تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  یوه ستونزمنه روزنیزه مساله، د کوچنیانو او زلمیانو له جنسي مسایلو سره چلن دی. جنسي څوبتیا یوه ځواکمنه غریزه ده، چې متعال پنځګر د ځوځات د پایښت لپاره د بنیادم په خټه کې ورایښې ده. دا څوبتیا په وړوکتوب کې پټه وي او سوکه سوکه سر راپورته کوي او په زلمیتوب […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 یوه ستونزمنه روزنیزه مساله، د کوچنیانو او زلمیانو له جنسي مسایلو سره چلن دی. جنسي څوبتیا یوه ځواکمنه غریزه ده، چې متعال پنځګر د ځوځات د پایښت لپاره د بنیادم په خټه کې ورایښې ده. دا څوبتیا په وړوکتوب کې پټه وي او سوکه سوکه سر راپورته کوي او په زلمیتوب کې ښه پوره زور اخلي.

[دا یوه خوشې انګېرنه ده، چې په کوچنیانو کې بیخي جنسي انګېزه نشته او په دې باب روزنې یا ټینګې څارنې ته اړتیا نلري.]

کوچنیان له لومړیو کلونو په مبهمه بڼه له دې دنننۍ انګېزې سره مخ وي، چې په چلن او کړنو  کې یې لږه  ډېره راڅرګندېږي، سوکه سوکه زور اخلي او د ځوانۍ منګ ته د وررسېدو په درشل کې، پوره راښکاره کېږي.

په دې باب بنسټیز ټکی دا دی چې:

[نباید د کوچني د ژوند چاپېریال داسې وي، چې جنسي راپارونې ته لمن ووهي او احیاناً له موقع وړاندې یې راوپاروي.]

داچې کوچنی د بدني، اروایي او عقلي ودې له پلوه له بسیا چمتووالي برخمن نه دی؛ نو له موقع وړاندې راپارونه یې جدي عوراض او خطرونه لري او له ډول ډول انحرافاتو سره یې مخوي.

په کومو کوچنیانو کې چې د جنسي بې لارېتوبونو لارې چارې چمتو کېږي، ځوانۍ ته د وررسېدو په منګ کې له ډېرو ستونزو سره مخېږي او ډېر ځل د تباهۍ او منځه تګ پر ګړنګ درېږي.

د کوچنیانو په جنسي روزنه کې او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره باید څو آرونه په پام کې ونیسو:

د کورني چاپېریال پاک ساتنه

((حیا)) خورا مهم آر  دی، چې موروپلار یې په مراعاتولو کوچنی له جنسي انحرافاتو بچ روزلای شي. د  جامو اغوستو دود، د کوچنیانو پر وړاندې نه بربنډېدل، په خبرو کې عفت، هغه الفاظ او کلیمې نه کارول چې په یو ډول جنسي مسالې رانغاړي، په جنسي چارو پورې اړوند کیسې، ټوکې او لطیفې ویل، د مېړه او مېرمنې د خپلمنځي اړیکو په پټولو کې هڅه کول او… هغه تدابیر دي، چې په کوچنیانو کې له وخته وړاندې جنسي څوبتیاوو د رارسېدو مخه نیسي.

په ځینو کورنیو کې چې  اولاد روزنې ته هومره اهمیت نه ورکول کېږي؛ نو موروپلار له خپلو اولادونو سره یو ځای فیلمونه ګوري، چې دا چار په پاکلمنو کوچنیانو کې تر  ایرو لاندې سکروټو ته پوکی وهل  دي.

هغه فیلمونه، چې پکې د عشق او عاشقۍ نندارې یا د مېړه او مېرمنې ځانګړې اړیکې ښيي یا د عاشقۍ کلیمې او غونډلې پکې کارېږي؛ نو دا چارې د کوچنیانو کنجکاوي راپاروي او د جنسي مسایلو وادۍ ته یې ورکاږي.

[پلار ته نه ښايي په کور کې داسې جامې واغوندي، چې د بدن یوه برخه یې لغړه وي.]

ځکه دا چار د لورګانو په روزنه کې نامطلوبې اغېزې لري، په تېره که پام مو وي، کوچنیان د مخالف جنس اړوند مسالو کې کنجکاو وي او د سترګو په غلا یې د بدن اسرار راسپړي؛ نو ځکه د ځان وینځلو، جامو بدلولو، له خوبه  راپاڅېدو او… پر مهال دې پوره څارن وي، چې کوچنیان یې نیم بربنډ بدن ونه ویني.

[په کور کې د مور یا خویندو د نامناسبو جامو اغوستل لاملېږي، چې په هلکانو کې له وخته وړاندې جنسي څوبتیاوې راوپارېږي.]

له کوچنیانو سره د بدني تماسونو محدودول

بله مساله، له کوچنیانو سره بدني تماس دی. نباید موروپلار له شپږو کلونو ورهاخوا کوچنیان (په تېره مخالف جنس) چې د تمیز وخت ته رسېدلي، له ځان سره سملوي او خپل نیم بربنډ بدن ورسره ولګوې.

له امام صادق(رح) څخه په یوه روایت کې راغلي ((هغه مور، چې له خپلې شپږ کلنې لور سره خپل بدن وموښي؛ نو دا یو ډول زنا ده[1]))

نو ځکه که کومه مور د اړتیا له مخې لور له ځان سره سملوي؛ نو داسې جامې دې واغوندي،  چې نېغ په نېغ یې بدن ورسره ونه لګي.

د اسلامي روایاتو له مخې نباید نامحرم نارینه یا هلک شپږ کلنه نجلۍ ښکل کړي یا یې په غېږ کې ونیسي او نباید نامحرمه ښځه تر اوو کلونو ورهاخوا هلک ښکل کړي[2].

همداراز سپارښتنه شوې( چې بې له ډېر کوچنیوالي) د خپلو اولادونو شوندې مه ښکلوئ[3] دغسې روایت شوی، چې په شپږ کلنۍ کې دې د کوچنیانو بسترې  جلا شي[4].

نو ځکه، له کوچنیانو سره د تمیز تر وخت روسته (د شپږ کلنۍ په شاوخوا کې) په مینه کولو یا غېږ نیوو کې باید حدود او چوکاټ په پام کې ونیول شي، دا ټوله پاملرنه د دې لپاره ده چې:

[په انسان کې جنسي څوبتیاوې ډېرې پیاوړې زمینې او لارې چارې لري؛ نو که د راوپارولو لاملونه یې چمتو شي؛ نو ورپورې د اړوند بې لارېتوبونو مخنیوی یې څه اسان چار نه دی].

کوم کوچنیان، چې په دې بدني تماسونو یا غیر اصولي مینه کې که څه ډېر لږ خوند ننګېري؛ نو همدا د جنسي خوند ننګېرنه یې د جنسي راپارېدنې لامل ګرځي او ډېرو تجربو او خوندونو اخستو ته یې ورکاږي او ډېر ځل یې له خپلو همزولیو یا تر ځان غټو کوچنیانو سره بیا ځلي کوي.

د کوچنیانو پر اړیکو څارنه

په دې باب مهمه مساله، یو له بل سره د کوچنیانو اړیکې دي. اړیکې یې باید په تېره تر پینځه کلنۍ او شپږ کلنۍ روسته تر څارنې لاندې وي او پر خپل حال خوشې پرېنښوول شي، په تېره په لومړني ښوونځي کې یې بسیا څارنه وشي چې:

[کوچنیان دې له زلمیانو یا هغوی چې د بلوغ په  درشل کې وي، نژدې او تر څارنې لرې اړیکې ونلري.]

تجربې ښوولې دا چې کوچنیان په دې عمر کې له لازمې عقلي ودې برخمن ندي او د ماشومتوب یو ډول سادګي لري؛ نو شونې ده،  هغه زلمي ترې ناوړه ګټنه وکړي، چې د بلوغ توپان راخستی وي یا له داسې مطالبو سره اشنا شي، چې په دې عمر کې ډېر زیانمن او بې لارې کوونکي وي؛ نو له همدې امله باید بسیا ځیرنه او څارنه  وشي، چې کوچنیان له هغو زلمیانو سره ملګرتوب ونکړي، چې له عمري پلوه ترې ډېر لوی وي او باید په کورنیو اړیکو کې هم لازم کنترول او څارنه وشي، چې له روغ رمټو اړیکو ځنې ډاډ ترلاسه شي.

[افسوس چې د ځینو پلرونو او په تېره میندو د ساده توب  او ناخبرۍ له امله، کله  غټان له کوچنیانو ناوړه ګټنه کوي او بېلارېتوب ته یې راکاږي.]

نو ځکه کوچنیان دې د خپلوانو، ګاونډیانو او ان هغو کورنیوته له ورتلو  په ټینګه ډډه وکړي، چې د موروپلار تر څارنې لاندې نه وي. دا مساله چې د نجونو په اړه ډېره زیان وراړوونکې ده، له خور ا همیته برخمنه ده، که څه  هلکان له دې خطره خوندي نه د ي؛ خو په هر حال :

[نباید د کوچنیانو اړیکې د  غټانو تر کنترول او څارنې وتلې وي او نه ښايي میندې خپل کوچنیان پر خپل حال پرېږدي.]

کله په دې اړیکو کې کوچنیان همجنسي څوبتیاوې پیدا کوي او د موروپلار  او لویانو تر څارنې لرې یو له بله جنسي خوندونه اخلي؛ نو ځکه موروپلار باید د خپلو اولادونو له دوستانو پوره ښانده او پېژندګلوي ولري.

نباید موروپلار خپل اولادونه له دې مسایلو پاک او مبرا وبولي او د غفلت پر خوب ویده وي. دوی باید تل دا احتمال په پام کې ولري، چې شونې ده نابالغ اولاد یې دې ډول بې لارېتوبونو ته ور ټېل وهل شي. نه یوازې له دوستانو سره یې د اولادونو اړیکې؛ بلکې په کورنۍ کې د خویندو او ورورڼو ترمنځ اړیکې هم د موروپلار تر څارنې لاندې وي. که څه  محرم والی د محدودیت کچه راټیټوي؛ خو جنسي څوبتیا له منځه نه  وړي؛ نو ځکه ډډه لګول مو ورباندې بې غمولای نشي، چې له څارنې لاس ووینځو. په اړه یې ترخې تجربې شته، چې غالباً په دې باب د موروپلار له ناپوهۍ او ناخبرۍ راولاړې شوې دي.

موروپلار ته سپارښتنه

په کورنۍ کې دې د کوچنیانو په شتون کې د مېړه او مېرمنې اړیکې یو مخې له جنسي اړخونو پاکې وي. معمولاً کوچنیان د تمیز تر وخت روسته د موروپلار د اړیکو په هکله حساسېږي او په کنجکاوۍ یې دنبالوي. موروپلار ته نه ښايي د کوچنیانو په شتون کې په یوه بستره کې ویده شي او که بېله کوټه نلري؛ نو له جلا جلا بسترو دې کار واخلي.

کوچنیانو ته دې ورزده کړي، چې د موروپلار د خوب کوټې ته دې په اجازې اخستو او ور وهلو ورننوځي او کله دې هم بې اجازې سر نه ورښکاره کوي.

په اسلامي روایاتو کې ټینګې سپارښتنې شته، چې موروپلار دې کوروالي او هم ځانګړې خپلمنځي اړیکې د کوچنیانو په نشتون کې وپالي. پېغمبر اکرم(ص) له دې منع کړې، چې مېړه او مېرمن دې په داسې حال کې کوروالی وکړي، چې کوچنی په زانګو کې ویښ پروت وي . په بل روایت کې یې ويلي دي ((پر خدای قسم که مېړه له خپلې مېرمنې سره کوروالی وکړي، حال دا چې ماشوم په دې کوټه کې ویښ وي او دوی ویني،  غږونه او کښار یې  اوري؛ نو دا ماشوم کله هم د بریا مخ نه ګوري؛ که هلک وي که نجلۍ، پر زنا به اخته شي (د بې لارېتوب لارې چارې به پکې چمتو شي) )).

امام صادق وايي: ((نباید مېړه له خپلې مېرمنې سره په د اسې حال کې کوروالی وکړي، چې کوم ماشوم په کوټه کې وي؛ ځکه دا چار به د زنا لامل شي[5]))

له دې ښوونو څرګندېږي، چې نبایدموروپلار موضوع ساده وګڼي او وانګېري کوچنیان له دې مسایلو ځنې پر څه نه پوهېږي یا څه ترې نه اغېزمنېږي. بېشکه دا ډول صحنې یا  غږونه د کوچنیانو پر ذهن او اروا، ان هغه مهال، چې کمکي  هم وي نامطلوبې اغېزې پرېباسي او د راتلونکيو بې لارېتوبونو زمینې جوړوي. دا مساله باید په هغو شرایطو کې ډېره د پاملرنې وړ وګرځي، چې موروپلار او اولادونه په یوه کوټه کې وسي.

[په دې شرایطو کې د موروپلار نه پاملرنه او بې احتیاطي غالباً جدّي روزنېزې ستونزې راولاړوي.]

نشتمنې کورنۍ، چې د سوکالۍ ډېرې لږې شونتیاوې لري او غالباً له ناچارۍ په یوې کوټې کې ویدېږي،  دا ستونزه پکې ډېره په سترګو کېږي. باید عقلمن موروپلار په هرو شرایطو کې داسې تدابیر ونیسي، چې په ټینګه د دغسې ستونزو د راښکاره کېدو مخه پرې ونیول شي.

[1] وسائل ، ۱۴ ټوک، ۱۷۰ مخ. مکارم  الاخلاق، ۱۱۵ مخ.

[2] وسائل ا، ۱۴ ټوک، ۱۷۰ مخ. مکارم  الاخلاق، ۱۱۵ مخ.

[3] اصول کافي، ۲ ټوک، ۱۸۶ مخ

[4]وسائل ، ۱۴ ټوک، ۱۷۰ مخ. مکارم الاخلاق، ۱۱۵ مخ.

[5] وسایل ،۱۴ټوک،۹۴مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!