تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الَر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ ﴿۱﴾ الف لام، راء. داسې کتاب چې آیتونه یې د باخبره حکیم له لوري کوټلي او پایند شوي او بیا (بې له نیمګړتیاوو) تشریح او سپړل شوي دي. (۱) أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ اللّهَ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الَر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ ﴿۱﴾ الف لام، راء. داسې کتاب چې آیتونه یې د باخبره حکیم له لوري کوټلي او پایند شوي او بیا (بې له نیمګړتیاوو) تشریح او سپړل شوي دي. (۱)
أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ اللّهَ إِنَّنِي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ ﴿۲﴾ (زما بلنه داده) چې یوازې ((الله)) و لمانځئ،  په حقيقت کې زه دهغه له لوري درته ګواښګرندی او زیرګری يم؛ (۲)
وَأَنِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ وَإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ ﴿۳﴾ او داچې له خپل پالونكي بښنه وغواړئ،  بيا یې لوري ته ورمخه کړئ (تردې چې) تاسې تر يوې ټاكلې مودې (ددې دنيا له نعمتونو) ښه برخمن كړي او د هرې ورکړې خاوند ته خپل حق وركړي او كه (له دې فرمانه) مو مخ واړاوه؛  نو[پوه شئ،  چې] زه پرتاسې د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم!  (۳)
إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴﴾ ( پوه شئ) ستنېدنه مو يوازې د “الله” لوري ته ده او هغه هر څه کړای شي. (۴)
أَلا إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُواْ مِنْهُ أَلا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۵﴾ خبر وسئ، چې دوى خپلې سینې تاووي (او زيار باسي،  چې خپلې خوالې) له ده (= پېغمبر) پټې کړي؛  خو پوه دې وي،  چې الله یې هغه وخت هم په پټو او ښکاره وو پوه دى،  چې ځانونه په جامو کې رانغاړي (؛ ځكه) چې هغه خو ان د سينو په پټو خوالو هم ښه پوه دى. (۵)
وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿۶﴾ او په ځمكه كې د هر خځنده روزي پر”الله “ده او هغه يې پر هستوګنځي او د لېږد رالېږد پر ځاى پوهېږي(؛ ځکه) دا ټول په یوه ښكاره كتاب [ =لوح محفوظ، د الله د علم كتاب] كې (ثبت) دي. (۶)
وَهُوَ الَّذِي خَلَق السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاء لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَلَئِن قُلْتَ إِنَّكُم مَّبْعُوثُونَ مِن بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۷﴾ او (الله) هغه ذات دى، چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل او عرش (حكومت) يې پر اوبو و(ځکه يې پېداكړ) چې تاسې وازمېيي [او معلوم کړي]، چې كوم يو مو ښه نېکچاری دی او كه ووايې: ((په حقيقت کې تاسې تر مرګ روسته دويم ځل راپاڅول كېږئ))؛ نو كافران هرومرو وايي:  ((دا (ادعا) خو ښكاره كوډې دي!))  (۷)
وَلَئِنْ أَخَّرْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِلَى أُمَّةٍ مَّعْدُودَةٍ لَّيَقُولُنَّ مَا يَحْبِسُهُ أَلاَ يَوْمَ يَأْتِيهِمْ لَيْسَ مَصْرُوفًا عَنْهُمْ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُواْ بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۸﴾ او كه  موږ څه موده، عذاب ترې وځنډوو، هرومرو وايي: ((څه یې تموي؟)) پوه شئ! پر كومه ورځ،  چې عذاب ورشي(؛ نو) هېڅکله به ترې اوړېدونکی نه وي او هماغه [عذاب] به يې را ايساركړي،  چې ملنډې یې پرې وهلې.(۸)
وَلَئِنْ أَذَقْنَا الإِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً ثُمَّ نَزَعْنَاهَا مِنْهُ إِنَّهُ لَيَؤُوسٌ كَفُورٌ ﴿۹﴾ او كه له خپل لوري پر انسان كوم نعمت وروڅكو او بيا يې ترې واخلو(؛ نو) بېشکه ډېر نهيلى او ناشكرى به شي! (۹)
وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ نَعْمَاء بَعْدَ ضَرَّاء مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ السَّيِّئَاتُ عَنِّي إِنَّهُ لَفَرِحٌ فَخُورٌ ﴿۱۰﴾ او كه د كړاو تر ور رسېدو روسته،  د نعمتونو خوند پرې ور وڅكو(؛ نو) په رښتیا په خوشحالۍ او ویاړ به وايي:  ((ستونزې رانه لرې شوې [او بیا نه راځي]))؛ (۱۰)
إِلاَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ ﴿۱۱﴾ خو هغوى چې (د رښتوني ايمان په رڼا كې) زغم وكړ او ښې چارې يې وكړې،  چې ورته بښنه او ستر اجر دى. (۱۱)
فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَضَآئِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَن يَقُولُواْ لَوْلاَ أُنزِلَ عَلَيْهِ كَنزٌ أَوْ جَاء مَعَهُ مَلَكٌ إِنَّمَا أَنتَ نَذِيرٌ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ﴿۱۲﴾ نو ښايي ته له دې لامله چې (کافران) وايي:  ((ولې کومه خزانه پرې راتویه نشوه یا کومه پرښته ورسره راغلې نه ده)) ځینې هغه څه پرېږدې،  چې درته وحې شوې او زړه تنګی (او خپه) شې! (خپه کېږه مه او وحې ابلاغ کړه؛ ځکه) ته یوازې ګواښګرندی یې؛  او الله پر هر څیز څارن دی. (۱۲)
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُواْ بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُواْ مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۳﴾ ايا وايي:  ((دا [قرآن]یې له ځانه جوړكړى؟)) ووايه: ((كه رښتينوني ياست؛ نو تاسې هم ددې قرآن په څېر (په دروغو) جوړ كړي لس سورته راوړئ او بې له الله هر څوك (ددې كار لپاره) راوبولئ!)) (۱۳)
فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أُنزِلِ بِعِلْمِ اللّهِ وَأَن لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿۱۴﴾ نو که ځواب یې درنکړ؛  نو پوه شئ،  چې (قرآن) يوازې په الهي علم نازل شوى او داچې بې له ده معبود نشته؛  نو ايا غاړه ږدئ؟! (۱۴)
مَن كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لاَ يُبْخَسُونَ ﴿۱۵﴾ څوك چې د دنيا ژوند او ښكلا يې غواړي؛ نو همدلته یې بې له څه کمي د کړنو بشپړه بدله ورکوو؛ (۱۵)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الآخِرَةِ إِلاَّ النَّارُ وَحَبِطَ مَا صَنَعُواْ فِيهَا وَبَاطِلٌ مَّا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۶﴾ (خو) دوى هغه کسان دي، چې په آخرت کې يې يوازې اور پر برخه دى او په دنيا کې يې،  چې (د غيرالله لپاره) څه کړي،  تويې ولاړل او ټولې کړنې يې باطلې او بې اغېزېږي. (۱۶)
أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إَمَامًا وَرَحْمَةً أُوْلَئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَن يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ فَلاَ تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِّنْهُ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۷﴾ نو ايا څوك چې د خپل پالونكي له لوري پر یوه څرګند دليل وي او یو ګواه، د الله له لوري لاروي ترې کوي او ترې وړاندې د موسى د لارښود او رحمت كتاب هم و (چې پرې ګواه و، د هغه چا په څېر به وي،  چې دغسې نه وي)؟! هغوى [چې حقيقت پال دي] ايمان پرې راوړي! او د مشرکانو له ډلو،  چې څوك ترې انکار وکړي؛  نو اور يې ژمنځی دى! نو په اړه یې مه شکمنېږه (؛ ځکه) هغه ستا د پالونكي له لوري حق دى؛  خو ډېرى خلك باور نه کوي. (۱۷)
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا أُوْلَئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَى رَبِّهِمْ وَيَقُولُ الأَشْهَادُ هَؤُلاء الَّذِينَ كَذَبُواْ عَلَى رَبِّهِمْ أَلاَ لَعْنَةُ اللّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ ﴿۱۸﴾ او څوک تر هغه ستر ظالم دى،  چې پر الله دروغ ورتړي؟ دوى به (د قيامت پر ورځ) خپل پالونكي ته وروړاندې كړاى شي او شاهدان [=پېغمبران او پرښتې ] به ووايي: ((دوى هماغوى دي،  چې پر خپل پالونكي يې دروغ ‎تړلي وو. پوه شئ! پر ظالمانو دې د الله لعنت وي!)) (۱۸)
الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۱۹﴾ هماغوى چې (خلك) د الله له لارې منع کوي او د حق لار كږه وږه ښيي او پر آخرت هم کافر دي! (۱۹)
أُولَئِكَ لَمْ يَكُونُواْ مُعْجِزِينَ فِي الأَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُم مِّن دُونِ اللّهِ مِنْ أَوْلِيَاء يُضَاعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ مَا كَانُواْ يَسْتَطِيعُونَ السَّمْعَ وَمَا كَانُواْ يُبْصِرُونَ ﴿۲۰﴾ دوى هېڅكله پرځمكې د تښتېدو وس نه لري او بې له الله يې ملاتړي(هم) نشته، عذاب به ورته دوه ګرايه شي! (؛ ځكه خپله هم بېلارې ول او نور يې هم بېلارې كول) دوى (د حق) د اورېدو غوږونه او (د حقيقت) د ليدو سترګې نه درلودې. (۲۰)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ ﴿۲۱﴾ دوى هغه كسان دي، چې د خپل وجود پانګه يې له لاسه وركړې ده او ټول دروغجن معبودان ترې تري تم شول. (۲۱)
لاَ جَرَمَ أَنَّهُمْ فِي الآخِرَةِ هُمُ الأَخْسَرُونَ ﴿۲۲﴾ هرومرو، دوى په آخرت كې [تر ټولو] ډېر زيانمن دي! (۲۲)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَخْبَتُواْ إِلَى رَبِّهِمْ أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۳﴾ په حقیقت کې صالح مؤمنان چې خپل پالونکي ته (سرټیټي او) متواضع دي،  تلمېشتي جنیتان دي. (۲۳)
مَثَلُ الْفَرِيقَيْنِ كَالأَعْمَى وَالأَصَمِّ وَالْبَصِيرِ وَالسَّمِيعِ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا أَفَلاَ تَذَكَّرُونَ ﴿۲۴﴾ ددې دواړو ډلو [=مؤمنينو او كافرانو] بېلګه؛ لكه (يو انسان چې) “ړوند و كوڼ” او بل”ليدونكى” او “اورېدونكى” وي، ايا دا دواړه یو د بل په څېر او برابر دي؟!؛ نو ايا (له دې بېلګې) پند نه اخلئ؟! (۲۴)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۲۵﴾ او په رښتيا، نوح مو د ده قوم ته ورلېږلى و(په لومړي ځل يې ورته وويل: ) ((په حقيقت کې زه درته یو څرګند ګواښګرندی يم. (۲۵)
أَن لاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ اللّهَ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ أَلِيمٍ ﴿۲۶﴾ چې بې له “الله” (بل څيز) مه لمانځئ؛ ځكه زه پر تاسې د دردناكې ورځې له عذابه وېرېږم!)) (۲۶)
فَقَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قِوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلاَّ بَشَرًا مِّثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلاَّ الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ ﴿۲۷﴾ نو د قوم كافرو مشرانو يې (په ځواب كې) وويل: ((ته خو موږ ته د خپل ځان په څېر يو بشر ښکارې او وينو، چې يوازې زموږ پرېوتو او سرسري وګړيو ستا لاروي كړې ده او موږ په تا کې داسې څه و نه ليدل، چې پر موږ ستاسې غوره والى وښيي؛ بلكې دروغجن دې ګڼو!)) (۲۷)
قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّيَ وَآتَانِي رَحْمَةً مِّنْ عِندِهِ فَعُمِّيَتْ عَلَيْكُمْ أَنُلْزِمُكُمُوهَا وَأَنتُمْ لَهَا كَارِهُونَ ﴿۲۸﴾ (نوح) وويل: ((زما قومه! ما ته ووايئ، كه زه د خپل پالونكي له لوري یو څرګند دليل ولرم،  او پرما يې خپل رحمت هم لورولى وي؛ خو [دا حقیقت]درته پټ وي، (ايا بيا هم زما له رسالته نټه كوئ) (؛ نو) له ناخوښۍ سره سره مو ايا زه تاسې ددې څرګند دليل منلو ته اړ ايستاى شم؟ (۲۸)
وَيَا قَوْمِ لا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ وَمَآ أَنَاْ بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّهُم مُّلاَقُو رَبِّهِمْ وَلَكِنِّيَ أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ ﴿۲۹﴾ او زما قومه! زه ددې بلنې لپاره اجر (او بدله) درځنې نه غواړم؛  اجر مې يوازې پر الله دى او مؤمنان (ستاسې لپاره) شړلى نشم؛ ځكه دوى له خپل پالونكي سره مخامخېدونکي دي (كه له ځانه يې وشړم؛ نو د قيامت په محكمه كې به مې د دعوى يو اړخ وي)؛ خو داسې قوم مو وينم،  چې جهالت او ناپوهي کوئ. (۲۹)
وَيَا قَوْمِ مَن يَنصُرُنِي مِنَ اللّهِ إِن طَرَدتُّهُمْ أَفَلاَ تَذَكَّرُونَ ﴿۳۰﴾ او زما قومه! كه يې و شړم؛ نو څوك به مې له الله وژغوري،  ايا په دومره هم نه پوهېږئ؟ (۳۰)
وَلاَ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلاَ أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلاَ أَقُولُ إِنِّي مَلَكٌ وَلاَ أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَن يُؤْتِيَهُمُ اللّهُ خَيْرًا اللّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنفُسِهِمْ إِنِّي إِذًا لَّمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۳۱﴾ او درته نه وايم،  چې الهي خزانې راسره دي او پر پټو هم نه پوهېږم او نه وايم،  چې پرښته يم او (همداراز) نه وايم،  هغوى چې تاسې ټیټ ورګورئ،  الله به كومه ښېګڼه ورنكړي،  الله يې پر زړونو ښه خبر دى (په دې توګه،  كه يې وشړم)؛  نو له ظالمانو ځنې به يم)) (۳۱)
قَالُواْ يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتَنِا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۳۲﴾ ویې ويل: ((نوحه! له موږ سره دې ناندرۍ وكړې او زياتې دې هم وكړې!(نور بس دى!) اوس نوكه رښتيا وايې؛ نو هغه عذاب راوله چې ګواښنه یې راكوې!)) (۳۲)
قَالَ إِنَّمَا يَأْتِيكُم بِهِ اللّهُ إِن شَاء وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ ﴿۳۳﴾ (نوح ) وويل : ((كه الله وغواړي؛ نوعذاب به درباندې راولي، چې د تښتېدو وس به(ترې) ونلرئ! (۳۳)
وَلاَ يَنفَعُكُمْ نُصْحِي إِنْ أَرَدتُّ أَنْ أَنصَحَ لَكُمْ إِن كَانَ اللّهُ يُرِيدُ أَن يُغْوِيَكُمْ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۳۴﴾ او (ددې به څه ګټه وي) كه الله وغواړي تاسې (د خپلو ګناهونو له لامله) بېلارې كړي او نصيحت درته وكړم؛ نو زما نصيحت به درته ګټورنه وي، هماغه ستاسې پالونكى دى او يوازې د هغه لوري ته ورستنېږئ.)) (۳۴)
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَعَلَيَّ إِجْرَامِي وَأَنَاْ بَرِيءٌ مِّمَّا تُجْرَمُونَ ﴿۳۵﴾ ايا (مشركان) وايي: ((دا (قرآن) یې له ځانه جوړ کړى دى.))؟ ووايه:  ((كه له ځانه مې جوړ كړى وي؛  نو ګناه يې زما پر غاړه ده او زه مو له ګناهونو کرکجن يم.)) (۳۵)
وَأُوحِيَ إِلَى نُوحٍ أَنَّهُ لَن يُؤْمِنَ مِن قَوْمِكَ إِلاَّ مَن قَدْ آمَنَ فَلاَ تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ ﴿۳۶﴾ او نوح ته وحې وشوه: ((بې له هغوى چې تراوسه يې ايمان راوړى، ستا له قومه نور څوك ايمان نه راوړي؛  نو څه یې چې كول،  مه نهیلېږه، (۳۶)
وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلاَ تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُواْ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ ﴿۳۷﴾ او (اوس) زموږ ترڅارنې او زموږ له وحې سره سم بېړۍ جوړه كړه او دهغوى په هکله راسره مه غږیږه چې ظلم یې كړى؛  ځکه دوى (ټول) ډوبېدونكي دي!)) (۳۷)
وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلأٌ مِّن قَوْمِهِ سَخِرُواْ مِنْهُ قَالَ إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ ﴿۳۸﴾ او پر بېړۍ جوړولو بوخت و او هر ځل يې چې د قوم د مشرانوكومه ډله پرې تېرېده ملنډې یې پرې وهلې (؛  خو نوح ورته) وويل: ((كه [اوس] ملنډې راباندې وهئ؛  نو [چې وخت یې راورسېد] موږ به (هم) همدغسې ملنډې درباندې ووهو. (۳۸)
فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُّقِيمٌ ﴿۳۹﴾ او  ډېر ژر به پوه شئ، چې پر چا شرموونکی عذاب راځي او پر چا به همېشنى عذاب راپرېوځي!)) (۳۹)
حَتَّى إِذَا جَاء أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلاَّ مَن سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلاَّ قَلِيلٌ ﴿۴۰﴾ ( حالات همداسې وو) تردې چې كله زموږ حكم راغى او تنور په خوټېدو شو!(؛ نو نوح ته) مو وويل:  ((د هر ډول [څارويو]يوه دوه ګوني جوړه (نر او ښځه) په بېړۍ كې واچوه! همدارازخپله كورنۍ هم (سپره كړه)؛ خو بې له هغوى چې له مخكې يې په اړه پرېکړه شوې ده [=ښځه او يو زوى يې] او همداراز مؤمنان هم (پكې سپاره كړه)))او يوازې ډېرو لږو خلکو ورسره ايمان راوړى و. (۴۰)
وَقَالَ ارْكَبُواْ فِيهَا بِسْمِ اللّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۴۱﴾ او (نوح) وويل:  ((پكې سواره شئ! روانېدل او تمېدل یې د الله په نامه دي،  چې پالونكى مې لورین بښونکى دى.)) (۴۱)
وَهِيَ تَجْرِي بِهِمْ فِي مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَى نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَب مَّعَنَا وَلاَ تَكُن مَّعَ الْكَافِرِينَ ﴿۴۲﴾ او بېړۍ له سورلیو سره د غرونو په څېر لويو څپو کې روانه وه(په دې وخت كې) نوح خپل زوى ته چې په يوه ګوښه كې و،  ورغږ وكړ:  ((زويکه! راسوور شه او د كافرانو ملګرتيا پرېږده!)) (۴۲)
قَالَ سَآوِي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاء قَالَ لاَ عَاصِمَ الْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ إِلاَّ مَن رَّحِمَ وَحَالَ بَيْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِينَ ﴿۴۳﴾ زوى يې ورته وويل:  ((دادی يوه غره ته ورخېژم، چې له نېزه مې وژغوري!)) (نوح ورته) وويل: ((نن بې د الله له لورنې هېڅ ژغورونکى نشته، چې څوک د الله له عذابه پرې وژغورل شي.)) په دې وخت كې د اوبو يوه څپه يې ترمنځ دېوال شوه او (زوی) له ډوبېدوونكيو ځنې شو. (۴۳)
وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءكِ وَيَا سَمَاء أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاء وَقُضِيَ الأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ وَقِيلَ بُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۴۴﴾ او وويل شول:  ((ځمكې! اوبه دې وزغمه او اسمانه! درتم شه!)) او اوبه كېناستې او كار پاى ته ورسېد او(بېړۍ) د جودي غره پر(لمن) ودرېده او(په دې وخت كې) وويل شول:  ((پر[مشرکو] ظالمانو دې لعنت،  رټنه او مرګ وي!)) (۴۴)
وَنَادَى نُوحٌ رَّبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابُنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ ﴿۴۵﴾ او نوح خپل پالونكي ته غږ كړ:  ((پالونكيه!په رښتيا زوى مې زما له كورنۍ دى او(زما د كورنۍ د ژغورنې په باب) ستا ژمنه حق ده او يوازې ته غوڅ پرېکړه کوونکى يې!)) (۴۵)
قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلاَ تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۴۶﴾ (الله) وويل: ((نوحه! هغه په حقيقت كې ستا له كورنۍ نه دى [؛ ځکه] هغه ناكاره کړنه ده [ =ښه سړى نه دى]؛ نو پرڅه چې نه پوهېږې، رانه یې مه غواړه، په رښتینه کې نصيحت درته كوم، چې (هسې نه) له ناپوهانو ځنې شې.)) (۴۶)
قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَإِلاَّ تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُن مِّنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۴۷﴾ نوح وويل: ((پالونكيه! له دې پناه دروړم، چې هسې نه هغه څه درنه وغواړم، چې پرې نه پوهېږم او كه مې و نه بښې او راباندې و نه لورېږې (؛ نو) له زيانكارانو ځنې به يم)). (۴۷)
قِيلَ يَا نُوحُ اهْبِطْ بِسَلاَمٍ مِّنَّا وَبَركَاتٍ عَلَيْكَ وَعَلَى أُمَمٍ مِّمَّن مَّعَكَ وَأُمَمٌ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ يَمَسُّهُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۴۸﴾ (نوح ته) وويل شول:  ((نوحه! كوز شه، زما له لوري سلامتيا او بركتونه دې پر تا او درسره امتونو وي! او [له ځوځاته یې] داسې امتونه [هم دي]، چې موږ به يې له نعمتونو برخمن كړو،  بيا زموږ له لوري دردناك عذاب وررسي (؛ ځكه په نعمتونو ناشكري كوي.) )) (۴۸)
تِلْكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَا أَنتَ وَلاَ قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۴۹﴾ دا هغه پټې غټې خبرې دي، چې موږ دروحې كړې، تر دې له مخه نه ته او نه ستا قوم پرې پوهېده؛  نو (ته هم د نوح په څېر) صبر كوه؛ ځکه (ښه) پايله د متقیانو ده. (۴۹)
وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ مُفْتَرُونَ ﴿۵۰﴾ او موږ (د) عاد(قوم) ته رور یې هود ورولېږه؛  ویې ويل: ((زما قومه! الله ولمانځئ، چې بې له ده معبود درته نشته، تاسې يوازې تور لګوونکي یاست (او بوتان ورسره شريكوئ.)  (۵۰)
يَا قَوْمِ لا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى الَّذِي فَطَرَنِي أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۵۱﴾ زما قومه! ددې (رسالت) لپاره څه اجر درځنې نه غواړم، زما اجر يوازې پر هغه دى، چې زه يې پيدا كړى يم؛ نو ايا (ناخبر ياست او) او عقل نه کاروئ؟! (۵۱)
وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ وَلاَ تَتَوَلَّوْاْ مُجْرِمِينَ ﴿۵۲﴾ او زما قومه! له خپل پالونكي بښنه وغواړئ بيا يې درشل ته توبه وكاږئ (چې) له اسمانه په شېبو شېبو باران درباندې واوروي او اوسنۍ پياوړتيا به مو لا زياته كړي او د ګناهګارانو په څېر (له حقه) مخ مه اړوئ.)) (۵۲)
قَالُواْ يَا هُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي آلِهَتِنَا عَن قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۵۳﴾ ځواب یې وركړ: ((هوده! كوم څرګند دليل دې راته راوړی نه دى (او ستا د خبرې لپاره) خپل خدايان پرېښوولاى نشو او نه هسې په هسې درباندې ايمان راوړاى شو.)) (۵۳)
إِن نَّقُولُ إِلاَّ اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوَءٍ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللّهِ وَاشْهَدُواْ أَنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ ﴿۵۴﴾ موږ (ستا په اړه) يوازې وايو: ((زموږ ځينو خدايانو زيان دررسولى(اوعقل يې درنه وړی) دى.)) (هود) وويل:  ((الله شاهد نيسم،  تاسې هم شاهدان وسئ،  چې له شرکي کړنو مو کرکجن يم. (۵۴)
مِن دُونِهِ فَكِيدُونِي جَمِيعًا ثُمَّ لاَ تُنظِرُونِ ﴿۵۵﴾ بې له الله؛ نور ټول څه چل راته جوړ كړئ،  بيا ایله راته مه كوئ!(؛ خو پوه شئ، چې هېڅ کار مو له وسې پوره نه دى). (۵۵)
إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللّهِ رَبِّي وَرَبِّكُم مَّا مِن دَآبَّةٍ إِلاَّ هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۵۶﴾ ځکه ما پر”الله” بروسه كړې، چې زموږ او ستاسې پالونكى دى، د هر خوځنده واګې ورسره دي،  په رښتيا چې پالونكى مې پرسمه لار دى. (۵۶)
فَإِن تَوَلَّوْاْ فَقَدْ أَبْلَغْتُكُم مَّا أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَيْكُمْ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّي قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلاَ تَضُرُّونَهُ شَيْئًا إِنَّ رَبِّي عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ ﴿۵۷﴾ نو كه مخ واړوئ[پوه شئ، ] ما په رښتيا هغه څه پوره درورسول، چې پرې ګومارل شوى يم او پالونكى به مې ستاسې پرځاى بله ډله ځايناستې كړي او څه زيان نشئ وررسولاى. په حقيقت كې زما پالونكى د ټولو څيزونو ساتندوى (او څارندوى) دى.))  (۵۷)
وَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا نَجَّيْنَا هُودًا وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَنَجَّيْنَاهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ ﴿۵۸﴾ او چې كله زموږ (د عذاب) امر راغى؛ نو موږ په خپل رحمت،  هود او ورسره مؤمنان وژغورل او له یوه سخت عذابه مو بچ کړل. (۵۸)
وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُواْ بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْاْ رُسُلَهُ وَاتَّبَعُواْ أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ ﴿۵۹﴾ او دا د “عاد” قوم و، چې د خپل پالونكي له آيتونو منكر شول او د هغه د استازيو خبره يې ونه منله او (د حق) د هر سرغړاند دښمن لاروي يې وكړه. (۵۹)
وَأُتْبِعُواْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا إِنَّ عَادًا كَفَرُواْ رَبَّهُمْ أَلاَ بُعْدًا لِّعَادٍ قَوْمِ هُودٍ ﴿۶۰﴾ او هم په دې دنيا کې او هم د قيامت پر ورځ یو لعنت ورپسې شو،  پوه شئ،  “عاد”په خپل پالونكي كافران شول. عاد،  د هود قوم،  دې (د الله له رحمت، خير او نېكمرغۍ) لرې وي!(۶۰)
وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُّجِيبٌ ﴿۶۱﴾ او د “ثمود” قوم ته یې مو (نسبي یا قومي) رور “صالح” (ورلېږلی و) چې ويې ويل: ((زما قومه! الله ولمانځئ، چې بې له ده معبود درته نشته،  له ځمكې یې پېدا او د ښېرازولو لپاره یې پکې مېشت کړئ؛  نو بښنه ترې وغواړئ،  بيا يې درشل ته توبه وكاږئ [؛ ځکه] چې پالونكى مې (خپلو بند ګانو ته) نژدې او (د دعاګانو یې) قبلوونكى دى.)) (۶۱)
قَالُواْ يَا صَالِحُ قَدْ كُنتَ فِينَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هَذَا أَتَنْهَانَا أَن نَّعْبُدَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِي شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ ﴿۶۲﴾ ویې ويل: ((صالحه! په رښتيا تر دې مخكې درته هيلمن وو، ايا موږ د هغه څه له عبادته منع كوې،  چې زموږ پلرونو لمانځل؟ او په یقین، څه ته چې مو وربلې، په اړه يې سخت شكمن او بدګومانه يو.)) (۶۲)
قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَى بَيِّنَةً مِّن رَّبِّي وَآتَانِي مِنْهُ رَحْمَةً فَمَن يَنصُرُنِي مِنَ اللّهِ إِنْ عَصَيْتُهُ فَمَا تَزِيدُونَنِي غَيْرَ تَخْسِيرٍ ﴿۶۳﴾ (صالح) وويل: ((قومه! غور وكړئ،  كه زه مې د پالونكي له لوري یو څرګند دليل ولرم او پر ما يې له خپل لوري لورنه (هم) كړې وي(؛ نو له پېغام رسولو یې غاړه غړولاى شم؟) كه سرغړونه یې وکړم؛ نو څوك به مې د الله په مقابل كې مرسته وكړي؟؛ نو تاسې خو يوازې زما زيانمني رازياتوئ. (۶۳)
وَيَا قَوْمِ هَذِهِ نَاقَةُ اللّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللّهِ وَلاَ تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِيبٌ ﴿۶۴﴾ او قومه! دا د “الله” اوښه درته يوه نښه ده؛ نو پرې یې ږدئ، چې د الله پرځمكه وڅري او هېڅ زيان مه ورسوئ؛  كه نه، ډېر ژر به مو(د هغې په ځورولو پسې جوخت) عذاب ونيسي!)). (۶۴)
فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُواْ فِي دَارِكُمْ ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ ذَلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍ ﴿۶۵﴾ ( خو) اوښه یې وژوبلله او ووژله (او صالح ورته) وويل: (((مهلت مو پاى ته ورسېد!) درې ورځې په خپلو كورنو كې له ژونده برخمن شئ (او روسته به الهي عذاب راورسي؛) دا يوه رښتینې ژمنه ده!)) (۶۵)
فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَالِحًا وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَمِنْ خِزْيِ يَوْمِئِذٍ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ ﴿۶۶﴾ نو چې زموږ (د مجازاتو) حكم راورسېد موږ په خپل رحمت صالح او ورسره مؤمنان د دې ورځې له بې پتۍ خوندي کړل؛ ځكه يوازې ستا پالونكى عزتمن ځواکمن دى. (۶۶)
وَأَخَذَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُواْ فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۶۷﴾ او [مشرک] ظالمان (اسماني هيبتناكې) كړيكې ونيول او په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته وو! (۶۷)
كَأَن لَّمْ يَغْنَوْاْ فِيهَا أَلاَ إِنَّ ثَمُودَ كَفرُواْ رَبَّهُمْ أَلاَ بُعْدًا لِّثَمُودَ ﴿۶۸﴾ داسې چې ته وا هلته له سره وسېدلي نه ول! پوه شئ د ثمود قوم پرخپل پالونكي كافر شول،  پوه شئ،  چې ثمود قوم دې (له الهي رحمته) لرې وي! (۶۸)
وَلَقَدْ جَاءتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُواْ سَلاَمًا قَالَ سَلاَمٌ فَمَا لَبِثَ أَن جَاء بِعِجْلٍ حَنِيذٍ ﴿۶۹﴾ او په رښتيا ابراهيم ته زموږ پرښتې په زېري ورغلې او ويې ويل:  ((سلام!)) ده هم په ځواب كې ((سلام)) ووايه؛ نو څه ځنډ یې و نه کړ، چې ابراهيم وريت شوى خوسى(ورته) راووړ. (۶۹)
فَلَمَّا رَأَى أَيْدِيَهُمْ لاَ تَصِلُ إِلَيْهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً قَالُواْ لاَ تَخَفْ إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمِ لُوطٍ ﴿۷۰﴾ (خو) ويې ليدل، چې دوى خوړو ته لاسونه نه وروړي (او نه يې خوري؛ نو) د دوى (دا كار يې) نا اشنا وباله او په زړه كې ترې وډار شو. دوى وويل: ((مه وېرېږه[؛ ځکه] چې موږ د لوط قوم پر لور رالېږل شوي يو.)) (۷۰)
وَامْرَأَتُهُ قَآئِمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَاهَا بِإِسْحَاقَ وَمِن وَرَاء إِسْحَاقَ يَعْقُوبَ ﴿۷۱﴾ او مېرمن يې (هلته) ولاړه وه؛ نو(له خوشحالى) يې وخندل (او حایضه شوه)؛  نو د اسحاق او په اسحاق پسې د (نمسي) يعقوب زېرى مو وركړ. (۷۱)
قَالَتْ يَا وَيْلَتَى أَأَلِدُ وَأَنَاْ عَجُوزٌ وَهَذَا بَعْلِي شَيْخًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عَجِيبٌ ﴿۷۲﴾ (د ابراهيم ښځې) وويل:  ((هاى هاى! څنګه به زوی زیږوم چې پخپله بوډۍ او مېړه مې هم بوډا دى؟!دا يو هېښنده څیز دى!)) (۷۲)
قَالُواْ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ ﴿۷۳﴾ ( پرښتو) وويل: ((ايا د الله له كاره هېښېږې؟ ای [د رسالت] کورنۍ پر تاسې خو د الله لورنه او برکتونه دي؛ ځكه چې هغه ستايل شوى (او) د ستر شان څښتن دى؛))  (۷۳)
فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ الرَّوْعُ وَجَاءتْهُ الْبُشْرَى يُجَادِلُنَا فِي قَوْمِ لُوطٍ ﴿۷۴﴾ نو چې د ابراهيم وېره ايسته شوه او (د زوی) زېرى پرې وشو (د سپارښت په نيت) يې د لوط د قوم په اړه چېړ چاړ راسره پیل کړ.  (۷۴)
إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّاهٌ مُّنِيبٌ ﴿۷۵﴾ ځكه چې ابراهيم زغمناک،  ډېر زړه سواندى (او) دردمند توبه ګار و! (۷۵)
يَا إِبْرَاهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا إِنَّهُ قَدْ جَاء أَمْرُ رَبِّكَ وَإِنَّهُمْ آتِيهِمْ عَذَابٌ غَيْرُ مَرْدُودٍ ﴿۷۶﴾ ابراهيمه! له دې (غوښتنې) تېرشه؛ ځكه ستا د پالونكي امر راغلى او بېرته نه ګرځېدونى عذاب ورباندې پرېباسي. (۷۶)
وَلَمَّا جَاءتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ ﴿۷۷﴾ او چې لوط ته كله زموږ استازي [=د عذاب پرښتې] ورغلې (؛ نو) پر ورتګ يې خپه او زړه تنګى شو او و يې ويل: ((نن ډېره سخته او درنه ورځ ده!)) (؛ ځكه و يې نه پېژندې او وډار شو، چې ګناهګار قوم څه بې عزتي ور و نه رسوي.)  (۷۷)
وَجَاءهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُواْ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلاء بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَلاَ تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ ﴿۷۸﴾ او قوم يې چې لاله پخوا بدچاری و (د مېلمنو د سپكاوۍلپاره) په منډه منډه (د لوط) كور ته ورغى، لوط وويل: ((قومه! دا زما لوڼې دي، دوى درته ډېرې پاكې دي (او واده ورسره وكړئ اوله ناكارۍ لاس واخلئ) له خدايه ووېرېږئ او ما د مېلمنو په مخكې مه خړوئ،  ايا څوك عقلمن ځوانمرد درکې نشته؟!)) (۷۸)
قَالُواْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِي بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ ﴿۷۹﴾ ځواب یې وركړ: ((ته ښه پوهېږې، چې ستا لوڼو ته زموږ څه اړتيا او څوبتیا نشته او ښه پوهېږې، چې موږ څه غواړو.)) (۷۹)
قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَى رُكْنٍ شَدِيدٍ ﴿۸۰﴾ (لوط) وويل:  (( (افسوس!) كاش ما پخپله د مقابلې وس او زور درسره درلوداى يا ټينګ ملاتړ راسره واى! (بيا پوهېدم، چې له تاسې ناكارو سره مې څه كول!) ))(۸۰)
قَالُواْ يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُواْ إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ ﴿۸۱﴾ (د عذاب پرښتو) وويل: ((لوطه! موږ ستا د پالونكي استازي يو، دوى هېڅ (زيان) دررسولاى نشي؛  نو خپله كورنۍ دې (له دې ښاره) د شپې شپې وباسه او له تاسې دې څوك شا ته نه راګوري؛ خو مېرمن دې (ملګرتيا درسره نه کوي) په یقین پرهغه عذاب به اخته شي،  چې دا نور پرې اخته كېږي، عذاب ته يې د سباوون وخت ټاكل شوى دى، ايا سباوون نژدې نه دى؟!)) (۸۱)
فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ ﴿۸۲﴾ نو چې كله زموږ (د عذاب) امر راغى (؛ نو) دا (سيمه او ښار) مو پر بل مخ نسكور كړ او په اور پخې ګیټکۍ مو پرلپسې پرې وورولې!  (۸۲)
مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ ﴿۸۳﴾ (داسې ګیټکۍ چې) ستا د پالونكي نښې پرې شوې وې او دا(عذاب) له (نورو) ظالمانو څه لرې نه دى. (۸۳)
وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ وَلاَ تَنقُصُواْ الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ إِنِّيَ أَرَاكُم بِخَيْرٍ وَإِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُّحِيطٍ ﴿۸۴﴾ او “مدين” (والو) ته یې مو (نسبي یا ټبریز) رور شعيب (لېږلی و) ويې ويل:  (((قومه! الله ولمانځئ، چې بې له ده معبود نشته! او په پيمانه او تله كې كمى مه كوئ (او ډنډۍ مه وهئ)! زه (همدا اوس) تاسې په ښه حالت(سوکالۍ او شتمنۍ) كې وينم؛  خو زه پرتاسې د راچاپېرېدونكې ورځې له عذابه وېرېږم.  (۸۴)
وَيَا قَوْمِ أَوْفُواْ الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۸۵﴾ او زما قومه! په انصاف تول او مېچ كوئ او د خلكو په څيزونو (او جنسونو) کې ټګي مه كوئ او له حقوقو يې مه كموئ! او په ځمكه كې فساد ته لمن مه وهئ. (۸۵)
بَقِيَّةُ اللّهِ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ وَمَا أَنَاْ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ ﴿۸۶﴾ كه مؤمنان ياست؛  نو د الله له لوري پاتې شوې (حلاله برخه) درته غوره ده او زه پر تاسې (په زوره د ايمان راوړو) پاسوال نه يم.))  (۸۶)
قَالُواْ يَا شُعَيْبُ أَصَلاَتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاء إِنَّكَ لَأَنتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ ﴿۸۷﴾ ځواب یې وركړ: ((شعيبه! ايا لمونځ دې،  دې ته ورهڅوي، څه چې زموږ پلرونو لمانځل پرېږدو، يا په خپلو مالونوكې له خپلې خوښې سره سم تصرف و نه كړو؟ په رښتيا،  ته خو زغمناك (او) پر سمه لار روان يې!)) [؛ نو ولې کړۍ راتنګوې؟] (۸۷)
قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىَ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الإِصْلاَحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ﴿۸۸﴾ (شعيب ) وويل: ((زما قومه! ما ته ووايئ، كه زه د خپل پالونكي له لوري یو څرګند دليل ولرم او ښه روزي یې راكړې وي (؛ نو ايا د حكم پرخلاف يې چلن كړاى شم؟) زه هېڅكله دا نه غواړم،  له څه چې مو منع كوم، پخپله يې وكړم، زه ترخپلې وسې بې (د ټولنې) له سمونې څه نه غواړم (او په دې كار كې) بې د الله (له مرستې) برى راسره نشته! پر هغه مې بروسه ده او لوري ته يې ورستنېږم. (۸۸)
وَيَا قَوْمِ لاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِي أَن يُصِيبَكُم مِّثْلُ مَا أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَالِحٍ وَمَا قَوْمُ لُوطٍ مِّنكُم بِبَعِيدٍ ﴿۸۹﴾ او زما قومه! ‏ دښمني او مخالفت مو راسره ددې لامل نشي، چې پر هغه برخليك اخته شئ،  چې د نوح قوم يا د هود قوم يا د صالح قوم پرې اخته شوى و او د لوط قوم خو دومره درنه لرې نه دى. (۸۹)
وَاسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ ﴿۹۰﴾ او له خپل پالونكي بښنه وغواړئ،  بيا يې درشل ته توبه وباسئ، چې پالونكى مې لورین (او پر توبه ايستونكيو بندګانو) مينه ناک دى!)) (۹۰)
قَالُواْ يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِّمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا وَلَوْلاَ رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ وَمَا أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ ﴿۹۱﴾ ويې ويل: ((شعيبه! څه چې وایې،  په ډېرو یې نه پوهېږو! او موږ دې په خپل منځ كې کمزوری وينو اوكه (د) ټبر (درناوی) دې نه واى؛ نو په کاڼو مو ايشتې او پر موږ خو څه ګران نه يې.)) (۹۱)
قَالَ يَا قَوْمِ أَرَهْطِي أَعَزُّ عَلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَاتَّخَذْتُمُوهُ وَرَاءكُمْ ظِهْرِيًّا إِنَّ رَبِّي بِمَا تَعْمَلُونَ مُحِيطٌ ﴿۹۲﴾ ويې ويل:  ((قومه! ايا زما ټبر تر “الله” ډېر درته ګران او مخور دى؟ (چې له خپلوانو مې ډارېږئ او) د الله احكام مو شا ته غورځولي دي! په حقيقت كې څه چې كوئ،  الله پرې راچاپېر (او خبر) دى.(۹۲)
وَيَا قَوْمِ اعْمَلُواْ عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَاذِبٌ وَارْتَقِبُواْ إِنِّي مَعَكُمْ رَقِيبٌ ﴿۹۳﴾ او زما قومه! ((هركار مو، چې له لاسه كېږي، و يې كړئ، زه به هم خپل كار وكړم او ژر به پوه شئ، چې پرچا رسواكوونكى عذاب راځي او څوك دروغجن دى! تاسې هم انتظار وباسئ او زه (هم) درسره څارو يم!)) (۹۳)
وَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًا وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مَّنَّا وَأَخَذَتِ الَّذِينَ ظَلَمُواْ الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُواْ فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۹۴﴾ او چې كله زموږ (د عذاب) امر راغى (؛ نو) موږ شعيب او ورسره مومنان،  په خپل رحمت وژغورل او ظالمان(اسماني مرګوني) كړيكې ونيول او پخپلو كورونو كې پړمخ مړه پرېوتل!  (۹۴)
كَأَن لَّمْ يَغْنَوْاْ فِيهَا أَلاَ بُعْدًا لِّمَدْيَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُودُ ﴿۹۵﴾ داسې لکه چې هډو هلته وسېدلي نه وو! باخبر (د الله له رحمته) دې لرې وي مدين (او وسېدونكي يې)؛ لكه د ثمود قوم، چې لرې شوى و. (۹۵)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۹۶﴾ او په رښتيا موسى مو له خپلو نښو اوڅرګند دليل سره ولېږه(۹۶)
إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَاتَّبَعُواْ أَمْرَ فِرْعَوْنَ وَمَا أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍ ﴿۹۷﴾ فرعون او د قوم مشرانو ته يې؛  خو دوی (مشرانو) د فرعون حكم ته غاړه کېښووله او د فرعون په حكم کې هېڅ پوهاوی،  عقلمني او معرفت نه و. (۹۷)
يَقْدُمُ قَوْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَأَوْرَدَهُمُ النَّارَ وَبِئْسَ الْوِرْدُ الْمَوْرُودُ ﴿۹۸﴾ د قيامت قيامت پر ورځ به فرعون د خپل قوم مخكښې کوي او دوزخ ته به یې ورننباسي او څومره بد ننواته دي.  (۹۸)
وَأُتْبِعُواْ فِي هَذِهِ لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ بِئْسَ الرِّفْدُ الْمَرْفُودُ ﴿۹۹﴾ او په دې دنيا کې هم او د قيامت پر ورځ هم لعنت ورپسې دی (او) څومره ناوړه ورکړه يې پر برخه کېږي.(۹۹)
ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْقُرَى نَقُصُّهُ عَلَيْكَ مِنْهَا قَآئِمٌ وَحَصِيدٌ ﴿۱۰۰﴾ دا (مطالب) د اباديو غټ خبرونه دي! چې قیصه یې درته کوو چې ځينې(اوس هم) ولاړې دي او ځينې يې نړېدلې (او آثار يې له منځه تللي) دي.  (۱۰۰)
وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِن ظَلَمُواْ أَنفُسَهُمْ فَمَا أَغْنَتْ عَنْهُمْ آلِهَتُهُمُ الَّتِي يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ مِن شَيْءٍ لِّمَّا جَاء أَمْرُ رَبِّكَ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍ ﴿۱۰۱﴾ او موږ پرې تېرى نه دى كړى؛  بلكې پخپله يې پر خپلو ځانونو تېرى وكړ او چې کله د الهي عذاب حكم راورسېد؛  نو د (حقيقي) خداى (الله) پر ځاى يې، چې نور معبودان لمانځل، په کار يې رانغلل او بې له هلاکته يې څه ګټه ورونه رسوله.(۱۰۱)
وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ ﴿۱۰۲﴾ او ستا پالونكى،  چې كله ظالمو سيمو ته سزا وركوي (د غوسې) نيول يې همداسې وي! بېشکه (په غوسې) نيونه يې ډېره سخته او دردناكه ده. (۱۰۲)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّمَنْ خَافَ عَذَابَ الآخِرَةِ ذَلِكَ يَوْمٌ مَّجْمُوعٌ لَّهُ النَّاسُ وَذَلِكَ يَوْمٌ مَّشْهُودٌ ﴿۱۰۳﴾ حقيقت دادى، چې په دې (يادونو) كې د هغه چا لپاره نښه (او عبرت) دى، چې د آخرت له عذابه وېرېږي،  هماغه ورځ ده، چې خلك به ورته راټول کړای شي او دا ورځ لیدونې ده(چې ټول به یې وویني). (۱۰۳)
وَمَا نُؤَخِّرُهُ إِلاَّ لِأَجَلٍ مَّعْدُودٍ ﴿۱۰۴﴾ او بې له ټاكلې نېټې يې نه ځنډوو . (۱۰۴)
يَوْمَ يَأْتِ لاَ تَكَلَّمُ نَفْسٌ إِلاَّ بِإِذْنِهِ فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ ﴿۱۰۵﴾ هغه ورځ (قيامت او د عذاب وخت) چې راشي؛  نو څوك به یې بې اجازې خبرې نه کوي، ځينې به بدمرغه او ځينې به نېكمرغه وي؛ (۱۰۵)
فَأَمَّا الَّذِينَ شَقُواْ فَفِي النَّارِ لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَشَهِيقٌ ﴿۱۰۶﴾ خو بدمرغه کړاى شوي په اوركې دي چې پکې به یې چیغې او ځګېروي وي(لکه د خرو هنګېدا او کورېدا) (۱۰۶)
خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ إِلاَّ مَا شَاء رَبُّكَ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِّمَا يُرِيدُ ﴿۱۰۷﴾ (او) تر هغو به پکې وي، چې (د اخروي نړۍ) اسمانونه او ځمكه ولاړ وي؛ خو داچې پالونكى دې وغواړي (؛ ځکه) ستا پالونكى، چې څه غواړي هماغه كوي. (۱۰۷)
وَأَمَّا الَّذِينَ سُعِدُواْ فَفِي الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ إِلاَّ مَا شَاء رَبُّكَ عَطَاء غَيْرَ مَجْذُوذٍ ﴿۱۰۸﴾ او نېكمرغه کړاى شوي تر هغو په جنت كې دي چې (د اخروي نړۍ) اسمانونه او ځمكه ولاړ وي؛  خو داچې ستا پالونكى وغواړي (چې دا) نه پرېكېدونې پېرزوينه ده؛ (۱۰۸)
فَلاَ تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِّمَّا يَعْبُدُ هَؤُلاء مَا يَعْبُدُونَ إِلاَّ كَمَا يَعْبُدُ آبَاؤُهُم مِّن قَبْلُ وَإِنَّا لَمُوَفُّوهُمْ نَصِيبَهُمْ غَيْرَ مَنقُوصٍ ﴿۱۰۹﴾ نو د دوى [=مشركانو] د معبودانو(د بطلان) په باب مه شكمنېږه،  دوى هماغسې دا معبودان لمانځي،  چې مخكې يې پلرونو لمانځل او بېشکه موږ به يې برخه بې له هېڅ كمي پوره وركړو. (۱۰۹)
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ وَلَوْلاَ كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ ﴿۱۱۰﴾ او رښتیا موسى ته مو (اسماني) كتاب وركړ،  چې اختلاف پکې وکړای وشو او كه (پر دوی د ازمېښت،  غاړې خلاصونې او اتمام حجت په باب) ستا د پالونكي مخكېنۍ ژمنه نه واى؛  نو ترمنځ به يې لا له مخه پرېكړه شوې وه او دوى (تراوسه) په شك كې دي،  داسې شك چې بدګوماني هم ورسره ده. (۱۱۰)
وَإِنَّ كُلاًّ لَّمَّا لَيُوَفِّيَنَّهُمْ رَبُّكَ أَعْمَالَهُمْ إِنَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۱۱۱﴾ او بېشكه ستا پالونكى به ددې هر يو د كړنو (بدله) پوره وركړي[؛ ځكه] چې الله يې له كړنو ښه خبر دى؛ (۱۱۱)
فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلاَ تَطْغَوْاْ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۱۲﴾ نو لكه څنګه چې امر درته شوى(؛ نو) ته او له تا سره چې څوک د حق لوري ته ورګرځېدلي،  په همدې لار ټینګ وسئ او له پولو مه اوړئ؛  ځکه هغه مو د کړنو لیدونکی دی.(۱۱۲)
وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِنْ أَوْلِيَاء ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ ﴿۱۱۳﴾ او د ظالمانو پر لور مه وركږيږئ، چې اور به مو راښکېل کړي او په دې حال كې به بې له “الله”ستاسې ملاتړ نه وي،  بيا به مرسته درسره ونه کړای شي. (۱۱۳)
وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ ﴿۱۱۴﴾ او د ورځې په دواړو خواوو او د شپې په لومړيو كې لمونځ وكړه؛ ځكه نېكي، بدي (او اغېزې يې) له منځه وړي، دا پند اخستونكيو ته یوه یادونه ده. (۱۱۴)
وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۱۵﴾ او صبر وكړه (؛ ځکه) په رښتیا کې الله د نېكانو اجر نه لاهو كوي؛ (۱۱۵)
فَلَوْلاَ كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُوْلُواْ بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الأَرْضِ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مَا أُتْرِفُواْ فِيهِ وَكَانُواْ مُجْرِمِينَ ﴿۱۱۶﴾ نو ولې له تاسې په مخكېنيو پېړيو (او قومونو) كې ځواكمن پوهان نه ول، چې پرځمكه يې د فساد خپرولو مخه نيولې واى؟! خو ډېرلږ (پكې ول)، چې ومو ژغورل او ظالمان په خوندونو او نعمتونو پسې شول او ګناهګاران وو(او له منځه ولاړل).  (۱۱۶)
وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ ﴿۱۱۷﴾ او ستا پالونكى ديوې سيمې وسېدونكي، چې (د خپلو چارو د) سمونې په لټه كې وي، په ناحقه نه ځپي. (۱۱۷)
وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلاَ يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ ﴿۱۱۸﴾ او كه ستا پالونكي غوښتاى؛ نو ټول خلك يې (بې له هېڅ ډول اختلافه) يو امت كولاى شو؛ خو تل به بېلابېل وي. (۱۱۸)
إِلاَّ مَن رَّحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لأَمْلأنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿۱۱۹﴾ خو هغوى (به له اختلافه وژغورل شي) چې ستا پالونكى پرې ولورېږي! او هغوى يې (د همدې لورنې لپاره) پيدا كړل او دا ستا د پالونكي پرېكنده حكم دى، چې ((جهنم به د پيريانو او انسانانو له ټولو(سرغړوونكيو) ډك كړم.)) (۱۱۹)
وَكُلاًّ نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاء الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ وَجَاءكَ فِي هَذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۲۰﴾ او د (خپلو) استازیو هره قيصه، چې درلولو،  زړه دې پرې ډاډه کوو او په دې (قيصو) كې تاته حق او د مؤمنانو لپاره نصيحت او يادونه درغلې ده. (۱۲۰)
وَقُل لِّلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ اعْمَلُواْ عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنَّا عَامِلُونَ ﴿۱۲۱﴾ او نامؤمنانو ته ووايه:  ((څه چې ستاسې له وسې پوره وي، و يې كړئ، موږ به هم خپله وسه وكړو! (۱۲۱)
وَانتَظِرُوا إِنَّا مُنتَظِرُونَ ﴿۱۲۲﴾ او انتظار وباسئ،چې موږ به (هم) څارو يو!)) (۱۲۲)
وَلِلّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۱۲۳﴾ او د اسمانونو او ځمكې (له پټو خوالو او) غيب (څخه خبرېدنه) يوازې د الله په واک کې ده او ټولې چارې يوازې ده ته ورګرځول كېږي؛ نو و يې لمانځه او بروسه پرې وكړه، ستاسې پالونكى مو له کړنو ناخبره نه دى.
  (۱۲۳)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!