تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نور به كله هم يو بل و نه ګورو   د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحار )    (( د ابوذر شرم، حيا او زهد يې د عيسى بن مريم په څېر دى )) د اسلام پېغمبر (ص) حضرت ابوذر(رض) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نور به كله هم يو بل و نه ګورو

 

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحار )

 

 (( د ابوذر شرم، حيا او زهد يې د عيسى بن مريم په څېر دى ))

د اسلام پېغمبر (ص)

حضرت ابوذر(رض) او انيس له خپلې مور سره د ماما كور ته روان شول . حضرت ابوذر(رض) خپل چاپېريال ته كتل،څه  چې يې ليدل، هومره يې د هغوى خالق لوى ليده او يقين يې نور هم پخېده ، ناڅاپه يې له لرې د مكې دېوالونه وليدل.اوښان يې چټک كړل،چې ژر له دې بدمرغۍ او وچكالۍ بېغمه او د هوسا ژوند خاوندان شي.

حضرت ابوذر(رض)،انيس او مور يې د ماما كره ولاړل،ژوند يې ښه تېرېده؛ ځكه ماما يې  پرې مهربانه و.

د ټبر خلكو دا حالات پخپله ګټه نه ليدل او په زړونو كې يې كينې راوپارېدې او د حضرت ابوذر(رض)،انيس او د مور دښمنان يې شول، چې كېداى شي د خور، ورور، ماما او خورينو د خپلوۍ له امله دوى هېر كړي،راټول شول او جرګه يې وكړه او يو سړى يې وټاكه او دنده يې وركړه .

سړى د حضرت ابوذر(رض) او انيس د ماما كور ته راغى،په ګوټ كې كرار كېناست،سر يې ټيټ کړ او سوړ اوسېلى يې وكړ،چې د هر چا زړه ته يې شل شكونه اچول .

د حضرت ابوذر ماما: خېر خو به وي، څه چل شوى دى؟

سړى : (په مكر) د مهمې خبرې لپاره راغلى يم،كه مې مينه او اخلاص درسره نه واى؛نو كله به مې هم دا خبره نه واى كړې،چې ستا په نه شتون كې په كور كې مو څه تېرېږي . تاسف دى،چې ستا د نېكۍ او احسان بدله بدي ده.

د حضرت ابوذر ماما پوه شو،چې څه خبره خو شته .غوسه يې وويل : سمه خبره كوه، څه چل شوى دى؟

سړى : انيس……..

 ماما: څه چل يې كړى دى؟

 سړى : چې له كوره وځې،انيس د كور له ښځو سره ناسته پاسته لري. ماما: دا خبره دروغ ده! تور دى .

 سړى : موږ هم غوښتل،چې دا خبره دروغ وي؛خو دا خبره د كاڼي كرښه ده .

ماما: اخر ته څه دلیل لرې؟

سړی : ټول پردې خبر دي،بل څوک وپوښته .

ماما: نه بس دی.

د حضرت ابوذر ماما ډېر زيات خړ او خپه شو او سر يې ښکته کړ او له كوره ووت، څومره چې يې وغوښتل خپله غوسه سړه كړي؛خو و يې نه کړاى شول؛شپې او ورځې يې په غم او غوسه كې تېرېدې،چې بالاخره حضرت ابوذر(رض) يې پر تندي پوه شو او ویې پوښتل:څو ورځې كېږي،چې خپه يې،په فكر كې يې، له موږ نه خو به  خپه نه يې؟

ماما: نه هېڅ خبره نشته.

 حضرت ابوذر(رض): نه!څه خبره خو ده، ماته ووايه، كېداى شي، چې د زړه بوج دې سپك شي.

ماما: قوم مې راته ډېره غټه خبره رارسولې،چې ويل يې غټه خوله غواړي.

حضرت ابوذر(رض): څه يې درته ويلي.

ماما: ويلي يې دي،چې انيس يو ناوړه عمل كړى دى.

خلك وايي : چې کله په كور کې نه يم؛نو انيس زما له ښځو سره ناسته پاسته لري .

د دې خبرې په اورېدو د حضرت ابوذر(رض) رنګ واووښت او سترګې يې له غوسې سرې شوې،ويې ويل : څومره نېكۍ،چې دې كړې وې،پر سيند لاهو شوې،نور زموږ او ستاسې ترمنځ اړيكې وشلېدې او كله به هم  و نه ګورو.

 *****

 حضرت ابوذر(رض) او انيس په غفار كې د خپل كور په مخ كې ناست ول،چې يو سړى راغى او سلام يې واچاوه او په څنګ كې يې كېناست

حضرت ابوذر(رض) وپوښت : د كوم ځاى يې؟

سړى : د مكې.

حضرت ابوذر(رض) : په مكه كې څه حال دى؟ څه خبرې دي؟

سړى: يو تن راپېدا شوى، چې وايي: زه پېغمبر يم او له اسمانه راته وحې راځي.

حضرت ابوذر(رض): د خلكو چلن ورسره څنګه دى؟

سړى : څوك يې خبرو ته غوږ نه  ږدي.

حضرت ابوذر(رض) : ولې ؟

سړى :ځكه چې وايي : نيکونه او پلرونه مو بې لارې ول او ګروهې مو باطلې دي او په هر څه كې خبرې راوباسي.

حضرت ابوذر(رض) : هغه دا كار كړى دى؟

سړى : د حيرانتيا خبره خو داده،چې زموږ خدايان نه مني او وايي،چې خداى يو دى.

حضرت ابوذر(رض) سر په ګرېوان كې ښكته كړ او دې خبرې ته فكر يووړ؛خو ورته دا خبره دومره عجيبه نه وه؛ځكه په هستۍ كې د تفكر له لارې دې خبرې ته رسېدلى و.سر يې په ګرېوان كې هماغسې ښكته كړى و او په سوچ او اندېښنو كې ډوب و.له مكې راغلي سړي،چې حضرت ابوذر(رض) په دې حالت كې وليد؛نو اجازه يې وغوښته او ولاړ.

حضرت ابوذر(رض)،انيس ته مخ كړ او ويې ويل :انيسه!ولاړ شه او د هغه سړي له كړو وړو مې خبر كړه،چې وايي زه پېغمبر يم او وحې راته راځي.

انيس پاڅېد او پر اوښ سپور شو او د مكې پر لور روان شو.

مكې ته چې ورسېد؛ نو لومړى يې د كعبې طواف وكړ،چې يوې ډلې د طواف په ترڅ كې د انيس پام ځان ته راواړاوه،هلته ولاړ او يو سړى يې وپوښت : دلته څه خبره ده؟

سړى : يو (العياذبالله) مرتد راغلى او خلك نوي دين ته رابولي.

د سړي خبره لا خلاصه نه وه،چې د انيس پر غوږونو يو غږ ولګېد،چې يو سړى خلكو ته وايي:د خداى شكر ادا كوم،عبادت يې كوم،ترې مرسته غواړم،ايمان پرې لرم،هغه مې مرستندوى دى او ګواهي ورکوم چې بېشكه الله يو دى او شريك نه لري .

په خلكو كې يوه غږ وكړ : ته دروغ وايې!

مشر كله هم خپل ټبر ته دروغ نه وايي!قسم پر هغه،چې له هغه پرته بل ذات نشته،زه هغه تاسې ته رالېږلى يم.خداى مو هماغسې مړه كوي؛لکه چې تاسې ويده كېږئ او بېرته مو ژوندي كوي؛لکه له خوبه،چې راپاڅېږئ .له تاسې سره به د ټولو كړو وړو حساب و كتاب كوي او هغه د دوزخونو او جنتونو خاوند دى .

دلته يو سړي وويل : د هډوكو تر رژېدو وروسته څنګه ژوندي كېږو؟

[ او ويې ويل :  ((ايا چې كله  موږ وراسته  هډوكي او مېده خاورې شو؛ نو بيا به له نوي سره  راژوندي کېږو؟! ))

ووايه : كه تيږه يا او سپنه ياست،يا ستاسې له نظره تردې هم كوم سخت شى (چې د ژوندي كېدو هېڅ وړتيا پكې نه وي؛ خو بيا هم خداى پردې ځواکمن دى، چې تاسې دويم ځل  را ژوندي كړي)؛ نو بې له درنګه به ووايي : ((څوك به موږ  بېرته د ژوندپر لور وراړوي؟!)) ووايه :(( هماغه چې په لومړي ځل يې پيدا كړي ياست. )) بيا به (په ملنډو) تا ته د هو سر وخوځوي او و به پوښتي : (( دا به كله وي؟! )) ووايه : ((ښايي چې نژدې وي ! (اسرا/۴۹-۵۱ آیتونه) ]

انيس په ځير سره د خلكو خبرو ته غوږ نيولى و او خپلو مغزو ته يې سپارلې .

خلك،چې خپاره شول،يوه وويل : پالي دى! يو بل وويل : شاعر هم دى! او يو بل زياته كړه : چې  پاړوګر هم دى.

انيس د پېغمبراکرم(ص) او قوم خبرې يې واورېدې . زړه يې ګواهي وركوله،چې په خبرو كې يې دروغ نشته،هغه رښتيا وايي؛خو قوم يې دروغجن دى .

انيس پر خپل اوښ سپور شو او پر ټوله لار د حضرت محمد (ص)  خبرو ته سوچ وړى و،چې غفار ته ورسېد. حضرت ابوذر(رض) د انيس په ليدو ورمنډه كړه او له واره يې انيس وپوښت؟ څه خبر دې راوړى؟

انيس : يو سړى مې وليد،چې فكر يې كاوه،چې خداى رالېږلى او خلك يې نېكۍ ته رابلل او له بدۍ يې منع کول .

حضرت ابوذر(رض) : خلكو د هغه په باب څه ويل ؟

انيس : خلك وايي،چې هغه شاعر، پالي  او کوډګر دى.

ابوذره! ته په خپله په دې خبره ښه پوهېږې،چې زه ډېر شاعران او د شعر ډولونه پېژنم،د هغه ټولې خبرې مې له بېلابېلو شعرونو سره په پرتله كړې؛خو د شعر په څېر نه وې؛ پاليان مې هم ليدلي؛خو خبرې يې  د هغوى په څېر هم نه وې .

حضرت ابوذر(رض): هغه څه وايي؟

انيس: څه عجيبه خبرې يي كولې.

حضرت ابوذر(رض): خبرې ېې درته يادې دي؟

انيس : پر خداى قسم خبرو يې ځانګړې خوږوالني درلوده؛خو يادې مې نه دي .

حضرت ابوذر(رض): قانع دې نه کړم؛لار دې چورتي كړم، مجبور يم، چې په خپله ولاړ شم او له نږدې وګورم، چې څه خبره ده.

انيس :څنګه،چې دې خوښه وي؛ خو له قومه يې ځان ساته؛ ځكه هغه خپل دښمن ګڼي او ډېره كينه ورسره لري.

د حضرت ابوذر(رض) د صبر كاسه ډكه شوه،نور يې ځان ټينګ نه کړاى شو او يو زوړ خيګ يې له اوبو ډك كړ او په مينه د ارمانښار (مدينه فاضله)پر لور روان  شو.په مغزو كې يې ډول ډول فكرونه تېرېږي . د نوي دين د سمندر په څپو كې حضرت ابوذر(رض) په مخه اخستى دى .له ځان سره يې وويل: چېرته روان يې؟ څنګه به هغه دين ته رسېږې،چې خلك اخلاقو ته رابولي؟څوك به يې له حضرت پېغمبر(ص) سره مخامخ کړي؟ كه د پېغمبراکرم (ص)  دښمنان يې ونيسي؛ نو ګنې ژوندى به يې پرېږدي؟!

خو بالاخره و يې پتيېله،چې نېغ جومات ته ولاړ شي او له هغه ځايه د پېغمبر اکرم (ص) پلټنه پيل كړي .

ابوذر مكې ته ورسېد او سيده جومات ته ولاړ او د پېغمبراکرم(ص) پلټنه يې پيل كړه؛خو پېدا يې نه کړ او نه يې په اړه څه واورېدل؛نو له ناچارې په جومات كې پاتې شو. لمر پرېووت؛ شاوخوا تپه تياره او چوپه چوپتيا خپره شوه،ټول خلك ويده ول؛خو څو تنو د كعبې طواف كاوه، په دې وخت كې حضرت علي (ک) طواف ته راغى؛ ګوري،يو لوړ او ډنګر سړى،چې توره پګړۍ يې پر سر وه او په زوړ او شلېدلي څادر كې يې ځان نغښتى،د جومات په ګوټ كې ناست دى . ورنږدې شو،ورته يې وويل : ګومان كوم ،چې مسافر يې؟

حضرت ابوذر(رض) : هو!

حضرت علي(ک) : راځه راسره .

په لار كې نه حضرت ابوذر(رض) څه وويل او نه حضرت علي وپوښت،كور ته ورسېدل،حضرت ابوذر(رض) شپه تېره كړه،چې سهار شو؛نو حضرت ابوذر(رض) د پېغمبراکرم(ص) پلټنه پيل كړه، بازار او كوڅې يې تر پښو لاندې كړې؛خو و يې نه  موند، ستړى، وږى او تږى جومات ته راستون شو، نه يې د خوړو له ځان سره څه راوړي او نه پيسې لري،چې څه پرې واخلي؛لوږې سخت تنګ كړ،مسكين د جومات ګوټ ته ولاړ او څادر يې پر ځان راخپوركړ او خوب يووړ،چې بيا هم حضرت علي (ک) پرې را برابر شو،ودرېد او ويې ويل: تر اوسه دې لا خپل كور نه دى پېدا كړى؟ راځه راسره!

حضرت علي(ک)، حضرت ابوذر(رض) له ځان سره راجګ كړ او كور ته يې راووست . حضرت علي او حضرت ابوذر(رض) هماغسې چوپ ول،چې حضرت علي(ک) ترې وپوښتل: ما ته  نه وايې، چې دلته څه كوې او د څه لپاره راغلى يې؟

حضرت ابوذر(رض) : لومړى لوز وكړه،چې چاته به  نه وايې او مرسته به راسره كوې.

حضرت علي(ک): سمه ده.

حضرت ابوذر(رض): اورېدلي مې دي،دلته يو سړى دى،چې د پېغمبرۍ دعوى يې كړې،خپل ورور مې د احوال لپاره راواستاوه؛خو د كار خبر يې را نه ووړ،پرېکړه مې وکړه،چې په خپله يې ووينم،اوس غم دادى،چې نه يې پېژنم او نه يې له چا د پوښتنې زړه کولاى شم .

حضرت علي(ک) ددې خبرو په اورېدو؛ لكه د پسرلي د ګل وغوړېد، حضرت ابوذر ته په ننداره شو، ورته يې وويل:څوك يې او له كوم ځایه راغلى يې؟

حضرت ابوذر (رض) : نوم مې “جندب جناده” او كنيه مې “ابوذر” دى او د غفار له ټبره يم .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!