تبلیغات

آيا انسان دين ته اړتيا لري؟ انسان درې ډوله اړتياوې لري: ١_وګړيزې.٢_ټولنيزې  او ٣_ عالي  . وګړيزې اړتياوې؛لکه کور،کالى،ډوډۍ او په شرعي نکاح د شهوت لرې کولو ته واده کول . ټولنيزې اړتياوې؛لکه قانون او مشر . عالي اړتياوې؛لکه پېژندنې او پوهېدنې . د انسان په ډول ډول اړتياوو کې يې دين عالي اړتياوو ته […]

آيا انسان دين ته اړتيا لري؟

انسان درې ډوله اړتياوې لري:

١_وګړيزې.٢_ټولنيزې  او ٣_ عالي  .

وګړيزې اړتياوې؛لکه کور،کالى،ډوډۍ او په شرعي نکاح د شهوت لرې کولو ته واده کول .

ټولنيزې اړتياوې؛لکه قانون او مشر .

عالي اړتياوې؛لکه پېژندنې او پوهېدنې .

د انسان په ډول ډول اړتياوو کې يې دين عالي اړتياوو ته ځواب ورکوي.

دين درته وايي: د هستۍ سرچينه  چېرته ده،پنځوونکى يې څوک دى، موخه يې څه ده ،د حقيقت پېژندنې موخه څه ده او په دې  ټولګه کې زموږ مسئووليت څه دى ؟

موږ انسانان خپلې نېکمرغۍ او ودې ته کړلار ته اړتيا لرو،چې  مخې ته مو درې لارې  دي :

١_ په خپله  خوښه او سليقه لاس پورې کړو .

٢_د خلکو د غوښتنو له مخې خپلې کړنې او کړلار برابرې کړو .

٣_ځان خداى ته وسپارو او يوازې  د هغه له قوانينو لاروي وکړو.

 خپله لار :

له ځانه جوړه شوې لار کله هم د ډاډ وړ نه ده؛ځکه د انسان  پوهه ډېره محدوده ده او په ژوند کې مو ډېرې پښېمانۍ شته، چې پر غلطې لارې د تلو له پايلو راولاړې شوي دي او پردې سربېره د غريزو سرغړاندي، انسان کله يو خوا او کله بلخوا  راکاږي او په لار کې ورته نوې اړتياوې رامخې ته کوي؛نو له دې ټولو خبرو سره،بيا به هم موږ پر هغه لار ځوو، چې د انسان تلپاتې نېکمرغي او بدمرغي ورپورې اړه لري او په خپل نيمګړي اند او پوهه به عمل کوو ؟!

 د خلکو لار :

دا لار هم د لومړۍ لار په څېر د ډاډ وړ نه ده؛ځکه کومې نيمګړتياوې، چې زموږ په اند او پوهه کې دي،د خلکو په  پوهه او اند  کې هم دي؛لکه څنګه چې زه د خپلو ځاني غوښتنو په لومه ‏کې ښکېل يم، نور هم پکې ښکېل دي؛ لکه څنګه چې زه ډېر  پښېمانه شوى او لا به پښېمانېږم،نور هم همداراز دي او که له دې ټولو خبرو تېر شو؛نو هېڅ دليل نشته، چې زه له خپلې سليقې  لاس واخلم او د نورو پر پله  پل کېږدم،خپله ازادي پرېږدم او د هغو بنديوان شم،چې له حقيقته مې خبر نه دي او نه څرګنده او نه جوته ده،چې هغوى به مې خواخوږى وي که نه ؟!

 د دين  لار  يا غوره  لار :

د هستۍ پنځوونکي د دين  لار راوړاندې کړې او څرګنده ده، چې د هر څه جوړونکى د جوړ شوي څيز پر ځانګړونو تر ټولو  ښه پوهېږي . آيا د انسان وجود د انسان د لاس تر جوړ شوي څيزه هم  ناڅيزه او ساده دى ؟!

 د دين لاروي د عقل سپارښتنه ده  :

پر پورتنيو خبرو سربېره،د دين لاروي،بشپړ عقلي او سوليز – منطقي چار دى؛ ځکه عقلمن تل د ګواښ احتمال او شتون په پام کې نيسي، په تېره بيا په مهمو چارو کې .

عقلمن،چې پر سفر وځي؛ نو د سفر د احتمالي خطرونو په پامنيوي يو لړ څيزونه له ځان سره  وړي؛خو بې عقلان،چې پر سفر وځي او له ځان سره د اړتيا وسايل نه وړي؛نو که د سفر په ترڅ کې ورته کومه ستونزه راپېښه‌ نشي؛نو هغوى چې له ځان سره اوزار راخستي ول، تاوان يې نه دى کړى؛بلکې په ډاډ يې سفر کړى دى؛خو که کومه ستونزه راپېښه شي؛نو بې عقلو، چې اوزار يې نه وي راوړي؛نو تاوان به يې کړى وي او سفر به پرې زهر او ګنډېر شي.

او ستاسې په نظر هغه به په داسې ځاى کې څه کوي،چې نه مخکې تلاى شي او نه وروسته او څوک هم نه وي، چې مرسته ورسره وکړي؟

د همدې کېسې په څېر به هغوى ته هم دا راپېښېږي،چې په دنيا کې يې دين غوره کړى وي او هغوى چې نه وي غوره کړى .

د انبياوو،صالحو انسانانو او مشرانو د وينا له مخې،انسان ته په مخ کې له ګواښونو او خطرونو ډکه لار پرته ده ؛نو که دا ژمنې رښتيا نه وي او قيامت رانغى او حساب و کتاب او پوښتنه نه وي؛نو هغه چې په دنيا کې دينوال و او پر ديني احکامو يې عمل کړى و؛نو هېڅ تاوان به يې نه وي کړى؛بلکې يوازې دومره به شوي وي،چې بې دينه انسان کوم وخت، پر بې ارزښته کارونو تېر کړى وي،دينوال به پر لمانځه او د دين د احکامو پر پلي کولو تېر کړى وي؛خو که قيامت شو،چې د راتلو يې غوڅ دليلونه شته؛نو پوه شئ،چې دينوالو به تاوان نه وي کړى؛بلکې بې دينو به تاوان کړى وي .

د دين لار د  فطرت لار ده :

فطرت د خلقت پر وزن او يوه مانا لري.هغه ننګېرنه- احساس،چې په منځ ته راتلو کې يې ښوونکى او تمرين ونډه نه لري او په ټولو خلکو، وختونو او ځايونو کې تلپاتې او همېشنى چار دى؛نو کله په فطرت او کله په غريزه تفسيرېږي .

البته غريزه هغه احساساتو ته ويل کېږي،چې په انسان او څارويو دواړو کې وي؛لکه لوږه او تنده .

هو! د يو څيز عموميت پر ((فطري توب)) يې دليل دى. د ساري په ډول: له اولاد سره د مور مينه فطري ده؛يعنې هغه ننګېرنه،چې بې له ښوونکي،تلقين او تمرينه د انسان په خټه کې اغږل شوى او عموميت لري او په هر ځاى،وخت او حکومت کې په مېندو کې دا مينه وي؛ البته داسې لاملونه هم شته،چې ددې ننګېرنې ‏د پياوړتوب او کمزورۍ لامل ګرځي؛ځکه کله دننني احساسات پر ځينو نورو احساساتو برلاسېږي.د انسان په خټه کې له مال،خوشحالۍ او روغتيا سره مينه شته؛خو په ټولو کې دا مينه يو هومره او يو شانته نه ده؛ځينې مال له ځانه او ځينې ځان له ماله ځاروي؛لکه څرنګه چې په جاهلي عربو کې له غېرت او پت سره بې کچې مينې د لور درلودل بې غېرتي ګڼله او لاملېده،چې پلار له لور سره له مينې لاس واخلي او په خپلو لاسونو يې تر تورو خاورو لاندې ژوندۍ ښخه کړي؛نو د فطري توب مانا دا نه ده،چې انسان په عمل کې هم پرله پسې ورپسې ولاړ شي؛ځکه  ډېر ځل يوه فطري مساله پر بلې بر لاسېداى هم شي .

د فطرت د مسئلې يوه پايله د وياړ ننګېرنه ده او هغه چې د فطرت پر پله پل ږدي؛نو زړه يې ارام او ډاډمن وي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!