تبلیغات

 طايف ته د رسول الله (ص) سفر د بعثت لسم كال،له ټولو خوږو او ترخو سره تېر شو.په دې كال كې پېغمبر اکرم خپل دوه ستر ملاتړ له لاسه وركړل؛ لومړى ترې “ابوطالب” ولاړ، چې لا يې د مړينې د غم داغ تازه و، د حضرت خديجې بي بي مرګ هم د پېغمبر اکرم غم […]

 طايف ته د رسول الله (ص) سفر

د بعثت لسم كال،له ټولو خوږو او ترخو سره تېر شو.په دې كال كې پېغمبر اکرم خپل دوه ستر ملاتړ له لاسه وركړل؛ لومړى ترې “ابوطالب” ولاړ، چې لا يې د مړينې د غم داغ تازه و، د حضرت خديجې بي بي مرګ هم د پېغمبر اکرم غم لا نور هم ور زيات کړ .

“ابن سعد” د “طبقات” د لومړي ټوك، 106مخ كې ليكلې،چې حضرت خديجه تر “ابوطالب” نه يوه مياشت او پينځه ورځې وروسته مړه شوه،حال دا چې ځينې؛لكه “ابن اثير” (د كامل د 2ټوك، په 63  مخ كې) ليكلي،چې حضرت خديجه له “ابوطالب” نه مخكې مړه شوې ده.

د “ابوطالب” پاسوالۍ او د حضرت خديجې شتمني د اسلام په پرمختګ كې ونډه درلوده.

“ابن هشام” ليكي:((د “ابوطالب” له مرګه لا ډېر وخت نه و تېر شوى، چې يوه قريشي د پېغمبر اکرم پر سر خاورې واچولى. پېغمبر اکرم په همدې حالت كې كور ته راننوت،چې د يوې لور يې سترګې پر ولګېدى؛نو راپاڅېده اوبه يې راوړې او د پېغمبر اکرم مخ او سر يې پرېمينځه. لور يې ژړل؛ خو پېغمبر اکرم خپلې لور ته تسلي وركړه او ويې ويل:”مه ژاړه! خدای دې د پلار ساتونکی دی، بيا يې وويل: چې “ابوطالب” ژوندى و؛نو قريشو ماته پورته نه شول كتاى.”))

پر پېغمبر اکرم،چې د مکې په چاپېريال كې تنګسه راغله؛ نو بل ځاى ته دتلو هوډ يې وکړ.”طايف” په هغو ورځو كې ښه منځۍ وه. هوډ يې وکړ “طايف” ته لاړ شي او د “ثقيف” ټبر له مشرانو سره خبرې وكړي او خپل دين ته يې راوبلي. كېداى  شي له دې لارې بريالى شي؛نو چې “طايف”ته ورسېد د  ټبر له مشرانو سره يې وكتل او د توحيد دين يې ورته تشريح كړ او هغوى يې راوبلل؛خو د پېغمبر اکرم خبرو يې پر زړونو څه اغېز و نه کړ او ورته يې وويل: ((كه ته د خداى غوره شوى يې؛نو ستا د وينا نه منل د عذاب وسيله ده او كه دروغ وايې؛نو د دې وړ نه يې، چې درسره خبرې وشي.))

د خداى استازى يې له دې ماشومانه منطقه پوه شو، چې دوى اسلام نه راوړي.پېغمبر اکرم له خپل ځايه راپاڅېد او له هغوى يې ژمنه واخسته،چې دا خبرې له بل چا سره ونه کړي،هسې نه چې د “ثقيف” ټبر کوز او ټيټ خلك د پېغمبر اکرم له يوازېتوبه ناوړه ګټنه وکړي او و يې ځوروي؛خو د “ثقيف” ټبر مشران پر خپله خبره و نه درېدل او دا خبره يې د خپل ټبر كم عقلو او كوڅه ډبو ته وكړه او هغوى يې په پېغمبر اکرم پسې راوپارول.

 پېغمبر اکرم روان و،چې ناڅاپه ترې د دښمنانو غټه ډله راتاوه شوه؛نو له ناچارې يې د “عتبه” او”شيبه” باغ ته پناه يووړه. دا دوه كسان د قريشو په شتمنو كې شمېرل كېدل،چې په “طايف” كې يې هم باغ درلود.

 د پېغمبر اکرم له بدنه خولې را روانې وې او بدن يې هم ټپي شوى و، د ونې سيورې ته كېناست او ويې ويل: ((خدايه! درشل ته دې د خپل بدن له كم زورۍ پناه در وړم،ته رحيم پالونکى يې، ته د کمزوريو خداى يې،ما دلته چاته پرېږدې….؟))

 دا د هغه سړي دعا ده، چې پنځوس كاله يې د سرتېرو پر ملاتړ پتمن ژوند كړى؛خو اوس پرې دومره تنګسه راغلې،چې د دښمن باغ ته پناه وړي او په خپل ستړي او ټپي ځان د خپل برخليك په تمه دى.

د “ربيع” زامن،چې بوت لمانځي او د اسلام د ښمنان وو،د حضرت “محمد” (ص) پردې دردونكي وضع خپه شول او خپل مسيحي مريي “عداس” ته يې امر وكړ،چې د انګورو ډكه كاسه ورته يوسئ.

 “عداس” د انګورو كاسه د پېغمبر اکرم مخې ته كېښووه او نوراني څېرې ته يې ځير شو. “عداس” د پېغمبر اکرم د نوراني څېرې په كتو كې ډوب و،چې وايې ورېدل،پېغمبر اکرم د انګورو له خوړو مخكې وويل:

 (( بسم الله الرحمن الرحيم. ))

“عداس” دې پېښې سخت حيران كړ او زړه يې نور صبر و نه کړ او ويې ويل:((ددې  ټاپو وزمې خلك  له دې كلام سره بلد نه دي او ما هم دا جمله له چا نه ده اورېدلې او ددې ځاى خلك خپل كارونه د “لات” او “عزى” په نامه پېلوي.))

پېغمبر اکرم:((د كوم ځاى يې او پر كوم دين يې؟))

“عداس”: ((د “نينوى” يم او نصراني يم.))

پېغمبر اکرم:((د داسې سيمې يې،چې صالح انسان “يونس بن متى” هم د هغه ځاى و.))

“عداس”: (( (په حيرانتيا)يونس متى څه پېژنې؟))

پېغمبر اکرم:(( ورور مې “يونس” زما په څېر پېغمبر و.))

پر “عداس” د پېغمبر اکرم صداقت عجيبه اغېز وكړ، بېواکه  پر پېغمبر اکرم مين شو،پر ځمكه راوغورځېد او دهغه پښې او لاسونه يې ښکل كړل او پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ او اجازه يې ترې وغوښته او د باغ مالكانو ته ورستون شو.

“ربيعه” د مسيحي مريي په روحياتو كې له بدلونه ډېر حيران شو او خپل مريي ته يې وويل:((له هغه پردي سړي سره دې څه خبرې كولې او ولې دې د هغه دومره په عاجزۍ درناوى وكړ؟))

“عداس” : ((دا سړى، چې ستاسې باغ ته يې پناه راوړې،د ځمكې پر مخ د خلكو ښاغلى دى.هغه راته داسې څه وويل،چې يوازې  پېغمبران ترې خبر وي او دا سړى هماغه پېغمبر دى،چې  په  اسماني كتابو كې يې نوم راغلى دى.))

 د مريي خبرې د “ربيعه” پر زامنو بدى ولګېدې او د نصيحت له مخې يې ورته وويل:((دا سړى دې له خپل پخواني دينه وا نه ړوي، ستا دين “مسيحيت” د هغه تر دينه غوره دى.))

 مکې ته د پېغمبر اکرم (ص) راستنېدل

پېغمبر اکرم د “طايف” له پېښو وروسته هوډ ونيو،چې مکې ته راستون شي؛خو مكې ته ستنېدل يې له ډول ډول خطرو سره مل وو؛ ځكه يوازېنى ملاتړ يې له دنيا تللى و او ددې احتمال و،چې مكې له رسېدو سره يې بوت لمانځي ووژني.

 پېغمبر اکرم هوډ وکړ په “نخله” كې پاتې شي. و يې غوښتل يو تن د قريشو په يو مشر پسې ولېږي،چې ورته پناه واخلي او مكې ته ننوځي؛خو هلته يې څوك پيدا نه کړ،چې قريشو ته د پېغمبر اکرم پيغام ورسوي. له “نخله” نه “حراء” ته ولاړ او هلته  يې له “خزاعي” عرب سره اړيکه ونيوه او ترې ويې غوښتل مکې ته ولاړ  شي او له “مطعم بن عدى” نه ورته پناه وغواړي.

 “خزاعي” عرب مكې ته ولاړ او د پېغمبر اکرم خبره يې “مطعم” ته ورسوله . “مطعم” سره له دې، چې بوت لمانځى و؛ خو د پېغمبر اکرم غوښتنې ته يې مثبت ځواب وركړ او ويې ويل:(( “محمد” دې نېغ زما كور ته راشي، زه او زما زامن يې ساتو.))

 پېغمبر اکرم د شپې په تپه تياره كې مكې ته راننووت او نېغ د “مطعم” كور ته ولاړ او د شپې وركره پاتې شو.

 لمر راختلى و،چې “مطعم” راغى او ويې ويل:(( تاسې زما په پناه كې ياست او دا خبره بايد قرېشو ته ورسول شي او ددې خبرې اعلام ته پكار دي، چې يو ځل له ما سره “مسجدالحرام” ته ولاړ شئ.))

 پېغمبر اکرم د هغه مشوره ومنله او د تګ تيارى يې وکړ.

 “مطعم” خپلو زامنو ته امر وكړ،چې وسله وال شئ او له “محمد” سره “مسجدالحرام” ته ولاړ شئ. هغوى،چې جومات  ته ور ننوتل؛ نو دې پېښې ډېر خلك حيران كړل.

 “ابوسفيان”،چې له مودو مودو پېغمبر اکرم ته په څوکې و و، ددې  پېښې  په ليدو ډېر غوسه شو؛ خو پر پېغمبر اکرم يې له بريده  ډډه وكړه “مطعم” او زامن يې كېناستل اورسول اکرم خپل طواف پېل كړ او تر طواف وروسته كاله ته راستانه شول.(137)

څه موده وروسته پېغمبر اکرم له مكې څخه مدينې ته ولاړ او تقريبا د هجرت د كال لومړۍ مياشتې وې،چې “مطعم” په مكه كې ومړ او خبر يې مدينې ته راورسېد؛نو پېغمبر اکرم د هغه نېكي ياده كړه او “حسان بن ثابت” هم د “مطعم” د سړيتوب او خدمت په درناوۍ شعرونه وويل.

 پېغمبر اکرم به په بېلابېلو ځايوكې “مطعم” پر نېكۍ ياداوه. ان د بدر د جګړې پر ورځ چې قريشو درانه تلفات وراړوي وو او مسلمانانو ترې زيات بنديان نيولې وو، پېغمبر اکرم “مطعم” را ياد كړ او ويې ويل:((كه “مطعم” ژوندى واى او كه رانه يې غوښتي واى،چې دا ټول بنديان ازاد كړم؛نو د هغه غوښتنه به مې منلې واى.))

 پاموړ خبره:

“طايف” ته د پېغمبر اکرم كړوونكى او غم لړلى سفر د هغه پر لويې سينې،زغم او استقامت ګواه دى او دا چې پېغمبر اکرم به تل “مطعم” په تېره بيا په ځانګړو وختو كې په نېكۍ ياداوه،د پېغمبر اکرم اخلاق او ستروالى راښيي،چې له همدې لارې موږ يوې بلې پايلې ته رسېداى شو او هغه د “ابوطالب” خدمتونه دي. “مطعم” لنډې مودې ته د پېغمبر اکرم ملاتړى؛ خو “ابوطالب” يې يو عمر ملاتړى. “ابوطالب” چې څومره پر پېغمبر اکرم وكړېده؛نو پر زرمه يې هم “مطعم” و نه کړېده. پېغمبر اکرم د “مطعم” ددې لنډې مودې خدمت له امله حاضر و،چې د بدر بنديان وبښي؛نو اوس په خپله ووياست، چې د تره  خدمتونو ته به يې څنګه ځواب وركاوه؟! يو داسې شخصيت، چې 42 كاله د رسالت د خاوند پاسوال او ملاتړ و او د خپل ژوند په وروستيو لسو كلو كې يې سر په تلي كې نيولى و او پېغمبر اکرم يې ساته؛نو له پېغمبر اکرم  سره به يې څومره مقام او احترام درلود.

 د حج په موسم كې د قبايلو مشرانو بلنه

د حج په موسم كې به پېغمبر اکرم د عربو له مشرانو سره اړيکې نيولې،كورونو ته به يې ته او د دين د حقيقت په باب يې ورته خبرې كولې، چې په دې كتنو او بلنو كې به كله كله “ابولهب” رادانګل او خلكو ته  به يې  ويل:((خلكو! خبره يې و نه منئ؛ځكه ستاسې د نيكونو د دين دښمن دى او خبرې يې بې بنسټه دي.))

د تره دې خبرو د پېغمبر اکرم پر تبليغاتو ناوړه اغېز درلود،چې د عربو مشرانو به له ځان سره ويل:((كه دين يې پر حقه واى؛ نو كورنۍ به يې ورسره مخالفت نه کاوه.)) (138)

د “بني عامر” د ټبر ډله مکې ته راغله او پېغمبر اکرم اسلام ته راوبلله. ډلې ورسره اسلام په دې شرط ومانه،چې د پېغمبر اکرم تر مړينې وروسته به د ټولنې مشري له هغوى سر ه وي؛ خو پېغمبر اکرم ورته وويل:((دا كار د خداى په لاس كې دى او چې څوك يې خوښ و، هماغه به ټاكي.)) (وګورئ: سيره “ابن هشام”: ١/ ٤٢٦)؛ نو ډلې يې له  اسلام  راوړو ډډه وكړه او، چې خپلې سيمې ته ستانه شول او له پېغمبر اکرم  سره د خبرو اترو کيسه يې د كلي سپين ږيرې ته وكړه؛نو هغه ورته وويل:((دا هماغه روڼ ستورى دى،چې د مكې له څنډه (افق) راختلى دى.))

د تاريخ  د كتاب  له دې پاڼې راڅرګندېږي،چې تر رسول اکرم وروسته د مشرۍ مساله  انتصابي اړخ لري؛ نه انتخابي.

 (په دې اړه وګورئ: د همدې ليکوال،پيشوايي از نظر اسلام)

137_طبقات ابن سعد، 1/ 210 – 212 او البدايه والنهايه 3/137

138_ وګورئ: طبقات، 1/216 ، سيره ابن هشام، 1/422


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!