تبلیغات
آرشیو :

کوچنیان او جنسي څوبتیاوې

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  یوه ستونزمنه روزنیزه مساله، د کوچنیانو او زلمیانو له جنسي مسایلو سره چلن دی. جنسي څوبتیا یوه ځواکمنه غریزه ده، چې متعال پنځګر د ځوځات د پایښت لپاره د بنیادم په خټه کې ورایښې ده. دا څوبتیا په وړوکتوب کې پټه وي او سوکه سوکه سر راپورته کوي او په زلمیتوب […]

کمکيتوب

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ژوند لومړي اوه کلونه یو پېر دی، چې کوچنی پکې له جدي او رسمي ښوونې معاف او د عمل له ډېرې ازادۍ برخمن دی او نباید سخت او منظم مکلفیت وروتپل شي؛ نو ځکه ویل کېږي، چې ماشوم په دې پېر کې مکلفیت منونکی نه دی. په اسلامي روایاتو کې […]

ماشوم او لوبې

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ماشومتوب یوه ځانګړنه لوبې کول دی. [ارواپوهانو ماشومتوب د لوبو کولو پېر نومولی دی]. لوبې پدې پېر کې د فعالیت یو طبیعي روش دی. تر درې کلنۍ وړاندې  له لوبو سره یو ځای فعالیت پېلېږي او سوکه سوکه پراخېږي او نوښتیز او ابتکاري حالت خپلوي. له همدې امله ارواپوهانو، کمکیتوب […]

کوچنیانو ته د کیسو کول

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ کمکی توب؛ د لاروۍ پېر ماشوم چې سوکه سوکه خپل چاپېریال ته سترګې غړوي، نو ځان له وسمنو مشرانو سره مخامخ ویني. ماشوم داچې ځان تر نورو بېوسې ویني، سپکاوی او بېوسي احساسوي، چې دا یو طبیعي چار دی او د کوچني په نسبي کمزورۍ پورې  اړوندېږي. ددې بېوسۍ درک یې […]

ماشوم روزنه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ماشوم د مور شتون ته اړتیا لري د ژوند په ړومبیو کلونو په تېره لومړي درېیو کلونو کې د مور شتون له ځانګړي اهمیته برخمن دی. په دې پړاو کې د مور شتون، چې ماشوم یې له ځانګړو پېرزوینو او مینو برخمن دی، په کوچني کې دا ننګېرنه راولاړوي، چې په […]

فطري دین

فطري دین څه ته وايي؟ داچې وايو دين فطري دى؛يعنې د دين تومنه او ريښه د بشر په خټه کې ده . د دين اصول،ګروهې،فروعات، اخلاق او بنسټونه د انسان له خلقت او فطرت سره اړخ لګوي . انسان،چې په هر عمر،ځاى او وخت کې وي، پوهېدل غواړي،چې د هستۍ سرچينه  چېرته ده ؟ چې […]

دین ته اړتیا

آيا انسان دين ته اړتيا لري؟ انسان درې ډوله اړتياوې لري: ١_وګړيزې.٢_ټولنيزې  او ٣_ عالي  . وګړيزې اړتياوې؛لکه کور،کالى،ډوډۍ او په شرعي نکاح د شهوت لرې کولو ته واده کول . ټولنيزې اړتياوې؛لکه قانون او مشر . عالي اړتياوې؛لکه پېژندنې او پوهېدنې . د انسان په ډول ډول اړتياوو کې يې دين عالي اړتياوو ته […]

ماشوم روزنه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مور ونډه د ماشوم زوکړه، له موره یې د تړاو د پرېکون لومړی پړاو دی، چې نوم یې غوڅ شي؛ نو له خپلې مور سره یې فزیکي تړاو پرې کېږي او نسبي خپلواکۍ ته رسي؛ خو تر اوسه یې په مخ کې ډېر پړاوونه پراته دي، چې د یوه خپلواک […]

ماشوم او روزنه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه په نوې ښوونه او روزنه کې یو مثبت او رغنده بدلون، د ماشومتوب اهمیت ته پاملرنه ده. ماشومتوب د انسان په ژوند کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی او معمولاً د انسان د شخصیت- وګړې بنسټ په همدې پېر کې جوړېږي. په تېرو کې د […]

قرآن او د انسان پیدایښت (پر له پسې ۶)

له خاورې د آدم د پيدايښت څرنګوالى ځينې وخت د قرآن په بېلابېلوآيتونو کې د انسان پيدايښت له ((خټې)) ګڼي (؛ لکه پورتني آيتونه ) او د اسرا سورت په ( ٦١) آيت کې :  ((وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلآئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إَلاَّ إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا = او (درياد كړه) چې پرښتو ته […]