بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ اخطار او انذار   تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ ( یس/۵) = او (دا قرآن) د بريمن لورين خداى له لوري نازل شوى دى . لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ (یس/۶) = چې هغه قوم ووېروې، چې پلرونه يې وېرول شوي نه وو؛ نو (ځکه) دوى ناخبره دي.  پيغامونه : ١ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اخطار او انذار

 

تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ ( یس/۵) = او (دا قرآن) د بريمن لورين خداى له لوري نازل شوى دى .

لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ (یس/۶) = چې هغه قوم ووېروې، چې پلرونه يې وېرول شوي نه وو؛ نو (ځکه) دوى ناخبره دي.

 پيغامونه :

١ _ د قرآن د نزول سرچينه عزت دى او څوک چې ورباندې منګولې ولګوي؛ نو عزت او رحمت ته رسي. (تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ)

٢_ د اسماني کتابونو رالېږل له بندګانو سره د خداى د مينې نښه ده. (تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ)

٣_ د اسماني کتاب رالېږل د خداى د ځواک ‏نښه ده. (تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ) ( او داسې اثر يې پنځولی،چې هېڅوک یې ان د يو آيت په څېر د راوړو  وس نه لري)

٤_ که د دې کتاب له آيتونو منکر شئ؛نو د  بريمن خداى له ځواک سره به مخامخ شئ(الْعَزِيزِ) او که ورته تسليم شوی؛نو پر رحمت به مو ماړه کړي . (الرَّحِيمِ)

٥_ د قرآن ګواښونې ‏د خداى له عزت او رحمته راولاړې شوې دي. (الرَّحِيمِ لِتُنذِرَ)

٦_ ‏د تبليغ او انذار بنسټ بايد قرآني ښوونې وي.( تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ لِتُنذِرَ)

٧_ انذار د تبليغ له طريقو دى،چې مبلغان بايد ورسره اشنايي ولري . (لِتُنذِرَ قَوْمًا)

٨ _ انذار او د خلکو راوېښول د پېغمبرانو د بعثت يوه موخه ده. (لِتُنذِرَ قَوْمًا)  

٩_ خلکو ته انذار او اخطار الهي سنت دى. (لِتُنذِرَ…. مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ)

 

انسان تر هر څه زيات له خپل ځان سره مينه لري او د خپل وخت او شتمنۍ يوه برخه له همدې د دفاع په لار کې لګوي،چې هغه ته او څه چې ورپوې تړاو لري،زيان ور و نه رسوي . د وسلو، روغتيا او امنيتي چارو بودجې، د کلکو دېوالونو ماڼۍ او کورونه ‏جوړل،د مرمۍ ضد موټر، ساتندوى ان، پوليس، سرتېري او سرحدى پوليس دا ټول د دې لپاره دي، چې د انسان جسم له خطره وژغوري؛خو هغه خطرونه چې د انسان مقام او شخصيت  ته متوجه وي، زيات دي او په دې خطرونو کې،چې کوم تر ټولو مهم او اوږد وي؛نو په اړه یې اخطار هم بايد جدي او دوامداره وي، پردې سربېره انسان ناليدلي او نامریي دښمنان هم لري؛لکه یو خوا ناپوهي،غفلتونه، ځاني غوښتنې،ځان بايلل، ناروا غوښتنې او بلخوا ‏د ابليس او د جنسي او انساني شيطانانو وسوسې ‏د انسان دښمنان دي او تر ټولو ښه اخطار ورکوونکي الهي انبياء دي؛ځکه  علمې پر مختګونو  او تکنالوژۍ نهد انسان د غفلتونو او نه د شیطاني وسوسو مخه نیواى شي .

عقل ته به ورشو چې څه وايي : يو مثال ته پام وکړئ : فرض کړئ چې زر تنه پر مسافرت وځي او په خپلو موټرونو کې  سپرېږي او ترافيکو هم ورته لارښوونه کوي،په دوى  کې ځينې مسافر په لار کې پکار راتلونکي وسايل له ځان سره اخلي او نور تش لاس روانېږي؛نو که په لار کې مو راوړې وزلو ته اړتيا پېدا نه کړه؛نو زيان مو نه دى کړى،يوازې څه اضافه بار مو له ځان سره راوړى ؛خو که په لار کې ټېر،جک او يا … ته اړتيا پيدا شوه او راسره نه وي؛نو بيا؟!

عقل خو وايي : احتياط پکار  دى او په لار کې پکار راتلونکي سامان له ځان سره واخلئ او د ترافيکو خبرو ته هم غوږ نيول پکار  دي .

تر دې مثال وروسته، رابه شو دې خبرې ته انسان غواړي، يوه لار ووهي او څښتن هم د انبياوو له لارې مسافرو ته اخطار ورکوي،چې تر مړينې وروسته ژوندي کېدل، حساب،کتاب،ثواب او عذاب شته، لار خطرناکه ده او تاسې بايد په لار کې پکار راتلونکي وسايل له ځان سره يوسئ،له ځان سره ممنوع وسايل مه وړئ،سرعت مو کنټرول کړئ او د متقي عالمانو خبرو ته غوږ شئ .

 خلک ددې خبرو تر اورېدو وروسته دوه ډلې کېږي :

يوه ډله لمونځ کوي او له خداى سره له دې لارې اړيکې ټينګوي او په خمس ،زکات،انفاق او صدقې خپله اړيکه له نشتمنو ‏سره ټينګوي،له ګناهونو، حرام کار،ناروا ورهڼې- کسب او رزقه ځان ساتي او په خپلې تقوا په دې لار کې پکار راتلونکي وسايل له ځان سره اخلي او وړي يي .

بله ډله په لویۍ او ملنډو په ځاني غوښتنو کې ډوب وي، پر خداى معاد، خپلو دندو او له نشتمنو ‏سره پر مرسته ايمان نه لري او د دښمن د دسيسو پر وړاندې غافلانه ژوند کوي.

 دلته بېلارويو ته زموږ ځواب دادى، چې ان که معاد، قيامت، حساب و کتاب هم نه وي؛هغه ډله،چې ‏څو دقیق یې‏ لمونځ کړی، له نشتمنو سره يې مرسته کړې او په کال کې يې څو روژې هم نېولې او که وسه يې درلوده ؛نو حج ته هم پکې ولاړل؛نو ايا زيان يې وکړ. ددې خلکو مثال د هغه چلوونکيو په څېر دى،چې په لار کې پکار راتلونکي وسايل يې له ځان سره واخستل؛خو په لارکې يې ورته اړتيا پیدا نه کړه .

خو که د معاد او قيامت راتلل  حقيقي وي؛نو (چې راتلو ته يې په زرګونو دلايل شته) هغوى چې ايمان، تقوا، او د خير کار نه درلود؛نو الهي محکمې ته به تش لاس ورتل؛نو هلته به يې څه غذر درلود؟ نو سم ليد او عقل داسې حکم راکوي؛لکه څنګه چې د دنيا ټولو عقلمنو د فرضي دښمن د مقابلې لپاره سرتېري او اردو روزلې او ډېرى ‏پېسې پرې لګوي؛نو که جګړه راپېښه نشوه؛ نو د سرتېرو ساتل، روزل او چمتوتيا زيان نه لري؛خو که دفاع ته اړتيا شوه او هېڅ ډول چمتوتيا نه وه؛ نو تش لاس به له بدمرغۍ پرته بله هيڅ پايله ونلري.

 نو ځکه د الهي انبياوو د رسالت يوه دنده اخطار،د غفلت لرې کول، يادونه،موعظه او ارشاد دى او خداى کله هم یو قوم بې له انذار ورکونې نه دى پرېښى؛نو د څه په باب،چې انبياوو اخطار راکړى باید  په ټينګه ورته پام وکړو.

سرچینه : تفسیر نور، مولف شیخ محسن قرآئتی

 

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!