بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر حدید سورت حدید سورت نهویشت آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی. ددې سورت آیتونه، د ګروهیزو – اعتقادي بنسټونو پر پیاوړلو سربېره، ټولنیز او حکومتي حکمونه هم لري او په لومړي آیتونو کې یې شاوخوا درویشت الهي ځانګړنې اوڅار […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

حدید سورت

حدید سورت نهویشت آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی.

ددې سورت آیتونه، د ګروهیزو – اعتقادي بنسټونو پر پیاوړلو سربېره، ټولنیز او حکومتي حکمونه هم لري او په لومړي آیتونو کې یې شاوخوا درویشت الهي ځانګړنې اوڅار کړې دي.

د قرآن برم، په قیامت کې د مؤمنانو او منافقانو حالات، د تېرو اقوامو برخلیک، د الله (ج) په لار کې انفاق، ټولنیز نیاو/عدالت ته رسېدل، پر رهبانیت او له ټولنې پر ګوښېدو نیوکه هغه موضوعات دي، چې دې سورت رانغاړلي دي.

امام سجاد (رح) وویل: الله پوهېده،چې په اخره زمانه کې به ژوراندي وګړي راځي؛ نو توحید سورت او د حدید سورت آیتونه یې رانازل کړل (چې خلک الله ښه وپېژني) او هر څوک چې بې له دې ځانګړنو، الله ته نورې ځانګړنې ومني، هلاک به شي[1].

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه.

سَبَّحَ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«1»=څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، الله په پاكۍ ستايي او هغه ناماتى حكيم دى.

لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ یُحْیِی وَ یُمِیتُ وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ«2»=د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د ده ده، ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه پر هر څه قادر دى.

هُوَ الْأَوَّلُ وَ الْآخِرُ وَ الظّاهِرُ وَ الْباطِنُ وَ هُوَ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ«3»=دی ړومبی، روستى، ښكاره او پټ دى او دی پر هر څه ښه پوه دى.

 

ټکي:

*د تېر سورت (واقعه) روستی آیت د الله (ج) د تسبیح په اړه و: «فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّکَ الْعَظِیمِ» او ددې سورت لومړی آیت هم د الله (ج) تسبیح ده. «سَبَّحَ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

*د قرآن ۸ سورتونه د الله (ج) په تسبیح پیلېږي: اسراء، نحل، حدید، حشر، صفّ، جمعه، تغابن و اعلی او تر ۹۰ ځل ډېر دا عبارت په قرآن کې راغلی دی، حال داچې د قرآن یوازې څلور سورتونه په الهي حمد پیلېږي: حمد، انعام، سبأ او فاطر او شاوخوا دا عبارت ۷۰ ځل له مشتقاتو سره یې په قرآن کې راغلی دی.

ښايي پر حمد د تسبیح د لاسبرۍ خواله، له شرک سره د مبارزې پر اهمیت او په بشري ګروهو کې کږنې انګېرنې وي؛ لکه څنګه چې د لمانځه په ذکرونو کې «سبحان الله» تر«الحمد لله» مخکې راغلی دی.

*په الهي نړۍ لید کې ټوله هستي د الله (ج) پر تسبیح بوخته ده، که څه موږ پرې نه پوهېږو «وَ إِنْ مِنْ شَیْءٍ إِلاّ یُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَ لکِنْ لا تَفْقَهُونَ تَسْبِیحَهُمْ[2] ((او دا تسبیح، آگاهانه ده. «کُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلاتَهُ وَ تَسْبِیحَهُ[3]»

* قرآن په ځانګړي توګه د ځینو تسبیح ویونکیو نامې راوړې دي:

الف) پرښتې. «نَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِکَ[4]»

ب) آسماني تالندې. «یُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ[5]»

ج) مرغۍ. «أَ لَمْ تَرَ أَنَّ اللّهَ یُسَبِّحُ لَهُ مَنْ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ الطَّیْرُ[6]»

د) غرونه. «سَخَّرْنا مَعَ داوُدَ الْجِبالَ یُسَبِّحْنَ[7])

د الله (ج) تسبیح له کړاوونو د خلاصون لامل دی. [«فَلَوْ لا أَنَّهُ کانَ مِنَ الْمُسَبِّحِینَ. لَلَبِثَ فِی بَطْنِهِ إِلی یَوْمِ یُبْعَثُونَ[8]» که یونس له تسبیح ویونکیو ځنې نه و؛ نو ترقیامته به د کب په نس کې و.]

* له ((لومړي)) او ((روستي)) مراد ازلي او ابدي دی؛ یعنې الله (ج) تر هر څه مخکې و او تر هر څه روسته به وي او د هغه شتون د هر وجود تر شتونه څرګند او ښکاره دی او په هر وخت کې تر هر پټه خورا پټ دی. هغه ظاهر دی؛ ځکه ډېری دلایل یې پر شتون دلالت کوي او باطن دی؛ ځکه پر ټولو چارو خبر دی.

 

پېغامونه:

1-الله (ج) له هر ډول نیمګړنې او بېوسۍ پاک او سپېڅلی دی او ټوله هستي پردې چار ګواهي لي. «سَبَّحَ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

2-د اسمان تسبیح ویونکي، د ځکمې پر هغو لومړي دي. «سَبَّحَ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

3-هغه ځواک ارزښتمن دی، چې کړنې یې حکیمانه وي. «هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»

4-د آسمان او ځمکې حقیقي واکمن الله (ج) دی، پر ځمکه د بشر واکمني اعتباري او مجازي ده؛ نو مه پرې غره کېږئ. «لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

5- هغه الله (ج) د تسبیح او تقدیس وړ دی، جې عزت، حکمت، واکمني، ځواک او د موجوداتو مرګ او ژوند یې په لاس کې دی. «الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ ، لَهُ مُلْکُ ، قَدِیرٌ یُحْیِی وَ یُمِیتُ»

6-د هستۍ پیل، پای، څرګند او پټ، ګرد د الله (ج) دي.( هُوَ الْأَوَّلُ وَ الْآخِرُ وَ الظّاهِرُ وَ الْباطِنُ …)

7- د الله (ج) تر حکیمانه پنځون او ځواکمنې واکمنۍ یې مهم، همېشنی علم او څارنه ده. «وَ هُوَ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ» ،(د تېرو دوو آیتونو په پامنیوي)

 

هُوَ الَّذِی خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ فِی سِتَّهِ أَیّامٍ ثُمَّ اسْتَوی عَلَی الْعَرْشِ یَعْلَمُ ما یَلِجُ فِی الْأَرْضِ وَ ما یَخْرُجُ مِنْها وَ ما یَنْزِلُ مِنَ السَّماءِ وَ ما یَعْرُجُ فِیها وَ هُوَ مَعَکُمْ أَیْنَ ما کُنْتُمْ وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ«4»= (الله) هغه (ذات) دى،چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل بيا یې پر عرش استوا وکړه [د قدرت پر تخت كېناست (او د نړۍ په تدبير لګيا شو) ] څه چې په ځمكه كې ننوځي او څه چې ترې راوځي او څه چې له اسمانه راكوزېږي او څه چې پکې ورخېژي (؛نو) پردې (ټولو) الله پوهېږي او چېرې، چې وسئ، هغه درسره دى او څه چې كوئ، الله يې ويني.

 

ټکي:

* څه چې په ځمکې کې ورننوځي او ورټومبل کېږي؛ د بوټیو زڼي، د باران څاڅکي، د ونو جرړې، مړي، خزانې او دې ته ورته او هغه څه چې له ځمکې راټوکېږي او بهر راوځي؛ لکه د ونو او بوټيو ډډونه او ډنډرکي، د غرونو او چینو اوبه، بېلابېل تیلیز او کاني توکي او دې ته ورته، ټول الله (ج) ته څرګند او معلوم دي.

*د الله (ج) پر علم او شتون ایمان، غوره او پیاوړې روزنوزله ده. که انسان پوه شي، چې هره شېبه الله (ج)  ورسره دی او ټولې چارې یې د هغه تر څارنې لاندې دي؛ نو هېڅکله به ځان ته ددې دومره تېریو او قانون ماتونو اجازه ورنکړي.

 

پېغامونه:

1-سره له دې چې ځواک یې ناپایه دی او کولای شي په یوه شېبه کې هرڅه وپنځوي؛ خو د حکمت غوښتنه یې ده، چې پنځون سوکه سوکه/پړاو پړاو وي. (خَلَقَ … فِی سِتَّهِ أَیّامٍ)

2-الله (ج) پر ټوله هستۍ او خپلو پنځولیو بشپړ راچاپېر دی.( خَلَقَ … ثُمَّ اسْتَوی عَلَی الْعَرْشِ)

3- الله (ج) د هستۍ پر ټولو جزئیاتو پوه دی.( یَعْلَمُ ما یَلِجُ فِی الْأَرْضِ وَ ما یَخْرُجُ مِنْها وَ ما یَنْزِلُ … وَ ما یَعْرُجُ …)

4- ټول د الله (ج) په مخ کې یو. «وَ هُوَ مَعَکُمْ»

5-د الله (ج) علم حضوري دی. «هُوَ مَعَکُمْ»

6-الله (ج) زموږ د ټولو چارو پر جزئیاتو پوه دی. «وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ»

 

لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ إِلَی اللّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ«5»=د اسمانونو او ځمكې مالكيت يوازې د هماغه الله دى او (ټولې) چارې يوازې د الله لوري ته ورګرځول كېږي.

یُولِجُ اللَّیْلَ فِی النَّهارِ وَ یُولِجُ النَّهارَ فِی اللَّیْلِ وَ هُوَ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ«6»= [الله] شپه په ورځ کې ورننباسي او ورځ په شپه كې ورننباسې او هغه د سينو په خوالو پوه دى.

 

ټکي:

*د قرآن موخه د الله (ج) د صفاتو ښوونه او توحید او یوپالۍ ته بلنه ده او د حدید په مبارک سورت کې دا موخه په ځغرده څرګنده ده. «وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ ، وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ ، هُوَ الَّذِی خَلَقَ السَّماواتِ … هُوَ الْأَوَّلُ وَ الْآخِرُ وَ هُوَ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ ، وَ هُوَ مَعَکُمْ ، هُوَ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ»

*د واکمنۍ او سمبالنې چارې دادي:

 الف)په پټو او ښکاره و پوهه: (یَعْلَمُ ما یَلِجُ فِی الْأَرْضِ …، وَ هُوَ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ)

ب)ځواک او ځواکمني: «وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ»

ج)عزت او حکمت: «وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»

د) څارنه او پراخ شتون: «وَ هُوَ مَعَکُمْ أَیْنَ ما کُنْتُمْ»

ه)د کړنو ارزونه او حساب: «وَ إِلَی اللّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ»

 

پېغامونه:

1-الله (ج) هم پنځګر دی، هم د چارو مدیر او مدبر دی.( خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ … لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ)

2-الله (ج) نه په پنځون کې شریکوال لري، (هُوَ الَّذِی خَلَقَ …) او نه په سمبالنه کې شریکوال ته اړمن دی. «لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ»

3-الله (ج) د هستۍ سرچینه ده، «هُوَ الْأَوَّلُ» او د هستۍ پای هم هغه ته ورستنېږي.«وَ إِلَی اللّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ»

4-هستي موخه لري او د الله (ج) پر لوري ور روانه ده. «إِلَی اللّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ»

5-د شپې او ورځې راتګ او د ورځو اوږدوېدل او لنډېدل، د الهي سمبالنې یوه بېلګه ده.( لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ … یُولِجُ اللَّیْلَ …)

6-الله (ج) مو هم له کړنوخبر دی، «بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ» او هم مو له اندونو او نیتونو.«عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ»

 

آمِنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ أَنْفِقُوا مِمّا جَعَلَکُمْ مُسْتَخْلَفِینَ فِیهِ فَالَّذِینَ آمَنُوا مِنْکُمْ وَ أَنْفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ کَبِیرٌ«7»=پر الله او استازي يې ايمان راوړئ او له هغو څيزونو (د الله په لار كې) ولګوئ، چې تاسې یې پکې (د نورو وارثانو) ځايناستي كړي ياست؛ نو له تاسې چې کومو خلکو ايمان راووړ او (د الله په لار كې يې) لګښت وكړ، ورته ستر اجر دى.

 

ټکي:

*دا آیت مؤمنانو ته لګیا دی او د ایمان د حکم مراد،«آمِنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ» د ایمان پر لوازمو عمل دی؛ لکه چې ورپسې یې وايي: تاسې چې د ایمان ادعا کوئ؛ نو خپلې ادعا جوتولو مو د الله په لار کې انفاق وکړئ[9].

* په«جَعَلَکُمْ مُسْتَخْلَفِینَ فِیهِ» غوڼدله – جمله کې د انسان له خلیفه توب مراد، یا دادی چې الله (ج)، پر ځمکه انسان خپل ځایناستی کړی دی؛ لکه څنګه چې د «إِنِّی جاعِلٌ فِی الْأَرْضِ خَلِیفَهً[10]» آیت ورته اشاره کوي، چې په دې بڼه کې به یې مانا داسې کېږي: ای مؤمنانو! تاسې پر ځمکه د الله ځایناستي یاست او څه مو چې په واک کې دي، د الله درسره دي؛ نو له هغه څه چې الله درکړي، نورو ته یې هم انفاق کړئ.

بله مانا یې داده، چې تاسې ننني خلک، د خپلو تېرو خلکو ځایناستي یاست او کوم مالونه چې اوس ستاسې په لاس کې دي، مخکې د هغوی په لاس کې ول؛ نو له دې مالونو انفاق وکړئ او یوه ورځ به تاسې هم نه یاست او دا مالونه به مو د پاتوړیو په لاسونو کې وي[11].

 

پېغامونه:

1-هغه ایمان ارزښتمن دی، چې د بېوزلیو له لاسنیوي سره مل وي. (آمِنُوا … أَنْفِقُوا)

2-هغه انفاق ارزښتمن دی، چې سرچینه یې ایمان او الهي انګېزه وي.( آمِنُوا … أَنْفِقُوا)

3-څه چې انسان لري، عاریه او امانت دی؛ آریز څښتن یې الله (ج) دی. «جَعَلَکُمْ مُسْتَخْلَفِینَ فِیهِ»

4-که څه ایمان او انفاق مو دنده ده؛ خو الله (ج) ورته ثواب ټاکلی دی.( فَالَّذِینَ آمَنُوا … وَ أَنْفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ کَبِیرٌ) هو! ثواب، د کړنو د هڅونې کونجي ده.

 

وَ ما لَکُمْ لا تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَ الرَّسُولُ یَدْعُوکُمْ لِتُؤْمِنُوا بِرَبِّکُمْ وَ قَدْ أَخَذَ مِیثاقَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِینَ«8»= او پر تاسې څه شوي، چې پر الله ايمان نه راوړئ، حال دا استازى (یې) تاسې پر خپل پالونكي ايمان راوړو ته رابلي او په يقين له تاسې يې (د فطرت او عقل له لارې) ټينګه ژمنه اخستې، كه ايمان راوړو ته (چمتو) ياست؟

 

ټکي:

* د آیت په پای کې د «إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِینَ» عبارت ددې څرګندوی دی، چې مؤمنانو ته لګیا دی؛ نو «ما لَکُمْ لا تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ» د ایمان پر لوازمو عمل دی؛ یعنې تاسې چې ایمانوال یاست؛ نو ولې داسې کوئ؛ لکه بیخي چې پر الله ایمان نلرئ ؟

* که څه ځینو مفسرانو له میثاق نه مراد ((عالم ذرّ)) ویلی دی؛ خو د ((عالم ذرّ)) ژمنه له ټولو خلکو سره وه او په دې آیت کې میثاق، ځانګړې ژمنه ده،چې له مؤمنانو اخستل شوې ده. «أَخَذَ مِیثاقَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِینَ»

 

پېغامونه:

1-کله په تبلیغ کې رټنه هم په کار راځي. «وَ ما لَکُمْ لا تُؤْمِنُونَ»

2-الله (ج) پر ټولو خلکو غاړه خلاصه کړې ده. «وَ الرَّسُولُ یَدْعُوکُمْ» 

3- انبیاء، خلک د الله (ج) لوري ته رابلي، د نورو پرخلاف، چې خپل لوري ته یې رابلي. «لِتُؤْمِنُوا بِرَبِّکُمْ»

4-الله (ج) خلکو ته بلنه ورکوي، چې پر استازي یې ایمان راوړئ، «آمِنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ»او رسول الله هم له خلکو غواړي، چې پر الله (ج) ایمان راوړئ. «یَدْعُوکُمْ لِتُؤْمِنُوا بِرَبِّکُمْ» 

 

هُوَ الَّذِی یُنَزِّلُ عَلی عَبْدِهِ آیاتٍ بَیِّناتٍ لِیُخْرِجَکُمْ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ وَ إِنَّ اللّهَ بِکُمْ لَرَؤُفٌ رَحِیمٌ«9»= (الله) هغه (ذات) دى، چې پر خپل بنده [= محمد (صلی الله علیه و آله وسلم)] یې څرګند آيتونه نازل کړل، چې له تيارو مو رڼا ته وباسي او په حقيقت كې الله پر تاسې ډېرخواخوږى (او) لوراند دى.

 

ټکي:

*د ټولو الهي کړلارو بنسټ حکمت او دلیل دی، که څه ډېرې لږې یې موږ ته ویل شوي دي؛ لکه:

1.د نبوت دلیل د خلکو ژغورنه ده. «لِیُخْرِجَکُمْ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ»

2.د لمانځه دلیل د هغه یاد او ترې مننه ده. «أَقِمِ الصَّلاهَ لِذِکْرِی[12]»

3.د روژې دلیل، تقوا ده. کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیامُ … لَعَلَّکُمْ تَتَّقُونَ[13])

  1. د حج دلیل د حج په ګټو کې ګډون دی. «لِیَشْهَدُوا مَنافِعَ لَهُمْ[14]»

5.د جهاد دلیل،د فتنې لرې کول او د ښوونځي خوندېینه ده. «حَتّی لا تَکُونَ فِتْنَهٌ[15]»

  1. د قصاص دلیل پتمن ژوند دی. «وَ لَکُمْ فِی الْقِصاصِ حَیاهٌ[16]»

7.د حجاب دلیل ،د زړونو تزکیه او تطهیر دی. «ذلِکُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِکُمْ وَ قُلُوبِهِنَّ[17]»

8.د زکات دلیل، پاکي ده. «خُذْ مِنْ أَمْوالِهِمْ صَدَقَهً تُطَهِّرُهُمْ[18]»

9.د شرابو او جوارۍ د تحریم علت دا و چې د الله (ج) له لارې یې پاتې کولئ. «یَصُدَّکُمْ عَنْ ذِکْرِ اللّهِ وَ عَنِ الصَّلاهِ[19]»

* بشر یوازې د وحې په رڼا، د ناپوهۍ، ظلم، کږنو انګېرنو او درز له تورتمونو ژغورنه موندای شي. «کِتابٌ أَنْزَلْناهُ إِلَیْکَ لِتُخْرِجَ النّاسَ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ[20]»

*په «إِنَّ اللّهَ بِکُمْ لَرَؤُفٌ رَحِیمٌ» غونډله – جمله کې د «إِنَّ» کلیمه ،د لام حرف، اسمیه جمله او مبالغه صیغه ددې څرګندوی دي، چې الهي رأفت، لورنه او رحمت، دايمي، ژور، پراخه او حتمي دي.

 

پېغامونه:

1-نږه بندګي د الهي پېرزوینو د راښکته کېدو لاره چاره او زمینه ده. «یُنَزِّلُ عَلی عَبْدِهِ»

2- مُبلّغ دې په روڼ استدلال سمبال وي.( وَ الرَّسُولُ یَدْعُوکُمْ … آیاتٍ بَیِّناتٍ)

3- د انبیاوو دنده، د ناپوهۍ، شرک او درز له تورتمونو د خلکو ژغورنه ده.«لِیُخْرِجَکُمْ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ»

4-رڼه لار، یوازې الهي لار ده، نورې ټولې لارې تورتمونه دي. (اَلظُّلُماتِ …اَلنُّورِ (د «الظُّلُماتِ» کلیمه، د جمع په بڼه راغلې ده؛ خو په ټول قرآن کې د «النُّورِ» کلیمه، په مفرد بڼه راغلې ده.)

5-د وحې راتګ د الله (ج) پېرزو ده. (هُوَ الَّذِی یُنَزِّلُ … إِنَّ اللّهَ بِکُمْ لَرَؤُفٌ رَحِیمٌ)

6-د الهي رأفت، لورنې او رحمت غوره بېلګې یې د بندګانو ښیون – هدایت دی. «لِیُخْرِجَکُمْ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ وَ إِنَّ اللّهَ بِکُمْ لَرَؤُفٌ رَحِیمٌ»

 

وَ ما لَکُمْ أَلاّ تُنْفِقُوا فِی سَبِیلِ اللّهِ وَ لِلّهِ مِیراثُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ لا یَسْتَوِی مِنْکُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَ قاتَلَ أُولئِکَ أَعْظَمُ دَرَجَهً مِنَ الَّذِینَ أَنْفَقُوا مِنْ بَعْدُ وَ قاتَلُوا وَ کُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنی وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیرٌ«10»=او پر تاسې څه شوي، چې د الله په لار كې لگښت نه كوئ، حال داچې د اسمانونو او ځمكې ميراث يوازې الله ته پاتې دى (او څوك څه له ځان سره نه وړي) ؟! هغوی چې تر بريا (د مكې تر سوبې) مخكې مال لګولى او جنګېدلي دي، له هغوی سره برابر نه دي (چې تر بريا روسته يې لگښت کړى دى)، مقام يې تر هغوی لوړ دى، چې تر سوبې روسته يې لگښت كړى او جنګېدلي دي او الله له ټولو سره د غوره (بدلې) ژمنه كړې او څه چې كوئ، الله پرې خبر دى.

 

ټکي:

* په قرآن کریم کې د زکات، خمس/پینځمې، صدقې، انفاق، قرض الحسنې، اطعام، سرښندنې ، ایثار او… په چوکاټ کې په سلګونو آیتونو کې د بېوزلیو لاسنیوی اوڅار شوی دی؛ همداراز د انفاق ډول او څومره والي ته، انفاق کوونکي او انفاقېدونکي ته احکام لري. ددې سورت په تېرو آیتونو کې، دا آیت او ورپسې آیت، د بېوزلیو لاسنیوي ته ځانګړی پام کړی دی.

*په اووم آیت کې یې د انفاق حکم وکړ او و یې ویل: «أَنْفِقُوا مِمّا جَعَلَکُمْ مُسْتَخْلَفِینَ فِیهِ» تاسې مو د تېرو پاتوړي کړئ، څه مو چې په میراث وړي دي، انفاق یې کړئ. په دې آیت کې انفاق نه کوونکي رټل شوي دي، «وَ ما لَکُمْ أَلاّ تُنْفِقُوا» او خبرداری ورکوي، څه مو چې لاس ته راوړي، په میراث کې به درځنې پاتې شي؛ نو ولې یې په خپل لاس نه انفاقوئ؟ ؟ «وَ لِلّهِ مِیراثُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

* په نېکچاریو کې سیالي او مخینه د ارزښت ورکونې یوه کچه ده. د مکې تر سوبې مخکې، په ستونزمنو حالاتو کې انفاق، تر هغه روسته په عادي حالاتو کې له انفاق سره یوشان نه دی.

 

پېغامونه:

1-لکه څنګه چې بې ایماني رټنه لري، «وَ ما لَکُمْ لا تُؤْمِنُونَ» انفاق نه کول هم رټنه لري. «ما لَکُمْ أَلاّ تُنْفِقُوا»

2- اخلاص د کړنو د منل کېدو شرط دی. «فِی سَبِیلِ اللّهِ»

3-پرتلنه یوه ګټوره ښوونیزه او روزنیزه کړنلار ده. «لا یَسْتَوِی مِنْکُمْ»

4-د الله (ج) په لار کې له ځان او مال دواړو تېرېدل پکار دي.( أَنْفَقَ … وَ قاتَلَ)

5- انفاق، د جهاد په جګړه کې د جنګیالیو ملاتړ دی. أَنْفَقَ … وَ قاتَلَ

6-له مال او ځانه تېرېدونکي مجاهدین دې په اسلامي ټولنه کې لوړ مقام ولري. «أُولئِکَ أَعْظَمُ دَرَجَهً»

7-هغوی چې روسته درسره یوځای کېږي؛ نو د نورو د مخینې په پار دې له پامه و نه غورځول شي. «کُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنی»

8-شونې ده، کله د کړنې بڼه یوشان وي؛ خو الله (ج) انګېزو او د وګړیو حالاتو ته ګوري. «وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیرٌ»

 

مَنْ ذَا الَّذِی یُقْرِضُ اللّهَ قَرْضاً حَسَناً فَیُضاعِفَهُ لَهُ وَ لَهُ أَجْرٌ کَرِیمٌ«11»=هغه څوك دى، چې الله ته غوره پور (قرض الحسنه) وركړي؟ (او د الله له وركړې شتمنۍ لگښت وكړي) چې ورته یې څو برابره كړي او ده ته عزتمنه بدله وي؟!

 

ټکي:

* «قرض» د مال د یوې برخې پرې کول او جلا کول دي. «مقراض» د پرې کولو وزله ده او«قراضه» هغه مال ته ویل کېږي، چې له ماله /بدنې یې بېل شوی وي.

* الله (ج) ته قرض/پور هغه انفاق دی، چې په قیامت کې یې څوګرایه درکول کېږي. په قرآن کې قرض له «حسن» کلیمې سره راغلی دی؛ یعنې بې ځنډه دې ورکړ شي، بې منته دې وي، د سوالګر تر سوال دې مخکې وي، ژر دې ورکړ شي او ګټورو او پکار چارو ته دې وي.

* قرض الحسنه یو لړ برکتونه لري: زړه بدۍ او خوابدۍ کموي او مینه ډېروي، د خلکو د پت او آبرو ساتل او له ماتېدو یې مخنیوی، د ټولنې د وټیز- اقتصادي جوړښت سمونه، د سود له دودېدو مخنیوی، د حرص او کنجوسۍ کابو کېدل، د شتمنۍ توله کېدل او د مرستې د فرهنګ وده.

* هغه الله (ج) چې د آسمانونو او ځمکې میراث هغه ته دی او په تېرو آیتونو کې یې دوه ځل وویل: «لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»، په دې آیت کې، قرض الحسنې ته د خلکو هڅونې لپاره له خلکو پور غواړي.( مَنْ ذَا الَّذِی یُقْرِضُ اللّهَ …)

* اسلام له هر ډول ناغېړۍ، ټپې درېدنې او لټۍ سره مخالف دی.

1.د طبیعت لټي.«من وجد ماء و ترابا ثم افتقر فابعده الله[21]» څوک چې اوبه او ځمکه ولري؛ خو هڅه ونکړي او بېوزله وي، له الهي لورنې لرې شوی دی.

2.د انساني ځواک ناغېړي.«اللهم انی اعوذ بک من الکسل[22]»خدایه! له ناغېړۍ پناه دروړم.

3.د مال ناغېړي. اَلَّذِینَ یَکْنِزُونَ الذَّهَبَ وَ الْفِضَّهَ وَ لا یُنْفِقُونَها[23] …)

  1. علمي،اخلاقي او مانیزه ناغېړي. «زِدْنِی عِلْماً[24]»، «زادَهُمْ هُدیً[25]»،«من استوی یوماه فهو مغبون[26]»تاواني دی هغه چې دوې ورځې یې یوشان وي.

5.اندیزه ناغېړي.«من استبد برأیها هلک[27]»سلامشوره نه کول، استبداد او خپله کول د هلاکت تومنه ده.

 

پېغامونه:

1-الله (ج) ځان د بېوزلیو پلو ته کړی او له خلکو پور غواړي. ته وا الله (ج) یې ضامن شوی او د پور ورکوونکي ثواب یې تضمین کړی دی. «مَنْ ذَا الَّذِی یُقْرِضُ اللّهَ»

2-نېکچاري هله ارزښتمنه وي، چې روږده شي.( یُقْرِضُ اللّهَ …)

3-په خپله کړنه مهمه نه ده، حَسَن توب/ غوره توب یې مهم دی. «قَرْضاً حَسَناً»

4-پور ورکول، مال کمېدل نه، ډېرېدل یې دي. «فَیُضاعِفَهُ»

5-څومره چې کار سخت وي، اړم دې یې پیاوړی وي. (داچې له ماله زړه شلول ستونزمن چار دی، الله  (ج) ورته څو ګرایه ثواب اوڅار کړی دی.) «فَیُضاعِفَهُ لَهُ وَ لَهُ أَجْرٌ کَرِیمٌ»

6- پور ورکول، د کرامت نښه ده او الله (ج) کریم انسان ته، کریم (عزتمن) اجر ټاکلی دی. «وَ لَهُ أَجْرٌ کَرِیمٌ»

7-د نورو روزنې او ودې ته یې درناوی وکړئ. «وَ لَهُ أَجْرٌ کَرِیمٌ»

 

یَوْمَ تَرَی الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ یَسْعی نُورُهُمْ بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ بِأَیْمانِهِمْ بُشْراکُمُ الْیَوْمَ جَنّاتٌ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ خالِدِینَ فِیها ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ«12»= (دا ستره بدله) پر هغه ورځ ده، چې مؤمنان او مؤمنانې به وينې، چې رڼا يې مخې او ښي لوري ته ځغلي (او ورته ويل كېږي  : )  نن د هغو (جنتي) باغونو زېرى درته دى،چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي، همېشه به پكې وسئ او همدا ستره بريا ده.

 

ټکي:

*په نهم آیت کې مو ولوستل،چې انبیاوو خلک له تورتمونو ځنې رڼا ته وربلل او دا آیت وايي:

هغوی چې په دنیا کې له تورتمونو ځنې رڼاوو ته، له شرک ځنې توحید ته او له درز ځنې یووالي ته لار موندلې وه؛ نو په آخرت کې به ترې مخکې او شاوخوا ته رڼا روانه وي او لارښوده به یې وي، په اعراف سورت ۱۵۷ آیت کې لولو: «وَ اتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِی أُنْزِلَ مَعَهُ» د قرآن له نوراني احکامو، چې له پېغمبر سره دي، لاروي وکړئ.

* په قیامت کې مؤمنان رڼا لري، چې په دې آیت، ورپسې آیت او تحریم سورت ۸ آیت کې اشاره ورته شوې ده (…. اَلنَّبِیَّ وَ الَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ یَسْعی بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ بِأَیْمانِهِمْ یَقُولُونَ رَبَّنا أَتْمِمْ لَنا نُورَنا …) د پېغمبراکرم او مؤمنانو رڼا مخکې ترې حرکت کوي او له الله (ج) غواړي، چې رڼا یې بشپړه شي.

 

پېغامونه:

1-په قیامت کې خلک یو بل ویني او یو د بل پر حال خبرېږي.(یَوْمَ تَرَی …)

2-ښځه او سړی د الهي ثوابونو په لاس ته راوړو او مانیز تکامل کې یوشان دي. «الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ»

3-د ایمان رڼا په قیامت کې انځورېږي او د جنت پر لوري د مؤمنانو لارښودېږي «یَسْعی نُورُهُمْ بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ بِأَیْمانِهِمْ».

4-د نعمت زېری پخپله یو مانیز او اروايي نعمت دی. «بُشْراکُمُ الْیَوْمَ»

5-آریزه بریا خو په قیامت کې وي. «خالِدِینَ فِیها ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ»

 

یَوْمَ یَقُولُ الْمُنافِقُونَ وَ الْمُنافِقاتُ لِلَّذِینَ آمَنُوا انْظُرُونا نَقْتَبِسْ مِنْ نُورِکُمْ قِیلَ ارْجِعُوا وَراءَکُمْ فَالْتَمِسُوا نُوراً فَضُرِبَ بَیْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بابٌ باطِنُهُ فِیهِ الرَّحْمَهُ وَ ظاهِرُهُ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذابُ«13»=پر هغه ورځ، چې منافقان او منافقانې، مؤمنانو ته ووايي: (( ( لږ خو) راوګورئ (او تم شئ)،چې له رڼا مو څه ځلا واخلو.)) (ورته) ويل كېږي :(( شا (دنيا) ته وګرځئ او هلته رڼا وغواړئ. )) نو (په دې ترڅ كې يې) ترمنځ دېوال جوړېږي، چې يو ور لري، دننه به يې لورنه او دباندې به يې کړاو وي!

 

ټکي:

* «انْظُرُونا» د «نظر» له جرړې دی، دا کلیمه که بې له «الی» راشي، د تمې او مهلت ورکولو په مانا ده؛ لکه دا آیت او د «لا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذابُ وَ لا هُمْ یُنْظَرُونَ[28]» آیت او که له «الی» سره راشي؛ نو د ورکتلو په مانا ده؛ لکه د «یَنْظُرُونَ إِلَیْکَ نَظَرَ الْمَغْشِیِّ عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ[29]»

* «اقتباس» د اور یوې ټوټې راخستو ته وايي.«سور» دنګ دېوال او برج ته وايي، چې پخوا به یې له ښارونو راتاوول، چې پردي پرې ورنشي.

*په قیامت کې مجرمین څو ډوله مرستې غواړي:

الف)له خپلو مشرانو. فَقالَ الضُّعَفاءُ لِلَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا إِنّا کُنّا لَکُمْ تَبَعاً فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنّا مِنْ عَذابِ اللّهِ…[30]) آیا کېږي چې و مو ژغورئ؛ خو منفي ځواب اوري.

ب)له مؤمنانو، چې تر ویینې لاندې آیت کې مو ولوستل. «انْظُرُونا نَقْتَبِسْ مِنْ نُورِکُمْ»

ج)له پرښتو او دوزخ چارواکیو. «قالَ الَّذِینَ فِی النّارِ لِخَزَنَهِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّکُمْ یُخَفِّفْ عَنّا یَوْماً مِنَ الْعَذابِ[31]» له الله وغواړئ، چې یوه ورځ مو عذاب راکم کړي؛ خو بیا هم منفي ځواب اوري.

د) شیطان ملامتوي، چې تا ورکلاري کړو او زموږ ګناه ستا پر غاړه ده، شیطان ورته وايي: «فَلا تَلُومُونِی وَ لُومُوا أَنْفُسَکُمْ» [32] مه مې ملامتوئ، پخپله ځان ملامته کړئ.

 

پېغامونه:

1-د نفاق رنځ په ښځه او سړي دواړو کې وي. «الْمُنافِقُونَ وَ الْمُنافِقاتُ»

2-هغوی چې په دنیا کې چمتو نه شول، چې د ناپوهۍ، شرک او درز له تورتمه راووځي، په قیامت کې په تورتم کې دي او له نورو د رڼا لاس ته راوړ ته زارۍ کوي.«انْظُرُونا نَقْتَبِسْ مِنْ نُورِکُمْ»

3-په قیامت کې منافقان هم په ټکیو سپکېږي، «قِیلَ ارْجِعُوا وَراءَکُمْ»، هم په کړنه. «فَضُرِبَ بَیْنَهُمْ بِسُورٍ»

4- منافق په دنیا کې، په ظاهره له مؤمنانو سره دی؛ خو په باطن کې له کفارو سره، په قیامت کې هم د جنت د وره تر خولې له مؤمنانو سره دی؛ خو له کافرانو سره دوزخ ته ورننوځي. ( فَضُرِبَ بَیْنَهُمْ بِسُورٍ … باطِنُهُ فِیهِ الرَّحْمَهُ وَ ظاهِرُهُ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذابُ)

 

یُنادُونَهُمْ أَ لَمْ نَکُنْ مَعَکُمْ قالُوا بَلی وَ لکِنَّکُمْ فَتَنْتُمْ أَنْفُسَکُمْ وَ تَرَبَّصْتُمْ وَ ارْتَبْتُمْ وَ غَرَّتْکُمُ الْأَمانِیُّ حَتّی جاءَ أَمْرُ اللّهِ وَ غَرَّکُمْ بِاللّهِ الْغَرُورُ«14»= ( دوه مخي) به دغو مؤمنانو ته غږ كړي :(( ايا موږ درسره نه وو؟!)) وايي: ((هو؛ خو تاسې پخپله خپل ځانونه په فتنه كې واچول او (د پېغمبر مړينې ته) سترګې پر لار وئ او (په ټولو څيزونو كې) شكمن وئ او اوږدو هيلو تېرايستئ، تردې چې د الله امر راغى او چلي (شيطان تر روستي وخته) د الله (د بښنې) په هکله وغولولئ.

 

ټکي:

* «فَتَنْتُمْ أَنْفُسَکُمْ»؛ یعنې ځان مو په فتنه او نفاق ککړ کړ. «تربص» په تمه کېدو ته وايي.«امانی» د «امنیه» جمع ده او د آرز په مانا ده او «غرور» د غولونکي په مانا او د شیطان یو لقب دی.

* مؤمن د چا بد نه غواړي. «لا تَجْعَلْ فِی قُلُوبِنا غِلاًّ لِلَّذِینَ آمَنُوا[33](؛ خو منافق نورو ته د پېښې ورپېښېدو پر تمه دی. «تَرَبَّصْتُمْ»

مؤمن ډاډمن او منافق شکمن دی. «ارْتَبْتُمْ»

مؤمن واقع وینی او منافق ګوماني دی. «غَرَّتْکُمُ الْأَمانِیُّ»

مؤمن، چې د شیطان له وسوسې سره مخ شي؛ نو متذکر شي. «إِذا مَسَّهُمْ طائِفٌ مِنَ الشَّیْطانِ تَذَکَّرُوا[34]»؛ خو منافق تېروځي. «غَرَّکُمْ بِاللّهِ الْغَرُورُ»

* د نورو آیتونو له مخې، منافقانو، دین د مؤمنانو د تېرایستل کېدو لامل ګاڼه او ویل یې: «غَرَّ هؤُلاءِ دِینُهُمْ[35]»: د الله او رسول الله ژمنې یې د غولولو وزلې، «ما وَعَدَنَا اللّهُ وَ رَسُولُهُ إِلاّ غُرُوراً[36]»؛ خو دا آیت یې ځواب ورکوي، چې شیطان او اوږدې هیلې مو د غولونې وزلې دي. «غَرَّتْکُمُ الْأَمانِیُّ – غَرَّکُمْ بِاللّهِ الْغَرُورُ»

 

پېغامونه:

1- په قیامت کې منافقان او مؤمنان سره خبرې اترې کوي. «یُنادُونَهُمْ» ،( مضارع فعل د استمرار نښه ده)

2-د دېوالونو ترشا د منافقانو خبرې، له زاریو او مرستې غوښتو سره دي. «یُنادُونَهُمْ»

3-دنیوي خاطرات/یادیزې په قیامت کې نه هېرېږي. «أَ لَمْ نَکُنْ مَعَکُمْ»

4-فزیکي او ظاهري ملتیا مهمه نه ده، اندیزه او عملي ملتیا پکار ده.«أَ لَمْ نَکُنْ مَعَکُمْ قالُوا بَلی»

5- خطر خو هله وي، چې انسان ځان تېرباسي او سره له دې چې د ناوړو پر ناوړتیا پوهېږي؛ خو بیا یې هم ښکلې ويني. «فَتَنْتُمْ أَنْفُسَکُمْ»

6-دنیوي چارو ته اوږدې هیلې مو د قیامت په اړه په شکمنوي. «وَ ارْتَبْتُمْ وَ غَرَّتْکُمُ الْأَمانِیُّ»

7-ډېری وخت شیطان، انسان د الهي بښنې په ژمنو غولولی او پر الهي لورنه یې غره کړی دی. «غَرَّکُمْ بِاللّهِ الْغَرُورُ»

 

فَالْیَوْمَ لا یُؤْخَذُ مِنْکُمْ فِدْیَهٌ وَ لا مِنَ الَّذِینَ کَفَرُوا مَأْواکُمُ النّارُ هِیَ مَوْلاکُمْ وَ بِئْسَ الْمَصِیرُ«15»=نو نن له تاسې (منافقانو) او له كافرانو هېڅ تاوان نه اخستل كېږي، (چې له عذابه بچ شئ) د ورتلو ځاى مو اور دى، چې همدا مو (وړ او) مل او د ورتلو څومره ناوړه ځاى دى.))

 

ټکي:

* له «مَوْلاکُمْ» مراد، مل او ملاتړ دی او دا غونډله – جمله، منافقانو ته یو ډول پېغور دی؛ یعنې د خلاصون یوازېنۍ لار مو اور دی، چې د درد درمنله مو کوي[37].

* د دنیا او آخرت یو توپیر دادی، چې په دنیا کې فدیه منل کېږي؛ خو په آخرت کې نه.

په قیامت کې مجرم خوښ دی، چې خپل ټول خپلوان، ملګري او اولاد د ځان پر ځای فدیه کړي؛ خو منل کېږي نه. «یَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ یَفْتَدِی مِنْ عَذابِ یَوْمِئِذٍ بِبَنِیهِ وَ صاحِبَتِهِ وَ أَخِیهِ وَ فَصِیلَتِهِ الَّتِی تُؤْوِیهِ وَ مَنْ فِی الْأَرْضِ جَمِیعاً ثُمَّ یُنْجِیهِ کَلاّ إِنَّها لَظی[38]»

 

پېغامونه:

1- په قیامت کې دنيوي اسباب چارسازي نه دي. «فَالْیَوْمَ لا یُؤْخَذُ مِنْکُمْ فِدْیَهٌ»

2- منافق او کافر په دوزخ کې یو د بل ملګري دي.( لا یُؤْخَذُ مِنْکُمْ … وَ لا مِنَ الَّذِینَ کَفَرُوا)

3- قیامت، مؤمن ته زېری دی. «بُشْراکُمُ الْیَوْمَ»؛ خو منافق او کافر ته نهیلي. (لا یُؤْخَذُ مِنْکُمْ فِدْیَهٌ … مَأْواکُمُ النّارُ)

4-الله (ج) د مؤمنانو بادار او مرستندوی دی، «نِعْمَ الْمَوْلی وَ نِعْمَ النَّصِیرُ[39]»؛ خو د منافقانو او کافرانو بادار یوازې اور دی. «هِیَ مَوْلاکُمْ»

 

أَ لَمْ یَأْنِ لِلَّذِینَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِکْرِ اللّهِ وَ ما نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَ لا یَکُونُوا کَالَّذِینَ أُوتُوا الْکِتابَ مِنْ قَبْلُ فَطالَ عَلَیْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَ کَثِیرٌ مِنْهُمْ فاسِقُونَ«16»=ايا مؤمنانو ته هغه وخت راغلی نه دى، چې زړونه یې د الله ياد او ورنازل شوي حقيقت (قرآن) ته نرم او عاجز شي او د هغو خلکو په څېر نشي، چې مخكې اسماني كتاب وركړ شوى و؛ خو چې اوږد وخت پرې تېر شو؛ نو زړونه يې سخت شول او ډېرى يې پوله ماتي ول؟!

 

 

 

ټکي:

* «یَأْنِ» له «آن» اخستل شوی او د مطلق وخت په مانا دی.

*په دې آیت کې هم د خشوع سبب اوڅار شوی، چې د الله (ج) یاد دی، «تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِکْرِ اللّهِ» او هم د سخت زړۍ سبب، چې اوږدمهال ته د الله (ج) له یاده غفلت دی. «فَطالَ عَلَیْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ». په روایتونو کې هم لولو:د امام مهدي د غیبت پېر به دومره اوږده شي، چې ډلې ډلې خلک به خپل دین له لاسه ورکړي[40].   

* د قرآن په ځینو آیتونو کې، تر ویینې لاندې آیت په څېر، الله (ج) له مؤمنانو غواړي، چې د ځینو وګړیو او ډلو ټپلو په څېر مه وسئ او په ځینو آیتونو کې یې سپارښتنه کړې، چې ددې بېلګو په څېر ووسئ؛ اوس نو دې دوو ډلو آیتونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو:

الف)له رښتینو سره وسئ. «کُونُوا مَعَ الصّادِقِینَ[41]»له صالحانو سره وسئ. «أَلْحِقْنِی بِالصّالِحِینَ[42]»، «وَ أَکُنْ مِنَ الصّالِحِینَ[43]»له نېکچاریو سره وسئ. «تَوَفَّنا مَعَ الْأَبْرارِ[44]( له صابرانو سره وسئ، «وَ کَأَیِّنْ مِنْ نَبِیٍّ قاتَلَ مَعَهُ رِبِّیُّونَ کَثِیرٌ فَما وَهَنُوا لِما أَصابَهُمْ فِی سَبِیلِ اللّهِ وَ ما ضَعُفُوا وَ مَا اسْتَکانُوا[45]»،له پېغمبر او واقعي لارویانو سره یې وسئ. «لَکُمْ فِی رَسُولِ اللّهِ أُسْوَهٌ[46]»، «قَدْ کانَتْ لَکُمْ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ فِی إِبْراهِیمَ وَ الَّذِینَ مَعَهُ[47]»، د نعمت له منندویانو وسئ. «کُنْ مِنَ الشّاکِرِینَ[48]»، له سجده کوونکيو وسئ. «کُنْ مِنَ السّاجِدِینَ[49]»، د پالونکي احکام مو پلي کوئ. «کُونُوا رَبّانِیِّینَ[50]»، الله ته تسلیم وسئ. «وَ أُمِرْتُ أَنْ أَکُونَ مِنَ الْمُسْلِمِینَ[51]»، له ایمانوالو سره وسئ. «وَ أُمِرْتُ أَنْ أَکُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ[52](، د قسط او عدل له ولاړونکيو سره وسئ. «کُونُوا قَوّامِینَ بِالْقِسْطِ[53]»، الهي احکام پلي کوئ. «کُونُوا قَوّامِینَ لِلّهِ([54]، د الله د دین ملاتړي وسئ. «کُونُوا أَنْصارَ اللّهِ[55]»

ب)منافق صفته مه وسئ. «وَ لا تَکُونُوا کَالَّذِینَ قالُوا سَمِعْنا وَ هُمْ لا یَسْمَعُونَ[56]» او د هغوی (منافقانو) په څېر مه وسئ، چې و یې ویل: وا مو ورېدل او په حقیقت کې نه یې ول اورېدلي.

ریاکار مه وسئ. «وَ لا تَکُونُوا کَالَّذِینَ خَرَجُوا مِنْ دِیارِهِمْ بَطَراً وَ رِئاءَ النّاسِ[57]»او د هغوی (منافقانو) په څېر مه وسئ، چې ریا او تظاهر ته یې خپلو کورونه پرېښوول.

ژمنماتي مه وسئ. «وَ لا تَکُونُوا کَالَّتِی نَقَضَتْ غَزْلَها مِنْ بَعْدِ قُوَّهٍ أَنْکاثاً[58]»

پېغمبر مه خپه کوئ او مه کړوئ. «لا تَکُونُوا کَالَّذِینَ آذَوْا مُوسی[59]»

الله مه هېروئ. «لا تَکُونُوا کَالَّذِینَ نَسُوا اللّهَ فَأَنْساهُمْ أَنْفُسَهُمْ[60]»

مه نهیلېږئ. «فَلا تَکُنْ مِنَ الْقانِطِینَ[61]»، «لا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَهِ اللّهِ[62]»

ناشکره او کافر مه وسئ. «لا تَکُونُوا کَالَّذِینَ کَفَرُوا[63]»

د مجرمانو مل او ملاتړ مه وسئ. «فَلَنْ أَکُونَ ظَهِیراً لِلْمُجْرِمِینَ[64]»

شکمن او دوه زړي مه وسئ. «فَلا تَکُنْ مِنَ الْمُمْتَرِینَ[65]»

له حق او حقیقت سره دښمني مه کوئ. «وَ لا تَکُنْ لِلْخائِنِینَ خَصِیماً[66]»

له غافلانو او ناپوهانو مه وسئ. «وَ لا تَکُنْ مِنَ الْغافِلِینَ[67]»، «فَلا تَکُونَنَّ مِنَ الْجاهِلِینَ[68]»

الهي آیتونو او نښې دورغ مه ګڼئ. «وَ لا تَکُونَنَّ مِنَ الَّذِینَ کَذَّبُوا بِآیاتِ اللّهِ فَتَکُونَ مِنَ الْخاسِرِینَ[69]»

د کافرو او بې دینو ملاتړي مه کوئ. «فَلا تَکُونَنَّ ظَهِیراً لِلْکافِرِینَ[70]»

په معامله کې ډنډۍ مه وهۍ او ګرانپلوري هم مه وسئ. «وَ لا تَکُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِینَ»

درز او اړپېچ مه کوئ. «وَ لا تَکُونُوا کَالَّذِینَ تَفَرَّقُوا وَ اخْتَلَفُوا[71]»

 

پېغامونه:

1-بې د زړه له خشیته ایمان رټنوړ دی. «أَ لَمْ یَأْنِ لِلَّذِینَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ»

2- خشوع ته د رابلنې لپاره د ایمان له ځواکه کار واخلئ.( چې ایمان لرئ؛ ولې خشوع نه لرئ ؟) «أَ لَمْ یَأْنِ لِلَّذِینَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ»

3-د الهي آیتونو د نزول موخه د زړونو خشوع ده.( تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ … وَ ما نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ)

4-د الله (ج) ذکر او د قرآني آیتونو تلاوت، د زړونو د خشوع  لاراوری دی. «تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِکْرِ اللّهِ وَ ما نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ»

5-د الهي پېرزوینو، بښنو، پرغز- قهر او دودونو رایادول، د خشوع وزلې دي. «أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِکْرِ اللّهِ»

6-د تېرو له تاریخه عبرت واخلئ. (وَ لا یَکُونُوا کَالَّذِینَ …)

7- د غفلت تداوم، د سخت زړۍ لاملېږي. «فَطالَ عَلَیْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ»

8- الهي دودونه، ټولو امتونو ته یوشان دي. « وَ لا یَکُونُوا کَالَّذِینَ … مِنْ قَبْلُ»

9-له الهي مهلت ورکونې دې ناوړګټنه ونشي. «فَطالَ عَلَیْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ»

10- سخت زړي د فسق او ګناه لاره چاره او زمینه ده. «فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَ کَثِیرٌ مِنْهُمْ فاسِقُونَ»

11-یوازې د ښیون – هدایت اوزار بسیا نه دي، بلکې اروايي چمتووالی هم پکار دی.( أُوتُوا الْکِتابَ … فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ..)

 

اِعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ یُحْیِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها قَدْ بَیَّنّا لَکُمُ الْآیاتِ لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ«17»=پوه شئ، چې الله ځمكه تر خپلې مړینې روسته ژوندۍ كوي، په رښتيا موږ (خپلې) نښې په څرګنده درښوولي، ښايي له پوهې كار واخلئ.

 

ټکي:

*په تېر آیت کې د زړه خشوع، د الله (ج) په یاد اوڅار شوه او په دې آیت کې یې تر مړینې روسته د ځمکې راژوندي کېدل بیان کړي دي.

* په حدیث کې لولو: تر مړینې روسته یې د ځمکې له بیا راژوندي کېدو مراد، په ظلم او تیري ځمکه مړه کېږي او عدالت ته د امام مهدي په پاڅون ژوندۍ کېږي[72].  

*نن بشر په نورو کراتو کې د ژوند په نښو نښانو پسې دی؛ خو تراوسه یې څه نه دي موندلي؛ خو ژوند په ټوله ځمکه روان دی؛ د سمندرونو په تل کې، د ځمکې دپاسه او په آسمانونو کې، په بېلابېلو ذره بیني موجوداتو، بېلابېلو بوټيو، څارویو او انسان کې.

دې آیت، په دې خاورینه کره کې ژوند، د الهي ځواک او برم یوه نښه ګڼلې او اشاره یې ورته کړې ده. هغه نعمت چې ډېری نور لاملونه؛ لکه له لمره د ځمکې چورلېدل، له لمره د ځمکې واټن، د سمندرونو شتون او ورښت پکې ونډه لري.

 

پېغامونه:

1- مانیز حیات، د زړه خشوع ده او توکیز حیات، تر مني روسته پسرلی دی. (تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ … یُحْیِ الْأَرْضَ)

2-روزونکی دې په روزنه کې له طبیعي مسایلو ګټنه وکړي. «بَیَّنّا لَکُمُ الْآیاتِ»

3-طبيعي مسایلو ته دې ژوره کتنه وشي.( اِعْلَمُوا … تَعْقِلُونَ)

4- نرم زړه او ځیرن عقل پکار دی. د زړه خشوع، د تعقل او تفکر (د عقل او فکر کارونې) ترڅنګ راغلی دی. (تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ … تَعْقِلُونَ)

5-طبیعي ښکارندې، د انسان د ودې ټولګي دي.( یُحْیِ الْأَرْضَ … لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ)

 

إِنَّ الْمُصَّدِّقِینَ وَ الْمُصَّدِّقاتِ وَ أَقْرَضُوا اللّهَ قَرْضاً حَسَناً یُضاعَفُ لَهُمْ وَ لَهُمْ أَجْرٌ کَرِیمٌ«18»=په رښتيا خيرات وركوونكي او خیرات ورکوونکې او هغوى چې خدای ته یې غوره پور (قرض الحسنه) وركړی، (دا) ورته زياتېږي او (په آخرت کې) ورته عزتمنه بدله ده.

 

ټکي:

*په ۱۶ آیت کې زړه، په ۱۷ آیت کې اند او اندنه او په دې آیت کې دانسان کړنې او چلن اوڅار شوی دی؛ نو پردې بنسټ، په ښوونه او روزنه کې ګام په ګام کړنلار په کار ده. په ۱۶ آیت کې خبره په پوښتنه اوڅار شوه، «أَ لَمْ یَأْنِ» په بل ګام کې خبره د اروايي چمتووالي او د زړونو د خشوع ده، په بل ګام کې د علم او تعقل خبره ده او په دې آیت کې په ځغرده مسله اوڅار شوې ده. (إِنَّ الْمُصَّدِّقِینَ …) هو! د بېوزلیو لاسنیوی دوو بنسټیزو شرطونو ته اړتیا لري: هغه زړه چې د الله (ج) یاد او په الهي آیتونو نرم شوی وي او هغه علم او عقل چې ګانده – راتلونکی یې په پام کې وي او پوه شي، چې تر هرې تویېدنې روسته، راټوکېدل وي، «یُحْیِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها» او د نن مال کمېدل یې د ډېرېدو لامل دی.( یُضاعَفُ … أَجْرٌ کَرِیمٌ)

 

پېغامونه:

1-الهي پېرزوینو لاس ته راوړو ته هم صدقه او بلاعوضه مرستې پکار دي او هم قرض الحسنه او هم هغه مرستې چې بېرته راستنېږي. (اَلْمُصَّدِّقِینَ … أَقْرَضُوا اللّهَ)

2-د الله (ج) بندګانو ته پور ورکول داسې دي؛ لکه الله ته یې چې ورکوې. «أَقْرَضُوا اللّهَ» د «اقرضوا الناس» پرځای.

3-ښځه او سړی د مالکیت په حق، وټیز ستونزهواري، مانیزې ودې او اخروي کمالاتو ته په رسېدو کې یو له بل سره اوږه پر اوږه دي. «إِنَّ الْمُصَّدِّقِینَ وَ الْمُصَّدِّقاتِ»

4-مهمه یې له بېوزلۍ د بېوزلیو خلاصون دی، که په انفاق وي که په پور. (اَلْمُصَّدِّقِینَ … أَقْرَضُوا …)

5-پور او انفاق خو په ظاهره د مال کمېدل دي؛ خو په رښتینه کې زیاتېږي. «یُضاعَفُ»

6-ثواب ټاکل، نېکچاریو ته د خلکو رابللو لپاره هڅونه ده.( یُضاعَفُ … أَجْرٌ کَرِیمٌ)

7- انفاق او پور د کرم نښه ده او د کریم ثواب، کریم اجر وي.( اَلْمُصَّدِّقِینَ …

أَقْرَضُوا … لَهُمْ أَجْرٌ کَرِیمٌ)

 

وَ الَّذِینَ آمَنُوا بِاللّهِ وَ رُسُلِهِ أُولئِکَ هُمُ الصِّدِّیقُونَ وَ الشُّهَداءُ عِنْدَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَ نُورُهُمْ وَ الَّذِینَ کَفَرُوا وَ کَذَّبُوا بِآیاتِنا أُولئِکَ أَصْحابُ الْجَحِیمِ«19»=او هغو کسانو، چې پر الله او استازيو يې ايمان راوړى،همدوى رښتوني او د خپل پالونكي پر وړاندې شاهدان دي، چې اجر او (د ايمان) رڼا يې ورته (خوندي) ده او هغوى چې كافران شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي،همدوى دوزخيان دي.

 

ټکي:

* «صدیق» هغه ته ویل کېږي، چې له سره تر پښو ټول رښتونی او سم وي او زړه، ژبه او عمل یې یوشان وي او رښتینولي یې د خوی برخه وي. په قرآن کې دا لقب د حضرت ابراهیم،ادریس،یوسف او مریم علیهم السلام په څېر وګړیو ته ورکول شوی دی؛ خو دې آیت د صدیق د رښتینېدو لار، ټولو هغو وګړیو ته پرانسې، چې ایمانوال وي.

«شهداء» د ګواهانو په مانا دی، چې په جهاد کې شهیدان هم رانغاړي.

 

پېغامونه:

1-پر الله (ج) او ټولو انبیاوو ایمان، د انسان د رښتینولۍ نښه ده.( آمَنُوا بِاللّهِ وَ رُسُلِهِ … هُمُ الصِّدِّیقُونَ)

2- هغوی چې په دنیا کې د انبیاوو د ښیون – هدایت له رڼا برخمن شوي دي، په قیامت کې به هم رڼا ولري. «لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَ نُورُهُمْ»

3-د نېکانو هڅونه او د بدانو ګواښنه دې یوځای وي.( أُولئِکَ هُمُ الصِّدِّیقُونَ …أُولئِکَ أَصْحابُ الْجَحِیمِ)

4- مؤمنان،هم اجر لري او هم رڼا. «أَجْرُهُمْ وَ نُورُهُمْ»؛ خو کافرانو یوازې سزا لري.

«أَصْحابُ الْجَحِیمِ»

 

اِعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَیاهُ الدُّنْیا لَعِبٌ وَ لَهْوٌ وَ زِینَهٌ وَ تَفاخُرٌ بَیْنَکُمْ وَ تَکاثُرٌ فِی الْأَمْوالِ وَ الْأَوْلادِ کَمَثَلِ غَیْثٍ أَعْجَبَ الْکُفّارَ نَباتُهُ ثُمَّ یَهِیجُ فَتَراهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَکُونُ حُطاماً وَ فِی الْآخِرَهِ عَذابٌ شَدِیدٌ وَ مَغْفِرَهٌ مِنَ اللّهِ وَ رِضْوانٌ وَ مَا الْحَیاهُ الدُّنْیا إِلاّ مَتاعُ الْغُرُورِ«20»=پوه شئ، چې په حقيقت كې د دنيا ژوند يوه لوبه، ساتېري، سينګار، خپلمنځي وياړل او په شتمنيو او اولادونو كې یو پر بل د ورډېروالي هڅه ده. لکه هغه باران چې بوټي یې بزګران هېښ کړي، بیا وچ شي، چې ژېړ شوي یې وینې، بیا مات شي او په آخرت كې [دنيا نمانځو ته] سخت عذاب دى او [مؤمنانو ته] د الله له لوري بښنه او خوښي ده او (په هر حال) د دنيا ژوند يوازې تېرايستونکى سامان دى.

 

ټکي:

* «غَیْثٍ» له «غیاث» اخستل شوی او د ګټور باران په مانا دی؛ خو «مطر» مضر باران هم رانغاړي.

 ښايي په دې پار ورته«غیث» وايي، چې باران د خلکو د زاریو ځواب وي.

* دلته «کفار» د بزګرانو په مانا دي؛ نه بې ایمانو؛ ځکه په آر کې «کفر» د پوښلو په مانا دی او داچې بزرګر تخم شیندي او تر خاورو لاندې یې پټوي؛ نو کافر او کفار ورته وايي.

* «یَهِیجُ» له هیجانه په دې دوو ماناوو راغلی: د بوټي وچېدل، جوش و خروش/ شور زوږ . «حطام» د هغه بوټي په مانا دی، چې د ډېر وچوالي له کبله ماتېږي؛ لکه بوس.

د دنیا لهو و لعب توب، څلور ځل په قرآن کې؛ او هغه هم د حصر او انحصار په چوکاټ کې راغلی دی:

  1. «وَ مَا الْحَیاهُ الدُّنْیا إِلاّ لَعِبٌ وَ لَهْوٌ[73]»
  2. «وَ ما هذِهِ الْحَیاهُ الدُّنْیا إِلاّ لَهْوٌ وَ لَعِبٌ[74]»
  3. «إِنَّمَا الْحَیاهُ الدُّنْیا لَعِبٌ وَ لَهْوٌ[75]»
  4. «اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَیاهُ الدُّنْیا لَعِبٌ وَ لَهْوٌ[76]»

*شونې ده، د دنیا په اړه د قرآني آیتونو له ټولبندۍ په ګټنه وویلی شو: چې کله دنیا موخه او مراد وګڼو، دنیا د اغفال او غرور وزله ده؛ خو که دنیا د آخرت پټی، کرونده، سریزه او کمال ته د رسېدو وزله وګڼو؛ نو دنیا او نعمتونه یې ارزښتمن دي؛ نو یوه ډله د دنیا له همدې ژونده داسې ګټنه کوي، چې الهي مغفرت او رضوان ترلاسه کوي او ځینې داسې چلن کوي، چې الله (ج) ځان ته په قهر کړي.

دې آیت د انسان د ژوند بېلابېلو پړاوونو (ماشومتوب، ژڼیتوب، ځوانۍ او پوخ منګۍ) ته اشاره کړې، وايي: د عمر هر پړاو د دنیا یوه پلوشه ده او انسان بوختوي؛ په ماشومتوب او ژڼیتوب کې پر چټیاتو بوخت وي، په ځوانۍ کې په سینګار او ښکلا پسې دی او په پوخ منګۍ او بوډاتوب کې په تفاخر، ویاړنو او تکاثر (ډېرښت) بوخت دی.

* په تېرو آیتونو کې د صدقې او قرض الحسنې خبره وه، دا آیت له انفاق څخه د لاس اخستو او نه کولو لاملونه راښيي.

 

پېغامونه:

1-د دنیا حقیقت پېژندنې ته، ژورې اندنې ته اړتیا ده. «اعْلَمُوا»

2- قرآن د دنیا په اړه د انسان لیدلوری سموي. «اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَیاهُ الدُّنْیا»

3-د دنیا ښکلاوې ژرتېرې دي. (وَ زِینَهٌ … فَتَراهُ مُصْفَرًّا)

4- دنیا پرله پسې پسرلي او مني لري او څه چې د دنیا رنګ ولري، د پاڼو غوندې رژېدوني دي. «أَعْجَبَ الْکُفّارَ نَباتُهُ ثُمَّ یَهِیجُ فَتَراهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَکُونُ حُطاماً»

5- د دنیا ښکلاوې، یوازې کافران تېرباسي او هک اریانوي یې « أَعْجَبَ الْکُفّارَ نَباتُهُ »

6-لوبې او ساتېري د دنيوي ژوند ځانګړنه ده؛ خو که په سم بهیر کې نشي؛ نو د آخرت عذاب ته رسي.( لَعِبٌ وَ لَهْوٌ … أَعْجَبَ الْکُفّارَ … وَ فِی الْآخِرَهِ عَذابٌ شَدِیدٌ)

7-دنیوي ښکلاوې؛ لکه وګړیز سینګارتوکي، کور او موټر، که د ویاړنې لامل شي، انسان دوزخ ته ورکاږي. (زِینَهٌ وَ تَفاخُرٌ … فِی الْآخِرَهِ عَذابٌ شَدِیدٌ)

8- د شتمنۍ ډېرښت که پر کفر یا ناشکرۍ پای ومومي؛ نو تریخ برخلیک لري. « تَکاثُرٌ فِی الْأَمْوالِ… أَعْجَبَ الْکُفّارَ…. … فِی الْآخِرَهِ عَذابٌ شَدِیدٌ»

8- د اولاد ډېروالی او د خلکو ډېرېدل، په هغه بڼه کې ارزښتمن دي، چې د دوزخیانو د ډېرېدو لامل نشي او اولاد په سمه روزنه لوی شي.( تَکاثُرٌ فِی … اَلْأَوْلادِ … وَ فِی الْآخِرَهِ عَذابٌ شَدِیدٌ)

9-دنیا ځینو ته د دوکې او سزا لامل دی، «فِی الْآخِرَهِ عَذابٌ شَدِیدٌ» مؤمن ته د ودې، تکامل، الهي مغفرت او رضوان وزله ده.( أَنَّمَا الْحَیاهُ الدُّنْیا … وَ مَغْفِرَهٌ مِنَ اللّهِ وَ رِضْوانٌ)

10-چې تېروتنې سمې نشي؛ نو الهي رضوان ته لاسرسی به ستونزمن وي.«مَغْفِرَهٌ مِنَ اللّهِ وَ رِضْوانٌ»

11- سخت عذاب، د انسان د خپلو کړنو غبرګون دی؛ خو بښنه او پېرزوېنه د الله (ج) له لوري ده. «مَغْفِرَهٌ مِنَ اللّهِ» ،(مغفرت او رضوان یې الله ته ورمنسوب کړی دی)

12-انسان دې د هیلې او وېرې ترمنځ وي. «عَذابٌ شَدِیدٌ وَ مَغْفِرَهٌ مِنَ اللّهِ وَ رِضْوانٌ»

په ښوونه او روزنه کې درې آرونه پکار دي: تبیین (څرګندونه)،تمثیل (انځورونه) او پایله اخستنه. «اعْلَمُوا» تبیین ته ده، «کَمَثَلِ غَیْثٍ» تمثیل ته «عَذابٌ شَدِیدٌ وَ مَغْفِرَهٌ» پایلې اخستو ته ده.

 

سابِقُوا إِلی مَغْفِرَهٍ مِنْ رَبِّکُمْ وَ جَنَّهٍ عَرْضُها کَعَرْضِ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِینَ آمَنُوا بِاللّهِ وَ رُسُلِهِ ذلِکَ فَضْلُ اللّهِ یُؤْتِیهِ مَنْ یَشاءُ وَ اللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیمِ«21»=د خپل پالونكي د بښنې پر لور او هغه جنت ته (د وررسېدو لپاره) يو له بله د مخكې كېدو هڅه وكړئ، چې ارتوالى يې د اسمان او ځمكې د ارتوالي هومره دى، چې يوازې هغو کسانو ته چمتو شوی، چې پر الله او استازيو يې ايمان راوړى وي؛ دا د الله لورنه ده، چاته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او الله د ستر فضل خاوند دى.

 

ټکي:

*په تېر آیت کې دا خبره وه، چې د د نيوي چارو پایله یا سخت عذاب دی او یا الهي بښنه، مغفرت او رضوان، په دې آیت کې یې الهي فضل او لورنې ته په رسېدو کې پر سیالۍ ټینګار شوی دی.

په قرآن کې مانیزه – معنوي سیالي

آیت ته چې ورځير شو؛ نو د مانیزې سیالۍ پر ځانګړنو به پوه شو؛ لکه:

ګډون پکې ټولو ته ازاد دی. «سابِقُوا»

پر معنویاتو سیالي ده. «مَغْفِرَهٌ»

الله سیالي جوړه کړې ده. «سابِقُوا»

انعامونه یې له مخکې ټاکل شوي دي. «أُعِدَّتْ»

ځانګړی ځای او وخت نلري. «سابِقُوا» مطلق دی.

د انعام ډول او ځانګړنې یې څرګندې دي. «جَنَّهٍ عَرْضُها کَعَرْضِ السَّماءِ»

انعام یې د الهي فضل پر بنسټ دی. «ذلِکَ فَضْلُ اللّهِ»

په انعامونو کې یې محدودیت نشته. «ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیمِ»

 

پېغامونه:

1- ناوړه چار لرې کولو ته دې، مناسب ځایناستی وروړاندې شي. (مَتاعُ الْغُرُورِ …سابِقُوا إِلی مَغْفِرَهٍ …) ددې پر ځای چې تکاثر او تفاخر (ډېرښت او ویاړنو) ته په رسېدو کې په سیالۍ شئ (چې په تېر آیت کې وو)، مغفرت او جنت ته په رسېدو کې دې په سیالۍ شئ.

2-چټکي او سیالي، خیر کارونه ته ارزښت ورکوي.( سابِقُوا …)

3-بښنه د ربوبیت یو چار دی. «مَغْفِرَهٍ مِنْ رَبِّکُمْ»

4-لومړی بښل کېدل او بیا جنت ته ورننووتل.( مَغْفِرَهٍ … وَ جَنَّهٍ …)

5-د دنیا او آخرت په هکله د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړئ، چې ټاکنه ورته اسانه وي.( فَتَراهُ مُصْفَرًّا … ثُمَّ یَکُونُ حُطاماً … جَنَّهٍ عَرْضُها کَعَرْضِ السَّماءِ …)

6-له هغه دنیا، چې متاع یې لږه او غولونکې ده، تېرېدنه به مو هغه جنت ته ورسوي، چې پراخوالی یې د ځمکې او آسمانونو دی. (کَعَرْضِ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ…)

7-پر الله (ج) د ایمان لپاره، پر ټولو پېغمبرانو ایمان پکار دی. «آمَنُوا بِاللّهِ وَ رُسُلِهِ»

8- جنت پر مؤمنانو د الله (ج) فضل دی. «ذلِکَ فَضْلُ اللّهِ»

9-د خلکو د جنتي کېدو او دوزخي کېدو په اړه قضاوت مه کوئ، چې الله (ج) په قیامت کې په خپل فضل چلن کوي او کېدای شي زموږ په نزد ډېر دوزخیان، د الله (ج) په نزد جنتیان وي.«یُؤْتِیهِ مَنْ یَشاءُ وَ اللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیمِ»

 

ما أَصابَ مِنْ مُصِیبَهٍ فِی الْأَرْضِ وَ لا فِی أَنْفُسِکُمْ إِلاّ فِی کِتابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَها إِنَّ ذلِکَ عَلَی اللّهِ یَسِیرٌ«22»=هر مصيبت، چې پر تاسې، سيمو او انساني ټولنو درپرېوځي، تر پېښېدو يې وړاندې مو په يوه كتاب كې كښلى دى (او بيا يې پېښيدو ته مخه پرانځوو) په حقيقت كې دا (كار) الله ته اسان دى.

 

ټکي:

* «نَبْرَأَها» له «برء» اخستل شوی او رامنځ ته کولو ته وايي. هغه الله (ج) چې ځمکه رامنځ ته کړه او انسان یې وپنځاوه، هغوی ته یې کړاوونه او ستونزې هم وټاکلې؛ لکه زلزله، نېز او سوکړه، د ځمکې لپاره او رنځ، ټپ او مړینه د انسان لپاره.

* په تاریخونو کې راغلي: یزید د امام حسین (رض) اهلبیتو ته چې ورسره بندیان وو، وویل: کوم کړاو چې دررسېدلی، د خپلو کړنو پایله مو ده او د شوری سورت ۳۰ آیت یې ولوست (ما أَصابَکُمْ مِنْ مُصِیبَهٍ فَبِما کَسَبَتْ أَیْدِیکُمْ) ….امام سجاد (رح) یې په ځواب کې وویل:

دا آیت زموږ په اړه نه دی رانازل شوی او بیا یې زموږ تر ویینې لاندې آیت ورته تلاوت کړ؛ یعنې الله له مخکې ټاکلې وه، چې موږ دین ساتنې ته داسې کړاوونه وزغموو.

په حدیث کې لولو: کړاوونه د ظالم ادبولو او ورته د ګواښ وزله ده؛ خو مؤمن ته د ازمېینې او ودې او انبیاوو ته درجو ورکونې او الهي اولیاوو ته د کرامت لاس ته راوړو وزلې دي.«البلاء للظالم أدب و للمؤمن امتحان و للانبیاء درجه و للاولیاء کرامه[77]»

 

پېغامونه:

1-د نېز او زلزلې په څېر طبیعي پېښې چې کورونه او کروندې ورانوي «مُصِیبَهٍ فِی الْأَرْضِ» او یا ټپونه او مړینې «فِی أَنْفُسِکُمْ»، مخکې له مخکې د بنسټ ایښودل شوي الهي نظام پر بنسټ دي، نه تصادفي چارې او د الله (ج) له ولکې بهر چارې نه دي. «إِلاّ فِی کِتابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَها»

2- هستي، حساب و کتاب لري او ټولې پېښې تر پېښېدو مخکې ثبت دي. (ما أَصابَ … إِلاّ فِی کِتابٍ)

3-یوه پېښه هم الله (ج) ته نوې نه ده. «فِی کِتابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَها»

4-پر ټولو طبیعي پېښو، د الله (ج) له راچاپېرۍ مه هک اریانېږئ. «إِنَّ ذلِکَ عَلَی اللّهِ یَسِیرٌ»

 

لِکَیْلا تَأْسَوْا عَلی ما فاتَکُمْ وَ لا تَفْرَحُوا بِما آتاکُمْ وَ اللّهُ لا یُحِبُّ کُلَّ مُخْتالٍ فَخُورٍ«23»=دا ځكه څه مو چې له لاسه وركړي، پرې خپه نشئ او څه يې چې دركړي (زړه ورپورې ونه تړئ او) پرې ونه نازېږئ، الله هر کبرجن وياړن نه خوښوي؛

 

ټکي:

* «مُخْتال» د هغه تکبر په مانا دی، چې د ستریا د توهم او ګومان پر بنسټ وي.

*دا آیت د تېر آیت دلیل دی؛ یعنې داچې تاسې ته مو خبر درکړ، چې پېښې مو تر پېښېدو مخکې، ټاکلې او لیکلې دي، چې په هغه څه پسې خپه نشئ، چې له لاسه مو ورکړي او هغه نعمت ته خوشحاله نشئ، چې الله (ج) درکړی او پوه شئ، چې نعمتونه الهي امانتونه دي، چې درسپارل شوي دي؛ نه داچې الهي نعمتونه پر پښه ووهو او ګټنه ترې ونکړو؛ بلکې مه یې ښکېلېږئ او هغه خپل موخه او مراد مه ګڼئ[78].

* ټولې خوږې او ترخې پېښې؛ لکه د پوړیو پاټکیو، د سپینو او تورو ډبرو په شان، پورته تګ او کمال ته رسېدو ته دي، د پوړیو پاټکیو رنګ ته په نه پاملرنې په چټکۍ ترې تېر شئ.

*د بانک کارمند، یوه ورځ له خلکو د پیسو اخستو او بله ورځ یې د ورکولو مسول دی. نه یې په راټولولو ځان بایلي او نه یې په بېرته ورکولو؛ ځکه پوهېږي چې هغه یوازې یو امین کارمند دی. الله (ج) د پېښو، کړاوونو او لاندې باندې کېدنو په ټاکلو سره غواړي، د انسان روح دومره پورته یوسي، چې خواږه او تراخه پرې اغېز ونکړي؛ لکه څنګه چې حضرت زینب د کربلا تر پېښې روسته وویل: یوازې ښکلا مې ولیده «و ما رأیت الا جمیلا[79]» او امام حسین (رض) په خپل وژنځي او د ژوند په روستیو شېبو کې وویل: خدایه! په حکم دې خوښ او پر ازمېینه او کړاو دې صبرکوونکی یم،((رضا بقضائک،صبرا علی بلائک)) او امام علي کرم الله، شهادت خپله لېوالتیا، د مور تي ته د ماشوم تر لېوالتیا ډېره ګڼي.«و الله لا بن ابی طالب آنس بالموت من الطفل بثدی امه[80]»

* که پېښې د الله (ج) د علم او حکمت پر بنسټ وګڼو، نه تصادفي او بې دلیله او که د پېښو د پېښېدو په حکمت پوه شو؛ نو حسد به نه کوو، حرص به نه کوو، دښمني به نه کوو او نه به غوسه کېږو؛ ځکه پوهېږو، چې پېښې مخکې له مخکې حکیمانه سکښت، ډيزاین او طرح شوي دي.

*که پوه شو، چې د نعمت ورکړه یې مسوولیت او دنده لري؛ نو له درلودو به یې خوښ نه شو او که پوه شو، چې نعمت اخستل یې په قیامت کې جبرانېږي؛ نو په مړیو او په له لاسه وتلیو پسې به و نه ژاړو او غمجن به نه شو.

* حضرت علي کرم الله وجهه وویل: بشپړ زهد، د قرآن په دوو کلیمو کې دی او بیا یې دا آیت تلاوت کړ او و یې ویل: او پر هغه څه مه خواشینېږئ، چې له لاسه یې ورکوئ او پر هغه څه زړه مه تړئ، چې درکول کېږي او که څوک داسې وي؛ نو جامع الاطراف (هر اړخیز) زاهد دی[81].

 

پېغامونه:

1-پېښې موخه لري. (ما أَصابَ مِنْ مُصِیبَهٍ … لِکَیْلا تَأْسَوْا عَلی ما فاتَکُمْ …)

2-نعمتونه د الله (ج) دي، «آتاکُمْ»؛ خو د نعمت اخستنه، الله (ج) ته نه ورمنسوب شوې نه ده. «ما فاتَکُمْ»

3-د پېښو پر موخو او آثارو پوهه، د زړه د ډاډ او تسل لامل دی.( فِی کِتابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَها …لِکَیْلا تَأْسَوْا)

4-الله (ج) په لوح محفوظ کې د پېښو د ثبت خبر ورکړی دی، چې بندګان یې خواشیني او غره نشي.( لِکَیْلا تَأْسَوْا … وَ لا تَفْرَحُوا)

5-طبیعي غم ښادي بده نه ده، په تېرو پسې خواشینېدل او یا په شتو سرمستېدل رټل شوي دي.( لِکَیْلا تَأْسَوْا … وَ لا تَفْرَحُوا)

6- څوک چې له الهي مقدراتو غافل دی،په اند یې کوم غوراوی لري، چې په پار یې نعمت ورکول شوی دی؛ نو پر نورو ځان څڅوي او ویاړ پلوري. «مُخْتالٍ فَخُورٍ»

7-دننني ګومانه، د ځان څڅولو او ویاړپلورنې سریزه ده. «مُخْتالٍ فَخُورٍ»

 

اَلَّذِینَ یَبْخَلُونَ وَ یَأْمُرُونَ النّاسَ بِالْبُخْلِ وَ مَنْ یَتَوَلَّ فَإِنَّ اللّهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیدُ«24»=هماغوى چې کنجوسي كوي او خلك هم کنجوسۍ ته هڅوي او څوك چې (له دې فرمانه) مخ اړوي؛ (نو ځان ته زيان رسوي، نه الله ته؛ ځكه) يوازې الله موړ ستايل شوى دى.

 

ټکي:

* د کنجوسۍ جرړه په خپل غوراوي ساتنه او ویاړ پلورنې کې ده؛ ځکه که نعمتونه د بل په لاس کې هم وي؛ نو د ویاړپلورنې وزله له منځه ځي.

* امام علي کرم الله وجهه د نهج البلاغه په ۱۸۳ خطبه کې وايي:«فالله الله معشر العباد و انتم سالمون فی الصحه قبل السقم و فی الفسحه قبل الضیق فاسعوا فی فکاک رقابکم من قبل ان تغلق رهائنها أسهروا عیونکم و أضمروا بطونکم و استعملوا اقدامکم و انفقوا اموالکم و خذوا من اجسادکم فجودوا بها علی انفسکم و لا تبخلوا بها عنها فقد قال الله سبحانه: «إِنْ تَنْصُرُوا اللّهَ یَنْصُرْکُمْ وَ یُثَبِّتْ أَقْدامَکُمْ» و قال تعالی: «مَنْ ذَا الَّذِی یُقْرِضُ اللّهَ قَرْضاً حَسَناً فَیُضاعِفَهُ لَهُ وَ لَهُ أَجْرٌ کَرِیمٌ» فلم یستنصرکم من ذل و لم یستقرضکم من قل استنصرکم و له جنود السماوات و الارض و هو العزیز الحکیم و استقرضکم و له خزائن السماوات و الارض و هو الغنی الحمید و انما اراد ان یبلوکم ایکم احسن عملا فبادروا باعما لکم تکونوا مع جیران الله فی داره»

[نو خداى ته وګورئ، خداى ته! اى د بندګانو ټوليه! اوس چې روغ رمټ ياست نه ناروغ، پراخي درباندې ده، نه تنګلاسي؛ نو مخکې تر دې چې د هيلو ورونه وتړل شي، خپلې ازادۍ ته هڅه وکړئ، نسونه مه مړوئ او د شپې د خداى اطاعت ته راپاڅئ، شتمني مو د بېوزليو په لار کې ولګوئ (انفاق وکړئ) د توکیز بدن له غوښتنو يې واخلئ او د خپلو نفسونو د بشپړتيا د پرمختګ لپاره يې وکاروئ او په ورکړه کې کنجوسي مه کوئ، چې سبحان خداى ويلي دي: “څوک دی چې خداى ته نېک پور ورکړي؟ چى خداى یې څو ګرايه بدله ورکړي او[82] …..”

خداى د بېوسۍ له لامله لاس درغځولى نه دى او پور اخستل يې درنه د نېستۍ له لامله نه دي؛ بلکې د اسمانونو او ځمکې لښکرې يې په واک کې دي او خداى بريمن حکم دى.” او په داسې حال کې يې پور درنه غوښتی، چې د اسمانونو او ځمکې زېرمې ورسره دي او خداى غني ستايل شوى؛ بلکې”تاسې ازمېیي، چې کوم یو ښه نېکچار ياست”نو په ښو چارو لاس پورې کړئ، چې په هغې بلې دنيا کې د خداى په کور کې د خداى له ګاونډيانو سره ياست، د هغوى ملګري الهي استازي او زيارت کوونکي يې پرښتي دي او داسې به يې عزت وشي، چې د اور، رو غږ به وانه وري او بدنونو ته به يې هډو څه زيان ورو نه رسي. ((ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ = دا د خدای فضل دی، چا ته یې چې خوښه شي ( او وړ یې وبولي) ورکوي یې او خدای د ستر فضل خاوند دی)) چې څه وايم، اورئ يې، پاک خداى دې زموږ او ستاسې ملاتړى شي، چې هغه راته بس دى او غوره وکيل دى. ]

 

په روایتونو کې د کنجوسۍ انځور

«البخیل حقا من ذکرت عنده فلم یصل علی[83]»پېغمبراکرم (ص) وویل: حقیقي کنجوس هغه دی، چې زما نامه ورته واخستل شي؛ خو پر ما درود و نه وايي.

حضرت علي کرم الله وجهه خپل زوی امام حسن (رض) وپوښت:شُحّ څه دي؟ و یې ویل:«ان تری ما فی یدک شرفا و ما انفقت تلفا[84]»څه چې دې په لاس کې دي، د خپل شرافت تومنه او څه چې نفقه کوې، له لاسه وتلې یې وګڼې.

«البخل بالموجود سوء الظن بالمعبود[85]»کنجوسي پر الله (ج) د بدګوماني نښه ده.

یوه شپه امام صادق (رح) د طواف پرمهال داسې دعا وکړه:«اللهم قنی شح نفسی[86]»یا الله! له کنجوسۍ مې وساتې .

کنجوسي یوازې په مال کې نه ده؛ بلکې ځینې خلک د نورو په درناوي کې هم کنجوسي کوي.«البخیل من بخل بالسلام[87]» هغه چې په سلام کولو کې کنجوسي کوي، کنجوس دی.

«البخل باخراج ما افترض الله من الاموال اقبح البخل[88]» ناوړه کنجوسي، د وټیزو واجباتو؛ لکه خمس او زکات په ورکړه کې کنجوسي ده.

«لا تدخلن فی مشورتک بخیلا[89]»له کنجوس سره سلامشوره مه کوئ.

«النظر الی البخیل یقسی القلب[90]»کنجوس ته ورکتل، انسان سخت زړی کوي.

 

پېغامونه:

1- کنجوسي او د کنجوسۍ سپارښتنه د کبرجنو او ویاړپلورو خلکو نښه ده.« مُخْتالٍ فَخُورٍ… اَلَّذِینَ یَبْخَلُونَ وَ یَأْمُرُونَ … بِالْبُخْلِ»

2- کنجوس د الله (ج) ښه نه ایسي. «وَ اللّهُ لا یُحِبُّ کُلَّ مُخْتالٍ فَخُورٍ اَلَّذِینَ یَبْخَلُونَ»

3- گناه خو هله خطرناکه شي، چې د انسان روږد او خوی شي.( یَبْخَلُونَ وَ یَأْمُرُونَ … بِالْبُخْلِ)

4-داچې کنجوس پوهېږي، که نور وګړي ورکړه وکړي؛ نو دده کنجوسي به خلکو ته څرګنده شي؛ نو نور هم کنجوسۍ ته رابلي. «یَأْمُرُونَ النّاسَ بِالْبُخْلِ»

5-کنجوسي د الله (ج) له حکمه سرغړونه ده. «وَ مَنْ یَتَوَلَّ»

6- مړښت بسیا نه دی، د خلکو په نزد ټولمنیلتوب هم پکار دی، چې دا چار په انفاق او پور ورکونې ترلاسه کېږي.( معمولاً کنجوس وګړي غنیان او ماړه وي؛ خو د کنجوسۍ په پار یې څوک نه ستایي؛ نوځکه دا آیت وايي:) «فَإِنَّ اللّهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیدُ»

 

لَقَدْ أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَیِّناتِ وَ أَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْکِتابَ وَ الْمِیزانَ لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ وَ أَنْزَلْنَا الْحَدِیدَ فِیهِ بَأْسٌ شَدِیدٌ وَ مَنافِعُ لِلنّاسِ وَ لِیَعْلَمَ اللّهُ مَنْ یَنْصُرُهُ وَ رُسُلَهُ بِالْغَیْبِ إِنَّ اللّهَ قَوِیٌّ عَزِیزٌ«25»= رښتیا (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) مو ورسره ولېږل، چې خلك په انصاف وچلېږي او اوسپنه مو وركوزه كړه، چې پکې ډېر زور او خلكو ته (ډېرې) ګټې دي، چې الله ته معلومه شي، چې څوك په پټه د ده (د دين) او د استازيو يې ملتیا كوي؛ هو! الله بریمن ناماتى دى.

 

ټکي:

* له «البینات» مراد څرګندوونکې معجزې دي، چې پر خلکو غاړه خلاصوي او له «الْکِتابَ» مراد آسماني وحې ده، چې باید مکتوب او کتاب شي.

* له «میزان» مراد یا همدا په راکړه وکړه کې تله ده، چې د قسط و عدالت نښه ده یا د شریعت قوانین دي، چې له باطله د حق بېلوونکې کچې دي او یا د بشر عقل دی، چې له بدیو ځنې د نېکو پېژندوزله ده[91].

* په «أَنْزَلْنَا الْحَدِیدَ» کې د اوسپنې له انزال نه مراد، په «أَنْزَلَ لَکُمْ مِنَ الْأَنْعامِ ثَمانِیَهَ أَزْواجٍ[92]» کې د څارویو د انزال په څېر دی؛ ځکه د «وَ إِنْ مِنْ شَیْءٍ إِلاّ عِنْدَنا خَزائِنُهُ وَ ما نُنَزِّلُهُ إِلاّ بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ[93]»پر بنسټ، د هر څه وجودي سرچینه له الله (ج) سره ده او هر موجود یې د وجودي حدودو تر ټاکنو روسته، دې نړۍ ته راوړی، چې دا پخپله یو ډول نزول دی[94].

* له (یَنْصُرُهُ … بِالْغَیْبِ) نه مراد دادی، چې نالیدی الله (ج) او رسولان یې بې له دې چې لیدلی یې وي، مرسته یې وکړي او څرګنده ده، چې د الله (ج) له ملاتړه مراد یې د هغه دین ملاتړ دی، چې د هغه استازيو خلکو ته ابلاغ کړي دي.

*په قرآن کې له اوسپنې ګټنه څو ځل اوڅار شوې ده. ذوالقرنین خپل مشهور بند جوړولو ته له خلکو اوسپنه وغوښته. د حضرت داود په لاس د اوسپنې نرمېدل، هغه ته د الله (ج) یو ځانګړی نعمت دی، «أَلَنّا لَهُ الْحَدِیدَ[95]» په دې آیت کې هم اوسپنې ته د منافع/ ګټور کلیمه کارېدلې ده او په قیامت کې هم د مجرمانو د عذاب د ځینو برخو وزلې د اوسپنې دي. «وَ لَهُمْ مَقامِعُ مِنْ حَدِیدٍ[96]»

* ټولنه درې ځواکونو ته اړتیا لري : مقننه « الْکِتابَ»، قضاییه « الْمِیزانَ لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ» او مجریه « أَنْزَلْنَا الْحَدِیدَ فِیهِ بَأْسٌ شَدِیدٌ»

 

پېغامونه:

1-په سنبالښت، مدیریت او منجمنټ کې چې چاته کومه مسوولیت ورکوئ؛ نو د کار اوزار یې هم ورکوئ.( أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَیِّناتِ وَ … اَلْکِتابَ وَ الْمِیزانَ)

2- په سم سنبالښت او مدیریت کې، لارښوونه د سمبالچاري (مدیر) او عمل د خلکو وي. (أَرْسَلْنا … اَلْکِتابَ وَ الْمِیزانَ … لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ»

3- واقعي عدالت د قانون او الهي مشرتابه تر سیورې لاندې دی.( رُسُلَنا … اَلْکِتابَ … لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ)

4- د نبوت فلسفه، د عدالت راوستل دي.( أَرْسَلْنا رُسُلَنا … لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ)

5-د الله (ج) تر غاړې خلاصونې روسته، دا د خلکو مسوولیت دی، چې پلي کېدو ته یې راپاڅي.( أَرْسَلْنا … أَنْزَلْنا … لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ)

6- عدالت په هر اړخ کې مطلوب/ښه دی. «بِالْقِسْطِ» مطلق راغلی، چې هر څه راونغاړي. «لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ»

7-ټول انبیاء یوه موخه لري. (أَرْسَلْنا رُسُلَنا … لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ)

8- خلک دې حکومت او تشکیلات ولري، چې قسط پلي کړای شي او د سرغړاندو مخه ونیسي. «لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ»

9- په الهي نظام کې، خلک پر خپل برخلیک واکمن دي. «لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ»

10- د عدالت تامین، عمومي ګډون ته اړتیا لري. «لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ»

11-لومړی دې فرهنګي او روزنیز کار وشي، بیا زور او تنبیه. ( أَنْزَلْنا … اَلْکِتابَ وَ الْمِیزانَ …وَ أَنْزَلْنَا الْحَدِیدَ)

12-د عدالت خپراوي پر لار، خنډونه لرې کړئ. «لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ وَ أَنْزَلْنَا الْحَدِیدَ فِیهِ بَأْسٌ شَدِیدٌ»

13-د انبیاوو د بلنې منل کېدل، په حقیقت کې الهي نصرت دی. «وَ لِیَعْلَمَ اللّهُ مَنْ یَنْصُرُهُ»

14-له دین او الهي اولیاوو ملاتړ، هغه مهال ارزښتمن دی، چې د زړه له کومې او په پاک نفس وي. «مَنْ یَنْصُرُهُ وَ رُسُلَهُ بِالْغَیْبِ»

15-ګومان دې ونکړو، چې الله (ج) مو نصرت ته اړمن دی.( لِیَعْلَمَ اللّهُ مَنْ یَنْصُرُهُ … إِنَّ اللّهَ قَوِیٌّ عَزِیزٌ)

 

وَ لَقَدْ أَرْسَلْنا نُوحاً وَ إِبْراهِیمَ وَ جَعَلْنا فِی ذُرِّیَّتِهِمَا النُّبُوَّهَ وَ الْکِتابَ فَمِنْهُمْ مُهْتَدٍ وَ کَثِیرٌ مِنْهُمْ فاسِقُونَ«26»=او په يقين نوح او ابراهيم مو په رسالت ولېږل او د دواړو په ځوځات كې مو نبوت او (الهي) كتاب كېښود؛ نو ځينو یې سمه لار خپله کړه او ډېرى يې پوله ماتي ول .

 

ټکي:

*په تېر آیت کې، په ټولیزه توګه د پېغمبرانو رالېږلو خبره وه. په دې آیت کې، دوې بېلګې راښيي، چې تر ځان روسته د پېغمبرانو سرلړ دي.

*الله (ج)، امامت هم د اسلام پېغمبر په ځوځات کې ایښی دی؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې د نبوت او امامت نظام هم د موروثي پاچاهۍ نظامونو په څېر دی؛ بلکې په دې مانا دی، چې د باطن پاکوالی او پکار وړتیا یې اولاد او ځوځات ته ورلېږدل کېږي او که نور شرایط هم چمتو وي؛ نو هغه د امامت یا نبوت مقام ته رسي؛ نو هغه مهال، چې حضرت ابراهیم، خپلې اولادې ته د امامت مقام غوښتنه وکړه او و یې ویل: «وَ مِنْ ذُرِّیَّتِی» الله ځواب ورکړ:«لا یَنالُ عَهْدِی الظّالِمِینَ ([97]

زما ژمنه دې د ځوځات نااهلو ته نه رسي؛ نو د پېغمبر یا امام انتصاب ته آریزه کچه اهلیّت او صلاحیّت دی، نه وراثت.

 

پېغامونه:

1-د مشرانو په یادولو کې مخکښان لومړي کړئ. «نُوحاً وَ إِبْراهِیمَ»

2- د نبوّت مقام، په الهي انتصاب دی، نه د خلکو په ټاکنه. «جَعَلْنا فِی ذُرِّیَّتِهِمَا النُّبُوَّهَ»

3-د انبیاوو د بلنې منل او نه منل وو او وي به.( فَمِنْهُمْ مُهْتَدٍ وَ کَثِیرٌ …)

4-په ګروهیزو او اخلاقي چارو کې، ډېره کي – اکثریت د حقانیت نښه نه ده. «کَثِیرٌ مِنْهُمْ فاسِقُونَ»

5-د پاکانو له اولادې او ځوځاته کېدل، د پاکۍ نښه نه ده. «کَثِیرٌ مِنْهُمْ فاسِقُونَ»

 

 

 

 

 

 

ثُمَّ قَفَّیْنا عَلی آثارِهِمْ بِرُسُلِنا وَ قَفَّیْنا بِعِیسَی ابْنِ مَرْیَمَ وَ آتَیْناهُ الْإِنْجِیلَ وَ جَعَلْنا فِی قُلُوبِ الَّذِینَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَهً وَ رَحْمَهً وَ رَهْبانِیَّهً ابْتَدَعُوها ما کَتَبْناها عَلَیْهِمْ إِلاَّ ابْتِغاءَ رِضْوانِ اللّهِ فَما رَعَوْها حَقَّ رِعایَتِها فَآتَیْنَا الَّذِینَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ وَ کَثِیرٌ مِنْهُمْ فاسِقُونَ«27»=بيا مو ورپسې پرله پسې استازي ولېږل او عيسى د مريمې زوى مو ولېږه او انجيل مو وركړ او د ده د لارويانو په زړونو كې مو خواخوږي او مهرباني ورواچوله او دنيا پرېښوول (او ګوټناستي) يې، چې پخپله له ځانه جوړ كړي ول، موږ پرې فرض کړي نه وو، كه څه موخه يې د الله خوشحالول وو؛ خو چې څنګه ښایېده، هسې یې شرایط او حق ورپوره نه کړ؛ نو چې كومو كسانو يې ايمان راوړى و، بدله يې مو وركړه او ډېرى يې پوله ماتي وو.

 

ټکي:

* «رهبانیت»له «رهبت» نه اخستل شوی او د ډار، خوف او خشیت په مانا دی. ((رُهبان)) هغه ته ویل کېږي، چې له الله (ج) د خشیت په انګېزه، له خلکو ګوښي او د الله (ج) عبادت کوي.

*که څه الله (ج) د حضرت عیسی پر لارویانو رهبانیّت نه و واجب کړی او هغوی پخپله د الله (ج) خوښۍ ته دا کار غوره کړی و؛ خو د هغه حق یې پرځای نه کړ او پولې یې و نه ساتلې؛ لکه مستحبي لمونځونه او روژې، چې که انسان په نذر پرځان لازم کړل؛ نو پای ته دې یې ورسوي.

* شونې ده، ددې آیت مانا دا وي، چې د حضرت عیسی ملګري له ځانه په رهبانیّت پسې ولاړل او موږ پرې نه و واجب کړی؛ خو که د هغه پولې یې ساتلې وای؛ منله مو ورسره.

لکه څنګه چې کهف اصحاب، خپل دین ساتلو ته له خلکو ګوښي او سمڅمېشتي شول.

* «بدعت» نوون ته وايي. په علمي او صنعتي چارو کې ابداع او اختراع منل شوی چار دی؛ خو په دیني چارو کې چې بنسټ یې الهي قوانین دي، هر ډول ګروهه او وګړیزه سلیقه وردننه کول، بدعت ګڼل کېږي او د منلو وړ نه دی.

* الله (ج) بشپړ کار غواړي؛ نو هغوی رټي، چې کار نیمګړی کوي او وايي: «فَما رَعَوْها حَقَّ رِعایَتِها» او په نورو ځایونو کې یې مؤمنانو ته د تقوا او جهاد حق پوره کولو سپارښتنه کړې ده. «اتَّقُوا اللّهَ حَقَّ تُقاتِهِ[98]»او… حَقَّ جِهادِهِ)[99]

 

رهبانیّت په اسلام کې نشته

قرآن کریم په بېلابېلو آیتونو کې رهبانیّت او دنیا پرېښوول رد کړي دي؛لکه:

«یا أَیُّهَا النَّبِیُّ لِمَ تُحَرِّمُ ما أَحَلَّ اللّهُ لَکَ[100])

«قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِینَهَ اللّهِ الَّتِی أَخْرَجَ لِعِبادِهِ وَ الطَّیِّباتِ مِنَ الرِّزْقِ[101]»

«یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تُحَرِّمُوا طَیِّباتِ ما أَحَلَّ اللّهُ لَکُمْ[102]»

په تاریخ کې راغلي، چې ځینو مسلمانانو سوګند وکړ، چې له خپلو کورودانو سره به کوروالی نه کوي، تل به روژه وي او د شپې عبادت ته به ويښ وي، پېغمبر اکرم هغوی ټول جومات ته راوغوښتل او ورته یې وویل: زه نکاح کوم او د شپې ویدېږم؛ نو څوک چې مې له سنته لاروي ونکړي، له ما ځنې نه دی[103].

د حضرت عثمان بن مظعون (رض) زوی ومړ، پلار یې په کور کې ګوښې شو. پېغمبراکرم راوغوښت او ورته یې وویل:«لم یکتاب علینا الرهبانیه انما رهبانیه أمتی الجهاد فی سبیل الله[104]) الله موږ ته رهبانیّت نه دی لیکلی، د الله په لار کې جهاد، زما د امت رهبانیّت دی.

امام علي کرم الله وجهه د علاء بن زیاد پوښتنې ته کور ته یې ورغی. هغه پراخ کور درلود. آنحضرت ورته وویل: ته دې کور ته په آخرت کې ډېره اړتیا لرې، باید په دې ستر کور کې صله رحم، مېلمه پالي او… وکړې، چې آخرت پرې وګټې. علاء وویل: خو رور مې عاصم دنیا ته شا کړې، آنحضرت هغه راوغوښت او ورته یې وویل:«یا عدی نفسه لقد استهام بک الخبیث اما رحمت اهلک و ولدک اتری الله احل لک الطیبات و هو یکره ان تأخذها»ای د نفس دښمنه، شیطان تېرایستلی یې. ولې دې پر کورنۍ او اولاد نه لورېږې؟ آیا نه ګورې، چې الله درباندې طبیات حلال کړي او کراهت لري، چې ورشا کړې ؟ عاصم وویل: نو ولې ستاسې خواړه او جامه داسې ده؟ آنحضرت وویل:«انی لست کأنت ان الله تعالی فرض علی ائمه الحق أن یقدروا انفسهم بضعفه الناس[105]» زما حساب له تاسې جلا دی. الله له واکمنانو غوښتي، چې د ټولنې د بېوزلیو په کچه ژوند وکړي. البته د هر وخت شرایط هم توپیر لري، کله د خلکو د ژوند چاپېریال او فرهنګ داسې دی،چې په پام کې دې ونیول شي؛ لکه څنګه چې سپارښتنه شوې، چې په جنازه کې مه خاندئ یا دا که امام حکم وکړ، چې غنم کمیاب دي، زموږ خوراک دې نباید له غنمو ځنې وي یا سپارښتنه شوې که په ټولنه کې فساد دود شو؛ حسن ظن

سم کار نه دی؛ په هر حال د مخاطب شرایط او وخت توپیر کوي؛ نو په تاریخ کې د امام رضا په اړه داسې لولو: ځینو صوفیانو امام رضا ته وویل: د جامو حالات مو ښه دي او د امام خواړه، جامه او سپرلۍ دې ساده وي. آنحضرت وویل: یوسف د الله استازی و؛ خو ورېښمنې جامې یې اغوستې او پر تخت کېناسته؛ په رښتینه! څه چې له امام نه تمه کېږي، قسط او عدالت دی او بیا یې دا آیت تلاوت کړ: (قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِینَهَ اللّهِ …[106])

کله به پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله خپلو هغو مېرمنو ته غوسه کېده، چې جړې پړې به وې او ویل یې:«مالی اراک شعثاء مرهاء سلتاء[107]». ولې مو (په کور کې) وېښتان جړپړ او بې سینګاره دي.

*داچې د انجیل کلیمه په مفرد بڼه راغلې؛ نو پوهېږو، چې پر حضرت عیسی یوازې یو انجیل نازل شوی دی؛ نو دا دومره اناجیل/انجیلونه له کومه شول؟

* د حضرت عیسی د لارویانو نښه، رأفت او رحمت دی «اتَّبَعُوهُ رَأْفَهً وَ رَحْمَهً»؛ خو د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله د لارویانو نښه، پر خپلو لورنه او له دښمن سره شدت دی. «وَ الَّذِینَ مَعَهُ أَشِدّاءُ عَلَی الْکُفّارِ رُحَماءُ بَیْنَهُمْ[108]»

* د «رَؤُفٌ» او «رَحِیمٌ» کلیمې لس ځل په قرآن کې یو د بل ترڅنګ راغلي دي. «رَؤُفٌ» یعنې د ستونزو او تراخو لرې کولو ته زړه سواندي او «رَحِیمٌ»؛ یعنې تر ترخو او ستونزو روسته مینه او لورنه. رأفت د شر لرې کولو ته دی او رحمت د خیر راجلبولو ته دی.

 

پېغامونه:

1-د تاریخ په اوږدو کې پرله پسې پېغمبران راغلل او د نبوت بهیر یو مستمر بهیر و. (قَفَّیْنا عَلی آثارِهِمْ … قَفَّیْنا)

2-د ځانګړیو وګړیو دې ځانګړې ستاینه وشي، د«رسلنا،رسله» تر ټولیز عنوان لاندې د حضرت نوح، ابراهیم او عیسی علیهم السلام نامې، ځانګړې ستاینه ده.( قَفَّیْنا … بِرُسُلِنا وَ قَفَّیْنا بِعِیسَی ابْنِ مَرْیَمَ)

3-د هر دین او ښوونځي د ښو لارویانو یادونه دې وشي.«جَعَلْنا فِی قُلُوبِ الَّذِینَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَهً وَ رَحْمَهً»

4-له پېغمبرانو لاروي، زړونه رڼوي او رافت او لورنه لاس ته راوړي. «اتَّبَعُوهُ رَأْفَهً وَ رَحْمَهً»

5-هم دې د صمیمیّت خنډونه لرې کړای شي، «رَأْفَهً» او هم دې د مینې لاملونه رامنځ ته شي. «رَحْمَهً»

6-په دین کې سلیقوي نوونونه او بدعتونه، الله (ج) ته د منلو نه دي.«رَهْبانِیَّهً ابْتَدَعُوها ما کَتَبْناها عَلَیْهِمْ»

7-د اسماني ادیانو یو آفت، بدعت دی. «رَهْبانِیَّهً ابْتَدَعُوها»

8-شته داسې پاکې او نږه انګېزې، چې د الهي شریعت په بهیر کې نه وې او په خرافاتو او بدعت واوختې. (رَهْبانِیَّهً ابْتَدَعُوها … اِبْتِغاءَ رِضْوانِ اللّهِ)

9- کفر و فسق یو د بل قرین دي. (د ایمان پر وړاندې فسق راغلی، حال دا باید کفر اوڅار وای.) (اَلَّذِینَ آمَنُوا … کَثِیرٌ مِنْهُمْ فاسِقُونَ)

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ وَ آمِنُوا بِرَسُولِهِ یُؤْتِکُمْ کِفْلَیْنِ مِنْ رَحْمَتِهِ وَ یَجْعَلْ لَکُمْ نُوراً تَمْشُونَ بِهِ وَ یَغْفِرْ لَکُمْ وَ اللّهُ غَفُورٌ رَحِیمٌ«28»=ايمانوالو! (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ او پر استازي يې ايمان راوړئ، چې د خپل رحمت دوه برخې (اجر) دركړي او داسې رڼا به دركړي، چې په [برکت] به يې [په خلکو او د خپل ژوند په بهیر کې] پر لار سم ځئ او تېر ګناهونه به مو دروبښي او الله ډېر بښونکی لورین دى.

 

ټکي:

*ددې آیت مخاطب، د تېر آیت مسیحیان کېدای شي، چې دنیا ته د شا کونې او رهبانیت حق پرځای کړي او تر حضرت عیسی (ع) روسته، د اسلام پر پېغمبر صلی الله علیه و آله ایمان راوړي، چې هم پر مسیح (ع) د ایمان اجر ولري او هم پر محمّد صلی الله علیه و آله د ایمان اجر . له پېغمبر اسلام صلی الله علیه و آله نه رانقل شوي:

هغو مسیحیانو د رهبانیت حق ادا کړی، چې پر ما یې ایمان راوړی دی[109]

البتّه دا آیت تر تېر آیت خپلواک مانا کولای شو، چې مراد یې دا وي: مسلمانان دې پر الله (ج) او رسول الله خپل ایمان ژور کړي.

*شونې ده له «کِفْلَیْنِ مِنْ رَحْمَتِهِ» مراد، یو باطني نور او بل الهي مغفرت وي، چې د راتلونکي آیت په دوام کې راغلی دی.

 

پېغامونه:

1-تقوا او ځان ساتنه، پر الله (ج) د ایمان غوښتنه ده. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ»

2-تل د ایمان ژورولو په تکل کې وسئ.( آمَنُوا … آمَنُوا)

3- ایمان او تقوا د رحمت برخې دي.( آمَنُوا اتَّقُوا … کِفْلَیْنِ مِنْ رَحْمَتِهِ)

4- متّقي مؤمن کله هم له ډپ سره نه مخېږي.( آمَنُوا اتَّقُوا … یَجْعَلْ لَکُمْ نُوراً …)

5-مؤمن له ګناه معصوم نه دی؛ خو متّقي دی او د تقوا له ډال سره ډګر ته رادانګي؛ نو الله (ج) یې تېروتنې بښي.( اِتَّقُوا اللّهَ … یَغْفِرْ لَکُمْ وَ اللّهُ غَفُورٌ رَحِیمٌ)

6-د الهي پېرزوینو په لاس ته راوړو کې عمر، توکم، ټبر او ادعا کچه نه؛ بلکې کچه یې ایمان او تقوا ده.( اِتَّقُوا اللّهَ وَ آمِنُوا … یُؤْتِکُمْ کِفْلَیْنِ مِنْ رَحْمَتِهِ)

 

لِئَلاّ یَعْلَمَ أَهْلُ الْکِتابِ أَلاّ یَقْدِرُونَ عَلی شَیْءٍ مِنْ فَضْلِ اللّهِ وَ أَنَّ الْفَضْلَ بِیَدِ اللّهِ یُؤْتِیهِ مَنْ یَشاءُ وَ اللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیمِ«29»=چې كتابيان پوه شي، (که پر خاتم الانبیا ایمان را نه وړي؛ نو) د الله له ورکړې پر کوم څیز لاسبرېدای نشي او داچې لورنه يوازې د الله په لاس كې ده، چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او الله د سترې لورنې خاوند دى.

 

ټکي:

* دا سورت د الله (ج) پر تسبیح پیل او په الهي فضل پای مومي.

* په قصص سورت ۵۴ آیت کې،الله (ج) هغو کتابیانو ته د دوه ګرایه ثواب ژمنه کوي، چې ایمان یې راوړی دی: «أَجْرَهُمْ مَرَّتَیْنِ» په دې آیت کې مسلمانانو ته هم وايي: که متقیان ووسئ او پر پېغمبر اکرم ایمان ولرئ، ستاسې اجر هم دوه ګرایه دی، چې کتابیان ګومان ونکړي، چې مسلمانان وړ نه دي، چې الهي پېرزوینې لاس ته راوړي او دا پېرزوینې هغوی ته ورځانګړې نه دي.

*د هغو آیتونو په پامنیوي، چې پکې «فَضْلٍ عَظِیمٍ» کارېدلی؛ څرګندېږي چې ستر الهي درښتن – فضل، ښیون – هدایت، جنت، مغفرت، نبوّت، د الله (ج) له خوښۍ لاروي او د سم لید او تشخیص درلودل دي؛ خو توکیزو نعمتونو ته دا تعبیر نه دی راغلی.

 

پېغامونه:

1- په ځغرده د توهماتو، تمو، توقعاتو او انحرافاتو مخه ونیسئ. «لِئَلاّ یَعْلَمَ أَهْلُ الْکِتابِ»

2- الهي تفضل د هغه په حکیمانه ارادې پورې تړلی دی؛ نه زموږ په ګومانو پورې. «أَنَّ الْفَضْلَ بِیَدِ اللّهِ»

3-حکیم څښتن، خپل فضل موندنې ته ځانګړي وګړي ټاکي.«یُؤْتِیهِ مَنْ یَشاءُ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

 

 

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

 

[1] – نورالثقلین تفسیر.

[2] – اسراء،۴۶.

[3] – نور،41.

[4] – .رعد، ۱۳.

[5] – .بقره،30.

[6] – نور،41

[7] – انبیاء، ۷۹

[8]  – صافّات،143

[9] – المیزان تفسیر.

[10] – بقره،30.

[11] – المیزان تفسیر.

[12] – طه،14

[13] – بقره،183.

[14] – حج،28.

[15] – بقره،193.

[16] – .بقره،179.

[17] – .احزاب،53.

[18] – توبه،103.

[19] – .مائده،91.

[20] – ابراهیم،۲.

[21] – وسائل، ۱۷ ټ، ۴۰ مخ

[22] – کافي، ۲ ټ، ۵۸۵ مخ

[23] – توبه،34

[24] – طه،114

[25] – محمّد،17.

[26] – بحار، ۶۸ ټ، ۱۷۳ مخ

[27] – وسائل، ۱۲ ټ ، ۴۰ مخ.

[28] – بقره،162.

[29] – محمّد،20.

[30] – ابراهیم،21.

[31] – غافر،49.

[32] ابراهیم ، ۲۲

[33] – حشر، ۱۰

[34] – اعراف،201.

[35] -انفال،49.

[36] -احزاب، ۱۲

[37] – المیزان تفسیر.

[38] – معارج،16-11.

[39] – انفال،40

[40] – نورالثقلین تفسیر.

[41] – توبه،119.

[42] – یوسف،101

[43] – منافقون،10.

[44] – آل عمران،193.

[45] – آل عمران،146.

[46] – احزاب،21.

[47] – ممتحنه،4.

[48] – .اعراف،144.

[49] – حجر،98.

[50] – آل عمران،79

[51] – نمل،91.

[52] – یونس،104.

[53] – نساء،135.

[54] – مائده،8.

[55] – صفّ،14.

[56] – انفال،21.

[57] – .انفال،47.

[58] – نحل،92.

[59].احزاب،69.

[60] حشر،19

[61] – حجر،55

[62] – زمر،53.

[63] – آل عمران،156

[64] – قصص،17

[65] – آل عمران،60

[66] – نساء،105.

[67] – اعراف، ۲۰۵.

[68] – انعام،35

[69] یونس،95

[70] – قصص،86.

[71] – شعراء،181.

[72] – نمونه تفسیر.

[73] – انعام،32

[74] – عنکبوت،64.

[75] – محمّد،36.

[76] – حدید،20.

[77] – نمونه تفسیر او بحار،ج64،ص 235.

[78] – المیزان تفسیر.

[79] – لُهوف،ص160

[80] – .نهج البلاغه،خطبه: 5.

[81] – .نهج البلاغه،حکمت: 439.

[82] “محمد/ ٧ آيت .

[83] بحار، ۷۳ټ ، ۳۰۶ مخ

[84] بحار، ۷۳ټ، ۳۰۵ مخ 

[85] – غررالحکم.

[86] بحار، ۷۰ ټ، ۳۰۱ مخ

[87] بحار، ۷۰ټ ، ۳۰۵ مخ.

[88] – غررالحکم.

[89] – نهج البلاغه،لیک: 53.

[90] – بحار، ۷۸ ټ، ۵۳ مخ ج

[91] – المیزان تفسیر.

[92] – .زمر،6.

[93] – حجر،21

[94] – المیزان تفسیر

[95] – سبأ،10.

[96] – حج،22.

[97] – بقره،124.

[98] – آل عمران،102.

[99] – حج،78

[100] – تحریم،1

[101] – اعراف،32

[102] – مائده،87.

[103] – بحار، ۶۷ټ، ۱۱۷ مخ 117

[104] – بحار، ۶۷ ټ، ۱۱۵ مخ

[105] – بحار، ۶۷ ټ، ۱۱۸ مخ

[106] – بحار، ۶۷ ټ، ۱۲۱ مخ ج

[107] – بحار، ۶۷ ټ، ۱۲۲ مخ

[108] – فتح،29.

[109] – مجمع البیان تفسیر.

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!