلي، الله پرې غوسه شوی او په همېشني (الهي) عذاب كې به پاتې وي. (۸۰) | |
وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِالله والنَّبِيِّ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاء وَلَكِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۸۱﴾ | او كه دوی پر الله، پېغمبر او هغه څه ایمان درلودای، چې پر ده نازل شوي وو (؛ نو) له كافرانو سره یې دوستي نه كوله؛ خو ډېرى يې سرغړاندي دي.(۸۱) | |
لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُواْ وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ قَالُوَاْ إِنَّا نَصَارَى ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۸۲﴾ | هرو مرو به ومومې: په ټولو خلكو كې د مؤمنانو په دښمنۍ كې تر ټولو ډېر سخت يهوديان او مشركان دي او مؤمنانو ته ډېر ورنژدې دوستان به هغوى ومومې، چې وايي: ((موږ نصارا يو))؛ ځكه په دوى كې ځينې (حقپالي) پوهان او عابدان دي او په رښتيا دوى (د حق په مقابل کې ) لويي نه كوي. (۸۲) | |
وَإِذَا سَمِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُواْ مِنَ الْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ ﴿۸۳﴾ | او (دوى) چې کله (د اسلام) پېغمبر ته ورنازل شوي آيتونه واوري (؛ نو) وینې، چې د حق پېژندنې له لامله يې سترګې (د شوق) اوښکې تويوي (او) وايي: (( پالونكيه! ايمان مو راوړى؛ نو موږ له شاهدانو سره وليكه. (۸۳) | |
وَمَا لَنَا لاَ نُؤْمِنُ بِاللّهِ وَمَا جَاءنَا مِنَ الْحَقِّ وَنَطْمَعُ أَن يُدْخِلَنَا رَبَّنَا مَعَ الْقَوْمِ الصَّالِحِينَ ﴿۸۴﴾ | او ولې پر الله او رارسېدلي حق ايمان رانه وړو او (حال دا) هيلمن يو، چې زموږ پالونكى موږ په صالحانو کې وشمېري؟ (۸۴) | |
فَأَثَابَهُمُ اللّهُ بِمَا قَالُواْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاء الْمُحْسِنِينَ ﴿۸۵﴾ | نو الله ددې خبرې په سبب دوی ته په جنت كې داسې باغونه وركړل، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او هلته به تلمېشتې وي او دا د نېكانو بدله ده ! (۸۵) | |
وَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۸۶﴾ | او هغوى چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي(؛ نو) دوى دوزخيان دي. (۸۶) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحَرِّمُواْ طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللّهُ لَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ﴿۸۷﴾ | مؤمنانو! الله چې کوم پاك څيزونه درته حلال كړي، ناروا مه شمېرئ او له بريده مه اوړئ؛ (ځكه) الله تېري ګر نه خوښوي (۸۷) | |
وَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّهُ حَلاَلًا طَيِّبًا وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِيَ أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ ﴿۸۸﴾ | او الله چې تاسې ته کومه حلاله او پاکه روزي دركړې وخورئ او (ځانونه مو) د هغه الله له (عذابه) وساتئ، چې ايمان پرې لرئ. (۸۸) | |
لاَ يُؤَاخِذُكُمُ اللّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ الأَيْمَانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ ذَلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ وَاحْفَظُواْ أَيْمَانَكُمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۸۹﴾ | الله تاسې په چټي (او بې ارادې) قسمونو نه نيسي؛ خو دهغو قسمونو (په ماتولو) مو نيسي، چې تاسې [آگاهانه او له زړه] خوړلي وي؛ نو ددې قسم (د ماتولو) كفاره لسو مسكينانو ته د (هغو ساده) خوړو وركول دي، چې خپلې كورنۍ ته یې وركوئ، يا جامې وركول يا د يوه مريي ازادول دي او څوك چې (له دوى) د يوه وس هم نه لري؛ نو درې ورځې روژه دې ونيسي؛ دا ستاسې د قسمونو كفاره ده، چې قسم وخورئ (او بيا يې مات كړئ) او خپل قسمونه (له هر ډول زيانه) وساتئ (او وفا پرې وكړئ او مه يې ماتوئ) همدارنګه الله خپل آيتونه (احكام) درڅرګندوي، پكار ده شكر يې وباسئ. (۸۹) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۹۰﴾ | مؤمنانو! شراب، جواري، بوتان او ازلام [= يو ډول بخت ازمېيل] (دا ټول) ناولي (او) شيطاني چارې دي؛ نو ځان ترې وساتئ، چې بریالي شئ. (۹۰) | |
إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللّهِ وَعَنِ الصَّلاَةِ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ ﴿۹۱﴾ | دا پخه خبره ده، شيطان غواړي په شرابو او جوارۍ ستاسې په منځ كې دښمني او كينه راولاړه كړي او د الله له ياد او لمانځه مو مخنیوی وكړي؛ نو ايا (له دې ټول زيان، فساد او ټينګې منع سره سره) له دې چارو لاس اخیستوني یاست ؟! (۹۱) | |
وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَاحْذَرُواْ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلاَغُ الْمُبِينُ ﴿۹۲﴾ | او د الله اطاعت وکړئ او د استازي اطاعت وكړئ او (له ګناه) رامنع شئ؛ نو كه مخ مو واړو؛ نو (د جزا وړ به شئ) پوه شئ، چې زموږ پر استازي یوازې د څرګند پېغام رسونې پازوالي ده (او بس، دا دنده يې درترسره کړه). (۹۲) | |
لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ إِذَا مَا اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّأَحْسَنُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۹۳﴾ | هغوى چې ايمان يې راوړى (آمنوا) او غوره چارې يې سر ته رسولې وي (عملوا الصالحات)؛ نو چې مخكې يې څه خوړلي وو، پر هغو به و نه نيول شي (د تحريم د حكم تر نزول مخكې يې چې شراب څښلي وي؛ نو سزا به ور نه کړه شي) په دې شرط، چې د بيا لپاره ځان وژغوري (تقوا) او پر ايمان ټينګ ودرېږي (آمنوا) او ښه كارونه وكړي (عملواالصالحات) بيا چې له كومو شيانو منع وشي او لاس ترې واخلي (تقوا) او څه چې د الله امر وي، و يې مني (آمنوا) بيا(هم) پرهېزګاري وكړي او(هم) نېكي (احسنوا) او الله خو نېكان خوښوي. (۹۳) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لَيَبْلُوَنَّكُمُ اللّهُ بِشَيْءٍ مِّنَ الصَّيْدِ تَنَالُهُ أَيْدِيكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِيَعْلَمَ اللّهُ مَن يَخَافُهُ بِالْغَيْبِ فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۹۴﴾ | مؤمنانو ! الله تاسې ( د احرام په حال کې) دهغه ښكار (په بندیز) ازمېيي، چې ستاسې د لاسونو يا نېزو په لاسرسۍ کې دی چې الله معلوم کړي څوك په پټه ترې وېرېږي (حکم ته یې غاړه ږدي او له ښکاره تېرېږي)؛ نو څوک چې تردې روسته تېرى وكړي؛ نو ورته دردناك عذاب دى (۹۴) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْتُلُواْ الصَّيْدَ وَأَنتُمْ حُرُمٌ وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاء مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ هَدْيًا بَالِغَ الْكَعْبَةِ أَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسَاكِينَ أَو عَدْلُ ذَلِكَ صِيَامًا لِّيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِ عَفَا اللّهُ عَمَّا سَلَف وَمَنْ عَادَ فَيَنتَقِمُ اللّهُ مِنْهُ وَاللّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ ﴿۹۵﴾ | مؤمنانو! تاسې د احرام په حال كې ښكار مه وژنئ او كه چا په لوى لاس وواژه؛ نو په كفاره كې دې د وژل شوي څاروي په څېر څاروى وركړي او د څاروي انډول به ستاسې دوه تنه عادلان تصديقوي او قرباني به د كعبې (حريم) ته رسوي يا (د قربانۍ پرځاى دې شپېته) مسكينانو ته خواړه وركړي يا به یې هومره (شپېته ورځې) روژې نيسي، چې د خپلو كړنو خوند وڅكي، الله تېر بښي؛ خو چاچې بيا دا کار وكړ؛ نو الله غچ ترې اخلي او الله ځواکمن څارنوال دى. (۹۵) | |
أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۹۶﴾ | (البته) تاسې ته سمندري ښکار او خواړه حلال شوي، چې هم تاسې او هم (نامحرم) کاروانیان ترې برخمن شئ او د وچې ښکار تر هغه درباندې حرام دی، چې محرم یاست او د هغه الله ( د حکم له سرغړونې) ځان وژغورئ، چې يوازې د هغه لوري ته به ورټول کړای شئ! (۹۶) | |
جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلاَئِدَ ذَلِكَ لِتَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَأَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۹۷﴾ | الله د کعبې [زیارت] چې درناو وړ کور [بیت الحرام] دی او هم حرام (ې) مياشت (ې) او بې نښې قربانۍ او نښه شوي قربانۍ، د خلكو [د دین او دنیا] د انتظام او ټينګښت وزلې ګرځولې دي، دا ډول (حساب شوي او دقيق) احكام ددې لپاره دي، چې پوه شئ، په رښتینه کې څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، الله یې له حالاتو باخبر دی او داچې الله پر هر څه ښه پوه دى. (۹۷) | |
اعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ وَأَنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۹۸﴾ | پوه شئ! الله سخت عذابى او (همداراز) لورین بښونكى دى. (۹۸) | |
مَّا عَلَى الرَّسُولِ إِلاَّ الْبَلاَغُ وَاللّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴿۹۹﴾ | پر استازي يوازې د (الهي) پيغام رسونې پازوالي ده (او ستاسې د كړنو پازوال نه دى) او څه چې ښكاره كوئ او څه چې پټوئ، الله پرې پوهېږي. (۹۹) | |
قُل لاَّ يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ فَاتَّقُواْ اللّهَ يَا أُوْلِي الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۱۰۰﴾ | (خلکو ته) ووايه: ((ناپاك او پاك ( په هیڅ شان) سره برابر نه دي)) كه څه د ناپاكو ډېروالى تا هېښ کړي؛ نو عقلمنو! (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ، چې بریالي شئ. (۱۰۰) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُواْ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللّهُ عَنْهَا وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ ﴿۱۰۱﴾ | مؤمنانو ! داسې څيزونه مه پوښتئ، چې كه (ځواب يې) درښكاره شي (؛ نو) خپه مو كړي او كه د قرآن د نازلېدو پر مهال یې وپوښتئ (؛ نو حکم به یې) درڅرګند شي. الله له دې (بېځايه پوښتنو) تېر شو او الله زغمناک بښونكى دى. (۱۰۱) | |
قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ مِّن قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُواْ بِهَا كَافِرِينَ ﴿۱۰۲﴾ | په يقين تر تاسې مخكې (هم) يوې ډلې همدغسې (بېځايه) پوښتنې كړې وې، بيا يې (مخالفت وكړ او) پرې کافر شول (شونې وه تاسې هم پر دغسې برخليك اخته شئ). (۱۰۲) | |
مَا جَعَلَ اللّهُ مِن بَحِيرَةٍ وَلاَ سَآئِبَةٍ وَلاَ وَصِيلَةٍ وَلاَ حَامٍ وَلَكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ وَأَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ ﴿۱۰۳﴾ | الله د ((بحيره))، ((سائبه))، ((وصيله)) او ((حام)) په باب كوم حكم نه دى كړى. (دا څلور ډوله اهلي څاروي دي، چې د ځينو علتونو له مخې په جاهليت كې ګټنه ترې حرامه وه؛ خو په اسلام كې دا بدعت منع شو)؛ خو كافران پر الله دروغ تړي، چې ډېر يې نه پوهېږي. (۱۰۳) | |
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُواْ حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلاَ يَهْتَدُونَ ﴿۱۰۴﴾ | او چې کله دوی ته وويل شي: ((د هغه څه پر لوري چې الله نازل كړي [قرآن] او د استازي لوري ته [یې] ورشئ. )) وايي: ((هماغه لار راته بس ده، چې موږ خپل پلرونه پرې موندلي)) كه څه پلرونه يې په هېڅ نه پوهېدل او له سمې لارې ناخبره ول (؛ نو بيا هم ورپسې ځي)؟! (۱۰۴)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۰۵﴾ | مؤمنانو! خپل ځانونه څارئ، كه پخپله پر سمه لار ياست؛ نو د بل چا بېلاري زيان نشي دررسولاى، ټول د الله لوري ته ورستنېږئ؛ نو تاسې به د خپلو کړنو (له حقيقت او پايلو) خبر کړي. (۱۰۵) | |
يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ شَهَادَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِينَ الْوَصِيَّةِ اثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ أَوْ آخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنتُمْ ضَرَبْتُمْ فِي الأَرْضِ فَأَصَابَتْكُم مُّصِيبَةُ الْمَوْتِ تَحْبِسُونَهُمَا مِن بَعْدِ الصَّلاَةِ فَيُقْسِمَانِ بِاللّهِ إِنِ ارْتَبْتُمْ لاَ نَشْتَرِي بِهِ ثَمَنًا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَلاَ نَكْتُمُ شَهَادَةَ اللّهِ إِنَّا إِذًا لَّمِنَ الآثِمِينَ ﴿۱۰۶﴾ | مؤمنانو! چې كله له تاسې د چا د مړينې وخت راشي؛ نو د وصيت پر وخت دې له تاسې دوه تنه عادلان ګواهان ونيسي او يا كه په سفر كې وئ او د مرګ مصيبت درشي (او هلته مو مسلمان پيدا نه کړ؛ نو) له نورو دوه تنه ګواهان ونيسئ او كه د شاهدۍ ويلو پر وخت شكمن شوئ (؛ نو) تر لمانځه روسته دواړه شاهدان راتم كړئ او قسم دې وكړي: ((دا (حق) په ناڅيزه بيه نه پلورو، كه څه زموږ د خپلوانو په باب وي او الهي شهادت نه پټوو كه (حق مو پټ كړ؛ نو) له ګناهګارانو به یو. )) (۱۰۶) | |
فَإِنْ عُثِرَ عَلَى أَنَّهُمَا اسْتَحَقَّا إِثْمًا فَآخَرَانِ يِقُومَانُ مَقَامَهُمَا مِنَ الَّذِينَ اسْتَحَقَّ عَلَيْهِمُ الأَوْلَيَانِ فَيُقْسِمَانِ بِاللّهِ لَشَهَادَتُنَا أَحَقُّ مِن شَهَادَتِهِمَا وَمَا اعْتَدَيْنَا إِنَّا إِذًا لَّمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰۷﴾ | خو كه معلومه شوه، دغو دواړو ګناه كړې (او حق يې پټ كړى)؛ نو د دوی پرځاى دې مړي ته ورنژدې دوه تنه نور راپاڅي او پر الله دې قسم وكړي، ((زموږ شاهدي تر دوى ډېره رښتینې ده او موږ له (حق) تېرى كړى نه دى كه (داسې وكړو؛ نو) له ظالمانو به یو. )) (۱۰۷) | |
ذَلِكَ أَدْنَى أَن يَأْتُواْ بِالشَّهَادَةِ عَلَى وَجْهِهَا أَوْ يَخَافُواْ أَن تُرَدَّ أَيْمَانٌ بَعْدَ أَيْمَانِهِمْ وَاتَّقُوا اللّهَ وَاسْمَعُواْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۱۰۸﴾ | په دې ( دود) سره كېداى شي (خلك) سمه او رښتينې ګواهي ووايي (او له الله ووېرېږي) او يا (له خلكو) ووېرېږي، چې (دروغ يې رابرسېره نشي او) قسمونه يې پر نورو قسمونو رد شي. د الله (له مخالفته) ووېرېږئ او واورئ، چې الله سرغړاندو ته سمه لار نه ورښيي. (۱۰۸) | |
يَوْمَ يَجْمَعُ اللّهُ الرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ قَالُواْ لاَ عِلْمَ لَنَا إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ ﴿۱۰۹﴾ | هغه ورځ، چې الله ټول پېغمبران راټول كړي او ورته ووايي: ((چې (ستاسې بلنې) ته څه ځواب دركړ شو؟)) دوى به ووايي: (( (د چارو پر حقيقت) نه پوهېږو، همدا ته له ټولو پټو (خوالو) ښه خبر يې. )) (۱۰۹) | |
إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۱۱۰﴾ | (درياد كړه) چې كله الله، عيسى د مريمې زوى ته وويل: ((پر تا او مور دې زما نعمت درياد کړه! ما په ((روح القدس = سپېڅلي روح )) ستا مرسته وكړه، چې له خلکو سره دې په زانګو کې [په معجزه] او پوخ منګۍ كې [په وحې] خبرې كولې؛ ما كتاب، حكمت، تورات او انجيل دروښوول، تا زما په حكم له خټې د مرغۍ (جوثه) جوړوله او پكې دې پوكى كاوه او جوثه به زما په حكم مرغۍ شوه، تا زما په امر مورزېږي ړانده او د برګي (پيس) ناروغان رغول او زما په امر دې مړي (هم) ژوندي كول او یاد کړه چې کله تا بني اسراييلو ته معجزې راوړې (؛ نو) ما ته د دوی له زيان دررسونې وژغورلې؛ نو د دوی كافرانو وويل: (( دا خو ښكاره كوډې دي. )) (۱۱۰) | |
وَإِذْ أَوْحَيْتُ إِلَى الْحَوَارِيِّينَ أَنْ آمِنُواْ بِي وَبِرَسُولِي قَالُوَاْ آمَنَّا وَاشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ ﴿۱۱۱﴾ | او (درياد كړه) چې كله موږ حواريونو ته الهام وکړ: ((پر ما او زما پر استازي ايمان راوړئ)) دوی وويل: ((ايمان مو راووړ او شاهد وسه، چې مسلمانان يو. )) (۱۱۱) | |
إِذْ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَآئِدَةً مِّنَ السَّمَاءِ قَالَ اتَّقُواْ اللّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۱۲﴾ | (درياد کړه) هغه وخت، چې حواريونو وويل: ((عيسى د مريمې زويه ! ايا ستا پالونكى له اسمانه یوه مائده ( د خوړو يو دسترخوان) راكوزولاى شي؟)) (په ځواب كې) یې وويل: ((كه مؤمنان ياست له الله ووېرېږئ! )).(۱۱۲) | |
قَالُواْ نُرِيدُ أَن نَّأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَن قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۱۱۳﴾ | حواريونو وويل: (( (بد نظر نه لرو) او (يوازې دومره) غواړو، چې څه ترې وخورو او زموږ زړونه (ستا پر رسالت) ډاډه شي او پوه شو، چې تا رښتيا راته ويلي او پرې ګواهان وسو. )) (۱۱۳) | |
قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنزِلْ عَلَيْنَا مَآئِدَةً مِّنَ السَّمَاءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِّأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِّنكَ وَارْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۱۱۴﴾ | عيسى د مريمې زوى وويل: ((الله! پالونكيه ! پر موږ له اسمانه يو دسترخوان راکوز كړه، چې موږ، اوسنيو او راتلونكيو ته اختر (او د خوښۍ موسم) شي او دا ستا يوه نښه وي، روزي را او ته ډېر غوره “روزي” وركوونكى يې. )) (۱۱۴) | |
قَالَ اللّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ فَمَن يَكْفُرْ بَعْدُ مِنكُمْ فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا لاَّ أُعَذِّبُهُ أَحَدًا مِّنَ الْعَالَمِينَ ﴿۱۱۵﴾ | الله وويل: (( زه يې درباندې درکوزونکی یم؛ خو که له تاسې څوک تر دې روسته كافر شي؛ نو داسې سزا به وركړم، چې یو نړیوال ته به مې ورکړې نه وي!)) (۱۱۵) | |
وَإِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلاَ أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ ﴿۱۱۶﴾ | او (درياد کړه) چې كله الله، عيسى د مريمې زوى ته وويل: (( ايا تا خلكو ته ويلي وو، چې د ((الله)) پر ځای ما او مور مې د دوو معبودانو په څېر ولمانځئ؟)) و يې ویل: (( ته پاك يې! را ته نه ښايي، هغه څه ووایم چې حق یې نه لرم، كه داسې خبره مې كړې وي؛ بېشکه پوهېدې، څه چې زما په ضمير كې تېرېږي، ته پرې خبر يې او پر هغه څه نه پوهېږم، چې ستا په (سپېڅلي) ذات كې دي، چې يوازې ته په پټو (خوالو) ښه پوه یې. (۱۱۶) | |
مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلاَّ مَا أَمَرْتَنِي بِهِ أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ وَكُنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَّا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنتَ أَنتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۱۱۷﴾ | ما دوی ته بې ستا له امره نور هېڅ نه دي ويلي، (دوی ته مې وويل: ) الله ولمانځئ، چې هم زما پالونكى دى او هم ستاسې او تر هغه پرې څارونكى او شاهد وم، چې په دوی كې وم؛ خو چې کله دې درواخستم؛ نو يوازې ته پرې څارونكى وې او ته پر هر څيز شاهد يې. (۱۱۷) | |
إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱۱۸﴾ | (اوس) كه سزا وركوې؛ نو ستا بندګان دي (او له سزا دې د تښتېدو وس نه لري) او كه يې وبښې؛ نو په رښتيا يوازې ته ځواکمن حکیم يې. (نه دې سزا د بې حكمتۍ نښه ده او نه دې بښنه د کمزورۍ. ) (۱۱۸) | |
قَالَ اللّهُ هَذَا يَوْمُ يَنفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۱۹﴾ | الله وويل: (( دا هغه ورځ ده، چې رښتينو ته د دوی رښتينولي ګټه رسوي، دوی ته د جنت داسې باغونه دي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او همیش به پكې وي، الله ترې راضي دى او دوى له الله نه راضي دي؛ دا، ستره بريا ده. )) (۱۱۹) | |
لِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۲۰﴾ | د اسمانونو او ځمكې او څه چې په دوی کې دي، (ددې ټولو) واكمني يوازې د الله ده او هغه پر هر څه واکمن دى. (۱۲۰) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پشتو ترجمه قران کریم
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- په پښتو ژبه د قران کریم ترجمه او تفسیر
- د قرآن پښتو ژباړه
- د قرآن کریم پشتو ترجمه او تفسیر
- د قرآن کریم پښتو ژباړه
- د قرآن کریم ترجمه او تفسیر په پښتو کې
- د قرآن کریم ترجمه په پښتو کې
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پشتو ترجمه
- قران کریم پښتو ترجمه - قرآن کریم پښتو ژباړه - قرآن کریم پښتو ترجمه - سوره الاحزاب - پښتو ترجمه - اندیال
- قران کریم پښتو ژباړه
- قران کریم ترجمه او تفسیر په پښتو
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.