تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ شفاعت وَ اتَّقُوا یَوْماً لا تَجْزِی نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَیْئاً وَ لا یُقْبَلُ مِنْها شَفاعَهٌ وَ لا یُؤْخَذُ مِنْها عَدْلٌ وَ لا هُمْ یُنْصَرُونَ (بقره/ ۴۸) = او (ځانونه مو) د هغې ورځې له (عذابه) وساتئ، چې هېڅوك نه له چا (الهي عذاب) لرې كولاى شي او نه يې سپارښتنه كولاى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

شفاعت

وَ اتَّقُوا یَوْماً لا تَجْزِی نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَیْئاً وَ لا یُقْبَلُ مِنْها شَفاعَهٌ وَ لا یُؤْخَذُ مِنْها عَدْلٌ وَ لا هُمْ یُنْصَرُونَ (بقره/ ۴۸) = او (ځانونه مو) د هغې ورځې له (عذابه) وساتئ، چې هېڅوك نه له چا (الهي عذاب) لرې كولاى شي او نه يې سپارښتنه كولاى شي او نه يې تاوان منل كېږي، چې (په بدل كې يې پرېښوول شي) او نه مرسته ورسره كېداى شي.

په دې آيت کې د یهودو ځينو غلطو او ناسمو باورونو او بېځایه هیلو ته اشاره شوې ده. دوی انګېرله چې د قیامت پر ورځ به یې نیکونه د دوی شفاعت کوي. لکه چې بوتپالو، خپل بوتان شفیع ګڼل. ځینو یې، قرباني کول، د خپلو ګناهونو کفاره ګڼله او که پیسې یې نه درلودې؛ نو له یوې جوړې کوترو یې سرونه غوڅول. د دوی یوې ډلې له مړي سره طلا او ګاڼې ښخولې، چې د خپلو ګناهونو جریمه ورکړي. خبر نه وو، چې قیامت د دنیا پر خلاف دی، چې دلته په پيسو، واسطې او ملاتړ پر خپلو ستونزو بریالي کېږي.

د قیامت پر ورځ، د کفارو په اړه ټول سببونه پرې کېږي؛ « تَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبابُ[1]»، تړاوونه له منځه ځي « فَلا أَنْسابَ بَیْنَهُمْ[2]» ، د عذر غوښتنې خولې چوپېږي؛« وَ لا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُونَ[3]» ، مال او اولاد نه پکارېږي؛« لا یَنْفَعُ مالٌ وَ لا بَنُونَ[4]»، خپلوي هم په درد نه خوري؛ « لَنْ تَنْفَعَکُمْ أَرْحامُکُمْ[5]»، ځواکونه او واکمنۍ پوچې او ټانټه کېږي؛ « هَلَکَ عَنِّی سُلْطانِیَهْ[6]»، بې د الله له اجازې شفاعت نه منل کېږي؛ « وَ لا یَشْفَعُونَ إِلاّ لِمَنِ ارْتَضی[7]» او فدیه نه منل کېږی، « لا یُؤْخَذُ مِنْکُمْ فِدْیَهٌ» لایوخذ منکم فدیه[8].

 

د شفاعت په اړه بحث (ویینه)

شفاعت د «شفع» له کلمې  او د مرستې او لاسنیوي پر مانا دی او پر جفت- ځکه مرسته او کومک دی- اطلاق شوی دی؛ یعنې کوم کسان چې د ایمان، تقوا او عمل څه توښه لري او پر هغه ورځ څه کمبود لري، څه پېرزوینه یې پر توښه ورزیاتېږي او د الهي اولیاوو له پېرزوینو سره د یو ځای کېدو او ملتیا (جفت) په پار، د الله له غوسې ژغورل کېږي؛ نو ځکه شفاعت یوازې هغه کسان رانغاړي چې هڅاند دي؛ خو په لار کې پاتې شوي او څه مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري، چې ترڅنګ  یې وي.

د قرآن شاوخوا دېرش آيتونه، د شفاعت په باب دي، چې څو ډوله دي:

۱-هغه آیتونه چې شفاعت نفې کوي؛ لکه: « یَوْمٌ لا بَیْعٌ فِیهِ وَ لا خُلَّهٌ وَ لا شَفاعَهٌ[9]» : هغه ورځ چې راکړه ورکړه، دوستی او شفاعت پکې نشته.

۲-هغه آیتونه چې شفاعت د الله ځانګړنه بولي؛ لکه: « ما لَکُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِیٍّ وَ لا شفیع[10]= ‏بې له ده هېڅ مرستندی او شفیع درته نشته.

۳-هغه آیتونه چې د الله په اجازې د نورو شفاعت يادوي؛ لکه: « مَنْ ذَا الَّذِی یَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاّ بِإِذْنِهِ[11]= څوک د هغه (الله) پر وړاندې شفاعت کوي؛ خو په اجازه یې (یعنې یوازې هغه د الله پر وړاندې شفاعت کوي، چې همده یې اجازه ورکړې وي).

۴-هغه آیتونه چې د شفاعت کېدونکیو شرایط بیانوي؛ لکه:

الف: شفاعت هغه ته دی، چې الله ترې راضي وي.«وَ لا یَشْفَعُونَ إِلاّ لِمَنِ ارْتَضی[12]= او یوازې د هغه شفاعت کېږي، چې هغه (الله) ترې خوښ وي.

ب: ظالمانو ته، ملګری او شفیع نشته. «ما لِلظّالِمِینَ مِنْ حَمِیمٍ وَ لا شَفِیعٍ[13]= او ظالمانو ته نه مرستندوی شته او نه کوم شفیع.

ج: پرښتې مؤمنانو ته، دعا او استغفار کوي «وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا[14]= او ایمانوالو ته بښنه غواړي.

تېرو آيتونو ته په پامنیوي، معلومېږي چې شفاعت بې قید و شرطه نه دی او شفاعت د الله په اجازې دی او شفاعت کېدونی باید څه شرایط ولري او که څوک د شفاعت شرایط ونه لري، که څه د پېغمبر مېرمن وي، شفاعت یې نشي کیدی؛ لکه د فسق له وجهې چې د نوح او لوط علیهما السلام د مېرمنو شفاعت چې نه کېږي. « فَخانَتاهُما فَلَمْ یُغْنِیا عَنْهُما مِنَ اللّهِ شَیْئاً وَ قِیلَ ادْخُلاَ النّارَ مَعَ الدّاخِلِینَ[15]= نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيكو يې (د الهي عذاب پر وړاندې) څه ګټه ور و نه رسوله او ورته وويل شول: ((له نورو ننووتونكيو (دوزخيانو) سره اور ته ورننوځئ.))

نو ځکه هغه شفاعت رغنده دی، چې انسان د الله له اولیاوو سره ونښلوي او دده د نهیلۍ خنډ شي. خو که پر شفاعت ایمان، پر ګناه د جرأت لامل شي؛ لکه څنګه چې مسیحیان ګروهن دي، چې عیسی (ع) (فدا او) قرباني شو، چې زموږ ګناهونه وبښل شي، هډو د منلو وړ نه دی.

پوښتنه: ایا د الله د ولیانو شفاعت، د الله د ارادې او غوښتنې پر وړاندې د درېدو پر مانا دی؟ هغه ته چې الله یې د عذاب اراده کړې وي، پېغمبر یې په خپل شفاعت د ارادې مخه نیسي؟

ځواب: هم د بد چارو سزا او هم خپلو ولیانو ته د شفاعت اجازه، د الله په ارادې او خوښه ده؛ نوځکه د الله د ولیانو شفاعت، د الهي ارادې پر وړاندې کوم څیز نه دی.

پوښتنه: ایا د الله د ولیانو شفاعت پردې مانا دی، چې د دوی پېرزوینه تر الله ډېره ده؛ ځکه الله غواړي عذاب یې کړي او ولیان یې شفاعت کوي؟

ځواب: هم په اولیاوو کې د پېرزوینې شتون او هم ترې د ګټنې اجازه، د الله له لوري ده؛ نو ځکه همدادی چې په خپلې لورنې، د شفاعت اجازه ورکوي.

پوښتنه: ایا شفاعت، د الله اراده اړوي؟

ځواب: په بېلا بېلو شرایطو کې الله یو ډول اراده نه لري. د الله اراده ده چې ګناهګار ته سزا ورکړي؛ خو که نوموړی توبه وباسي، غوسه یې سړېږي؛ ځکه د ګناهګار انسان شرایط له توبه کار سره توپیر لري.

یو انسان په نړۍ کې د الله له ولیانو سره د مینې او اطاعت په پار، د دوی په شفاعت کې رانغاړلېږي او بل چې د دوی مخالف وي، پکې نه رانغاړلېږي.

په نړۍ کې د ګناهونو د بښنې اسباب او وزلې درې څیزونه دي:

۱-توبه. « إِلاَّ الَّذِینَ تابُوا وَ أَصْلَحُوا وَ بَیَّنُوا فَأُولئِکَ أَتُوبُ عَلَیْهِمْ وَ أَنَا التَّوّابُ الرَّحِیمُ [16]= بې له هغوی چې توبه ګار شول او (خپلې بدې کړنې یې په ښو کړنو) سمې کړې او پټ کړی حقیقت یې راڅرګند کړ؛ نو توبه یې منم او زه دېر توبه قبلوونکی (او) لورین یم.))

۲-د کبیره ګناهونو پرېښوول. « إِنْ تَجْتَنِبُوا کَبائِرَ ما تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُکَفِّرْ عَنْکُمْ سَیِّئاتِکُمْ[17]= که له هغو سترو ګناهونو ځانونه وژغورئ، چې ترې منع کېږئ؛ نو ستاسې له وړو ګناهونو به درتېر شوو.

۳-حسنات او ښې چارې. « إِنَّ الْحَسَناتِ یُذْهِبْنَ السَّیِّئاتِ[18] = سکه، نېکۍ بدي له منځه وړي.

خو په آخرت کې، د بخشش یوازېنی لار، شفاعت او الهي ځانګړې لورنه ده.

 

سرچینه : نور تفسیر

مولف : شیخ محسن قرآئتی

 

 

 

 

[1]  (بقره/۱۶۶)

[2] (مومنون/۱۰۱)

[3] (مرسلات/۳۶)

[4] ‏(شعراء/۸۸)

[5] (ممتحنه، ۳)

[6] ‏(الحاقه/۲۹)

[7]  (انبیاء/۲۸)

[8] (حدید/۱۵)

[9] بقره- ۲۵۴

[10] سجده- ۴

[11] بقره- ۲۵۵

[12] انبیاء- ۲۸

[13] عافر- ۱۸

[14] غافر- ۷

[15] تحریم- ۱۰

[16] بقره- ۱۶۰

[17] نساء- ۳۱

[18] هود- ۱۱۴

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!