تبلیغات

له صغيره ګناهونو څخه د کبيره ګناهونو د پېژندنې کچه له صغيره ګناهونو څخه د کبيره ګناهونو د پېژندنې د کچې په باب د علماوو ترمنځ اړپیچ – اختلاف دى ؛خو په ټولو کې يې پينځه کچې ښوولې دي. هره ګناه چې خداى ورته په قرآن کې د عذاب ژمنه کړې وي . هره ګناه […]

له صغيره ګناهونو څخه د کبيره ګناهونو د پېژندنې کچه

له صغيره ګناهونو څخه د کبيره ګناهونو د پېژندنې د کچې په باب د علماوو ترمنځ اړپیچ – اختلاف دى ؛خو په ټولو کې يې پينځه کچې ښوولې دي.

  1. هره ګناه چې خداى ورته په قرآن کې د عذاب ژمنه کړې وي .
  2. هره ګناه چې شرع ورته حد او پوله ټاکلې وي؛ لکه شراب څښل، زنا او غلا کول او داسې نور چې کوړې وهل، وژل او سنګسارول يې حدود دي او قرآن يې په اړه خبر ورکړى دى .
  3. هره ګناه چې د دين بې پروايي پکې څرګنده شوي وي .
  4. هره ګناه چې حراموالى او سترتوب يي په غوڅ دليل ازباد – ثابت شوى وي .
  5. هره ګناه چې کوونکى يې په قرآن او سنتو کې ننګول شوى وي .

ځينې د کبيره ګناهونو شمېر ٧، ځينې يې ١٠ ،ځينې يې ٢٠ ،ځينې ٣٤ او ځينې نور يې ٤٠ او څه زيات ښيي . پام مو وي چې دا توپېرونه له بېلابېلو آيتونو او روايتونو راټول شوي دي ؛نو ځکه ټول کبيره ګناهونوسره يو شان نه دي.

يو اسلامي عالم کبيره ګناهونه داسې ښيي:

  1. هغه ګناهونه چې په قرآن او اسلامي روايتونو کې يې د دوزخ ژمنه شوي وي .
  2. د شرع لخوا په کلکه منع شوي وي .
  3.  دليل وښيي چې هغه ګناه له ځينوکبيره ګناهونو غټه ده .
  4. عقل حکم وکړي چې فلانۍ ستره ګناه ده.
  5. پرالهي حکمونو د ولاړو مومنانو په ذهنونو کې داسې ازباد شوي وي،چې فلانۍ ستره ګناه ده.
  6. پېغمبراکرم(ص) او امامانو بيان کړي وي،چې دا کبيره ګناه ده .
  7. عالم زياتوي،چې کبيره ګناهونه خو ډېر دي،چې ځينې يې دادي :
  1. د خداى له رحمته نهيلي .
  2. د خداى له مکره خونديتوب .
  3. پر خداى،پېغمبر او يا هم د پېغمبراکرم(ص) پرځايناستو دروغ تړل .
  4. ناحقه وژنه .
  5. د مورو پلارلخواعاق کېدل.
  6.       په زور مټۍ د پلار مړي مال خوړل .
  7. پر پاکلمنې ښځې د زنا تور لګول .
  8. په جنګ کې له دښمنه تښتېدل .
  9. له نورو سره د اړيکو غوڅول .
  10. کوډې .
  11. زنا.
  12. لواطت.
  13. غلا .
  14. د دروغو قسم خوړل .
  15. له لېینې- ګواهۍ سرغړاوی [په کوم ځاى کې چې لېینه – ګواهي ورکول لازم وي ].
  16. پردروغو لېینه ورکول .
  17. د تړون ماتېدنه .
  18. د وصيت پر خلاف چلن کول .
  19. شراب څښل.
  20. رباخوړل .
  21. حرام مال خوړل .
  22. جواري او قمار.
  23. د وينې څښل او د مردارې غوښې خوړل .
  24. د خنځير د غوښې خوړل .
  25. د هغه ځناور غوښه خوړل، چې د شرع له مخې حلال شوى نه وي.
  26. ډنډۍ وهل .
  27. له هجرت وروسته تعرب؛يعنې انسان داسې ځاى ته مهاجرت وکړي،چې خپل دين له لاسه ورکړي.
  28. د ظالم لاسنيوي.
  29. پرظالم اډانه.
  30. بې عذره د نورو حقونه لتاړل
  31. دروغ ويل.
  32. کبر
  33. .اسراف او تبذير.
  34. خيانت
  35. غيبت .
  36. په خبرو پسې ګرځېدل او د يو خبره بل ته وړل .
  37. پر چټياتو وخت تېرول
  38. د حج دفريضې سپکاوى .
  39. د لمانځه پرېښوول .
  40. د زکات نه ورکول.
  41. پرصغيره ګناهونو ټينګار

خو شرک او د خداى له حکمونو سرغړوای او د خداى له اولياوو سره دښمني له غټو ګناهونو ځنې دي.[1] (٢٧)

دغسې د کعبې، قرآن، پېغمبر اکرم(ص) او امامانوسپکاوى او ورپسې بدرد ويل هم په کبيره ګناهونو کې شمېرل کېږي.

 

د ګناهونو يو بل ويش :

حضرت علي (ک) وايي:(( ان الذنوب ثلاثة… فذنب مغفور و ذنب غير مغفور و ذنب نرجو لصاحبه و نخاف عليه… ګناهونه درې ډوله دي : بښل کېدونکې ګناه،نه بښوونکى ګناه او هغه ګناه چې له خاونده يې هم (د بښنې) هيله لرو او هم يې له عذابه وېرېږو.)) همداسې زياتوي :((بښل کېدونکې ګناه هغه ده،چې خداى يې بنده ته په همدې دنيا کې عذاب ورکوي او په آخرت کې عذاب نه لري؛نو خداى ډېر حکيم او لوى دى او خپل بنده ته دوه ځل عذاب نه ورکوي.نه بښونکى ګناه هغه ده، چې يو بنده پر بل بنده تېرې وکړي او دا ګناه د مظلوم له خوښۍ پرته نه بښل کېږي.درېم ډول هغه ګناه ده،چې خداى هغه له خپل بنده پټه کړي او توبه يي د انسان په برخه کړي؛نو دا بنده هم له خپلې ګناه وېرېږي او هم له خدايه د بښنې هيله لري.[2]))

 

[1] تحريرالوسيله ١\ ٢٧٤- ٢٧٥

[2] بحار ٦\٣٠‏

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!