دعبادت پراخوالى
دعبادت پراخوالى مؤمن نه يوازې دا چې لمونځ کوي؛بلکې د عبادت د فرهنګ خپرولو ته هم هلې ځلې کوي.حق ته بلنه او د تبليغ دنده د هرمؤمن په غاړه ده.تر ايمان او صالح عمل وروسته خداى،انسان دې ته هڅوي،څو خلک حق او صبر ته راوبولي.[ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (عصر/٣) ] که لس سګرټ […]
عبادت نه عبوديت
عبادت نه عبوديت ظاهري ستاينه او غاړه ایښوونه که بې د زړه له قبلېدو وي؛نو بې ارزښته ده. بنده بايد بې قيد اوشرطه د خداى امر ته غاړه کېږدي او پر وړاندې یې له خپلو شخصي سليقو؛خوښو اوغوښتنو تېرشي او دا چې دا کار د نور خلکو ښه راځي که نه،پردې هم بايد سترګې پټې […]
دعبادت آفتونه
دعبادت آفتونه شيطان د انسان پخوانې دښمن دی او تل انسان ته په لار کې ناست وي،څوعبادتونه يې بې پايلي اوتباه کړي. شيطان چې له کومو لارو ګټنه کوي،څو انسان پرې بې لاري او عبادتونه يې باطل کړى هغه دا دي: ( ١) ريا یا ځانښکاري څوک چې د خداى لپاره عبادت نه کوي او […]
کليدي ګناهونه
کليدي ګناهونه لکه څرنګه چې کمزوري او زړښت د ډول ډول ناروغيو د راټوکېدنې لاملېږي؛نو همدا شان کله ناکله ځينې ګناهانو هم نورو ګناهونو ته لار هواروي، چې دا دي : حسادت حسادت انسان پر ډول ډول ګناهونو؛لکه تورلګول، دروغ ويل ، پر نورو بريد کول او …..اخته کوي. امام صادق په دې باب وايي: […]
د شخصيتونو ګناه
د وګړو – شخصيتونو ګناه : کوم کسان چې په ټولنه کې ځانګړى مقام او ځای لري ؛نو ګناه يې له نورو سره يو شان نه ده او ښائي د داسې خلکو صغيره ګناه د کبيره ګناه حکم ولري؛ځکه چې ګناه يې دوه اړخه لري ؛وګړنى اړخ او بل ټولنيز اړخ. له ټولنيز اړخه د […]
هغه ځايونه چې صغيره ګناه پکې پرکبيره ګناه بدلېږې
هغه ځايونه چې صغيره ګناه پکې پرکبيره ګناه بدلېږې : د آيتونو اوروايتونو له مخې په څو ځايونو کې صغيره ګناه پر کبيره بدلېږي، چې دادي : پر صغيره ګناه ټينګار: د صغيره ګناه تکرارول،هغه پرکبيره ګناه بدلوي . که انسان ان يوه ګناه هم وکړي او استغفار ونه کړي او د توبې په فکر […]
له صغيره ګناهونو څخه د کبيره ګناهونو د پېژندنې کچه
له صغيره ګناهونو څخه د کبيره ګناهونو د پېژندنې کچه له صغيره ګناهونو څخه د کبيره ګناهونو د پېژندنې د کچې په باب د علماوو ترمنځ اړپیچ – اختلاف دى ؛خو په ټولو کې يې پينځه کچې ښوولې دي. هره ګناه چې خداى ورته په قرآن کې د عذاب ژمنه کړې وي . هره ګناه […]
په روايتونو کې د ګناهونو ويش
په روايتونو کې د ګناهونو ويش : له امامانو په ګڼو روايتونو کې نقل شوي او ورڅخه جوتېږي ،چې ګناهونه پر کبيره اوصغيره ويشل شوي دي. د “اصول کافي” په کتاب کې د ((باب الکباير)) ترعنوان لاندې يو باب راغلې،چې ٢٤ حديثونه پکې همدې موضوع ته ځانګړي شوي دي . ددې باب په اول او […]
عبادت څرنګه وکړو
لکه څرنګه،چې د کور پته دهغه له خاونده اخلو؛نو د عبادت طريقه هم بايد له قرآن او عترته (نبوي کورنۍ) زده کړو. د قرآن آيتونه او د معصومينو حديثونه،کوم عبادت غوره ګڼي او ورته يې کومې ځانګړنې بيان کړي دي؟ځواب یې بايد له قرآن اوعترته واخلو.دلته د دين د اولياوو پر کلماتو رڼا اچوو. […]
د عبادت اړخونه
په اسلامي فرهنګ کې يوازې لمونځ او روژه عبادت نه دی. ټول د ښمر و ښېګڼې – د خير ښېګړې کارونه، چې ګټه يې خلکو ته رسي،عبادت بلل کېږې،کوم کارونه ،چې په اسلام کې عبادت شمېرل کېږي دا دي: (١) د خداى د کارونو په هکله فکر کول امام جعفر صادق (رح) وايي:(( يوازې ډېر […]