تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ   پرله پسې ۱۰ مه برخه   ۶۲۷-عذر غوښتنه، ګواښګرندې ناصح ده. ۶۲۸-(د الله تعالی) اطاعت، ګټوره سوداګري ده. ۶۲۹-حق، غوره لار ده. ۶۳۰-پوهه، ښه لارښوده ده. ۶۳۱-له الله تعالی، ډار د نېکمرغو خوی دی. ۶۳۲-زړګنۍ تقوا، د متقیانو خوی دی. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ  

پرله پسې ۱۰ مه برخه

 

۶۲۷-عذر غوښتنه، ګواښګرندې ناصح ده.

۶۲۸-(د الله تعالی) اطاعت، ګټوره سوداګري ده.

۶۲۹-حق، غوره لار ده.

۶۳۰-پوهه، ښه لارښوده ده.

۶۳۱-له الله تعالی، ډار د نېکمرغو خوی دی.

۶۳۲-زړګنۍ تقوا، د متقیانو خوی دی.

۶۳۴-مؤمنان، خورا اوچتې هیلې لري.

۶۳۵-ډاډ، د ځيرکو ګاڼه ده.

۶۳۶-اخلاص، دغوره خلکو خوی دی.

۶۳۷-ناپوهي، آخرت له منځه وړي.

۶۳۸-ځانمني، د پرېمانۍ خنډ دی.

۶۳۹-ځانمني، خورا زیانمنه ملګرې ده.

۶۴۰-هیله پټ درد دی.

۶۴۱-د الله تعالی یاد، رڼا او ښیون دی.

۶۴۲- حق هېرول، تورتم او بې لاري ده.

۶۴۳-توکل، غوره کړنه ده.

۶۴۴-پر الله تعالی ډاډمنېدل، پیاوړې هیله ده.

۶۴۵-عفوه، د نېکانو خوی دی.

۶۴۶-احتکار، د ناوړچارو خوی دی.

۶۴۵-ایمان له کینې لرې دی.

۶۴۶-غم، بدن ځپي.

۶۴۷- ظالم دې عذاب ته په تمه وي.

۶۴۸- مظلوم دې ثواب ته په تمه شي.

۶۴۹-پرهېزګاري، پاکه کرنه ده.

۶۵۰-سمچاري، مینه ده.

۶۵۱-په ناپاکۍ پسې خلک خولې راسپړي.

۶۵۲-د الله تعالی اطاعت، د ځيرکو هڅه ده.

۶۵۳-د الله تعالی نه اطاعت، د ناپاکانو هڅه ده.

۶۵۴-د الله تعالی اطاعت، ټینګه کلا ده.

۶۵۵-قناعت، پایښتی عزت دی.

۶۵۶-پوهه، ستره زېرمه ده.

۶۵۷-اخلاص، اوچته بریا ده.

۶۵۸-د الله تعالی نافرماني، د ګناهکارانو کږلېچ دی.

۶۵۹-ټګي، د سرغړاندو خوی دی.

۶۶۰-قانع، له خلکو بې غمه او هوسا دی.

۶۶۱-حریص، د تمو بنده دی.

۶۶۲-حرص، د بدمرغو نښه ده.

۶۶۳-قناعت، د پرهېزګارانو نښه ده.

۶۶۴-له دنیا سره پرېکون، له الله تعالی نښلون دی.

۶۶۵-په هیلو میین، تېروتلی دی.

۶۶۶-هیلې، د احمقانو زېرمې دي.

۶۶۷-هیلې، د احمقانو غولوونکې دي.

۶۶۸-هیلې، د مرګونو نژدې کوونکي دي.

۶۶۹-تمې، تکړه انسانان ذلیلوي.

۶۷۰-ورین تندیتوب، ړومبۍ ورکړه ده.

۶۷۱-لټي، د روح ربړونه ده.

۶۷۲-(له خلکو) نهیلي، د ځان سوکالي او هوساینه ده.

۶۷۳-مرګ، د هیلو رسوا کوونکی دی.

۶۷۴-مرګ، د هیلو لرې کوونکی دی.

۶۷۵-د بشر هیلې، پای نه مومي.

۶۷۶-ناپوه (له ناپوهۍ) نه اوړي.

۶۷۷-ژوندی، نه قانع کېږي.

۶۷۸-کینه، ښې کړنې له منځه وړي.

۶۷۹-ټګي، بدۍ زیاتوي.

۶۸۰-تېرایستل، د پرېوتو خلکو خوی دی.

۶۸۱-شرارت، د ګناهونو مل دی.

۶۸۲-پستي، د غندنو راټولوونکی دی.

۶۸۳-دوستي، ډېر ګټور تړاو دی.

۶۸۴-اند، (انسان) سمې لارې ته ورسیده کوي.

۶۸۵-دوستي، خورا نژدې خپلوي ده.

۶۸۶-عفوه، غوره خوی دی.

۶۸۷-نسپالي، پوهه له منځه وړي.

۶۸۸-ډېرخوري، ذهن پسوي.

۶۸۹-بې صبري، غم زیاتوي.

۶۹۰-زغم، مصیبت سپکوي.

۶۹۱-کمزوري، ناوړه سورلۍ ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!