تبلیغات

( صواعق محرقه : ٧٩ مخ ) له ابن عساکر نه روايتوي: چې کله عقيل ( د حضرت علي ورور ) له حضرت علي د مرستې غوښتنه وکړه،چې بېوزله يم او اړين يم؛نو حضرت علي ورته وويل : صبر وکړه،چې له نورو مسلمانانو سره يو ځاى دې تنخواه واخلې . عقيل ټينګار وکړ . حضرت […]

( صواعق محرقه : ٧٩ مخ ) له ابن عساکر نه روايتوي: چې کله عقيل ( د حضرت علي ورور ) له حضرت علي د مرستې غوښتنه وکړه،چې بېوزله يم او اړين يم؛نو حضرت علي ورته وويل : صبر وکړه،چې له نورو مسلمانانو سره يو ځاى دې تنخواه واخلې .

عقيل ټينګار وکړ . حضرت علي يو سړي ته وويل : له لاسه يې ونيسه   (؛ځکه عقيل ړوند و ) او بازار ته يې يوسه او ورته ووايه،چې د دوکانونه قلفونه مات کړي او څه يې چې خوښه وي را اوچت دې کړي . عقيل وويل : غواړې سبا مې د غلا په جرم بندي کړې .

حضرت علي وويل : لکه څنګه چې ته غواړې سبا ما د غلا په جرم مواخذه کړې؛ ځکه غواړې د مسلمانانو مال راواخلم او تا ته يې درکړم . عقيل وويل : اوس چې داسې شوه؛نو زه هم معاويه ته ورځم .

حضرت علي وويل : دا ته او معاويه .

عقيل معاويه ته ورغى او هغه هم سل زره درهمه ورکړل او بيا يې وويل : بايد پر منبر کېني او هغه خلکو ته ووايې،چې ما او علي درسره څه کړي دي .

عقيل د شام پر منبر کېناست،و يې ويل : ايهاالناس! غوښتل مې د علي دين په لاس کې ونيسم؛خو هغه خپل دين واخست او زه يې له لاسه ورکړم . شام ته راغلم او له معاويه مې د هغه دين وغوښت او هغه خپل دين راکړ او زه يې لاس ته راوړم . (فضايل الخمسه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!