تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د معاد شونتیا   ((أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ (یس/۷۷) = ايا انسان نه پوهېږي، چې دا موږ له یوه (بې ارزښته) څاڅكي پيدا كړ؟! او دا (دومره د ځواك، شعور او وينا خاوند شو) چې په ډاګه زموږ دښمنۍ ته ودرېد. ((وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د معاد شونتیا

 

((أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ (یس/۷۷) = ايا انسان نه پوهېږي، چې دا موږ له یوه (بې ارزښته) څاڅكي پيدا كړ؟! او دا (دومره د ځواك، شعور او وينا خاوند شو) چې په ډاګه زموږ دښمنۍ ته ودرېد.

((وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ (یس/۷۸)= او بېلګه یې راته راوړه او خپل پنځون يې هېر كړ، و يې ويل: ((څوك به دا وراسته هډوكي راژوندي كړي؟!))

((قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ. الَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ (یس/۷۹/۸۰)= ووايه : ((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي،چې په لومړي ځل يې پيدا كړل او هغه په هر (ډول) پنځون ښه پوه (او وسمن) دى؛ هغه چې له شنې ونې یې اور درپيدا كړى او د (اړتيا) پر مهال ترې اور بلوئ.))

ټکي :

*يو مشرک يو وروست هډوکى د پېغمبراکرم (ص) په مخ کې مات کړ او پر ځمکه يې ګوزار کړ،ويې ويل: څوک به دا وروست هډوکى راژوندى کړي؟ دا آيت همدې شک او پوښتنې ځواب ته راغى. (د نورالثقلین تفسیر)

په دې آيت کې له ونې مراد دوه ډوله د اورلګيد لرګي دي، چې نومونه ((مرخ)) او ((عفار)) دي، چې عربانو پرې اور بلاوه؛ لکه د نن د اورلګيد د ډکو په څېر. (د راهنما تفسیر)

*له شنې ونې اور لګول هغه مثال دى، چې عوام پرې پوهېږي او پوهانو هم د دې لپاره، چې انرژي پکې ده؛نو له علمي لارې یې ګوتو ته راوړي دي. (مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا)

*((خَصِيمٌ مُّبِينٌ)) هم د خداى د ځواک نښه ‏ده،چې له څاڅکي یې ځواکمن او باشعوره انسان جوړ کړى او هم د انسان د لویۍ او هېرېدنى نښه ده، چې د خپلو نعمتونو څښتن ته يې شا کړې او په هماغه ځواک ورسره جنګېږي،چې خداى ورکړی دى .

*خداى د قرآن  په بېلابېلو آيتونو کې انسان په څو بنسټيزو چارو کې هېروونکى موجود معرفي کړى دى؛لکه :

١ _ د خپل پنځوونکي په اړه. (نَسُواْ اللّهَ) (توبه/۶۷)

٢ _ د خپل پيداېښت په اړه. (نَسِيَ خَلْقَهُ) (یس/۷۸)

٣ _ د خپل هويت په اړه. (وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ) (بقره/۴۴)

٤ _ د حساب د ورځې په اړه. (يَوْمَ الْحِسَابِ) (ص/۲۶)

٥ _ د ورم- نصيحت او موعظې په اړه. (وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا) (مایده/۱۳)

پيغامونه :

١ _ که د انسان خپلې کمزورۍ او حقارت ته پام وي؛نو ‏کله به هم سرغړونه ونه کړي . (أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ. خَصِيمٌ)

٢ _ له څاڅکي د انسان پيداېښت ته پاملرنه په انسان کې  پر معاد ايمان پياوړى کوي. (مِن نُّطْفَةٍ)

٣ _ تر بدو بد خو هغه دي چې له حق سره په کلکه او ښکاره مخالفت کوي. (خَصِيمٌ مُّبِينٌ)

٤ _ له خداى سره د انسان جګړه هېښنده- حيرانونکې او له تمې لرې خبره ده. (فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ) (“اذا” د غير منتظره کار لپاه کارول کېږي .)

٥ _ د هغو ځوابولو ته د باطلو افکارو مثال راوړل باک نه لري. (ضَرَبَ لَنَا مَثَلًا)

٦ _ د خداى د ځواک په اړه د ځینو نيوکو جرړه په دې ځای کې ده، چې ورته بېلګو ته ناپاملرنه او د مخینو هېرول دي. (وَنَسِيَ خَلْقَهُ)

٧ _ د معاد منکران برهان نه لري،څه چې دي هغه استبعاد دي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)

٨ _ په اسلام کې د بيان آزادي تردې پورې ده چې له خداى او معاده  منکرین د مسلمانانو د مشر په مخ کې خپلې سپينې خبرې کوي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)

٩ _ پوښتل باک نه لري،څه چې بد دي  له ځېل او لویۍ ډکې انګېرنې دي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)

١٠_ د ځينو ګروهیزو نيوکو لامل دا دى چې د انسان ځواک د خداى له ځواک سره پرتله کوي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)

١١ _ باید ګروهیزې شبهې وځوابول شي،که څه د يو تن وي. (قَالَقُلْ)

١٢_ معاد جسماني دى. (يُحْيِي الْعِظَامَ)

١٣ _ د مړيو راژوندي کېدل په دوو څيزونو پورې اړه لري:

د انسان بيا جوړونې ته د خداى ځواک او په خاوره کې د خوړو شويو ذرو په اړه د خداى پوهه. دا آيت دې دواړو ته اشاره کوي. (أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ) د خدای د ځواک نښه او (وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ) یې د پوهې نښه ده.

په تاريخ کې چا هم د معاد د نشتوالي لپاره علمي دليل نه دی راوړى. څه چې د معاد مخالفين وايي دا دي، ایا دا شونې ده،چې د يو مړي ذرې، چې خپرې شوې وي، يو ځل بيا راژوندۍ شي؟ دا خو ناشونې ده؟ د عقل او قرآن ځواب دادى: بېشکه دا چار شونى دى؛ځکه د رد لپاره يې دليل نشته او  بل داچې موږ په خپل ورځنې ژوند کې په خپلو سترګو د مړيو راژوندي کېدل ګورو. زموږ د استدلال بنسټ قرآن دى؛خو قرآن موږ اندنې – تفکر او تعقل ته رابللي يو او وايي: ايا د هغه چا د ژمنې نمښتې- انکار ته به څه وي،چې د کار بېلګې یې شپه او ورځ  او په هر فصل او کال کې ګورئ.

امام جواد وايي : ويدېدل او راوېښېدل غوره بېلګې دي، چې مړه کېدل او ژوندي کېدل راښيي .

هو! مرګ د يو اوږد او ډوب خوب په څېر دى.

د ونو پسرلى او منى د ژندي کېدو او مړه کېدو بله بېلګه ده. د فاطر په سورت کې راغلي: (( وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ(فاطر/۹) =[ او خداى هغه دى، چې بادونه يې لېږلي دي، چې ورېځې راپورته كوي بيا موږ دا ورېځې (شاړو او) مړاوو ځمكو ته شړو؛ نو تر مړاوي کېدو (او وچوالي) وروسته ځمكه پرې را ژوندۍ كوو. (د مړيو) راژوندي كول (هم) همدغسې دي.]

 معاد شونتیا ته څو نورې بېلګې

داچې قرآن ووايي د مړيو راژوندي کېدل شوني دي، ډېرې بېلګې يې راوړي دي لکه:

*الف: يو کس يو وروست هډوکى له دېواله راوايست او په لاس کې يې وړه کړ او د خداى رسول ته يې ( په غرور) وويل: څوک دى،چې دا رژېدلى هډوکى به را ژوندى کړي؟ خداى خپل پېغمبر ته وويل : ((  قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ = ووايه: دا هماغه بېرته را ژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيداكړي وو. ))

که د يو څيز جوړونکى ووايي، چې زه د خپل لاس جوړ شوى څيز تر ټوټه ټوټه کولو وروسته بيا جوړولى او یو له بل سره یې نښلولى شم، بې ځايه خبره يې نه ده کړې؛ځکه جوړول تر خلاصولو او بيا تړلو مهم دي .

*ب : حضرت عزير علیه السلام :

 ((أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىَ يُحْيِي هََذِهِ اللّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللّهُ مِئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِئَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِّلنَّاسِ وَانظُرْ إِلَى العِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(بقره/۲۵۹)= يا خو د هغه سړي په څېر، چې پر يوه (ړنګ) كلي تېرېده، چې چتونه او دېوالونه يې راپرېوتي ول، (او د اوسېدونكيو تنې او هډوكي يې هره خوا پراته وو، له ځان سره يې) وويل: ((الله به دوى څرنګه تر مرګ روسته بېرته را ژوندي كوي؟)) (؛نو پر دې وخت) الله هغه سل كاله مړ كړ، بيا يې را ژوندى كړ او ورته يې وويل : ((څومره وخت پروت وې؟)) ويې ويل : (( يوه ورځ که د يوې ورځې يوه برخه.)) ورته يې وويل : (( نه؛ بلكې سل كاله درباندې تېر شوي! اوس دې (درسره) خوړو څښو ته وګوره (چې د كلونو په تېرېدو) هېڅ ډول بدلون پكې نه دى راغلى !( هغه الله ، چې ورستېدونکي څيزونه دومره موده روغ ساتى؛ نو پر هرڅه وسمن دى) بلخوا خپل خره ته دې وګوره (چې ان هډوكي يې هم وراسته شوي او دا دويم ځل راژوندي كېدل دې د ډاډ لپاره وو) او (هم) خلکو ته دې (د معاد په باب) نښه كړم. (اوس دې د خره) هډوكيو ته ورځیر شه، چې څنګه يې راخوځوو، په غوښه او پوټكي يې پټوو!)) چې كله دا ( د بېرته راژوندي کېدو څرنګوالی) ورته په ډاګه شو؛ ويې ويل :(( ( اوس ) ښه پوهېږم،چې الله پر هر څه واکمن دى .))

* ج : حضرت ابراهيم علیه السلام  له یو کڅ ساحلهه تېرېده، د يو مارغه مړى يې وليد،چې نيم په اوبه کې پروت دى او نيم پر وچه او د دښتې او سيند ځناور يې هر يو پر يوه برخه بوخت وي او خوري يې،همداچې دا ننداره يې وليده؛نو خداى يې وپوښت :

 ((وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن قَالَ بَلَى وَلَكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِّنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا وَاعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(بقره/۲۶۰) =  او (درياد كړه) چې کله ابراهيم وويل : (( پالونكيه! راوښيه، چې څرنګه مړي راژوندي كوې؟)) خداى وويل : ((ولې ستا لا باور نشته ؟!)) ویې ویل : ((ولې نه، باور مې شته؛ خو غواړم زړه مې ډاډه شي.)) ورته يې وويل: (( څلور ډوله مرغان راواخله او (تر حلالولو روسته يې) ټوټه ټوټه كړه (او سره يې واغږه) بيا يې يوه يوه ټوټه پر بېلابېلو غرونو كېږده، بيا یې راوبوله، په منډو به درشي او پوه شه، چې الله بریمن (او) د حكمت څښتن دى (هم د مړيو د بدن له ژوندینکو خبر دى او هم يې راټولولای شي.)

په دوو څيزونو کې د معاد د منکارنو وسوسې دي :

لومړى : آيا کېداى شي وراسته هډوکي بېرته راژوندي شي؟

((وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا (اسراء/۴۹) = او ويې ويل:  ((ايا چې كله  موږ وراسته  هډوكي او مېده خاورې شوو؛ نو بيا به له نوي سره  راژوندي کېږو؟! ))

دوىم : فرض به وکړ،چې د هډوکيو راژوندي کېدل شونې وي، خبره دا ده، چې څوک به دا کار کوي؟

((فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ(اسراء/۵۱)= نو بې درنګه به ووايي: ((څوك به موږ  بېرته د ژوند پر لور وراړوي؟!)) ووايه:(( هماغه چې په لومړي ځل يې پيدا كړي ياست. ))

 هغوى چې دومره د مړيو راژوندي کېدل نا شوني ګڼي ؛نو ولې له پيداېښته منکر نه دي؛ځکه د لومړي ځل لپاره جوړول؛خو تر بيا جوړولو سخت دي؛يعنې يو څيز،چې يو ځل جوړ شي او بيا وران شي؛خو جوړونکي ته يې د هر څه پته وي؛لکه  د يوې الوتکې انجينر، چې ووايي زه خپله الوتکه خرابوم او بيا يې جوړم؛نو دا چار ورته ډېر اسان دى. قرآن ته به ورشو، چې په دې اړه وايي :

 ((وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (روم/۲۷)=او هغه دى،چې هستونه پيلوي بيا يې بېرته راګرځوي او پر هغه دا (كار) خورا اسانه دى او په اسمانونو او ځمكه كې يې صفت تر ټولو لوړ دى او هغه بريمن حكيم دى.] ))

يو بل مثال ته پام وکړئ،چې څرنګه له خپرو ورو او بې ځانه ذرو ځان لروونکي او بې ځانه ژوي جوړېږي:

 ١ _ غوا واښه خوري او شيدې ترې جوړوي.

٢ _ انسان خواړه خوري او اوښکې،وينه،هډوکي، ويښتان، غوښه او ترې … جوړېږي.

٣ _ په مستو کې منداڼو وهل کېږي او د کوچو خپاره ذرات ترې راغونډېږي.

 څنګه منلاى شئ،چې د غوا د هاضمې سیستم له وينو شيدې راايستاى شي او تاسې هم په منداڼو په مستو کې خپاره غوړي راغونډ کړئ؛خو همداچې واورئ،‏خداى ځمکه خوځوي،(إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا) (زلزله/۱) او ستاسې د وروستو هډوکيو ذرات راټولوي،چې په هر ځای کې وي؛ نو دا نه منئ؟! د ویینې- بحث پاى ته څو آيتونه راوړم .

 ((كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ(اعراف /۲۹)= لكه څنګه چې يې په ړومبي پيدا كړاست بيا به په همدې ډول (هغه ته) ورځئ.))

((وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْأَةَ الْأُولَى فَلَوْلَا تَذكَّرُونَ(واقعه/۶۲)=  او په يقين تاسې خو په لومړني پيداېښت (دنيا) پوهېدلي ياست؛نو ولې پند نه اخلئ (چې په هغه پسې بله نړۍ هم شته)؟!  ))

 ((فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ(طارق/۵)=  نو انسان بايد وګوري، چې له څه پيدا شوى دى؟! ))

 ((خُلِقَ مِن مَّاء دَافِقٍ(طارق/۶) = له ټوپ وهونكيو اوبو پيداشوى دى، ))

 ((يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ(طارق/۷)=  [چې دا اوبه] د نارينه د شا او د ښځې د سيني د هډوكيو له منځه راووځي. ))

 ((إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ(طارق/۸)=خداى چې انسان له دومره ناڅيزه شي پيداكړى دى؛نو] بېشكه چې هغه [په قيامت كې] د ده پر بېرته پيدا كولو برلاس دى . ))

 ((أَلَيْسَ ذَلِكَ بِقَادِرٍ عَلَى أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَى(قیامت/۴۰) =ايا هغه [خداى] نشي كړاى مړي را ژوندي كړي؟! (هو، کړاى شي) ))

 ((أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ (ق/۱۵) = آيا نو موږ په لومړي ځل پيدا كولو ستړي شوي يو (چې په قيامت كې به له بيا پيداېښت بې وسې يو)؟! خو هغوى (له دې ټولو څرګندو دلايلو سره) بيا هم د نوي پيداېښت په اړه شكمن دي . ))

((أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّ اللّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ قَادِرٌ عَلَى أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ (اسراء/۹۹) = ايا نه پوهېږي،خداى چې اسمانونه او ځمكه پيدا كړي دي، په څېر يې د پيدا كولو وس هم لري (او نوي ژوند ته به يې ورستانه كړي) ؟! ))

((أَوَلَا يَذْكُرُ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْئًا (مریم/۶۷) =  او ايا (دا) انسان نه را يادوئ،چې موږ تردې مخكې له نشته پيدا کړى دى؟! ))

سرچینه : تفسیر نور، مولف شیخ محسن قرآئتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!