تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر قیامت سورت تفسیر   دا سورت 40 آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې ده. ددې سورت د مطالبو چورليځ؛ لکه څنګه یې چې له نامې څرګنده ده، قیامت او معاد دی. لومړی […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

قیامت سورت تفسیر

 

دا سورت 40 آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې ده. ددې سورت د مطالبو چورليځ؛ لکه څنګه یې چې له نامې څرګنده ده، قیامت او معاد دی. لومړی یې ددې دنیا د پای ته رسېدو سختې پېښې اوڅار کړي او بیا یې د نېکچاریو ښادي او د ناوړچاریو غمجنې څېرې ښوولې دي. د سورت دوام ، په ځلکدن کې د انسان حالات ښوولي او له پرېوتیو او ناڅیزه اوبو یې د انسان پنځون ته په اشاره، د الله (ج) ځواک او د انسان بیاپنځون اوڅار کړی دی؛ البته د سورت څلور منځني آیتونه د قرآن، د نزول د څرنګوالي او قرائت په اړه دي. په روایتونو کې راغلي: هغه چې ډېر د قیامت سورت وايي او عمل پرې کوي، د قیامت پر ورځ به پر صراط پل په خندا او ځلنده څېره تېرېږي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

لا أُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیامَهِ«1» وَ لا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوّامَهِ«2» أَ یَحْسَبُ الْإِنْسانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظامَهُ«3» بَلی قادِرِینَ عَلی أَنْ نُسَوِّیَ بَنانَهُ«4» بَلْ یُرِیدُ الْإِنْسانُ لِیَفْجُرَ أَمامَهُ«5» یَسْئَلُ أَیّانَ یَوْمُ الْقِیامَهِ«6»=د قيامت پر ورځ مې قسم! او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملامتوونکي نفس (چې قيامت حق دى)! ايا انسان انګېري، چې هډوكي به يې راټول کړاى نشو؟!هو موږ يې ان د گوتو [د سرونو د بېلابېلو کرښو] په جوړولو وسمن يو. (انسان د معاد په باب شكمن نه دى)؛بلكې غواړي (ازاد وي او بې د قيامت د محاكمې له وېرې) ټول عمر په ګناه كې تېر كړي. (له همدې لامله) پوښتي : ((قيامت به كله وي؟!))

 

ټکي:

* دا سورت او بلد سورت په «لا أُقْسِمُ» غونډله – جمله پيل شوي دي. د ډېری مفسرانو د وینا له مخې، د «لا» ټکی ټینګار ته دی؛ خو ځینې یې نفې ګڼي؛ یعنې مطلب دومره څرګند دی، چې سوګند پرې نه خورم.

*شونې ده د قیامت او لوامه نفس ورته والی، چې پر دواړو سوګند یاد شوی، ددې لپاره وي، چې د انسان د وجود په کوشنۍ نړۍ کې، د لوامه نفس په نامه نیاوتون- محکمه شته، په هستۍ کې هم د قیامت په نامه نیاوتون شته[1].

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم، حضرت ابن مسعود ته وویل: ښې کړنې ډېرې کوه، چې نېکچاری او بدچاری دواړه په قیامت کې پښېمانېږي. نېکچاري ځکه پښېمانه دي، چې ولې یې تردې ډېرې ښې کړنې نه دي کړي او بدچاري په خپلو لنډونونو. او بیا یې وویل: د «وَ لا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوّامَهِ» آیت پردې خبره ګواه دی[2].

 

نفس په قرآن کې

*په قرآن، روایتونو او دعاوو کې، انسان ته څو ډوله نفس انځور شوی دی:

 الف) امارّه نفس:

چې تل انسان ته د بدیو حکم کوي او که په عقل او ایمان کابو نشي، انسان نسکورېدنې ‏او ورکاوي ته ورکاږي، په قرآن کې لولو: «إِنَّ النَّفْسَ لَأَمّارَهٌ بِالسُّوءِ إِلاّ ما رَحِمَ رَبِّی[3]»په رښتینه، چې نفس (انسان ته) د ناوړچاریو حکم کوي؛ خو داچې پالونکی مې ولورېږي.

دا نفس، دومر خپلې هیلې او غوښتنې تکراروي، چې انسان پرې اخته ‏کړي. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: امّاره نفس د منافق کس په څېر، انسان ته غوړي مالي کوي، د ملګري په څېره کې راڅرګندېږي، چې پر انسان لاسبری شي او نورو پړاوونو ته یې ورننباسي[4].

قرآن کریم په یوسف سورت کې وايي: روسته ترهغه چې د یوسف علیه السلام روڼو، بنیامین په مصر کې پرېښود او پلار ته ورستانه شول او د غلا په تور د نیول کېدو کیسه یې ورته وکړه؛ نو یعقوب علیه السلام ورته وویل: «بَلْ سَوَّلَتْ لَکُمْ أَنْفُسُکُمْ[5]»بلکې نفس دا کار ښکلی دروبرېښاوه او ور یې کاږلئ.

په بل حدیث کې لولو: تر لمانځه روسته، له الله (ج) وغواړئ: «الهی لا تکلنی الی نفسی طرفه عین ابدا»ان د سترګو رپ هومره مې هم خپل نفس ته مه ورپرېږده[6].  

امام زین العابدین په شاکّین مناجاتو کې الله تعالی ته وايي: زه له هغه نفسه درګیلمن یم، چې د بدیو حکم کوي، د تېروتنو پر لوري ورځي، ګناه کولو ته بیړه کوي، چې کله کوم شر ور ورسي؛ نو چغې وهي او چې کله یې له لوري چاته کوم خیر وررسي، کنجوسي کوي، چټیاتو ته ورمات دی، له غفلت، تېروتنو او غلطیو ډک شوی دی، د ګناه پر لور مې ځغاسته ډېروي او توبې ته مې نه پرېږدي.

ب) لوّامه نفس:

چې په دې (قیامت) سورت کې راغلی او ښايي‏ مراد ترې هماغه اخلاقي وجدان وي. هو! انسان یو حالت لري، چې بدیو کولو او یا د ښېګڼو د کمېدو پر وړاندې هم ځان په دنیا ‏کې ملامتوي او هم په آخرت کې. دا ملامتۍ هماغه پښېمانۍ دي، چې توبې ته سریزېدای شي او یا نهیلۍ او ځان بایللو ته لاراواری ‏کوي.

ج) مطمئنّه نفس

چې په لمانځه او د الله (ج) په یاد لاس ترلاسه کېږي او انسان ارامي ‏او ډاډ مومي. قرآن کریم وايي: «أَقِمِ الصَّلاهَ لِذِکْرِی[7]» زما یادولو ته لمونځ وکړئ او په بل ځای کې وايي: «أَلا بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ[8]» خبر وسئ، چې د الله په یاد زړونه ډاډ او ارام مومي.

ډاډمن انسان له مړینې نه ډارېږي، شهادت ته لېوال دی، د دنیا ځلبل ته بې اعتنا دی او تل پر الهي مقدراتو خوښ دی.

 * د معاد منکرین‏ کله د قیامت نټې ته یو لړ پوښتنې اوڅاروي؛ لکه چې ویل یې: «مَنْ یُحْیِ الْعِظامَ وَ هِیَ رَمِیمٌ[9]»څوک دا هډوکي راژوندي کوي، حال داچې وراسته او شیندل شوي دي؟ او کله په ښکاره له قیامته نټه کوي او ویل یې: «إِنْ هِیَ إِلاّ حَیاتُنَا الدُّنْیا نَمُوتُ وَ نَحْیا وَ ما نَحْنُ بِمَبْعُوثِینَ[10]»بې د دنیا له ژونده، بل ژوند نشته، چې موږ پکې زيږېږو، مړه کېږو او بیا نه راژوندي کېږو.

*په معاد کې د شکمنو د شک او اړنګ لرې کولو ته، قرآن د انسان په بیا راژوندي کې د الله (ج) په ځواک ټینګار کوي، چې څو بېلګو ته یې اشاره کوو:

«قادِرٌ عَلی أَنْ یَخْلُقَ مِثْلَهُمْ[11]»او وسمن دی، چې ورته یې بیا وپنځوي.

«بِقادِرٍ عَلی أَنْ یُحْیِیَ الْمَوْتی[12]»الله یې وسه لري، مړي بیا راژوندي کړي.

«عَلی رَجْعِهِ لَقادِرٌ» الله یې پر بیا راګرځولو وسمن دی.

او په دې آیت کې وايي: نه یوازې پخپله د انسان ورګرځول ورته دومره مهم چار نه؛ بلکې د ګوتو د سر لیکې هم ورته ستونزمن چار نه دی. «بَلی قادِرِینَ عَلی أَنْ نُسَوِّیَ بَنانَهُ»

*د هر چا په ګوتو کې ځانګړې لیکې دي، چې هماغه ته ځانګړې دي او دوه داسې کسان به پیدا نه کړئ، چې د ګوتو لیکې یې یوشان وي؛ نو ځکه د مجرمانو پېژندو ته د ګوتو له بایومټریکه ګټنه کوي. هو! د الله (ج) علم او ځواک د هر وګړي په خورا ظریفو ذراتو کې جاري دی. «نُسَوِّیَ بَنانَهُ»

 

پېغامونه:

1-الله (ج) ته قیامت یو هرومرو پېښېدونکی چار دی؛ نو قسم پرې خوري. «لا أُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیامَهِ»

2-د انسان یوه ځانګړنه، د اخلاقي وجدان درلودل، د ښېګڼو او بدیو فطري پېژندنه او د ناوړچاریو پر مهال ځان او نور ملامتول دي. «بِالنَّفْسِ اللَّوّامَهِ»

3- په امّاره، مطمئنّه او لوّامه نفسونو کې، هغه چې د رټنو او حسرتونو له پلوه له قیامت سره ورته دی، لوّامه نفس دی.(( لا أُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیامَهِ … بِالنَّفْسِ اللَّوّامَهِ))

4-پر معاد ایمان له فسق او فجوره مخنیونکی دی؛ نو هغوی چې فسق او فجور کوي، معاد تر پوښتنې لاندې راوړي. «بَلْ یُرِیدُ الْإِنْسانُ لِیَفْجُرَ أَمامَهُ یَسْئَلُ أَیّانَ یَوْمُ الْقِیامَهِ»

5- له معاده نټه کوونکي، نټې ته برهان او استدلال نلري؛ بلکې یوازې پر خپلو ګومانونو او خیالونو بسیاینه ‏کوي. «أَ یَحْسَبُ الْإِنْسانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظامَهُ»

6-د قیامت پر ورځ، وراسته او شیندل شوي غړي، د راټولېدو وړ دي. «نَجْمَعَ عِظامَهُ»

7- معاد جسماني دی او په قیامت کې د انسان وجود یې له خپلو هډوکو دی.«نَجْمَعَ عِظامَهُ»

8-د باطلو پندارونو رانقلول او ردول جایز دي.(( أَ یَحْسَبُ … بَلی قادِرِینَ))

9- د الله (ج) پنځولي، پېیون – نظم او نظام لري، څه په دنیا کې: «الَّذِی خَلَقَ فَسَوّی[13]»، څه په آخرت کې: «نُسَوِّیَ بَنانَهُ»

10- د قیامت انسان، هماغه دنيوي انسان دی. «بَلی قادِرِینَ عَلی أَنْ نُسَوِّیَ بَنانَهُ»

11-الله (ج) انسان ته د ټاکنې ځواک، اراده او واک ورکړی او د خپل عقل، فطرت او پوهې پرخلاف هوډ کړای شي. «بَلْ یُرِیدُ الْإِنْسانُ لِیَفْجُرَ أَمامَهُ»

12-ډېری هغه کسان چې له قیامته نټه کوي، علمي ستونزه نه لري؛ بلکې له اروايي پلوه یې نټه ددې لپاره ده، چې په خپل خیال یې ځاني غوښتنو ته لار پرانستې وي. «یُرِیدُ الْإِنْسانُ لِیَفْجُرَ أَمامَهُ»

 

فَإِذا بَرِقَ الْبَصَرُ«7» وَ خَسَفَ الْقَمَرُ«8» وَ جُمِعَ الشَّمْسُ وَ الْقَمَرُ«9» یَقُولُ الْإِنْسانُ یَوْمَئِذٍ أَیْنَ الْمَفَرُّ«10» کَلاّ لا وَزَرَ«11» إِلی رَبِّکَ یَوْمَئِذٍ الْمُسْتَقَرُّ«12» یُنَبَّؤُا الْإِنْسانُ یَوْمَئِذٍ بِما قَدَّمَ وَ أَخَّرَ«13» بَلِ الْإِنْسانُ عَلی نَفْسِهِ بَصِیرَهٌ«14» وَ لَوْ أَلْقی مَعاذِیرَهُ«15»= (ووايه) چې سترګې له هيبته ټېغې وخېژي (او خړې شي)، او سپوږمۍ تکه توره شي،او لمر و سپوږمۍ يو ځاى كړاى شي، پر هغه ورځ انسان وايي: ((چېرې دى د تېښتې ځاى؟)) هېڅكله داسې نه ده، نه د تېښتې لار شته او نه كوم “پناه ځاى”!  چې پر هغه ورځ د ټولو روستى((تمځى)) يوازې ستا د پالونكي پر لور دى؛ پر هغه ورځ به انسان له ټولو هغو كړنو خبر كړاى شي، چې مخكې يې ورلېږلي يا روسته يې پرېښي دي. حق دادى، چې انسان پخپله ځان ښه پېژني. كه څه خپلې پلمې وړاندې كړي.

 

ټکي:

* د «بَرِقَ» کلیمه، هغه مهال چې سترګو ته منسوب شي؛ نو له وېرې او ډار راوتلي حالت ته وايي.

* «وَزَرَ» د غره او کلا په څېر پناهځي ته وايي او په قیامت کې په پناهځي پسې د انسان ګرځېدل یا له الله (ج) د شرم او حیا په پار دي، یا له حساب و کتابه د تېښتې په پار، یا د دوزخ یا رسوايۍ په پار او شونې ده ټول یې سم وي.

 * «معاذیر» د معذرت جمع ده او د هغه څیز پیدا کولو په مانا دي، چې د ګناه آثار له منځه یوسي، که عذر پر ځای وي او که بېځایه.

* معمولاً انسان خپلو سرغړونو ته مخونه ورکوي، چې په قرآن کې یې څو بېلګو ته اشاره کوو:

کله وايي: غفلت مو وکړ: «إِنّا کُنّا عَنْ هذا غافِلِینَ[14]))

کله وايي:مشرانو مو ورکلاري کړو: «هؤُلاءِ أَضَلُّونا[15]» 

کله وايي: شیطان ورکلاري کړو؛ خو شیطان یې په ځواب کې وايي: مه مې ملاتوئ! په خپله ګرم یاست. «فَلا تَلُومُونِی وَ لُومُوا أَنْفُسَکُمْ[16]»

* امام باقر (رح) د «بِما قَدَّمَ وَ أَخَّرَ» آیت په تشریح کې وویل: ((فما سن من سنه لیستن بها من بعده فان کان شرا کان علیه مثل وزرهم…و ان کان خیرا کان له مثل اجورهم[17])) څوک چې د ښېګڼې یا بدۍ د لارې بنسټګر شي، تر ده روسته چې څوک پرې عمل وکړي، که بد وي؛ نو د ګناهګار په څېر سزا ورکول کېږي او که ښه چار وي؛ نو د عمل کوونکي په څېر ثواب ورکول کېږي.

 

پېغامونه:

1-د نړۍ شته نظام په قیامت کې ړنګېږي. «وَ جُمِعَ الشَّمْسُ وَ الْقَمَرُ»

2-د قیامت پېښې وېره د انسان پر ټول وجود کېني:

سترګې: «بَرِقَ الْبَصَرُ» سترګې یې ایغې نېغې شي.

زړه:«قلوبهم واجفه» زړه یې درزېږي.

عقل: «تَرَی النّاسَ سُکاری» خلک به نېشه وینې.

3- په قیامت کې سرغړاندي پر سرغړونو پوهول کېږي،«یُنَبَّؤُا الْإِنْسانُ یَوْمَئِذٍ بِما قَدَّمَ وَ أَخَّرَ».

4- انسان پر خپلو کړنو سربېره، د هغو کړنو پازوال هم دی، چې تر ده روسته نورو یې په لاروۍ کړي دي. «قَدَّمَ وَ أَخَّرَ»

5-د انسان وجدان، د قیامت په نیاوتون – محکمه کې، د ده پر خلاف غوره لووی-شاهد دی. «بَلِ الْإِنْسانُ عَلی نَفْسِهِ بَصِیرَهٌ»

6- انسان، خپله هم پر هغو پلمو ایمان نلري، چې راوړي یې. «وَ لَوْ أَلْقی مَعاذِیرَهُ»

 

لا تُحَرِّکْ بِهِ لِسانَکَ لِتَعْجَلَ بِهِ«16» إِنَّ عَلَیْنا جَمْعَهُ وَ قُرْآنَهُ«17» فَإِذا قَرَأْناهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ«18» ثُمَّ إِنَّ عَلَیْنا بَیانَهُ«19»= او [د وحې پر مهال] ژبه دې په بيړه د هغه [= قرآن] لوستو ته مه خوځوه. [ځكه] چې راټولول او لوستل يې زموږ پر غاړه دي؛ نو لکه چې موږ ولوست؛ (همداسې) يې ولوله. بيا يې په رښتینه كې سپړنه او څرګندونه هم يوازې زموږ کار دى.

 

ټکي:

* د طه سورت په 114 آیت کې مو هم دې آیتونو ته ورته ولوستل: «لا تَعْجَلْ بِالْقُرْآنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ یُقْضی إِلَیْکَ وَحْیُهُ» د وحې تر پای ته رسېدو مخکې یې په تلاوت کې بیړه مه کوه.

قرآن پر قدر شپه یوځل پر پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله رانازل شو او بیا د آنحضرت د پېغمبرۍ په ۲۳ کلن پېر کې، په بېلابېلو مناسبتونو کې پرې سوکه سوکه ورنازل شو؛نو د «لا تُحَرِّکْ بِهِ لِسانَکَ» آیت د دې‏ نښه ده، چې پېغمبر اکرم د قرآن پر آیتونو، مخکې له مخکې پوهېده؛ نو ځکه الله (ج) وايي: په تلاوت کې یې بیړه مه کوه او زموږ تر ویلو روسته ورپسې ورځه. «فَإِذا قَرَأْناهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ»

* د قرآن ځینې آیتونه، پر پېغمبر د وحې د نزول او خلکو ته یې د تلاوت د څرنګوالي په اړه دي. په دې آیت کې هم الله (ج) خپل پېغمبر ته وايي: د وحې د نزول پر مهال، د آیتونو تر بشپړېدا مخکې یې مه وايه او زما په خبره کې بیړه مه کوه او اندېښنه ‏مه کوه، چې ښايي‏ هېر به دې شي؛ ځکه ساتنه یې هم پر موږ ده؛ نو پرېږده، چې د وحې نزول بشپړ شي؛ نو هغه مهال هغه آیتونه تلاوت کړه.

 

پېغامونه:

1-خبره اورېدل یو لړ اداب لري، ان د ویونکي د خبرې تکرار هم روا نه دی.(( لا تُحَرِّکْ بِهِ …))

2- قرآن له هر ډول اړونې او بدلونه خوندي دی. « إِنَّ عَلَیْنا جَمْعَهُ … »

3-د قرآن الفاظ د الله (ج) له لوري دي. «قَرَأْناهُ»

4- پېغمبر اکرم ته د وحې تبیین، سپړنه، څرګندونه او توضیح د الله (ج) پر غاړه ده. «إِنَّ عَلَیْنا بَیانَهُ»

 

کَلاّ بَلْ تُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ«20» وَ تَذَرُونَ الْآخِرَهَ«21» وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ ناضِرَهٌ«22» إِلی رَبِّها ناظِرَهٌ«23» وَ وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ باسِرَهٌ«24» تَظُنُّ أَنْ یُفْعَلَ بِها فاقِرَهٌ«25»

 20 هېڅكله داسې نه ده (چې كافران يې انګېري او د معاد دلايل بسيا نه بولئ!)؛ بلكې تاسې [دنيوي] په بيړه ترلاسه كېدونكى څيز خوښوئ، 21 او اخرت پرېږدئ. 22 (هو!) پر هغه ورځ ځينې مخونه تازه او خوښ(غوړېدلي) وي، 23 يوازې د خپل پالونكي لوري ته کتونکي. 24 او پر هغه ورځ به ځينې مخونه بدرنګ وي، 25 [ځكه] پوهېږي،چې ملاماتې [سزا] پرې عملي كېږي .

 

ټکي:

* «ناضِرَهٌ» د ډېرو نعمتونو د لاس ته راوړ له لامله خوشحالۍ ته وايي؛ لکه څنګه چې په بل ځای کې یې وویل:«نَضْرَهَ النَّعِیمِ[18]»

* ښايي، له «ناظِرَهٌ» مراد، نعمت لاس ته راوړو ته تمه وي؛ لکه څنګه چې له امام رضا (رح) په روایت کې راغلي دي:«مشرقه تنتظر ثواب ربها[19]» هغوی د خپل پالونکي د ثواب پر تمه دي.

*که څه دا آیت: «إِلی رَبِّها ناظِرَهٌ» خلک د خپل پالونکي پر لوري نظر کوي؛ خو د هغه آیت پر بنسټ، چې وايي: «لا تُدْرِکُهُ الْأَبْصارُ[20]» سترګې دې لیدای نشي، الله (ج) د سر په سترګو نه لیدل کېږي او په قیامت کې د خلکو سترګې د پالونکي پېرزوینو ته دي.

* «باسِرَهٌ» د څېرې بړوستوب ته وايي.

* «فاقِرَهٌ» له «فقار» نه اخستل شوی او د ملاتير په مانا دی. فقیر هم له دې جرړې او د هغه کس په مانا دی، چې ته وا د بېوزلۍ له لامله یې د ملا تیر مات شوی او له ((فاقره)) مراد، ملاماتی دی.

 

پېغامونه:

1-پوښتنه لازمې اروايي څېړنې ‏ته اړتیا لري؛ ځکه قیامت تر پوښتنې لاندې راوستل، په دنیا پورې د زړه تړنې له لامله دي.((یَسْئَلُ أَیّانَ یَوْمُ الْقِیامَهِ … کَلاّ بَلْ تُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ))

2-دنیا ته لېوالتیا هغه مهال بده او رټنوړ ده، چې یا سخته او شدیده وي: «لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیدٌ[21]»او یا قیامت ته د ورشاکونې لامل شي. «تُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ وَ تَذَرُونَ الْآخِرَهَ»

3-دنیا ته لېوالتیا، د معاد نټې ته زمینه ده. «تُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ وَ تَذَرُونَ الْآخِرَهَ»

4- دنیا ژرتېرې ده، ته وا دنیا پای ته رسېدو ته بیړه لري او په ځغاسته تېرېږي. «تُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ»

5-په یوه زړه دوه مینې نه کېږي. «تُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ وَ تَذَرُونَ الْآخِرَهَ»

6- انسان له بېړې (عَجَل) پنځول شوی دی: «خُلِقَ الْإِنْسانُ مِنْ عَجَلٍ[22]))،که ځان په عقل او وحې کابو نه کړي؛ نو یوازې د بیړندویه دنیا په فکر کې دی. «تُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ»

7-یوه روزنیزه کړنلار، د کفر او ثواب ترمنځ پرتلنه ده: «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ ناضِرَهٌ – وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ باسِرَهٌ»

8- روحي چارې د انسان پر څېره اغېز پرېباسي.«وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ ناضِرَهٌ – وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ باسِرَهٌ»

9- هغوی چې په دنیا کې یوازې د الله (ج) عبادت کړی وي: «فَادْعُوا اللّهَ مُخْلِصِینَ[23]»، یوازې پر هغه یې توکل کړی وي: «عَلَیْهِ تَوَکَّلْنا[24]»، یوازې هغه ته خاشع وو او له یوه هم نه وي ډارېدلي: «لا یَخْشَوْنَ أَحَداً[25]»، یوازې یې له هغه مرسته غوښتې وي: «إِیّاکَ نَسْتَعِینُ»…؛نو پر هغه ورځ یې هم یوازې هغه ته سترګې وي. «إِلی رَبِّها ناظِرَهٌ»

10-په دنیا پورې زړه تړنه او آخرت ته شا کونه، په قیامت کې د خپګان او د څېرې د بړوسوالي لامل دی.(( تُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ … وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ باسِرَهٌ))

 

کَلاّ إِذا بَلَغَتِ التَّراقِیَ«26» وَ قِیلَ مَنْ راقٍ«27» وَ ظَنَّ أَنَّهُ الْفِراقُ«28» وَ الْتَفَّتِ السّاقُ بِالسّاقِ«29» إِلی رَبِّکَ یَوْمَئِذٍ الْمَساقُ«30» فَلا صَدَّقَ وَ لا صَلّی«31» وَ لکِنْ کَذَّبَ وَ تَوَلّی«32» ثُمَّ ذَهَبَ إِلی أَهْلِهِ یَتَمَطّی«33» أَوْلی لَکَ فَأَوْلی«34» ثُمَّ أَوْلی لَکَ فَأَوْلی«35»=داسې نه ده [چې هغه يې انګېري؛ ځكه] چې كله [ساه] تر مرۍ راورسي،او وويل شي : (( ايا څوك “دمګرى” شته، چې (دا ناروغ له مرګه) وژغوري؟! )) او (ناروغ) باور كړي، چې همدا د بېلتون (وخت) دى،او (د ځنكندن د سختۍ له لامله) يوه پنډۍ له بلې پنډۍ راتاوه شي! پر همدې ورځ يوازې ستا د پالونكي پلو ته ورروانېدل دي . (پر هغه ورځ ويل كېږي:) نه یې ايمان راووړ او نه يې لمونځ وكړ؛بلکې دروغ يې وګاڼه او مخ يې واړاوه، بيا په (ډېره) لويي خپلې كورنۍ ته ولاړ. (په دې كړنو) الهي عذاب درته وړ دى (او) درسره ښايي! بيا همدا الهي عذاب درته وړ دى او له همدا تا سره ښايي!

 

ټکي:

* «تراقی» د «ترقوه» جمع او د هغه هډوکي په مانا دی، چې په ښي او کیڼ اړخ د ورمېږ مخې ته دی.

* «راقٍ» په آر کې «راقی»، اسم فاعل له «رقی» اخستل شوی دی. هغه وردونه او ذکرونه، چې د رنځور د رغېدو لاملېږي«رقیه»ورته وايي؛ نو «راقٍ»: هغه څیز دی، چې د رنځور د ژغورنې لامل شي.

* د «ظن» کلیمه، کله د علم په مانا راځي؛ لکه څنګه چې په دې آیت کې راغلې ده: په ځلکدن کې انسان، په بېلتون ډاډ او یقین مومي.

*په روایتونو کې راغلي، چې په ځلکدن کې، مال، اولاد او د انسان کړنې مخې راځي. مال وايي: زه دې له لاسرسه وتلی یم. اولاد وايي: زه تر قبره درسره یم؛ خو کړنې یې وايي: زه تر ابده درسره یم[26].

* «إِلی رَبِّکَ یَوْمَئِذٍ الْمَساقُ» ورمخول، کله د جنت پر لوري د رحمت په پرښتو دي او کله د عذاب په پرښتو د دوزخ پر لوري.

* په حدیث کې لولو: «من ترک الصلاه معتمدا فقد کفر[27]»، څوک چې په لوی لاس لمونځ ونکړي، کافر دی او قرآن هم د لمانځه پرېښوول د کفر ثمره ګڼي. «فَلا صَدَّقَ وَ لا صَلّی»

* ځینې مفسران، ددې سورت تر ۳۱ آیت روسته د آیتونو شان نزول د ابوجهل کبر او غرور ګڼلی دی؛ که فرض کړو، چې دا خبره سمه ده؛ نو بیا هم د موضوع ټولیزوالی نه ټکنی کوي.

 * د «یَتَمَطّی» کلیمه یا له«مط» نه اخستل شوې، چې د پښو غځولو په مانا ده او یا له ((مطاء))، چې مانا یې شا کول دي، چې دواړه د کبر او تکبر کنایه ده.

*دا آیتونه د کږلاریو د ځلکدن انځور دی، ګنې د امام صادق (رح) د وینا له مخې، د مؤمن ځلکدن د خورا غوره بویېدنو ‏د بوی په څېر دی[28].

*په حدیث کې لولو: مرګ یادونه شهوت وژني، د غلفت جرړه راباسي، زړه په الهي ژمنو پیاوړوي، د انسان زړه لطیف او کینه ترې باسي، د حرص اور مړ کوي، دنیا د انسان په سترګو کې کوشنۍ کوي او دا د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د کلام مانا ده، چې و یې ویل:«فکر ساعه خیر من عباده سنه[29]».

* حضرت علي کرم الله وجهه، د انسان د عمر روستۍ شېبې او مرګ مهال داسې انځوروي:

[پر دنيا نمانځو دوه تنګسې راغلي؛ يوه د ځنکدن او بله د مرګ پر مهال حسرت، چې فرصتونه يې له لاسه ورکړل. د ځنکدن سختيو یې د بدن غړي ورسست کړل او رنګونه يې په بله واوړېدل، مرګ یې رو رو ټول غړي رانغاړي، ژبه يې له کاره غورځوي او د خپلې کورنۍ په منځ کې پروت دى، په خپلو سترګو ويني، په غوږونو اوري او په عقل سم فکر کوي، چې عمر يې په څه چارو پسې پوپنا کړی او خپل روزګار يې څرنګه تېر کړى؟ خپلې شتمنۍ رايادوي، چې په لاس ته راوړو کې يې خپلې سترګې پرې پټې کړې وې، حلال يې له حرامو او شبهه ناکو بېل نه کړل او اوس يې د ګناه پېټى پر اوږو دى، ترې بېلېږي او پاتوړو – وارثينو ته پاتېږي، چې ترې برخمن او خپل روزګار پرې تېر کړي. د شتمنيو خوندونه او خوشحالي د نورو په برخه کېږي؛ خو د ګناه پېټى د ده پر اوږو دى او په خپلې شتمنۍ کې راګېر دى، اوس مرګ مهال، چې کوم واقعيتونه ورڅرګند شول، له لیپخورۍ – پښېمانۍ خپل لاسونه مروړي او په ژوند کې يې، چې له کومو څيزونو سره مينه کوله اوس ترې کرکه کوي او ارمان کوي، کاش دا شتمني د هغوى واى، چې له لامله يې له ده کينه درلوده.( په همدې تخيلاتو کې ډوب دى) چې مرګ يې په بدن کې غځېږي، تردې چې غوږونه يې د ژبې په څېر له کاره ولوېږي؛ نو د خپلې کورنۍ په منځ کې پروت دى؛ نه په ژبه خبرى کولای شي او نه په غوږونو اورېداى شي، همداسې هغوى ته ګوري، چې ژبې يې خوځي؛ خو دى څه نه اوري. بيا یې ګرد بدن د مرګ منګولو ته لوېږي او سترګې يې د غوږونو په څېر له کاره لوېږي او له بدنه يې روح بېلېږي او تنه يې په خپلې کورنۍ کې پاتېږي،چې ورسره له کېناستو ډارېږي او ترې لرې کېږي، دا نه اوس له ويرجنو سره څه خواخوږي کولاى شي او نه د چا غږ ځوابولاى شي. بيا یې کېڅ – قبر ته وړي او خپلو کړنو ته يې ورسپاري او تل تر تله یې له لیدو بې برخې شول[30].]

* کله انسان یو څیز نه مني؛ خو ردوي یې هم نه؛ ځکه پرې شکمن دی؛ لکه څنګه چې صالح علیه السلام ته یې وویل: پر هغه څه شکمن یو، چې ورته رابلی مو «وَ إِنَّنا لَفِی شَکٍّ مِمّا تَدْعُونا إِلَیْهِ مُرِیبٍ[31]»؛ خو کله نه یوازې نه یې مني؛ بلکې ترې منکر شي او دروغجنوي یې، چې دا د ځېل او دښمنۍ نښه ده؛ لکه دا آیتونه: (( فَلا صَدَّقَ … وَ لکِنْ کَذَّبَ وَ تَوَلّی))

* «أَوْلی لَکَ» د«ویل لک» په څېر سپکاوي او رټنې دی. امام رضا (رح) د «أَوْلی لَکَ فَأَوْلی» آیت داسې تفسیر کړی دی: د دنیا خیر دې تاته وي او د آخرت خیر دې درځنې لرې وي[32].

* «سُدیً» د خوشې او چټي ‏په مانا دی او خوشې شوي اوښ ته«سُدی» وايي.

*د هغه څه مصداق نه دی ویل شوی، چې د کبرجنو وړ دی، چې هر ډول بدمرغي راونغاړي. «أَوْلی لَکَ فَأَوْلی»

 

پېغامونه:

1-د ځلکدن د شېبو انځور، پر دنیا د زړه نه تړنې غوره وزله ده.(( تُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ … کَلاّ إِذا بَلَغَتِ التَّراقِیَ))

2-د ځلکدن سخته شېبه هغه مهال ده، چې ساه ستوني ته راورسي. «کَلاّ إِذا بَلَغَتِ التَّراقِیَ»

3-مړینه درملنه نه لري، داسې وخت راشي، چې ټول د الهي ځواک پر وړاندې بېوسي څرګندوي او کمزوري په ژبه څرګندو‏ي .«قِیلَ مَنْ راقٍ»

4-پر دنیا د انسان زړه تړنه داسې ده، چې په ځلکدن کې هم د تلو ګومان کوي، نه ډاډ او یقین. «ظَنَّ أَنَّهُ الْفِراقُ»

5-د هغوی چې دنیا ښه ایسي او آخرت یې هېر کړی وي، پوه دې وي، چې یوه ورځ به له خپلې معشوقې بېل شي.(تُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ … أَنَّهُ الْفِراقُ)

6-ځلکدن د بېلتون شېبه ده، له اولاد، شتمنۍ، مقام، شونتیاوو او… «وَ ظَنَّ أَنَّهُ الْفِراقُ»

7-تر مرګ روسته روح پاتېږي. (فراق د بېلتون په مانا دی، نه د له منځه تلو په مانا) «وَ ظَنَّ أَنَّهُ الْفِراقُ»

8- ځلکدن خورا ترخه او سخته پېښه ده. «وَ الْتَفَّتِ السّاقُ بِالسّاقِ»

9-د الله (ج) پر لوري له حرکت او له ورستنېدو پرته بله لاره چاره نشته. «إِلی رَبِّکَ یَوْمَئِذٍ الْمَساقُ»

10-ګروهه د کړنو سریزه ده، هغه چې حق تصدیق نه کړي؛ نو لمونځ هم نه کوي. «فَلا صَدَّقَ وَ لا صَلّی»

11-د دین د ټولو حقایقو تصدیق په کار دی او که څوک د دین یوه چاره هم تصدیق نه کړي، ته وا ټول دین یې نه دی تصدیق کړی. «فَلا صَدَّقَ وَ لا صَلّی»

12- لمونځ د ایمان او د دین د تصدیق لومړۍ نښه ده. «فَلا صَدَّقَ وَ لا صَلّی»

13-له دین او احکامو یې لرېوالی د غرور، سرمستۍ او سرایله توب لامل دی. «ذَهَبَ إِلی أَهْلِهِ یَتَمَطّی» په بل ځای کې لولو: مجرمان چې خپلوانو‏ ته ورشي، مستې خنداوې کوي. «وَ إِذَا انْقَلَبُوا إِلی أَهْلِهِمُ انْقَلَبُوا فَکِهِینَ[33]))

14-پرله پسې نټو ته «فَلا صَدَّقَ وَ لا صَلّی وَ لکِنْ کَذَّبَ وَ تَوَلّی» پرلپسې ګواښنې پکار دي (څلور ځل د «أَوْلی» کلیمې تکرار، ددې نښه ده، چې د سرمستو کبرجنو پر وړاندې دې پرله پسې سپکاوي وي.) «أَوْلی لَکَ فَأَوْلی»

15- کبرجن دې سپک شي. «یَتَمَطّی – أَوْلی لَکَ فَأَوْلی»

 

أَ یَحْسَبُ الْإِنْسانُ أَنْ یُتْرَکَ سُدیً«36» أَ لَمْ یَکُ نُطْفَهً مِنْ مَنِیٍّ یُمْنی«37» ثُمَّ کانَ عَلَقَهً فَخَلَقَ فَسَوّی«38» فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَیْنِ الذَّکَرَ وَ الْأُنْثی«39» أَ لَیْسَ ذلِکَ بِقادِرٍ عَلی أَنْ یُحْیِیَ الْمَوْتی«40»= ايا انسان انګېري، چې خوشې (او بې موخې) به پرېښوول شي؟! ايا [مخكې] د مني يو څاڅكى نه و، چې په [زيلانځ كې] څڅول كېږي؟!  بيا علقه [= د پرنډ شوې وينې ټوټه] وه، [چې الله] په غړيو پوره پيدا کړ؛ نو د نارينه او ښځېنه جوړه یې ترې جوړه کړه. ايا دا [الله] نشي كړاى مړي راژوندي كړي؟! (هو! کړاى شي)

 

 

ټکي:

*دا سورت د قیامت په سوګند پیل او په قیامت کې د مړیو پر ‏راژوندي کولو او د ‏الله (ج) په وسمنۍ پای ته رسي.

 *هغه چې له معاد نټه کوي، الله (ج) یې سم نه دی پېژندلی؛ ځکه که په مړینه یې دوسیه له منځه ولاړه شي؛ نو د الله (ج) حکمت تر پوښتنې لاندې راځي؛ لکه څنګه چې آیت وايي: «أَ یَحْسَبُ الْإِنْسانُ أَنْ یُتْرَکَ سُدیً» او په بل ځای کې وايي: «أَ فَحَسِبْتُمْ أَنَّما خَلَقْناکُمْ عَبَثاً وَ أَنَّکُمْ إِلَیْنا لا تُرْجَعُونَ» آیا گومان کوئ، چټي مو پنځولي یاست او نه به راګرځئ؟))

* ددې آیتونو په پیل کې، په قیامت پېښېدو کې د الله (ج) حکمت ته اشاره وشوه، بیا په انسان پنځون کې الهي ځواک ته، چې د بیاپنځونې د شونتیا څرګندوی یې دی؛ البته الله (ج) په دنیا کې په بیاپنځونه کې د خپل ځواک نورې بېلګې هم په خپلو استازیو ښوولې دي:

عیسی علیه السلام له خټو جوړې په دوو مرغیو کې په پوکلو هغه راژوندۍ کړې.

 ابراهیم علیه السلام په خپل غږ هغه مارغان بېرته راژوندي کړل، چې غوښې یې ګډې وډې شوې وې.

هغه اویا کسان، چې له موسی علیه السلام سره طور غره ته راغلي وو، هغه مهال چې الله (ج) په غره کې تجلي وکړه، مړه شول او الله تعالی بېرته راژوندي کړل.

 

پېغامونه:

1-هغه د پرله پسې سپکاوي وړ دی، چې انسان بې موخې او بې پازوالۍ- مسوولیت ګڼي. «أَوْلی لَکَ فَأَوْلی ثُمَّ أَوْلی لَکَ فَأَوْلی أَ یَحْسَبُ الْإِنْسانُ أَنْ یُتْرَکَ سُدیً»

2- خدای حکیم دی او انسان موخه لرونکی، پازوال او ګومارل شوی موجود دی؛ نو قیات باید وي. «أَ یَحْسَبُ الْإِنْسانُ أَنْ یُتْرَکَ سُدیً»

3-د انسان ډېری محاسبات باطل دي. د سورت په پیل کې مو ولوستل: «أَ یَحْسَبُ الْإِنْسانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظامَهُ» او په پای کې یې لولو: «أَ یَحْسَبُ الْإِنْسانُ أَنْ یُتْرَکَ سُدیً» هو، انسان خیالپالی موجود دی او که د انبیاوو لارښوونه نه وي، کږلاری کېږي.( یَحْسَبُ … یَحْسَبُ)

4- پنځون د بیاپنځون د شونیتا لومړۍ نښه ده.(أَ لَمْ یَکُ نُطْفَهً …)

5-کبرجن دې پوه وي، چې کمزوري او ناڅیزه دي.( یَتَمَطّی … مِنْ مَنِیٍّ یُمْنی)

6-الله (ج) انسان بشپړ او بې له هر ډول کمونې او ډېرونې پنځولی دی. «فَخَلَقَ فَسَوّی»

7-د انسان پنځون د پړاوونو څېړنه[34]، د معادپېژندنې یو لار ده.(نُطْفَهً … عَلَقَهً … اَلذَّکَرَ وَ الْأُنْثی)

8-د هلک او نجلۍ د جنسیت ترمنځ تعادل او انډول د الله (ج) د ځواک او حکمت نښه ده.«فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَیْنِ الذَّکَرَ وَ الْأُنْثی»

9-که قیامت نه وي؛ نو د انسان پنځون بې مانا او بې موخې کېږي.(أَ یَحْسَبُ الْإِنْسانُ أَنْ یُتْرَکَ سُدیً … أَ لَیْسَ ذلِکَ بِقادِرٍ عَلی أَنْ یُحْیِیَ الْمَوْتی[35])

 

«و الحمدلله رب العالمین»

 

سرچینه نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

[1] – نمونه تفسیر.

[2] – بحار ج 74 ص 104

[3] -یوسف 53

[4] – غررالحکم

[5] -یوسف 83

[6] – کافي ج 3 ص 346

[7] – طه،14.

[8] – رعد،28.

[9] .یس،78.

[10] ـ مؤمنون،37.

[11] – .اسراء،99.

[12] – احقاف،33.

[13] – .اعلی،2.

[14] – اعراف،172.

[15] – اعراف،38.

[16] – ابراهیم،22.

[17] – کنزالدقائق تفسیر.

[18] – مطففّین،24.

[19] – نورالثقلین تفسیر.

[20] – .انعام،103.

[21] – عادیات،8.

[22] – انبیاء،37.

[23] – غافر،14.

[24] – .ملک،29.

[25] – .احزاب،39.

[26] – اطیب البیان تفسیر.

[27] – مخزن العرفان تفسیر.

[28] – بحارالانوار،ج6،ص 152.

[29] – نمونه تفسیر ؛بحارالانوار،ج 6،ص 133.

 

[30] – .نهج البلاغه،خطبه 109.

[31] – هود،62.

[32] – نورالثقلین تفسیر.

[33] – .مطفّفین،31.

[34] .ژباړن: دا څېړنه د طب په (امبریولوژي) مضمون کې کېږي.

[35] –د قیامت سورت د تفسیر لیکنه پر ۱۳۸۳ کال، د حج په سفر کې په مدینة النبي کې پای ته ورسېده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!