تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ اُمي پېغمبر  ليکوال: استاد مرتضى مطهري د ژباړن خبرې  د (( اُمي پېغمبر)) په نوم ليکنه چې لولئ،دا په حقيقت کې پر ١٣٤٢ل د يوې ليکنې ځواب دى،چې پېغمبر اکرم (ص) يې ((لوستى)) ښوولى دى. پدې ليکنه کې په خورا مطلوب ډول،د پېغمبر اکرم (ص) د ((نالوستۍ)) په اړه بحث شوى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اُمي پېغمبر

 ليکوال: استاد مرتضى مطهري

د ژباړن خبرې

 د (( اُمي پېغمبر)) په نوم ليکنه چې لولئ،دا په حقيقت کې پر ١٣٤٢ل د يوې ليکنې ځواب دى،چې پېغمبر اکرم (ص) يې ((لوستى)) ښوولى دى.

پدې ليکنه کې په خورا مطلوب ډول،د پېغمبر اکرم (ص) د ((نالوستۍ)) په اړه بحث شوى دى. داسلام دښمنان په ځينو انټرنټي وبپاڼو او چاپي ليکنو کې د بشريت په ستر لارښود؛حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم پسې تورونه لګوي؛نو ددې لپاره چې ځوان نسل مو داسې روزلى وي،چې له خپل (( نبي)) په منطق او دليل دفاع وکړي او هم اسلام نړيوالو ته  ژغورنده ښوونځى وښيي؛دا ژباړه  راوړاندې کړه،چې د ځوابيه ليکنې پر دود پوه شو.

 د خداى نالوستى استازى

    د رسول اکرم د ژوند يو روښانه ټکى دادى ،چې نالوستى و او ښوونځي ته نۀ و تللى او له يوه ښوونکي يې هم زده کړه نۀ وه کړې.

که مسلمان دى اوکه  نامسلمان؛چا هم و نۀ ويل چې د خداى استازي په ماشومتوب،ځوانۍ او ان په پوخ عمر کې چې د رسالت وخت يې و،ليک لوست زده کړى وي او همداراز چا هم ندي ويلي،چې د رسالت په پير کې يې يوه کرښه لوستې او يا ليکلې وي.

په هغه وخت کې عرب او په تېره بيا د حجاز خلک په ټوليزه توګه نالوستي وو او لوستي پکې د ګوتو په شمېر وو او په عادي بڼه شونې نۀ وه، چې پدې خلکو کې څوک دا فن زده کړي.

لکه څرنګه چې پوهېږوپه راتلونکيو څپرکيو کې به پرې رڼا هم واچو)په هغه وخت کې پېغمبر اکرم تورن شو ،چې څه وايي،له نورو کتابونو يې اخېستي دي خو دا چې ليک لوست يې زده نۀ و؛نو دا تور پرې ونلګېد.

د نورو اعترافونه

ختيځ پوهان  چې د اسلام تاريخ ته د نيوکې په سترګه ګوري،يو ه هم د خداى د استازي په ژوند کې د ليک لوست ټکى پېدا نکړ او پدې واقعيت يې اعتراف کړى دى.

کارلايل د الابطال په کتاب کې وايي :

 (( يوه خبره مو بايد له ماغزو ونۀ وځي او هغه دا چې دمحمد ليک لوست نۀ و زده او له هېڅ ښوونکي يې زده کړه نۀ وه کړې؛ په عربو کې  ليک نوى دود شوى و. زما په ګروهه محمد خو له ليک لوست سره آشنا نۀ و او بې له بيدياني ژونده يې هېڅ هم نۀ وو زده .))

ويل دورانت د تمدن په تاريخ کې وايي:

((ظاهراً  هيڅوک پدې فکر کې نۀ وو،چې (رسول اکرم) ته ليک لوست ورزده کړي،هغه مهال عربو ته ليک لوست ازرښت نۀ درلود؛ځکه په قريشو کې يواځې د اوولسو تنو ليک لوست زده و. معلومه هم نده چې محمد به پخپله څه ليکلي وي او د رسالت پر مهال يې ځانګړى ليکوال درلود؛خو سره لدې،د عربي تر ټولو بليغ او معروف کتاب پر ژبه يې راغى.

وګورئ: ويل دورانت؛تاريخ تمدن فارسي ژباړه: يوولسم ټوک،١٤ مخ.

جان ديون پورت په (( عذر تقصير به پيشگاه محمد و قرآن:درېم ټوک،١٧ او ١٨ مخونه )) کتاب کې وايي: (( په نړۍ کې د محمد د ليک لوست په هکله دا خبره معمول ده، چې محمد زده کړه نۀ وه کړې او بې له هغه يې هم څه نۀ وو زده،چې په ټبر کې يې دود وو.))

کونستان ويرژيل ګيورګيو په (( محمد پېغمبري که از نو بايد شناخت:لومړى چاپ،٤٥ مخ )) کتاب کې ليکي:

(( سره لدې چې اُمي و؛خو پرې په لومړي نازل شوي آيت کې د قلم،پوهې،ليک،لوست او نورو ته د ليک لوست د ښوولو خبره راغلې. په يو ستر دين کې هم معرفت ته دومره ارزښت ندى ورکړ شوى او هېڅ دين به پېدا نکړئ،چې په پيل کې يې دومره علم او معرفت ته ازرښت ورکړي.که محمد عالم و؛نو  په غار (حرا) کې به ددې آيتونو په راتګ دومره نۀ حېرانېده؛ځکه عالم د پوهې پر ازرښت پوهېږي؛خو هغه لوستى نه واو له هېڅ ښوونکي يې زده کړه نۀ وه کړې. زه مسلمانانو ته مبارکي وايم چې د دين پيل يې علم او معرفت ته خورا ازرښت ورکړى دى.))

ګوستاولوبون په (( تمدن اسلام و عرب،څلورم چاپ،٢٠ مخ) کې وايي:

((  مشهوره ده ،چې پېغمبر اُمي و.دا خبره واقعيت ته هم نږدې ده؛ځکه که د پوهې خاوند و؛نو د قرآن د مطالبو او فقرو تر منځ اړيکه به غوره وه او دا خبره هم واقعيت ته نږدې ده؛که پېغمبر اُمَي نۀ و؛نو نوى مذهب يې دود او خپورولاى نشو؛ځکه اُمَي سړى د ناپوهو انسانانو له اړتياوو ښه خبر دى او ښه کړاى شي نېغې لارې ته يې کړي. په هر حال؛پېغمبر که اُمَي و او که نۀ و؛خو دا جوته ده چې د عقل د مقام لوړ پوړى و.))

دا چې ګوستا لوبون  له قرآني مفاهيمو سره بلد ندى او فکر يې هم مادي دى؛نو د قرآن د اړيکې او د ناپوه پر اړتياوو د عالم د پوهې د عاجزۍ کږه خوله خوځوي او د قرآن او پېغمبر اکرم سپکاوې کوي؛خو سره لدې اعتراف کوي چې هېڅ داسې سند نشته، چې جوته کړي د پېغمبر اکرم ليک لوست زده و.

ددوى د خبرو له رانقلولو مراد پر  ويناوو يې استشهاد ندى. د اسلام د تاريخ په هکله څرګندونو ته مسلمانان تر ختيځ پوهانو غوره دي او ددوى د خبرو له رانقلولو مراد دادى چې که پدې هکله کوچنۍ نښه هم واى؛نو  د نامسلمانو مؤرخانو له سترګو او نيوکو به پټه نۀ وه پاتې.

د خداى استازى له ابوطالب سره شام ته ولاړ او په دمه ځاى کې پرې د بحيرا راهب سترګې ولګېدې، چې دې ليدنې د ختيځ پوهانو پام ځان ته رااړولى،چې پېغمبر په همدې کتنه کې لدې راهبه څه زده کړي دي؟

داسې وړوکې کتنه که دومره د ختيځ پوهانو پام ځان ته را اړوي؛نو که د پېغمبر اکرم د ليک لوست په باب کوچنۍ نښه هم وه؛نو نيوکې  به يې پرې کړې واى  او دامسئاله به يې ستره کړې واى.

 پر مطلب رڼا اچونې ته بايد په دوو برخو کې بحث وشي:

١_ تر رسالت مخکې دوران

٢_د رسالت دوران

د رسالت دوران هم بايد له دوو نظره  وڅېړل شي:

١_ ليک

٢_لوست

بيا به ووايو: دا څرګنده ده او مسلمان او نامسلمان په يوه خوله دي، چې پېغمبر اکرم تر رسالت مخکې له ليک لوست سره کوچنۍ آشنايي هم نۀ درلوده،د رسالت په دوره کې هم د پېغبر اکرم نۀ ليکل غوڅ واقعيت دى؛خو نۀ لوستل يې دومره پخه خبره نده.د شيعه و په ځينو روايتونو کې راغلي چې پېغمبر اکرم د رسالت په دوره کې لوست کاوه؛خو ليک يې نکاوه،که څه هم پدې هکله د شيعه و روايتونه هم يوه خوله ندي؛خو له دلايلو او قرآينو لاس ته راځي چې د رسالت په دوره کې يې هم نۀ لوست کاوه او نۀ ليک.

له رسالت  مخکې د ليک لوست په هکله د عربستان پر عمومي وضع رڼا اچوو:

تاريخ وايي چې د اسلام له ظهوره مخکې، په عربستان کې لوستي کسان د ګوتو په شمېر وو.

 په حجاز کې د ليک پيدايښت

پدې هکله بلاذري د فتوح البلدان په کتاب کې ليکي: ((په لومړي ځل د (( طى)) د ټبر( چې د شام په ګاونډ کې پروت و) درې کسانو  ( عربي) ليک رامنځ کړ او عربي هجاء يې له سرياني سره قياس کړه،چې بيا ((د انبار)) يو شمېر خلکو دا خط له هغو درې تنو زده کړ او د ((حيره)) خلکو د انبار له اوسېدنکيو زده کړ. ((بشر بن عبدالملک کندي)) د “اکيدر بن عبدالملک کندى  ” ورور و،چې د “دومة الجندل” واکمن او نصراني و،”حيره” ته په راتګ کې  عربي خط زده کړ. همدا “بشر” ديو کار لپاره مکې ته ولاړ، چې “سفيان بن اميه” ( د ابوسفيان تره) او “ابوقيس بن عبد مناف بن زهره” يې وليدل چې ليکل کوي؛ نو ترې و يې غوښتل چې ليکل ورزده کړي، چې هغه هم ورزده کړل. بيا بشر لدې دوو تنو سره د تجارت په موخه “طايف” ته ولاړ،چې “غيلان بن سلمه ثقفي” ترې خط زده کړ. بيا بشر له هغه دوو تنو بيل شو او د “مصر” سيمې ته ولاړ،چې “عمرو بن زُرارة” ترې خط زده کړ،چې بيا په “عمروکاتب” مشهور شو، بيا “بشر” شام ته ولاړ او ډېرو ترې خط زده کړ.))

ابن النديم  د الفهرست د ديارلسم مخ د لومړي فن په مقاله کې د بلاذري يو څو خبرو ته اشاره کوي :(( ابن النديم له  حضرت ابن عباس رضى الله عنه روايت کوي، چې د “بولان” (په انبار کې يو ټبر دى) د ټبر درې تنه وو  چې عربي خط يې وليکه او د “حيره” خلکو ترې  زده کړ.))

ابن خلدون هم د خپلې سريزې په (( فى ان الخط و الکتابه من عداد الصنائع الانسانية)) څپرکي کې د “بلاذري” ويناوې راخېستې او تاييد کړې يې ده.

وګورئ: مقدمه ابن خلدون:د ابراهيم حلمي چاپ:٩٢ مخ)

بلاذري په سند راويت کوي چې په ټوله مکه کې، د اسلام د راښکاره کېدو پر مهال يواځې څو تنه لوستي وو.

وايي: ((اسلام راښکاره شو او په قريشو کې يواځې اوولس تنه پر ليک پوهېدل: عمربن الخطاب،علي بن ابيطالب،عثمان بن عفان،ابوعبيده جراح،طلحه،يزيد بن ابي سفيان،ابوحذيفه بن ربيعه،حاطب بن عمرو عامري، ابو سلمه مخزومي، ابن بن سعيداموي، خالد بن سعيد اموي،عبدالله بن سعد بن ابي سرح،حويطب بن عبدالعزى،ابوسفيان بن حرب،معاوية بن ابي سفيان، جهيم بن الصلت،علاء بن الحضرمي چې د قريشو له هم ژمنو و او پخپله قريش نۀ و.))

“بلاذري” يواځې د يوې ښځې نوم اخلي،چې د اسلام تر راښکاره کېدو مخکې يې ليکل زده وو او هغه (( شفاء)) د “عبدالله عدوي” لور وه. دا ښځه مسلمانه شوه او له لومړيو مهاجرو شمېرل کېږي.

 بلاذري وايي: (( دا همغه ښځه ده چې د پېغمبر اکرم مېرمنې؛”حفصه بي بي” ته يې ليکل ورزده کړ او يوه ورځ پېغمبر اکرم ورته وويل:(( لکه څنګه چې دې “حفصة” ته ليکل وزده کړل؛نو څومره به ښه شي چې (( رقية النملة)) هم ورزده کړې.))

بلاذري بيا د څو مسلمانو ښځو نومونو هم راخلي، چې د اسلام په دوران کي يې ليک لوست او يا يواځې لوست کاوه.

وايي : (( د پېغمبراکرم مېرمنې؛حفصې بي بي ليکلاى شول. “ام کلثوم” د “عقبة بن ابي معيط” ( له لومړنۍ مهاجرو وه) هم ليکل. “عايشې” د “سعد” لور ته وويل: پلار مې راته ليکل ښوولي وو . د “مقداد” لور کريمې هم ليکل.”عايشې بي بي” او “ام سلمې بي بي” لوستلاى شول؛خو ليک يې نشو کولاى.))

بلاذري بيا د هغو کسانو نومونه را اخلي چې په مدينه کې د پېغمبر اکرم ليکوال وو. بيا ليکي : د اسلام له راتګ سره،د ((اوس)) او ((خرزج)) د ټبرونو يواځې يوولس تنه پر خط پوهېدل او نومونه يې هم راوړي دي.

 نو معلومېږي چې د حجاز چاپېريال ته د خط هنر نوى راننوتى و او پداسې وخت کې به ليکوال خورا مشهورېده. د اسلام له راښکاره کېدو سره سم،په مکه او مدينه دواړو کې د ګوتو په شمېر خلکو ليک لوست زده و،چې نومونه يې په تاريخ کې ي دي؛نو که د پېغمبر اکرم هم ليک لوست زده و؛نو هرومرو نوم به يې و؛نو دا چې نوم يې د لوستو خلکو په لړ کې نشته؛نو جوتېږي چې ليک لوست يې نۀ و زده.

 د رسالت دوران او په تېره بيا د مدينې دوره

 له قرآينو په ګوتو کېږي،چې رسول اکرم د رسالت په دوره کې نۀ ليکل او نۀ لوستل؛خو اسلامي عالمان (شيعه او سني) دواړه پدې هکله يوه خوله ندي؛ځکه ځينو استبعاد کړى، څنګه کېداى شي ، وحې( چې هر څه يې ورښوول) ليک لوست ورزده نکړ؟

وګورئ: ( بحار:نوى چاپ: شپاړسم ټوک،١٣٤ مخ)

د شيعه و په څو روايتونو کې راغلي، چې پېغمبر اکرم د رسالت پر مهال لوست کولاى شو؛خو ليکل نۀ. ( همغه سرچينه) چې د صدوق روايت دى او د علل الشرايع په ١٣٣ مخ  کې راغلي دي:

(( پر رسول اکرم د خداى له منتونو يو دا و، چې لوستل يې کولاى شو؛خو ليکلاى  يې نه. د ابوسفيان چې اُحد ته مخه شوه؛نو د پېغمبر اکرم تره؛عباس ورته ليک واستاوه؛نو ليک چې ورورسېد،پېغمبر اکرم د مدينې د شاوخوا په يو بڼ کې و،پېغمبر اکرم ليک ولوست؛خو اصحاب يې د ليک له مضمونه خبر نکړل؛نو حکم يې وکړ چې ټول ښار ته ولاړ شئ؛همدا چې ټول ښار ته ولاړل؛له موضوع يې خبر کړل.))

خو د “زيني دحلان” په سيرة کې د حضرت”عباس د ليک پېښه د “علل الشرايع” د روايت پر خلاف رانقلوي:

(( همدا چې د عباس ليک راورسېد؛نو پېغمبر ټاپه يې پرانېسته او “ابى بن کعب” ته يې لوستو ته ورکړ. کعب ليک ولوست او پېغمبر ورته وويل، چې دا خبره پټه وساته. بيا پېغمبر اکرم خپل مشهور صحابي؛ “سعد بن ربيع” ته ورغى او د “عباس” د ليک موضوع يې ورسره شريکه کړه او ورته يې وويل چې دا خبره پټه وساتي .))

 وګورئ : سيرة زيني دحلان د سيره حلبيه په حاشيه کې :دويم ټوک،٢٤ مخ)

ځينې ګروهمن دي چې پېغمبر اکرم د رسالت په دوره کې هم ليکل او هم لوستل.

 سيد مرتضى له بحارالانواره په نقل وايي: ((  شعبي او يوه ډله د علم خاوندان ګروهمن وو، چې د پېغمبر اکرم ليک لوست زده و .))

وګورئ: بحار:نوى چاپ،شپاړشم ټوک،١٣٥ مخ او همداسې: مجمع البيان : د عنکبوت د سورت تر ٤٨ آيت لاندې.

سيد مرتضى پخپله د دوات او قلم په مشهور حديث استناد کوي او وايي: (( په معتبرو روايتونو کې راغلي، چې پېغمبر اکرم د ژوند په وروستيو شېبو کې وويل: قلم او دوات راوړئ چې داسې څه درته وليکم، چې تر ما وروسته بيخي بې لارې نشئ .))

وګورئ: (بحار: نوى چاپ: شپاړسم ټوک،١٣٥ مخ)

د دوات او قلم  پر حديث استناد،سمه خبره نده؛ځکه دې حديث نده سپينه کړې چې د خداى استازي غوښتل چې پخپل لاس يې وليکي.که فرض کړو ،چې غوښتل يې په ډله کې چاته حکم وکړي،چې وليکي او هغوى شاهدان ونيسي او د شاهدانو په صفت ترې لاسليک واخلي؛بيا هم د (( غواړم درته داسې څه وليکم چې بيخي بې لارې نشئ)) تعبير سم دى. په ادبي اصطلاح کې دې ډول تعبيرونو ته ((مجازي اسناد )) وايي چې مجازي اسناد د فصاحت وجه ده او په عربي او نورو ژبو کې دود ده.

د پېغمبر اکرم ليکوالان

 له نصوصو او اسلامي معتبرو سرچينو را په ګوته کېږي، چې پېغمبر اکرم په مدينه کې ليکوالان درلودل چې دې ليکوالانو به الهي وحې،د پېغمبراکرم ويناوې،له مشرکانو او کتابوالو سره د پېغمبر اکرم تړونونه او ژمنې ليکلې.

پر الهي وحې سربېره،د پېغمبر اکرم د خولې هغه ويناوې هم شته چې ليکل شوې وې. د پېغمبر اکرم ډېر ليکونه او تړونونه هم په تاريخ کې ثبت شويدي.

 “محمد بن سعد” د “الطبقات الکبير” د دويم ټوک په (١٠_٣٨ ) مخونو کې د پېغمبر اکرم سلو ته نږدې ليکونه ثبت کړيدي،چې نورو واکمنانو ته يې کښلي وو او همداسې د پېغمبر اکرم حکمونه او قوانين هم پکې دي.پدې ليکونو کې ډېر معلوم دي ،چې د چا په لاس ليکل شويدي؛ځکه  ليکونکي په پاى خپل نوم کښلى او دا سنت “ابى بن کعب” دود کړ ،چې د ليک په پاى کې ليکوال خپل نوم وليکي.

دا يو تړون او ليک هم رسول اکرم پخپل نوم نۀ و ليکلى؛يعنې يو ځاى به هم پېدا نکړئ، چې ويل شوي به وي چې پلانى ليک پخپله پېغمبر اکرم ليکلى دى او پردې سربېره، په يو ځاى کې به هم و نۀ وينې ،چې د قرآن پلانى آيت پخپله د خداى استازي کښلى وي،حال دا چې د وحې ليکوالانو هر يو پخپله قرآن ليکلى و؛نو آيا دا شونې ده چې د پېغمبر اکرم به ليک زده وي او پخپل خط به قرآن و نۀ ليکي؟!

د تاريخ په کتابونو کې د پېغمبر اکرم د ليکوالانو نومونه راغلي دي.

   يعقوبي د خپل تاريخ د دويم ټوک په ٦٩ مخ  کې وليکي : ((د خداى د استازي ليکوالان چې ليکونه او تړونونه يې ليکل دادي: علي بن ابيطالب،عثمان بن عفان،عمرو بن العاص،معاوية بن ابي سفيان،شُرحبيل بن حسنه،عبدالله بن سعد بن ابي سرح،مغيرۀ بن شعبه،معاذ بن جبل،زيد بن ثابت،حنظلة بن الربيع،ابي بن کعب،جهيم بن الصلت او حصين النميري .))

“مسعودي” د “التنبيه و لاشراف” په ٢٤٥او ٢٤٦مخونوکې لږ په تفصيل سره خبره کړې،چې دې ليکوالانو بېلابېله دنده درلوده او ښيي چې دې ليکوالانو تردې هم پراخ کار درلود او تشکيلات،نظم او د کار وېش يې درلود.

وايي: (( خالد بن سعيدالعاص د خداى د استازي ليکوال و،چې د متفرقه اړتياوو ليکوال و؛همداسې مغيرة بن شعبه،حصين بن نمير،عبدالله بن ارقم او علاء بن عقبه د خلکو تړونونه ليکل. زبير بن العوام او جهيم بن الصلت د مالياتو او صدقاتو د کتابونوليکوالان وو. حذيفه بن اليمان د حجاز د (( حرازي)) د ليکلو دنده درلوده. معيقيب بن ابي فاطمۀ دوسي د غنايمو د ليکلو دنده درلوده. زيد بن ثابت انصاري واکمنانو او پاچايانو ته د ليکونو ليکلو دنده درلوده او همداسې د خداى د استازي د ژباړن دنده يې هم درلوده،چې په فارسي،رومي،قبطي او حبشي هم پوهېده ،چې دا ټولې ژبې يې په مدينه کې دهمدې ژبو له ويونکيو زده کړې وې. حنظلة بن الربيع به د پورتنيو ليکوالانو په نشتون کې د هغوى دنده سرته رسوله او په ((ليکوال حنظله )) مشهور شوى و. حنظله د دويم خليفه د فتوحاتو پر مهال ((رها)) ته ولاړ او هملته ومړ. عبدالله بن سعد بن ابي سرح هم  څه موده ليکوال و؛خو بيا مرتد شو او له مشرکانو سره يوځاى شو. شرجبيل بن حسنۀ طابخي،ابان بن سعيداو علاء بن الحضرمي هم ليکوالي کړې وه. معاويه بن ابي سفيان د پېغمبر اکرم تر مړينې يواځې څو مياشتې مخکې ليکوالي کړې وه. دوى هغه کسان دي چې رسماً ليکوالان وو؛خو داسې کسان شته ، چې يوه اوونۍ او دوه اوونۍ ليکوالي يې کړېده چې په رسمي ليکوالانو کې نۀ شمېرل کېږي.

مسعودي دلته د حضرت علي کرم الله وجهه،حضرت عبدالله بن مسعود(رض) او حضرت ابي بن کعب (رض) په څېر کسانو نومونه ندي راوړي،چې د وحې او رسمي تړونونو ليکوالان وو؛لکه چې غوښتل يې د داسې کسانو نومونه راوړي، چې د وحې پر کتابت سربېره يې بله دنده نۀ درلوده.

په تاريخونو کې کښل شوي، چې ډلې ډلې به پېغمبر اکرم ته راغلل او له رسول اکرم  به يې نصيحت غوښته چې همدا نصيحوته به په همغه او يا تر غونډې وروسته ليکل کېدل.

بيا هم په تاريخونو کې نۀ ليدل کېږي،چې پېغمبر اکرم خلکو ته ليکلي نصيحتونه او يا خپلې ويناوې ورکړې وي؛نو ښکاره ده که د پېغمبر اکرم په لاس ليکل شوى نصيحت او وينا وه؛نو مسلمانانو به په ستر وياړ ځان او خپلې کورنۍ ته ساته؛لکه چې د حضرت علي کرم الله وجهه او د دولس ګونو امامانو د ليکنو په هکله شوي،چې لارويانو يې  د تبرک او وياړ لپاره تر اوسه ساتلي دي.

د “زيد بن علي بن الحسين” او “يحيى بن زيد” مشهوره پېښه او د((صحيفه سجاديه))  دساتنې څرنګوالى يې ژوندی ګواه دى.

ابن النديم د الفهرست د لومړي فن په دويمه مقاله کې په زړۀ پورې کيسه رانقل کړېده:

((د کوفې له محمد بن الحسين سره آشنا شوم، چې په “ابن ابي بعره” مشهور و. ستر کتابتون يې درلود چې ما نۀ و لېدلې او له يو کوفي شيعه يې ترلاسه ته  کړى و او په زړۀ پورې خو دا وه چې په هر کتاب او پاڼه کې کښل شوي وو،چې د چا په خط ده او ځينو علماوو شهادت هم ورکړى و، چې پلانى خط د چا دى. په هغه کتابتون کې د امام حسن بن علي او امام حسين بن علي د لاس ليکونه هم ساتل کېدل او همداسې د حضرت علي کرم الله وجهه او د پېغمبر اکرم د نوروکاتبانو د لاس ليکنې وې.))

( وګورئ: الفهرست:٦٧مخ او د مصر د الاستقامة د مطبعې چاپ)

نو د پېغمبر اکرم د ځايناستيو لاسليکنې چې دومره په تبرک او وياړ ساتل کېږي؛نو د پېغمبر اکرم خو لا خپل ځاى دى.

د رسالت په دوره کې د پېغمبر اکرم د ليک خبره د نۀ منلو ده؛خو د لوست خبره يې پرېکنده نشو ردولاى،که څه هم پاخه دلايل ورته  نلرو؛خو ډېر شواهد ښيي چې پدې دوره کې پېغمبر اکرم  لوست هم نشو کړاى.

 د حديبيه پېښه

د رسول اکرم په ژوند کې داسې پېښې شته، چې ښيي په مدينه کې يې هم نۀ لوستل او نۀ ليکل،چې د حديبيې پېښه يو له هغوى ده، چې مطلب ښه څرګندولى شي.

پر شپږم هجري کال د ذى القعده په مياشت کې د خداى استازى د حج او عمرې  په موخه له مدينې څخه د مکې پر لور ووت؛نو حکم يې وکړ چې د قربانۍ اوښان هم په نښه او را روان يې کړئ؛خو همدا چې د “حديبيه” سيمې ته ورسېدل؛قريش خنډ شول او مکې ته د مسلمانانو د ننوتو مخه يې ونيوه. سره لدې چې حرامه مياشت وه او قريشو ان دجاهليت ددود له مخې، حق نۀ درلود چې مخه يې ونيسي او پخپله پېغمبر اکرم هم ورته څرګنده کړه چې يواځې د خداى د کور زيارت ته راغلي او تر زيارت وروسته بېرته ستنېږم؛خو قريشو ورسره و نۀ منله.مسلمانانو غوښتل چې په زور مکې ته ننوځي؛خو پېغمبر اکرم وويل چې بايد د مکې او کعبې درناوى وساتل شي؛نو هوکړه وشوه چې د مسلمانانو او قريشو ترمنځ دې تړون وشي.

د تړون د ليکلو پر مهال د تړون مادې پېغمبر اکرم ويلې او حضرت علي کرم الله وجهه به ليکلې. پېغمبر اکرم وويل: وليکه: بسم الله الرحمن الرحيم . د قريشو استازي؛”سهل بن عمرو” نيوکه وکړه او و يې ويل: دا ستاسې شعار دى او موږ يې نه  منو؛وليکه: بسمک اللهم . پېغمبر اکرم ورسره ومنله او علي(ک) ته يې وويل: همغسې يې وليکه چې وايي. بيا يې وويل: دا هغه تړون دى چې د ((محمد رسول الله)) او ((قريشو)) ترمنځ تړل کېږي. د قريشو استازي بيا نيوکه وکړه او و يې ويل: موږ تا د خداى استازى نۀ ګڼو؛يواځې لارويان دې د خداى استازى ګڼي او که د خداى استازى مو ګڼلې؛نو جګړه به مو درسره نکوله او مکې ته به مو پرېښى وې؛نو نوم او د پلار نوم دې وليکه. رسول اکرم وويل: که د خداى استازى مې وګنئ او که نۀ؛زه د خداى استازى يم. بيا يې علي کرم الله وجهه ته حکم وکړ چې وليکه: دا هغه تړون دى چې د ((محمد بن عبدالله)) او ((قريشو)) تر منځ تړل کېږي.

دلته مسلمانان په غوسه شول؛نو ځکه تاريخي نقلونه پکې اختلاف لري.

د ابن هشام له سيرته او له صحيح بخاري له (( باب الشروط فى الجهاد و المصاحة مع اهل الحرب )) را په ګوته کېږي، چې دا درز هغه مهال راپېدا شو چې  پېغمبر اکرم ومنله چې د ((رسول الله)) پر ځاى (( محمد بن عبدالله)) وليکي؛خو له ډېرو نقلونو را په ګوته کېږي چې دا نيوکې هله پيل شوې، چې حضرت علي کرم الله وجهه دا ټکى ليکلى و او پېغمبر اکرم له حضرت علي وغوښتل چې پاک يې کړي؛خو حضرت علي ورته وويل چې: زه په ځان کې دومره مېړانه نۀ وينم چې له نومه مو د ((رسول الله)) ټکى وران کړم.

دلته بيا نقلونه بېلابېل دي: شيعي روايتونه يوه خوله دي چې: د حضرت محمد صلى الله عليه و آله وسلم له نومه د (( رسول الله)) د ټکي له پاکولو چې علي کرم الله وجهه انکار وکړ؛نو د خداى استازي پخپله پاک کړ او بيا علي(ک) وليکل: ((محمد بن عبدالله.)) په ځينو شيعه و او د اهلسنتو په ځينو روايتونو کې راغلي، چې د خداى استازي له علي وغوښتل چې په تړون کې ورته د (( رسول الله ټکى )) وښيي،چې بيا حضرت علي کرم الله وجهه په تړون کې د پېغمبر مبارکه ګوته د (( رسول الله)) پر ټکي کېښووه او بيا پخپله د خداى استازي د(( رسول الله)) ټکى پاک کړ او بيا حضرت علي پر ځاى يې (( محمد بن عبدالله)) وليکه؛نو ليکونکى حضرت علي و؛نۀ پخپله پېغمبر اکرم؛بلکې د شيعه و او اهلسنتو د روايتونو له مخې پېغمبر اکرم ليک لوست نکاوه.

د ابوبکر عتيق نيشابوري سورآبادي؛قصص قرآن چې له خپل تفسيره يې راټول کړى  او په پينځمه پېړۍ کې په پارسي چاپ شوى،د حديبيه پېښه رانقلوي : ((….. تردې چې د قريشو استازي سهيل بن عمرو د (( رسول الله)) پر ټکي نيوکه وکړه او وايي:

سهيل بن عمرو وويل: (( هذا ما صالح عليه محمد بن عبدالله سهيل بن عمرو.)) رسول الله صلى الله عليه و آله وسلم علي ته وويل: پاک يې کړه. علي زړۀ ونکړ چې پاک يې کړي،که څه هم رسول الله حکم کوي؛خو علي سرغړونه کوي.رسول الله وويل: ګوته مې پرې کېږده چې پخپله يې پاک کړم؛ځکه پاک نبي لوستى نۀ و. علي پرې ګوته کېښووه او پېغمبراکرم پاک کړ او علي هغه وليکل چې سهيل ويلي وو.))

يعقوبي هم پخپل تاريخ کې ليکي: (( پېغمبراکرم علي (ک) ته حکم وکړ چې د (( رسول الله)) پر ځاى ((ا بن عبدالله )) وليکي.

(صحيح مسلم: پينځم ټوک،١٧٤ مخ) هم ليکي:  ( پېغمبر اکرم وويل:) ((فارنى مکانها)) فاراه مکانهافمحاها و کتب ابن عبدالله . علي ته يې وويل چې ټکى راوښيه،علي ورته وښود،پېغمبر اکرم پاک کړ او محمد بن عبدالله يې وليکه.

پدې روايت کې له يوه اړخه ليکي چې پېغمبر اکرم د (( رسول الله)) د ټکي په پاکولو کې له علي (ک) مرسته وغوښته او بلخوا وايي چې پېغمبر د ((رسول الله)) ټکى پاک او (( ابن عبدالله)) يې وليکه.کېداى شي چې په پيل کې داسې ګومان وشي، چې تر پاکولو وروسته پخپله پېغمبر وليکل؛خو پخه خبره ده چې د حديث د راوي مطلب دادى چې علي(ک) وليکل؛ځکه په حديث کې راغلي چې پېغمبر د (( رسول الله)) ټکي پاکولو ته له علي(ک) مرسته وغوښته.

له طبري تاريخ ، د ابن اثير له کامل او د صحيح بخاري د باب الشروط او له نورو روايتونو په ګوته کېږي چې دويم ټکى پخپله پېغمبراکرم وليکه؛ځکه ليکلي يې دي: (( فاخذه رسول الله وکتب))؛يعنې پېغمبراکرم له علي واخېست او پخپله يې وليکه.

د طبري او ابن اثير په عبارت کې يوه جمله اضافه ده: (( فاخذه رسول الله و ليس يحسن ان يکتب فکتب؛د خداى استازي له علي واخېست او حال دا چې ليکل يې نۀ وو زده، و يې ليکل.))

د طبري او ابن اثير روايت ټينګار کوي چې د خداى استازي ليکل نشو کړاى؛خو په حديبيه کې يې استثناً وليکل.

کېداى شي دا روايت د هغو نظرتاييد کړي چې وايي: که پېغمبر اکرم په الهي ښوونو غوښتل چې وليکي؛نو ليکلاى شول؛خو نۀ يې ليکل؛لکه څنګه چې هېڅکله شعر يې و نۀ وايه او ان د بل شعر يې هم و نۀ لوست او که غوښتل يې چې د بل چا کوم بيت شعر ووايي؛نو ((حل)) کاوه  يې؛يعنې د شعر د پيل او پاى ټکي يې زياتول او کمول، چې د شعر له حالته ووځي؛ځکه خداى شعر د پېغمبراکرم د مقام وړ نۀ ګانۀ:

وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ(يس :٦٩)

ژباړه:  ((او موږ هغه (= پېغمبر) ته شعر ندى ښوولى او نۀ له هغه سره (شعر ويل) ښايېږي دا (اسماني كتاب) يواځې پند او ښكاره قرآن دى.))

په اسدالغابة کې د تميم بن جراشۀ ثقفي تر احوال لاندې ترې روايت کوي چې ټينګار کوي پېغمبراکرم ان د رسالت په دوره کې هم نۀ ليکل او نۀ لوستل :

((زه او د ثقيف يوه ډله پېغمبراکرم ته ورغلو او اسلام مو راوړ او ترې مو وغوښتل چې تړون راسره لاسليک کړي او شرطونه مو ومني. پېغمبراکرم وويل: څه چې غواړئ،و يې ليکئ او را يې وړئ.)) موږ غوښتل چې ربا او زنا ته مو ازاد پرېږدي؛نو دا چې پخپله مو ليک نشو کړاى؛نو علي بن ابيطالب ته ولاړو؛علي(ک) چې وليدل چې داسې شرط لرو؛نو له ليکلو يې ډډه وکړه؛نو له خالد بن سعيد بن العاص نه مو وغوښتل. علي ورته وويل: پوهېږې چې د څه ليکلو غوښتنه درنه کوي؟ و يې ويل: زما پکې څه کار دى؟ څه يې چې وويل، و به يې ليکم؛ بيا يې چې پېغمبر اکرم ته يوسي؛نو پېغمبراکرم پخپله پوهېږي چې څه وکړي. خالد وليکل او ليک مو پېغمبر ته يووړ. پېغمبر يو کس ته حکم وکړ، چې و يې لولي؛نو همدا چې د ربا ټکي ته ورسېد؛نو و يې ويل چې د ربا پر ټکي ګوته کېږدئ او هغه هم د خداى د استازي ګوته د ربا پر ټکي کېښووه او پېغمبر اکرم پخپل لاس د ربا ټکى پاک کړ او د بقرې د سورت ٢٧٨ آيت يې ولوست[ ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ. ژباړه: ايمانوالو! د خداى ( دفرمان له مخالفته) ووېرېږئ او كه مؤمنان ياست پرخلكو چې ستاسې كوم سود پاتې دى، هغه  ور پرېږدئ .))]. د آيت اورېدو مو روح اوايمان نور هم غښتلى کړ؛و مو منله چې ربا ونخورو. هغه سړي چې ليک لوسته؛د زنا ټکي ته چې ورسېد؛بيا پېغمبر هغه ټکى پاک کړ او د اسراء د سورت ٣٢ آيت يې ولوست

[ وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً.

  ژباړه: او زنا ته مۀ نژدې كېږئ،(ځکه) چې دا  ډېر ناوړ كار دى اوبده لار ده ! ].

 حيرانوونکى ادعا

 پر ١٣٤٤ ل  په ايراني خپرونو کې راغلل چې ډاکټر سيد عبدالطيف د هندوستان د اسلامي څېړنو دآکادمۍ رئيس او همداسې د هندوستان او د ختيځ د فرهنگي څېړنو د انسټيټيوت مشر،د هند په يوه اسلامي غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې ادعا کړې چې د پېغمبراکرم ان د رسالت تر دورې مخکې هم  ليک لوست زده و.

ددې ډاکټر خبرو په ايرانيانو کې هله ګوله جوړه کړه او له اړوند چارواکيو يې پدې اړه خورا پوښتنې وکړې چې ما هم پدې هکله زده کوونکيو ته  لنډه وينا وکړه.

ډاکټر سيد عبدالطيف ادعا کړې وه:

١_ د (( اُمي)) له ټکي د مفسرانو غلط تفسير، ددې لامل شوى چې ويل کېږي پېغمبر اکرم نۀ ليک کاوه او نۀ لوست. دا ټکى د پېغمبر په هکله د اعراف د سورت په ١٥٧ او ١٥٨ آيت کې راغلى .

 الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ . (اعراف: ١٥٧ آيت )

ژباړه : هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُمي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(همغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاك ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پيټي او ځنځيرونه  لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې لده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .)

  قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ يُحْيِـي وَيُمِيتُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ(اعراف: ١٥٨ آيت)

ژباړه : (ورته) ووايه : ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه خداى استازى يم، چې د اسمانو او ځمكې واكمني يې ده، بې له هغه بل معبود نشته، همدا يې ژوندي كوي او مړه كوي ؛ نو پر” الله ” او  پرهغه پېغمبر او نالوستي استازي يې ايمان راوړئ، چې په خداى او د هغه په كلمو (او ښوونو) ايمان لري او ددې پېغمبر لاروي وكړئ ، چې سمه لار ومومئ .))

سيد عبدالطيف وايي: مفسران ګومان کوي چې د (( اُمي)) معنا نالوستى دى،حال دا چې د (( اُمي)) معنا دا نده.

٢_ په قرآن کې داسې نور آيتونه شته چې په ډاګه کوي د خداى استازي هم ليک کاوه او هم لوست.

٣_معتبرو احاديثو او تاريخي نقلونو هم د پېغمبراکرم پر ليک لوست د تاييد ټاپه لګولې ده.

دا د نوموړي ادعاوې دي چې موږ به په ترتيب دا درې برخې تر کره کتنې لاندې ونيسو.

١_آيا د پېغمبر اکرم پر نالوستۍ دليل د (( اُمي )) د ټکي تفسير و؟

دا ادعا بې بنسټه ده چې وايي د پېغمبر اکرم د نالوستۍ دليل د (( اُمي)) د ټکى تفسير و؛ځکه:

لومړى دا چې د عربو او مکې تاريخ ګواه دى،چې پېغمبر اکرم نالوستى و؛لکه  مخکې مو هم ورته اشاره وکړه،چې د اسلام له راښکاره کېدو سره سم، د ګوتو په شمېر کسانو ليکل زده وو او د چا  چې دا هنر زده و؛نو مشهورېده او ټول په تاريخ کې ثبت دي؛خو په تاريخ کې چا هم د پېغمبر اکرم ليک لوست ندى ثبت کړى. فرضاً که په قرآن کې دې مطلب ته اشاره نۀ وه شوې؛نو مسلمانان اړ وو،چې د تاريخ د حکم له مخې ومني چې پېغمبر يې نالوستى و.

دويم:د اعراف د سورت پر آيتونو سربېره،په قرآن کې نور آيتونه هم شته چې د پېغمبر اکرم پر نالوستۍ ټينګار کوي؛لکه :

 وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ(عنکبوت:٤٨ آيت)

ژباړه: ( او تا هېڅكله تردې له مخه، نۀ كوم كتاب لوسته او نۀ دې په خپل ښي لاس څه ليكل(حال دا چې که لوستل او ليکل دې کړاى شول؛نو) باطل  فكري (دقرآن په اړه) شكمنېدل.)

دا آيت په غوڅه وايي چې پېغمبر اکرم تر رسالت مخکې ليک لوست نۀ کاوه او اسلامي مفسرانو هم دا آيت همداسې تفسير کړى دى؛خو ډاکټر عبدالطيف ادعا کوي چې ددې آيت په تفسير کې هم تېروتي ياست او وايي چې په آيت کې د ((کتاب)) ټکى سپېڅليو کتابونو؛لکه تورات او انجيل ته اشاره ده او ادعا کوي: تۀ د قرآن تر نزول مخکې له هېڅ سپېڅلي کتاب سره آشنا نۀ وې؛ځکه دا کتابونه په عربي نۀ وو او که هغه کتابونه دې لوستي وو،چې په عربي نۀ وو؛نو تورلګوونکيو به درباندې شک کاوه.

دا ادعا سمه نده. په عربي کې ((کتاب)) د فارسي پر خلاف، د مطلق ليکنې په معنا دى؛که ليک وي او که دفتر،سپېڅلى او اسماني وي او که ناسپېڅلې او غېراسماني. په قرآن کې دا ټکى څو څو ځل تکرار شوى دى :

کله هغه ليک ته کارېږي چې د دوو تنو تر منځ وي؛لکه چې د سبا د ملکې په هکله راغلي دي:

قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلَأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ (نمل/29)

ژباړه: (ملكې سبا) وويل: (( (د هېواد) مشرانو! ما ته يو ارزښتمن  ليك راغورځول شوى دى؛

إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ(نمل/30)

ژباړه: بېشکه چې هغه د سلېمان له لوري دى او (مضمون يې دا) دى: د لوراند (او) لورين څښتن په نا مه؛

 وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاء إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِن بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (نور:٣٣)

ژباړه: ( او هغوى چې نكاح يې په وس كې نۀ وي (؛نو) بايدپاكلمني اوسي، چې خداى  له خپل فضله يې شتمن كړي او ستاسې له مريانو چې څوك د ليكلي تړون له مخې د ځان ازادي غواړي؛ نو ور سره د ازادېدو تړون وليكئ، كه تاسې ته دا معلومه وي چې په هغو كې خير (تر ازادېدو وروسته د خپلواك ژوند وسه) شته او له خداى دركړې شتمنۍ، ور ته څه وركړئ او خپلې وينځې چې پخپله پاك لمني غواړي؛ نو د دنيوي ګټو لپاره يې زنا ته مۀ اړ باسئ او څوك چې هغوى (زنا ته) اړ باسي؛نو لدې اړ ايستنې وروسته خداى  اړشويو ته ښه بښونكى (او) مهربان دى.)

 وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ (انعام:٥٩)

ژباړه: او (له حسه د پټو سرچينو) کونجيګانې يواځې له هغه سره دي، چې بې له هغه بل څوك پرې نۀ پوهېږي او څه چې په وچې او لمدې كې دي، خداى پرې خبر دى او هره پاڼه چې رالوېږي، پر هغې (هم) خبر دى او هر دانه چې د ځمكې په تپو تيارو كې پټېږي او ټول لانده او وچ په څرګندكتاب [=د خداى د علم كتاب ] كې ليكل شوي دي .)

په قرآن کې لدې ټکي سره چې د (( اهل)) ټکى يو ځاى شي؛نو ((اهل کتاب)) ويل کېږي،چې ځانګړي مقصد ته کارېږي.

اهل کتاب؛يعنې د آسماني يو دين لارويان.د نساء د سورت په ١٥٣ آيت کې وايي:

يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِّنَ السَّمَاء فَقَدْ سَأَلُواْ مُوسَى أَكْبَرَ مِن ذَلِكَ فَقَالُواْ أَرِنَا اللّهِ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ثُمَّ اتَّخَذُواْ الْعِجْلَ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَلِكَ وَآتَيْنَا مُوسَى سُلْطَانًا مُّبِينًا)

ژباړه: ( كتابوال له تا غواړي چې له اسمانه په يوه ځل كتاب پرې نازل كړې (حال دا چې دا يوه پلمه ده؛) هغوى له موسى تردې هم سترې غوښتنې كړې وې او ويلي يې وو:((موږ ته په ښكاره خداى راوښيه !)) او د همدې ظلم له امله (خو) پردوى تندر راولوېدبيا هغوى (د سامري) خوسى خپل معبود ونيو حال دا چې ښكاره نښې يې ليدلې وې؛خو موږ له دې ورتېرشو( او ومو بښل ) او موږ موسى ته څرګند دليل اوفرمان وركړ.)

پدې آيت کې دکتاب  ټکى دوه ځل راغلى؛يو ځل د ((اهل)) له ټکي سره او بل ځل يواځې راغلى دى ، هلته چې د ((اهل)) ټکى ورسره يوځاى شوى؛مطلب ترې آسماني کتاب دى او هلته چې يواځې راغلى؛معنا يې ساده ليک دى.

پردې سربېره د (( ولا تخطه بيمينک)) جمله پخپله قرينه ده، چې مطلب يې دى: تا نۀ لوستل او نۀ ليکل او که ليک لوست دې زده و؛نو تورن کړى به يې وې چې دا هر څه دې له بل ځايه راخستي او ليکلي دي؛نو تا چې نۀ ليکلاى شول او نۀ لوستلاى؛نو تور لګولو ته ځاى ندى پاتې.

خو که مطلب دا وي چې تا سپېڅلي کتابونه؛ځکه ندي ويلي چې په نورو ژبو وو؛نو د آيت معنا به دا وي : (( تا به پخوا په نورو ژبو نۀ لوستل او نۀ به دې ليکل)) چې البته سمه معنا نده.

پدې آيت کې د (( تتلوا)) ټکى کارول شوى، چې د (( تلاوت)) له مادې دى. په ((مفردات)) کې د راغب د وينا له مخې، د ((قرآئت)) پر خلاف چې عمومي ده،تلاوت د سپېڅليو آيتونو لوستو ته پکارېږي؛نو که څه هم د (( کتاب)) ټکى له سپېڅلي او ناسپېڅلي عمومي دى؛خو د(( تتلوا)) ټکى د سپېڅليو آيتونو قرآئت ته ځانګړى دى.

خو ظاهرا ددې علت چې دلته يې د (( تتلوا)) ټکى کارولى؛دادى چې پر قرآن بحث دى او د ((مشاکله)) له پلوه چې له ((بديعيه صنايع)) څخه دى؛د نورو څيزونو د قرآئت په هکله هم دا ټکى کارول شوى؛داسې به وي؛لکه چې داسې يې ويلې وي: تۀ اوس قرآن لولې؛خو تر قرآن مخکې دې يوه ليکنه هم نۀ لوسته.

بل آيت چې د پېغمبر اکرم نالوستي راښيي؛ د شورى د سورت ٥٢ آيت دى :

وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَكِن جَعَلْنَاهُ نُورًا نَّهْدِي بِهِ مَنْ نَّشَاء مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ

ژباړه: لكه څنګه (چې موږ مخكېنيو پېغمبرانو ته وحې لېږلې وه)؛نو موږ تا ته په خپل امر روح (د قرآن په بڼه) وحې كړ،(او که نۀ) تۀ نۀ پوهېدې، چې كتاب او ايمان څه دي (او د قرآن له منځپانګې خبر نۀ وې)؛خو هغه مو يوه رڼا كړه، چې خپلو بندګانو ته (چې وړ يې وبولو) پرې سمه لار ورښيو او په رښتيا چې تۀ (خلکو ته) د سمې لارې پر لوري ښوونه كوې.

دا آيت وايي: تۀ تر وحې مخکې له کتاب او ليکنې سره آشنا نۀ وې؛ځکه ډاکټر عبدالطيف ددې آيت ذکر ندى کړى.کېداى شي ووايي چې پدې آيت کې هم د (( کتاب)) له ټکي مراد، سپېڅلي کتابونه دي چې په عربي نۀ وو.ځواب همغه دى چې په تېر آيت کې مې وويل.

اسلامي مفسران د هغه دليل له مخې چې موږ ته څرګند ندى،وايي: له کتابه مراد قرآن دى؛نو ددې تفسير پر بنسټ،دا آيت له اړوند استدلاله وتلى دى.

درېم دا چې اسلامي مفسران کله هم د (( اُمي))ټکي مفهوم ته يوه خوله نۀ وو،حال دا چې تر رسالت مخکې،د پېغمبر اکرم نالوستۍ ته يوه خوله دي .

د ((اُمي)) ټوليز مفهوم:

اسلامي مفسرانو ((اُمي)) درې ډوله تفسير کړى دى:

١_نالوستى او له ليک سره نا آشنا

ډېرى ددې نظر پلويان دي او يا ورته غوراوى ورکوي. ددې نظر پلويانو ويلي: دا ټکى ((ام)) ته منسوب دى چې د مور په معنا دى. اُمي؛يعنې نوى زيږېدلى ماشوم ،چې دپوهې له پلوه پخپلو بشري معلوماتوولاړ وي يا ((اُمي)) د هغه انسان په معنا دى،چې (لکه) له موره زيږېدلى وي او وضع يې د لوست ليک له پلوه تغيير نۀ وي کړې او لکه څنګه چې د زوکړې په لومړيو ورځو کې پر لوست ليک برلاس نۀ و؛پر هغه حال پاتې وي او دا اصطلاح په ((دري او پښتو )) کې هم د (( درس ناويلي)) پر معنا ده  او يا ((امت)) ته منسوب دى؛يعنې څوک چې د ډېرى خلکو په عادت وي؛ځکه ډېری پر ليکلو نۀ پوهېدل او ډېرو لږو ليکلاى شول. (( عامي)) هم هغه ته وايي چې د عامو خلکو په څېر وي او ناپوه وي.

 (وګورئ: د راغب مفردات:د ((ام)) تر ټکي لاندې او همداسې: مجمع البيان: د بقرې د سورت تر ٧٨ آيت لاندې)

ځينو ويلي چې د (( امت )) د ټکي يوه معنا خلقت دى او ((اُمي)) هغه ته وايي چې (نالوستى) پر وړومبني حالت پاتې وي او د ((اعشى)) پر شعر يې استناد کړى دى .

 (وګورئ:مجمع البيان: د بقرې د سورت تر ٧٨ آيت لاندې).

 په هر حال که له ((ام)) او که له ((امت)) اخستل شوى وي او ((امت)) چې په هره معنا وي؛نو ددې ټکي معنا نالوستى دى.

 ٢_اهل ام القرى

ددې نظر پلويان دا ټکى ((ام القرى))؛يعنې مکې ته منسوبوي. د انعام په ٩٢ آيت کې مکه په ((ام القرى)) تعبير شوېده :

 وَهَـذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَهُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ

ژباړه : ( او دا يو مبارك كتاب دى، چې موږ نازل كړى دى (او) تر دې دمخه د راغليو كتابونو تاييدونکى دى (هغه  مې راولېږه چې خلكو ته پرې د الهي مكافاتو زېرى وركړې ) او د ام القرى [=مكه] او شاوخوا اوسېدونكي ووېروې.(يقين وكړه) څوك چې پر اخرت ايمان لري؛ نو پدې (كتاب هم) ايمان راوړي او پخپلو لمونځونو پابند دي.)

دا احتمال هم له پخوا د تفسير په کتابونو کې راغلى دى.

 (وګورئ: مجمع البيان:د آل عمران تر ٧٥ او اعراف تر ١٥٦ آيت لاندې او همداسې امام فخر رازي پخپل تفسير کې د اعراف سورت تر ٧٥ آيت لاندې.)

 او د شيعه و په څو روايتونو کې هم دا نظر تاييد شوى ،که څه هم پخپله دا روايتونو معتبر ندي پېژندل شوي او ويل شوي چې اسرائيلي ريښه لري.

 (وګورئ: مجله استان قدس:دويمه ګڼه)

دا احتمال په پخو دليلونو رد شوى دى. (همغه سرچينه)

يو دا چې د (( ام القرى)) ټکى ((خاص اسم)) ندى او پر مکې د ((عام صفت په نامه، نۀ په ((خاص اسم)) اطلاق شوى دى.

ام القرى؛يعنې د ((کليو)) مرکز. هغه ځاى ته ام القرى وايي چې د کليو مرکز وي.

د قصص د سورت له ٥٩ آيته جوتېږي چې دا ټکى وصفي عنوان لري نۀ اسمي:

وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى حَتَّى يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَى إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ

ژباړه🙁 او ستا پالونكى هېڅكله ترهغې د ښارونو او اباديو ويجاړوونكى نۀ و، څو په مركز کې يې  يو استازى راپاڅوي، چې زموږ آيتونه ورته ولولي او موږ يواځې هغه ښارونه او ابادۍ ړنګوو، چې اوسېدونكې يې ظالمان وي.)

معلومېږي چې د قرآن په ژبه کې هرې هغې سيمې ته ((ام القرى)) ويل کېږي،چې د همغې سيمې مرکز وي.

بل دا چې په قرآن کې دا ټکى هغوى ته هم اطلاق شوى، چې دمکې اوسېدونکي نۀ وو. د آل عمران د سورت په ٢٠ آيت کې وايي:

فَإنْ حَآجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِيَ لِلّهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِ وَقُل لِّلَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ وَالأُمِّيِّينَ أَأَسْلَمْتُمْ فَإِنْ أَسْلَمُواْ فَقَدِ اهْتَدَواْ وَّإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلاَغُ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ

ژباړه:  نو كه دوى له تا سره شخړه  كوي (؛ نو ته ورسره مجادله مكوه او) ووايه :(( زه او زما لارويان خداى ( اوفرمان) ته (يې) تسليم يو.)) اوكتابوالو[ = يهود او نصارى ] او نالوستو [ =مشركانو ]ته ووايه : (( ايا تاسې هم تسليم شوي ياست ؟))؛ نو كه ( د حق منطق او فرمان ته ) تسليم شي، سمه لار به و مومي او كه سرغړونه وکړي (؛نو مۀ خپه كېږه؛ ځكه ) چې پرتا يواځې ( د سمې لارښوونې ) د تبليغ ( ژمنه) ده او خداى د (خپلو) بندګانو ( دكړو وړو او عقايد ) لېدونکى دى.                                                                    

نو معلومېږي چې د هغې ورځې په عرف او د قرآن په وخت کې،ټولو بيديا ميشتو عربو ته ((اميين)) ويل کېږي چې د يو آسماني کتاب لارويان نۀ وو.

پردې سربېره دا ټکى هغه يهودو ته هم کارول شوى، چې نالوستي وو او معلومات يې نۀ درلودل،سره لدې چې کتابيان شمېرل کېدل. لکه چې د بقرې د سورت په ٧٨ آيت وايي:

وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لاَ يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلاَّ أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَظُنُّونَ

ژباړه: او پدوى كې يوه ډله عوام دي، چې د خداى كتاب يواځې يو لړ خيالونه اوهيلې ګڼي او يواځې يې پرخپلو ګومانونو زړۀ تړلى دى .

ښکاره خبره ده چې هغه يهود د مکې نۀ وو او ډېرى په مدينه او شاوخوا کې يې ميشت وو، چې قرآن ورته ((اُمي)) ويلي دي

 درېم : که يو ټکى ام القرى ته منسوب وي؛نو د ادبي قاعدې له مخې بايد،د (( اُمَي)) پر ځاى (( قروي)) وويل شي؛ځکه د ((صرف)) په علم کې دنسبت د باب د قاعدې له مخې،د مضاف او مضاف اليه په نسبت کې،هلته چې مضاف ((اب))،((ام))،((ابن)) او يا (( بنت)) وي؛نو مضاف اليه ته نسبت ورکول کېږي؛نۀ مضاف ته؛لکه چې په ابوطالب،ابوحنيفه،بني تميم،طالبي،حنفي او تميمي کې ويل کېږي.

٣_مشرک عرب چې د اسماني کتاب لارويان نۀ وو:

دا نظريه هم له پخوا په مفسرانو کې وه. مجمع البيان دا نظريه په ستر مفسر صحابي حضرت عبدالله بن عباس پورې تړي،چې د آل عمران د سورت په ٢٠ آيت کې چې د (( اميين)) ټکى د (( اهل کتاب)) پر وړاندې راغلى ( وقل للذين اوتوا الکتاب  و الاميين) او د بقرې د سورت تر ٧٨ آيت لاندې له ابوعبيده نقلوي او د آل عمران دسورت له ٧٥ آيته ګوتو ته راځي، چې پخپله طبرسي همدا معنا د آيت په مفهوم کې انتخاب کړې.زمخشري په کشاف کې هم همدا آيت او د آل عمران د سورت ٧٥ آيت همداسې تفسير کړى. فخر رازي دا احتمال د بقرې د سورت تر ٧٨ آيت او د آل عمران د سورت تر ٢٠ لاندې رانقلوي.

خو حقيقت دادى چې دا معنا له وړومبۍ معنا بېله معنا ده؛يعنې داسې نده چې هغوى ته اُمي ويل کېږي چې د يو آسماني دين لارويان نۀ وي،که څه هم لوستي وي.

 دا ټکى ځکه مشرکو عربو ته اطلاق شوى چې نالوستي وو؛ ځکه نو هلته چې دا ټکى د جمع په بڼه راغلى او مشرکوعربو ته اطلاق شوى؛دا احتمال ياد شوى؛خو هلته چې مفرد راغلى او پر رسول اکرم اطلاق شوى؛نو يو مفسر هم دا خبره نده کړې چې مقصد يې دادى چې حضرت محمد(ص) د يو آسماني کتاب لاروى هم نۀ و.

 هلته دوه احتماله دي: يو دا چې پېغمبر اکرم پر خط نۀ پوهېده او بل د مکې و؛نو دويم احتمال مو په پخو دليلونو رد کړ؛نو حضرت محمد(ص) ته؛ځکه اُمَي ويل کېږي چې ليک لوست يې نۀ و زده.

له سپېڅليو کتابونو سره نا آشنايي، ددې ټکي مفهوم ته څلورم احتمال دى. دا همغه احتمال دى چې ډاکټر سيد عبدالطيف له ځانه راايستلى او کېداى شي چې له هغې درېمې معنا سره يې ګډ کړى وي، چې ومو ويل.

 عبدالطيف وايي:

(( په قرآن کريم کې د(( اُمي)) او(( اميون)) ټکي په بېلابېلو ځايو کې کارول شوى؛خو تل او په هر ځاى کې يواځې يوه معنا ترې اخستل کېږي. د (( اُمَي)) ټکى اصلاً په لغت کې د نوي زيږيدلي ماشوم په معنا دى، چې د مور له ګېډې زېږېږي او د ژوند همدې حالت ته په اشاره د ((اُمي)) ټکى يې هغه چا ته تعبير کړى چې ليک لوست نشي کړاى. د ((اُمي))ټکى همداسې د هغه چا په معنا دى، چې په ((ام القرى)) کې ژوند کوي. ام القرى؛يعنې د ښارونو مور؛پلازمېنه او غټ ښار او دا هغه صفت دى چې د پېغمبر اکرم د وخت عربان مکې ته قايل وو .

د (( اُمي)) ټکى يوه بله معنا هم لري او هغه چا ته کارول شوى چې له پخوانيو ((سامي)) متنو سره آشنا نۀ و او کتابوال نۀ و.

قرآن د ((امييون)) ټکى تر اسلام مخکې عربانو ته هم کارولى، چې سپېڅلى کتاب يې نۀ درلود او د تورات او انجيل لارويان هم نۀ وو او د (( اهل کتاب)) د ټکي پر وړاندې کارول شوى دى.

حال دا چې د ((اُمي)) ټکى دومره بېلابېلې معناوې لري؛معلومه نده چې ولې مسلمان او نامسلمانو مفسران او ژباړونکيو ترې (( دسترګو او غوږ تړلي ماشوم معنا اخستې ده)) او په نالوستى  او ناپوه يې تعبير کړېده او په پايله کې تر اسلام مخکې د مکې خلک يې هم امييون او نالوستي ښوولي دي.))

لومړى دا چې له پخوا اسلامي مفسرانو د ((اُمي)) او (( اميون)) ټکي درې ډوله تفسير کړي او د ډاکټر سيد عبدالطيف په څېر يواځې په يوې معنا پورې ندي نښتي.

دويم: چا هم ندي ويلي چې د ((اُمي)) ټکى د سترګو او غوږ تړلي ماشوم په معنا دى، چې په ترڅ کې معنا يې  نالوستي وي. دا ټکى بيخي نوي زيږېدلي ته نۀ کارول کېږي؛بلکې هغه پوخ عمري انسان ته ويل کېږي چې د ليک لوست له پلوه پداسې حالت کې وي،چې له موره زېږيدلى وي.

د منطق د علماوو په اصطلاح کې د (( عدم و ملکه)) مفهوم لري. اسلامي منطقينو د منطق په کتابونو کې تل دا ټکى د (( عدم و ملکه)) د بېلګې تر عنوان لاندې راوړى دى.

درېم: دا هم ناسمه ده چې ووايو ددې ټکي معنا له سامي متنو سره د نۀ اشنايۍ په معنا دى. د اهل لغت د مفسرينو د وينا له مخې،داټکى د جمع په حالت (اميين) کې د کتابوالو پر وړاندې، مشرکو عربو ته؛ځکه کارول کېږي چې نالوستي وو او ظاهراً چې دا رټونکى عنوان ورته يهود او مسيحيانو ورکړى و.

ناشونې ده چې هغو خلکو ته د اميين ټکى وکارول شي چې پخپله ژبه ليک لوست کولى شي؛خو له بل کتاب او ژبې سره اشنايي ونلري؛ځکه په هر حالت کې ددې تفسير له مخې، ددې ټکي ريښه ((ام)) يا (( امت )) دى او له موره د زوکړې د حالت معنا رارسوي.

په تېرو مخونو کې مو ورته اشاره وکړه چې ولې ددې ټکي ريښه(( ام القرى)) نده پېژندل شوې.

نو ددې هندي عالم حېرانتيا بېځايه ده.

زموږ د ادعا پخلى هغه کتابونه کوي ،چې په روايتونو کې ددې ټکي معنا يواځې ((نالوستى)) دى. (بحارالانوار:شپاړسم ټوک،١١٩ مخ) پېغمبر اکرم وايي: (( نحن امة امية لانقرو و لا نکتب= موږ اُمي قوم يو چې نۀ لوست کوو او نۀ ليک.))

ابن خلکان(تاريخ: څلورم ټوک)د محمد بن عبدالملک چې په (( ابن الزيات)) مشهور و او د معتصم او متوکل وزير و، په شرح کې ليکي:

((هغه پخوا د عباسي خليفه معتصم ليکوال و او د وزارت چارې د “احمد بن شاذى بصري” پر غاړه وې.يوه ورځ معتصم ته ليک راغى، چې وزير ورته لوست. په ليک کې د (( کلاء)) ټکى راغلى و. معتصم هم چې له معلوماتو برخمن نۀ و،له وزير يې وپوښتل: کلاء څه ده؟ وزير هم پرې نۀ پوهېده.معتصم وويل: (( خليفة اُمي و وزير عامَي))؛يعنې نالوستى خليفه او ناپوه وزير. بيا يې حکم وکړ چې يوليکوال راشي. ابن الزيات راغى. دا ټکى يې له هغو ټکيو سره معنا کړ چې دې ټکي ته يې معنا نږدې وه،چې د همدې ټکي معنا د ابن الزيات د وزارت سريزه شوه.))

٢_ آيا له قرآ نه په ګټنې ويلى شو چې د رسول اکرم ليک لوست نۀ و زده؟

ډاکټر سيد عبدالطيف د آل عمران د سورت، د١٦٤ آيت په راوړلو سره وايي : په قرآن کې راغلي چې پېغمبر اکرم ليک لوست کاوه.

لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولاً مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُواْ مِن قَبْلُ لَفِي ضَلالٍ مُّبِينٍ

ژباړه: په رښتيا چې خداى پر مؤمنانو احسان كړى [= ستر نعمت يې پرې لورولى]،چې دهغو يو تن يې استازى ورولېږه چې د هغه آيتونه پرې ولولي او پاك يې کړي ( او وده ورکړي) او د (خداى) كتاب او حكمت وروښيي او البته تردې د مخه هغوى په څرګنده بې لارۍ كې وو .

ډاکټر سيد عبدالطيف وايي: (( د قرآن سپنه وينا ده چې د پېغمبر وړومبى دنده داده چې قرآن خپلو لارويانو ته ورزده کړي؛هغه چې نورو ته ښوونه کوي؛بيا هم د قرآن د وينا له مخې ، چې وکړاى شي قلم وکاروي يالږ ترلږه څه چې قلم کښلي وي ، ولولي.))

داعجيبه استدلال دى:

لومړى دا چې ټول مسلمانان يوه خوله دي، چې تر رسالت مخکې، رسول اکرم نۀ ليک او نۀ لوست کاوه او ډاکټر سيد عبدالطيف غواړي چې ددې پرخلاف خبره پر کرسۍ کېنوي. دا استدلال حداکثر دومره دى چې پېغمبر اکرم د رسالت په دوره کې ليک لوست کاوه؛لکه څنګه چې د سيد مرتضى او شعبي او …. عقيده وه؛نو د ډاکټر سيد عبدالطيف ادعا نۀ ثابتېږي.

دويم :د رسالت د دوران له نظره هم دا استدلال نيمګړى دى.

سمه ده چې نويو زده کوونکيو ته د رياضي،فزيک او ….. ښوولو ته، قلم او کاغذ ته اړتيا وي؛خو د حکمت،اخلاقو،حلالو او حرامو ښوونه، چې د پېغمبرانو دنده ده، قلم و کاغذ ته اړتيا نلري.

((مشائين)) ته به يې ځکه دا ټکى کاروه، چې ښوونکي به د ګرځېدو په حالت کې ښوونه کوله؛البته هغه زده کوونکي چې غواړي يو څه ضبط کړي؛نو په کار ده چې و يې ليکي؛نو ځکه د خداى استازي تل سپارښتنه کوله چې ويناوې دې ضبط او وليکل شي او ويل يې: (( پوهه په بند کې کړئ)) وپوښتل شو: څرنګه؟ و يې ويل : (( و يې ليکئ.)) ( وګورئ:بحار نوى چاپ:دويم ټوک،١٥١ مخ)

پېغمبر اکرم: (( خداى دې هغه خوشحاله کړي چې زما خبره اوري،ضبطوي يې او هغوى ته يې رسوي چې نۀ يې وي اورېدلې. )) (کافي:لومړى ټوک،٤٠٣ مخ)

روايت دى چې د خداى استازي درې ځل پرله پسې وويل: ((خدايه! پر ځايناستيو مې ولورېږې. وپوښتل شو: د خداى استازيه! ځايناستي مو څوک دي؟ و يې ويل: هغوى چې تر ما وروسته راځي اوزماوينااو سنت مې زده کوي او نورو ته يې ورښيي. )) ( بحار الانور نوى چاپ: دويم ټوک،١٤٤ مخ )

نبوي حديث دى: (( پر مور و پلار د اولاد له حقونو دي چې ښه نوم پرې کېږدي،ليک لوست ورزده کړي او چې بالغ شو؛واده ورته وکړي.)) ( وسائل: درېم ټوک،١٣٤ مخ)

قران کريم وايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلاَ يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ وَلاَ يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا فَإن كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لاَ يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى وَلاَ يَأْبَ الشُّهَدَاء إِذَا مَا دُعُواْ وَلاَ تَسْأَمُوْاْ أَن تَكْتُبُوْهُ صَغِيرًا أَو كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ اللّهِ وَأَقْومُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلاَّ تَرْتَابُواْ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلاَّ تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوْاْ إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلاَ يُضَآرَّ كَاتِبٌ وَلاَ شَهِيدٌ وَإِن تَفْعَلُواْ فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ وَاللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ( بقره:٢٨٢)

ژباړه: ايمانوالو! چې کله مو په پور تر يوې ټاكلې مودې پورې له يو بل سره راکړه ورکړه (اومعامله) کوله؛نو ويې ليكئ او بايد ليكوال ستاسې تر منځ (د معاملې سند) د عدالت له مخې وليکي او هېڅ ليكوال ته نۀ ښايي چې له ليكلو ډډه وكړي؛ لکه څنګه چې خداى ورته ورښوولي؛ نو بايد و يې ليكي او پر چا چې حق وي، (د معاملې خبره) دې وايي او هغه (ليکوال) دې يې ليکي او له خپل پالونكې دې ووېرېږي او له هغه (حق) دې هېڅ نۀ كموي او كه  پور اخېستونكى كم عقل يا (له عقلي پلوه) کمزورى (او لېونى) وي يا ( د ګونګيتوب له امله) خبرې (او بيان) نشي كولاى؛ نو پرځاى دې يې ولي (واكوال) د عدالت  له  مخې خبرې (اوبيان) وكړي، بيا دې له خپلو دوه تنه ( عادل) نارينه (پر دې حق ) شاهدان ونيسي او كه دوه سړي نۀ وي؛ نو يو سړى او دوې ښځې دې وټاكې چې د دواړو خواوو پرې خوښه او اطمنان وي ( او بايد دواړه ښځې يو ځاى شاهدانې وي ) كه يوه يې هېره كړي، بله يې ورته ورياده كړي او شاهدانو ته چې د شاهدۍ ويلو وويل شي؛ نو انكار دې نكوي او د لږ يا ډېر پور له ليكلو مۀ خوا بدي كېږئ ( هر څه چې وي و يې لېكئ ) او دا (ليكل) مو د خداى پر وړاندې پوره انصاف، شهادت ته مرستندوى او د شك ( او شخړو) د مخنيوي لپاره (احتياط ته) ډېره نژدې (خبره) ده؛ خو که پخپلو کې مو سوداګري، لاس په لاس وي؛ نو د سند د نۀ ليكلو يې څه باك نشته  او په  (هر حال کې) چې كله هم راکړه ورکړه كوئ؛ نو شاهدان ونيسئ او نۀ ښايي چې ليكوال او شاهد ته ( دحق ويلو له امله ) زيان ورسېږي ( او زور زياتى پرې وشي ) او كه داسې مو وكړل؛ نو دا ستاسې له سرغړونو ده او (ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ او (پدې توګه ) خداى  تاسې ته  ښوونه کوي او خداى  پر هر څه پوه دى .

نو د خداى او رسول اکرم د سپارښتنې له مخې، مسلمانان بايد د خپل دين د آثارودساتلو،د اولاد د حق ادا کولو او ددنيوي چارو سمبالښت ته، د ليک لوست زده کړې ته ملا وتړي.

په تاريخ کې راغلي چې پېغمبر اکرم  په فديه اخېستو، د بدر د جګړې بنديان ازاد کړل،ځينې چې بېوزلي وو،بې فديي ازاد شول او د ځينو چې ليک لوست زده و؛ ورسره تړون و شو،چې که هر يو د مدينې لسو ماشومانو ته ليک لوست زده کړ؛نو ازاد به شي.

 ( وګورئ:تاريخ الخميس: لومړى ټوک،٣٩٥ مخ او همداسې: السيرة الحلبية: دويم ټوک،٢٠٤ مخ)

هو ! پېغمبر اکرم دومره ټينګار درلود چې دا هنر په مسلمانانو کې دود شي او د ليک لوست زده کړې ته مخه کړي؛خوله دوى يوهم نۀايجابوي  چې پېغمبر اکرم دې د خلکود لاروښوونې لپاره  ليک لوست ته اړتيا ولري.

ډاکټر سيد عبدالطيف وايي :

خداى د سورت په پيل کې قلم او ليکل ياد کړي؛نو آيا دا ښکاره دليل ندى چې د پېغمبر اکرم ليک لوست زده و …؟څنګه کېداى شي چې پېغمبر اکرم پخپله خلک ليک لوست ته هڅوي؛خو پخپله يې ورته پام نۀ وي،حال دا چې په هر کار کې مخکښ و.

دا هم عجيبه استدلال  دى:

البته دا آيت راښيي چې خداى او استازى يې بشر ته د ليک لوست پر ارزښت پوهېدل؛خو دا آيتونه دليل نشي کېداى چې خداى له ليک لوست،قلم و کاغذ سره سروکارلري؛نۀ پېغمبر اکرم.

ډاکټر سيد عبدالطيف وايي : (( پېغمبر به چې هر حکم کاوه؛نو په پلي کولو کې به يې تر ټولو مخکښ و؛نو څنګه يې دا حکم کړى او پخپله يې پرې عمل ندى کړى؟))

د ډاکټر دا خبره دې ته ورته ده چې ووايو يو طبيب چې ناروغ ته نسخه او درمل ورکوي؛نو لومړى يې بايد پخپله وخوري؛خو که دا طبيب دې درملو ته اړتيا ونلري؛نو بيا؟

بايد ووينو چې آيا پېغمبر اکرم هم د نورو خلکو په څېر ليک لوست ته اړتيا درلوده او بيا يې پخپل حکم عمل ونکړ يا پېغمبر ځانګړې وضع لري او دا اړتيا نلري.

 پېغمبر اکرم په عبادت،تقوا، راستۍ،پاکۍ،ښه خوي،ولسواکۍ او نورو ښو اخلاقو کې تر ټولو مخکښ و؛ځکه دا هر څه ورته کمال وو چې نۀ درلودل يې نيمګړتيا وه؛خو د سواد درلودل ورته داسې نۀ وو.

سوادځکه بشر ته خورا ارزښت لري، چې وکړاى شي د يو بل له معلوماتو ګټه واخلي،خپل معلومات له پوپنا کېدو او هېرېدو وساتي. د سواد درلودل لدې نظره د ژب پوهنې په څېر دي؛د انسان چې څومره ژبې زده وي؛د نورو له معلوماتو ګټه اخستنې ته به ډېرې وسيلې په لاس کې ولري.

په ژبه پوهېدل او سواد درلودل واقعي علم ندى؛خو د علم کونجي ده. علم هغه دى چې انسان هغه حقيقت او قانون ته ورسي چې په هستۍ کې واقعيت لري. طبيعي علوم،منطق اورياضيات علوم دي؛ځکه پدې علمونو کې بشر د بهرني څيزونو او ذهن تر منځ يوه واقعي،تکويني،علَي او معلولي اړيکه برسېره کړېده؛خو ژبپوهنه او د ژبې قواعد علم ندى؛ځکه موږ د څيزونو ترمنځ له واقعي اړيکې نۀ خبروي؛بلکې يواځې له يو لړ اعتباري تړونو مو خبروي،چې پدې چارو پوهېدل د علم کونجي ده او پخپله علم ندى.

هو ! د همدې اعتباري تړونو په ترڅ کې يو لړ واقعي بهيرونه رامخې ته کېږي؛لکه د ټکيو يو ځاى کېدل چې د افکارو تکامل دى او د يو طبيعي قانون له مخې منځ ته راځي.

البته پرهغو طبيعي قوانينو ځان پوهول، د فلسفې او علم برخه ده؛نو د سواد ارزښـت پدې کې دى چې انسان د نورو د پوهې کونجي په لاس کې ونيسي.

اوس بايد پوه شو چې آيا د علم د لاس ته راوړو يواځېنۍ طريقه داده چې انسان د نورو د پوهو کونجي په لاس کې ونيسي؟ آيا پېغمبر اکرم بايد د بشر له پوهې ګټه واخلي؟ که داسې وي؛نو نبوغ او نوښت چېرته ولاړ؟ اشراق او الهام څه شو؟ له طبيعته نېغ په نېغه پوهه څه شوه؟

د مشهور فرانسوى حکيم؛”دکارت” چې يو لړ مقالې خپرې شوې او د شهرت اوازه يې په هر ځاى کې خپره شوه او نوې خبرې يې په هر ځاى کې وستايل شوې؛نو يو له هغه کسانو چې د دکارت مقالې يې لوستې وې او د ډاکټر سيد عبدالطيف په څېر يې ګومان کاوه چې دکارت هم د کتابونو او نسخو خزانې ته لاس رسى پېدا کړى او خپل ټول معلومات له هغه ځايه لاس ته راوړي؛نو د دکارت ليدو ته ورغى او ترې ويې غوښتل، چې خپل کتابتون وروښيي؛نو دکارت دا سړى هغه کوټې ته بوت چې پکې يې خوسى څيرې کړى و ا ورته يې وويل : دا دى زما کتابتون ! زه خپل معلومات لدې کتابونو اخلم.

خداى بښلي  علامه سيدجمال الدين افغاني به ويل:

 ((عجيبه ده چې ځينې انسانان کلونه کلونه په څراغونو د نورو د کتابونو په لوستو بوخت وي؛خو يوه شپه يې همدا څراغ مطالعه نکړ؛که يوه شپه کتاب بند کړي او څراغ مطالعه کړي؛نو پراخه او ډېر معلومات به لاس ته راوړي.))

څوک هم عالم نۀ زېږېږي. ټول خلک وړومبى ناپوهه او بيا يو څه عالمان شي او په سم تعبير: بې له خدايه هر څوک پخپل ذات کې ناپوهه دي او د نورو په اسبابو او ځواکونو عالمان کېږي؛ هر څوک ښوونکي؛يعنې يوه ځواک ته اړين دى چې الهام ورته وکړي. خداى د رسول اکرم په هکله وايي:

أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى ( ضحی/6)

ژباړه: ايا يتيم يې نۀ وې موندلې؛ نو (چې بيا) يې (ځاى او) پناه درکړه؟!

وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى ( ضحی/7)

ژباړه: او ته يې ورک شوې موندلى وې؛ نو (بيا) يې درته لار وښووه.

وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى( ضحی/8)

ژباړه: او تۀ يې تنګلاسى موندلى وې؛ نو شتمن يې كړې،

خو خبره په ښوونکي کې ده چې څه او څوک وي؟ آيا انسان بايد يواځې له بل بشره پوهه زده کړي؛نو لازم ده چې د نورو د پوهې کونجي ( سواد) ولري. آيا انسان پخپله دومره ندى چې نوښتګر شي؟ آيا انسان نشي کړاى ،چې بې د نورو انسانانو له اړتيا د طبيعت او خلقت کتاب وڅېړي ؟ آيا انسان هومره مقام او درجه نلري چې غيب او ملکوت سره په اړيکه کې شي او خداى نېغ په نېغه ښوونکى يې شي. قرآن کريم د پېغمبر اکرم په هکله وايي:

 وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى( نجم/3)

ژباړه: او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نۀ غږېږي.

إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى(نجم/4)

ژباړه: (بلکې) خبرې يې يواځې وحې ده، چې ورته وحې كېږي.

عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى ( نجم/5)

ژباړه: هغه ته  پياوړي ځواکمن [=جبرئيل امين] ورښوولي دي؛

 حضرت علي کرم الله وجهه د نهج البلاغ په ١٠٩ خطبه کې د رسول اکرم صلى الله عليه و آله وسلم په هکله وايي:

(( هغه مهال چې ماشوم و او نوى له تي غوڅ شوى و؛د ساتنې دنده يې خداى سترې پرېښتې ته ورکړې وه،چې نيک خويونه به يې ورښوول.))

ابن خلدون پخپله مشهوره مقدمه کې د (( فى ان الخط و الکتابة من عداد الصنائع الانسانية)) په څپرکي کې وايي: خط لدې امله کمال دى، چې د بشر ژوند ټولنيز دى او وګړي د يو بل معلوماتو ته اړين دي. بيا په تمدنو کې د خط د تکامل بهير بيانوي او بيا د حجاز په چاپېريال کې د خط پېدا کېدو ته اشاره کوي او وايي :

(( په صدر اسلام کې خط له تخنيکي اړخه لومړي پړاونه تېرول او د اصحابو خطونه له نيمګړتياوو تش نۀ وو؛خو وروسته تابعينو او اخلافو همغه رسم الخط د تبرک لپاره د قرآن کريم په کتابت کې حفظ کړ او يا دا چې ځينې رسم الخطونه د قاعدې پر خلاف وو؛نو د قرآن کريم ځينې ټکي په ځانګړي رسم الخط پاتې شول.))

بيا وايي:

((فني او عملي کمالونه؛لکه رسم الخط چې نسبي اړخ لري او د ژوند په اسبابو او وسايلو پورې اړه لري، بايدله مطلقو کمالونو سره اشتباه نشي، چې نۀ درلودل يې د انسان په انسانيت کې  نيمګړتيا وي.))

ابن خلدون بيا د پېغمبر اکرم د (( اُمي)) توب خبره مطرح کوي چې د خبرې نچوړ يې دادى:

(( پېغمبر اُمي و.اُمي توب ورته کمال و؛ځکه خپله پوهه يې له پورته اخېستې وه؛خو موږ ته اُمي توب نيمګړتيا ده؛ځکه چې له ناپوهۍ سره مو مساوي ده.))

وګورئ:د ابن خلدون مقدمه،د ابراهيم حلمى چاپ،٤٩٤ او ٤٩٥ مخونه.

بل آيت چې ډاکټر سيد عبدالطيف پرې استناد کړى د ((لم يکن)) د سورت دويم او درېم آيتونه دي چې وايي:

(( ډېره حېرانونکې خبره ده چې د قرآن مفسرانو او ژباړونکيو دې آيت ته پام ندى کړى چې د حضرت محمد(ص) په وصف کې راغلى چې وايي:(( رسول من الله يتلوا صحفاً مطهرة))؛يعنې محمد د خداى پېغمبر چې سپېڅلې پاڼې لولي. بايد پام وکړو چې پدې آيتونو کې ندي ويل شوي چې پېغمبر اکرم دا صحېفې له خپلې حافظې رانقل کړي؛بلکې څرګنده شوې چې دا صحيفې له مخې لولي.))

ددې استدلال ځواب به هله روښانه شي چې په پورتينو ټکيو کې د دوو ټکيو؛((صحيفه)) او ((يتلوا)) معنا روښانه شي .

((صحيفه)) د پاڼې پر معنا ده او ((صحف)) يې جمع ده. لدې جملې سره د آيت معناچې وروسته يې وايي : (( فيها  کتب قيمة)) داده: پېغمبر هغه سپېڅلې پاڼې خلکو ته لوستې چې پکې رښتيا او پايښتې ليکنې دي.

لدې پاڼو مراد همغه څيزونه دي، چې د قرآن کريم آيتونه به پرې ليکل کېدل؛نو مطلب يې دادى چې پېغمبر به خلکو ته قرآن لوسته.

د ((يتلوا)) ټکى د تلاوت له مادې دى. هېڅ سند نشته چې ووايي: تلاوت له مخې لوستو ته وايي. د اهل لغت د ويناو له مخې، د (( قرآئت)) او (( تلاوت)) د کارولو د ځايو په هکله بايدووايم چې هره خبره کول،قرآئت او تلاوت ندى. قرآئت او تلاوت هله وي چې خبره د متن وي،که له مخې وويل شي او که له ياده. د بېلګې په توګه: د قرآن ويل،قرآئت او تلاوت دى،که د مصحف له مخې وي او که له ياده او ددې دواړو ټکيو ترمنځ يو توپير دادى چې تلاوت د سپېڅليو متنو لوستو ته ځانګړى دى؛خو قرآئت عمومي دى؛هم سپڅليو متنو او هم عادي متنو ته په کارېږي.

د بېلګې په توګه: سمه ده چې ووايو: د سعدي  ګلستان مې ولوست ؛خو سمه نده چې ووايو:د سعدي ګلستان مې تلاوت کړ.

په هر حال،دا چې متن له مخې وويل شي او که له ياده،نۀ د تلاوت په مفهوم کې دخالت لري او نۀ  د قرآئت په مفهوم کې.

تېر آيت هم دا وايي ،چې پېغمبر اکرم خلکو ته هغه قرآن تلاوت کړ(ولوست) چې پر پاڼو ليکل شوى وو.

او پېغمبر اکرم دېته څه اړتيا لري چې قرآن له مخې ولولي؟قرآن کريم سلګونو مسلمانانو حفظ کړى و او آيا د پېغمبر اکرم قرآن حفظ نۀ و، چې له مخې لوستو ته اړين وي؟ خداى د قرآن حفظ تضمين کړى و.

سَنُقْرِؤُكَ فَلَا تَنسَى(الاعلی/6)

ژباړه:  ((موږ  ژر (قرآن) پر تا لولو؛نو نۀ به يې هېروې))

نو معلومېږي چې د قرآن له آيتونو، کله هم دا خبره نۀ جوتېږي،چې د خداى استازي ليک لوست کاوه او پرعکس موضوع ترې جوتېداى شي او که فرضاً ترې جوته هم شي ،چې ليک لوست يې کاوه؛نود رسالت دوره وه؛خو ډاکټر سيد عبدالطيف وايي چې تر رسالت مخکې يې ليک لوست کاوه.

درېم:

 تاريخ او احاديث:

ډاکټر سيد عبدالطيف وايي چې له تاريخ او احاديثو هم لاس ته راوړاى شو ،چې د خداى استازي هم ليک کاوه او هم لوست. په دوه پېښو يې استناد کړى دى:

١_ امام بخاري د ((العلم )) په کتاب کې د يو روايت په ترڅ کې رانقلوي چې: (( پېغمبر اکرم يو پټ ليک وليکه او خپل  زوم علي ته يې ورکړ او ټينګار يې وکړ،چې ليک ونۀ لولې او د ليک د اخستونکي نوم په ياد وساتې او ورته يې وسپارې، چې پېغمبر دغسې پټ ليکونه استول ،چې ان زوم او تر ټولو اعتمادي تن يې هم بايد ونۀ لولي؛نو بې له پېغمبره څوک کېداى شي چې داسې پټ ليکونه وليکي؟)) وګورئ:بخاري لومړى ټوک،٢٥ مخ.

په خواشينۍ وايم کوم روايت چې په صحيح بخاري کې دى چې د ليک وړونکى علي کرم الله وجهه دى،حال دا چې امام بخاري لدې خبرې په ګټنې  غواړي ووايي چې پېغمبراکرم پخپله ليک ليکلى و او ليک يې ان له حضرت علي کرم الله وجهه هم پټ ساتلى و.

د صحيح بخاري د العلم په باب کې راغلي چې پېغمبر اکرم يوه ډله ولېږله او دهغوى مشر ته يې يو ليک ورکړ او ورته يې وويل چې پلانۍ سيمې ته تر رسېدو د مخه ليک مۀ خلاصوئ؛نو هېڅ نۀ وايي چې مشر  يې  علي کرم الله وجهه و او د روايت له مضمونه معلومېږي چې هغه بايد ليک پرانېزي چې د ليک وړونکى دى او نۀ درېم شخص چې ډاکټر عبدالطيف هم داسې ګومان کړى دى.

څه چې صحيح بخاري ددې کيسې په اړه راوړي، د(( بطن نخله)) کيسه ده چې په تاريخونو کې ثبت ده.

د ابن هشام سيرت، لومړى ټوک،٦٠١ مخ د (( سرية عبد الله بن جهش ))تر عنوان لاندې او همداسې بحارالانوار،:شپږم ټوک،٣٨ باب،٥٧٥ مخ همغه روايت رانقلوي چې د ليک وړونکى عبدالله بن جحش و. وايي چې پېغمبر اکرم ورته وويل چې تر دو ورځو سفر وروسته ليک پرانېزه او په ليک کې حکمونه عملي کړه او عبدالله جحش هم د خداى د استازي وينا عملي کړه.

واقدي(مغازي ،لومړى ټوک،١٣ او ١٤ مخونه) په ګوته کوي چې د ليک ليکونکى ابى بن کعب و؛نۀ پخپله پېغمبر اکرم ،او وايي:

(( عبدالله بن جحش وويل: يوه شپه د ماسوخوتن تر لمانځه ورورسته، پېغمبر اکرم راته وويل: سهار وختي وسله وال راشه چې ماموريت در پر غاړه دى. زه هم سهار وختي وسله وال د پېغمبراکرم د کور مخې ته ودرېدم. زما په څېر نور هم راغلي وو. پېغمبر اکرم ابى بن کعب راوغوښت او ليک يې پرې وليکه. پېغمبر اکرم ليک وتاړه او و يې ويل: تۀ مې ددې ډلې مشر کړې او دا ليک تر دوو ورځو مسافرت وروسته پرانيزه او عمل پرې وکړه.ما تر دوو ورځو مسافرت وروسته ليک پرانېسته او و مې ليدل،چې پېغمبر اکرم حکم کړى و،چې د ((بطن نخله )) (د مکې او طايف تر منځ سيمه) په سيمه کې د قريشو د کاروان په هکله لازم معلومات راټول کړم او همداراز پېغمبراکرم ټينګار کړى و، چې يو يار دې هم تګ ته اړ نکړې او په تګ او نۀ تګ کې هر څوک خپلې خوښې ته پرېږده. البته خطرناک ماموريت و او خپلو ملګرو ته مې وويل، چې هغه څوک دې راشي چې شهادت ته چمتو وي او څوک چې چمتو نۀ وي؛نو خوښه يې چې بېرته ولاړ شي. ټولوپه يوه خوله وويل: نحن سامعون و مطيعون لله و رسوله ولک…))

نو هغه څه له بېخه بې بنسټه دي چې ډاکټر سيد عبدالطيف پرې استناد کړى دى.

٢_ دويمه پېښه حديبيه ده چې ډاکټر سيد عبدالطيف پرې استناد کړى او وايي:

(( د بخاري او ابن هشام د نقل له مخې…. پېغمبر اکرم تړون راواخېست او پخپل لاس يې وليکه.))

لومړى دا چې بخاري په يو روايت کې داسې ليکلي او په بل روايت کې د هغې مخالفه خبره کړېده. د اهل سنتو علما تقريباً يوه خوله دي ،که څه هم د روايت ظاهر داسې دى، چې تړون پخپله پېغمبر اکرم وليکه؛خو د راوي مطلب دا ندى.

حلبى( سيره: درېم ټوک،٢٤ مخ) د پېښې تر رانقلولو وروسته وايي: (( پېغمبر اکرم د ((رسول الله)) ټکي پاکولو ته له علي مرسته وغوښته)) د بخاري روايت رانقلوي او وايي چې دا له آنحضرت يوه معجزه وه چې راښکاره شوه او بيا وايي:

(( ځينې وايي چې دا روايت پدې شکل د علم خاوندان معتبر نۀ ګڼي. مطلب دادى چې پېغمبر اکرم د ليکلو امر وکړ؛نۀ دا چې پخپله يې ليکلي وي.))

وايي :

ابوالوليد باجي مالکي اندلسي چې غوښتل، د بخاري د روايت ظاهر راواخلي؛نو د اندلس د علماوو له کلک انکار سره مخ شو.))

 ( وګورئ: السيره الحلبية:درېم ټوک،٢٤ ټوک)

خو ابن هشام بېخي داسې خبره نده راخېستې او معلومه نده چې ولې ډاکټر سيد عبدالطيف دا خبره په ابن هشام پورې تړلې ده.

موږ پخوا هم وويل:څه چې له ډېرو تاريخونو ګوتو ته راځي، دادي چې ډېر ليکونه علي کرم الله وجهه ليکلي وو او يواځې طبري او ابن اثير ګروهمن دي ، سره لدې چې پېغمبر اکرم ليک لوست نشو کولى(؛خو)پخپله يې تړون وليکه.

حداکثر داده،چې پېغمبر اکرم د رسالت پر مهال يو يا ډېر ځل ليکلي وي؛خو موږ دلته تر رسالت وړاندې پير باندې بحث کوو.

 د مخالفينو تورونه

 ددې ليکنې په پيل کې مو وويل چې د اسلام او پېغمبراکرم مخالفينو،پېغمبر اکرم له نورو  سرچينو د مطالبو په اخېستنه تورن کړ اوځکه يې تورن کړ چې  لوستى دى او يو لړ کتابونه لري او څه چې وايي له هغو يې رااخلي. په قرآن کې هم دې تورونو ته اشاره شوې ده.

وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا(فرقان:٥ آيت)

ژباړه: او وايي:((دا همغه د پخوانيو خلكو قصې دي چې  پر بل چا يې ليكلي او هر سهار او ماښام ورته اورول كېږي (چې ياد يې کړي). ))

پردې سربېره چې د دښمنانو تورونه دومره له تعصب او کينې ډک دي، چې د قرآن د تعبير له مخې،بې له (( ظلم او تيري)) ورته څه هم نشو ويلى ؛دا آيت نۀ په ګوته کوي چې هغوى ادعا نکوله چې پېغمبر به پخپله ليکل. د (( اکتتاب)) ټکى هم د ليکلو په معنا راغلى او هم د (( استکتاب)) چې معنا يې داده: يو څوک له بل وغواړي چې ورته وليکي.

تر آيت لاندې قرينه ده چې مقصد ترې دويمه معنا ده؛ځکه د آيت مضمون دادى: هغوى وويل: د پخوانيو افسانې يې ليکلې ( يا نورو ورته ليکلې)؛نو هر ګهيځ او ماښام ورته لوستل کېږي. (( اکتتاب)) يې په ماضي بڼه او (( املاء)) يې د مستمرې جاري په بڼه ياد کړي دي؛يعنې هغه څيزونه چې له پخوا يې ليکلي دي؛نور چې لوستي دي،هر ګهيځ او ماښام راځي او ورته يې وايي او هغه يې ترې زده کوي اويادوي.که پخپله پېغمبر اکرم لوستى واى؛نو لازم نۀ و ،چې ووايي ،نورهرګهيځ او ماښام يې ورته املاء وايي او کافي وو، چې و وايي: پخپله يې لولي اويادوي يې .

چې هرډول تورونه ( لېونى ،کوډګر، دروغجن ،اونوريې ورښيي) يې پرې تړل ؛نو ويې نشو کړاى چې ووايي؛دا چې ليک لوست يې زده دى؛نو موږ ته د نورو کتابو منځپانګه او محتويات،پخپل نوم اوروي.

 پايله

 

د رسول اکرم له ويناوو،پرېکنده تاريخ،د قرآن شهادت او د اسلام په تاريخ کې له ډېرى قرآينو جوتېږي چې د پېغمبر اکرم د ضمير دړه د بشر له زده کړې پاکه وه. هغه داسې انسان و،چې يواځې الهي او د حق زده کړې يې کړې وې.هغه داسې ګل دى،چې په روزنه کې يې بې د ازل له باغوانه،د چا لاس هم نۀ وررسېدلى.

سره لدې چې قلم،کاغذ او ليک لوست سره آشنا نۀ و؛په خپل سپېڅلي کتاب کې پر قلم او  آثارو يې د يو سپېڅلي چار په نامه قسم خوړلى دى.

ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ (قلم: لومړى آيت).

ژباړه: ((نون، سوګند پر قلم او څه چې ليكي !))

او پخپل لومړني آسماني پېغام کې پر ليک لوست سپارښتنه کوي او هغه د خداى تر ټولو ستر نعمت ښيي چې خداى بشر ته ورکړى دى.

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ(علق:١)

ژباړه: ولوله ،دخپل پالونكې په نامه ،چې (هرڅه يې) شته كړي دي،

خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ (علق:2)

ژباړه: انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ.

اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ(علق:3) 

ژباړه: ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛

الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ(علق:4) 

ژباړه: هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه،

عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ(علق:5)

ژباړه: انسان ته يې هغه څه وښوول چې پرې نۀ پوهېده .

هغه انسان چې پخپله يې قلم په لاس کې نۀ و ايښى؛همدا چې مدينې ته ننوت او امکانات يې لاس ته راغلل؛نو ((د قلم غورځنګ)) يې رامنځ ته کړ او سره لدې چې له ښوونکي يې زده کړې نۀ وې کړې او کوم پوهنتون ته نۀ و تللى؛د بشر ښوونکى او د پوهنتونو رامنځ ته کوونکى دى.

حضرت امام رضا له راس الجالوت سره په مناظره کې وايي:

((ددې پېغمبر د صدق دلايل دا و ،چې يتيم،بېوزله،شپوڼ او کارګر و.هېڅ کتاب يې نۀ و لوستى او يو ښوونکي ته هم نۀ و ورغلى؛داسې کتاب يې راوړ،چې پکې د پېغمبرانو، تېرو او راتلونکيو خبرې دي.))

وګورئ: عيون اخبار الرضا:سنګي چاپ:٩٤ مخ

او څه چې د قرآن ستروالى او اسمانيتوب ښيي، دادي چې د مبداء ، معاد، انسان،اخلاقو، قانون،کيسو،عبرتونو او موعظو په باب دومره ښکلې او فصيحې ښوونې د يو اُمي انسان په ژبه جاري شوي او نۀ يواځې دا چې له ښوونکي يې زده کړه نۀ وه کړې او يو پوهنتون ته هم نۀ و تللى؛بلکې د خپل وخت يو کتاب يې هم نۀ و لوستى.

کومه معجزه چې ستر خداى خپل وروستي پېغمبر ته ورکړه؛کتاب او ليکنه،وينا،فکر او احساس دى ،چې له فکر،زړۀ او ضمير سره سروکار لري.

له پېړيو پېړيو راهيسي دا کتاب خپل معنوي او خارق العاده ځواک ښيي، روزګار يې نشي زړولاى،په ميليونو زړونه يې راکښلي،د ژوند قوت پکې څپې وهي،څومره عقلونه يې فکر او تدبر ته اړ کړي او څومره زړونه يې له ايمانه ډک کړي او څومره د ظلم په منګولو کې پراته ولسونه يې له زنځيرونوخلاص کړي دي.

هو! خداى غوښتل چې ددې کتاب وحې توب او ښه تر ښه جوت او روښانه کړي؛نو  پر يتيم،بېوزله،بيديايي ګرځي او نالوستي بنده يې نازل کړ.

ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ. (جمعه:٤ آيت)

ژباړه: دا د خداى لورېنه ده، چاته يې چې خوښه شي (او وړيې وبولي) پرهغه يې لوروي او خداى د سترې لورونې خاوند دى.

 پاى

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست