تبلیغات

يو سړى يې حضرت عمر (رض) ته راووړ،چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې . خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې . هغه ورته ويلي وو : اوس خو حالات داسې دي،چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان لرم،چې […]

يو سړى يې حضرت عمر (رض) ته راووړ،چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې . خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې . هغه ورته ويلي وو : اوس خو حالات داسې دي،چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان لرم،چې نه يې وينم او پر هغه څه ايمان لرم،چې نه وي خلق شوى .

حضرت عمر يو کس په حضرت علي پسې ولېږ؛نو همداچې علي راغى؛نو د هغه سړي کيسه يې ورته وکړه.

حضرت علي حق هغه سړي ته ورکړ،و يې ويل : رښتيا وايي؛ځکه د هغه مال او اولاد خوښ دى او خداى هغه دواړه فتنه ښوولي؛( انما اموالکم و اولادکم فتنة ) له حقه کرکجن دى،چې مراد يې مړينه ده،چې حق دى او خداى وايي : ( وجاءت سکرة الموت بالحق ) د يهودو او نصاراو خبره هم تاييدوي؛ځکه قرآن د يهودو له خولې وايي :نصارى پر باطله دي او نصارى وايي،چې يهود پر باطله دي او بل داچې وايي : پر ناليدي ايمان لرم او هغه خداى دى،چې نه ليدل کېږي او پر هغه څه ايمان لري،چې خلق شوى نه دى او هغه قيامت دى .

حضرت عمر (رض) وويل : پناه غواړم له هغې ستونزې،چې حل کوونکى يې علي نه وي . (فضايل الخمسه)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!