بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دعا او د الله رحمت پېغمبرانو خدای ته د وررسېدو لار رانژدې کړې ده. په فيلسوفانو کله هم د انسانانو پر مخ د دعا ور نه پرانستل کېده؛ ځکه له دې سره سره چې پېغمبرانو رازده کړل چې د دعا ور پرانستی دی او خدای پخپله اجازه کړې چې ويې بلئ، […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
دعا او د الله رحمت
پېغمبرانو خدای ته د وررسېدو لار رانژدې کړې ده. په فيلسوفانو کله هم د انسانانو پر مخ د دعا ور نه پرانستل کېده؛ ځکه له دې سره سره چې پېغمبرانو رازده کړل چې د دعا ور پرانستی دی او خدای پخپله اجازه کړې چې ويې بلئ، بيا هم فيلسوفان د دعا په څرګندونې او شننه کې بېوسې او پاتې راغلي. د دې ادعا د سموالي د څرګندولو لپاره له ابوعلي سينا تر ملا صدا پورې د فلاسفه و اثارو ته مراجعه وکړې وبه وينئ چې ان زموږ دينداره فيلسوفان چې د پېغمبرانو د ښوونو له مخې دعا کوونکي (اهل دعا) ول په خپل فلسفي نظام کې يې دغې سترې ښکارندې (پدیدې) ته څه ځای نه مونده.
يو معاصر ستر فيلسوف چې عبادت او تهجد يې کول؛ خو په ډاګه يې منښته (اعتراف) کوله چې د دعا په مانا نه پوهېږي او څه توضيح او څرګندونه ورته نه مومم. په همدې دليل وايم، که فيلسوفان او الهي حکيمان مو لارښوونکي وای، نه يوازې دا لار يې رانژدې کولای نشوه؛ بلکې خدای يې په خپل «واجب الوجودي» بادبدبه ډګر کې راګېراوه چې د هيڅ مخلوق لاس نه وررسېده او انسانان تل له دې خوندورې مينې بې برخې پاتې کېدل؛ نو بايد د پېغمبرانو د دې پيغام پر قدر وپوهېږو چې ويلي يې دي: د اسمانونو او ځمکې هغه مالک خدای، له خپلې دبدبې او قدر سره سره تاسې انسانانو ته اجازه درکړې چې يې وبلئ او خپله هم متکفل شوی چې دعا مو قبوله کړي. د خپلې دبدبې له لامله ، د خپلو بندګانو خبرو ته بې اعتنايي نه کوي؛ بلکې دوی د التفات او ورسره د لورنې ځای بولي، خبرې يې اوري او هيڅ اورېدنه يې د بل له اورېدو نه منع کوي:
«يا مَنْ لا يَشْغَلُهُ سَمْعٌ عَنْ سَمْعٍ»
او بيا هم خپل هر يوه بنده ته ځواب وايي.
«وَ أَمَرَكَ أَنْ تَسْأَلَهُ لِيُعْطِيَكَ وَ تَسْتَرْحِمَهُ لِيَرْحَمَكَ»
«رحمت» د خدای مهمترين او عامترين صفت دی
علي (ک) خپل زوی امام حسن وايي : خدای حکم درته کوي، څه ترې وغواړه چې در يې کړي، لورنه ترې وغواړه چې درباندې ولورېږي.
خدای ته چې پر کوم مهمترين او عامترين صفت قايل يو او پرې يادوو يې، نو هغه د خدای د لورنې (رحمت) صفت دی او له خدايه د غوښتنې او د هرې خبرې او يا هر کار په پيلامه کې غوره آيت [بسم الله الرحمن الرحيم = « د لوراند او لورين څښتن په نامه» ] دی.
خدای نورې نامې (اسمأ) او ځانګړنې هم لري؛ خو دا ځانګړنه او صفت يې پر ټولو ور ړومبی دی. له همدې لامله له خدای سره د مخامخېدو پر مخ دا صفت بايد پر نورو ورمخکې کړو او دا هم د خدای راښوونه ده.
وانګېرئ هغه موجود، چې ټول رازونه وربرسېره دي، هغه موجود چې ګرد ځواکونه يې په واک کې دي او هر کار کړای شي، هغه موجود چې ټول انسانان يې پر وړاندې بېوسې، عاجز او خاضع دي او پر ټولو علومو عالم دی؛ دغسې يو موجود که مهربان او لورين نه وي، څومره به ویروونکی وي. کافي نه ده چې يو موجود عالم، مطلق، قادر او بې نهايت وي؛ بلکې تر څنګ يې يو بله مهمه ځانګړنه هم لازم ده چې مينناک يې کړي او تونده او ډار راولاړوونکې څېره ترې ايسته کړي او دا د «رحيميت» صفت دی. که نه بدترين، شرورترين او خورا کرکجن موجود به انګېرلېږي، يوازېنی څيز چې دغسې بادبدبه او ځواکمن موجود مينناک او ورسره د خبرو کولو وړ کوي او ناسته ورسره خوندوروي، دا ډاډ دی چې دغسې خدای له دې ټولو قدرتونو سره مهربان هم دی او دومره پوهېدنې او وسمني به يې پر بدخواهۍ مصروف او بوختې نشي؛ بلکې خدای د انسانانو نېکخواه دی او دا نېکخواهي بې له دې چې څه اړتيا راته ولري يا څه ډار رانه ولري عملي کوي يې.
خدای د خپل ذات په غوښتنه مهربان دی او په دې مهربانۍ يې د انسانانو زړونه راجذب کړي. له همدې لامله مو وويل هستي سره له دې چې ويښې او بينا سترګې ورسره دي، ډاډمنوونکې هم ده ځکه دا ويښې او بينا سترګې د هماغه ايکې يو مهربان موجود دي، نه د يو شرير بد خواه موجود.
د خدای او انسان ترمنځ واسطې ته اړتيا نشته
او خپله يې راښوولي، څه ترې وغواړو، چې يې راکړي، استرحام وکړو چې ترحم راباندې وکړي «وَ لَمْ يَجْعَلْ بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ مَنْ يَحْجُبُكَ »
او موږ يې بې د چا له واسطې د ځان پر لور بللي يو؛ يعنې له ټولو انسانانو سره يو رنګ تړاو لري او هيڅوک ترې محجوب او په پرده کې نه دی او هيڅ ځای يې له حضور او شتون څخه تش نه دی. په هر ځای کې چې کوم بنده دی، د دې بنده خدای هم هلته حاضر دی او په هر ځای کې چې په زړه کې يوه دعا او خبره خوټېږي، اورېدونکی غوږ هم شته «عَنْهُ وَ لَمْ يُلْجِئْكَ إِلَى مَنْ يَشْفَعُ لَكَ إِلَيْهِ » ته يې د شفيعانو او سپارښتګرو لورو ته ورلېږلی نه يې چې دوی ستا له لوري ووايي.
البته په اسلام کې شفاعت شته؛ خو د شفاعت مانا دا نه ده چې يوازې يو ځانګړی شمېر حق ولري چې له خدای سره خبرې وکړي. انسانان په هر وضعيت او هر ځای کې چې وي په خپله له خدای سره خبرې کړای شي، څه انحصار نشته چې دا خبرې اترې يوازې د ځانګړو کسانو وي.