امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت اتمه برخه د توښې لاس ته راوړو ته هڅه: پوه شه! سخته او ډېره اوږده لار دې پر مخ ده او په دې لار کې به هله بريا مومې، چې لازم زيار وکاږې، ډېره هڅه وکړې او پوره په تول تللې زېرمه او توښه ورته ولرې […]
امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت
اتمه برخه
د توښې لاس ته راوړو ته هڅه:
پوه شه! سخته او ډېره اوږده لار دې پر مخ ده او په دې لار کې به هله بريا مومې، چې لازم زيار وکاږې، ډېره هڅه وکړې او پوره په تول تللې زېرمه او توښه ورته ولرې او د ګناه پېټى دې سپک وي.
تر خپلې وسې پورته پېټى مه پر اوږه کوه، چې دروندوالى يې تا کړوي او که يو نشتمن دې وليد، چې توښه دې تر قيامته وړي او سبا چې ورته اړ يې،بېرته يې درکوي؛ نو لاسنيوى يې غنيمت وګڼه او توښه یې پر اوږو کېده او که شتمن يې؛ نو ډېر ورکړه کوه او ورسره يې ولېږه؛ ځکه شونې ده د قيامت پر ورځ به د داسې وګړي په لټه کې يې (؛خو) وبه يې نه مومې. که د شتمنۍ پر مهال چا پور درنه وغوښت؛ نو ورکړه یې غنيمت وبوله، چې د سختۍ او تنګلاسۍ پر ورځ درته راستنه شي، پوه شه چې سخت پيچومی دې مخې ته پروت دى، چې ترې د سپک پېټي والا د تېرېدو حال تر درانه پېټي والا خورا ښه دى او هغه چې ورو ځي، حال به يې تر هغه ډېر بتر وي، چې په ځغاسته روان وي او له پېچومي تر راکېوتو وروسته جنت يا دوزخ دى؛ نو تر راکېوتو ړومبى دې ځان ته زېرمه ولېږه تر ورتلو دمخه دې ځان ته هستوګنځى چمتو کړه؛ ((ځکه تر مړيني وروسته عذر نه منل کېږي)) او دنيا ته د راستنېدو لار تړلې ده.