تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ژوند لومړي اوه کلونه یو پېر دی، چې کوچنی پکې له جدي او رسمي ښوونې معاف او د عمل له ډېرې ازادۍ برخمن دی او نباید سخت او منظم مکلفیت وروتپل شي؛ نو ځکه ویل کېږي، چې ماشوم په دې پېر کې مکلفیت منونکی نه دی. په اسلامي روایاتو کې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ژوند لومړي اوه کلونه یو پېر دی، چې کوچنی پکې له جدي او رسمي ښوونې معاف او د عمل له ډېرې ازادۍ برخمن دی او نباید سخت او منظم مکلفیت وروتپل شي؛ نو ځکه ویل کېږي، چې ماشوم په دې پېر کې مکلفیت منونکی نه دی. په اسلامي روایاتو کې دا پېر په بېلابېلو تعبیرونو یاد شوی، چې د ماشوم د اروايي وګړې بېلابېل حالات راښيي. پېغمبراکرم(ص) دا پېر د کوچني د ((سیادت)) پېر نومولی؛ یعنې کوچنی په کې ((سید)) او ((ښاغلی)) دی. په بل روایت کې یې سپارښتنه کړې، چې ((اولاد مو په لومړیو اوو کلونو کې ازاد پرېږدئ، چې لوبې وکړي[1])).

دغسې له علي(ک) روایت دی چې:[اولاد په لومړیو اوو کلونو کې د ریحان(کشمالیو) خوشبویه پاڼه درته ده[2]]

د دې تعبیرونو له ټولګې ـ چې د ارواپوهنې پرمختللې موندنې یې هم تاییدوي معلومېږي، چې ماشوم په دې پېر کې له یوې خوا ډېر ارزښتمن موجود دی، چې باید په کورنۍ کې یې درنښت وشي او موروپلار پرې مینه وکړي او بلخوا نباید سختګیري ورسره وشي او د ښوونې او روزنې درنې کړلارې ورباندې وتپل شي. لوبې په دې پېر کې د ماشوم کار دي، د ارواپوهنې موندنې هم دا مطلب  تاییدوي او ټینګار پرې کوي؛ نو ځکه په دې وخت کې کورنۍ د ماشوم روزنې ته خورا مناسب ځای دی؛ ځکه یو ځای هم د عاطفې او مینې د مړولو له پلوه د کورنۍ د مینناک چاپېریال ځای نیوای نشي. پردې سربېره، ډېر ځل کوچنی په وړکتونونو کې رسمي کړلارې ستړی کوي.

همدغسې له دې تعبیرونو موندای شو، چې باید په دې پېر کې ډېر له تشویق او هڅونو ګټنه وکړو او بې له استثنایي مواردو له تنبیه کار وانخلو، په تېره  وهل ډبول، چې په دې پېر کې یو ناسم روزنیز دود دی.

[کوم ماشومان، چې په دې پېر کې ډېر تنبیه کېږي، په ګانده کې ډېرې چلنیزې ستونزې لري.]

په دې چاپېریال کې چې کوم تنبیهات په پام کې نیول کېږي، باید د کوچني له محدود جسمي او اروايي توان او وس سره انډول وي؛ نو ځکه په دې وخت کې د سختې تنبیه سپارښتنه نه کېږي.

په دې پېر کې دې موروپلار خپل ډېر وخت له ماشومانو سره تېر کړي او اړتیاوو ته دې یې ډېره پاملرنه وکړي. په دې عمر کې له ماشوم سره د موروپلار اړیکې له ځانګړې اهمیته برخمنې دي او باید ماشوم ددې اړیکو په سیوري کې د موروپلار له پوره مینې او امنیته برخمن شي.

[کوم ماشومان، چې د ښوونځي له شاملېدو وړاندې وخت کې له پوره امنیت او مینې ځنې نه برخمنېږي؛ نو داسې زیانونه ور اوړوي، چې خورا لږ یې  په راوروستو وختونو کې د جبران وړ وي].

یو ارواپوه ((کارن هورنای[3])) امنیت سالم ژوند ته بنسټیز شرط بولي او ګروهن دی، چې د موروپلار لاندې چارې د ماشوم امنیت په تېره له ښوونځي مخکې پېر کې له خطر سره مخ کړي:

له ماشوم سره بې مینېتوب او ورته نه پاملرنه ، پرله پسې وهل ډبول یې، ژر له تي غوڅول، د اولادونو ترمنځ په توکمین  چلېدل، بې ځایه تنبیه او له حده ډېره سختګیري، بې ځایه نیوکې او پلمې لټول، ملنډې وهل، سپکاوی، شړل  او…

ان مصنوعي مینه هم ماشوم ته امنیت ورکولای نشي؛ بلکې په ماشوم کې د نا امنۍ د راپېداکېدو لاملېږي[4].

د دې پېر په وروستیو کې یوه مهمه او بنسټیزه مساله، ښوونځي ته د شاملېدو او ورتلو لپاره د کوچني چمتو کول دي. ښوونځی یو نوی چاپېریال دی، چې کوچنی په ورننووتو، یوه نوې نړۍ ترلاسه کوي. نن د ((چمتووالي پېر ))چې ماشوم پکې تر ښوونځي ډېر د عمل ازادي لري، د کور او ښوونځي ترمنځ د نښلون یوه کړۍ ده، چې کوچني ته دا د چاپېریال بدلون سوکه سوکه او ارام ارام رامنځ ته شي. په دې پېر کې شتون اوحضور د کوچني پر ټولنیزه وده کې هم مرسته کوي او په ښوونځي کې یې له خپلو همزولو سره ټولنیزو اړیکو ته چمتو کوي.

[باید موروپلار داسې زمینه سازي وکړی، چې کوچني ته د ښوونځي چاپېریال، اندېښمنونکی نه وي.]

د کوچنیانو نامعقولو غوښتنو ته غاړه مه ږدئ

لکه چې په تېرو ویینو کې څرګنده شوه، کوچنی چې سوکه سوکه لوییږې، ډول ډول اړتیاوې پیدا کوي او د غوښتنو لمن یې پراخېږي. موروپلار باید په معقول ډول دا طبیعي اړتیاوې ورپوره کړي. که یې ورپوره نه کړي یا موروپلار پاملرنه ورته ونه کړي؛ نو کوچني ته له چلنیز اړخ ستونزې راولاړېږي او له کوچني سره به د موروپلار اړیکې له ښه کیفیت او څرنګوالي برخمنې نه وي.

خو کوچنیان نامعقولې غوښتنې هم لري او غالباً په زور او دباو یې ترلاسه کوي. ژړا د کوچني په لومړیو کلونو کې وسله ده او په راوروستو کلونو کې یې ژړا، چغې او غوسه ده. په دې  ډول مواردو کې:

[موروپلار او په تېره مور باید د کوچنیانو د نامعقولو غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي او د کوچني ژړا، چغو او سرو ته غاړه کېنږدي.]

که دا روش یې څو ځلي شي؛ نو کوچنی به ومومي، چې هر کار په ژړا او زارۍ نشي کړاي؛ نو له خپل روشه  به واوړي.

ځینې میندې دغسې مقاومت نه کوي او په پایله کې کوچنی نازولی زورور او بد اموخته کېږي. معمولاً ددې ډول میندو د چلن علت دا دی، چې دوی د خپل ماشوم څو ځل ژړا زغملای نشي؛ نو ځکه یې غوښتنو ته غاړه ږدي. که دا ډول میندې پوه شي، چې په دې زړه سوي د خپل ماشوم وګړې ته څومره زیان وررسوي؛ نو کټ مټ به خپل چلن واړوي؛ نو ځکه:

[په دې پېر کې د کوچنیانو پر ازادۍ ټینګار پردې مانا نه دی، چې نامعقولو غوښتنو ته یې غاړه کېدو یا یې نازولي او بد اموخته کړو.]

په هر چار کې زیادښت، مبالغه او افراط سم نه دی، که  څه مینه درناوی او ازادي هم وي.

د کوچنیانو شوخي

یوه مساله، چې له کوچني سره د موروپلار په اړیکو کې اغېز شیندي د کوچنیانو شیطاني ده. ماشوم د ژوند د لومړیو کلونو په تېرېدو سوکه سوکه خپلواکه لار خپلوي او په ډېرې کنجکاوی لګیا کېږي. کله یې دا خوځښتونه د موروپلار د خپګان او غوسې لامېږي.

معمولاً موروپلار هغه کوچنیان خوښوي، چې چوپ، آرام او مطیع وي او دوی ونه کړوي. ددې ډول موروپلار ښه ایسي، چې کوچنی یې د لویانو په څېر چلن ولري؛ خو تردې غافل  چې ماشوم ،ماشوم دی او د غټانو په څېر کېدای نشي.

سالم ماشوم، چې له پوره جسمي، ذهني او اروایي سلامتۍ برخمن دی، په طبیعي ډول اړتیاوې لري، چې له لویانو یې جلا کوي. ماشوم لوبو، ټوپ وهلو او له همزولو سره اړیکو درلودو ته څوبتیا لري او هر څه ته د لوبو په سترګه ویني؛ تردې چې ډېر ځل لوبو کولو ته دروغ ووايي؛ خو دروغ یې رښتیاني دروغ نه دي، دروغ یې دروغجن دي! یعنې دروغ یې شخصي ګټې ته نه ؛ بلکې لوبو کولو ته دي، چې نور شاباس ورته ووايي او ځان ته یې هېښ کړي. لوبو کولو ته د بل وره ته سر وردننه کوي او فرصت لټوي. کوچنی د خپلو طبیعي څوبتیاوو د مړولو په لټه کې دی؛ نو ځکه:

[نه ښايي تمه ولرو، چې کوچنی رام او مطیع وي یا تل د لویانو تر څنګ په یوه ګوښه کې ارام او چوپ کېني.]

که داسې وکړي؛ نو باید د چارې په لټه کې یې شو؛ ځکه دا د کوچني طبیعي وضع نه ده.

له پېغمبراکرم(ص) نه په یوه روایت کې راغلي، چې په وړوکتوب کې د کوچني شیطاني او لانجمنتوب په غټوالي کې یې د عقل د زیاتوالي نښه ده[5].

همدغسې روایت ترې  شوی : ((څومره ښه ده، چې په کوچنیتوب کې د انسان اولاد سرغړاند او خوځنده وي، چې په لویوالي کې حلیم او زغمناک وي.))

بیا یې وویل: ((وړ نه ده، چې کوچنی بې له دې وي[6]))

له  دې ښوونو څرګندېږي، چې په کوچني کې د فعالیت او شیطنت حالت یې د جسمي، اروايي او ذهني سلامتۍ راولاړ شوی او دغسې چارې- په تېره هلکانو ته چې له ډېر خوځښته برخمن دي. یو طبیعي چار دی او نباید د موروپلار د اندېښمنۍ لامل شي؛ بلکې باید په صبر، زغم او تدبیر دا ډول کړنې وزغمو او هڅه وکړو، چې سم بهیر ته یې ورکاږو، چې دا طبیعي کړنې یې په بې بندوبارۍ پای ته ونه رسي؛ لکه سمه ده چې کوچنی باید لوبې وکړي؛ خو باید زده کړي، چې نورو ته زیان ورونه رسوي، څاروی ونه ځوروي، ګاونډیان زیانمن نه کړي، په بڼونو او چمنونو کې ګلان راونه شلوي او…

تجربې ښوولي، چې دا ډول کارنده او خوځنده کوچنیان، که څه په وړوکتوب کې موروپلار ته ستونزې او خپګان رادبره کوي؛ خو په لویوالي کې له ډېر هوښ او استقامته برخمن دي؛ نو ځکه:

[باید له کوچنیانو په خپلو تمو کې له سره کتنه وکړو او د لویانو په سترګه ورته ونه وینو.]

[1] په اصول کافي کې دا روایت له امام صادق (رح) هم روایت شوی دی

[2] ابن ابی الحدید، د نهج البلاغي شرح، ۳۰ټوک، ۳۴۳ مخ، ۹۳۷ کلیمه.

[3] کارن هورنای، عصبیت و رشد آدمي، ترجمه: محمد جعفر مصفا، ۱۰ مخ.

[4] روان شناسي تربیتي، ۱۱۶.

[5] بحار الانور ۱۴ ټوک/۳۷۹ مخ.

[6] بحارالانور ۱۴ټوک/۳۷۸ مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست